مجمع جهاني تقریب مذاهب اسلامي
مجمع جهاني تقریب مذاهب اسلامي یا د اسلامي مذهبونو د تقریب نړيوالې ټولنه يوه غير دولتي ټولنه او غونډه ده چې د اسلامي نړۍ د ديني عالمانو له يوې ډلې څخه د اسلامي مذهبونو ترمنځ د همغږۍ په موخه جوړه شوې ده. دغه غونډه په ۱۳۶۹ کال کې د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر ایت الله خامنه اي په حکم تاسیس شوه.
د تقریب ټولنه له دریو رکنونو مجمع عمومي، عالي شورا او سرمنشي څخه جوړه ده: د عالي شورا غړي او د دې مجلس سر منشي د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر له خوا ټاکل کیږي. د دې سازمان مرکز په ایران کې دی او حمید شهریاري یې سر منشي دی.
جوړښت
په ۱۳۶۹ لمریز کال کې د اسلامي وحدت له څلورم کنفرانس وروسته چې د اسلامي نړۍ د مفکرینو د یوې ډلې په ګډون د ایران د اسلامي جمهوریت د معظم رهبر حضرت ایت الله خامنه اي په حکم د اسلامي تبلیغاتو د سازمان تر چتر لاندې په تهران کې جوړ شو. «مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامي» پيل شو.[۱]
موخې
د د اسلامي مذهبونو د تقریب نړيوالې ټولنه (مجمع جهانی تقریب بین مذاهب اسلامی) د وېبپاڼې له مخې، د دې سازمان موخې په لاندې ډول دي:
- د اسلامي ثقافت او اسلامي معارفو احيا او پراختيا او د قرآن او د رسول الله(ص) د سنتو دفاع.
- د عقیدې، فقهې، ټولنې او سیاست په برخو کې د اسلامي نړۍ د علماوو، مفکرینو او دیني مشرانو تر منځ لا زیاته پیژندګلوي او تفاهم.
- د اسلامي نړۍ د روڼ اندو او پوهانو تر منځ تقریب د مفکورې خپرول او مسلمانانو ته يې لېږدول او د دښمنانو له تفرقه اچوونکو دسيسو خبرول.
- په اسلامي مذاهبو کې د اجتهاد او استنباط د اصولو ټينګښت او خپرول.
- د اسلامي اصولو پر بنسټ د اسلام د دښمنانو د تبلیغاتي دسیسو او کلتوري یرغل پر وړاندې د متحدې جبهې همغږي کول او جوړول.
- د اسلامي مذهبونو د پيروانو تر منځ د شکونو او شبهو لرې کول.[۲]
جوړښت
د تقریب د مجلس غړي دا دي:
عمومي ټولنه
د عمومي اسامبلۍ غړي د نړۍ د اسلامي مذاهبو له هغو پوهانو او مفکرينو څخه چې د اسلامي مذاهبو له نزديوالي سره موافق وي، د شپږو کلونو لپاره د مجلس د عالي شورا له خوا ټاکل کيږي.[۳] په عمومي اسامبلۍ کې د مسلمانانو د لږکو کمیټۍ، تبلیغات، د اسلامي امت په وړاندې ننګونې او ښځې او د مذهبونو په نږدیوالي کې د هغوي رول، دي.[۴]
عالي شورا
د «مجمع جهانی تقریب بین مذاهب اسلامی» د عالي شورا غړي د ايران د اسلامي جمهوريت د مشر له خوا د شپږو کلونو لپاره د اسلامي مذهبونو له پوهانو، مفکرينو او شخصيتونو څخه ټاکل کيږي.[۵]
د عالي شورا غړي
د مجمع تقریب د عالي شورا د اوسنۍ دورې غړي په لاندې ډول دي:
- محمد علي تسخیري (ایران)
- محسن اراکي (ایران)
- محمد اسحاق مدني (ایران)
- محمد واعظ زاده خراساني (ایران)
- محمد اصف محسني (افغانستان)
- عبدالهادي آونګ (ملیشیا)
- احمد محمد الشامي (یمن)
- عبدالکریم بیزار شیرازي (ایران)
- د ایران سید حسن رباني
- احمد بن حمد الخلیلي (عمان)
- عبدالرحیم علي (سوډان)
- محمد سلیم العوا (مصر)
- محمد حسن اختري (ایران)
- محمود محمدي عراقي (ایران)
- سید ساجد علي نقوي (پاکستان)
- محمد العاصي (د مشر مرستیال) (امریکا)
- عباس علي سلیماني (ایران)
- سید موسی موسوي (ایران)
- محسن قمي (ایران)
- محمد باقر خرمشاد (ایران)
- نذیر احمد سلامي (ایران)
- عبدالرحمن خدايي (ایران)[۶]
محمد علي تسخیري، محمد واعظ زاده خراساني، محمد آصف محسني او عباس علي سلیماني وفات شوي دي.
سر منشي
عمومي منشي، مجمع تقریب تر ټولو لوړ اجرائي چارواکی دی چې د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبر له خوا د سترې شورا په وړاندیز د څلورو کلونو لپاره ټاکل کیږي. محمد واعظ زاده خراساني [۷] (له 1369 څخه تر 1380 پورې)، محمد علي تسخیري[۸] (1380 څخه تر 1391 پورې) او محسن اراکي (د 1391 څخه تر 1398 پورې) د مجمع جهاني تقریب سر منشيان وو.[۹] 1398 کال د لیندۍ د میاشتې له 24 نیټې حمید شهریاري دا څوکۍ په لاس کې لري.[۱۰]
فعالیتونه او اړوند مرکزونه
مجمع تقریب د ښوونې او روزنې، څیړنې او اطلاع رسونی په برخه کې په تقریبي موضوعاتو کې فعالیت لري. د دې مجمع ځینې اړوند فعالیتونه او مرکزونه په لاندې ډول دي:
- د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د نړيوالو سمینارونه او کنفرانسونو ترسره کول؛[۱۱] له هغو ځینې د اسلامي يووالي نړيوال کنفرانس، چې هر کال د ربيع الاول له ١٢مې څخه تر ١٧مې نېټې پورې د يووالي اونۍ سره سم جوړېږي. د یووالي په کنفرانس کې د ایران او نړۍ له مختلفو سیمو څخه شیعه او سني عالمان او مفکرین ګډون کوي.[۱۲]
- د اسلامي مذهبونو پوهنتون. دا پوهنتون د ټولو اسلامي مذهبونو د فقهې د تقابلي علومو د تدریس په هدف جوړ شوی دی[۱۳] چې مرکزي وداني یې په تهران کې ده او په زاهدان، سنندج او بندر عباس کې څانګې لري.
- د تقریبي مطالعاتو د څیړنې انسټیټیوټ. دا څیړنیز انسټیټیوټ د فقه او قانون، تاریخ او رجال او قرآن او حدیث درې څیړنیز انسټیټیوټونه لري.[۱۴] د څیړنیز انسټیټیوت ودانۍ په قم کې موقعیت لري.
- خپرونې، د رسالو خپرول رسالةالتقریب، رسالةالاسلام، ثقافةالتقریب مجلې، پيک تقریب او اندیشه تقریب د مجمع تقریب له نشریاتو څخه دي.[۱۵] د «مجمع جهانی تقریب بین مذاهب اسلامی» په سافټ ویر کې ۱۲۶ کتابونه په عربۍ او فارسۍ کې وړاندې شوي دي.[۱۶]
- د مجمع تقریب خبري اژانس: دا خبري اژانس د اسلامي نړۍ د نږدې کولو د مسايلو اړوند خبرونه په دقيقه توګه خپروي.[۱۷] دغه خبري اژانس په فارسۍ، عربۍ، انګریزۍ، اردو او فرانسوۍ ژبو خبرونه چمتو کوي او خپروي.[۱۸]
اړونده څېړنې
فوټ نوټ
- ↑ «درباره مجمع»، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی.
- ↑ «درباره مجمع»، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی.
- ↑ «درباره مجمع»، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی.
- ↑ «۱۵۰ سال تلاش برای تقریب مذاهب اسلامی بینالملل»، سایت مباحثات.
- ↑ «درباره مجمع»، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی.
- ↑ «مجمع تقریب مذاهب بنا به درخواست شیعیان جهان از رهبری، تشکیل شد»، خبرگزاری جمهوری اسلامی.
- ↑ انتصاب شیخ محمد واعظ زاده به سمت دبیرکلی مجمع تقریب بین مذاهب اسلامی، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیتالله خامنهای.
- ↑ انتصاب حجتالاسلام والمسلمین تسخیری به سمت دبیرکلی مجمع تقریب مذاهب اسلامی، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیتالله خامنهای.
- ↑ انتصاب حجتالاسلام والمسلمین اراکی به سمت دبیرکلی مجمع تقریب مذاهب اسلامی، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیتالله خامنهای..
- ↑ انتصاب حجتالاسلام حمید شهریاری به دبیرکلی مجمع تقریب مذاهب اسلامی، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیتالله خامنهای.
- ↑ فعالیتهای معاونتهای مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی-معاونت بینالملل، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی.
- ↑ «۱۵۰ سال تلاش برای تقریب مذاهب اسلامی بینالملل»، سایت مباحثات.
- ↑ «دانشگاه مذاهب اسلامی»، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی.
- ↑ «پژوهشگاه مطالعات تقریبی»، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی.
- ↑ «انتشارات مجمع جهانی تقریب»، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی.
- ↑ «مجموعه آثار مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی»، مرکز تحقیقات کامپیوتری علوم اسلامی.
- ↑ «درباره ما»، خبرگزاری تقریب.
- ↑ «درباره ما»، خبرگزاری تقریب.
سرچينې
- «انتصاب شیخ محمد واعظزاده به سمت دبیرکلی مجمع تقریب بین مذاهب اسلامی»، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیتالله العظمی خامنهای، مشاهده ۲ آذر ۱۳۹۹ش.
- «انتصاب حجتالاسلام والمسلمین تسخیری به سمت دبیرکلی مجمع تقریب مذاهب اسلامی»، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیتالله العظمی خامنهای، درج مطلب ۳۱ شهریور ۱۳۸۰ش، مشاهده ۲ آذر ۱۳۹۹ش.
- «انتصاب حجتالاسلام والمسلمین اراکی به سمت دبیرکلی مجمع تقریب مذاهب اسلامی»، دفتر حفظ و نشر آثار حضرت آیتالله العظمی خامنهای، درج مطلب ۲۴ تیر ۱۳۹۱ش، مشاهده ۲ آذر ۱۳۹۹ش.
- «انتصاب حجتالاسلام حمید شهریاری به دبیرکلی مجمع تقریب مذاهب اسلامی»، دفتر حفظ و نشر حضرت آثار آیتالله العظمی خامنهای، درج مطلب ۲۴ آذر ۱۳۹۸ش، مشاهده ۲ آذر ۱۳۹۹ش.
- «۱۵۰ سال تلاش برای تقریب مذاهب اسلامی بینالملل»، مباحثات، درج مطلب ۲۴ آذر ۱۳۹۳ش، مشاهده ۲ آذر ۱۳۹۹ش.
- «درباره ما»، خبرگزاری تقریب، مشاهده ۲ آذر ۱۳۹۹ش.
- «مجمع تقریب مذاهب بنا به درخواست شیعیان جهان از رهبری، تشکیل شد»، خبرگزاری جمهوری اسلامی، درج مطلب ۴ دی ۱۳۹۸ش، مشاهده ۲۶ آبان ۱۳۹۹ش.
- «مجموعه آثار مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی»، مرکز تحقیقات کامپیوتری علوم اسلامی، درج مطب ۱ دی ۱۳۹۴ش، مشاهده ۲ آذر ۱۳۹۹ش.
- «انتشارات مجمع جهانی تقریب»، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی، مشاهده ۲ آذر ۱۳۹۹ش.
- «دانشگاه مذاهب اسلامی»، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی، مشاهده ۲ آذر ۱۳۹۹ش.
- «درباره مجمع»، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی، مشاهده ۲ آذر ۱۳۹۹ش.
- فعالیتهای معاونتهای مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی-معاونت بینالملل، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی، مشاهده ۲ آذر ۱۳۹۹ش.
- «پژوهشگاه مطالعات تقریبی»، مجمع جهانی تقریب مذاهب اسلامی، مشاهده ۲ آذر ۱۳۹۹ش.