قمار

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

قمار یا جواري یوه ډول لوبه ده چې پکې د بایلونکي له لوري ګټونکي ته د څه مال د ورکولو کېدو شرط لګیږي. ټولو فقیهانو د قمار او جوارۍ په حراموالي فتوا ورکړې ده؛ البته په سوارکارۍ، غشي ویشتنې او توره وهنې په سیالیو کې شرط تړل قمار نه ګڼي. د فقیهانو په فتوا د قمار (جوارۍ) په الاتو سره لوبې کول که شرط پکې وي او که نه، حرام دي.

فقیهانو د قماربازۍ او جوارۍ د حراموالي لپاره په ځینو دلایلو منجمله د مائدې سورې په نویم ایت استناد کړی چې پکې جواري پلیت کار او شیطاني عمل بلل شوی دی. فقیهان د جوارۍ له لارې د لاسته راغلو خوړو خوړل حرام ګڼي او باوري دی چې د جوارګر ګواهی نه منل کیږي. د فقیهانو له نظره هغه مال چې د جوارۍ په وسیله لاسته راځي، باید څښتن ته یې ستون کړی شي.

مفهوم پېژندنه

په فقهی کتابونو کې د قمار یا جوارۍ مختلف تعریفونه راغلې دي. د شیخ انصاري په وینا جواري په خاصو الاتو سره لوبې ته وایي چې پکې یو شی ګرو کیښودل شي.[چې ګټونکي ته ورکړل شي][۱]

ځینو نورو فقیهانو د جوارۍ په الاتو سره هر ډول لوبې که شرط بندي پکې وي او که نه، قمار ګڼلی دی.[۲] علي مشکیني هم په «مُصطَلَحات الفقه» کتاب کې قمار یا جواري هغه لوبه بللې چې پکې شرط لګول کیږي چې بایلونکي یې ګټونکي ته یو څه ورکړي.

البته فقیهان هر ډول شرط تړل جواري نه ګڼي. د هغوي په فتوا د سوارکارۍ، غشي ویشتنې او توره وهنې په لوبو شرط تړل قمار نه ګڼل کیږي. له دې امله دغه لوبو ته په فقه کې سَبْق (د سوارکارۍ سیالي او رِمایَه ( دغشي ویشتلو سیالي) ویل کیږي.[۴]

فقهي حکم

د شیخ مرتضی انصاري او صاحب جواهر په وینا، فقیهان د جوارۍ په حراموالي اجماع لري او قرآن او متواتر ایتونه د هغه په حرمت دلالت کوي.[۵]

هغه ایت چې په دې اړه پرې استناد کیږي د مائدې سورې نویم ایت دی چې پکې «مَیْسِر» پلیت کار او شیطاني عمل ګڼل شوی دی: «الْخَمْرُ وَ الْمَيْسِرُ وَ الْأَنْصَابُ وَ الْأَزْلاَمُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ»(شراب، قمار، بت پالنه او د پچه اچولو غشي، پلیت او د شیطان عمل دی)[۶]

د روایتونو له مخې له دغه ټکی مطلب قمار او جواري ده. د مثال په توګه له امام باقر (ع) په یو روایت کې چې په کافي کتاب کې راغلی دی، کله چې دغه ایت نازل شو، له پېغمبره یې وپوښتل چې: له میسره مطلب څه دی؟ پېغمبر (ص) ځواب ورکړ: هر هغه څیز چې په وسیله یې قمار کیږي.[۷] همداراز کلیني په همدې کتاب کې له امام رضا (ع) نقلوي چې میسر هماغه قمار او جواري ده.[۸]

د قمار آلات

اصلي مقاله : د قمار آلات

د قمار یا جوارۍ آلات هغه وسایلو ته وایي چې غالبا د جوارۍ کولو لپاره ترې استفاده کیږي.[۹] په فقهي کتابونو کې ځینې موارد لکه شطرنج [۱۰] تخته نرد [۱۱] پاڼې (تاش) او بیلیارد څخه د قمار د الاتو په توګه بحث کیږی.[۱۲]

د اکثره فقیهانو په فتوا، د قمار په الاتو سره لوبې که شرط تړل پکې وي او که نه ، حرام دي.[۱۳] همداراز فقیهان د قمار د آلاتو جوړول او د هغو پېر پلور او کرایه ورکول حرام ګڼي.[۱۴]

اکثره زړو فقیهانو منجمله شیخ صدوق په شطرنج لوبه کول حرام ګڼل؛ خو ځینې اوسني فقیهان منجمله امام خمینی باوري دي چې که شطرنج د قمار له الاتو ونه ګڼل شي پرې لوبې کول حرام نه دي.

د قمار او شرط تړلو فرق

فقیهان د قمار په فقهي حکم کې د سوارکارۍ، لکه اس ځغاستې او اوښ ځغاستې او غشې ویشتلو او توره وهلو په لوبو کې شرط تړل نه شاملوي[۱۵] هغوي په ځینو روایتونو په استناد سره دغه موارد سره له دې چې شرط تړل لري، قمار نه ګڼي.[۱۶]

د قمار بازۍ احکام

د هغه څه مطابق چې په فقهي کتابونو کې راغلي، د قمار بازۍ او جوارۍ ځینې احکام په دې ډول دي:

  • د هغه خوړو خوړل چې د جوارۍ له لارې لاسته راغلي وي، حرام دي.[۱۷]
  • د جوارګر ګواهي نه منل کیږي.[۱۸]
  • د قمار بازۍ یادول حرام دي.[۱۹]
  • هغه مال چې د قمار په وسیله لاسته راځي، روا نه دی او باید خپل څښتن ته ستون کړی شي.[۲۰]

د قمار د حراموالي فلسفه

خدای تعالی په قرآن مجید کې قمار د شیطان د لاس اوزار ګڼي چې په وسیله یې په مومنانو کې دښمني او کینه جوړوي او هغوي د خدای له یاده غافلوي. إِنَّما يُريدُ الشَّيْطانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَداوَةَ وَ الْبَغْضاءَ فِي الْخَمْرِ وَ الْمَيْسِرِ وَ يَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَ عَنِ الصَّلاةِ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ[ مائده–۹۱] بې شکه شیطان غواړي په شرابو او جوارۍ سره ستاسو په مینځ کې دښمني او کینه جوړه کړي او تاسو د خدای له یاد او لمانځه واړوي. نو ایا تاسو لاس نه اخلئ؟ [سرچینې ته اړتیا]

په مدني قانون کې شرط بندي

د ایران د اسلامي جمهوریت د مدني قانون د ۶۵۴ مادې له مخې، شرط بندي نامعتبره ده او د هغه په اساس هیڅ حقوقي ادعا او کیس نه شو جوړولی.[۲۱] د مدني قانون په ۶۵۵ مادې کې ، ځینې موارد چې په فقه کې قمار نه ګڼل کیږي، لکه د سوارکارۍ ، غشي ویشتلو او توره وهلو په لوبو کې شرط بندي د د ۶۵۴ مادې له حکمه استثنا شوې ده.[۲۲]

فوټ نوټ

سرچينې

  • حلی، یحی بن سعید، الجامع للشرائع، قم، مؤسسة سیدالشهداء العلمیه، چاپ اول، ۱۴۰۵ق.
  • خویی، سیدابوالقاسم، موسوعةالامام خویی، قم، مؤسسة احیاء آثار الامام خوئی، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
  • شیخ انصاری، مرتضی، کتاب المکاسب المحرمة و البیع و الخیارات، قم، کنگره جهانی بزرگداشت شیخ اعظم انصاری‌، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • شیخ مفید، محمد بن محمد، المقنعه، قم، کنگره جهانی هزاره شیخ مفید، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • طباطبایی حائری، سیدعلی، ریاض‌المسائل فی تحقیق الاحکام بالدلائل، قم، آل‌البیت، چاپ اول، ۱۴۱۸ق.
  • کلینی، محمد بن ‌یعقوب، الکافی، تحقیق علی‌اکبر غفارى و محمد آخوندى، تهران، دار الكتب الإسلامية، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق‏.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، شرائع الاسلام فی مسائل الحلال و الحرام، تحقیق و تصحیح عبدالحسین محمدعلی بقال، قم، اسماعیلیان، چاپ دوم، ۱۴۰۸ق.
  • مشکینی، علی، مصطلحات الفقه، قم، الهادی، چاپ سوم، ۱۳۸۱ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، استفتائات جدید، قم، انتشارات مدرسه امام علی بن ابی‌طالب، چاپ دوم، ۱۴۲۷ق.
  • مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، فرهنگ فقه مطابق با مذهب اهل بیت علیهم‌السلام، مؤسسه دایرة المعارف فقه اسلامی، ۱۳۸۵ش.
  • نجفى، محمدحسن، جواهر الكلام فی شرح شرائع الاسلام، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، چاپ هفتم، ۱۴۰۴ق.