منځپانگې ته ورتلل

سید علی حسیني خامنه‌ اي

د wikishia لخوا
(له سید علي حسیني خامنه اي نه مخ گرځېدلی)
سید علی حسیني خامنه‌ اي
د ایران د اسلامي جمهوریت نظام دویم رهبر
بشپړ نومسید علی حسیني خامنه
لقبآیت‌الله العظمی
د زیږیدو نیټهد ۱۳۱۸ لمریز کال د وری ۲۹مه

د ۱۳۵۸ قمري کال د صفر میاشتې ۲۸مه

د ۱۹۳۹ زیږنیز کال د اپریل ۱۹مه
د زیږیدو ښارمشهد
د زیږیدو هیوادایران
د شهادت نیټه۱۴۰۴ لمریز کال د کب ۹مه، ۱۴۴۷قمري کال د روژې میاشتې ۱۰مه. ۲۰۲۶ز د فیبریوري ۲۸مه
د شهادت ښارتهران، بیت رهبری
د ښځې نوممنصوره خجسته باقرزاده
ماشومانهلکان: مصطفی، مجتبی، مسعود او میثم نجونې: هدی، بشری
پوستونهد اسلامي شورا د مجلس غړی،

د تهران د جمعې امام،

ولسمشر، د ایران د اسلامي جمهوریت دویم رهبر
وروسته لهامام خمیني
ښوونکيسید جواد حسیني خامنه‌اي

میرزا محمد مدرس یزدي هاشم قزویني سید محمد هادي میلاني حاج آقا حسین بروجردي امام خمیني مرتضی حائري یزدي سید محمد محقق داماد

علامه طباطبایي
تالیفاتطرح کلي اندیشه اسلامي در قرآن

انسان ۲۵۰ ساله پیشوای صادق

ترجمه: صلح امام حسن(ع)
رسمي ویب پاڼهد آثار خپرولو ویب پاڼه
د رهبرۍ دفتر
لاسلیک


سید علی حسیني خامنه‌ اي (۱۳۱۸-۱۴۰۴ل) چې په آیت‌الله او امام خامنه ‌اي مشهور دی، د ایران د اسلامی جمهوریت د نظام دویم رهبر او له شیعه مراجع تقلید و. هغه د ایران له اسلامي انقلابه وړاندې هم د پهلوي حکومت سره په مقابله کې فعال و او د انقلابي چارو له سببه څه موده په زندان کې و او شړلی شوی و. له انقلابه وروسته، هغه ډېر مسئولیتونه په غاړه درلودل لکه دوه ځله د جمهوری اسلامی ایران ولس مشر شو (۱۳۶۰-۱۳۶۸لمریز کال)، د اسلامی شورا د مجلس غړی او د تهران د جمعې امام، او په ۱۳۶۸ لمریز کال کې د ایران د اسلامی جمهوریت د رهبر په توګه وټاکل شو او د عمر تر پای (۱۴۰۴ کال د کب میاشت) په دې مقام باقي پاتی شو.

آیت ‌الله خامنه‌ اي فقهي او سیاسي لیدتوګې لري؛ لکه د چاقو زنۍ حرمت، د اهل سنتو د مقدساتو د سپکاوي حرمت او د ایټم د استمعمال منعه، د مقاومت چورلیز مرسته کول، کلتوري یرغل سره مقابله، په مقاومتي اقتصاد باندې ټینګار او د ټولټاکنې له لارې د فلسطین د مسلې حل لاره. هغه د جهاد ساحه یواځې نظامي نه ګڼي اود تبیین په جهاد باندې ټینګار کوي.

هغه ادبیاتو او اوسني تاریخ سره مینه لري او د هغه شعري تخلص امین دی. د هغه له کتابونو ځینې دا دي: «طرح کلي اندیشه اسلامي در قرآن»، «انسان ۲۵۰ ساله»، «غِنا او فلسطین». هغه له وړوکوالي دیني زده کړی پيل کړی او د مشهد، نجف او قم په دیني مدرسو کې يې زده کړې وکړې او سبق یې وښود او ځینې استاذانو لکه امام خمیني او علامه طباطبايي سره یې شاګردي وکړه.

آیت‌ الله خامنه ‌اي د خپلې رهبرې په دوران کې، حج ته خپل کلنیز پيغامونه لیږلي دي چې په کې د مسلمانانو په وحدت، د مقاومت چورلیز په مزبوتیا یې ټینګار کړی دی همدارنګ د ایران د خارجي او نظامي سیاستونو هدایت، د دیني حوزې او څیړنیزو موسساتو په جوړونې او مرستې اود اسلامي کلتور په راجولو یې تاکید کړی دی. هغه همدارنګ په هر لمریز کال باندې یوه نامه ایښې ده او د انقلاب د دویم ګام په نامه د یو بیان په صادرولو سره د اسلامي نظام د راتلونکي لپاره لاره کښلې ده.

خامنه اي د ۱۴۰۴ لمریز کال د شنبې په ورځ د کب د میاشتې په ۹ نیټه چې د ۱۴۴۷ سپوږمیز کال روژې د مبارکې میاشتې ۱۰ نیټه وه د امریکې او اسرائیلو له خوا د توغندیو په برید کې په خپل کور کې شهید شو.

مقام

سید علی خامنه اي د شیعو د تقلید مرجع او د ایران د اسلامي د جمهوریت نظام دویم رهبر و. هغه له اسلامي انقلابه وړاندې د پهلوي حکومت سره مقابله کوله. د ایران د اسلامي جمهوریت نظام له جوړیدو وروسته یې بیلا بیل مسولیتونه په غاړه دلودل. د هغه لیدتوګې او نظرات د یو رهبر په توګه ځانګړی اهمیت لري. په ایران کې هغه په بیلا بیلو عنوانونو سره یادیږي لکه مقام معظم رهبري، رهبر انقلاب اسلامي، آیت‌ الله خامنه ‌اي و امام خامنه ‌اي.

ژوند او کورنۍ

سید علی خامنه اي په ۱۳۱۸ لمریز کال کې د وري د میاشتې په ۲۹ نیټه۱۳۵۸ ق کال د صفرې ۲۸/ د ۱۳۳۹ میلادي کال د اپریل۱۹) باندې په مشهد کې وزیږید..[۱] د هغه پلار سید جواد حسیني خامنه اي (وفات کال: ۱۳۶۵ لمریز) یو مجتهد او د نجف د علمي حوزې زدکړیال و،[۲] هغه په مشهد کې په دیني مدرسې کې سبق ښوده او د مشهد د صدیقيها بازار په جومات (د آذربایجان د خلکو جومات) کې یې به یې امامتي کوله.[۳] هغه همدارنګ د ګوهرشاد جومات له امامانو څخه و.[۴]

د آیت الله خامنه اي نسب افطسي سیدانو او سلطان سید احمد ته رسي چې په پینځو پشتو سره د امام سجاد(ع) لمسی دی..[۵] امام زاده محمد چې په تَفرِش کې یې دفن دی د هغوي له نیکونو دی.[۶]

سید حسین خامنه‌ اي (وفات کال: ۱۳۲۵لمریز) له مشروطه غوښتونکو عالمانو او د محمد خیاباني خسر دی.[۷] سید محمد خامنه اي (وفات کال ۱۳۵۳ ق) چې په پيغمبر مشهور و او د مشروطه غوښتونکو له ډلی و، هغه هم د هغوي تره و.[۸]

د مور له خوا د آیت الله خامنه اي نسب محمد دیباج ته رسي چې د امام صادق(ع) زوی دی.[۹] د هغه مور، خدیجه میردامادي (وفات کال: ۱۳۶۸لمریز) د سید هاشم میردامادي (وفات کال: ۱۳۸۰ لمریز) لور وه.[۱۰]

شهادت

آیت‌ الله خامنه ‌اي په ۱۴۰۴ کال کې د کب د میاشتې په ۹ نیټه د اسرائیل په لاس په ایران کې د رهبر په کور د برید له امله تروراو د خپل کورنۍ له یو شمېر غړو او د خپل دفتر له کارکوونکو سره یو ځای شهیدان شو. دا ترور په نجف او قم د علمي حوزو د مراجعو له پراخ غندنې سره مخ شو او ځینو هغوی، لکه آیت‌الله نوري همداني او جوادي آملي، په خپلو بیانيو کې د امریکا متحده ایالاتو او اسراییلو پر ضد جهاد شرعي واجب اعلان کړ. د دې پېښې په اړوند، د رهبرۍ د خبرګانو شورا سید مجتبی خامنه‌اي د نظام درېیم رهبر وټاکه. هم‌مهاله، د ایران وسله‌والو ځواکونو د وعدهٔ صادق۴ عملیاتو کې په ښکیلاک شويو سیمو کې ځینې هدفونه، او همدارنګه د امریکا د پوځي اډې په اماراتو، کویت، بحرین، قطر، اردن او سعودي عربستان کې په نښه کړې. دغه پېښه د ایران، عراق، پاکستان، یمن او یو شمېر نورو هېوادونو په بېلابېلو ښارونو کې پراخ اعتراضونه او لاریونونه را وپارول.

تر دې دمخه، ډونالډ ټرمپ او بنيامين نتنياهو د ۱۴۰۴ لمريز کال د ايران او اسرایيل د دولس ورځني جګړې پر مهال هغه د ترور په کولو ګواښلی و. د دې ګواښ په تعقيب، د شيعه‌وو يو شمېر مراجعو هر هغه رژيم چې اسلامي امت يا د هغه مشرتابه وځوري، محارب بللی و..[۱۱] په نجف او قم د علمي حوزو کې غونډې ترسره شوې[۱۲] او د نجف د حوزې په اعلامیه کې راغلي و چې د ايران پر رهبر هر ډول بريد د مسلمانانو سره د جګړې اعلان او د توحیدي تمدن له ارزښتونو سره خيانت دی.[۱۳]

د آیت الله خامنه ای د ناکامې وژنې(ترور) پېښه

د ۱۳۶۰ کال د چنګاښ په ۲۶مه، کله چې هغه د تهران په ابوذر جومات کې وینا کوله، د هغه د وژنې هڅه وشوه.[۱۴] هغه په اوږه، سینه او ښي لاس سخت ټپي شو.[۱۵] په پیل کې، د وژنې مسؤلیت فرقان ډلې ته منسوب شو،[۱۶] خو ځینې سرچینې مجاهدینِ خلق سازمان د دې مسئول ګڼي.[۱۷]

مِثلی لا یُبایِعُ مِثلَ یَزید:

سید علی خامنه اي:

«د ایران ملت د اسلام او شریعت خپل درسونه ښه زده دي؛ پوهیږي چې څه وکړي. امام حسین (علیه السّلام) وفرمایل: مِثلی لا یُبایِعُ مِثلَ یَزید؛ زما غوندی کس، د یزید غوندی کس بیعت نه کوي. په حقیقت د ایران ملت وايي: زمونږ غوندی ملت چې داسې کلتور او داسې مخینه لري او داسې لوړې زړده کړې لري، ځینې فاسدو کسانو سره چې نن سره په امریکا کې مشران دي، بیعت ونه کړي.»

د ختیځ آذر بایجان خلکو سره په کتنه کې د هغوي له آخري وینا څخه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸

سیاسي او ټولنیزې لیدتوګې

د هغه سیاسي او ټولنیزې لیدتوګې چې د آیت الله خامنه اي په ویناو، پیغامونو، فتواګانو او لیکلي شوي کتابونو بیان شوي دي دا دي:

سیاسي مقابله او جهاد

آیت‌ الله خامنه ‌اي په دې باور دی چې د شیعه امامانو سیاسي ژوند که څه هم په ظاهر کې یې په خپلو کې فرقونه درلودل خو یو دوامداره حرکت و چې ۲۵۰ کاله یې ادامه درلوده او هغوي ټولو د انسانیت د تعالي او رشد او د یوې اسلامي ټولنې د جوړولو لپاره په بیلا بیلو طریقو د خپلې زمانې له دښمانو سره مقابله کړې ده.[۱۸] هغه جهاد یواځې په نظامي ساحه کې محدود نه ګڼه بلکې په سیاسي، کلتوري، رسنیز او اقتصادي ساحو کې هم دښمنانو سره مقابلې ته یې شامل ګڼه.[۱۹] او همدارنګ د تبیین جهاد اصطلاح یې د دښمن نفوذ سره د مقابلې لپاره معرفي کړه.[۲۰]

په اسلامي نړۍ د مسلمانانو د وحدت ملاتړ

آیت‌الله خامنه ‌اي:

«چاقو زني په دین او ماتمدارۍ کې نشته او بیشکه د دین مخالفت دی او یو بدعت دی او بېشکه چې الله تعالی د دې کار په کولو باندې راضي نه دی او زه په خپله له هغه چا له زړه راضي نه یم چې چاقو زنۍ سره ځان ښايي.[۲۱]»

آیت‌ الله خامنه اي، اسلامي وحدت په دې معنا ګڼي چې د مسلمانانو تر مینځ دښمني ختم کړي او ضروري نه ده له عقایدو او مذهبونو له نظره یو شان شي.[۲۲] هغه جریانونه او هغه کسان چی د شیعه او اهل سنتو تر مینځ اختلاف اچوي هغه یې انګریزي شیعه او امریکايي اسلام نومولي دي.[۲۳] په ۱۳۸۹ کال کې کله چې یاسر الحبیب د پيغمبر(ص) د میړمنې عایشه سپکاوې وکړ، یوه فتوا ورکړه چې د اسلامي مذهبونو د مقدساتو سپکاوې کول یې حرام وګڼل.[۲۴] هغه د ځینې ګوندونو او ټولنو لکه مجمع جهاني تقریب مذاهب اسلامي او د اهل بیت نړیواله ټولنه په حمایت سره په هغه نړیوالو سمینارونو چې دینونو او مذهبونو د یوځای غونډیدو لپاره د اسلامي نړۍ عالمانو ترسره کول، کې په ګډون سره، د مسلمانانو د وحدت په ضرورت باندې ټینګار کړی دی.[۲۵] هغه ځینې خارجي عوامل، په بیله توګه انګلیس، خپلې تاریخي مخینې سره، له هغو کسانو معرفي کړی چې تل یې په اسلامي نړۍ کې مذهبي اختلافاتو ته لمن وهلې ده او هغوي مسلمانان یې دې ته متوجه کړي دي چې د هغوي فرقه ایز اختلاف اچولو ته پام وکړي.[۲۶]

« سید علی خامنه ‌اي:

ځینې کسان دا خیال کوي چې د تشیع ثابتول دې سره کیږي چې انسان د اهل سنتو د مشرانو او نورو سپکاوې وکړي؛ نه، دا د امامانو د سیرت خلاف طریقه ده. دا چې تاسو ګورئ چې په اسلامي نړۍ کې ځینې داسې ریډیوګان او د ټي وي چینلونه پيدا کیږي چې د شیعه په نوم د نورو اسلامي فرقو عقایدو پسې بد وايي، دا معلومه ده چې د دوي خرچه د انګلیس له خزانې ادا کیږي یعنی دا په اصل کې انګلیسي شیعه دي. هیڅوک دې دا ګمان نه کوي چې د شیعه مذهب پراختیا او مزبوتیا په دې سره ده چې نورو پسې بد رد وویل شي داسې تیزې خبرې وکړې شي؛ نه؛ دا برعکس عمل کوي. کله چې تا د چا مشر ته سپک وویل نو د هغه په ذهن کې یوه د غصې او احساساتو غوټه جوړه شي او بیا ستا حق خبرې هم نه اوري او نه یې زغمي.

»

کلتوري او سمه ایزې مسلې

آیت‌ الله خامنه‌اي کلتوري یرغل په ملتونو باندې د سلطې لپاره یو داسې یرغل ګڼي چې ورباندې پوهه دي[۲۷] چې له هغه زمانې رضا شاه په ایران کې شورو کړ او د ایران عراق سره له جنګه وروسته یې دوام وموند.[۲۸] هغه همدارنګ د «غرب آسیا (لودیځه آسیا)» اصطلاح د «خاورمیانه (مینځنۍ ختیځ)» بدل وګڼله او دا نامه یې زیاته صحیح ګڼلې ده.[۲۹] هغه اسلامي حرکتونه چې په ۱۳۸۹ کال کې په عربي هیوادونو کې ترسره شول چې رسونو ورته عربي بیداري وویله[۳۰] آیت الله خامنه اي ورته اسلامي بیداري ویلې ده.[۳۱]

د فلسطین مسئله

د فلسطین د مسئلې حل لاره د ټولټاکنو له لارې ده چې ټولو فلسطینیان که هغه مسلمانان وي، که مسیحي وي که یهودي په کې ګډون وکړي.[۳۲] آیت الله خامنه اي باوري دی چې د فلسطین د آزادۍ لاره مقاومت دی[۳۳] او د فلسطین د مسئلې لپاره مذاکره کول یوه داسې خطا ده چې غېر د فلسطینیانو له زیانه نوره کومه ګټه نه لري او د فلسطین آزادي وروسته کوي.[۳۴]

اقتصاد او داخلي مدیریت

آیت‌ الله خامنه ‌اي مقاومتي اقتصاد او د ایران له داخلي توانه ګټه پورته کول، د پابندیانو په وړاندې حل لاره معرفي کړې ده.[۳۵] د هغه د ټینګار له سببه د اقتصاد مقاومتي ټکی د ایران په سیاسي ادبیاتو کې داخل شو.[۳۶] هغه همدارنګ له ۱۳۷۸ راهسې د هر یو لمریز کال لپاره ځانګړی نام خوښ کړ چې د خلکو کلتوري، دیني او اقتصادي مسئلو ته پام راواړوي.[۳۷] د ۱۳۹۷ کال د سلواغه میاشت کې چې د اسلامي انقلاب کلیزه وه، یوه بیانیه خپره کړه چې په کې یې «د انقلاب دویم ګام» تر عنوان لاندې، د راتلونکي ۴۰ کلونو لپاره د انقلاب د لارې نقشه جوړه کړې ده.[۳۸]

د «منظومه فکری آیت‌الله خامنه‌ای» د کتاب لومړۍ مخ

دیني حوزه او اسلامي تمدن

آیت ‌الله خامنه ‌اي:

«البته زه په دې خبرې ټینګار کوم چې دې سیمې ته (لویدیځه آسیا) ووایئ، نا خاور میانه. خاور دور، خاور نزدیک، خاور میانه(مینځنۍ ختیځ) دا کلمې صحیح نه دي. له کوم ځایه لری؟ له اروپا. نزدی چرته دی؟ اروپا ته؛ یعنی د دنیا مرکز اروپا ده؛ هر یو ځای چې له اروپا لری دی د هغې نوم به خاور دور یې؛ او هر ځای چې نږدی وي د هغې نوم به خاور نزدیک یي؛ هر ځای چې په مینځ کې یې هغه به خاور میانه یي! دا یو داسې تعریف دی چې اروپایانو کړی دی؛ نه، مونږ دا نه منو. آسیا یو بر اعظم دی؛ ختیځ او لویدیځ لري وسط هم لري؛ مونږ د آسیا په غرب کې یو؛ نو زمونږ سیمه به د آسیا لویدیځه سیمه ګڼل کیږي، نه خاور میانه».

د پوهنتون د استاذانو په لیدنه کې د هغوي بیان، د۱۳۹۱ لمریز کال د زمري د میاشتې ۲۲مه نیټه .

د قم علمي حوزه د بیا تاسیس د ۱۰۰ کلیزې په مناسبت په نړیوال کنفرانس کې په یوه پیغام کې، آیت الله خامنه اي دیني مدرسې په دې مکلفې ګڼي چې نوښت وکړي، ورځنیزو مسلو ته ځواب ووایي، تهذیب، انقلابي روحیه رامینځته کړي، او د ټولنیزو سیسټمونو د ډیزاین کولو وړتیا ولري، او د عصري اسلامي تمدن وده یې د مدرسو ترټولو مهمه دنده ګڼلې ده.[۳۹]

د تحمیلي سولې مخالفت

آیت الله خامنه اي د مقاومت لګښت د جوړجاړي له لګښت څخه کم ګڼي[۴۰] او د ایران د تسلیمیدو یا د خپلو اټومي حقونو له بیرته اخیستلو سره یې مخالفت کړی دی. هغه دا هم ټینګار کړی چې ایران تحمیلي جګړه او تحمیلي سوله نه مني.[۴۱]

فقهي نظرونه

د فقهې او دین په برخه کې، آیت الله خامنه اي چاقو زني یو بدعت او حرام ګڼي.[۴۲] هغه له جامع جومات پرته په نورو ځایونو کې د الله د رضا د ترلاسه کولو په نیت اعتکاف کول جائز ګڼي.[۴۳] د موسیقۍ او سندرو ویلو په اړه، هغه هر ډول موسیقي چې باطل او لهوي ګمراه کوونکې تفریح ولري[۴۴] او همدارنګه هغه موسیقي چې د دین او مذهبي مکلفیتونو د نه مراعاتولو لامل کیږي حرام ګڼي.[۴۵] هغه د ایټمي وسلو او نورو ډله ایزو ویجاړونکو وسلو جوړول او کارول هم حرام اعلان کړي دي[۴۶] او د اسلامي مذهبونو د مقدساتو سپکاوی جائز نه ګڼي.[۴۷] د هغه په نظر، یوه ښځه د خپل میړه له ټول میراثه برخه اخلي په شمول د غیر منقول ملکیت.[۴۸] دا نظر د هغو فقهاوو له نظر سره مخالف دی چې باور لري ښځه یوازې د خپل میړه د منقول ملکیت څخه ارث وړي.[۴۹]

د چلند ځانګړتیاوې

آیت‌الله خامنه‌اي تل د ساده ژوند تېرول، زهد او پاک‌لاسۍ په ځانګړتیاوو پېژندل کېده او د هغه د ساده ژوند د کړنلارې په اړه ګڼ راپورونه هم خپاره شوي دي. د ملګرو ملتونو د هغه وخت د سرمنشي خاویرپرزدکوئیار له قوله ویل شوي دي: «زه د خپلې دندې په موده کې له ډېرو سیاسي شخصیتونو، ولسمشرانو او د نړۍ له هېوادونو د مشرانو سره لېدلي یم، خو تر اوسه مې د آیت‌الله خامنه‌اي په کچه هوښیار او سیاست‌وال شخصیت نه دی لېدلی.» همدارنګه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له قوله راغلي دي: «ما مسیح نه دی لېدلی، خو په انجیل کې مې د هغه تعریفونه لوستي او اورېدلي دي؛ ما مسیح د ایران په رهبر کې ولید.» سید مجتبی خامنه‌اي د هغه په اړه ویلي دي:

«زموږ شهید قائد، یو وخت‌پوه او بصیر فقیه، نه ستړې کېدونکی مجاهد، د غره په څېر کلک او ثابت‌قدم، رباني او عامل عالم، د ذکر، تهجد، تضرع او د ربوبیت دربار ته د زارۍ اهل، او د معصومینو (عليهم‌السلام) د مقدسو ذواتو سره د توسل سړی و. هغه له ژورې سینې د الهي وعدو په تحقق باور درلود. د هغه له نورو ځانګړتیاوو څخه یوه دا هم وه چې ایران‌دوست و، او د عزیز ایران د لا زیاتي خپلواکۍ لپاره یې تل کوښښ کاوه، او له دې سره یې د وحدتِ کلمې او پر ملي یووالي یې ټینګار کاوه…»[۵۰]

علمي ژوندلیک

تحصیل

سید علي خامنه‌اي خپله زده کړه د څلور کلنۍ په عمر کې په یوه دیني مکتب کې پیل کړه، او د خپل لومړني ښوونځي په کلونو کې، هغه د قرآن کریم تلاوت او تجوید زده کړ.[۵۱] هغه خپله دیني زده کړه په مشهد کې پیل کړه، چیرې چې هغه د مقدمات او لومړی سطحې زده کړې د سلیمان خان او نواب په ښوونځیو کې بشپړې کړې. هغه خپلو د لیسې زده کړو د ثانوي ښوونځي تر دوهم کال پورې دوام ورکړ، پداسې حال کې چې دیني مدرسې(علمي حوزه) ته به هم تللو.[۵۲]

په ۱۳۳۴ کال کې یې د سید محمد هادي میلاني د فقهې د خارج په درس کې یې ګډون وکړ، او په ۱۳۳۶ کال کې له خپلې کورنۍ سره نجف ته لاړ او د نجف په علمي حوزه درسونو کې یې ګډون وکړ، خو د پلار د نه غوښتلو له امله چې په نجف کې پاتې شي، هغه بیرته مشهد ته راستون شو.[۵۳] دلته د آیت الله میلاني په درس کې یې ګډون وکړ، او په ۱۳۳۷ کال کې د قم علمي حوزې ته لاړ.[۵۴]

په ۱۳۴۳ کال کې له قم څخه مشهد ته د خپل پلار د مرستې لپاره راستون شو او د آیت الله میلاني په درسونو کې یې ګډون وکړ چې تر ۱۳۴۹ کال پورې یې دوام وموند.

استاذان

سید جلیل حسیني سیستاني، سید جواد خامنه اي، میرزا محمد مدثر یزدي، هاشم قزویني، سید محمد هادي میلاني، سید حسین طباطبایي بروجردي، امام خمیني، مرتضی حائري یزدي، سید محمد محقق داماد او علامه طباطبايي د آیت الله خامنه اي استاذان وو.[۵۵] دا هم ویل شوي چې هغه د مجتبی قزویني د فلسفې په ټولګي کې هم د لنډ وخت لپاره ګډون کړی دی.[۵۶]

« سید علی خامنه ‌اي:

سید علي خامنه ای د ایران د اسلامي جمهوریت د رادیو ځانګړي ګروپ او د اسلامي معارفو ګروپ غړو ته په خطاب کې وویل: د تعلیم په باب کې،... زه ستاسو په دې کار کې ماهر یم؛ یعنې که تاسو غواړئ چې د تعلیم په اړه له یو متخصص کس سره خبرې وکړئ، نو باید له ما سره خبرې وکړئ. زه یو داسې طلبه یم چې خپل ژوند مې د تعلیم په تبلیغ کې تیر کړی دی - نه یوازې د تعلیم په زده کړه. که دا مبالغه نه وي نو ویلی شم چې په تیرو کلونو کې ما کیدی شي ستاسو د عمر په اندازه وخت د هر ډول پیچلو غونډو کې تیر کړی وي، چې پکې عام خلک او عالمان، پروفیسوران او اکاډمیک شخصیتونه ټول موجود وو. او هر ډول خلکو سره مخ شوی یم. زه پوهیږم چې پوهه، د پوهې څرګندونه، د پوهې خپرول، او د پوهې تبلیغ کول څه معنی لري او دا څومره مهم دي.[۵۷]

»

تدریس

د امام خمیني په حسینیه کې د آیت الله خامنه اي درسِ خارج (د ۱۳۹۸ کال د لړم د میاشتې ۲۶ نیټه)[۵۸]

په مشهد کې د خپل شتون له پیل راهیسې، سید علي خامنه اي د لوړی سطحې د فقه او اصول الفقه درسونه ښودل، او همدارنګه به یې د خلکو لپاره د قرآن د تفسیر غونډې هم ترسره کولې. له ۱۳۴۷ کال یې د طالب علمونو لپاره د تخصصي تفسیر تدریس هم پیل کړ، چې تر ۱۳۵۶ کال پورې یې دوام وکړ، مخکې له دې چې هغه ونیول شي او ایرانشهر ته جلاوطن شي.[۵۹] دې درس په راتلونکو کلونو کې هم دوام وکړ، په شمول د هغه د ولسمشرۍ په وخت کې. د رهبر جوړیدو وروسته، هغه په ۱۳۶۹ کال کې د امام خمیني په حسینیه کې د فقهې د خارج درس پیل کړ، او د جهاد، قصاص، مکاسب محرمه او د مسافر لمونځ بابونه یې تدریس کړل.[۶۰]

مرجعیت

د آیت الله خامنه اي د مرجعیت د اعلان خبر په اطلاعات ورځپاڼه کې (۱۳۷۳ د لیندې۱۳مه)

په ۱۳۷۳ لمریز کال کې، د محمد علي اراکي له مړینې وروسته، د قم د علمي حوزې د مدرسینو ټولنې (جامعه مدرسین حوزه علمیه قم) او د مبارزو علماوو ټولنې (جامعه روحانیتِ مبارز) آیت الله خامنه اي د یو تقلید مرجع په توګه معرفي کړ. هغه اعلان وکړ چې په ایران کې د هغه مرجعیت ته اړتیا نشته او هغه به یوازې د بهر شیعه ګانو غوښتنې ومني.[۶۱] د هغه لومړی خپور شوی د فتوا کتاب «اجوبة الاستفتائات» (د پوښتنو ځوابونه) کتاب و، چې د شیعو پوښتنو ته یې په کې ځوابونه ورکړي دي.

آثار

آیت الله خامنه اي د رجال، قرآني تفسیر، فقه، الهیات او اسلامي تاریخ په برخو کې کتابونه لیکلي یا ژباړلي دي. د هغه په تالیف شويکتابونو کې «چهار کتاب اصلی علم رجال»، «از ژرفای نماز»، «گفتاری در باب صبر» او «روح توحید» شامل دي. هغه څو کتاب هم ژباړلي دي، چې په کې د سید قطب ځینې کتابونه شامل دي.

د هغه د ویناوو څخه راټول شوي ځینې کتابونو کې «طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن»، «فلسطین از منظر آیت‌الله خامنه‌ای»، «غناء»، «انسان ۲۵۰ ساله»، «شعاعی از نیّر اعظم» او «آفتاب در مصاف» شامل دي. دا اثار د قرآن، پیغمبر او شیعه امامانو، سیاسي او ټولنیزو مسلو او اسلامي فلسفې په اړه د هغه نظرونه منعکس کوي. همدارنګ د هغه یو غزل هم خپور شوی چې موضوع یې د فرعون او جادوګرانو سره د موسی(ع) د مقابلې په اړه، چې د «وعده صادق» (ریښتینې ژمنې) چې د (۲۰۲۴ میلادي کال) عملیاتو په جریان کې ورته اشاره شوې ده.[۶۲]

د پهلوي رژیم پر وړاندې سیاسي مبارزې

آیت الله خامنه اي د پهلوي رژیم پر وړاندې مبارزه کوونکی او د ایران د اسلامي انقلاب یو فعال کس و. د هغه د سیاسي فعالیت پیل په مشهد کې د سید مجتبی نواب صفوي سره د لیدنې سره تړاو لري. هغه څو ځله د انتقادي ویناوو له امله ونیول شو[۶۳] او د جماعت د لمونځونو له امامتۍ، او تدریس په څیر فعالیتونو څخه منع شو.[۶۴] په هرصورت، هغه خپلو فعالیتونو ته په پټه دوام ورکړ.[۶۵] د هغه د تفسیر غونډې په پیل کې د میرزا جعفر مدرسې، امام حسن جومات، قبله جومات او د هغه په کور کې ترسره کیدې، او د ۱۹۷۳ د لیندې په میاشت کې د کرامت جومات ته لیږدول شوې.[۶۶]

هغه د سید محمود طالقاني، مهدي بازرګان او یدالله سحابي سره، چې د امام خمیني د ملاتړ له امله په زندان کې وو، په تماس کې و[۶۷] او کله ناکله به یې له سیاسي بندیانو سره لیدنه کوله.[۶۸] خامنه اي، د عبدالرحیم رباني شیرازي، سید محمد حسیني بهشتي، اکبر هاشمي رفسنجاني، او محمد تقي مصباح یزدي په ګډون د یو شمیر عالمانو سره یوځای،[۶۹] د قم مدرسې د پیاوړتیا او د پهلوي رژیم پر وړاندې د مبارزې د ملاتړ لپاره د جوړې شوې یوولس کسیزې ډلې غړی و.[۷۰] د امام خمیني د مرجعیت د پیاوړتیا هڅې د هغه د نورو سیاسي فعالیتونو څخه وې.[۷۱]

ایرانشهر او جیروفت ته د هغه جلاوطني

خامنه اي د ۱۳۵۸ کال په لیندی میاشت کې د خپلو سیاسي فعالیتونو له امله ایرانشهر ته جلاوطن شو.[۷۲] د ۱۳۵۷ کال د زمري په میاشته کې، ساواک د هغه د جلاوطنۍ ځای جیروفت ته بدل کړ[۷۳] او هغه هلته شاوخوا دوه نیم میاشتې پاتې شو. د جلاوطنۍ حکم د مشهد په ملا هاشم جومات کې د سید مصطفی خمیني له فاتحې وروسته صادر شو.[۷۴] هغه د خپلې جلاوطنۍ پرمهال هم خپلو سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړ.

د «آقای ایرانشهر»[۷۵] او «برتبعید» کتابونه[۷۶] د هغه د ۲۵۸ ورځو د جلاوطنۍ خبرې دي چې لیکل شوي دي.

د ایران له اسلامي انقلاب وروسته

په انقلابي شورا کې غړیتوب

آیت الله خامنه اي د ۱۳۵۷ کال د مرغومي په میاشت کې د اسلامي انقلاب شورا له پیل راهیسې د هغې په غونډو کې ګډون وکړ[۷۷] او د ۱۳۵۹ کال د چنګاښ تر پایه پورې یې غړی پاتې شو.[۷۸] انقلابي شورا د مبارزې په اړه د مهمو پریکړو کولو مسؤلیت درلود، په شمول د پهلوي رژیم او بهرنیو هیوادونو له چارواکو سره خبرې اترې، د امام خمیني د هرکلي لپاره د یوې کمیټې جوړول[۷۹] او د لنډمهاله حکومت د مشر په توګه د مهدي بازرګان معرفي کول.[۸۰]

په دفاعي او پوځي سازمانونو کې شتون

د ۱۳۵۸ کال په چنګاښ کې، خامنه اي د دفاع وزارت د انقلابي چارو مرستیال وټاکل شو او د امنیت وزیرانو د کمیسیون غړی شو.[۸۱] هغه د اسنادو مرکز او د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران (سپاهِ پاسداران انقلاب اسلامي) سر پرست هم و.[۸۲] خو د ۱۳۵۸ کال په کب میاشته کې، هغه د اسلامي مشورتي شورا لپاره په لومړیو ټاکنو کې د خپلې نوماندۍ له امله له دې دندې استعفا ورکړه.[۸۳] د ۱۳۵۹ کال د غويي په ۱۰مه د امام خمیني د فرمان له مخې، هغه په عالي دفاع شورا کې د امام استازی او د دې شورا ویاند شو، او د خپلې ولسمشرۍ په جریان کې، هغه د جنګ د ملاتړ د شورا مشر هم و.[۸۴]

د جمهوري اسلامي ګوند په تاسیس کې د هغه رول

خامنه اي، د سید محمد حسیني بهشتي، محمد جواد باهنر، اکبر هاشمي رفسنجاني او نورو سره یوځای، د انقلاب په جریان کې د یو انقلابي تنظیم[۸۵] د جوړولو لپاره کار وکړ، کوم چې د ۱۳۵۷ کال د سلواغه په ۲۹ نیټه د جمهوري اسلامي ګوند په نوم تاسیس شو.[۸۶] هغه د ګوند د منشور او تبلیغاتو په چمتو کولو کې رول ولوباوه.[۸۷] او د ۱۳۶۰ کال په وږي میاشت کې، هغه د ګوند د دریم سکترجنرال په توګه وټاکل شو[۸۸] او په ۱۳۶۲ کې، هغه د عمومي منشي او د ګوند د مرکزي شورا د غړي په توګه بیا وټاکل شو.[۸۹]

د تهران د جمعې امامت

د تهران د جمعې د امامت لپاره د آیت الله خامنه اي د ټاکلو حکم:

«بسم الله الرحمن الرحیم د جناب مستطاب او سیدالاعلام و حجت الاسلام حاج سید علي خامنه ای په خدمت کې- له دې سببه چې د جناب مستطاب حجت‌الاسلام و المسلمین آقای منتظری دامت افاضاته، د قم مقدس ښار په دیني حوزه کې حضور اړین و او هغه د تهران د جمعې د لمانځه له امامت څخه خپله استعفا اعلان کړې ده، نو جنابعالی چې بحمد الله، د خپلې حُسنَ سابقې له سببه مشهور یئ او په علم او عمل کې ښه یئ، په دې توګه د تهران د جمعې د لمانځه د امام په توګه ټاکل شوی یئ. زه له لوی خدایه غواړم چې تاسو ته د خلکو په لارښوونه او هدایت کې بریالیتوب درکړي.»

* سرچينه: د آرشیف تاریخ، امام خمیني، صحیفه امام، د امام خمیني د اثارو د برابرولو او خپرولو انسټیټیوټ، ۱۲ ټوک، ۱۱۶ مخ

امام خمیني د ۱۳۸۵ کال د مرغومي په ۱۴مه، آیت الله خامنه اي د تهران د جمعې د لمانځه د امام په توګه وټاکه.[۹۰] په دې مقام کې د هغه ځینې کارونه دا دي: د جمعې د لمانځه د سیمینارونو د جوړولو وړاندیز، ترڅو د جمعې د لمانځه د امامانو شبکه پیاوړې شي[۹۱] او له دوهمې فارسي خطبې وروسته د عربۍ خطبې وړاندې شي.

د اسلامي شورا مجلس استازیتوب

آیت الله خامنه اي د ۱۳۵۸ کال د کب په میاشت کې د اسلامي مشورتي شورا په لومړۍ دوره کې، د تهران له انتخاباتي حوزې څخه د جامعه روحانیتِ مبارز او د جمهوري اسلامي ګوند په ملاتړ سره[۹۲] اسمبلۍ(ولسی جرګه) ته داخل شو، او د دفاعي چارو د کمیسیون غړی او رییس و.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولس مشرۍ دروان

د ۱۳۶۰ کال د تلی په لسم نیټه، آیت الله خامنه اي د ۹۵.۱۱ سلنه رایو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د دریم ولسمشر په توګه وټاکل شو.[۹۳] په دې ټاکنو کې، چې د محمد علي رجايي له شهادت وروسته ترسره شوې، د جمهوري اسلامي ګوند مرکزي شورا او د قم حوزې د مدرسینو ټولنې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هغه د نوماندۍ ملاتړ وکړ. امام خمیني، پداسې حال کې چې تر هغه وخته د ولسمشرۍ په څوکۍ کې د علماوو راتللو سره موافق نه وو، د هغه د نوماندۍ سره موافقه وکړه.[۹۴] د ۱۳۶۴ کال د زمري په ۲۵مه، هغه د دوهم ځل لپاره د ایران ولسمشر وټاکل شو، چې له ۱۴،۲۳۸،۵۸۷ کسانو له ډلې څخه یې ۱۲،۲۰۵،۰۱۲ رایې (۸۵٪) ترلاسه کړې، او تر ۱۳۶۸ کال د زمري تر میاشتې پورې یې دا مقام درلود.

د آیت الله خامنه ای د ولسمشرۍ پر مهال، امام خمیني د نظام د مصلحت تشخیص ټولنه د جوړولو سره موافقه وکړه ترڅو د مختلفو قوانینو په تصویب کې د اسلامي مشورتي شورا او ساتونکي شورا ترمنځ اختلافات حل کړي.[۹۵] آیت الله خامنه اي د دې لومړی رییس شو[۹۶] او د خپلې ولسمشرۍ تر پایه پورې یې دا مقام درلود.[۹۷]

بهرني سفرونه

آیت الله خامنه اي د خپلې ولسمشرۍ پر مهال سوریې، لیبیا، الجزایر، پاکستان، تنزانیا، زمبابوې، انګولا، موزمبیک، یوګوسلاویا، رومانیا، چین او شمالي کوریا ته سفرونه وکړل.[۹۸] د ولسمشر کیدو دمخه، هغه د ۱۳۵۹ کال د سلواغه له ۲۱ څخه تر د کب ۶ پورې هند ته هم یو تبلیغي سفر کړی و.[۹۹]

آیت الله خامنه اي د ۱۳۶۶ کال د وږي په ۳۱مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۴۲مه غونډه کې وینا وکړه. دا د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لومړۍ ګډون وه.[۱۰۰][یادونه ۲] هغه د زمبابوې په پلازمېنه هرارې کې د ناپییلو غورځنګ په اتمه سرمشریزه کې هم وینا وکړه.[۱۰۱]

د مسلمانو جنګیالیو ملاتړ

په لبنان، فلسطین، عراق او افغانستان کې د اسلامي جنګیالیو لپاره د ایران ملاتړ زیات شو، او د ایران ملاتړ د دغو ډلو سیمه ایز او نړیوال دریځ پیاوړی کړ.[۱۰۲] هغه له اتو افغان ګوندونو څخه حزب وحدت اسلامي جوړ کړ او په عراق کې د عراق د اسلامي انقلاب اعلا مجلس د دې چلند پایلې ګڼل کیږي.

د اسلامي انسایکلوپیډیا بنسټ جوړول

د اسلامي انسایکلوپیډیا بنسټ په ۱۳۶۲ کال کې د آیت الله خامنه اي لخوا د اسلامي نړۍ د انسایکلوپیډیا د تالیف کولو په هدف تاسیس شو. د دې بنسټ ایښودونکي په دې باور دي چې د اسلامي نړۍ په اړه لویدیځ انسایکلوپیډیا په ډېرو ځایونو کې د لویدیځ د لیدتوګو تر اغیز لاندې لیکل شوي دي.[۱۰۳] د اسلامي نړۍ انسایکلوپیډیا پروګرام ۶۰ ټوکونه لري. او د ۱۴۰۳ کال د غويي میاشت پورې، ۳۲ ټوکونه یې خپاره شوي دي.[۱۰۴]

د ایران د اسلامي جمهوریت د رهبرۍ دوره

د ۱۳۶۸ کال د غبرګولي په څلورمه نیټه د امام خمیني له وفاته وروسته، د رهبري خبرګان مجلس په همدې ورځ غونډه وکړه او آیت الله خامنه اي یې د اسلامي جمهوریت د رهبر په توګه وټاکه.[۱۰۵] د اساسي قانون له تعدیل او ټولپوښتنې وروسته، د رهبري خبرګان مجلس بیا د نوي اساسي قانون پر بنسټ رایه ورکړه او د هغه مشرتابه یې تایید کړه. خبرګانو د مذاکراتو د غږیزو ثبتونو له مخې، په دې غونډه کې، اکبر هاشمي رفسنجاني د امام خمیني هغه خبرې نقل کړې چې په کې یې آیت الله خامنه اي د مشرتابه وړ ګڼل شوی و.[۱۰۶]

له دې ټاکنې وروسته، د نظام مسئولانو، د امام خمیني کورنۍ، د تقلید مراجع او د خلکو مختلفو برخو هغه سره بیعت وکړ.[۱۰۷] سید احمد خمیني هغه ته د رهبرۍ مبارکي وویله او د ولی فقیه د امرونو د اطاعت یې لازمي وګڼه.[۱۰۸] د بیعت دا ژمنې د هیواد په مختلفو برخو کې د عامو غونډو او مراسمو په بڼه ترسره شوې.[۱۰۹]

حاجیانو ته کلنی پیغام

د حج د دورې په مناسبت حاجیانو ته د پیغامونو خپرول د هغه د مشرتابه پرمهال د آیت الله خامنه اي د کلنیو پروګرامونو څخه یو دی.[۱۱۰] په دې پیغامونو کې، هغه د اسلامي نړۍ په مسلو، د مسلمانانو په یووالي او د اسلامي ملت په دندو ټینګار کوي.[۱۱۱] د هغه لومړی پیغام په ۱۳۶۹ کې خپور شو، چې پکې هغه د حج د سیاسي - عبادي اړخ او له مشرکانو د برائت د اصل په بیا راژوندي کولو باندې ټینګار او د خونړۍ حج پیښې ته په اشارې سره، په دغه حالاتو کې له حج څخه د ایرانیانو محرومیت تشریح کړ.[۱۱۲] د هغه وروستی پیغام د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د حج په مناسبت ولوستل شو (د ۱۴۰۴ لمریز کال د غبرګولي میاشت).[۱۱۳]

د مقاومت د جبهې پیاوړتیا او ملاتړ

آیت الله خامنه اي د مقاومت چورلیز له اصلي ملاتړو څخه و.[۱۱۴] د ځینو څیړنو له مخې، د هغه ملاتړ د مقاومت د ډلو وړتیاوې پیاوړې کړې دي، په ځانګړې توګه په فلسطین کې، او په سیمه کې د مقاومت توازن بدل کړی دی.[۱۱۵]

آیت الله خامنه اي، د ۵+۱ سره د ایران د اټومي خبرو اترو په پای کې:

«که دا متن تصویب شي که نه شي، موږ به په سیمه کې د خپلو ملګرو ملاتړ بند نه کړو: د فلسطین د مظلوم ملت، د یمن د مظلوم ملت، د سوریې د ملت او حکومت، د عراق د ملت او حکومت، د بحرین د مظلومو خلکو، په لبنان او فلسطین کې د ریښتونو مجاهدانو؛ [د دې ټولو] به تل زمونږ له خوا ملاتړ کیږي.»[۱۱۶]

د امریکا او اسرائیلو پر ضد د ایران د پوځي مقابلې امر

په ۲۰۲۴ کې د اپریل په ۱۴، په دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ باندې د اسراییلو د برید په ځواب کې، سپاه پاسداران د ایران له خاورې څخه توغندي او ډرونونه (بی پیلوټه الوتکونه) وویشتل ترڅو په فلسطین کې نیول شویو سیمو کې نظامي اهداف په نښه کړي.[۱۱۷] دا پيښه د ایران او اسراییلو ترمنځ لومړی مستقیم نظامي مقابله ګڼل کیږي.[۱۱۸] له دې عملیاتو څخه مخکې، آیت الله خامنه اي اسراییلو ته د سزا ورکولو[۱۱۹] او د داسې ځواب ویلو خبره کړې وه چې هغوي به پښیمان کړي.[۱۲۰] هغه د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي په 23مه، وروسته له هغه چې اسراییلو پر ایران برید وکړ او د سپاه پاسداران انقلاب یو شمېر قوماندانان او اټومي ساینس پوهان یې شهیدان کړل، اعلان وکړ چې د ایران وسله وال ځواکونه به اسراییلو ته سخت ګوزارونه ورکړي.[۱۲۱] د هغه د ویناو خپریدو سره سم، د اسلامي جمهوریت وسله والو ځواکونو په نیول شویو سیمو کې پوځي او امنیتي اهداف په نښه کړل.[حواله اړینه ده]

همدارنګه د هغه د فرمان له مخې، د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران په ۱۳۹۸ کال کې د قاسم سلیماني د ترور په ځواب کې په عراق کې د امریکا عین الاسد اډه په نښه کړه. همدارنګه، په ۱۴۰۴ کال کې، د ایران د اټومي تاسیساتو په اړه د امریکا د برید په ځواب کې، د آیت الله خامنه اي په امر، د بشارت فتح د عملیات تر نومه لاندی د ایران سپاه پاسداران په قطر کې د امریکا د العدید اډه په نښه کړه.

د لویدیځ ځوانانو ته په مستقیم ډول د اسلام د پيژندګلو دعوت

په ۱۳۹۳ کال کې، د مسلمانانو د یوې ډلې لخوا په فرانسه کې د ترهګریز برید وروسته، آیت الله خامنه اي د اروپا او شمالي امریکا ځوانانو ته یو پیغام خپور کړ، او له هغوي یې وغوښتل چې د اسلام د پيژندګلو لپاره قرآن او د حضرت محمد(ص) ژوند ته مراجعه وکړي.[۱۲۲]دا پیغام، چې سرلیک یې «تاسو ته یو لیک» دی، په مختلفو ژبو ژباړل شوی او ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی.[۱۲۳] په ۱۳۹۴ کال کې د لیندې د میاشتې په ۲۸مه، په پاریس کې د ژیړ واسکټونو له بلوا وروسته، هغه لویدیځو ځوانانو ته یو بل لیک ولیکه.[۱۲۴]

په امریکا کې د فلسطیني خلکو ملاتړ کونکو زده کونکو سره د پیوستون څرګندونه

د ۱۴۰۳ کال د غبرګولي په ۲۵مه، آیت الله خامنه اي په امریکایی پوهنتونونو کې د فلسطیني خلکو ملاتړ کونکو زده کونکو ته په یوه لیک کې له دوي سره خپله خواخوږي او پیوستون څرګند کړ. په دې لیک کې، هغه دا زده کونکي د مقاومت د جبهې برخه وګڼل او امریکا یې د اسراییلو ترټولو لوی ملاتړ کونکی وګڼله، او د فلسطینیانو د ځان د دفاع په حق باندې یې ټینګار وکړ. همدارنګ د حق په لاره کې ودریدل یې له هغو درسونو څخه وګڼه چې قرآن خلکو ته ښودلي دي، او هغوي ته یې سپارښتنه وکړه چې ځانونه له قرآن سره آشنا کړي.[۱۲۵]

د آیت الله خامنه اي په ملاتړ جوړ شوي سازمانونه

د دینونو مشرانو زریزې غونډې ته پیغام

د ۱۳۷۹ د وږي په میاشت کې، چې د ۲۰۰۰ میلادي کال اګست سره سمون لري، آیت الله خامنه اي په ملګرو ملتونو کې د نړیوالې سولې لپاره د دیني مشرانو د زریزې غونډې ته یو پیغام واستاوه، او یادونه یې وکړه چې ډیر قدرت غوښتونکي له دین څخه ناوړه ګټه پورته کوي او د اسلامي جمهوریت لپاره ترټولو لویه ننګونه دا ده چې هغه ستونزې ختمې کړي چې د نړۍ د لویو قدرت غوښتونکو لخوا جوړې شوي دي.[۱۳۱] دا پیغام آیت الله جوادي آملي، د ایران د استازي په توګه په دغه غونډه کې ولوست.[۱۳۲]

فوټ نوټ

  1. تاریخ تولد دقیق رهبر انقلاب به روایت خودشان خبر آنلاین(د انقلاب د رهبر د زېږېدو کره نېټه د هغوی د خپل روایت له مخې – خبرآنلاین)
  2. شریف‌رازی، گنجینه دانشمندان، ۱۳۵۴ل، ۷ټوک، ۱۲۸مخ.
  3. شریف‌رازی، گنجینه دانشمندان، ۱۳۵۴ل، ۷ټوک، ۱۲۸مخ.
  4. زنگنه، مشاهیر مدفون در حرم رضوی، ۱۳۸۲ل، ۱ټوک، ۷۷مخ.
  5. «نگاهی گذرا به زندگینامه‌ی حضرت آیت‌الله‌العظمی سید علی حسینی خامنه‌ای»(د حضرت آیت‌الله العظمی سید علي حسيني خامنه‌اي لنډ ژوندلیک ته یو لنډ نظر)، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  6. «آستان امامزاده محمد(ع) - تفرش»، ایسنا.
  7. سایت «نگاهی گذرا به زندگینامه‌ی حضرت آیت‌الله‌العظمی سید علی حسینی خامنه‌ای» (د حضرت آیت‌الله العظمی سید علي حسيني خامنه‌اي لنډ ژوندلیک ته یو لنډ نظر)، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  8. «نگاهی گذرا به زندگینامه‌ی حضرت آیت‌الله‌العظمی سید علی حسینی خامنه‌ای» (د حضرت آیت‌الله العظمی سید علي حسيني خامنه‌اي لنډ ژوندلیک ته یو لنډ نظر)، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  9. زنگنه، مشاهیر مدفون در حرم رضوی، ۱۳۸۲ق، ټوک۱، مخ۴۵۸.
  10. «نگاهی گذرا به زندگینامه‌ی حضرت آیت‌الله‌العظمی سید علی حسینی خامنه‌ای»(د حضرت آیت‌الله العظمی سید علي حسيني خامنه‌اي لنډ ژوندلیک ته یو لنډ نظر)، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  11. «آیت‌الله مکارم شیرازی: تهدیدکننده رهبری و مرجعیت حکم «محارب» دارد»، خبرگزاری جمهوری اسلامی؛ «پاسخ استفتا از مرجع عالیقدر حضرت آیت الله العظمی نوری همدانی «مدظله العالی» در پی تهدید آمریکا و رژیم صهیونیستی نسبت به مقام معظم رهبری «دامت برکاته»»، د حضرت آیت‌الله العظمی نوري همداني دفتر.
  12. «واکنش قاطع مراجع تقلید و علما نسبت به گستاخی ترامپ به رهبر انقلاب»، د رسا خبري اژانس.
  13. «حوزه علمیه نجف بر علیه تهدید گستاخانه «ترامپ جنایت‌کار» مبنی بر ترور امام خامنه‌ای واکنش شدید نشان داد»، د دانشجو خبري اژانس.
  14. هاشمی، انقلاب در...، ص۱۷۶.
  15. قبادی، «گزارشی از ماجرای ترور ۶ تیر ۱۳۶۰».
  16. «بازخوانی 24 ترور پس از پیروزی انقلاب اسلامی»، د اسلامي انقلاب د اسنادو د مرکز آرشیف.
  17. «ترور نافرجام آیت الله خامنه‌ای»، تبیان.
  18. خامنه‌ای، همرزمان حسین، ۱۳۹۷ش، ص۶.
  19. «بیانات آیت‌الله خامنه‌ای در دیدار تولیدکنندگان و فعالان اقتصادی»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  20. بیانات آیت‌الله خامنه‌ای در دیدار مداحان اهل‌بیت(ع)، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  21. بیانات آیت‌الله خامنه‌ای در دیدار اعضای مجلس خبرگان رهبری، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  22. سخنرانی، ۱۹ مهر ۱۳۶۸.
  23. بیانات آیت‌الله خامنه‌ای در دیدار اقشار مختلف مردم به مناسبت عید غدیر، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  24. «آیت‌الله خامنه‌ای: توهین به عایشه و هر یک از نمادهای اهل سنت حرام است»، سایت خبرآنلاین.
  25. https://www.tasnimnews.com/fa/news/1402/07/05/2962399
  26. د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه،https://farsi.khamenei.ir/newspart-index?tid=1190
  27. وګورئ: دغدغه‌های فرهنگی انتشارات صهبا.
  28. «بیانات آیت‌الله خامنه‌ای در دیدار جمعی از کارگزاران فرهنگی»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  29. «بیانات آیت‌الله خامنه‌ای در دیدار اساتید دانشگاه‌ها ۲۲ مرداد ۱۳۹۱ش»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  30. وګورئ: به تقوی، «ریشه‌های بهار عربی و دومینوی فروپاشی رژیم‌های عرب»، ص۴.
  31. خطبه‌های ۱۵ سلواغه ۱۳۸۹، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  32. صلح‌میرزائی، فلسطین از منظر حضرت آیت‌الله العظمی سید علی خامنه‌ای، ۱۳۹۷ش، مخ۵۹۹.
  33. صلح‌میرزائی، فلسطین از منظر حضرت آیت‌الله العظمی سید علی خامنه‌ای، ۱۳۹۷ل، مخ۴۸۷-۴۹۰.
  34. صلح‌میرزائی، فلسطین از منظر حضرت آیت‌الله العظمی سید علی خامنه‌ای، ۱۳۹۷ش، مخونه۴۹۹-۵۰۰.
  35. یوسفی، نظام اقتصادی مقاومتی، ۱۳۹۵ش، مخ۳۲.
  36. د مثال په توګه وګورئ: اقتصاد-مقاومتی-چیست، باشگاه خبرنگاران جوان.
  37. «مروری بر نامگذاری سال‌ها توسط رهبر انقلاب از ۱۳۷۸ تا امروز»، خبرگزاری ایمنا؛ بررسی علت نامگذاری سال‌ها در گفت‌وگو با مشاور عالی رهبر انقلاب، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  38. بیانیه «گام دوم انقلاب» آیت‌الله خامنه‌ای خطاب به ملت ایران، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  39. «حوزه پیشرو و سرآمد»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  40. «منطق مقاومت | سه. بیشتر بودن هزینه سازش از هزینه مقاومت»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  41. «دومین پیام تلویزیونی رهبر معظم انقلاب خطاب به ملت ایران در پی تهاجم رژیم صهیونی به ایران»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  42. بیانات آیت‌الله خامنه‌ای در دیدار اعضای مجلس خبرگان رهبری، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  43. «احکام اعتکاف، حضور در مسجد واحد»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  44. خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، مخ۲۶۲و ۲۵۵.
  45. خامنه‌ای، غناء، ۱۳۹۸ش، مخ۴۴۴.
  46. «ثبت پیام رهبر انقلاب به‌عنوان سند در سازمان ملل»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  47. «بیانات آیت‌الله خامنه‌ای در دیدار مردم سقز»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  48. «بیانات آیت‌الله خامنه‌ای در دیدار بانوان نخبه در آستانه سالروز میلاد حضرت زهرا(ع)»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  49. د مثال په توګه وګورئ: نجفی، جواهر الکلام، دار احیاء التراث العربی، ټوک۳۹، مخ۲۰۷ او ۲۱۵؛ امام خمینی، تحریر الوسیله، دارالعلم، ټوک۲، مخ۳۹۷.
  50. «پیام حضرت آیت‌الله سیدمجتبی حسینی خامنه‌ای رهبر معظّم انقلاب اسلامی به‌مناسبت چهلمین روز شهادت قائد عظیم‌الشأن انقلاب (قدّس الله نفسه الزکیه) و مسائل مهم مربوط به جنگ تحمیلی سوم»
  51. بهبودی، شرح اسم، ۱۳۹۱ش، ص۴۹.
  52. آرشیو مرکز اسناد، شمیره ۱۲۲۶.
  53. آرشیو مرکز اسناد، شمیره ۱۲۲۶.
  54. بهبودی، شرح اسم، ۱۳۹۱ش، مخ۷۸.
  55. «نگاهی گذرا به زندگینامه‌ی حضرت آیت‌الله‌العظمی سید علی حسینی خامنه‌ای»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  56. بهبودی، شرح اسم، ۱۳۹۱ش، مخ۶۷.
  57. بیانات آیت‌الله خامنه‌ای در دیدار با اعضای «گروه اجتماعی» صدای جمهوری اسلامی ایران، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  58. «جلسه درس خارج فقه»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  59. «نگاهی گذرا به زندگینامه‌ی حضرت آیت‌الله‌العظمی سید علی حسینی خامنه‌ای»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  60. «نگاهی گذرا به زندگینامه‌ی حضرت آیت‌الله‌العظمی سید علی حسینی خامنه‌ای»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  61. سخنرانی ۲۳ لیندي ۱۳۷۳.
  62. «سروده‌ی حضرت آیت‌الله خامنه‌ای که یک بیت از آن را در آستانه عملیات وعده صادق در جلسه‌ای خواندند»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  63. د مثال په توګه وګورئ: آرشیو مرکز اسناد انقلاب اسلامی، شماره ۱۲۳۴؛ د اسلامي انقلاب د اسنادو د مرکز آرشیف، شمیره ۶۱۴و۱۲۳۱-۱۲۳۲.
  64. د اسلامي انقلاب د اسنادو د مرکز آرشیف، شمیره ۳۰۴و۳۸۹و۵۷۵.
  65. آرشیو مرکز اسناد انقلاب اسلامی، شماره ۵۷۲و۵۷۶.
  66. د اسلامي انقلاب د اسنادو د مرکز آرشیف، شمیره ۶۱۴.
  67. یاران امام به روایت اسناد ساواک، ۱۳۷۶-۱۳۸۲ش، ج۱، ص۴۶۸.
  68. بازرگان، یادداشت‌های روزانه، ۱۳۷۶ش، ۴۲۲-۴۲۳.
  69. هاشمی رفسنجانی، دوران مبارزه، ۱۳۷۶ش، ټوک۲، مخ۱۵۶۶.
  70. «نگاهی گذرا به زندگینامه‌ی حضرت آیت‌الله‌العظمی سید علی حسینی خامنه‌ای»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  71. «نگاهی گذرا به زندگینامه‌ی حضرت آیت‌الله‌العظمی سید علی حسینی خامنه‌ای»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  72. «روایتی از دیدار دانشجویان با آیت‌الله خامنه‌ای در ایرانشهر/ تحلیل دقیق آیت‌الله خامنه‌ای از اوضاع بین‌المللی در دوران تبعید»، د اسلامي انقلاب د اسنادو د مرکز آرشیف.
  73. بهبودی، شرح اسم، ۱۳۹۱ش، مخ۶۰۲.
  74. «اسناد می‌گویند چرا آیت‌الله خامنه‌ای به ایرانشهر تبعید شد؟»، د اسلامي انقلاب د اسنادو د مرکز آرشیف.
  75. ««آقای ایرانشهر»؛ سفرنامه‌ی یک تبعید»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  76. «روایت مستند از ۲۵۸ روز تبعید آیت الله خامنه ای در دوران شاه»، د حوزې د اطلاع‌رسولو ویب پاڼه.
  77. پا به پای، ټوګ۲، مخ۱۹۲.
  78. سائلی، مخ۴۹-۶۲.
  79. قاسم‌پور، دهه سرنوشت‌ساز، د اسلامي انقلاب د اسنادو د مرکز آرشیف، مخ۹۲-۹۴.
  80. هاشمی، انقلاب و...، مخ۱۶۹.
  81. سائلی، مخونه۱۱۷-۱۱۸.
  82. خلاصه، جلسه ۱۳۵۸/ ۹/۳.
  83. هاشمی رفسنجانی، انقلاب و پیروزی، ص۴۴۹.
  84. https://lib.eshia.ir/12293/04/1321 دائرة المعارف بزرگ اسلامی، ټوک۴، مخ۱۳۲۱.
  85. هاشمی رفسنجانی، انقلاب و پیروزی، مخ۲۱۵-۲۱۸.
  86. جاسبی، ټوک۴، مخ ۱۴۹.
  87. جاسبی، ټوک۴، مخ۱۴۶.
  88. هاشمی رفسنجانی، عبور از بحران، مخ۲۶۳.
  89. خاطرات سید مرتضی، مخ۱۶۸.
  90. امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ټوک۱۲، مخ۱۱۶.
  91. فرهنگ و...، مخ۳۱۱.
  92. رضوی، مخ۳۸۴.
  93. جمهوری، شمیره۶۷۸، مخ۱۱.
  94. فارسی، مخ۵۴۳-۵۴۴.
  95. امام خمینی، صحیفه، ج۲۰،ص ۴۶۳ -۴۶۵.
  96. گفت وگو با...، مخ۵۲.
  97. گفت وگو با، مخ۶۸-۶۹.
  98. جمهوری، شمـ ۲۸۸۶، مخ۱۲، شمـ ۲۸۸۹، مخ۲-۱۲.
  99. https://lib.eshia.ir/12293/04/1321 دائرة المعارف بزرگ اسلامی، ټوک۴، مخ۱۳۲۱.
  100. جمهوری، شمیره ۲۴۱۳، مخ۱۰.
  101. جمهوری، شمـ ۱۹۲۱، مخ۱۲.
  102. https://farsi.khamenei.ir/newspart-index?tid=1179
  103. دیباچه دانشنامه، سایت دانشنامه جهان اسلام، تاریخ بازدید ۹۵/۹/۸.
  104. «انتشار سی و سومین جلد دانشنامه جهان اسلام»، د اسلام نړۍ د پوهنغنډ دفتر.
  105. چگونگی...، ۱۸؛ هاشمی، بازسازی...، مخ ۱۴۹-۱۵۱.
  106. مرجعیت...، مخ۷۰؛ جرعه نوش، مخ۲۶۵.
  107. حدیث، ۱/جم.
  108. جمهوری، ش۲۹۲۴، مخ۳.
  109. کیهان ورځپاڼه، شمیره۱۳۶۳۱؛ جمهوری ورځپاڼه، شمیره ۲۹۲۹؛ جمهوری ورځپاڼه، شمـ۲۹۷۲؛ جمهوری ورځپاڼه، شمیره ۲۹۷۹.
  110. پیام حج، ابتکار امام بود، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  111. مهمترین وظایف امت اسلام درباره مسائل جهان اسلام، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  112. «پیام آیت‌الله خامنه‌ای به کنگره عظیم حج»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  113. «پیام به حجاج بیت‌الله الحرام»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼهی.
  114. د مثال په توګه وګورئ: «بیانات در دیدار اعضای مجمع جهانی اهل‌بیت علیهم‌السلام و اتحادیه‌ی رادیو و تلویزیون‌های اسلامی»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  115. احمدی‌مقدم و دیگران، «تبیین نقش امام خامنه‌ای در هدایت و رهبری جبهه مقاومت»، مخ۳۸.
  116. خطبه‌های نماز عید فطر آیت‌الله خامنه‌ای ۱۳۹۴ش، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  117. «ده‌ها فروند پهپاد و موشک به سمت سرزمین‌های اشغالی شلیک شد»، د ایرنا خبري اژآنس.
  118. «رویارویی مستقیم نظامی با اسرائیل چه تاثیری بر زندگی شهروندان عادی ایران می‌گذارد؟»، یورونیوز؛ Motamedi, "‘True Promise’: Why and how did Iran launch a historic attack on Israel?», Al Jazeera Media Network.
  119. «خطبه‌های نماز عید فطر»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  120. د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه،https://farsi.khamenei.ir/news-content?id=60426
  121. د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه،https://farsi.khamenei.ir/news-content?id=60426
  122. نامه‌ای برای تو، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  123. بازتاب پیام آیت‌الله خامنه‌ای در رسانه‌ها، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه؛ در CNN; در BBC.
  124. نامه رهبر انقلاب به عموم جوانان غربی، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  125. «نامه حضرت آیت‌الله خامنه‌ای به دانشجویان حامی مردم فلسطین در دانشگاه‌های ایالات متحده آمریکا»، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  126. «آشنایی با مجمع جهانی اهل‌بیت(ع)»، پرتال اهل‌بیت.
  127. «معرفی مرکز تحقیقات کامپیوتری علوم اسلامی (نور)»، معرفی مرکز تحقیقات کامپیوتری علوم اسلامی (نور).
  128. «اساسنامه نهاد علمی و آموزشی جامعة المصطفی العالمیة»، مرکز پژوهش‌های مجلس شورای اسلامی.
  129. «معرفی مرکز خدمات حوزه‌های علمیه»، سایت مرکز خدمات حوزه‌های علمیه.
  130. الغریفی، خلیفة الامام الراحل، ص۱۷۵-۲۰۴.
  131. پیام آیت‌الله خامنه‌ای به اجلاس هزاره رهبران روحانی ادیان.
  132. گزارش هزاره ادیان.

سرچينې

  • «تداوم آفتاب: ویژه‌نامه آغاز بیستمین سال رهبری حضرت آیت‌الله خامنه‌ای(د لمر دوام: د حضرت آیت‌الله خامنه‌اي د مشرۍ د شلم کال د پیل ځانګړې ګڼه)»، د جام جم ورځپاڼه، زمری ۱۳۸۷.
  • تقوی، سید محمدعلی، «ریشه‌های بهار عربی و دومینوی فروپاشی رژیم‌های عرب (تعیین‌کنندگی عوامل کوتاه‌مدت و نقش مدیریت سیاسی)(د عربي پسرلي ریښې او د عرب رژیمونو د پر له‌پسې نسکورېدو دومینوي بهیر (د لنډمهاله فکتورونو ټاکندویي او د سیاسي مدیریت رول))»، دوره ۳، ګنه ۱۱، لیندی ۱۳۹۶ش.
  • آرشیو مرکز اسناد انقلاب اسلامی(د اسلامي انقلاب د اسنادو د مرکز آرشیف).
  • آرشیو مرکز پژوهش و اسناد ریاست جمهوری، پرونده‌های دوره ریاست جمهوری آیت‌الله خامنه‌ای (د جمهوري ریاست د څېړنو او اسنادو د مرکز آرشیف، د آیت‌الله خامنه‌ای د جمهوري ریاست د دورې دوسیې).
  • آرشیو موسسه پژوهشی- فرهنگی انقلاب اسلامی (د اسلامي انقلاب د څېړنیز ـ فرهنګي مؤسسې آرشیف).
  • آشنایی با مجلس شورای اسلامی، به کوشش روابط عمومی مجلس شوری اسلامی، تهران، ۱۳۶۰ش.
  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، طبقات اعلام الشیعه، تهران، ۱۳۸۸ش.
  • امام خمینی در آیینه اسناد به روایت ساواک، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۸۶ش.
  • امام خمینی، صحیفه امام، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۸۹ش.
  • بازرگان، مهدی، یادداشت‌های روزانه(ورځنۍ یادونې)، تهران، ۱۳۷۶ش.
  • بهبودی، هدایت الله، شرح اسم زندگی نامه آیت‌الله سید علی خامنه‌ای (۱۳۱۸ - ۱۳۵۷)، تهران، مؤسسه مطالعات و پژوهش‌های سیاسی، ۱۳۹۱ش.
  • تاریخ علمای خراسان، به کوشش میرزا عبدالرحمان، مشهد، ۱۳۴۱ش.
  • جلالی، غلامرضا، مشهد در بامداد نهضت اسلامی، تهران، ۱۳۷۸ش.
  • خامنه‌ای، سید علی حسینی، غناء، تهران، فقه روز، ۱۳۹۸ش.
  • «نگاهی گذرا به زندگینامه‌ی حضرت آیت‌الله‌العظمی سید علی حسینی خامنه‌ای»(د حضرت آیت‌الله العظمی سید علي حسيني خامنه‌اي لنډ ژوندلیک ته یو لنډ نظر)، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه، د خپرېدو نېټه: ۱ وری ۱۳۹۳ش، د لیدنې نېټه: ۱ زمری ۱۴۰۲ش.
  • زنگنه قاسم‌آبادی، ابراهیم، مشاهیر مدفون در حرم رضوی: عالمان دینی، مشهد، بنیاد پژوهش‌های آستان قدس رضوی، ۱۳۸۲ش.
  • شریف‌رازی، محمد، گنجینه دانشمندان، تهران، ۱۳۵۴ش.
  • صلح‌میرزائی، سعید، فلسطین از منظر حضرت آیت‌الله العظمی سید علی خامنه‌ای (مد ظله العالی) رهبر معظم انقلاب اسلامی، تهران، انتشارات انقلاب اسلامی، ۱۳۹۷ش.
  • قاسم‌پور، داود، دهه سرنوشت‌ساز، تهران، مرکز اسناد انقلاب اسلامی.
  • کسروی، احمد، قیام شیخ محمد خیابانی، تهران، ۱۳۷۶ش.
  • «کنگره بین المللی اندیشه‌های قرآنی امام خامنه‌ای برگزار شد»(د امام خامنه‌اي د قرآني لیدلورو نړيواله کنگره ترسره شوه)، د کیهان ورځپاڼه، ۱۳ غویی ۱۴۰۳ش.
  • گلشن ابرار، به کوشش جمعی از پژوهشگران حوزه علمیه قم، نشر معروف، ۱۳۷۹ش.
  • هاشمی رفسنجانی، اکبر، دوران مبارزه، به کوشش محسن هاشمی، تهران، دفتر نشر معارف انقلاب، ۱۳۷۶ش.
  • یاران امام به روایت اسناد ساواک، تهران، مرکز بررسی اسناد تاریخی وزارت اطلاعات(د استخباراتو وزارت د تاریخي اسنادو د څېړنې مرکز)، ۱۳۷۶-۱۳۸۲ش.
  • خامنه‌ای، سیدعلی حسینی، طرح کلی اندیشه اسلامی در قرآن، تهران، مؤسسه فرهنگی ایمان جهادی(صهبا)، چاپ دوم، ۱۳۹۲ش.
  • نگاهی گذرا به زندگینامه‌ی حضرت آیت‌الله‌العظمی سید علی حسینی خامنه‌ای(د حضرت آیت‌الله العظمی سید علي حسيني خامنه‌اي لنډ ژوندلیک ته یو لنډ نظر) khamenei.ir، د خپرېدو نېټه: ۱ وری ۱۳۹۳ش، د لیدنې نېټه: ۱۳غبرګولی ۱۴۰۰ش.
  • https://farsi.khamenei.ir/newspart-index?tid=1179 د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه.
  • «نامه حضرت آیت‌الله خامنه‌ای به دانشجویان حامی مردم فلسطین در دانشگاه‌های ایالات متحده آمریکا»(د حضرت آیت‌الله خامنه‌اي لیک د امریکای متحدو ایالاتو په پوهنتونونو کې د فلسطین د خلکو د ملاتړ کوونکو محصلانو ته)، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه، د لیدنې نېټه: ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۳ش.
  • «مروری بر نامگذاری سال‌ها توسط رهبر انقلاب از ۱۳۷۸ تا امروز»(له ۱۳۷۸ څخه تر نن پورې د انقلاب د رهبر له‌خوا د کلونو د نوم‌ونې یوه لنډه کتنه)، خبرگزاری ایمنا، د خپریدو نېټه: ۲۹ کب ۱۴۰۲ش، د لیدنې نېټه: ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳ش.
  • «سروده‌ی حضرت آیت‌الله خامنه‌ای که یک بیت از آن را در آستانه عملیات وعده صادق در جلسه‌ای خواندند»(هغه شعر د حضرت آیت‌الله خامنه‌اي چې یوه بېټه یې د صادقې وعدې د عملیاتو د پیل په درشل کې په یوه غونډه کې ولوستله)، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه، د خپریدو نېټه: ۴ غویی ۱۴۰۳ش، د لیدنې نېټه: ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳ش.
  • «بیانات آیت‌الله خامنه‌ای در دیدار مردم سقز»(د آیت‌الله خامنه‌اي ویناګانې د سَقز له خلکو سره په لیدنه کې)، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه، د خپریدو نېټه: ۲۹ غویی ۱۳۸۸ش، د لیدنې نېټ: ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۳ش.
  • «بیانات آیت‌الله خامنه‌ای در دیدار جمعی از کارگزاران فرهنگی»(د آیت‌الله خامنه‌اي ویناګانې د یو شمېر کلتوري کارکوونکو په لیدنه کې)، د حضرت آیت‌الله العظمی خامنه‌اي د آثارو د ساتنې او خپرولو د دفتر وېب‌پاڼه، د خپریدو نېټه: ۲۱ زمری ۱۳۷۱ش، د لیدنې نېټه: ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۳ش.
  • «آستان امامزاده محمد(ع) - تفرش»، ایسنا، د خپریدو نېټه: ۱۴ لیندی ۱۳۹۶ش، د لیدنې نېټه: ۸ وږي ۱۴۰۳ش.