Jump to content

فتوا

د wikishia لخوا

فتوا د مکلفانو د شرعي دندو په اړه د تقلید د مرجع یا مجتهد نظر دی چې له ادله اربعه (قرآن، سنت، اجماع او عقل) څخه استنباط ( راوېستل) کیږي. د شیعه فقیهانو د نظر مطابق، د فتوا ورکوونکي له شرایطو څخه دا دي: دولس امامي شیعه وي، اعلم والی، حلال زاده شونه، د شرعي احکامو د استنباط په زمینه کې له لازمو لارو چارو او علومو سره بلدتیا.

فتوا معمولا د واجب، حرام، مکروه، مستحب او مباح په ټکو سره بیانیږی. کله کله د فتوا د بیان لپاره د «اقوی دا ده» « د اقوی په اساس» او «اظهره (ډېره څرګنده) دا ده» په شان عبارتونو هم استفاده کیږی. همداراز د مفتي له خولې اورېدل، د دوو عادلو کسانو خبر ورکول، د یو عادل او یو د باور وړ کس چې په خبره یې ډاډ حاصلیږي خبر ورکول، او په توضیح المسائل رساله کې د فتوا موندل د مجتهد د فتوا د لاسته راوړلو لارې دي.

د فتوا او حکم په مینځ کې د فرق په اړه ویل شوي چې فتوا د مجتهد د ټولو مقلدانو لپاره د کلي حکم بیان دی، خو حکم، د یو مشخص او معلوم کار د کولو یا نه کولو په اړه د حاکم حکم دی او په ټولو هغو خلکو چې دغه حکم ورته په خطاب کې دی لازم الاجرا دی.

ځینې فتواګانې چې د شیعه فقیهانو له خوا ورکړل شوي دا دي: د تماکو د حرمت فتوا، د داعش په خلاف د جهاد فتوا او د اهل سنتو د سپېڅلتیاوو د سپکاوي د حرمت فتوا.

مفهوم

فتوا د یو شرعي حکم په اړه د مجهتد د نظر او رایې د څرګندولو او د خپلو مقلدانو د خبرېدو لپاره د هغې د اعلان په معنا ده.[۱] د یوې شرعې مسالې په اړه د فقیه د نظر او رایې غوښتل کېدو ته استفتاء ویل کیږي.[۲] فتوا ورکوونکي ته «مفتي» او څوک چې ترې فتوا اخلي هغه ته «مستفتي» ویل کیږي.[۳]

په فقهي کتابونو کې د اجتهاد او تقلید په باب (څپرکي) کې د فتوا د احکامو په اړه خبرې کیږی.[۴]

د حکم او فتوا فرق

فقهاوو د فتوا او حکم تر مینځ ځینې فرقونه ذکر کړي چې دا دي:

  1. فتوا د حکم کلي بیان دی. لکه دا چې د نشه ایزو توکې استعمال په ټولو خلکو حرام دی؛ خو د حاکم حکم، د یو خاص کار په کولو یا نه کولو د حاکم حکم دی. لکه د یو خاص سامان او شي په تحریم او بندیز حکم.[۵]
  2. په فتوا کې د شرعي حکم تطبیق او د موضوع تشخیص یې د مکلف په غاړه دی، خو د حکم تطبیق د حاکم په نظر سره دی نه مکلفانو لکه د روژې د میاشتې (هلال) په اړه د شرعي حاکم حکم.[۶]
  3. د مجتهد فتوا د خپلو مقلدانو لپاره شرعي حجت دی؛ خو د شرعي حاکم حکم له مقلد سره مخصوص نه دی او د ټولو لپاره حجیت لري.[۷] او حتی بل مجتهد چې تر حاکم شرع اعلم هم وي باید د حاکم حکم ومني.[۸]

د فتوا د صادرولو سرچینې

فتوا یوازې په هغه بڼه کې چې په معتبر شرعي دلیل مستنده وي، حجت ده؛ که نه وي عمل پرې حرام دی.[۹] د فتوا ورکولو لپاره معتبر شرعي دلیل له څلورو سرچینو لاسته راځي چې دا دي:

  1. قرآن: د قرآن له کابو شپږو زرو ایتونو څخه پینځه سوه یې (کابو دیارلسمه برخه) له شرعي احکامو سره مخصوص دي.[۱۰] البته د محمد هادي معرفت د نظر په اساس د شرعي احکامو استنباط یوازې په دغه پینځو سوو ایتونو منحصر نه دی.[۱۱]
  2. سنت: د معصوم(ع) د وینا، عمل او تقریر په معنا دی.[۱۲] شیعه د پېغمبر(ص) او امامانو(ع) سنت حجت ګڼي؛ خو اهل سنت یوازې د پېغمبر(ص) سنت حجت ګڼي.[۱۳]
  3. اجماع: اجماع په یوه مساله کې د عالمانو د نظر د اتفاق په معنا ده.[۱۴] د شیعه له نظره، اجماع په هغه بڼه کې چې د پېغمبر(ص) یا معصوم(ع) د نظر ښوونکي وي حجت ده.[۱۵]
  4. عقل: عقلي دلیل، هغه حکم دی چې په وسیله یې شرعي حکم ته رسېدل ممکنیږي.[۱۶] البته اخباریان عقل د شرعي احکامو د استنباط لپاره د دلیل په توګه معتبر نه ګڼي.[۱۷]

د مفتي ځانګړنې

د فتوا ورکوونکي لپاره ځینې ځانګړنې بیان شوي دي. بلوغ، عقل، عدالت، دولس امامي شیعه والی، اعلم والی او حلال زاده شونه له دغو شرطونو څخه دي.[۱۸] همداراز مفتي باید شرعي احکامو ته د رسیدلو په لارو او له هغوي د احکامو د راوېستلو په لارو او هغه ټولو علومو چې د احکامو په لاسته راوړلو کې رول لري، عالم وي او وکړی شي په احکامو استدلال او د هغوي مباني بیان کړی شي.[۱۹] له دې امله مفتي باید په قرآن او سنت عالم وي. همداراز ناسخ او منسوخ، عام و خاص، مطلق و مقید او حقیقت او مجاز یې وپېژني.[۲۰]

احکام

په فتوا پورې ځینې اړوند احکام دا دي:

  • هغه کس چې په خپله د شرعي احکامو د استنباط وس لري، مفتي ته رجوع او ترې تقلید جایز نه دی.[۲۱]
  • د هغه چا لپاره چې له شرعي دلیلونو د احکامو د استنباط علم او وس نه لري د فتوا ورکول حرام دي.[۲۲]
  • د فتوا د لاسته راوړلو لارې دا دي: له مفتی اورېدل، د دوو عادلو کسانو خبر ورکول، د یو عادل یا یو د باور وړ کس خبر ورکول چې له خبرې یې ډاډ حاصلیږي او د مفتي په توضیح المسائل رسالې کې د فتوا لیدل.[۲۳]
  • که د مجتهد فتوا بدله شي د مقلدانو لپاره یې د اعلان په واجبوالي کې د نظر اختلاف موجود دی.[۲۴] د ځینو فقیهانو په باور که تېره فتوا له احتیاط سره موافقه وه، د مقلدانو لپاره یې د بدلون اعلان واجب نه دی.[۲۵] ځینې نورو بیا د مقلدانو لپاره د نوې فتوا اعلان واجب نه دی ګڼلی؛ ځکه چې تېره فتوا هم د اجتهاد د شرایطو او اصولو سره سمه وړاندې شوې وه.[۲۶]
  • که اعلم مجتهد په یوه مساله کې فتوا ورکړي، څوک چې د هغه تقلید کوي نه شي کولی په دغه مساله کې د بل مجتهد په فتوا عمل وکړی.[۲۷]
  • مفتی هغه وخت د فتوا ورکولو اجازه لري چې ډاډه شي پر هر هغه څه چې د احکامو په استنباط کې دخیل دي او رول لري، پرې اشراف او احاطه لري.[۲۸]

د فتوا ښودونکې ټکي

د فتوا ښودونکي ټکي په دوو بڼو دي:

  • هغه تعبیرات او ټکي چې نېغ په نېغه فتوا ده: لکه واجب، حرام، مکروه، مستحب او مباح.[۲۹]؛ همداراز ځینې عبارتونه لکه «اقوی خبره دا ده چې» « د اقوی په اساس» « زیاته څرګنده دا ده چې» «لرې نه ده» « له قوته خالي نه ده» او « احوط اقوی».[۳۰]
  • هغه تعبیرات چې د فتوا په حکم کې دي: لکه «بعیده نه ده خو مساله مشکله ده»« احوط، که څه هم اقوی نه دی» «له وجهې خالي نه دی» « مشکله ده که څه هم له قربه خالي نه ده» او « په دې قول ممکن دی خو له اشکاله خالي نه دی» مقلد په دغو مواردو کې بل مجتهد ته رجوع نه شي کولی.[۳۱]

واجب احتیاط او مستحب احتیاط فتوا نه ده

واجب احتیاط او مستحب احتیاط فتوا نه ده. په واجب احتیاط کې مجتهد د یوې شرعي مسالې په اړه قطعي نتیجې ته نه وي رسیدلی او فتوا نه ورکوي. په دغه شان مواردو کې له اوله د مکلف فریضه د احتیاط په شکل بیانوي. په دې مواردو کې، مقلِّد کولی شي په هماغه احتیاط عمل وکړي یا د یو بل مجتهد په فتوا چې له خپل مرجع تقلید نه وروسته هغه اعلم ګڼي، عمل وکړی.[۳۲] په مستحب احتیاط کې، مجتهد نیتجې ته رسیدلی او فتوا یې ورکړې؛ خو د احتیاط لاره یې هم ښودلې ده. په دې بڼه کې مقلد کولی شي په فتوا یا په احتیاط عمل وکړي.[۳۳]

د «احتیاط» تعبیر د فتوا په کتابونو کې که له فتوا مخکې یا وروسته وي، د مستحب احتیاط نښه ده او که له فتوا مخکې یا وروسته نه وي د واجب احتیاط نښه ده.[۳۴]

تاریخي فتواګانې

د شیعیانو ځینې تاریخي او مشهورې فتواګانې دا دي:

««بسم الله الرحمن الرحیم» «الیوم استعمال توتون و تنباکو بِأی نَحوٍ کان در حکم محاربه با امام زمان علیه السلام است..» ژباړه: « نن ورځ د توتون او تماکو استعمال په هر ډول چې وي له امام زمان علیه السلام سره د جنګ په حکم کې دی..»»

* سرچينه: اصفهانی کربلایی، تاریخ دخانیه، ۱۳۷۷ل، مخ۱۱۸.

شاذ فتواګانې

هغه فتوا ته چې د مشهور له فتوا سره مخالفه وي، شاذ یا «تفرد فتوایي» ویل کیږي.[۴۳] ځینې یې دا دي:

فتوایي شورا

فتوایي شورا دې ته وایي چې کسان په ځای د دې چې د یو ټاکلي کس تقلید وکړي، د فقیهانو د یوې ډلې او څو فقیهانو تقلید کوي. په دې طرحه کې له دې امله چې په ټولو مسایلو کې د فقیهانو تر مینځ د نظر اتفاق ممکن نه دی نو د اکثریت نظر معیار ګرځي.[۵۱]

د دغه نظریې د پلویانو په وینا، د فتوا د حجیت د دلیلونو جاج او له مجتهده د تقلید لزوم ښیي چې، د حجیت ملاک هم په فردي فتوا او هم په ډله ایزه (شواریي) فتوا کې موجود دی.[۵۲] البته ځینې څېړاندو په دغه نظر نیوکه کړې دي.[۵۳]

د استفتاء شورا

د مجتهدانو یوې ډلې ته چې د یوې شرعي مسالې په اړه تحقیق کوي او په دې مساله کې د تقلید مرجع ته مشورتي نظر ورکوي، د استفتاء شورا ویل کیږي.[۵۴] د تقلید مرجع خپلو مقلدانو ته د ځواب په مقام کې، خپل نظر د شورا غړو ته ورکوي او هغوي که د فتوا د بشپړولو لپاره کوم نظر یا فتوا ولري وړاندې کوي او په نهایت کې د فتوا لپاره د مطالبو تنظیم ، بیان او راغونډول د تقلید د مرجع په غاړه دي.[۵۵]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. فرهنگ‌نامه اصول فقه، ۱۳۸۹ش، ص۶۰۰.
  2. عمید، فرهنگ عمید، ذیل واژه «فتوا»؛ سجادی، فرهنگ معارف اسلامی، ذیل واژه «اسفتاء».
  3. مؤسسه دایره المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۵، ص۶۴۴.
  4. مؤسسه دایره المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۵، ص۶۴۴.
  5. مکارم شیرازی، دایرة المعارف فقه مقارن، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۴۳۷.
  6. خویی، مبانی تکملة المنهاج، مؤسسة احياء آثار الامام الخوئی، ج۱، ص۳.
  7. مکارم شیرازی، دایرة المعارف فقه مقارن، ۱۴۲۷ق، ج۱، ص۴۳۷.
  8. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، مکتبة آیت الله سیستانی، ج۱، ص۲۳؛ غروی تبریزی، الاجتهاد و التقلید، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۳۸۸.
  9. مؤسسه دایره المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۵، ص۶۴۴.
  10. فاضل مقداد، كنز العرفان في فقه القرآن، ۱۳۷۳ش، ج۱، ص۵.
  11. معرفت، تفسیر و مفسران، ۱۳۷۹ش، ج۲، ص۲۲۸.
  12. مطهری، کلیات علوم اسلامی: اصول فقه و فقه، ۱۳۹۴ش، ج۳، ص۱۷.
  13. مرکز اطلاعات و منابع اسلامی، فرهنگ‌نامه اصول فقه، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۱۳۱.
  14. مطهری، کلیات علوم اسلامی: اصول فقه و فقه، ۱۳۹۴ش، ج۳، ص۲۰.
  15. گرجی، تاریخ فقه و فقها، ۱۳۷۹ش، ص۶۸.
  16. کلانتری، مطارح الانظار، ۱۴۲۵ق، ج۲، ص۳۱۹.
  17. مطهری، کلیات علوم اسلامی: اصول فقه و فقه، ۱۳۹۴ش، ج۳، ص۲۲.
  18. سیستانی، توضیح المسائل، ۱۴۱۵ق، ص۶.
  19. محقق حلی، معارج الاصول، ۱۴۲۳ق، ص۲۰۰-۲۰۱.
  20. مؤسسه دایره المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۵، ص۶۴۴.
  21. شیخ طوسی، العدة فی اصول الفقه، ۱۴۱۷ق، ج۲، ص۷۲۹.
  22. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، مكتب آية الله العظمى السيد السيستانی، ج۱، ص۱۹.
  23. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، مكتب آية الله العظمى السيد السيستانی، ج۱، ص۱۸.
  24. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، مكتب آية الله العظمى السيد السيستانی، ج۱، ص۲۶.
  25. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، مكتب آية الله العظمى السيد السيستانی، ج۱، ص۲۶.
  26. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، مكتب آية الله العظمى السيد السيستانی، ج۱، ص۲۷.
  27. اصولی، بنی‌هاشمی خمینی، رساله توضیح المسایل (مراجع)، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ج۱، ص۱۹.
  28. محقق حلی، معارج الاصول، ۱۴۲۳ق، ص۲۰۱
  29. مؤسسه دایرة المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۹ش، ج۱، ص۶۷۱.
  30. اصولی، بنی‌هاشمی خمینی، رساله توضیح المسایل (مراجع)، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ج۱، ص۱۹.
  31. عاملی، الاصطلاحات الفقهیه، ۱۴۱۳ق، ص۱۵۷.
  32. مکارم شیرازی، رساله احکام برای جوانان، ۱۳۸۶ش، ص۱۴.
  33. مکارم شیرازی، رساله احکام برای جوانان، ۱۳۸۶ش، ص۱۳.
  34. مؤسسه دایرة المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۷ش، ج۱، ص۲۹۶-۲۹۷.
  35. اصفهانی کربلایی، تاریخ دخانیه، ۱۳۷۷ش، ص۱۱۷-۱۱۸.
  36. آقابزرگ تهرانی، طبقات الاعلام الشیعه، دارالمرتضی، ج۱، ص۲۶۳.
  37. فقیه بحرالعلوم، زیارتگاه‌های عراق، ۱۳۹۳ش، ج۱، ص۲۱۲.
  38. دادفر، «جماعة العلماء، احیاگر هویت سیاسی شیعیان عراق، ص۳۵.
  39. http://www.imam-khomeini.ir/fa/C207_44691/
  40. «۹ فتوای تاریخ‌ساز معاصر»، سایت شبکه اجتهاد.
  41. «قائد الثورة یحرم النیل من رموز اهل السُنة و نساء النبی(ص)»، خبرگزاری مهر.
  42. بی‌آزار شیرازی، شیخ محمود شلتوت طلایه‌دار تقریب در عقاید، تفسیر، حدیث، فقه مقارن و همبستگی مذاهب اسلامی، ص۱۷۱.
  43. مکارم شیرازی، انوارالاصول، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۴۱۷.
  44. سید مرتضی، المسائل الناصریات، ۱۴۱۷ق، ص۱۰۰.
  45. نجفی، جواهر لكلام، ۱۴۰۴ق، ج۵، ص۳۳۱.
  46. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۶، ص۳.
  47. محقق اردبیلی، مجمع الفائدة و البیان، ۱۴۰۳ق، ج۱، ص۳۱۰.
  48. علامه حلی، مختلف الشیعة، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۴۷۲.
  49. ابراهیم‌نژاد، «بررسی و نقد ادلّۀ نظر یە آیت‌الله صانعی در برابری دیه زن و مرد مسلمان»، ص۵.
  50. نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۲ش، ج۴۳، ص۳۲.
  51. جزایری، بحثی درباره روحانیت و مرجعیت، ۱۳۴۱ش، ص۲۱۷-۲۱۸.
  52. ورعی، «اجتهاد و افتای شورایی»، ص۱۱۷.
  53. بهرامی خوشکار، «شورای فقهی يا فتواي شورایی در استنباط احكام شرعی»، ص۴۰.
  54. «شورای استفتاء چگونه کار می‌کند؟»، سایت تبیان.
  55. هاشمی شاهرودی، «شورای افتاء مقام معظم رهبری: در مصاحبه با حضرات آیات هاشمی و مؤمن»، ص۲۵۷.

سرچينې

  • ابراهیم‌نژاد، محمد، «بررسی و نقد ادلّۀ نظریه آیت‌الله صانعی در برابری دیه زن و مرد مسلمان»، فقه و حقوق اسلامی، شماره۱۲، بهار و تابستان ۱۳۹۵ش.
  • آقابزرگ تهرانی، محمدحسن، طبقات الاعلام الشیعه و هو نقباء البشر فی القرن الرابع عشر، مشهد، دارالمرتضی، ۱۴۰۴ق.
  • اصفهانی کربلایی، حسن، تاریخ دخانیه، قم، نشر الهادی، ۱۳۷۷ش.
  • اصولی، احسان و محمدحسن بنی‌هاشمی خمینی، رساله توضیح المسایل (مراجع)، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، بی‌تا.
  • بهرامی خوشکار، محمد، «شورای فقهی يا فتواي شورایی در استنباط احكام شرعی»، حکومت اسلامی، شماره۲، تابستان ۱۳۹۱ش.
  • بی‌آزار شیرازی، عبدالکریم، شیخ محمود شلتوت طلایه‌دار تقریب در عقاید، تفسیر، حدیث، فقه مقارن و همبستگی مذاهب اسلامی، تهران، مجمع جهانی تقریب مذاهب، ۱۳۸۵ش.
  • پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامى، فرهنگ‌نامه اصول فقه، قم، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامى، ۱۳۸۹ش.
  • جزایری و دیگران، بحثی درباره روحانیت و مرجعیت، تهران، شركت سهامی انتشار، ۱۳۴۱ش.
  • خویی، سید ابوالقاسم، مبانی تکمله المنهاج، موسسة احياء آثار الامام الخوئی، نجف اشرف، بی‌تا.
  • دادفر، سجاد، «جماعة العلماء، احیاگر هویت سیاسی شیعیان عراق»، تاریخ اسلام در آینه پژوهش، شماره۲۴، زمستان ۱۳۸۸ش.
  • سجادی، جعفر، فرهنگ معارف اسلامی، تهران، انتشارات کومش، ۱۳۷۳ش.
  • سید مرتضی، علی بن حسین، المسائل الناصریات، تهران، رابطة الثقافة و العلاقات الإسلامية‌، چاپ اول، ۱۴۱۷ق.
  • سیستانی، سید علی، توضیح المسائل، قم، مهر، چاپ چهارم، ۱۴۱۵ق.
  • شیخ طوسی، محمد بن حسن، العده فی اصول الفقه، قم، انتشارات تیزهوش، ۱۴۱۷ق.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی، مكتب آية الله العظمى السيد السيستانی، بی‌جا، بی‌تا.
  • عاملی، یاسین عیسی، الاصطلاحات الفقهیه، بیروت، دار البلاغة، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • علامه حلی، یوسف بن مطهر، مختلف الشیعة، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۱۳ق.
  • عمید، حسن، فرهنگ عمید، تهران، انتشارات آگاه، ۱۳۹۰ش.
  • غروی تبریزی، علی، الاجتهاد و التقلید، قم، دار الهادی، ۱۴۱۰ق.
  • فاضل مقداد، مقداد بن عبد الله، کنز العرفان فی فقه القرآن، تهران، انتشارات مرتضوی، ۱۳۷۳ش.
  • فقیه بحرالعلوم، محمدمهدی، زيارتگاه‌هاى عراق، تهران، سازمان حج و زیارت، ۱۳۹۳ش.
  • کلانتری، ابوالقاسم، مطارح الانظار، قم، مجمع الفكر الإسلامی، چاپ اول، ۱۴۲۵ق.
  • گرجی، ابوالقاسم، تاریخ فقه و فقها، تهران، انتشارات سمت، ۱۳۷۹ش.
  • محقق اردبیلی، احمد بن محمد، مجمع الفائدة و البیان، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۰۳ق.
  • محقق حلی، جعفر بن حسن، معارج الاصول، قم، مؤسسة آل البيت عليهم السلام لإحياء التراث، ۱۴۲۳ق.
  • معرفت، محمدهادی، تفسیر و مفسران، قم، مؤسسه فرهنگی انتشاراتی التمهيد، ۱۳۷۹ش.
  • مطهری، مرتضی، کلیات علوم اسلامی: اصول فقه و فقه، قم، انتشارات صدرا، ۱۳۹۴ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، رساله احکام برای جوانان، قم، مدرسة الإمام علي بن أبي‌طالب(علیه‌السلام)، چاپ پانزدهم، ۱۴۲۵ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، دایرة المعارف فقه مقارن، قم، مدرسه الامام على بن ابى طالب( ع)، چاپ اول، ۱۴۲۷ق.
  • مکارم شیرازی، ناصر، انوارالاصول، قم، مدرسة الإمام علي بن أبي‌طالب علیه‌السلام، چاپ دوم، ۱۴۲۸ق.
  • مؤسسه دایره المعارف الفقه الاسلامی، فرهنگ فقه فارسی، قم، مؤسسه دایره المعارف الفقه الاسلامی، ۱۳۸۷ش.
  • «۹ فتوای تاریخ‌ساز معاصر»، سایت شبکه اجتهاد، تاریخ درج مطلب: ۷ بهمن ۱۳۷۹ش، تاریخ بازدید: ۴ بهمن ۱۳۹۹ش.
  • «قائد الثورة يحرم النيل من رموز اهل السُنة و نساء النبي(ص)»، خبرگزاری مهر، تاریخ بازدید: ۴ بهمن ۱۳۹۹ش.
  • ورعی، سیدجواد، «اجتهاد و افتای شورایی»، نشریه فقه، شماره ۹۸، تابستان ۱۳۹۸ش.
  • «شورای استفتاء چگونه کار می‌کند؟»، سایت تبیان، تاریخ درج مطلب: ۲۸ دی‌ماه ۱۳۹۰ش، تاریخ بازدید: ۴ بهمن ۱۳۹۹ش.
  • هاشمی شاهرودی، سیدمحمود و محمد مؤمن، «شورای افتاء مقام معظم رهبری: در مصاحبه با حضرات آیات هاشمی و مؤمن»، فقه اهل بیت، شماره ۲، تابستان ۱۳۷۴ش.

بهرنۍ لینک