امامت
- دا مقاله د امامت په اړه ده. د دولسو امامانو د امامت لپاره د شیعه امامانو امامت وګورئ.
امامت، د اسلامی ټولنې مشري او په دیني او دنیاوي چاورې کې د پېغمبر(ص) جانشیني ده. امامت د شیعه مذهب له اعتقادی اصولو او د شیعه او اهل سنت تر مینځ د عقیدې له بنیادي اختلافاتو څخه دی. د شیعیانو په نزد د امامت مساله سبب شوې چې هغوي ته امامیه وویل شي.
د امامت د ضرورت او وجوب په اړه په اسلامی فرقو کې اختلاف نیشته؛ خو د هغې په ډول کې د نظر اختلاف موجود دی. ځینې اشاعره په دې باور دي چې امامت یو شرعي واجب دی او ځینو معتزله و ویلي چې عقلي واجب دی او د خلکو په غاړه ده چې خپل امامت وټاکي. امامیه عقیده لری چې امامت عقلي وجوب لري او په خدای واجبه ده چې امام وټاکي؛ په دې معنا چې عقلا ښه خبره ده چې خدای تعالی د خپل حکمت په مقتضا امام وټاکي او د د دې کار پرېښودل قبیح دي.
د امامیه له نظره امامت الهي تړون دی او خدای دغه مقام خپلو غوره بندګانو ته ورکړی دی. هغوي، امامت د دین د بشپړېدو او له پېغمبر (ص) وروسته د انسان د هدایت د دوام سبب ګڼلی دی.
امامیه او ځینو مسلمانو فرقو د امام لپاره یو شمېر ځانګړنې لکه عصمت او په ټولو انساني فضایلو کې افضلیت په نظر کې نیولی دی. امامیه په دې باور دي چې امام باید د روښانه او صریح بیان په اساس د خدای، پېغمبر او یا له ځانه مخکې امام له لورې انتخاب شي. هغوي باوري دي چې امام علي(ع) او له هغه وروسته نور شیعه امامان معصوم وو او د انساني فضایلو له اړخه تر ټولو افضل وو نو ځکه د امت امامان ګڼل کیږي.
د اسلامي ټولنې سیاسی مشري او د الهي حدودو اقامه او اجرا، له دین او د دې په څېر دنیاوي چارو ساتنه یې د امامت له فلسفې او اهدافو ګڼلې ده. امامیه پر دې چارو سربېره، دیني مرجعیت هم د امامت له اهدافو ګڼلی دی.
مقام او اهمیت
د امامت مساله په اسلامي مذهبونو کې یو له ډېرو مهمو، اختلافي او بحث راپاروونکو مسالو ده.[۱] امامت د امامیه له نظره د اسلام د پېغمبر د نبوت دوام او د هغه د بقا او جاري پاتې کېدو لامل دی او امام هماغه دندې ترسره کوي چې د پېغمبر په غاړه وې.[۲] په امامت عقیده همدارزا د امامیه له نظره د دین له اصولو ده او هم ځکه یوه کلامي مساله ګڼل کیږي.[۳] حال دا چې ځینو اشاعره و او معتزله و[۴] او د اهل سنتو ځینو نورو مذهبونو هغه د دین له فروعو او یوه فقهي مساله ګڼلې ده.[۵]
محمدحسین کاشفالغطاء په اصل الشیعة و اصولها، کتاب کې په امامت باور له هغو اصولو ګڼلی چی شیعه له نورو اسلامی فرقو جدا کوی.[۶] له همدې امله د دولس ګونو امامانو په امامت قایلان، په امامیه مشهور دي[۷] او څوک چې دا ونه مني د تشیع له دایرې وځي.[۸]
علامه حلي د مِنهاجُ الكِرامة فی معرفةِ الاِمامه، کتاب په سریزه کې د امامت مساله له ډېرو لویو مسالو او د ایمان له ارکانو ګڼلې ده چې په هغې د پوهېدلو په سبب، په جنت کې تل پاتې والی او د رحمان خدای له غضبه ژغورنه لاسته راځي.[۹]
کلیني په الکافي کتاب کې له امام رضا(ع) د امامت د اهمیت په بیان کې یو روایت نقل کړی دی.[۱۰] په دې روایت کې، امامت له ځینو ځانګړنو سره لکه د پېغمبرانو مقام، د اوصیاوو میراث، الهي خلافت، د پېغمبر جانشیني، د دین او د مسلمانانو د نظام واګې، د دنیا اصلاح ، د مومنانو عزت، د اسلام وده کوونکې جرړه او ختونکې څانګه معرفي شوې ده.[۱۱]
امامت الهي عهد
اصلي مقاله: د ابراهیم ابتلا آیت
د بقرې سورې د ۱۲۴ ایت مطابق، وروسته له دې چې ابراهیم د امامت مقام ته ورسېد، دا مقام یې د خپل ذریت لپاره هم وغوښت چې خدای تعالی یې په ځواب کې وویل: «لاینالُ عَهدی الظّالِمینَ؛ زما عهد ظالمانو ته نه رسیږی[۱۲] ډېرو مفسرانو ویلي چې له «عهد» مطلب په دې ایت کې امامت دی.[۱۳] له همدې امله امامیه په دې باور دي چې امامت، داسې منصب دی چې د خدای له لوري خپلو ځینو غوره او خوښو کړیو بندګانو ته ورکول کیږی.[۱۴]
امامت د دین د بشپړتیا عامل
اصلي مقالې: د اکمال آیت او د تبلیغ آیت
امامیه، د اکمال ایت او تبلیغ ایت او هغو روایتونو ته په پام سره چې له معصومو امامانو(ع) د دغه ایتونو په ذیل کې راغلي،[۱۵] امامت د دین د بشپړتیا عامل ګڼلی دی.[۱۶] د هغوي له نظره د دین د اکمال ایت د غدیر اختر په ورځ ، وروسته له هغه چې پېغمبر(ص)، امام علي(ع) په خپل امامت او ځایناستۍ وټاکه نازل شو او په دې کار سره د دین د اکمال خبر ورکړی شو.[۱۷]
همداراز په تبلیغ ایت په استناد سره وایي چې امامت دومره لوی مقام لري چې که پېغمبر(ص) هغه نه وای رسولی، ته وا خپل رسالت یې نه و رسولی او زحمتونه او کړاوونه یې له مینځه تلل.[۱۸]
امامت، د هدایت دوام
اصلي مقاله: د هادي آیت
امامیه په هادي ایت او هغو روایتونو په استناد سره چې د هغې په ذېل کې نقل شوي،[۱۹] امامت له پېغمبر(ص) وروسته د بشر د هدایت دوام ګڼلی دی.[۲۰] اهل سنت مفسر محمد بن جریر طبري (وفات ۳۱۰ق) په خپل تفسیر کې له ابن عباسه په څو واسطو سره یو روایت نقل کړی چې کله هادي ایت نازل شو، پېغمبر لاس په خپله سینه کېښود او وې ویل: «زه وېروونکی او خبرداری ورکوونکی یم» او په خپل لاس یې امام علي ته اشاره وکړه او وې ویل: « ای علي، ته هدایتوونکی (هادي) یې او له ما وروسته هدایت موندونکي ستا په لاس هدایتیږي.[۲۱]
مفهوم پېژندنه
امامت د یو تعریف له مخې چې د محقق لاهیجي په وینا ټول مسلمان متکلمان پرې اتفاق لري،[۲۲] د اسلام د پېغمبر(ص) په نیابت د دنیا او دین په چارو کې د خلکو د ټولو چارو امامت او مشري ده.[۲۳]
د امامت لپاره نور تعریفونه هم وړاندې شوې دي. د مثال په توګه، اهل سنت متکلم سیفالدین آمدي (۵۷۵-۶۲۲ق)، د امامت په تعریف کې ویلې دي.« د شریعت د قوانینو په اجرا او د ټولنې په ساتنه کې د خدای له رسول(ص) څخه د یو کس جانشني ده په دې ډول چې د هغه پېروي په ټول امت واجبه ده.»[۲۴] اشعري متکلم میر سیدشریف جرجانی (۷۴۰-۸۱۶ق)، په شرح المواقف کتاب او اشعري فقیه او متکلم تفتازانی (۷۲۲-۷۹۲ق)، په شرح المقاصد کې همدا تعریف منلی ، او وړاندې کړې دی.[۲۵] همداراز یې ویلي چې امامت د دین د ساتنې او د ټولنې په سیاسي مشرۍ کې د پېغمبر جانشني ده.[۲۶]
د ناصر مکارم شیرازي په وینا، دغه تعریفونه یوازې د حکومت د مشرۍ په حد کې په یو ظاهري مسوولیت سره، د هغې له دیني ډول او سنخیت سره سمون لري او د پېغمبر د جانشینۍ عنوان یې خپل کړی او داسې امام د خلکو له خوا غوره او انتخاب کېدی شي؛ حال دا چې د امامیه له نظره امامت یوه الهي چاره ده او د امام ټاکنه د خدای له لوري ده او د خلکو په ټاکلو او غوره کولو نه ده.[۲۷] ځینې کسانو لکه قاضي نور الله تستري هم د امامت په تعریف کې ویلي دي: « یو الهي او خدای ورکړی منصب دی چې ټولې لوړې مرتبې او فضایل لري، غیر له نبوت او هغه څه څخه چې د نبوت لازمه ده،.»[۲۸]
د امامت وجوب او د امام د ټاکلو څرنګوالی
د امامت د ضرورت په اړه د شیعه او نورو اسلامي فرقو تر مینځ څه اختلاف نیشته؛[۲۹] خو د دغه وجوب د ډول او د امام د ټاکلو د څرنګوالي او کیفیت په اړه اختلاف موجود دی.[۳۰] البته ویل شوي چې ځینې معتزله متکلمان او ځینې خوارج په دې نظر دي چې امامت اساسا واجب نه دی.[۳۱] نورې فرقې چې وایي واجب دی، د هغه په عقلي یا شرعي وجوب کې د نظر اختلاف لري.[۳۲] جبائیان ( د بصرې د معتزله ابو علي جبایي پیروان) اهل حدیث او اشاعره په دې باور دي چې امامت شرعي واجب دی نه عقلي.[۳۳] د دې په مقابل کې ځینې معتزله، ماتریدیه او اباضیه، امامت عقلي واجب ګڼلی دی؛ خو په دې باور دي چې د امام ټاکنه د خلکو په غاړه ده.[۳۴]
امامیه د امامت په عقلی وجوب قایل دي او وایي چې د امام ټاکنه او مقررول، عقلا په خدای تعالی واجب دي.[۳۵] په دې بحث کې له وجوبه مطلب، فقهي وجوب نه دی؛ بلکې کلامي وجوب دی چې په عقلي حسن و قبح مترتب دی؛ یعنې ښه ده چې خدای تعالی د خپل حکمت په مقتضا امام وټاکي او د دې پرېښودل د خدای د حکمت خلاف او قبیح دي.[۳۶]
امامت لطف دی
همداراز ووینئ: د لطف قاعده
امامیه د خدای له خوا د امام د ټاکلو او مقررلو د وجوب د اثبات لپاره د لطف په قاعدې استدلال کړی دی.[۳۷] د لطف د قاعدې معنا دا ده چې هر کارچې د خدای اطاعت ته د انسانانو د نزدې کېدو او یا له ګناه د هغوي د لرې کېدو سبب کیږي، د هغې کول په خدای تعالی لازم دی او خدای ضرور هغه کار کوي؛[۳۸] لکه د دیني فرایضو تشریع او د پېغمبرانو رالېږل چې انسانان له دې لاره له خپلو دیني فرایضو او دندو سره بلد شي.[۳۹] د دغه قاعدې مطابق د امام وجود لطف دی؛ ځکه چې سبب کیږي بندګان د خدای اطاعت ته نزدې او له هغو چارو چې خدای نهي کړې، لرې شي.[۴۰] پر دې اساس د امام ټاکل او مقررول په خدای واجب دي.[۴۱]
د امام ځانګړنې
امام، یعنې هغه کس چې د امامت مقام لري،[۴۲] باید لاندینې ځانګړنې او صفات ولري:
عصمت
اصلي مقاله: د امامانو عصمت
امامیه او اسماعیلیه په دې باور دي چې امام باید معصوم وي[۴۳] او د دې د اثبات لپاره په ځینو دلیلونو لکه د تسلسل د امتناع برهان، د امام له خوا د شریعت د ساتنې او بیانونې برهان، له امامه د اطاعت د وجوب برهان، د نقض غرض برهان، د ګناه د ارتکاب په صورت کې د امام د سقوط او ځوړتیا په برهان یې استدلال کړی دی.[۴۴]
همداراز ويل شوي چې امام باید له ټولو ظاهري عبیبونو لکه پوستي ناروغۍ، په اصل و نسب پورې اړوندو نیمګړتیاوو، او په بې ارزښته کسبونو او فنونو له اخته کېدو، او په کرکجنو چارو له اخته کیدو چې له هغه د خلکو د لرې والي سبب کیږي، او په یو ډول د هغه له لطف والي ( د خدای اطاعت ته د بندګانو نزدې کولو او له ګناهانو لرې کولو) سره په ټکر کې دي، پاک او مبرا وي.[۴۵]
افضلیت
اصلي مقاله: د امام افضلیت
د امامیه او له مُرجِئه، مُعتزله او زیدیه، ځینې کسان باوري دي چې امام باید په علم، دین، کرامت، مېړانې، او په ټولو نفساني او بدني فضایلو کې د خپلې زمانې له ټولو سړو لوړ او اوچت وي؛[۴۶] ځکه چې اول خو، که امام په فضیلت کې له نورو سره برابر وي، د امام په توګه د هغه غوره کول ترجیح بلا مُرَجِّح ( له کوم ترجیحي دلیله پرته په دوو مساوي چارو کې د یوې انتخاب) دی. چې عقل دا کار قبیح او بد ګڼي او که تر نورو ټیټ وي، پر لوړ کس ټیټ کس ته ترجیح ورکول (پر فاضل د مفضول مخکې کول) دي چې دا کار هم عقلا صحیح نه دی.[۴۷] بله د یونس سورې د ۳۵ ایت او د زمر سورې د ۹ ایت په شان ایتونه هم د فاضل د پېروۍ په ضرورت او پر مفضول د هغه په ترجیح دلالت لري.[۴۸]
د نص په اساس ټاکنه
امامیه په دې باور دي چې امام باید د یو روښانه او صریح او جوت بیان (په اصطلاح کې«نص جلي») په اساس د خدای، پېغمبر، یا له هغه د مخکې امام په وسیله وټاکل شي[۴۹] او د دې عقیدې لپاره یې په لاندینیو دلیلونو استناد کړی دی:
- د امام له ځانګړنو دا ده چې معصوم وي او عصمت یوه باطني چاره ده چې بې له خدایه یا هغه کس چې خدای خبر کړې وي له هغه غېر پرې څوک نه پوهیږي. پر دې اساس باید د نص په وسیله هغه خلکو ته وروپېژندل شي.[۵۰]
- پېغمبر چې په ډېرو وړو مسالو کې یې هم د خپل امت مشري او لارښوونه کوله او کله به چې د یوې یا دوو ورځو لپاره له مدینې وته، یو کس به یې د مسلمانانو په چارو د غور لپاره ځای ناستی او جانشین ټاکه، څنګه ممکنه ده چې تر ټولو مهمه چاره یعنې له ځانه وروسته خلافت او جانشیني همداسې بې تپوسه او بې حله پرېښې وي او له ځانه وروسته یې څوک نه وي ټاکلی؟ پر دې اساس د هغوي له سیرت او طریقې دا خبره څرګندیږي چې له ځانه وروسته امام یې ټاکلی او د نص په وسیله یې خلکو ته ورپېژندلی دی.[۵۱]
- له معصومو امامانو ځینې روایتونه موجود دي چې د نص په وسیله د امام د ټاکلو په وجود دلالت لري.[۵۲]
بني عباسو او پلویانو یې ویلي چې امام د معتبر نص، میراث یا پېغمبر(ص) ته د انتساب په وسیله هم ثابتیږي.[۵۳] زیدیه په دې عقیده دي چې که یو کس د حضرت فاطمې(س) له نسله ځانته خلک وبلي او په توره د امر بالمعروف او د اسلامي احکامو د اجرا لپاره پاڅون وکړي، امامت یې صحیح دی او نورې مسلمانې فرقې په دې نظر دي چې امام د نص په وسیله یا د اهل حل و عقد ( د ټولنې د مشرانو، عالمانو او بانفوذه کسانو) په وسیله ثابتیږي.[۵۴]
د امامت فلسفه
د امامت د فلسفې او د هغې د هدف په اړه مختلف نظرونه وړاندې شوې دي.[۵۵] معتزله د امامت فلسفه او هدف یې شرعي امورو ته تحقق ورکول ګڼي لکه د الهي حدودو اقامه کول، د احکامو اجرا او داسې نور.[۵۶] ماتریدیه او اشاعره پر دغو مواردو سربېره، ځینې چارې لکه د سپاه کومانده او تدبیر، د پولو ساتنه، د پوځي ځواکونو سنبالښت، له بلواګرو سره مبارزه، د مظلومانو ملاتړ او د ظالمانو ځپنه، د شخړو او اختلافاتو فیصله کول، د غنیمتونو وېش او نورې داسې چارې چې د ټولنې د کسانو په غاړه نه دي، د امامت له اهدافو او فلسفې ګڼلې دي.[۵۷]
امامیه پر دغو چارو سربېره،[۵۸] د نورو مسلمانو فرقو په اپوټه، له پېغمبر(ص) وروسته د شریعت بیان او دیني مرجعیت هم د امامت له حساسو او مهمو موخو ګڼلې دي.[۵۹] کاشف الغطاء د امام په وسیله د شریعت د بیانولو د لزوم او د هغوي د دیني مرجعیت د اثبات لپاره داسې استدلال کړی دی: لکه څنګه چې د احکامو راوړونکی او موسس په الهي احکامو د علم لپاره عقلا لازم دی، د دغه احکامو د مُبَیِّن (بیانوونکي) شتون هم لازم دی او په دې دواړو کې د هر یو نیشتوالی په الهي احکامو د جهل او ناخبرۍ سبب کیږی.[۶۰] همداراز په ایتونو او روایتونو کې ډېر زیات مجمل او متشابه موجود دي چې د بیان لپاره یې یو داسې کس ته اړتیا چې د هغوی په جزییاتو او د قرآن او نبوي سنت په متشابهاتو علم ولري.[۶۱]
له نورو امورو چې د امام شتون ضروري کوي او د امامت له فلسفې ګڼل کیږي، د شریعت ساتنه ده.[۶۲] پر دې اساس، د امام شتون سبب کیږي چې دین له تغییر او تحریفه خوندي پاتی شي؛ ځکه چې د وخت تېرېدل د دښمنانو شتون، د متن غلطه پوهه او نور عوامل له اصیلو تعلیماتو څخه په انحراف کې موثر واقع کېدلی شي او همداراز له دې امله چې لږ تر لږه، له قرآنه د نورو په پوهه کې، د خطا او غلطسۍ احتمال شته، داسې یو چاته اړتیا ده چې له قرانه یې پوهه له خطا خوندي و او وجود یې د نورو د پوهې د خطا د تشخیص او معلومولو لپاره معیار وګرځي او دا کس هماغه امام او د پېغمبر ځای ناستی دی چې باید معصوم وي.[۶۳]
د امام علي(ع) امامت
اصلي مقاله: د امام علي(ع) امامت
د شیعه لیدتوګې په اساس، امام علي(ع) د پېغمبر (ص) بلا فصل جانشین او له هغه وروسته امام دی.[۶۴] د دې د اثبات لپاره د قرآن په ځینو ایتونو لکه تبلیغ ایت، ولایت ایت، مودت ایت، اولی الامر ایت، اکمال دین ایت، تطهیر ایت او صادقین ایتونو استدلال شوی دی.[۶۵] علامه حلي په نهج الحق او کشف الصدق کتاب کې د امام علي(ع) د امامت او له پېغمبر وروسته د هغه د جانشینۍ په اثبات کې په ۸۴ آیتونو استناد کړی دی.[۶۶] شیعیان باوري دي چې له پېغمبر(ص) وروسته د امام علي په بلا فصل خلافت او امامت له رسول الله مبارک څخه صریح او ښکاره نص (نص جلي) موجود دی او په هغو متواترو ایتونو چې د هغوي روایي سرچینو او د اهل سنتو په روایي سرچینو کې راغلي لکه غدیر حدیث، منزلت حدیث او ثقلین حدیث، تمسک کوي.[۶۷]
امامیه همداراز په ځینو روایي او تاریخي نصوصو په استناد سره په دې باور دي چې له پېغمبر وروسته په علم، مېړانه، عدالت اونورو انساني فضایلو کې تر ټولو لوړ انسان امام علي و نو ځکه د پېغمبر په اصحابو کې یوازې هغه د پېغمبر د جانشینۍ حق درلود.[۶۸]
د نورو امامانو(ع) امامت
اصلي مقاله: د شیعه امامانو امامت
د امامیه په باور، له امام علي(ع) وروسته د امامت منصب، امام حسن(ع) او امام حسین ته او له هغه وروسته د هغه له اولاده نهو کسانو یعنې امام سجاد(ع)، امام باقر(ع)، امام صادق(ع)، امام کاظم(ع)، امام رضا(ع)، امام جواد(ع)، امام هادی(ع)، امام حسن عسکری(ع) او حضرت مهدی(عج) ته رسېدلی دی.[۶۹]
امامیه متکلمانو د نورو امامانو(ع) د امامت د اثبات لپاره د دولسو خلیفه ګانو په حدیث[۷۰] او همداراز په متواترو نصوصو چې پکې د هر یو امام په امامت په جدا او مشخصه توګه تصریح شوې، تمسک کړی دی.[۷۱] همداراز د امامیه له نظره، عصمت او افضلیت د امام له ځانګړو شرایطو او ځانګړتیاوو ګڼل کیږی او ځینو نصوصو ته په پام سره، له امام علي(ع) وروسته نور امام هم معصوم وو او هم په علم او نورو انساني فضایلو کې د خپل وخت تر ټولو لوړ انسانان وو.[۷۲]
کتابونه
ځینې اثار چې د امامت په موضوع کې لیکل شوي دا دي:
- اَلاِفصاح فی الاِمامه، تألیف د شیخ مفید: لیکوال په دې کتاب کې د امامت د تعریف، د امام د پېژندلو د ضرورت، د امام علي د امامت او د خدای او پېغمبر(ص) په نزد د هغه په افضلیت، د ابوبکر د امامت د ادعا د ابطال او د هغه د افضلیت د رد، د ابوبکر په امامت د امت د نه اجماع او داسې نورو مسایلو په اړه بحث کړی دی.[۷۳]
- اَلشَافی فی الامامة، لیک د سیدِ مرتضی: دا کتاب د قاضي عبدالجبار معتزلي د کتاب «المُغنی مِنَ الحِجاج فی الامامه» په اړه او د امامت په اړه د هغه شبهاتو ته په ځواب کې لیکل شوی دی.[۷۴] دا کتاب د لیکلو په وخت او په ورپسې پېړیو کې د شیعه سني عالمانو د پام وړ ګرځېدلی او د دې په تلخیص یا کره کتنه کې ځینې اثار لیکل شوي دي چې یو یې د شیخ طوسي لیکلی تلخیص الشافي دی.[۷۵]
- مِنهاجُ الکِرامة فی معرفةِ الاِمامه، لیک د علامه حلي: علامه حلي په دې کتاب کې اول د امامت په اړه عمومي مسایل لکه تعریف یې او د هغې د ضرورت په اړه بحث بیان کړی او بیا یې د امامت او د امام علي د بلا فصل جانشینۍ او نورو امامانو د امامت د اثبات په اړه خبرې کړې دي.[۷۶] ویل کیږي چې ابن تیمیه مِنهاجُ السُّنةِ النَّبویة کتاب د دغه کتاب په رد کې لیکلی دی. [۷۷] د قم د علمیه حوزې استاد او د کلام عالم سید علي حسیني میلاني، په منهاج الکرامه کتاب شرحه لیکلې او پکې یې د ابن تیمیه نظرات رد کړې دي. دا کتاب د «شرح منهاج الکرامه» په نوم په پینځو ټوکو کې چاپ شوی دی.[۷۸]
- امامت و رهبری، لیک د مرتضی مطهري: دا کتاب د امامت په اړه د مطهري د ویناوو ټولګه ده چې په ۱۳۴۹ لمریز کال کې یې د ډاکټرانو په اسلامي انجمن کې کړې دي.[۷۹]
- الاِمامةُ العُظمی عندَ اَهلِ السُّنةِ و الجَماعه، لیک د اهل سنت عالم عبدالله دمیجی: لیکوال په دې کتاب کې د امامت له تعریف او د هغې د وجوب او ضرورت له بحثه وروسته، د امامت په اړه د اهل سنتو نظر بیان کړی دی.[۸۰]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۶۴ش، ج۱، ص۲۴؛ میلانی، «مقدمه»، در کتاب دلائل الصدق، تألیف محمدحسن مظفر، ۱۴۲۲ق، ص۲۶.
- ↑ سبحانی، خدا و امامت، ۱۳۶۲ش، ص۹؛ طاهرزاده، مبانی نظری نبوت و امامت، ۱۳۹۲ش، ص۷۵.
- ↑ میلانی، الإمامة فی أهم الكتب الكلامیة وعقیدة الشیعة الإمامیة، ۱۴۱۳ق، ص۲۲.
- ↑ بېلګۍ په توګه وګورئ: تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۲۳۲؛ جرجانی، شرح المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۳۴۴.
- ↑ سبحانی، بحوث فی الملل و النحل، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۱، ص۲۹۵-۲۹۶.
- ↑ کاشفالغطاء، اصل الشیعة و اصولها، مؤسسة الامام علی(ع)، ص۲۲۱.
- ↑ کاشفالغطاء، اصل الشیعة و اصولها، مؤسسة الامام علی(ع)، ص۲۱۲.
- ↑ کاشفالغطاء، اصل الشیعة و اصولها، مؤسسة الامام علی(ع)، ص۲۱۲.
- ↑ علامه حلی، منهاج الكرامة فی معرفة الإمامة، ۱۳۷۹ش، ص۲۷.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۴۹۱-۴۹۲.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۴۹۱-۴۹۲.
- ↑ سوره بقره، آیه ۱۲۴.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: تفسیر طبری، طبری، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۵۱۱؛ فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۴، ص۴۳؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۱، ص۳۷۷.
- ↑ مطهری، امامت و رهبری، ۱۳۹۰ش، ص۱۳۱.
- ↑ بېلګۍ په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۲۸۹ و ج۱۵، ص۸۰.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۲۷۴؛ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۸ق، ج۵، ص۱۷۴؛ مطهری، امامت و رهبری، ۱۳۹۰ش، ص۱۲۱-۱۲۵.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۲۷۴؛ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۸ق، ج۵، ص۱۷۴.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۳۸۲؛ علامه حلی، منهاج الكرامة فی معرفة الإمامة، ۱۳۷۹ش، ص۱۱۷؛ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۳۱۴-۳۱۶.
- ↑ بېلګۍ په توګه وګورئ: به کلینی، الکافی، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۴۷۱-۴۷۳.
- ↑ بېلګۍ په توګه وګورئ: طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۱۵ق، ج۶، ص۱۵؛ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۸ق، ج۱۱، ص۳۰۵ و ص۳۲۷-۳۲۸.
- ↑ طبری، تفسیر طبری، ۱۴۱۵ق، ج۱۶، ص۳۵۷.
- ↑ محقق لاهیجی، گوهر مراد، ۱۳۸۳ش، ص۴۶۲.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: بحرانی، القواعد المرام، ۱۴۰۶ق، ص۱۷۴؛ فاضل مقداد، شرح الباب الحادی عشر، ۱۴۲۷ق، ص۴۰؛ علامه مجلسی، حق الیقین، انتشارات اسلامیه، ج۱، ص۳۶.
- ↑ آمدی، أبكار الأفكار فی أصول الدين، ۱۴۲۳ق، ج۵، ص۱۲۱.
- ↑ جرجانی، شرح المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۳۴۵؛ تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۲۳۲.
- ↑ دمیجی، الامامة العظمی عند اهل السنة و الجماعة، دار طیبة، ص۲۸.
- ↑ مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۹، ص۲۰.
- ↑ تستری، إحقاق الحق و إزهاق الباطل، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۳۰۰.
- ↑ دمیجی، الامامة العظمی عند اهل السنة و الجماعة، دار طیبة، ص۴۵-۴۶؛ ربانی گلپایگانی، درآمدی بر شیعهشناسی، ۱۳۸۵ش، ص۲۱۷.
- ↑ بېلګۍ په توګه وګورې: علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۷ق، ص۴۹۰؛ علامه مجلسی، کشف الیقین، انتشارات اسلامیه، ج۱، ص۳۶.
- ↑ دمیجی، الامامة العظمی عند اهل السنة و الجماعة، دار طیبة، ص۴۵-۴۶؛ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۷ق، ص۴۹۰.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۷ق، ص۴۹۰؛ بحرانی، قواعد المرام فی علم الکلام، ۱۴۰۶ق، ص۱۷۵.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۷ق، ص۴۹۰.
- ↑ طوسی، قواعدالعقائد، ۱۴۱۳ق، ص۱۱۰؛ تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۲۳۵؛ طوسی، تلخیص المحصل، ۱۴۰۵ق، ص۴۰۶؛ جرجانی، شرح المواقف، ۱۳۲۵ق، ج۸، ص۳۴۵.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد، ص۴۹۰؛ بحرانی، قواعد المرام فی علم الکلام، ۱۴۰۶ق، ص۱۷۵؛ علامه مجلسی، کشف الیقین، انتشارات اسلامیه، ج۱، ص۳۶.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۹۰ش، ج۴، ص۳۱۱.
- ↑ بېلګۍ په توګه وګورئ: طوسی، تلخیص المحصل، ۱۴۰۵ق، ص۴۲۶؛ بحرانی، قواعد المرام فی علم الکلام، ۱۴۰۶ق، ص۱۷۵؛ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۵۳.
- ↑ ربانی گلپایگانی، القواعد الکلامیه، ۱۳۹۲ش/۱۴۳۵ق، ص۱۰۶؛ فخرالدین رازی، المحصل، ۱۴۱۱ق، ص۴۸۱-۴۸۲.
- ↑ ربانی گلپایگانی، القواعد الکلامیة، ۱۳۹۲ش/۱۴۳۵ق، ص۱۱۴-۱۱۶.
- ↑ طوسی، تلخیص المحصل، ۱۴۰۵ق، ص۴۲۶.
- ↑ طوسی، تلخیص المحصل، ۱۴۰۵ق، ص۴۲۶؛ بحرانی، قواعد المرام فی علم الکلام، ۱۴۰۶ق، ص۱۷۵.
- ↑ بحرانی، قواعد المرام فی علم الکلام، ۱۴۰۶ق، ص۱۷۴.
- ↑ شیخ مفید، اوائل المقالات، انتشارات دانشگاه تهران، ص۳۹؛ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۷ق، ص۴۹۲.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۷ق، ص۴۹۲-۴۹۴؛ شعرانی، شرح تجرید الاعتقاد، ۱۳۷۶ش، ص۵۱۰-۵۱۱.
- ↑ بحرانی، قواعد المرام فی علم الکلام، ۱۴۰۶ق، ص۱۸۰.
- ↑ شیخ مفید، اوائل المقالات، انتشارات دانشگاه تهران، ص۳۹-۴۰؛ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۷ق، ص۴۹۵؛ فاضل مقداد، ارشاد الطالبین، ۱۴۰۵ق، ص۳۳۶.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۷ق، ص۴۹۵؛ بحرانی، قواعد المرام فی علم الکلام، ۱۴۰۶ق، ص۱۸۰.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۷ق، ص۴۹۵؛ فاضل مقداد، ارشاد الطالبین، ۱۴۰۵ق، ص۳۳۶؛ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۳۴.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۷ق، ص۴۹۵؛ بحرانی، قواعد المرام فی علم الکلام، ۱۴۰۶ق، ص۱۸۱؛ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۳۴.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۷ق، ص۴۹۶؛ شعرانی، شرح فارسی تجرید الاعتقاد، ۱۳۷۶ش، ص۵۱۳.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۷ق، ص۴۹۶؛ شعرانی، شرح فارسی تجرید الاعتقاد، ۱۳۷۶ش، ص۵۱۳.
- ↑ علامه مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۳، ص۶۸-۶۹؛ حائری، الإمامة وقیادة المجتمع، ۱۴۱۶ق، ص۶۴-۶۵.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۷ق، ص۴۹۵؛ شعرانی، شرح فارسی تجرید الاعتقاد، ۱۳۷۶ش، ص۵۱۳.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۷ق، ص۴۹۵-۴۹۶؛ شعرانی، شرح فارسی تجرید الاعتقاد، ۱۳۷۶ش، ص۵۱۳-۵۱۴.
- ↑ بېلګه په توګه وګورئ: قاضی عبدالجبار، المغنی، ۱۹۶۲م، ج۱، ص۳۹؛ تفتازانی، شرح العقائد النسفیة، ۱۴۰۷ق، ص۹۷؛ علامه حلی، الفین، ۱۴۰۵ق، ص۲۶-۲۹.
- ↑ بېلګه په توګه وګورئ: قاضی عبدالجبار، المغنی، ۱۹۶۲م، ج۱، ص۳۹؛ قاضی عبدالجبار، شرح الاصول الخمسه، ۱۴۲۲ق، ص۵۰۹.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: تفتازانی، شرح العقائد النسفیة، ۱۴۰۷ق، ص۹۷؛ باقلانی، تمهید الاوائل و تلخیص الدلائل، ۱۴۰۷ق، ص۴۷۷-۴۷۸.
- ↑ وګورئ: علامه حلی، الفین، ۱۴۰۵ق، ص۲۶-۲۹.
- ↑ بحرانی، قواعد المرام فی علم الکلام، ۱۴۰۶ق، ص۱۷۸؛ مطهری، امامت و رهبری، ۱۳۹۰ش، ص۲۹-۳۲.
- ↑ کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۶۴.
- ↑ کاشف الغطاء، کشف الغطاء، ۱۴۲۰ق، ج۱، ص۶۴.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد؛ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۱۷.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد؛ مظفر، دلائل الصدق، ۱۴۲۲ق، ج۴، ص۲۱۷.
- ↑ بېلګه په توګه وګورئ: شیخ مفید، اوائل المقالات، انتشارات دانشگاه تهران، ص۳۹-۴۰؛ سید مرتضی، الشافی فی الامامة، ۱۴۱۰ق، ج۴، ص۳۱۱.
- ↑ وګورئ: علامه حلی، نهج الحق و کشف الصدق، ۱۹۸۲م، ص۱۷۲-۱۷۵؛ فاضل مقداد، إرشاد الطالبین، ۱۴۰۵ق، ص۳۴۱.
- ↑ وګورئ: علامه حلی، نهج الحق و کشف الصدق، ۱۹۸۲م، ص۱۷۲-۲۱۱.
- ↑ وګورئ: امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۱، ص۱۵۲-۱۸۴ و ج۳، ص۲۰۰-۲۰۱ و ج۷، ص۱۲۵ و ج۱۰، ص۲۵۹.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: علامه حلی، کشف المراد؛ بحرانی، قواعد المرام فی علم الکلام، ۱۴۰۶ق، ص۱۸۳-۱۸۶؛ فاضل مقداد، إرشاد الطالبین، ۱۴۰۵ق، ص۳۵۲-۳۷۴.
- ↑ شیخ صدوق، الاعتقادات، ۱۴۱۴ق، ص۹۳؛ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۷ق، ص۳۹۷؛ طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۷۹ش، ص۱۹۸-۱۹۹.
- ↑ وګورئ: شیخ صدوق، کمال الدین و تمام النعمة، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۱۸۰؛ بحرانی، قواعد المرام فی علم الکلام، ۱۴۰۶ق، ص۱۹۰.
- ↑ بېلګه په توګه وګورئ: شیخ صدوق، کمال الدین و تمام النعمة، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۵۳؛ علامه حلی، کشف المراد، ص۵۳۹؛ بحرانی، قواعد المرام فی علم الکلام، ۱۴۰۶ق، ص۱۹۰؛ فاضل مقداد، إرشاد الطالبین، ۱۴۰۵ق، ص۳۷۵.
- ↑ علامه حلی، کشف المراد، ۱۴۳۷ق، ص۵۳۹-۵۴۰؛ فاضل مقداد، إرشاد الطالبین، ۱۴۰۵ق، ص۳۷۴-۳۷۵.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: شیخ مفید، الافصاح فی الامامة، ۱۴۱۳ق، ص۷۹ و ص۹۰ و ص۱۳۱ و ص۱۳۹ و ص۲۲۹ و ص۲۳۱.
- ↑ سیدمرتضی، الشافی فی الامامة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۳۳.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۳، ص۸.
- ↑ حسین مبارک، «مقدمه»، در کتاب منهاج الکرامة فی معرفة الامامة، تألیف علامه حلی، ص۲۴-۲۵.
- ↑ حسینی میلانی، شرح منهاج الکرامة فی معرفة الامامة، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۱۱۳.
- ↑ حسینی میلانی، شرح منهاج الکرامة فی معرفة الامامة، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۱۱۳.
- ↑ انتشارات صدرا، «مقدمه»، در کتاب امامت و رهبری، تألیف مرتضی مطهری، ص۷.
- ↑ دمیجی، الامامة العظمی عند اهل السنة و الجماعة، دار طیبة، ص۱۳-۱۴.
سرچينې
- آمدی، سیف الدین، أبکار الأفکار فی أصول الدین، قاهره، دار کتاب، ۱۴۲۳ق.
- امینی، عبدالحسین، الغدیر، قم، مرکز الغدیر، ۱۴۱۶ق.
- باقلانی، محمد بن طیب، تمهید الاوائل و تلخیص الدلائل، لبنان، مؤسسة الكتب الثقافیة، چاپ اول، ۱۴۰۷ق.
- بحرانی، علی، منار الهدی فی النص علی امامة الائمة الإثنی عشر(ع)، تحقیق عبد الزهراء خطیب، بیروت، دار المنتظر، ۱۴۰۵ق.
- بحرانی، ابنمیثم، قواعد المرام فی علم الکلام، قم، مكتبة آیة الله المرعشی النجفی، چاپ دوم، ۱۴۰۶ق.
- تستری، قاضی نورالله، إحقاق الحق و إزهاق الباطل، قم، مكتبة آیة الله المرعشی النجفی، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
- تفتازانی، سعدالدین، شرح المقاصد، قم، الشریف الرضی، ۱۴۰۹ق.
- تفتازانی، سعد الدین، شرح العقاید النسفیه، قاهره، مکتبة الکلیات الازهریة، ۱۴۰۷ق.
- جرجانی، میر سیدشریف، شرح المواقف، قم، الشریف الرضی، ۱۳۲۵ق.
- حائری، سیدکاظم، الإمامة وقیادة المجتمع، قم، مکتب آیتالله سیدکاظم حائری، ۱۴۱۶ق.
- حسینی میلانی، سیدعلی، شرح منهاج الکرامة فی معرفة الامامة، تهران، مرکز پژوهشی ميراث مکتوب، ۱۴۲۸ق.
- دمیجی، عبدالله، الامامة العظمی عند اهل السنة و الجماعة، ریاض، دار طیبة، بیتا.
- ربانی گلپایگانی، علی، القواعد الکلامیه، قم، مؤسسه امام صادق، چاپ چهارم، ۱۳۹۲ش/۱۴۳۵ق.
- ربانی گلپایگانی، علی، درآمدی به شیعهشناسی، قم، مرکز جهانی علوم اسلامی، ۱۳۸۵ش.
- سبحانی، جعفر، خدا و امامت، قم، دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۳۶۲ش.
- سید مرتضی، علم الهدی، الشافی فی الامامة، تحقیق: عبدالزهرا حسینی خطیب، تهران، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۴۱۰ق.
- شعرانی، ابوالحسن، شرح تجرید الاعتقاد، تهران، کتابفروشی اسلامیه، چاپ هشتم، ۱۳۷۶ش.
- شهرستانی، محمد بن عبدالکریم، الملل و النحل، قم، الشریف الرضی، چاپ سوم، ۱۳۶۴ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، الاعتقادات، قم، كنگره شیخ مفید، ۱۴۱۴ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الافصاح فی الامامة، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، اوائل المقالات، تحقیق: مهدی محقق، تهران، انتشارات دانشگاه تهران، بیتا.
- صدوق، محمد بن علی، کمال الدین و تمام النعمه، تصحیح علی اکبر غفاری، تهران، اسلامیه، ۱۳۹۵ق.
- طاهرزاده، اصغر، مبانی نظری نبوت و امامت، اصفهان، لب المیزان، ۱۳۹۲ش.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، بیروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۵۳ش.
- طباطبایی، سید محمدحسین، شیعه در اسلام، قم، انتشارات بوستان کتاب، ۱۳۷۹ش.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۵ق.
- طبری، محمد بن جریر، تفسیر طبری، بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۱۵ق.
- طوسی، نصیرالدین، تلخیص المحصل، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۰۵ق، چاپ دوم.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، الألفیین، قم، مؤسسه اسلامیه، ۱۴۲۳ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، کشف المراد فی شرح تجرید الاعتقاد قسم الاهیات، تعلیقه جعفر سبحانی، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، چاپ دوم، ۱۳۸۲ش.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، الفین، کویت، مکتبة الفین، ۱۴۰۵ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، کشف المراد، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ شانزدهم، ۱۴۳۷ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، منهاج الکرامة فی معرفة الإمامة، تحقیق: عبدالرحیم مبارک، مشهد، مؤسسه پژوهش و مطالعات عاشورا، ۱۳۷۹ش.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، نهج الحق و کشف الصدق، بیروت، دار الکتاب اللبنانی، چاپ اول، ۱۹۸۲م.
- علامه مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
- علامه مجلسی، محمدباقر، حق الیقین، تهران، انتشارات اسلامیه، بیتا.
- فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، ارشاد الطالبین الی نهج المسترشدین، قم، کتابخانه آیتالله مرعشی نجفی، ۱۴۰۵ق.
- فاضل مقداد، مقداد بن عبدالله، شرح الباب الحادی عشر، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۲۷ق.
- فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
- فخر رازی، محمد بن عمر، المحصل، عمان، دارالرازی، ۱۴۱۱ق.
- فیاض لاهیجی، گوهر مراد، تهران، نشر سایه، ۱۳۸۳ش.
- قاضی عبدالجبار، المغنی فی أبواب التوحید والعدل، الإمامة، قاهره، الدار المصریه، ۱۹۶۲م.
- قاضی عبدالجبار، عبدالجبار بن احمد، شرح الاصول الخمسة، تعلیه احمد بن حسین ابیهاشم، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
- کاشف الغطاء، شیخ جعفر، كشف الغطاء عن مبهمات الشريعة الغراء، قم، انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۴۲۰ق.
- کاشفالغطاء، محمدحسین، اصل الشیعة و اصولها، قم، مؤسسة الامام علی(ع)، بیتا.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، قم، دار الحدیث، ۱۳۸۷ش.
- محقق حلی، المسلک فی أصول الدین و الرسالة الماتعیة، تحقیق رضا استادی، مشهد، مجمع البحوث الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۴ق.
- مظفر، محمدحسین، دلائل الصدق لنهج الحق، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
- مطهری، مرتضی، امامت و رهبری، قم، انتشارات صدرا، ۱۳۹۰ش.
- مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، قم، انتشارات صدرا، ۱۳۹۰ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، پیام قرآن، تهران، دار الکتب الاسلامیة، چاپ نهم، ۱۳۸۶ش.
- میلانی، سیدعلی، «مقدمه»، در کتاب دلائل الصدق لنهج الحق، تألیف محمدحسن مظفر، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
- میلانی، سیدعلی، الإمامة فی أهم الکتب الکلامیة وعقیدة الشیعة الإمامیة، قم، الشریف الرضی، ۱۴۱۳ق.
- نصیر الدین طوسی، محمد بن محمد، تلخیص المحصل، بیروت، دار الاضواء، چاپ دوم، ۱۴۰۵ق.
- نصیر الدین طوسی، محمد بن محمد، قواعدالعقائد، تحقیق: علیحسن خازم، دار الغربة، بیروت، ۱۴۱۳ق.