فلسطین از منظر آیت الله خامنه اي (کتاب)

د wikishia لخوا
فلسطین از منظر حضرت آیت الله خامنه اي

فلسطین از منظر حضرت آیت الله خامنه اي یعنی د آیت الله خامنه اي له نظره فلسطین، په فارسي ژبه یو کتاب دی چې د فلسطین په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت د معظم رهبر سید علي خامنه اي ویناوې دي. په دغه کتاب کښې د ایت الله خامنه اي ځینې نظریات منعکس شوی دی: د فلسطین د مسئلې سمه حل لاره د ټولو فلسطینیانو په ګډون سره د ټولپوښتنې ترسره کول دی؛ د فلسطین د آزادولو یوازینۍ لاره مقاومت دی؛ له اسرائیلو سره جوړجاړی او خبرې اترې د فلسطینیانو په تاوان دي. د فلسطین او د هغوي د خلکو دفاع شرعا واجب ده.

علي اکبر ولایتي د دې کتاب یوه سریزه لیکلې ده. همدارنګه دا کتاب په عربي ژبه او غوره شوي مطالب یې په انګریزۍ ژبه چاپ شوی دی. د دې کتاب خپرېدو په اسراييلي او اروپايي رسنيو کې ځینې غبرګونونه درلودل.

محتوای کتاب

«فلسطین از منظر حضرت آیت الله العظمی خامنه اي (مد ظله العالی) رهبر معظم انقلاب اسلامی»، د کتاب مینځپانګه د ۱۳۵۹ کال د زمري د میاشتې په ۱۷ نیټه د آیت الله خامنه اي د جمعې د لمانځه د خطبې متن دی چې د قدس نړیواله ورځ په مناسبت کې د «د قدس د دویمې ورځې یادونه» تر سرلیک لاندې اخستل شوی چې اته عمده برخې لري چې کلیات، ماتې او بریاوې، مسؤلیتونه، جرمونه، د حل لارې، اتلان، روښانتیا، او روښانه راتلونکی پکې شامل دي.[۱] د دې کتاب راټولوونکی شیعه عالم سعید صلح‌میرزائی دی.[۲] هغه په ​​نورو موضوعاتو کې هم د ایت الله خامنه ای خبرې راټولې کړې دي.[۳]

په کتاب کې د آیت الله خامنه اي ځینې نظریې

د فلسطین د مسئلې د حل لاره دا ده چې د ټولو فلسطینیانو په ګډون د مسلمانانو، مسیحیانو او یهودانو په ګډون چې په اشغال شویو سیمو او له هغې بهر ژوند کوي، ټولپوښتنه ترسره شي.[۴]

  • فلسطین به آزادیږي[۵] او د خلاصون لاره یې مقاومت دی، نه جوړجاړی او مذاکرات.[۶] د فلسطین د مسئلې په اړه خبرې اترې یوه نه بخښونکې تېروتنه ده چې فلسطینیانو ته له زیان پرته بل څه نه رسوي او د فلسطین ازادي ځنډوي.[۷] همدارنګ هغه وړاندوینه کړې چې تر ۱۴۱۹ لمریز کال پورې به د صهیونیسټ رژیم په نامه هیڅ شی شتون ونلري.[۸]
  • د اسلامي لارښوونو له مخې د فلسطین دفاع او د هغه د خلکو ملاتړ واجب دی.[۹]
  • د فلسطین مسئله د اسلامي نړۍ تر ټولو مهمه مسئله ده.[۱۰]
  • دا یوه انساني مسله ده، نه یوازې عربي او اسلامي.[۱۱]

د علي اکبر ولایتي سریزه

  • علي اکبر ولایتي د دې کتاب یوه سریزه لیکلې ده. په دې سريزه کې هغه د فلسطين اشغال او د صهيونيسټ حکومت جوړول د اسلامي نړۍ د مقابلې لپاره د لويديځ د دسيسې په توګه معرفي کوي.[۱۲]

په اسراییلي او امریکايي رسنیو کې د کتاب د خپرېدو انعکاس

د اسراییلو لومړی وزیر نتنیاهو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ایت الله خامنه ای کتاب «فلسطین از منظر آیت‌الله خامنه‌ای» نندارې ته وړاندې کوي(1394 لمریز کال د تلی د میاشتې په 9)

په۱۳۹۴لمریز کال کښې د ۵+۱ هیوادونو سره د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمی مذاکراتو سره په یو وخت، «فلسطین از منظر آیت‌الله خامنه‌ای» په کتاب او د هغه د اسرائیلو او فلسطین په هکله په نظریو باندې د اسرائیلو، امریکې او اروپا په مطبوعات او رسنیو کښې ورباندې خبرې وشوې.[۱۳] د صهیونیسټ رژیم د وخت لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د 1394لمریز کال د تلی د په نهمه نیټه د ملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍ کښې د خپلې وینا په ترڅ کښې د دغه کتاب یوه کاپي په ډاګه کړه او د اسرائیلو د دښمنۍ په هکله یې د ایران د حکومت او رهبر اصلی دریځونه دښمنانه وګڼل. د نتانیاهو خبرې د ایران په کورنیو رسنیو کې منعکس شوې؛ او د خلکو دې کتاب ته د مراجعې سبب شوې.[۱۴]

خپریدل او ژباړه

«فلسطین از منظر آیت‌الله خامنه‌ای» کتاب لومړی ځل په فارسي ژبه په ۱۳۹۰ کال کې خپور شو.[۱۵] له دې وروسته څو ځلې بیا چاپ شوی دی.[۱۶] د کتاب لومړۍ ګڼه کې تر ۱۳۹۰ کال پورې د آیت الله خامنه ای خبرې وې، خو په وروستیو نسخو کې هم تر ۱۳۹۵ کال پورې د آیت الله خامنه ای خبرې شاملې دي.[۱۷]

دا کتاب په عربۍ ژبه او غوره شوي مطالب یې په انګریزۍ ژبه ژباړل شوي دي.[۱۸]

فوټ نوټ

  1. وګورئ: خامنه‌ای، فلسطین، ۱۳۹۷ش، فهرست مطالب، ص ز-ظ.
  2. خامنه‌ای، فلسطین، ۱۳۹۷ش، شناسنامه کتاب.
  3. بېلګه په توګه وګورئ: خامنه‌ای، جهاد تبیین، ۱۴۰۰ش، شناسنامه کتاب.
  4. خامنه‌ای، فلسطین، ۱۳۹۷ش، ص۵۰۶.
  5. خامنه‌ای، فلسطین، ۱۳۹۷ش، ص۵۹۹.
  6. خامنه‌ای، فلسطین، ۱۳۹۷ش، ص۴۸۷-۴۹۰.
  7. خامنه‌ای، فلسطین، ۱۳۹۷ش، ص۴۹۹-۵۰۰.
  8. خامنه‌ای، فلسطین، ۱۳۹۷ش، ص۶۰۳.
  9. خامنه‌ای، فلسطین، ۱۳۹۷ش، ص۲۹.
  10. خامنه‌ای، فلسطین، ۱۳۹۷ش، ص۳۸-۳۹.
  11. خامنه‌ای، فلسطین، ۱۳۹۷ش، ص۲۹.
  12. خامنه‌ای، فلسطین، ۱۳۹۷ش، مقدمه، ص۳و۴.
  13. خامنه‌ای، فلسطین، ۱۳۹۷ش، پیشگفتار، ص و.
  14. گفت‌و‌گوی مشرق با نویسنده کتابی که نتانیاهو را برآشفت، سایت خبری مشرق.
  15. خامنه‌ای، فلسطین، ۱۳۹۷ش، پیشگفتار، ص ه.
  16. خامنه‌ای، فلسطین، ۱۳۹۷ش، پیشگفتار، ص ه.
  17. خامنه‌ای، فلسطین، ۱۳۹۷ش، پیشگفتار، ص و.
  18. خامنه‌ای، فلسطین، ۱۳۹۷ش، پیشگفتار، ص ه.

سرچينې

  • خامنه‌ای، سید علی، جهاد تبیین در اندیشه حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌ای، به کوشش سعید صلح‌میرزایی، تهران، انتشارات انقلاب اسلامی، ۱۴۰۰ش.
  • خامنه‌ای، سید علی، فلسطین از منظر حضرت آیت‌الله العظمی سید علی خامنه‌ای (مد ظله العالی) رهبر معظم انقلاب اسلامی، به کوشش سعید صلح‌میرزایی، تهران، انتشارات انقلاب اسلامی، ۱۳۹۷ش.
  • گفت‌و‌گوی مشرق با نویسنده کتابی که نتانیاهو را برآشفت، سایت خبری مشرق، تاریخ انتشار: ۱۳ مهر ۱۳۹۴ش.