غلا
دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ. |
- دا مقاله د غلا په اړه ده. د غلا د حد په اړه د زده کړې لپاره، د غلا حد وګورئ.
سِرقَت یا غلا د نورو خلکو د منقولو مال په پټه غلا کول دي.[۱] غلا حرامه او له لویو ګناهونو څخه ده.[۲] په احادیثو کې د اقتصادي امنیت له منځه تلل، جګړې، قتل او تجارت ته لېوالتیا نه لرل د هغې پایلې ګڼل شوي دي.[۳] د فقهاوو له نظره غلا ضمانت راوړي.[۴] او غل بايد هماغه مال يا د هغه په شان مال بېرته خپل خاوند ته ورکړي،[۵] او د مال د خاوند د مړينې په صورت کې يې وارثانو ته وسپاري. او که هیڅ وارث نه لري نو امام(ع) ته یې وسپاري.[۶]
فقهاء دا آیت نقلوي «وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَیدِیهُمَا...»[۷] په دې باور دي چې د غلا سزا د غل د ګوتو پرې کول دي.[۸] البته د غلا د حد د جاري کولو لپاره ځينې شرطونه ضروري ګڼي.[۹] او که دا شرطونه موجود نه وي نو حد نه جاري کیږي او غل تعزیر کیږي.[۱۰] په دې شرطونو کې د حرز ماتول او له دننه څخه مال غلا کول،[۱۱] د مالک له سترګو پټ پناه دي.[۱۲] فقهاء حرز هغه څه ګڼي چې د دود له مخې د مال د ساتنې توان ولري.[۱۳] د شیخ طبرسي په وینا، حرز هغه ځای دی چې د مالک له اجازې پرته ورته څوک نه شي ننوتلی او قبضه یې نه شي کولای.[۱۴]
«زناکار په داسې حال کې زنا نه کوي چې په خدای او د قیامت په ورځ ایمان ولري او غل په داسې حال کې غلا نه کوي چې ایمان ولري.»
د فقهاوو له نظره د غلا حد په هغه چا باندې نه جاري کیږي چې جیبونه وهي[۱۵] او اختلاس کوونکي وي.[۱۶] چې په ښکاره او د حرز له ماتولو پرته غلا کوي.[۱۷] او يوازې تعزیر کیږي.[۱۸] د دوی په اند په جېبونو وهونکي باندې د غلا د حد د اجرا کولو په اړه که غلا د جامو له داخلي جېب څخه وشي، نو دا د حرز د ماتولو په حکم کی دی او د ګوتو پرې کولو حد پرې جاري کیږي[۱۹] خو که د چا له ظاهري جېب څخه غلا وکړي، چې ښکاره وي، سزا به ورکول کېږي، ځکه چې ظاهري جېب د حرز حکم نه لري.[۲۰] امام خمیني په دې عقیده دی چې که چیرې په عامه توګه له ظاهري جیب څخه غلا د حرز ماتول وبلل شي، دا د غلا د حد د پلي کیدو لامل کیدی شي.[۲۱]
په سایبري فضا کې د غلا د مرتکب د سزا په اړه فقهاء په دې باور دي چې که په سایبري فضا کې غلا که د حد د جاري کیدو شرطونه ولري. لکه د حرز سپکاوې (د سمارټ کارټونو هک کول او له هغې څخه پیسې ایستل) حکم د غله د ګوتو پرې کول دي، او که داسې نه وي نو غل باید تعزیر شي.[۲۲]
فوټ نوټ
- ↑ ابنادریس، السرائر، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۴۸۳؛ فاضل جواد، مسالک الأفهام، ۱۳۶۵ش، ج۴، ص۲۰۳؛ فیض کاشانی، الصافی فی تفسیر القرآن، ۱۳۵۶ش، ج۱، ص۴۴۱.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۳، ص۳۱۰.
- ↑ حر عاملی، وسائل الشیعة، ۱۴۲۴ق، ج۱۸، ص۴۸۲.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۹، ص۳۰۵؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴۱، ص۵۴۴.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۹، ص۳۰۵.
- ↑ محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۷۸؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴۱، ص۵۴۴.
- ↑ سوره مائده، آیه۸۴.
- ↑ سید مرتضی، الانتصار، ۱۴۱۵ق، ص۵۲۸-۵۲۹؛ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ص۱۹؛ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۴۵۲؛ علامه حلی، مختلف الشیعة، ۱۳۷۴ش، ج۹، ص۲۴۹؛ مرعشی، أحکام السرقة علی ضوء القرآن و السنة، ۱۳۸۲ش، ص۳۱۶.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: محقق حلی، شرائع الإسلام، ۱۴۰۹ق، ج۴، ص۱۵۹؛ مرعشی، أحکام السرقة علی ضوء القرآن و السنة، ۱۳۸۲ش، ص۴۶۷-۴۷۲؛ تبریزی، أسس الحدود و التعزیرات، ۱۳۷۶ش، ص۳۰۹.
- ↑ بېلګۍ په توګه وګورئ: علم الهدی، الانتصار، ۱۴۱۵ق، ص۵۲۸-۵۲۹؛ شیخ طوسی، المبسوط، ۱۳۸۷ق، ج۸، ص۱۹؛ شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۴۵۲؛ علامه حلی، مختلف الشیعة، ۱۳۷۴ش، ج۹، ص۲۴۹.
- ↑ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۲ش، ج۲، ص۴۵۸.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۹، ص۲۳۱؛ فاضل هندی، کشف اللثام، ۱۴۱۶ق، ج۱۰، ص۵۶۸.
- ↑ فاضل هندی، کشف اللثام، ج۱۰، ص۵۹۹؛ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۹، ص۲۴۵؛ فیض کاشانی، مفاتیح الشرایع، ۱۳۹۵ش، ج۲، ص۹۲.
- ↑ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۲۹۷.
- ↑ شهید ثانی، مسالک الأفهام، ۱۴۱۳ق، ج۱۵، ص۲۰؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴۱، ص۵۹۶؛ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۹، ص۳۰۴؛ طباطبایی، ریاض المسائل، ۱۴۲۲ق، ج۱۳، ص۶۲۸.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۹، ص۳۰۶؛ مقدس اردبیلی، مجمع الفائدة، ۱۴۰۳ق، ج۱۳، ص۲۹۱
- ↑ گلپایگانی، الدر المنضود، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۳۰۹.
- ↑ گلپایگانی، الدر المنضود، ۱۴۱۷ق، ج۳، ص۳۰۹.
- ↑ محقق حلی، شرایع الإسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۶۲.
- ↑ شیخ طوسی، الخلاف، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۴۵۱.
- ↑ امام خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۰ق، ج۲، ص۴۸۶.
- ↑ مرکز تحقیقات فقهی قوه قضائیه، مجموعه آرای فقهی، ۱۳۸۱ش، ج۱، ص۵۷.
سرچينې
- ابنادریس، محمد بن احمد، السرائر: الحاوی لتحریر الفتاوی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۰ق.
- امام خمینی، سید روحالله، تحریر الوسیلة، نجف، مطبعة الآداب، ۱۳۹۰ق.
- تبریزی، جواد، أسس الحدود و التعزیرات، قم، بینا، ۱۳۷۶ش.
- حر عاملی، محمد بن حسن، وسایل الشیعه و مستدرکها، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۲۴ق.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعه الدمشقیه، قم، مکتب الإعلام الإسلامی، ۱۴۱۰ق.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، مسالک الأفهام إلی تنقیح شرائع الإسلام، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، ۱۴۱۳ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، من لا یحضره الفقیه، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۰۴ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، الإستبصار فیما اختلف من الأخبار، قم، دار الکتب الإسلامیة، ۱۳۹۰ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، تهذیب الاحکام، تهران، دار الکتب العلمیة، ۱۴۰۷ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، الخلاف، قم، دفتر نشر اسلامی، ۱۴۰۷ق.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، المبسوط فی فقه الامامیة، تهران، مکتبة المرتضویة، ۱۳۸۷ق.
- طباطبایی، سید علی، ریاض المسائل فی تحقیق الأحکام بالدلائل، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۲۲ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دارالمعرفه، ۱۴۰۸ق،
- علامه حلی، حسن بن یوسف، مختلف الشیعة فی أحکام الشریعة، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۳۷۴ش.
- علم الهدی، علی بن الحسین، الانتصار، قم، موسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۵ق.
- فاضل جواد، جواد بن سعید، مسالک الأفهام إلی آیات الأحکام، تهران، مرتضوی، ۱۳۶۵ش.
- فاضل هندی، محمد بن حسن، کشف اللثام عن قواعد الأحکام، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۱۶ق.
- فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، الصافی فی تفسیر القرآن، تهران، انتشارات کتابفروشی اسلامی، ۱۳۵۶ش.
- فیض کاشانی، محمد بن مرتضی، مفاتیح الشرائع، تهران، مدرسه عالی شهید مطهری، ۱۳۹۵ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تحقیق: علیاکبر غفاری، تهران، دار الکتب الإسلامیة، ۱۴۰۷ق.
- گلپایگانی، سید محمدرضا، الدر المنضود فی احکام الحدود، قم، دار القرآن الکریم، ۱۴۱۷ق.
- محقق حلی، جعفر بن حسن، شرایع الإسلام فی مسائل الحلال و الحرام، قم، مؤسسه اسماعیلیان، ۱۴۰۹ق.
- مرعشی نجفی، سید شهابالدین، أحکام السرقة علی ضوء القرآن و السنة، قم، کتابخانه آیتالله مرعشی نجفی، ۱۳۸۲ش.
- مرکز تحقیقات فقهی قوهقضائیه، مجموعه آرای فقهی - قضایی در امور کیفری، تهران، نشر معاونت آموزش و تحقیقات قوه قضائیه، ۱۳۸۱ش.
- مقدس اردبیلی، احمد، مجمع الفائدة و البرهان فی شرح إرشاد الأذهان، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۰۳ق.
- نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی شرح شرائع الاسلام، تحقیق: محمد قوچانی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۳۶۲ش.
- ولیدی، محمدصالح، حقوق جزای اختصاصی(جرایم علیه اموال و مالکیت)، تهران، امیرکبیر، چاپ پنجم، ۱۳۸۰ش.