د شیعو امامان

د wikishia لخوا
دا مقاله د دولس امامانو معرفي کولو په اړه ده. د امامانو امامت او د دې دلایلو د پیژندلو لپاره، د شیعه امامانو امامت او امامت ته وګورئ.

د شیعو امامان د رسول الله(ص) له کورنۍ څخه دوه لس کسان چی د روایاتو پر بنسټ د رسول الله(ص) ځای ناستې او له هغه وروسته د اسلامې ټولني لپاره امامان دي. لومړی امام حضرت علي(ع) او نور امامان د هغه او حضرت زهرا(س) له نسل او اولادونه دي.

د امامیه شیعه‌ګانو په اند؛ امامان(ع) د خدای لخوا امامت ته ټاکل شوي، او ځانګړتیاوې لري لکه عصمت(سپیڅلی)، اعلمیت، علم غیب او د شفاعت کولو حق.

امامان(ع) د رسول‌الله(ص) ټولې دندې لري پرته لدې چې وحي ترلاسه کړي او شریعت راوړي. اهل سنت د شیعه امامانوامامت نه مني؛ مګر دوی سره مینه او لیوالتیا څرګندوي او د هغوی دینې او علمی مرجعیت مني. د امامانو نومونه په قرآن کې ندي ذکر شوي؛ مګر د رسول‌الله(ص) په بیان کې لکه د جابر حدیث او د دولسو خلفاو حدیث، د امامانو نومونه او شمیره راوړل شوي دي.

امامونه او د پیغمبر(ص) ځای ناستې د دغی روایاتو پر بنستټ دولس کسان، ټول د قریش او د رسول الله(ص) له کورنۍ څخه دي. د شیعه‌ګانو په اعتقاد، امام علي(ع) د پیغمبر(ص) لخوا په څرگندونې امامت ته ټاکل شوی و، او له هغه وخته وروسته کوم امام، له ځانه وروسته امام په څرگندونې او نص سره معرفي کړ. پر دغه بنسټ، د پیغمبر(ص) وروسته ځای ناستې دوه لس کسان په لاندې دول دي: علي بن ابي طالب، حسن بن علي، حسین بن علي، علي بن الحسین، محمد بن علي، جعفر بن محمد، موسی بن جعفر، علي بن موسی، محمد بن علي، علي بن محمد، حسن بن علي او مهدي(علیهم السلام). د شیعو مشهور نظر، یوولس امامان شهید شوي دی، او وروستۍ یې مهدي موعود(عج) په غیبت کې دی. هغه به په راتلونکي کې څرګند شي(ظهور وکره) او ځمکه به عدالت او سمون ډک کړي.

اهل سنت د شیعي دوه لس امامانو د پیغمبر(ص) بی واتن ځای ناستي په توګه نه مني؛ مګر له دوی سره مینه لري. د شیعه امامانو د تاریخ او د هغوی د فضیلتونو په اړه د شیعه لخوا لکه؛ الارشاد او دلایل الامامة او د سنیانو لخوا؛ لکه ینابع الموده او تذکره الخواص او بې شمیره کتابونه لیکل شوي دي.

ځایتون او ځانګړتیاوې

د دولسو امامې‌شیعه‌گانو لپاره په امامت کې باور درلودل په شیعه مذهب یو له اصولو څخه دی.[۱] د شیعه‌ګانو له نظره، امام د خدای لخوا او د اسلام پیغمبر(ص) پر واسطه ټاکل کیږي.[۲]

شیعه‌ګان په هغوې باندې دي، که څه هم په قرآن کې د امامانو نومونه ندي ذکر شوي؛ مګر په آیتونو کې لکه د " اولی الامر آیت" د "تطهیر آیت" د "ولایت آیت" د "اکمال آیت" د "تبلیغ آیت" او د "صادقین آیت" د امامانو امامت ته اشاره کوي.[۳] البته، د امامانو نومونه او شمیرې په روایتونو کې ذکر شوي.[۴] د شیعه‌ګانو په اند، د پیغمبر، ټولو ډندو لکه د قرآن آیتونه تشریح کول، د شرعي مقرراتو څرګندول، د ټولنې خلکو ته تعلیم ورکول، مذهبي پوښتنو ته ځواب ویل، په ټولنه کې عدالت پلي کول او د اسلام د پولو ساتنه، د امامانو پر غاړه دی. د پیغمبر سره د دوی توپیر یوازې د وحی ترلاسه کولو او شریعت راوستلو کې دی.[۵]

ځانگرنۍ

د امامیه شیعه‌ګانو له نظره، د دولسو امامانو ځینې ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:

د شیعه عالمانو له نظره، ټول شیعه امامان شهادت سره مړه شي یا د شهادت سره به مړ شي.[۲۰] د دوی دلیل دا دی له روایات څخه[۲۱] «وَ اللهِ مَا مِنَّا إِلَّا مَقْتُولٌ شَهِيد» [۲۲] او خدای رضا پراساس دي، ټول امامان به شهادت سره مړه شي.[۲۳]

د امامانو امامت

د دولسو شیعي امامانو د امامت ثابتولو لپاره، عقلي دلیلونه وړاندې کړي لکه؛ عصمت او افضلیت(غوره والی) او یا نقلی دلیلونه لکه؛ د جابر حدیث، د لوح حدیث او د دولسو خلفاوو حدیث راو ړلی ده. [۲۴]

د جابر حدیث

اصلی مقاله: د جابر حدیث

«يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللهَ وَ أَطِيعُوا الرَّسُولَ وَ أُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ».[۲۵] د دغه آیت د نزول وروسته جابر بن عبدالله انصاري د اولوالامر معنی له رسول‌الله(ص) پوښتنه وکره، هغه وفرمایلی: «دوی زما وروسته زما ځای ناستي او د مسلمانو ‌امامان دي، چې لومړی یې علي بن ابي طالب دی او د هغه وروسته حسن، حسین، علي بن حسین او محمد بن علي په ترتیب سره. جعفر بن محمد، موسی بن جعفر، علي بن موسی، محمد بن علي، علي بن محمد، حسن بن علي او د هغه وروسته د هغه زوی زما نوم او زما کنیه لری.».[۲۶]

د خطاطۍ یوه ټوټه: د عبدالرحمن جامي یو آیت چې د رسول الله(ص) تشریح کوي، د ټوټې په منځ کې د تا په خط کې، د دولسو شیعه امامانو انځور، انځور شوی دی. د ګلزار په طرز، د حسین زرین قلم لخوا په ۱۳۱۲ هـ.ش [۲۷]

د دولسو خلفاوو حدیث

اصلي مقاله: د دولسو خلفاوو حدیث

د اهل سنت له لارې ځینی روایتونه نقل شوي چې پکې د پیغمبر د خلیفه شمیری او د دوی ځینې ځانګړتیاوې لکه قریشی توب څرګند شوي؛ جابر بن سمره د خدای رسول(ص) نقل کړه چې « دا دین تل د قیامت تر قیامه پورې مستحکم او تل پاتی وي او تر هغه چې دولس خلیفه ستاسو په سر کې وي. دوی خلیفي ټول د قریش څخه دي.» [۲۸] همداسې په یو حدیث کې له ابن مسعود څخه له رسول الله(ص) و روسته د نقیبانو شمیر دو لس کسان، د بنی اسرائیلو نقیبونه په څیر ویلی شوی ده.[۲۹] د سلیمان بن ابراهیم قندوزي د اهل سنت عالم، په وینا، د دولس خلیفه حدیث، د شیعه‌ګانو دولس امامانو معنی لري. ځکه چې دا حدیث بل چا ته د پورټ وړ ندي.[۳۰]

د امامانو پیژندگلوی

امامیي شیعه‌ګان پدې باور دي چې د عقلي دلایلو په بنسټ[۳۱] او نقلې دلایلو پر بنسټ لکه؛ د غدیر متواټر روایت او د منزلت حدیث، د پیامبر برحق او بی واټن ځایناستی علی بن ابی طالب(ع) دی.[۳۲] له امام علي(ع) وروسته هم په سمبال کی امام حسن(ع)، امام حسین(ع)، امام سجاد(ع)، امام باقر(ع)، امام صادق(ع)، امام موسی بن جعفر(ع)، امام رضا(ع)، امام جواد(ع)، امام هادي(ع)، امام حسن عسکري(ع) او امام مهدي(عج) د اسلامي ټولنه، امامت پر غاړه لري.[۳۳]

امام علي(ع)

اصلي مقاله: امام علي علیه السلام

علي بن ابي طالب، چې د امام علي(ع) په نامه پیژندل شوی او د امیرالموءمنین په لقب یادیژي. د شیعه‌ګانو لومړی امام، د ابو طالب او فاطمه بنت اسد زوی و، د عام الفیل کال په رجب میاشت دیار لسم کې په کعبه زیږیدلی و.[۳۴] هغه لومړنۍ سړی و چې په پیغمبر(ص) ته ایمان راوړی[۳۵] او په دوامداره توګه د رسول(ص) په مل کې و او د خدای رسول لور یې؛ فاطمه(س) سره واده وکړ.[۳۶]

که څه هم پیغمبر، علي کې په څو قضیو د خپل بی واټن ځای ناستې په توګه معرفي کړی و، د غدیر ورځ په شمول کی، [۳۷] مګر د هغه له وفات وروسته، د سقیفه بني ساعده په پیښه کې، د ابو بکر بن ابي قحافه سره د مسلمین خلیفه په ټوګه د بیعت ژمنه وشوه.[۳۸] د ۲۵ کلونو مودې وروسته او د اسلامي ټولنې د یووالي او پیاورتیا لپاره د وسله والو پاڅون څخه مخنیوی او د (د درې خلیفه حکومتونو په دوری )، په ۳۵ قمری کال کې خلکو د علي(ع) سره د بیعت ژمنه وکړه او خلافت ته یې غوره کړ.[۳۹] د علي(ع) د خلافت په دوره کې، چې شاو خوا څلور کاله او نهه میاشتې یې دوام وکړ، درې کورنۍ جګړې د جمل جګړې، د صفین جګړه، او د نهروان جګړې شتون درلود. له همدې امله، د دې امام ډیری دوری د داخلي شخړو په حلولو کې مصرف شوې.[۴۰]

امام علي(ع) په روژی (رمضان) میاشت کې، نه لسم شپی په ۴۰ قمری کال کې، د کوفه جومات په محراب کې، پداسې حال کې چې د ابن ملجم مرادي په لاس د لمونځ کولو په وخت، هغه په توره وویشتل شو او په ۲۱ رمضان میاشت کې شهید شوه او په نجف شار کې ښخ شوی دی.[۴۱] هغه بې شمیره فضیلتونه درلود.[۴۲] د ابن عباس په روایت کې ویل شوي چې د علي(ع) په ستاینه کې زیاتره له ۳۰۰ آیتونه نازل شوی ده.[۴۳]

همدغسې له هغه هم نقل شوي چې خدای داسې آیت نازل مه کړی چې په کې «یا أیها الذین آمنوا» وی، خو علی(ع) د هغوی په سر او د موءمنان امیر په ټوگه نه وی.[۴۴]

امام حسن(ع)

اصلي مقاله: امام حسن مجتبي علیه السلام

حسن بن علي(ع) د امام حسن مجتبي په نامه پیژندل شوی، د امام علي او حضرت فاطمه(س) زوی او په مدینه کې د دریم قمري کال په ۱۵ رمضان(روژي) میاشت کې زیږیدلی.[۴۵]

امام حسن(ع) د خپل پلار له شهادت وروسته، هغه د خدای امر ته او د خپل پلار د غوښتنې سره سم، د مسلمين خلیفه په توګه یې شاوخوا شپږ میاشتې خدمت وکړ.[۴۶] د دې وخت په جریان کې، معاویه بن ابي سفیان، هغه په عراق کې چې د امام حسن د خلافت مرکزي و، لشکر وباسي، او د امام حسن د اردو قوماندانان یې غولېدنه ورکره او د امام حسن(ع) پروړاندې پاریدنه وکره، تردی چې هغه اړ شو چې سوله وکړي او څرګند خلافت د شرایطو لاندې ورکړي( په دې شرط چې د معاویه له مرګ وروسته، خلافت، امام حسن(ع) ته راستون شي او د هغه کورنۍ او شیعه‌ګان له یرغل څخه خوندي اوسی.)[۴۷]

امام حسن(ع) ۱۰ کلن خلافت وکړ[۴۸] او په ۲۸ صفر میاشت په ۵۰ هجری کلونو کې، د خپلې میرمنې جعده په لاس کې د معاویه په هڅونه، مسموم او شهید شو او په بقیع هدیره کې خاورته سپارل شو.[۴۹]

امام حسن(ع) د کسایو له ملګرو(اصحاب) څخه دی[۵۰] او د مباهله په پیښی کې[۵۱] یو له ګډون کونکو څخه دی او د رسول الله(ص) له اهلبیت څخه چی تطهیر آیت د دوی په اړه نازل شویده.[۵۲]

امام حسین(ع)

اصلی مقاله: امام حسین علیه السلام

حسین بن علي(ع)، د ابا عبدالله او سیدالشهداء په نامه پیژندل شوی او د شیعه‌ګانو دریم امام، د علي او فاطمه(س) دوهم اولاد، هغه په څلورم هجری کال کې د شعبان میاشت، دریم ورځ په مدینه کې زیږیدلی،[۵۳] هغه د خپل ورور امام حسن(ع) د شهادت وروسته، د پیغمبر(ص) او امام علي(ع) په څرگندنې او د هغه ورور وصیت سمون، امامت ته ورسید.[۵۴]

امام حسین(ع) لس کاله امامت وکړ[۵۵] د هغه امام دوره، پرته له ورستی شپږو میاشتو څخه د معاویه خلافت سره یوځای شوې.[۵۶] معاویه په ۶۰ هجری کال کې مړ شو او د هغه زوی یزید په خپل ځای کې ناست.[۵۷] یزید د مدینې والي ته امر وکړ چې له امام حسین دما دپاره بیعت واخلئ، که بیعت و نکری د هغه سر یې ما ته واستوي. وروسته له هغه چې د مدینې والي امام حسین(ع) ته د یزید غوښتنه اعلان کړه، امام د شپې له خپلې کورنۍ سره مکې ته لار سو.[۵۸] یو څه وروسته، د کوفه د خلکو په بلنه، امام د خپلې کورنۍ او ځینی ملګرو سره کوفی ته راستانه شول.[۵۹] په کربلا کې امام او د هغه ملګرو د یزید اردو محاصره کړه، او د محرم میاشت په لسمه ورځ د هغوی او یزید اردو تر منځ د عمر بن سعد تر قوماندې لاندې چی هغوی کې محاصره کړه، جګړه پیل شوه، او امام(ع) او د هغه کورنۍ او ملګري شهید شول، او میرمنې، ماشومان او امام سجاد(ع)، چې ناروغه وه، ونیول شول.[۶۰]

امام حسین(ع) د کسا یو له ملګری(اصحاب) څخه دی [۶۱] او د مباهله په پیښی یو له ګډون کونکۍ څخه و[۶۲] او درسول الله(ص) له اهلبیت(ع) څخه چې تطهیر آیت د دوی په اړه نازل شویده.[۶۳]

امام سجاد(ع)

اصلي مقاله: امام سجاد علیه السلام

علي بن حسین(ع)، چې د سجاد او زین‌العابدین په نوم پیژندل شوی، د شیعه‌گانو څلورم امام و، د امام حسین(ع) زوی، چې په مدینه کې په ۳۸ هجری کال، له شهربانو د دریم یزگرد لور زیږیدلی شو.[۶۴]

امام سجاد(ع) د کربلا په پیښه کې ونیول شو او کربلا اسیرانو سره کوفی[۶۵] او شام[۶۶] ته واستول شو. هغه ترشام په جومات کې یو خطبه وړاندې کړه چې خپل ځان او د هغه پلرونه معرفي کوي، کوم چې خلک متاثره کړ.[۶۷] هغه د اسارت له دورې وروسته مدینې ته راستون شو او په مدینه کې یې عبادت کاوه او له هیچا سره یې پرته له ځانگړی شیعي، اړیکه نه درلوده لکه د ابو حمزه ثمالي او ابو خالد کابلي. ملگرو هغه معارف یی د شیعه‌ګانو په مینځ کې هم خپره کړه.[۶۸]

څلورم امام د ۳۴ کلونو امامت وروسته،[۶۹] په ۵۷ کلنۍ د ۹۵ هجری کال کې[۷۰] د ولید بن عبدالملک لخوا مسموم شوی و او شهادت ته ورسید[۷۱] او د خپل تره امام حسن(ع) ته څېرمه د بقيع هدیره کې خاوروته وسپارل شو. [۷۲]

د امام سجاد(ع) د مناجاتونو او دعاګانو ټولګه، چې پکې ډیری مذهبي لارښوونې شاملې دي، د صحیفه سجادیه په کتاب کې راټول شوي دی.[۷۳]

امام باقر(ع)

اصلي مقاله: امام باقر علیه السلام

محمد بن علي، چې د امام محمد باقر(ع) او د شیعه‌ګانو پنځم امام په نامه پیژندل کیږي، د امام سجاد او فاطمه د امام حسن(ع) لور زوی و.[۷۴] په ۵۷ ق کال مډینه کې زیږیدلی و.[۷۵] هغه، د خپل پلار وروسته، د خدای په امر او دپیغمبر(ص) و خپل امانو مخکی په پیژندنه، امامت ته رسیده لی ده.[۷۶] امام(ع) په ۱۱۴ قمری کال[۷۷] د ابراهیم بن ولید لخوا د هشام اموی خلیفی وراره مسموم او شهید وشول.[۷۸] او د خپل پلار ترڅنګ د بقیع په قبرستان کې خاوروته سپارل شو.[۷۹] امام باقر(ع) په کربلا پیښی کې شتون درلود او په هغه وخت کې څلور کلن و.[۸۰]

د پنځم امام، موده چې ۱۸ یا ۱۹ کاله یې دوام وکړ،[۸۱] له یوی خوا د بنی امیو د ظلمونو له آمله، هره ورځ یو انقلاب او جګړه پیشی شو او دې ستونزو خلافت ته نیولی و او اهل‌البیت(ع) کی له بریدګرو څخه یې لرې ساتلی وو.[۸۲] له بلې خوا، د کربلا پیښې پیښیدل او د اهل‌البیټ(ع) ظلم کول، هغه مسلمانان را اړولي او د امام لپاره یې د اسلامي حقایقو او د اهل‌البیت تعلیماتو خپرولو لپاره اسانتیاوې رامینځته کړې، کوم چې د تیرو امامانو لپاره امکان نلري، نو بې شمیره حدیثونه هغه نقل کریده.[۸۳]

د شیخ مفید په وینا، د مذهب په تعلیماتو کې د هغه امام(ع) حدیث داسې دي چې د امام حسن(ع) او امام حسین(ع) هیڅ یو اولادو د روایتونو دغه مقدار، نه دی پریښی.[۸۴]

امام صادق(ع)

اصلي مقاله: امام جعفر صادق علیه السلام

جعفر بن محمد، چې د امام جعفر صادق(ع) معروف وو او د شیعه‌ګانو شپږم امام، د امام باقر(ع) او ام فروه، -د قاسم بن محمد بن ابي بیکر لور،- زوی و. هغه په ربیع‌الاول میاشت کې ۱۷ ورځ، په ۸۳ قمری کال، مدینی ته زیږیدلی و.[۸۵] هغه په ۱۴۸ قمری کال کې[۸۶] د منصور، عباسی خلیفی لخوا مسموم او شهید شو[۸۷] او د بقیع هدیره کې خاوروته سپارل شو.[۸۸]

امام صادق(ع)، د هغه د ۳۴ کلونو د امامت پرمهال،[۸۹] د اموی حکومت کمزور شولو لپاره، هغه د اسلامي تعلیماتو خپرولو، مناسب ډگر ترلاسه کړ، له همدې امله، هغه د مذهبي تعلیماتو او د ډیر علمی شخصیتونه روزلی اقدام وکړ.[۹۰]

د هغه زده کونکو او روایت کونکو تر ۴۰۰۰ کسان، شمیرل شوه.[۹۱] ځینې کسان لکه زراره، محمد بن مسلم، موءمن طاق، هشام بن حکم، ابان بن تغلب، هشام بن سالم، جابر بن حیان[۹۲] او له اهل سنت څخه ځینی کسان لکه؛ سفیان ثوري، ابوحنیفه (د حنفي مذهب مشر)، مالک بن انس، د مالکي مذهب مشر، په شمول د هغه له زدکونکۍ و.[۹۳]

د شیخ مفید په وینا، د د اهل‌البیټ(ع) تر مینځ ډیری روایتونه د امام صادق(ع) څخه نقل شوي.[۹۴] له همدې امله شیعی مذهب، د جعفري مذهب په نامه یادیږي.[۹۵]

امام کاظم(ع)

اصلي مقاله: امام موسی کاظم عليه السلام

موسی بن جعفر، چې د امام موسی کاظم(ع) په نامه یادیږی او د کاظم او باب الحوائج په نوم پیژندل شوی، د امامیه شیعه‌ګانو اووم امام، د امام جعفر صادق علیه السلام او حمیده زوی په ۱۲۸ قمری کال کې په ابواء؛ یوه سیمه د مکې او مدینې تر منځ زیږیدلې وه.[۹۶]

امام کاظم(ع) د خپل پلار وروسته، امام صادق(ع) په تصریح کي امامت ته و رسید.[۹۷] د اووم امام ۳۵ کلن امامت[۹۸] د منصور، هادي، مهدي او هارون د عباسي خلیفو سره یوځای و.[۹۹] دا موده د عباسي خلافت د ځواک سره مطابقت لري، او د امام کاظم(ع) او شیعه‌ګانو لپاره یو ستونزمن وخت و. له همدې امله، هغه د وخت د حاکمیت په مخ کې تقیه وکړ، او شیعه‌ګانو ته امر وکړ چې داسې وکړي.[۱۰۰] په ۱۷۹ قمری کال کې په شوال ۲۰ اووم امام، کله چې هارون د حج سفر په اړه مدینه ته لاړ، هغه امر وکړ چې امام په مدینه کې بندي شي او له مدینې څخه بصره او بصره څخه بغداد ته واستول شي.[۱۰۱] هغه په ۱۸۳ قمری کال کې د سندی بن شاهک لخوا د سم سره شهید شو او د « د قریش مقابر » په نوم ځای کې ښخ شو [۱۰۲] چې اوس په کاظمین کې دی.[۱۰۳]

امام رضا(ع)

اصلي مقاله: امام رضا علیه السلام

علي بن موسی بن جعفر، امام رضا(ع) او د شیعه‌ګانو اتم امام په نامه پیژندل شوی، د امام کاظم(ع) او نجمه خاتون زوی، په ۱۴۸ قمری کال په مدینه کې زیږیدلی او په ۲۰۳ قمری کال کې په ۵۵ کلنۍ طوس(مشهد) ته شهید شوی.[۱۰۴]

امام رضا(ع) د خپل پلار وروسته، د خدای په امر او د امام کاظم لخوا په تصریح کې امامت ته ورسید[۱۰۵] د امام امامت، موده ۲۰ کال (۱۸۳- ۲۰۳) وه،[۱۰۶] کوم چې د هارون الرشید او د هغه زامنو امین او مامون خلافت سره مل و.[۱۰۷]

د هارون الرشید وروسته، مامون خلافت ته ورسید.[۱۰۸] هغه د خپل خلافت د مشروعیت لپاره، د امام رضا(ع) فعالیتونو کنټرول او د امام دریځ او مقام کمولو لپاره، هغه پریکړه وکړه چې اتم امام خپل ولیعهد په توگه وټاکه.[۱۰۹] له همدې امله هغه امام په ۲۰۱ قمری کال کې[۱۱۰] له مدینې څخه، مرو ته وغوښت.[۱۱۱] لومړی، د خلافت څوکی او بیا د ولیعهدې مقام امام ته پیشنگوري وکړ، چې د هغه مخالفت یې مخامخ شو، مګر په پای امام کی مجبور کړ چې د هغه ولیعهدی ومني. امام د ولایت عهدې مقام هم ومنله، په دې شرط چې هغه د حکومت په کار کې مداخله ونه کړي او د حکومت کار کونکۍ ګوښه او نصب یې نه کړي.[۱۱۲] یو څه وروسته، مامون د شیعه‌ګانو د ګړندي پرمختګ په مشاهده کولو او د هغه د خلافت ساتلو لپاره د امام رضا(ع) مسموم او شهید کړ.[۱۱۳]

د سلسله الذهب، مشهور حدیث د امام لخوا د نیشابور په لارو تر مرو په لور د تیریدو مهال کې نقل شویده[۱۱۴] په مرو کې د امام رضا(ع) د شتون په جریان کې، مامون د هغه او نورو ادیانو مشرانو تر منځ د بحثونه غونډو جوره کړل، چی د امام پوهه او غوره والي څرګند کړ.[۱۱۵]

امام جواد(ع)

اصلي مقاله: امام جواد علیه‌ السلام

محمد بن علي د امام جواد او امام محمد تقي(ع)په نامه پیژندل کیږي او د دولس امامی شیعه‌ګانو نهم امام، د اتم امام او سبیکه نوبیه زوی، په ۱۹۵ ق کال په رمضان(روژی میاشت) په مدینه کې زیږیدلی و.[۱۱۶] او په ۲۲۰ ق کال په بغداد کې شهید شو.[۱۱۷] هغه په کاظمییه کې د قریش په مقبری د خپل پلار اووم امام سره نږدی کې خاورته سپارل شو.[۱۱۸]

امام جواد علیه‌ السلام په اتو کلنۍ کې[۱۱۹] امامت ته ورسید څنګه چې د هغه د پلار لخوا مشخص شوی و [۱۲۰] د هغه کوچنیوالۍ له امله گرځیده چې یو شمیر شیعه‌ګان د هغه امام شکمن وو؛ ځینې یې د امام رضا ورور عبدالله بن موسی د خپل امام په توگه و منلي او ځینی واقفیی ته راستانه شول، مګر ډیری یې د امام جواد(ع) امامت د نصی روایتونه او علمی تجربی لامله ومنلی و.[۱۲۱] د هغه د امام ۱۷ کلن دوره[۱۲۲] د مامون او معتصم خلافت سره یو مهال و.[۱۲۳]

په ۲۰۴ ق کال کې مأمون د امام او د هغه شیعه‌ګانو نظارت کولو لپاره، امام کې د خلافت پلازمینه بغداد ته وغوښت او له خپلې لور ام الفضل سره یې واده یی جوره وکړ.[۱۲۴] یو څه وروسته امام(ع) مدینې ته راستون شو او د مامون عهد تر پای پورې په مدینه کې پاتې شو. د مامون له مرګ وروسته، معتصم د خلافت زمام په غاړه واخیست او په ۲۲۰ ق کال کې یې امام بغداد ته وغوښت، د نظارت تر لاندی واخیست او په نهایت کې امام د خپل میرمن لخوا او د معتصم په هڅولو او تحریک سره مسموم او شهید شو.[۱۲۵]

امام هادي(ع)

اصلي مقاله: امام هادي علیه‌ السلام

علي بن محمد د امام هادي او د امام علي النقي(ع) مشهور او د امامیه لسم امام دی. چې د امام جواد او سمانه مغربیه زوی په ۲۱۲ ق کال کی مدینی ته نږدی د صریا په نامه سیمه کې زیږیدلی[۱۲۶] او په ۲۵۴ ق کې په سامرا[۱۲۷] د عباسی خلیفی لخوا المعتز باالله، مسموم او شهید شو.[۱۲۸]

امام هادي(ع)۳۳ کاله(۲۲۰ تر ۲۵۴ ق) د شیعه‌گانو امام و [۱۲۹] او پدې وخت کې د شپږ عباسي خلیفه لکه معټصم، واثق، متوکل، منتصر، مستعین او معتز معاصر و.[۱۳۰]

په ۲۳۳ ق کال کې د امام هادي څارلو او نظارت لپاره،[۱۳۱] هغه له مدینې څخه سامرا ته د متوکل له لوری[۱۳۲] و غوښتل شو، کوم چې په هغه ورځ د خلافت مرکز او پلازمینه و[۱۳۳] او هغه خپل پاتې ژوند په سامرا ښار کې تیر کړ.[۱۳۴] د متوکل له مرګ وروسته، منتصر، مستعین او معتز په خلافت کی و رسید، او امام هادي(ع) د معتز خلافت پرمهال کی مسموم او شهید شو.[۱۳۵]

امام هادي(ع) د دعاکولو او زیارت له لارې، شیعه‌ګان وروزل او هغوی ته په تعلیماتو سره آشنا وکره.[۱۳۶] د شیعه‌ګانو له مهم زیارت څخه جامعه کبیره له هغه امام څخه روایت شوی ده.[۱۳۷]

امام حسن عسکری(ع)

اصلي مقاله: امام حسن عسکري علیه‌ السلام

حسن بن علي(ع) د امام حسن عسکري په نامه مشهور، د اثناعشریدې شیعه‌ګانو یولسم امام، د امام هادي او حدیث زوی په ۲۳۲ ق کال کې په مدینه کې زیږیدلی شو[۱۳۸] او په ۲۶۰ ق کال کې [۱۳۹] د معتمد عباسي خلیفه د دسیسی له لاری مسموم او شهید شو.[۱۴۰] هغه د خپل پلار څنګ ته، په سامرا کې په خپل کور خاورته سپارلی شو.[۱۴۱]

یولسم امام، د خپل پلار په څرگندونې، د هغه وروسته امات ته ورسید، او د خپل شپږ کلن امامت پرمهال،[۱۴۲] هغه معتز، مهتدی او معتمد عباسی خلیفی سره معاصر و.[۱۴۳] په سامرا کې امام، د خلیفه عباسي خلیفی تر نظارت لاندې و او څو ځله بندي شو.[۱۴۴] د ځینو په وینا، په سامرا کې د امام اوږد پاتې کیدل د هغه وخت خلیفی لخوا، یو ډول قید او توقیف و.[۱۴۵] نو هغه په تقیه سره چلند وکړ[۱۴۶] او د خپل مخکی د څو امامانو په څیر، د استازیتوب سازمان له لارې له شیعه‌ګانو سره په تماس کې و.[۱۴۷] داسې ویل کیږي چې د خلافت فشار او سختوالی، له یوې خوا د شیعه‌ګانو نفوس او ځواک او د خلیفانو ویره کې زیاتوالی راغلی، او له بلې خوا داسې شواهد شتون لري چې د یولسم امام لپاره یو ماشوم و چې هغه ته یې مهدي موعود نومولی.[۱۴۸] امام عسکري او د هغه پلار په سامرا کې د ژوند کولو لپاره د عسکریین په نوم پیژندل کیژي.[۱۴۹]

د بټنوک د جوړېدنې ستونزه:
د اولجایتو د سپینو زرو درهم د دولسو شیعه امامانو(ع) په نوم

امام مهدي(عج)

اصلي مقاله: امام مهدي عجل الله تعالی فرجه

محمد بن حسن، چې د امام مهدي او امام زمان(ع) په نامه پیژندل کیږي، د دولس امامی شیعه‌گانو دولسم او وروستۍ امام، د امام عسکري او نرجس خاتون زوی، په ۲۵۵ ق کې د شعبان میاشت په مینځنی په سامرا کې زیږیدلی و.[۱۵۰]

امام مهدي(ع) د پنځه کلنۍ عمر، امامت ته ورسید.[۱۵۱] پیغمبر(ص) او ټول امامان(ع) د هغه امامت څرگندونی کړیده[۱۵۲] هغه د خپل پلار تر شهادت پورې(۲۶۰ق) له خلکو څخه پټ و او هیڅ څوک نشي کولی د ځینې ځانگړی شیعه‌گانو پرته ورسره وګوري.[۱۵۳] د خدای امر ته هغه د پلار له شهادت وروسته، د خلکو څخه غایب شو. هغه شاوخوا اویا کلونو لپاره په صغرا غیبت کی و په دې موده کې هغه د څلورو ځانګړو نایبونو له لارې له شیعه‌ګانو سره په تماس کې و؛ مګر په ۳۲۹ ق کال کې د کبرا غیبت له پیل شوه، د امام سره د شیعه‌ګانو اړیکې د ځانګړي نایبان لخوا پای ته ورسید.[۱۵۴]

د بیاناتو له مخې، شیعه‌ګان د غیبت په موده کیدې د فرج انتظار او د امام زمان په ظهور کی هڅول شوي، او دا یو له غوره کړنو څخه شمیرل کیږی.[۱۵۵] شیعه‌ګان د بیاناتو پراساس په دی باور دي[۱۵۶] چی د ظهور په رامینځته کیدو وروسته، اسلامي ټولنه له عدالت او سمون ډکه وشوه.[۱۵۷] په څو روایتونو کې د ظهور د رامینځته کیدو نښې څرګندې شوې ده.[۱۵۸]

د شیعو امامان دریځ د اهل سنت له اند

اهل سنت، دولس امامانو د پیغمبر، د امام او د سمدستي ځایناستی په توګه نه مني؛[۱۵۹] مګر دوی، دوی سره مینه لري [۱۶۰] د پیغمبر(ص) د دوی سرچینو کې روایت شوي، هغه خپلوانی چی د مودت آیت بر بنسټ[۱۶۱] د هغوی مینه اړتیاده هغوی علی(ع)، [[فاطمه زهرا(س)|فاطمه(س)]] او د دوی اولادونه دی ». [۱۶۲] فخرالډین رازی، په شپږمه پیړۍ کې د اهل سنت مفسر او دیني عالم، د مودت آیت، صلوات، تشهد او د پیامبر(ص) سیرۍ پر بنست د علي(ع)، فاطمه(س) او د دوی اولادونه مینه لرل واجب ګنی.[۱۶۳]

د اهل سنت ځینې عالمانو، د شیعي امامانو له زیارت څخه لیدنه وکړه او پر دوی کی متوسل وشوه. ابو علي خلال، په دریمه پیړۍ کې د سني عالمانو څخه، وویل؛ هرکله چې زما لپاره ستونزه شتون ولري، زه به د موسی بن جعفر قبر ته لاړ شم او له هغه غوشتنه وکړم، زما ستونزه حل شوه.[۱۶۴] له ابو بکر محمد بن خزیمه، د اهل سنت فقیه او مفسر او محدث لخوا په دریم او څلورم پیړۍ کې، راپور ورکړل شوی چې هغه ډیری ځله د امام رضا(ع) قبر څخه لیدنه کړه او په خپل ژغیدل او تعظیم سره نور یې حیران کړي و.[۱۶۵] ابن حیان. په دریم او څلورم پیړیو کې د اهل سنت محدث، وویل؛ هغه مهال چې زه په طوس کې وم، کله چی هم ستونزه درلودم، د علي بن موسی الرضا(ع) زیارت ته لاړم او دعا مې وکړه، زما دعاګانې مستجاب شوې او زما ستونزه حل شوه.[۱۶۶]

د جعفر سبحاني په وینا، ډیری سني عالمانو د شیعه امامانو د دینی او علمی مرجعیت منلي دی.[۱۶۷] د مثال په توګه، له ابو حنیفه، د حنفی مذهب بنسټ ایښودونکی، په روایت ویل شوي چې ما د جعفر بن محمد(ع) څخه خورا فقیه نه دی لیدلی یم.[۱۶۸] دا جمله د محمد بن مسلم بن شهاب زهري، یو له تابعینو څخه، فقیه، محدث او د لومړي او دوهم پیړۍ لخوا د امام سجاد(ع) په اړه روایت شوې ده.[۱۶۹] عبدالله بن عطا مکي، د اهل سنت یو محدث او د امام باقر(ع) له ملگرو څخه وویل: « ما په کوم چا کې عالمانو په علمی کچه، دغسې ټیټ او کوچنۍ نه دی لیدلم؛ څنګه چې د محمد بن علي(ع) په حضور کې ولیدم. حکم بن عتیبه(د کوفه لوی فقیه) د زده کونکي په توګه د هغه سره ولیدلم.[۱۷۰]

کتاب پیژنه

د شیعه‌ګانو او سنیانو لخوا د شیعه امامانو تاریخ او د هغوی فضیلتونو په اړه ډیری کتابونه لیکل شوي دي.

شیعه کتابونه

د امامانو او د هغوی د فضیلتونو په اړه د شیعه عالمانو کتابونو کې، لاندې یادونه کیدی شي:

  1. دلائل الامامه؛ دغه کتاب په عربي ژبه لیکل شویده چې محمد بن جریر طبری صغیر(مړی کال ۳۱۰ ق) ته منسوبیږی د حضرت زهرا(س) او معصومین امامانو، د ژوند، معجزو او فضیلتونو په اړه لیکلی شویده.
  2. اَلْإرْشاد فی مَعْرفة حُجَجِ الله عَلَی الْعِباد؛ دا یو کلامی او تاریخې کتاب ده چې په عربی ژبه د شیخ مفید(دمړی کال ۴۱۳ ق) دشیعه فقیه او متکلم لخوا لیکل شویده. دا کتاب د روایاتو له مخې د ائمه(ع) د ژوند تاریخ او فضیلتونو په اړه لیکل شویده. محمد باقر ساعدي خراساني دغه کتاب په فارسي ژبه، ژباړل کریده.
  3. مَناقِبُ آلِ اَبی‌طالب؛ عربی کتاب د څوارلس معصومین فضیلتونو په اړه، چې د ابن شهرآشوب مازندراني لخوا لیکل شوی ده( دمړی کال ۵۸۸ق).
  4. إعلامُ الوَریٰ بأعلامِ الهدیٰ؛ یو عربی کتاب ده چی د فضل بن حسن طبرسی(دمړی کال ۵۴۸ ق) لخوا، د رسول‌الله او معصومین سیری په اړه لیکل شویده.
  5. کَشْفُ الغُمَّة فی مَعْرِفَةِ الأئمّة(ع)؛ یو عربی اثر ده چی د محمد بن عیسی اربلی( د مړی کال ۶۹۲ ق) لخوا، چې دڅوار لس معصومین(ع) فضیلتونه، معجزې او د حال شرح کول په اړه لیکلي شوی ده.
  6. رَوضَةُ الْواعِظین وَ بَصیرَةُ الْمُتَّعِظین؛ دا کتاب د فتال نیشابوری( دمړی کال ۸۰۵ ق) لخوا د پیغمبر(ص) او اهلبیت(ع) د ژوند تاریخ په اړه لیکل شوی ده. دغه کتاب د محمود مهدوي دامغاني لخوا فارسي ته ژباړل شوی دی.
  7. جَلاءُ العُیون؛ په فارسي ژبه د محمد باقر مجلسي (1037هـ-1110هـ ق) لیکنه چې د څوارلسو معصومو(ع) د ژوند تاریخ په څوارلس فصلونو کې لیکل شوی دی.
  8. مُنْتَهَى ألآمال فی تَواريخِ ألنَّبی وَ ألْآل، د شیخ عباس قمي (۱۲۹۴-۱۳۵۹هـ ق) لیکنه، د څوارلسو معصومو(ع) د ژوند په اړه تفصیلي خبرې کړي دي.

د اهل سنت کتابونه

د دولسو امامانو د تاریخ او فضیلتونه په اړه د سني کتابونو، ځینې کتابونه په لاندې ډول دي:

  1. مطالب السؤول فی مناقب آل الرسول، په عربي ژبه یو کتاب د محمد بن طلحه شافعي (۵۸۲-۶۵۲هـ ق) لخوا لیکل شوی، چې د دولسو امامانو ژوند لیک په دولسو فصلونو کې بیان شوی دی.[۱۷۱]
  2. تَذکِرَةُ الخَواصّ مِنَ الأمّة فی ذِکرِ خَصائص الأئمة، د يوسف بن قزاوغلي چې په سبط بن جوزي مشهور دی، د سني حنفي مذهب يو مورخ او عالم دی (وفات 654 هـ ق) لخوا لکیل شوی، چې د امامانو د ژونداو د هغوی فضیلتونو په اړه په دولسو فصلونو کې ليکل شوی دی.[۱۷۲]
  3. الفصول المهمة فی معرفة الائمة، له ابن‌صباغ مالکی (وفات ۸۵۵هـ ق) څخه چې د نهمې پېړۍ يو سني ليکوال دی چې د دولسو امامانو د ژوند او فضايل په اړه يې ليکلي دي[۱۷۳] شيعه او سني پوهانو له دغه کتاب څخه زياتو نقل کړي دي.[۱۷۴]
  4. الائمة الاثنا عشر‌ او ألشّذَراتُ الذّهَبیة، له شمس الدین ابن‌طولون(وفات ۹۵۳هـ ق)څخه د دمشقي حنفي عالم.[۱۷۵]
  5. الاتحاف بحب الاشراف، د جمال‌الدین شبراوی (۱۰۹۲-۱۱۷۲ه ق)، کار، چې د مصر د اهل سنتو شافعی له علماوو څخه دی، د پیغمبر د کورنۍ او امامانو تاریخ په اړه کې.[۱۷۶]
  6. نور الابصار فی مناقب آل بیت النبی المختار، له مومن شبلانجي په دیارلسمه پیړۍ کې یو له سني عالمانو څخه دی لیکنه، چې د پیغمبر(ص)، شیعه امامانو او سني خلیفه ګانو له ژوند بیانوی.
  7. یَنابیعُ المَوَدّة لِذَوی القُرْبی، د پېغمبراکرم(ص) د کورنۍ د ژوند، مناقب او فضيلتونه په اړه يو کتاب،[۱۷۷] چې د سليمان بن ابراهيم کندوزي (وفات 1294 هـ) لخوا ليکل شوى، چې يو له سني حنفي عالم دى.[۱۷۸]

اړوندې لیکنې

فوټ نوټ

  1. محمدی، شرح کشف المراد، ۱۳۷۸ش، ص۴۰۳؛ موسوی زنجانی، عقائد الامامیة الاثنی عشریة، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۱۷۸.
  2. محمدی، شرح کشف المراد، ۱۳۷۸ش، ص۴۲۵؛ موسوی زنجانی، عقائد الامامیة الاثنی عشریة، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۱۸۱و۱۸۲.
  3. وګورئ:‌ مکارم شیرازی، پیام قرآن، ۱۳۸۶ش، ج۹، ص۱۷۰و۱۷۱ و ۳۶۹و۳۷۰.
  4. وګورئ: حکیم، الامامة‌ و اهل البیت، ۱۴۲۴ق، ص۳۰۵-۳۳۸.
  5. سبحانی، منشور عقاید امامیه، ۱۳۷۶ش، ص۱۶۵و۱۶۶.
  6. وګورئ:‌ علامه حلی، كشف المراد، ۱۳۸۲ش، ص۱۸۴؛ فیاض لاهیجی، سرمايه ايمان در اصول اعتقادات، ۱۳۷۲ش، ص۱۱۴و۱۱۵.
  7. وګورئ: صدوق، الاعتقادات، ۱۴۱۴ق، ص۹۳؛ مفید، اوائل المقالات، ۱۴۱۳ق، ص۷۰ و ۷۱؛ مجلسی، بحارالأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۶، ص۲۹۷؛ شبر، حق الیقین، ۱۴۲۴ق، ص۱۴۹.
  8. مجلسی، بحارالأنوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۶، ص۲۹۷؛ شبر، حق الیقین، ۱۴۲۴ق، ص۱۴۹.
  9. وګورئ:‌ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۵۵و۲۵۶ و ۲۶۰و۲۶۱؛ سبحانی، علم غیب، ۱۳۸۶ش، ص۶۳-۷۹.
  10. حمود، الفوائدالبهیة، ۱۴۲۱ق، ج۲، ص۱۱۷و۱۱۹.
  11. خویی، مصباح الفقاهة، ۱۴۱۷ق، ج‌۵، ص۳۸؛ صافی گلپایگانی، ولایت تکوینی و ولایت تشریعی، ۱۳۹۲ش، ص۱۳۳، ۱۳۵ و۱۴۱.
  12. وګورئ:‌ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۶۵-۲۶۸؛ صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۳۸۳-۳۸۷.
  13. د مثال په توګه، وګورئ: عاملی، الولایة التکوینیة والتشریعیة، ۱۴۲۸ق، ص۶۰-۶۳؛ مؤمن، «ولایة ولی المعصوم(ع)»، ص۱۰۰-۱۱۸؛ حسینی، میلانی، اثبات الولایة العامة، ۱۴۳۸ق، ص۲۷۲ و ۲۷۳، ۳۱۱و۳۱۲.
  14. طوسی، التبیان، داراحیاء‌التراث العربی، ج۱، ص۲۱۴.
  15. صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۴۱۲-۴۱۴.
  16. صفار، بصائر الدرجات، ۱۴۰۴ق، ص۲۹۷، ح۴.
  17. وګورئ: سبحانی، سیمای عقاید شیعه، ۱۳۸۶ش، ص۲۳۱-۲۳۵؛ سبحانی، منشور عقاید امامیه، ۱۳۷۶ش، ص۱۵۷و۱۵۸؛ موسوی زنجانی، عقائد الامامیة الاثنی عشریة، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۱۸۰و۱۸۱.
  18. سبحانی، منشور عقاید امامیه، ۱۳۷۶ش، ص۱۴۹و۱۵۰.
  19. طوسی، التبیان، داراحیاء‌التراث العربی، ج۳، ص۲۳۶؛ محمدی شرح کشف المراد، ۱۳۷۸ش، ص۴۱۵.
  20. د مثال په توګه، وګورئ: صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۵۲۸؛‌ طبرسی، إعلام الوری،۱۳۹۰ق، ص۳۶۷؛ ابن شهر آشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ ق، ج۲، ص۲۰۹؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۷، ص۲۰۹و۲۱۶.
  21. وګورئ: مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۲۷، ص۲۰۷-۲۱۷.
  22. صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۵۸۵؛ طبرسی، إعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۳۶۷.
  23. طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۳۶۷؛ ابن شهر آشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ ق، ج۲، ص۲۰۹.
  24. وګورئ: حکیم، الامامة‌ و اهل البیت، ۱۴۲۴ق، ص۳۰۵-۳۵۱؛ محمدی، شرح کشف المراد، ۱۳۷۸ش، ۴۹۵ و ۴۹۶.
  25. سوره نساء،‌ آیه ۵۹.
  26. خزاز رازی، کفایه الاثر، ۱۴۰۱ق، ص۵۳-۵۵؛ صدوق، کمال الدین، ۱۳۹۵ق، ج۱‌، ص۲۵۴-۲۵۳.
  27. "Gulzar calligraphic panel", Library of Congress.
  28. وګورئ:‌ بخاری، صحیح بخاری، ۱۴۰۱ق، ج۸، ص۱۲۷؛ مسلم نيشابوری، صحیح مسلم، دارالفکر، ج۶، ص۳و۴؛ أحمد بن حنبل، مسند احمد، دارصادر، ج۵، ص۹۰، ۹۳، ۹۸، ۹۹، ۱۰۰ و۱۰۶؛ ترمذی، سنن ترمذی، ۱۴۰۳ق، ج۳، ص۳۴۰؛ سجستانی، سنن ابی داود، ۱۴۱۰ق، ج۲، ص۳۰۹.
  29. وګورئ: حاکم نیشابوری، المستدرک علی الصحیحین، ۱۳۳۴ق، ج۴، ص۵۰۱؛ نعمانی، کتاب الغیبه، ۱۴۰۳ق، ۷۴- ۷۵.
  30. قندوزی، ینابیع المودة لذوی القربى، دارالاسوة، ج۳، ص۲۹۲و۲۹۳.
  31. وګورئ: محمدی، شرح کشف المراد، ۱۳۷۸ش، ص۴۲۷-۴۴۱؛ موسوی زنجانی، عقائد الامامیة الاثنی عشریة، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۷و۸.
  32. وګورئ: محمدی، شرح کشف المراد، ۱۳۷۸ش، ص۴۲۷-۴۴۱؛ موسوی زنجانی، عقائد الامامیة الاثنی عشریة، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۷-۱۵.
  33. محمدی، شرح کشف المراد، ۱۳۷۸ش، ص۴۹۵؛ موسوی زنجانی، عقائد الامامیة الاثنی عشریة، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۱۷۹و۱۸۰.
  34. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۵؛‌ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۱۵۳.
  35. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۶.
  36. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۰۰.
  37. محمدی، شرح کشف المراد، ۱۳۷۸ش، ص۴۲۷-۴۳۶.
  38. طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۱۳۸و۱۳۹.
  39. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۰۱.
  40. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۰۱-۲۰۲.
  41. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۹؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۱۵۴.
  42. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۲۹-۶۶؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۱۸۲؛ حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۲۱-۳۱.
  43. قندوزی، ینابیع المودة، دارالاسوة، ج۱، ص۳۳۷.
  44. حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۶۳-۷۱.
  45. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۵؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص‌۲۰۵.
  46. طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص‌۲۰۵؛ طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۰۵.
  47. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۰۵-۲۰۶.
  48. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۰۶.
  49. طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص‌۲۰۶.
  50. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۸۷؛ حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۳۸ و۵۲-۵۵.
  51. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳، ج۱، ص۱۶۸.
  52. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۸۷؛ حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۲۹-۱۳۹.
  53. طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۲۱۴و۲۱۵.
  54. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۷.
  55. طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۲۱۵.
  56. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۰۸.
  57. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۲؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۲۲۲.
  58. موسوی زنجانی، عقائد الامامیة الاثنی عشریة، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۴۸و۱۴۹.
  59. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۰۹و۲۱۰.
  60. موسوی زنجانی، عقائد الامامیة الاثنی عشریة، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۵۰.
  61. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۸۷؛ حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۳۸ و۵۲-۵۵.
  62. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳، ج۱، ص۱۶۸.
  63. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۸۷؛ حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۲۹-۱۳۹.
  64. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۳۷؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۲۵۶؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۱۷۵و۱۷۶.
  65. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۱۴.
  66. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۱۹.
  67. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۴۵، ص۱۳۸و۱۳۹.
  68. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۱۶.
  69. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۳۸؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۲۵۶؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۱۷۵.
  70. طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۲۵۶؛ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۳۷و۱۳۸.
  71. ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۱۷۶.
  72. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۳۸؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۲۵۶؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۱۷۶.
  73. صحیفه سجادیه، ترجمه و شرح فیض الاسلام، ۱۳۷۶ش، ص۳.
  74. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۵۵.
  75. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۵۷ و ۱۵۸؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۲۱۰.
  76. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۵۸و۱۵۹.
  77. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۵۷ و ۱۵۸؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۲۶۴.
  78. ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۲۱۰.
  79. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۵۷ و ۱۵۸؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۲۶۴.
  80. یعقوبی، تاریخ یعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۳۲۰.
  81. طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۲۶۵؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۲۱۰.
  82. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۱۷.
  83. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۱۷-۲۱۸.
  84. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۵۷.
  85. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۷۹و۱۸۰؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۲۷۱.
  86. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۸۰؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۲۷۱.
  87. ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۲، ص۲۸۰؛ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۳۲۶.
  88. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۸۰؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۲۷۲.
  89. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۸۰؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۲، ص۲۸۰.
  90. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۱۸و۲۱۹.
  91. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۷۹؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۲، ص۲۴۷.
  92. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۱۹.
  93. ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۲، ص۲۴۷و۲۴۸؛ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۳۲۷-۳۲۹.
  94. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۷۹.
  95. شهیدی، زندگانی امام صادق، ۱۳۷۷ش، ص۶۱.
  96. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۱۵؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۲۹۴؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۳۲۳و۳۲۴.
  97. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۱۵.
  98. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۱۵؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۲۹۴؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۳۲۴.
  99. ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۳۲۳؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۲۹۴.
  100. وګوره ورته: جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۳۸۴و۳۸۵و۳۹۸.
  101. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۷۶؛ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۰۲-۴۰۴.
  102. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۱۵؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۳۲۳و۳۲۴؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۲۹۴.
  103. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۲۱.
  104. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۴۷؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۳۱۳و۳۱۴.
  105. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۴۷.
  106. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۴۷؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۳۱۴.
  107. طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۳۱۴؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۲، ص۳۶۷.
  108. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۲۲.
  109. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۳۳-۴۳۵.
  110. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۳۲۶.
  111. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۲۳و۲۲۴.
  112. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۵۹و۲۶۰؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب(ع)، ۱۳۷۹ق، ج۲، ص۳۶۳.
  113. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۴۵؛ طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۲۴.
  114. صدوق، عیون أخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۳۵.
  115. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۴۲و۴۴۳.
  116. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۷۳؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۳۴۴.
  117. طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۳۴۴و۳۴۵؛ ابن شهرآشوب، مناقب آل ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۳۷۹.
  118. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۹۵؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۳۴۴و۳۴۵.
  119. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۷۲.
  120. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۷۳؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۳۴۵.
  121. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۷۲-۴۷۴.
  122. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۷۳؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۳۴۴.
  123. طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۳۴۴.
  124. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۷۸.
  125. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۲۵؛ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۸۰-۴۸۲.
  126. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۹۷؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۳۵۵.
  127. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۹۷؛ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۹۷ و۳۱۲؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۳۵۵.
  128. طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۳۵۵؛ طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۲۵-۲۲۶.
  129. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۲۹۷؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۳۵۵.
  130. طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۳۵۵؛ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۵۰۲.
  131. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۵۰۳.
  132. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۵۳۸.
  133. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۹۸؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۳۵۵.
  134. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۵۰۶.
  135. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۲۷؛ جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۵۰۰و۵۰۲.
  136. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۵۲۲.
  137. صدوق، من لایحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۶۰۹.
  138. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۰۳؛ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۱۳.
  139. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۰۳؛ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۱۳ و۳۳۶؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۳۶۷.
  140. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۲۷-۲۲۸؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۳۶۷.
  141. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۰۳؛ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۱۳و۳۳۶؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۳۶۷.
  142. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۱۳و۳۱۴؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۳۶۷.
  143. طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۳۶۷.
  144. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۵۳۸، ۵۳۹و۵۴۲.
  145. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۵۳۸و۵۴۲.
  146. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۲۸.
  147. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۵۴۷-۵۵۰.
  148. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۲۸و۲۲۹.
  149. جعفریان، حیات فکری و سیاسی امامان شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۵۰۰و۵۳۶.
  150. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۵۱۴؛ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۳۹؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۴۱۸.
  151. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۳۹؛ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ص۴۱۸.
  152. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۳۹و۳۴۰.
  153. مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۳۳۶.
  154. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۳۰و۲۳۱.
  155. وګورئ: مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۲، ص۱۲۲-.
  156. د مثال په توګه وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۲۵، ح۲۱؛ مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۲، ص۳۳۶.
  157. طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۲۳۱و۲۳۲.
  158. د مثال په توګه وګورئ: مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۵۲، ص۱۸۱-۲۷۸.
  159. د مثال په توګه وګورئ:‌ قاضی عبدالجبار، شرح الاصول الخمسة، ۱۴۲۲ق، ص۵۱۴؛ تفتازانی، شرح المقاصد، ۱۴۰۹ق، ج۵، ص۲۶۳و۲۹۰.
  160. د مثال په توګه وګورئ: بغدادی، الفرق بین الفرق، ۱۹۷۷م، ص۳۵۳و۳۵۴.
  161. «قُلْ لاأَسْئَلُکُمْ عَلَیْهِ أَجْراً إِلاَّ الْمَوَدَّةَ فِی الْقُرْبی؛ ووایه: زه له تاسو څخه د دې [پیغام] لپاره هیڅ اجر نه غواړم مګر د خپلوانو سره دوستي.»‏ سوره شوری، آیه ۲۳.
  162. حاکم حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۲، ص۱۸۹-۱۹۶؛ زمخشری، الکشاف،‌ ۱۴۰۷ق، ج۴، ص۲۱۹و۲۲۰.
  163. فخر رازی، التفسیر الکبیر، ۱۴۲۰ق، ج۲۷، ص۵۹۵.
  164. بغدادی، تاریخ بغداد، ۱۴۱۷ق، ج۱، ص۱۳۳.
  165. ابن حجر عسقلانی، تهذیب التهذیب، ۱۳۲۶ق، ج۷، ص۳۸۸.
  166. ابن حبان، الثقات، ۱۳۹۳ق، ج۸، ص۴۵۷.
  167. سبحانی، سیمای عقاید شیعه، ۱۳۸۶ش، ص۲۳۴.
  168. ذهبی، سیر اعلام النبلاء، ۱۴۰۵ق، ج۶، ص۲۵۷.
  169. ابوزرعه دمشقی،‌ تاریخ ابی‌زرعة الدمشقی، مجمع اللغة العربیة، ص۵۳۶.
  170. ابن عساکر، تاریخ دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۵۴، ص۲۷۸.
  171. طباطبائی، أهل البيت عليهم السلام في المكتبة العربية، مؤسسة آل البيت، ص۴۸۱-۴۸۳.
  172. ابن جوزی، تذکره الخواص، ۱۴۲۶ق، ص۱۰۲و۱۰۳.
  173. ابن صباغ، الفصول المهمة، دارالحدیث، ج۱، ص۶و۶۸۳و۶۸۴.
  174. ابن صباغ، الفصول المهمة، دارالحدیث، ج۱، مقدمه محقق، ص۲۴.
  175. طباطبائی، أهل البيت عليهم السلام في المكتبة العربية، ص ۲۳۵.
  176. شبراوی، الاتحاف بحب الاشراف، ۱۴۲۳ق، ص۵-۷.
  177. شاه محمدی، علی و شکوه غدیرخم، ۱۳۸۴ش، ص۴۵.
  178. شاه محمدی، علی و شکوه غدیرخم، ۱۳۸۴ش، ص۴۳.

سرچينې

  • احمد بن حنبل، أحمد بن محمد بن حنبل، مسند أحمد، بیروت، دارصادر، بی‌تا.
  • ابوزرعه دمشقی،‌ عبدالرحمن بن عمرو، تاریخ ابی زرعة الدمشقی، دمشق، مجمع اللغة العربیة، بی‌تا.
  • ابن‌جوزی، یوسف بن قزاوغلی، تذکره الخواص من الأمّة فی ذکر خصائص الأئمة، تحقیق حسین تقی‌زاده، قم، مجمع العالمی لاهل البیت(ع)، ۱۴۲۶ق.
  • ابن‌حبان، محمد بن حبان، الثقات، حیدرآباد، دایره المعارف العثمانیه، چاپ اول، ۱۳۹۳ق.
  • ابن‌حجر عسقلانی، احمد بن علی، تهذیب التهذیب، هند، دائرة المعارف النظامیة، چاپ اول، ۱۳۲۶ق.
  • ابن‌شهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابی‌طالب، قم، علامه، چاپ اول، ۱۳۷۹ق.
  • ابن‌صباغ، علی بن محمد، الفصول المهمة فی معرفة‌الائمة، تحقیق سامی غریزی، قم، دارالحدیث، بی‌تا.
  • ابن‌عساکر، علی بن حسن، تاریخ دمشق، تحقیق عمرو بن غرامة العمروی، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۵ق-۱۹۹۵م.
  • بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح البخاری، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۱ق-۱۹۸۱م.
  • بغدادی، خطیب، تاریخ بغداد، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۷ق.
  • بغدادی، عبدالقاهر، الفرق بین الفرق وبیان الفرقة الناجیة، بیروت، دارالآفاق، چاپ دوم، ۱۹۷۷م.
  • ترمذی، محمد بن عیسی، سنن الترمذی، تحقیق و تصحیح عبدالرحمن محمد عثمان، بیروت، دارالفکر، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق-۱۹۸۳م.
  • تفتازانی، سعد الدین، شرح المقاصد، افست قم، شریف رضی، ۱۴۰۹ق.
  • جرجانی، میرسید شریف، شرح المواقف، تصحیح بدرالدین نعسانی، قم، شریف رضی، چاپ اول، ۱۳۲۵ق.
  • جعفریان، رسول، حیات فکری‌سیاسی امامان شیعه، قم، انصاریان، چاپ یازدهم، ۱۳۸۷ش.
  • حاکم حسکانی، عبیدالله‌بن‌ عبدالله‌، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل‌، تحقیق محمدباقر محمودی، تهران، وزارت فرهنگ و ارشاد اسلامی، چاپ اول، ۱۴۱۱ق.
  • حاکم نیشابوری، محمد بن عبدالله، المستدرک علی الصحیحین، حیدرآباد دکن، بی نا، ۱۳۳۴ق.
  • حسینی میلانی، سیدعلی، اثبات الولایة العامة للنّبی و الائمة(ع)، قم، نشرالحقایق، چاپ اول، ۱۴۳۸ق.
  • حکیم، سید محمدباقر، الامامة‌ و اهل البیت(ع) نظریة و الاستدلال، قم، مرکز الاسلامیة المعاصر، چاپ اول، ۱۴۲۴ق.
  • حمود، محمدجمیل، الفوائدالبهیة فی شرح عقائدالإمامیة، بیروت، مؤسسة الأعلمی، چاپ دوم، ۱۴۲۱ق.
  • خزاز رازی، علی بن محمد، کفایة الاثر فی النص علی الائمة الاثنی عشر، تصحیح: عبداللطیف حسینی کوهکمری، قم، بیدار، ۱۴۰۱ق.
  • خویی، سید ابوالقاسم، مصباح الفقاهة(طبع قدیم)، تقریر محمد علی توحیدی، قم،‌ انصاریان، ۱۴۱۷ق.
  • ذهبی، شمس الدین محمد بن احمد، سیر اعلام النبلاء، مؤسسه الرساله، چاپ سوم، ۱۴۰۵ق.
  • زمخشری، محمود بن عمر، الکشاف عن حقایق غوامض التنزیل،‌ تصحیح مصطفی حسین احمد، بیروت، دارالکتب العربی،‌ چاپ اول، ۱۴۰۷ق.
  • سبحانی، جعفر، سیمای عقاید شیعه، ترجمه جواد محدثی، تهران، نشر مشعر، چاپ اول، ۱۳۸۶ش.
  • سبحانی، جعفر، علم غیب(آگاهی سوم)، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، چاپ اول، ۱۳۸۶ش.
  • سبحانی، جعفر، منشور عقاید امامیه، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، چاپ اول، ۱۳۷۶ش.
  • سجستانی، سلیمان بن الأشعث، سنن أبی داود، تحقیق وتعلیق سعید محمد اللحام، بیروت، دار الفکر، چاپ اول، ۱۴۱۰ق-۱۹۹۰م.
  • شاه محمدی، محمد علی، علی و شکوه غدیرخم بر فراز وحی و رسالت در ترجمه ینابیع الموده، قم، مهر امیر المؤمنین(ع)، ۱۳۸۴ش.
  • شبر، سیدعبدالله، حق الیقین فی معرفة اصول الدین، قم، انوار الهدی، چاپ دوم، ۱۴۲۴ق.
  • شبراوی، عبدالله بن محمد، الإتحاف بحب الأشراف، تصحیح سامی غریری، قم، دارالکتاب، ۱۴۲۳ق.
  • شهیدی، سیدجعفر، زندگانی امام صادق جعفر بن محمد، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، چاپ اول، ۱۳۷۷ش.
  • صافی گلپایگانی، لطف الله، ولایت تکوینی و ولایت تشریعی(ویراست جدید)، قم، دفتر تنظیم و نشرآثار آیت الله العظمی صافی گلپایگانی، چاپ اول، ۱۳۹۲ش.
  • صدوق، محمد بن علی بن بابویه، الاعتقادات، قم، المؤتمر العالمی للشیخ المفید، چاپ دوم، ۱۴۱۴ق.
  • صدوق، محمد بن علی بن بابویه، الخصال، تصحیح و تحقیق علی اکبر غفاری، قم،‌ جامعه مدرسین حوزه علمیه قم،‌ چاپ اول، ۱۳۶۲ش.
  • صدوق، محمد بن علی بن بابویه، عیون اخبار الرضا(ع)، تحقیق مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، چاپ اول، ۱۳۷۸ق.
  • صدوق، محمد بن علی بن بابویه، کمال الدین و تمام النعمه، تصحیح علی اکبر غفاری، تهران، اسلامیه، ۱۳۹۵ق.
  • صدوق، محمد بن علی بن بابویه، من لایحضره الفقیه، تصحیح علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمد، قم، مکتبة آیت الله المرعشی النجفی، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • طباطبائی، سید عبدالعزیز، اهل البیت(ع) فی المکتبه العربیه، قم، مؤسسة آل البيت(ع) لإحياء التراث، بی‌تا.
  • طباطبایی، سید محمدحسین، شیعه در اسلام، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۸۳ش.
  • طبرسی، فضل بن حسن، إعلام الوری بأعلام الهدی، تهران، اسلامیه،‌ چاپ چهارم، ۱۳۹۰ق.
  • طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تصحیح احمد حبیب عاملی، بیروت، داراحیاء‌التراث العربی،‌ بی‌تا.
  • عاملی، سیدجعفر مرتضی، الولایة التکوینیة و التشریعیة، مرکز الاسلامی للدراسات، چاپ دوم، ۱۴۲۸ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، كشف المراد في شرح تجريد الإعتقاد قسم الاهیات، تعلیقه جعفر سبحانی، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، چاپ دوم، ۱۳۸۲ش.
  • علی بن حسین(ع)، صحیفه سجادیه، ترجمه و شرح فیض الاسلام، تهران، فقیه، چاپ دوم، ۱۳۷۶ش.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر(مفاتیح الغیب)، بیروت، داراحیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
  • قاضی عبدالجبار، عبدالجبار بن احمد، شرح الاصول الخمسة، تعلیه احمد بن حسین ابی‌هاشم، بیروت، دار احیاء‌التراث العربی، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • قندوزی، سلیمان بن ابراهیم، ینابیع المودة لذوی القربى، بیروت، دارالاسوة، بی‌تا.
  • کلینى، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، الإسلامیة، چاپ سوم، ۱۴۰۷ق.
  • مؤمن قمی، محمد، «ولایة ولی المعصوم(ع)»، در مجموعة الآثار المؤتمر العالمی الثانی للامام الرضا(ع)، مشهد، المؤتمر العالمی للامام الرضا(ع)، ۱۴۰۹ق.
  • مجلسی، محمد باقر، بحار الأنوار الجامعة لدرر أخبار الأئمة الأطهار، بیروت،‌ دار احیاء التراث العربی، چاپ دوم، ۱۴۰۳ق.
  • محمدی، علی، شرح کشف المراد، قم، دارالفکر، چاپ چهارم، ۱۳۷۸ش.
  • مسلم نیشابوری، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، بیروت، دارالفکر، بی‌تا.
  • مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • مفید، محمد بن محمد، اوائل المقالات، فی المذاهب و المختارات، قم، المؤتمر العالمی للشیخ المفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، پیام قرآن، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ نهم، ۱۳۸۶ش.
  • موسوی زنجانی، سید ابراهیم، عقائد الامامیة الاثنی عشریة، بیروت، مؤسسه اعلمی، چاپ سوم، ۱۴۱۳ق.
  • نعمانی، محمد بن ابراهیم، کتاب الغیبه، بیروت، موسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۰۳ق /۱۹۸۳م.
  • یعقوبی، احمد بن اسحاق، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بی‌تا.