عالم امر
عالَم اَمْر یا عالم مجردات، هغه نړۍ چې په ظاهري پینځګونو حواسو سره نه درک کیږي او د دې په مقابل کې بیا عالم خلق دی چې په پینځګونو حواسو سره احساس او درک کیږي. په عالم امر د عقیدې جرړه یې د اعراف سورې د ۵۴ ایت له دې برخې «أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ» ګڼلې دي.
په عالم امر کې د موجوداتو تحقق یې سملاسي او د وخت او ځای د شرایطو برابرېدو ته له اړتیا پرته ګڼلی دی. د عالم خلق په اپوټه چې د موجوداتو تحقق پکې په تدریجي ډول او د خاصو مادي شرایطو په برابرېدو سره ممکن دی.
د عالم امر په شتون د ځینو فلسفیانو له عقیدې سره سره ځینې مفسران باوري دي چې د قرآن په یو شمېر ایتونو کې د امر له ټکي عالمِ ماده (مادي نړۍ) ته د اشارې لپاره استفاده شوې ده؛ لکه څنګه چې علامه طباطبایي هم د اعراف سورې د ۵۴ ایت په ذېل کې په دغه ایت کې خلق او امر د دوو جدا نړیو په معنا نه بلکې د خدای د خلقت د قدرت او د هغه د فرمان په معنا ګڼلی دی.
مفهوم پېژندنه
عالَم امر، هغه نړۍ ده چې د عالم خلق په اپوټه له محسوساتو نه ده او په پینځګونو حواسو سره نه درک کیږي.[۱] د یوولسمې پېړۍ د شیعه فیلسوف ملا صدرا په نظر خدای تعالی ډېرې نړۍ پېدا کړې دي چې ټولې په دوو عالَمو کې راغونډیږي؛ عالم خلق او عالم امر. هغه عالم خلق هماغه دنیا، او عالم امر د مجرداتو نړۍ ګڼلې او ویلې یې دي چې دا عالم یوازې په باطني حواسو سره درک کېدی شي.[۲]
د ملاهادي سبزواري په وینا، عارفانو د عالم امر اصطلاح د اعراف سورې[۳] له ۵۴ ایته اخستې ده.[۴] په حجت التفاسیر کتاب کې د اسراء سورې د ۸۵ ایت په ذیل کې د دوو عالمونو خلق او امر خبره شوې چې پر اساس یې، د انسان بدن د عالم خلق نمونه او روح یې د عالم امر بېلګه ګڼل شوې ده.[۵]
ځانګړنې
د ناصر مکارم شیرازي په وینا، د عالم خلق په اپوټه چې د موجوداتو تحقق پکې تدریجا کیږي، په عالم امر کې موجودات په آني او سملاسي توګه تحقق پېدا کوي.[۶] مکارم شیرازي خپل دغه نظر د یس سورې په ۸۲ ایت متکي ګڼي چې پر اساس یې، هرکله چې خدای اراده وکړي نو څنګه چې امر وکړي هغه شی موجود کیږي.[۷]
په عالم امر کې، موجودات او مخلوقات تش د خدای په ارادې او بې له دې چې مادي شرایط لکه وخت او ځای یې برابر شي وجود پېدا کوي؛ د عالم خلق په اپوټه چې پکې د یو موجود د تحقق لپاره باید خاص مادي شرایط موجود وي.[۸]
نظرونه
ځینو مسلمانو فیلسوفانو د عالم خلق په مقابل کې د عالم امر د وجود خبره کړې ده.[۹] په الصافي کتاب کې د «لَهُ الْخَلْقُ وَ الْأَمْرُ»،[۱۰] عبارت په الصافي کتاب کې د «لَهُ الْخَلْقُ وَ الْأَمْرُ»، جملې په تفسیر کې د عالم خلق او عالم امر فرق بیان کړی دی.[۱۱] فیض کاشاني د سوره فلق په تفسیر کې د (من شر ما خلق) ایت څخه استفاده کړې چې شرور په عالم خلق کې دي او عالم امر تش خېر دی.[۱۲]
سره له دې، لکه څنګه چې په تفسیر نمونه کې راغلي، قرآن کریم د امر ټکی د عالم مادې لپاره هم کارولی دی؛ د مثال په توګه د اعراف سورې په ۵۴ ایت کې چې د عالم خلق اصلي مستند دی، لمر، سپوږمۍ او ستوري د خدای تر امر لاندې ګڼل شوې دي.[۱۳] علامه طباطبايي هم په تفسیر المیزان کې د دغه ایت په تفسیر کې، د داسې کوم جهان خبره نه ده کړې او یوازې د خلق فرقونه یې یعنې د خدای خلقت او امر، یعنې د خدای حکم او فرمان یې بیان کړی دی.[۱۴]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ بلاغی، حجة التفاسیر، ۱۳۸۶ق، ج۴، ص۸۴.
- ↑ کلانتری، «چیستی عالم امر در آیات قرآن کریم»، ص۱۵۰.
- ↑ أَلَا لَهُ الْخَلْقُ وَالْأَمْرُ؛ آگاه باش که [عالم] خلق و امر از آن اوست (ترجمه فولادوند).
- ↑ انصاری شیرازی، دروس شرح منظومه، ۱۳۸۷ش، ج۲، ص۳۳۵.
- ↑ بلاغی، حجة التفاسیر، ۱۳۸۶ق، ج۴، ص۸۴.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۶، ص۲۰۷.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۶، ص۲۰۷.
- ↑ بهشتی، «تأملی بر عالم خلق و عالم امر»، ص۱۷.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۶، ص۲۰۷.
- ↑ سوره اعراف، آیه ۵۴.
- ↑ فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۲۰۵.
- ↑ الفیض الکاشانی، التفسیر الصافی،۱۴۱۶ق، ج۵، ص۳۹۵.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۶، ص۲۰۷.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۸، ص۱۵۰-۱۵۳.
سرچينې
- قرآن کریم، ترجمه محمدمهدی فولادوند.
- انصاری شیرازی، یحیی، دروس شرح منظومه حکیم متأله حاج ملاهادی سبزواری، ج۲، قم، مؤسسه بوستان کتاب، ۱۳۸۷ش.
- بلاغی، سیدعبدالحجت، حجة التفاسیر و بلاغ الإکسیر، قم، انتشارات حکمت، ۱۳۸۶ق.
- بهشتی، سید محمد، «تأملی بر عالم خلق و عالم امر»، در مجله گلستان قرآن، ش۸۸، آبان ۱۳۸۰ش.
- طباطبایی، سیدمحمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
- فیض کاشانی، ملا محسن، تفسیر الصافی، تهران، انتشارات الصدر، ۱۴۱۶ق.
- کلانتری، ابراهیم و حمرا علوی، «چیستی عالم امر در آیات قرآن کریم»، در مجله پژوهشهای قرآن و حدیث، ش۱، بهار و تابستان ۱۳۹۲ش.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.