بدعت
بِدْعَت په دې معنې دی چې له پیغمبر اکرم(ص) وروسته یو څیز په دین کې داخل شي چې له هغې نهي شوې ده یا د هغې په هکله روایت نیشته او د دین په کلي احکام کې د یوه لاندې هم نه راځي. بدعت د سنت په مقاله به کې دی؛ سنت هغه حکمونه دي چې په قرآن او د پيغمبر(ص) او اهلبیتو(ع) په روایتونو کې بین شوي دي. په روایتونو کې بدعت د کفر او شرک له مصادیقو ګڼل شوی دی او شیعه او سنی ټول فقیهان هغه حرام ګڼي.
د اسلام د مذهبونو تر منځ د بدعت د مصادیقو په اړه اختلاف دی او هر یو مذهب پر بل مذهب د بدعت تور لګوي. ویل شوي دي: په مسلمانو علماوو کې ابن تیمیه تر ټولو زیات په نورو باندې د بدعت تورونه لګولي دي.
د شیعه ګانو له نظره په لمانځه کې لاسونه تړل، د تراویح لمونځ په جماعت سره کول او په لمانځه کې (له حمد وروسته) آمین ویل د بدعت مصداقونه دي. ځينې سني علماء په دې اند دي چې بدعت په ښو او بدو وېشل کیږي او د تراويح لمونځ په جماعت سره ادا کول چې د عمر بن خطاب په حکم رواج شو، ښه بدعت دی. خو ځينې نور سنيان هر بدعت حرام ګڼي.
مسلمانو پوهانو د بدعت په اړه اثار لیکلي دي. د ابو اسحاق ابراهیم شاطبي کتاب الاعتصام او د آیت الله سبحاني والبدعه کتابونه له دغو مواردو څخه دي.
مفهومپیژندنه
د بدعت مختلف تعریفونه وړاندې شوي دي[۱] د البدعة په کتاب کې د شیعه او سني علماوو څخه د بدعت ۲۲ تعریفونه نقل شوي دي،[۲] د مثال په توګه ابن حجر عسقلاني بدعت هغه څه ګڼلي دي چې د سنت په مقابله کې وي.[۳] همدارنګه سید مرتضی، هم بدعت داسې تعریف کړی دی چې په دین کې د یو څه اضافه کول یا له هغه څخه یو څه کمول.[۴]
د فقهاوو په اصطلاح کې بدعت هغه څه ته وايي چې په دين کې داسې څه داخل کړي چې په دين کې نه وي؛[۵] لکه هغه عبادت چې په دين کې شامل نه وي په دين کې د سپارښت شويو مناسکو څخه وګڼي.[۶] د فقهاوو په فتوا، حتی که داسې عمل چې د دیني اعمالو برخه نه وي، مستحب وګڼل شي، بدعت دی.[۷]
محمد باقر مجلسي په يوه تفصيلي تعريف کې بدعت د اسلام له پېغمبر(ص) وروسته په دين کې د هغه څه راتلل ګڼي چې له هغې نهي شوی وي یا د هغه په هکله روایت نیشه او د دین د کلي احکامو په ذیل کې هم نه وي.[۸]
بدعت هم په عقیده کې کیدی شي او هم په شرعي احکامو کې.[۹] بدعت د سنتو په مقابله کې دی؛ سنت هغه تعلیمات دي چې په قرآن او د رسول الله(ص) او نورو معصومینو په احادیثو کې ذکر شوي دي.[۱۰]
په فقهي نصوصو کې بدعت د «تشریع» په نوم هم ياد شوی دی[۱۱] او د دې دواړو لپاره يو شان تعريف شوی دی.[۱۲]
بدعت، لویه ګناه
په شيعه او سني رواياتو کې د بدعت په غندنه کې ډېر احاديث راغلي دي.[۱۳] په كتاب البدعه كې په دې اړه دېرش احاديث نقل شوي دي؛[۱۴] د بېلګې په توګه په مُسنَد احمد بن حنبل او سُنَن ابنماجه قزوینی، کې رسول الله(ص) هر بدعت ګمراهي بللې ده[۱۵] ابن ماجه د رسول الله (ص) څخه نقل کړی دی: د اهل بدعت روژه، لمونځ، صدقه، حج، عمره او جهاد نه قبلیږي.[۱۶] همدارنګه کلیني په الکافی کاتب کې له امام باقر(ع) او امام صادق(ع) څخه روایت کړی دی چې هر بدعت ګمراهي ده او د هرې ګمراهۍ پای دوزخ دی.[۱۷]
ایت الله سبحاني بدعت له لویو ګناهونو څخه ګڼلی دی.[۱۸] شیخ صدوق هم په خپل کتاب من لا یحضرة الفقیه کې د کبیره ګناهونو په برخه کې د بدعت په اړه احادیث راوړي دي.[۱۹] د هغه د راپور له مخې امام باقر(ع) بدعت د کفر او شرک له مصداقونو څخه ګڼلی دی.[۲۰]
په قرآن کې د بدعت غندنه
د مسلمانو مفسرينو او فقهاوو له نظره بدعت د قرآن د آيتونو له مخې حرام دی[۲۱] په دې اړه د حديد سوره ۲۷ آيتونه، د نحل سوره ۱۱۶،[۲۲] ۶۵ د انعام سوره ۶۵ او ۱۵۹ آيتونه او د توبې سورت ۳۱ آيت د دلیل په توګه راوړل شوي دي.[۲۳]
د سوره حدید د ۲۷ آیت په اساس، خدای د عیسایانو لپاره رهبانیت نه دی تشریع کړی او دا عمل د دوي له خوا په خپله یو بدعت دی[۲۴] همدارنګه د سورة نحل په ۱۱۶ آیت [یادونه1] کې راغلي دي: «تاسې نباید هیڅ شی له خپل ځانه حلال یا حرام کړئ او خدای ته یې په دروغه نسبت ورکړئ».[۲۵] د سید محمد حسین طباطبايي په وینا د آیت له سیاق څخه څرګندیږي چې مؤمنان په دین کې له بدعته منع شوي دي.[۲۶]
فقهي حکم
فقهاء هر هغه څه چې د بدعت مصداق وي حرام ګڼي،[۲۷] د مثال په توګه محقق حلي په محکمه کې د شاهدانو د قسم خوړلو په مسئله کې فرمايي: د خداى له نوم پرته په بل څه قسم خوړل روا نه دي، لکه په سپيڅلي کتابونو، د پیغمبر(ص) او امامان په نوم قسم خوړل جایز نه دي؛ ځکه دا کار بدعت دی.[۲۸] همدارنګ په جواهر الکلام کتاب کې د اماميه فقهاوو له قوله راغلي دي چې په اودس کې د درېم ځل لپاره د مخ او لاسونو مينځل بدعت او حرام دي.[۲۹]
د ملا احمد نراقي په وينا، مسلمانان د بدعت په حرام والي اجماع لري.[۳۰] او د بدعت حرام والی یې د اسلامي دين له ضرورياتو (مسلماتو) څخه ګڼلى دى.[۳۱]
د مسلمانانو تر منځ د بدعت د تور خپرولو رواج
مسلمانانو تل په دې اړه اختلاف درلود چې کوم څیزونه بدعت دي.[۳۲] د ابن رشد په وينا، د اسلام هر يو مکتب پر نورو د بدعت تور لګوي؛[۳۳] د بېلګې په توګه حنبليان او وهابيان، ټول فيلسوفان لکه فارابي، ابن سينا او شيعه متکلمان معتزله، اشعري او خوارجو ته اهل بدعت وايي.[۳۴]
اشعري له ځانه پرته نورې ټولې اسلامي فرقې لکه معتزله، شيعه او باطينيه اهل بدعت ګڼي.[۳۵] د شیعو په عقیده هم اهل سنت، غلات، معتزله، خوارج او صوفیه اهل بدعت دي.[۳۶]
ويل شوي دي چې په مسلمانانو عالمانو کې تر ټولو زیات ابن تيميه په نورو باندې د بدعت تورونه لګولي دي.[۳۷] هغه هر هغه عمل او عقیده بدعت ګڼله چې د هغه په خپل نظر له قرآن او د رسول الله(ص) او د هغه د صحابه او پیروانو له سنتو نه وي اخیستل شوی.[۳۸]
امامي شیعه په لمانځه کې د لاسونو تړل،[۳۹] په جماعت سره د تراویح لمونځ ادا کول،[۴۰] په لمانځه کې آمین ویل[۴۱] او په یوه مجلس کې د درېو طلاقو د ویلو جواز[۴۲] د بدعت له مصداقونو ګڼي.[۴۳]
د بدعت ښه او بد ته ویش
ځينو سني عالمانو لکه شافعي، ابن حزم، غزالي او ابن اثير[۴۴] هر بدعت بد نه ګڼه او د ښه بدعت خبره يې هم کړې ده.[۴۵] د هغوي یواځینی دلیل د دویم خلیفه خبره ده چې عمر بن خطاب د تراویح لمونځ په جمې سره د ادا کولو حکم وکړ چې دا یې ښه بدعت ګڼلی.[۴۶] د غزالي په وینا یواځې هغه بدعت حرام دی چې له سنتو سره په ټکر کې وي یوه شرعي مسله خرابه کړي،[۴۷] ځینو سني عالمانو بدعت پينځه احکامو ته ویش کړی دی: واجب، حرام، مستحب، مکروه او مباح.[۴۸]
زياتره شيعه عالمان او يو شمېر نور سنيان دغه وېش نه مني؛ د بېلګې په توګه شهید اول په خپل کتاب القواعد الفواید کې لیکي: «هغه نوي شیان چې د اسلام له پیغمبر(ص) څخه وروسته رامنځته شوي په پنځو برخو ویشل شوي دي: واجب، لکه د قرآن تالیف. حرام، لکه لنډمهاله واده ممانعت، مستحب، لكه د ښوونځي جوړول، مکروه، لكه زیات خوراک، او مباح، لكه د ژوند دهوساینې سامان برابرول؛ خو د هغې يوازينۍ قسم چې حرام دی هغه بدعت دى»؛[۴۹] كه څه هم د جعفر سبحاني په وينا هغه په خپل بل كتاب ذکری كې د مکروه بدعت خبره هم كړې ده.[۵۰] محمد باقر مجلسي د يو روايت په دلیل سره چې په هغه كې راغلي دي. «هر بدعت حرام دی»، د بدعت په پنځو ډولونو ويشل یې رد کړي دي.[۵۱]
شاطبي چې یو سني عالم دی هغه هم د بدعت د ویش مخالفت کړی دی. د هغه لومړۍ اعتراض دا دی چې دا تقسیم پخپله بدعت ده ځکه چې شرعي دلیل نه لري. د هغه دوهم اعتراض دا دی چې د واجب او مستحب او یا مباح مفهوم په خپله له ځان سره متضاد مفهوم دی. ځکه چې که د کوم شي د واجب يا مستحب او روا والي لپاره دليل وي، نو هغه خبره به بيا بدعت نه وي. ځکه چې بدعت هغه څه دي چې شرعي دليل نه لري.[۵۲]
مباهته
اصلي مقاله: مباهته
د بدعت له خلکو سره د چلند د طریقې په اړه له امام صادق(ع) څخه په يو حديث کښې چې له پيغمبر(ص) له بدعت کارو سره د چلند په باره کښې نقل شوي دي د «بَاهِتُوهُمْ» اصطلاح کارول شوې ده،[۵۳] چې شیعه عالمان یې په اړه اختلاف لري. ځینې یې لکه سید ابوالقاسم خویی او سید محمد رضا ګلپایګاني په دې باور دي چې دا په دې معنا دی چې اهل بدعت باندې تهمت ولګوئ؛[۵۴] خو ځینې نور، لکه فیض کاشاني او سید عبدالکریم موسوي اردبیلي وايي: مراد یې دا دی چې اهل بدعت مبهوت کړئ يعنې په بحث سره يې قانع کړئ او چوپ يې کړئ.[۵۵] صاحب رياض په دې دليل چې درواغ ويل حرام دي په بدعتيانو باندې درواغ تړل روا نه دي ګڼلي.[۵۶]
د بدعت په هکله کتابونه
مسلمانو پوهانو له تېر وخته تر اوسه د بدعت په هکله ډېر کتابونه لیکلي دي؛[۵۷] په هغو کې ځینې دا دي:
- البِدَع و النّهی عنها، د ابنوضّاح قرطبي له خوا لیکل شوی
- الحوادث و البِدَع، طرطوشي له خوا لیکل شوی
- الباعث، ابوشامه له خوا لیکل شوی
- الاِعتصام، ابواسحاق ابراهیم شاطبي له خوا لیکل شوی
- البِدَع المُحدَثه، ابو القاسم کوفي له خوا لیکل شوی
- البِدَع، جعفر باقري له خوا لیکل شوی[۵۸]
اړونده څېړنې
فوټ نوټ
- ↑ سبحانی، البدعه، ۱۴۱۶ق، ص۲۵.
- ↑ سبحانی، البدعه، ۱۴۱۶ق، ص۲۵تا۳۰.
- ↑ سبحانی، البدعه، ۱۴۱۶ق، ص۲۵.
- ↑ سبحانی، البدعه، ۱۴۱۶ق، ص۲۸.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: طباطبایی، ریاضالمسائل، ۱۴۱۸ق، ج۸، ص۱۷۵؛ خویی، صراطالنجاة، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۴۲۸.
- ↑ خویی، صراطالنجاة، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۴۲۸.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: خویی، موسوعةالامام خویی، ۱۴۱۸ق، ج۶، ص۳۵۵.
- ↑ وګورئ: مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۱، ص۲۰۲و۲۰۳.
- ↑ مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۸ش، ص۷۵.
- ↑ مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه، ۱۳۸۸ش، ص۷۵.
- ↑ وګورئ: نراقی، عوائدالايام، ۱۴۱۷ق، ص۳۱۹.
- ↑ وګورئ: خویی، موسوعةالامام خویی، ۱۴۱۸ق، ج۶، ص۳۵۵؛ نراقی، عوائدالايام، ۱۴۱۷ق، ص۳۱۹.
- ↑ سبحانی، البدعه، ۱۴۱۶ق، ص۱۵.
- ↑ وګورئ: سبحانی، البدعه، ۱۴۱۶ق، ص۱۵تا۲۱.
- ↑ وګورئ: سبحانی، البدعه، ۱۴۱۶ق، ص۱۵و۱۶.
- ↑ وګورئ: سبحانی، البدعه، ۱۴۱۶ق، ص۱۷.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۶.
- ↑ وګورئ: سبحانی، البدعه، ۱۴۱۶ق، ص۵.
- ↑ وګورئ: شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۵۷۲.
- ↑ شیخ صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۵۷۲.
- ↑ سبحانی، البدعه، ۱۴۱۶ق، ص۱۳-۱۵.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۲، ص۳۶۵.
- ↑ سبحانی، البدعه، ۱۴۱۶ق، ص۱۳و۱۴.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۹، ص۱۷۳.
- ↑ ترجمه کاویانپور.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۲، ص۳۶۵.
- ↑ نراقی، عوائدالايام، ۱۴۱۷ق، ص۳۱۹.
- ↑ محقق حلی، النهایه و نکتها، ۱۴۱۲ق، ج۲، ص۷۸.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، بیروت، ج۲، ص۲۷۶.
- ↑ وګورئ: نراقی، عوائدالايام، ۱۴۱۷ق، ص۳۱۹.
- ↑ وګورئ: نراقی، عوائدالايام، ۱۴۱۷ق، ص۳۱۹.
- ↑ گذشته، «بدعت؛ مقدمه، تعریفها و تقسیمات»، ص۵۶۰.
- ↑ گذشته، «بدعت؛ مقدمه، تعریفها و تقسیمات»، ص۵۶۰.
- ↑ گذشته، «بدعت؛ مقدمه، تعریفها و تقسیمات»، ص۵۶۰.
- ↑ گذشته، «بدعت؛ مقدمه، تعریفها و تقسیمات»، ص۵۶۱.
- ↑ گذشته، «بدعت؛ مقدمه، تعریفها و تقسیمات»، ص۵۶۱.
- ↑ طارمی، «بدعت»، ص۵۱۷.
- ↑ طارمی، «بدعت»، ص۵۱۷.
- ↑ سبحانی، البدعه، ۱۴۱۶ق، ص۱۶۰و۱۶۱.
- ↑ سبحانی، البدعه، ۱۴۱۶ق، ص۱۷۹.
- ↑ پاکتچی، «بدعت؛بررسی تاریخی»، ص۵۶۶.
- ↑ سبحانی، البدعه، ۱۴۱۶ق، ص۱۹۹و۲۰۰.
- ↑ سبحانی، البدعه، ۱۴۱۶ق، ص۱۱۹.
- ↑ سبحانی، البدعه، ۱۴۱۶ق، ص۲۶و۲۷.
- ↑ طبسی، دراسات فقهیه فی مسائل الخلافیه، ۱۴۲۹ق، ص۱۶۸؛ سبحانی، البدعه، ۱۴۱۶ق، ص۲۶و۲۷.
- ↑ طبسی، دراسات فقهیه فی مسائل الخلافیه، ۱۴۲۹ق، ص۱۶۸.
- ↑ غزالی، احیاءالعلوم، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۴و۵.
- ↑ شاطبی، الاعتصام، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۲۴۱تا۲۴۵.
- ↑ وګورئ: شهید اول، القواعد و الفوائد، ۱۴۰۰ق، ج۲، ص۱۴۴تا۱۴۶.
- ↑ سبحانی، البدعه، ۱۴۱۶ق، ص۲۸.
- ↑ وګورئ: مجلسی، مرآةالعقول، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۱۹۳.
- ↑ وګورئ: شاطبی،الاعتصام، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۲۴۶.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۲، ص۳۷۵.
- ↑ وګورئ: خوئی، مصباحالفقاهه، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۲۸۱؛ گلپایگانی، الدرالمنضود، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۴۹.
- ↑ وګورئ: فیض کاشانی، الوافی، ۱۴۰۶ق، ج۱، ص۲۴۵؛ «فتوای ۵ مرجع تقلید درباره دروغ گفتن و بهتان زدن»، وبگاه ایسنا، ۶ اسفند ۱۳۹۵ش، دیدهشده در ۲۶ تیر ۱۳۹۷ش.
- ↑ طباطبایی، ریاضالمسائل، ۱۴۱۸ق، ج۱۶، ص۴۲.
- ↑ سبحانی، البدعه، ۱۴۱۶ق، ص۹.
- ↑ سبحانی، البدعه، ۱۴۱۶ق، ص۹.
سرچينې
- قرآن، ترجمه کاویانپور.
- پاکتچی، احمد، «بدعت؛بررسی تاریخی»، دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۱۱، تهران، مرکز دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۱ش.
- خویی، سیدابوالقاسم، صراطالنجاة، جمعآوری موسى مفیدالدین عاصى عاملى، قم، نشر المنتخب، چاپ اول، ۱۴۱۶ق.
- خویی، سیدابوالقاسم، موسوعةالامام خوئی، قم، مؤسسة احیاء آثار الامام خوئی، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
- خوئی، سیدابوالقاسم خوئی، مصباحالفقاهه، تقریر میرزامحمدعلی توحیدی، قم، انصاریان، چاپ چهارم، ۱۴۱۷ق.
- سبحانی، جعفر، البدعه؛ مفهومها، حدها و آثارها، قم، مؤسسه امام صادق، ۱۴۱۶ق.
- شاطبی، ابراهیم بن موسی، الاعتصام، تحقیق سلیم بن عید الهلالی، ریاض، دار ابن عفان، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
- شیخ صدوق، محمد بن على، من لا یحضره الفقیه، تصحیح علیاکبر غفارى، قم، دفتر انتشارات اسلامى وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
- طارمی، «بدعت»، دانشنامه جهان اسلام، تهران، بنیاد دایرةالمعارف اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۷۵ش.
- طباطبایی، سیدعلى، ریاضالمسائل فی تحقیق الاحکام بالدلایل، قم، مؤسسه آلالبيت، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
- طباطبایی، سیدمحمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامى جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
- طبسی، نجمالدین، دراسات فقهیه فی مسائل خلافیه، قم، دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۴۲۹ق.
- غزالی، محمد، احیاء علوم الدین، بیروت، دارالفکر، چاپ اول، ۱۴۰۶ق.
- «فتوای ۵ مرجع تقلید درباره دروغ گفتن و بهتان زدن»، وبگاه ایسنا، ۶ اسفند ۱۳۹۵ش، دیدهشده در ۲۶ تیر ۱۳۹۷ش.
- فیض کاشانی، محمدمحسن، الوافی، تحقیق ضیاءالدین حسینی اصفهانی، اصفهان، کتابخانه امام امیرالمؤمنین، چاپ اول، ۱۴۰۶ق.
- کلینی، محمدبن یعقوب، الکافی، تحقیق علیاکبر غفاری، تهران، دارالکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- گذشته، ناصر، «بدعت»، دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، ج۱۱، تهران، مرکز دایرةالمعارف بزرگ اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۱ش.
- گلپایگانی، سیدمحمدرضا، الدرالمنضود فی احکام الحدود، قم، دارالقرآن الکریم، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
- مجلسى، محمدباقر، بحارالأنوار الجامعه لدرر اخبار الائمة الاطهار، تصحیح جمعى از محققان، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
- مجلسی، محمدباقر، مرآةالعقول فی شرح اخبار آل الرسول، تحقیق سیدهاشم رسولى، تهران، دارالكتب الإسلامیة، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
- محقق حلّى، جعفر بن حسن، النهایه و نکتها، تصحیح گروه پژوهش دفتر انتشارات اسلامى، قم، دفتر انتشارات اسلامى وابسته به جامعه مدرسين حوزه علميه قم، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
- مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق مذهب اهل بیت علیهمالسلام، قم، مؤسسه دایرةالمعارف فقه اسلامی، چاپ دوم، ۱۳۸۸ش.
- نجفى، محمدحسن، جواهرالکلام فی شرح شرائعالاسلام، تصحیح عباس قوچانى و على آخوندى، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، بیتا.
- نراقى، احمد، عوائدالأیام فی بیان قواعدالأحكام و مهمات مسائل الحلال و الحرام، قم، انتشارات دفتر تبلیغات اسلامى حوزه علمیه قم، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.