منځپانگې ته ورتلل

عاشورا نړیوال بنسټ

د wikishia لخوا
د عاشورا نړیوال بنسټ لوګو

عاشورا نړیوال بنسټ (فاونډیشن) د اهل بېتو(ع) په نړیوالې ټولنې پورې اړوند غیر دولتي بنسټ دی چې په ۱۳۹۳ل کال کې جوړ شوی دی. دا فاونډیشن غواړي عاشورایي کلتور په نړیواله سویه تبلیغ کړي. د غونډو او ویرغونډو د جوړولو، د حسیني شعایرو او دستورو احیا او پراختیا او د عاشورا په موضوع کې د مطالبو او مینځ پانګې جوړول یې په همدې لړ کې کړې دي.

عاشورا بنسټ د هیات امنا یا بورډ آف ټرسټ لخوا اداره کیږي او د دغه هیات مشري د اهل بیتو(ع) نړیواله ټولنه په غاړه لري. محمد حسن اختري د دغه بنسټ عامل مدیر (سي اي او) دی.

اهمیت موخې او فعالیتونه

عاشورا نړیوال بنسټ په ایران کې یوه غیر دولتي (خصوصي) موسسه ده چې د عاشورایي کلتور د پراخولو او د امام حسین(ع) د سیرت د پراختیا او تبیلغ په برخه کې د خوځنده او پرله پسې بهیر جوړولو په هدف جوړه شوې ده.[۱] دا موسسه په ۱۳۹۳ ل کال کې جوړه [۲] او په ۱۳۹۴ ل کال کې رسما ثبت شوه.[۳]

د نړۍ په خلکو کې د عاشورا د انساني کلتور زیات نه زیات تبلیغ او معرفي کول او د عاشورا له څېرې د تحریفونو او بدعتونو توږل د عاشورا د نړیوال بنسټ له موخو ګڼل شوې دي.[۴]

د دغه بنسټ په فعالیتونو کې کولی شو د سیمینارونو او ویر غونډو جوړول، د حسیني دستورو او شعایر غږملتیا، پراختیا او احیا، د امام حسین(ع) په موضوع د لنډو فلمونو جوړول، د عاشورا په برخه کې څېړنیز او تحقیقاتي فعالیتونه[۵] او د حسیني زایرانو لپاره د اربعین د موکبونو جوړولو ته اشاره کولی شو.[۶]

جوړښت

عاشورا بنسټ د امناوو د هئیات یا بورډ آف ټرسټ په شکل چلیږي چې غړي یې له رهبري بعثې، د اسلامي فرهنګ او ارشاد له وزیر، د اسلامي تبلیغاتو د سازمان له مشر،د ولي فقیه له استازي او د اوقافو او خیریه چارو له سرپرست، د اسلامي مذهبونو د نزدیکت د نړیوالې ټولنې له عمومي منشي، د قم د علمیه حوزې له مدیر، د جامعه المصطفی العالمیه له مشر،د قم د علمیه حوزې د اسلامي تبلیغاتو له مشر، د اسلامي فرهنګ او ارتباطاتو د سازمان له مشر، د اهل بیتو د نړیوالې ټولنې له مرستیال،او د ماشومانو او زلمکیانو د فکري روزنې د مرکز له عامل مدیر څخه جوړ دي. د دغه هیات مشري د اهل بیتو د نړیوالې ټولنې عمومي منشي په غاړه لري.[۷] د عاشورا د بنسټ د عامل مدیر په وینا دغه بنسټ ولسي دی او د مخیرو کسانو په ملاتړونو سره اداره کیږي.

د عاشورا بنسټ اجرایي چارې د هغې د عامل مدیر په غاړه دي چې د یو پلاوی له خوا ټاکل کیږي. د عاشورا بنسټ څلور څانګې لري «د رسنیو او انټرنیټ څانګه» «فرهنګي، ښوونیزه او څېړنیزه څانګه» « نړیواله څانګه» او «اداري، مالي او ملاتړیزه څانګه» چې د بنسټ اجرایي پروګرامونو برابروي.[۸]

د ۱۳۹۸ل کال د لیندې په ۲۵محمد حسن اختري د عاشورا د نړیوال بنسټ د عامل مدیر (سي اي او) په توګه وټاکل شو.[۹]

فوټ نوټ

  1. ↑ «دربارهٔ ما» سایت بنیاد بین‌المللی عاشورا.
  2. ↑ «دربارهٔ ما» سایت بنیاد بین‌المللی عاشورا.
  3. ↑ «راه‌اندازی «بنیاد بین‌المللی عاشورا»»، سایت عتیق.
  4. ↑ «دربارهٔ ما» سایت بنیاد بین‌المللی عاشورا.
  5. ↑ «برگزاری نخستین سوگواره بین‌المللی شبیه‌خوانی در تهران به همت بنیاد بین‌المللی عاشورا»، جامع نیوز.
  6. ↑ «برنامه‌های اربعین بنیاد بین‌المللی عاشورا تشریح شد»، خبرگزاری ایکنا.
  7. ↑ «دربارهٔ ما» سایت بنیاد بین‌المللی عاشورا.
  8. ↑ «دربارهٔ ما» سایت بنیاد بین‌المللی عاشورا.
  9. ↑ «مدیر جدید بنیاد عاشورا معرفی شد»، خبرگزاری ایرنا.

سرچينې

بهرنۍ لینکونه