الهي اراده

د wikishia لخوا

الهي اراده د خدای له ثبوتي صفاتو څخه ده او خدای تعالی مرید یعنې اراده کوونکی بلل کیږي. مسلمان عالمان د خدای د ارادې د ماهیت او څرنګوالي په اړه د نظر اختلاف لري. تکړه شیعه عالمان شیخ مفید او علامه طباطبایی، د ځان په اړه د خدای اراده هماغه د خدای افعال ګڼي او د نورو په اړه یې د خدای امر ګڼلی دی؛ خو معتزله او ځینو شیعه متکلمانو د خدای اراده یو ډول د هغه علم ګڼلی دی.

اراده یې په دوه ډوله تکویني او تشریعي وېشلې ده. د قرآن په ایتونو کې هم د تکویني ارادې او هم تشریعي خبره شوې ده.

مقام

اراده د خدای له صفاتو ده او په دې اساس خدای، مرید (اراده کوونکی) بلل شوی دی.[۱] په ډېرو ایتونو کې خدای ته د ارادې او مشیت نسبت ورکړل شوی دی؛[۲] منجمله «یعَذِّبُ مَنْ یشاءُ وَ یرْحَمُ مَنْ یشاءُ؛ هر چاته چې وغواړي عذاب او هر چاته چې وغواړي رحمت ورکوي ؛[۳] او «إِنَّ رَبَّک فَعَّالٌ لِما یریدُ»؛ستا پالونکی هماغه کوي چې وې غواړي.[۴]

د خدای د ارادې څرنګوالی

مسلمان متکلمان د خدای لپاره د ارادې د شتون په اصل کې یو نظر لري، خو د هغه د جزییاتو او ځانګړنو په اړه ځینې اختلافات لري.[۵] منجمله: د خدای د ارادې څرنګوالی، د خدای د ارادې ذاتی یا فعلي والی، او همداراز د خدای د ارادې قدیم یا حادثوالی.[۶]

د شیخ مفید (وفات ۴۱۳ق)[۷] او علامه طباطبایی (وفات ۱۳۶۰ش)، په باور، په خپلو عملونو د خدای اراده، هماغه د هغه افعال دي،(تکویني اراده) او د نورو مخلوقاتو په اړه په هغو کارونو د هغه امر دی.(تشریعي اراده)[۸] پر دې اساس،« او خدای اراده وکړه چې انسان خلق کړي» په دې معنا دی چې« خدای انسان پېدا کړ»[۹] د دغه دوو په باور، اراده د خدای له فعلي صفاتو ده.[۱۰] شیخ مفید دغه نظر د امامانو(ع) له نظر او د اکثره امامیه عالمانو له نظر سره غږمله ګڼلی دی.[۱۱] په دې باره کې په ځینو روایتونو هم استناد شوی دی؛[۱۲] منجمله د امام صادق یو روایت چې د خدای مشیت یې حادثه او غیر ازلي ګڼلی دی،[۱۳] د امام کاظم(ع) یو روایت چې د خدای اراده یې هماغه د هغه فعل ګڼلی[۱۴] او د امام رضا یو تعبیر چې پکې مشیت او اراده د خدای له فعلي صفاتو ګڼل شوې ده.[۱۵]

د علامه طباطبایي په وینا مشهورو فلسفیانو لکه ملا صدرا، د خدای اراده له ذاتي صفاتو او عین د خدای ذات ګڼلې ده.[۱۶] د مسلمانو فلسفیانو تر مینځ د مشهور نظر په اساس تکویني اراده هماغه له احسن نظام ( تر ټولو ښه ممکنه نړۍ)[۱۷] سره په مناسبو افعالو د خدای علم دی.[۱۸] د علامه طباطبایي له نظره، په احسن نظام په علم د ارادې تعریفول صحیح نه دي او د هغه په صحیحوالي هیڅ دلیل نیشته.[۱۹] معتزله او ډېر شیعه متکلمان باوري دي چې د خدای تکویني اراده په هغو افعالو د هغه علم دی چې د انسان او نورو مخلوقاتو د مصلحت سبب کیږي.[۲۰] پر دې اساس دغه ډله اراده د هغه د ذات له صفاتو ګڼي.[۲۱]

اشاعره په دې باور دي چې اراده د خدای له علم، قدرت او نورو صفاتو جدا ده؛[۲۲] خو هغه پر ذات زاید صفت، یا ذاتي صفت خو قدیم او ازلي[۲۳] ګڼي.[۲۴]

د ارادې او مشیت فرق

اصلي مقاله: مشیت

ویل شوي چې ډېرو لغویانو او متکلمانو مشیت د ارادې په معنا ګڼلی دی.[۲۵] او باوري دي چې اراده او مشیت یو صفت دی؛ خو ځینو بیا دې ته په پام سره چې په قرآن کې مشیت یوازې په تکویني چارو کې استعمال شوی، مشیت او اراده د خدای دوه مختلف صفتونه ګڼلې دي.[۲۶] د ایت الله مکارم شیرازي په وینا د قرآن د ایتونو جاج ښیي چې د ارادې ټکی د تکویني او تشریعي دواړو ارادو په معنا کارول شوی دی؛ خو مشیت غالب د خلقت او تکویني چارو په باره کې استعمال شوی او د تشریع په اړه ډېر کم استعمال شوی دی.[۲۷] په ځینو روایتونو کې، [۲۸]د مشیت او ارادې تر مینځ تفصیل او تقدم او تاخر لیدل کیږي چې دلالت لري په دې چې مشیت له ارادې سره یو نه دی.[۲۹]

تکویني اراده او تشریعي اراده

اصلي مقالې: تکویني اراده او تشریعي اراده

الهي اراده په تکویني او تشریعي وېشل شوې ده.[۳۰] تکویني اراده د کومې بلې ارادې له وساطت او دخالته پرته په خارج کې د ارادې د متعلَق د ایجادیدو په معنا دی؛ لکه د نړۍ په خلقت کې د خدای اراده او یا په خوراک څښاک کې د انسان اراده.[۳۱] د ایت الله سبحاني په وینا، که د خدای اراده د یو شي په پېدا کېدو پورې تعلق ومومي ورته تکویني اراده ویل کیږي.[۳۲] تشریعي اراده، دا ده چې څوک اراده وکړي چې یو بل کس یو عمل په خپله اراده او اختیار ترسره کړي؛ لکه د خدای تشریعي اراده د بندګانو په وسیله د واجباتو او عباداتو په ترسره کولو یا بې له اجباره د خپل زوي یا نوکر په وسیله د یو کار د ترسره کولو لپاره د یو کس اراده.[۳۳] په بله ژبه، د مکلفانو په وسیله او په خپل اختیار سره د یو عمل په کولو کې د شارع یا قانون جوړوونکي ارادې ته تشریعي اراده ویل کیږي.[۳۴]

د تکویني او تشریعي ارادې په فرق کې ویل شوي چې د تکویني رادې متعلَق، د اراده کوونکي کس فعل دی؛ خو د تشریعي ارادې متعلق د یو بل کس فعل دی.[۳۵] د خدای په تکویني اراده کې هر هغه څه چې اراده یې وشي، ضرور کیږي؛ خو په تشریعي اراده کې د سرغړونې امکان شته دی.[۳۶] تشریعي اراده د تکویني ارادې په اپوټه یوازې په اختیاري افعالو پورې تعلق پېدا کوي.[۳۷]

تکویني او تشریعي اراده د قرآن په ایتونو کې ډېره استعمال شوې ده.[۳۸] د نساء سورې د ۸۲ آیت،[۳۹] د تطهیر آیت،[۴۰] د مائدې سورې ۴۱ ایت [۴۱] د قصص سورې ۵ ایت[۴۲] او د انفال سورې اوم ایت[۴۳] کې راغلې اراده تکویني اراده ده او د بقرې سورې په ۱۸۵ ایت[۴۴] د مائدې سورې په لومړي او شپږم ایت [۴۵] او د انفال سورې په اوم ایت[۴۶] کې راغلې اراده تشریعي اراده ګڼل شوې ده.

کتابونه

د الهي ارادې په اړه جدا جدا اثار هم لیکل شوي دي:

  • اراده خدا از دیدگاه فیلسوفان، متکلمان و محدثان، د علی اله بداشتی اثر، د الهي ارادې او ورسره اړوند مسایلو لکه د ارادې ذاتي والي یا د فعل صفت، مطلق یا محدودوالی یې، د الهي ارادې او انسان د ارادې او اختیار رابطې په شان مسایل د فیلسوفانو متکلمانو او محدثانو له نظره جاجول شوې دي.[۴۷] دا کتاب په قم کې او د اسلامي علومو او فرهنګ د څېړنځي لخوا چاپ او خپور شوی دی.
  • علم و اراده الهی، د محمد حسن قدردان قراملکي په قلم، هغه کتاب چې د خدای د علم او ارادې په اړه یې په دوو برخو کې بحث کړی دی. لیکوال په دوهمه برخه کې چې الهي ارادې ته بیله ده، الهي ارادې له درېو زاویو، معنا پېژندنې، وجود پېژندنې او دایرې له او علیت ، شرور او د انسان له ارادې سره یې نسبت، د مسلمانو او لویدیځو عالمانو له نظره څېړلې او جاجولې ده. دا کتاب د فرهنګ او اندیشه اسلامي څېړنځي له خوا خپور شوی دی.[۴۸]

اړونده لیکنه

فوټ نوټ

  1. ربانی گلپایگانی، عقاید استدلالی،۱۳۹۲ش، ص۱۳۱.
  2. ربانی گلپایگانی، عقاید استدلالی، ۱۳۹۲ش، ص۱۳۱.
  3. سوره عنکبوت، آیه ۲۱، ترجمه فولادوند.
  4. سوره هود، آیه ۱۰۷، ترجمه فولادوند.
  5. سعیدی‌مهر، آموزش کلام اسلامی، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۲۴۷.
  6. سعیدی‌مهر، آموزش کلام اسلامی، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۲۴۷.
  7. شیخ مفید، اوائل المقالات، ۱۴۱۳ق، ص۵۳.
  8. ربانی گلپایگانی، عقاید استدلالی، ۱۳۹۲ش، ص۱۳۲.
  9. سبحانی، عقاید اسلامی در پرتو قرآن، حدیث و عقل، ۱۳۷۹ش، ص۲۱۷.
  10. طباطبایی، نهایة‌الحکمة، دفتر انتشارات اسلامی، ص۳۶۲ و۳۶۴؛ حسن‌بیگی، «اراده الهی»، ص۱۰۷.
  11. شیخ مفید، اوائل المقالات، ۱۴۱۳ق، ص۵۳.
  12. ربانی گلپایگانی، عقاید استدلالی، ۱۳۹۲ش، ص۱۳۵، ۱۳۶.
  13. شیخ صدوق، التوحید، ۱۳۹۸ق، ص۱۴۷.
  14. شیخ صدوق، التوحید، ۱۳۹۸ق، ص۱۴۷.
  15. شیخ صدوق، التوحید، ۱۳۹۸ق، ص۳۳۸.
  16. طباطبایی، نهایة‌الحکمة، دفتر انتشارات اسلامی، ص۳۷۱.
  17. سعیدی‌مهر، آموزش کلام اسلامی، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۲۵۰.
  18. طباطبایی، نهایة‌الحکمة، دفتر انتشارات اسلامی، ص۳۶۱و۳۶۲؛ ربانی گلپایگانی، عقاید استدلالی، ۱۳۹۲ش، ص۱۳۲.
  19. طباطبایی، نهایة‌الحکمة، دفتر انتشارات اسلامی، ص۳۶۲ و ۳۶۳.
  20. ربانی گلپایگانی، عقاید استدلالی، ۱۳۹۲ش، ص۱۳۲.
  21. حسن‌بیگی، «اراده الهی»، ص۱۰۷.
  22. ربانی گلپایگانی، عقاید استدلالی، ۱۳۹۲ش، ص۱۳۲.
  23. سعیدی‌مهر، آموزش کلام اسلامی، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۲۵۱.
  24. ربانی گلپایگانی، عقاید استدلالی، ۱۳۹۲ش، ص۱۳۲.
  25. مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۴، ص۱۵۶.
  26. ربانی گلپایگانی، عقاید استدلالی، ۱۳۹۲ش، ص۱۳۱.
  27. مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۴، ص۱۶۴ و۱۶۹.
  28. کلینی، الکافی، ۱۳۶۲، ج۱، ص۱۴۸.
  29. مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۴، ص۱۵۶.
  30. سبحانی، الاهیات، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۲۶.
  31. مشکینی، اصطلاحات الاصول، ۱۳۷۱ش، ص۲۹.
  32. سبحانی، الاهیات، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۲۶.
  33. مشکینی، اصطلاحات الاصول، ۱۳۷۱ش، ص۲۹؛ موسوی بجنوردی، منتهی الاصول، ۱۳۸۰ش، ج۱، ص۱۸۲.
  34. مرکز اطلاعات و منابع اسالمی، فرهنگ‌نامه اصول فقه، ۱۳۸۹ش، ص۱۴۲.
  35. موسوی بجنوردی، منتهی الاصول، ۱۳۸۰ش، ج۱، ص۱۸۳.
  36. مشکینی، اصطلاحات الاصول، ۱۳۷۱ش، ص۲۹؛ موسوی بجنوردی، منتهی الاصول، ۱۳۸۰ش، ج۱، ص۱۸۲ و۱۸۳.
  37. موسوی بجنوردی، منتهی الاصول، ۱۳۸۰ش، ج۱، ص۱۸۳.
  38. مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۴، ص۱۵۳و۱۶۹.
  39. مکارم شیرازی، آيات ولايت در قرآن، ۱۳۸۶ش، ص۱۵۷.
  40. سبحانی، الاهیات، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۲۶؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۱۷، ص۲۹۲ و۳۰۳.
  41. سبحانی، الاهیات، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۲۸.
  42. سبحانی، الاهیات، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۲۸.
  43. سبحانی، الاهیات، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۲۸.
  44. مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۴، ص۱۶۱.
  45. مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۴، ص۱۶۱ و۱۶۲؛ سبحانی، الاهیات، ۱۴۱۲ق، ج۴، ص۱۲۶.
  46. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۱ش، ج۷، ص۱۰۱.
  47. اله بداشتی، «اراده خدا از دیدگاه فیلسوفان، متکلمان و محدثان»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  48. «کتاب علم و اراده الهی»، پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی.

سرچينې

  • قرآن کریم، ترجمه محمدمهدی فولادوند.
  • اله بداشتی، «اراده خدا از دیدگاه فیلسوفان، متکلمان و محدثان»، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه، تاریخ درج مطلب: ۱۴ فروردین ۱۳۸۷ش، تاریخ بازدید: ۳۰ آذر ۱۳۹۹ش.
  • حسن‌بیگی، علی، «اراده الهی»، کلام اسلامی، شماره ۵۰، ۱۳۸۳ش.
  • ربانی گلپایگانی، علی، عقاید استدلالی، قم، مرکز نشر هاجر، چاپ چهارم، ۱۳۹۲ش.
  • سبحانی، جعفر، عقاید اسلامی در پرتو قرآن، حدیث و عقل، قم، مؤسسه بوستان کتاب، چاپ دوم، ۱۳۸۶ش.
  • سعیدی‌مهر، محمد، آموزش کلام اسلامی (راهنماشناسی-معادشناسی)، قم، کتاب طه، چاپ ششم، ۱۳۸۸ش.
  • شیخ صدوق، التوحید، محمد بن علی، تحقیق هاشم حسینی، قم، جامعه مدرسین، چاپ اول، ۱۳۹۸ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد بن نعمان، أوائل المقالات فی المذاهب و المختارات، قم، المؤتمر العالمی للشیخ المفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، نهایة‌الحکمة، تصحیح و تعلیقه عباسعلی زارعی سبزواری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، بی‌تا.
  • «کتاب علم و اراده الهی»، پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، تاریخ درج مطلب: ۱۷ مرداد ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۳۰ آذر ۱۳۹۹ش.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، انتشارات اسلامیه، ۱۳۶۲.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام قرآن، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ نهم، ۱۳۸۶ش.

بهرنۍ لینکونه