لافتی الا علي
لافَتَی اِلَّا عَلِي، یو اسماني غږ چې یوې پرښتې د امام علي(ع) په فضیلت کې ویلی دی.[۱] د ډېرو روایتونو له مخې چې شیعه او سني نقل کړی، کله چې امام علي(ع) په احد غزوه کې له پېغمبر اکرم(ص) څخه دفاع کوله، له اسمانه یو غږ واورېدل شو چې «لا سَیفَ اِلاّ ذُوالفَقار و لا فَتی اِلاّ عَلی؛ بله توره نیشته مګر ذوالفقار او بل ځوانمرد نیشته مګر علي»[۲] په ځینو روایتونو کې د دغه اسماني غږ ویونکی جبراییل،[۳] په ځينو حدیثونو کې د رضوان[۴] په نوم یوه پرښته او په ځینو نورو کې د ویونکې نوم نه دی ذکر شوی.[۵] په ځينو راپورونو کې دغه پېښه په بدر غزا[۶] یا خیبر غزا کې ګڼل شوې د ه. [۷] د الغدیر کتاب لیکوال علامه امیني (وفات:۱۳۹۰ق) د ډېرو حدیثونو په استناد باوري دی چې دغه پېښه څو ځله شوې ده.[۸] د ځینو روایتونو له مخې حضرت علي(ع) د خپلو فضیلتونو په بیان کې په دغه جملې استناد کړی دی.[۹]
د علامه امیني په وینا د علم حدیث عالمان د دغه حدیث په نقل د نظر اتفاق لري.[۱۰] د اهل سنتو په کتاب کفایة الطالب فی مناقب علی بن ابیطالب (تألیف: قرن ۷ق) کې د دغه حدیث د مختلفو نقلونو په اړه یو پوره باب جوړ شوی او ویل شوي چې اهل حدیث د دغه راپور په نقل د نظر اتفاق لري.[۱۱] سره له دې د ځینو اهل سنتو لیکوالانو په باور هغه حدیث چې دغه پېښه یې راپور کړې، یو جعلي حدیث دي؛[۱۲] همداراز ویل شوي چې ابن تیمیه دغه راپور دروغ ګڼلی دی.[۱۳]
د لا سیف الا ذوالفقار و لا فتی الا علي، عبارت په ډېرو تورو لیکل شوی دی.[۱۴] د سعدي،[۱۵] خواجوی کرمانی[۱۶] او عطار نیشابوري،[۱۷] په شان شاعرانو د لافتی الا علي په عبارت سره ډول ډول شعرونه او ترکیبونه جوړ کړې دي. د علامه امیني په وینا، حسان بن ثابت هم د پېغمبر(ص) په اجازه په دې اړه یو شعر ویلی دی.[۱۸]
لا فتی الا علی در جان من | ذوالفقار و سیف او ایمان من[۱۹] |
نفس خیر المرسلین است و ولی کردگار | لافتی الّا علی لاسیف الّا ذوالفقار[۲۰] |
لا فتی الا علی گویند اهل روزگار | ساکنان آسمان لا سیف الا ذوالفقار[۲۱] |
نه خدا توانمش خواند نه بشر توانمش گفت | متحیرم چه نامم شه ملک لافتی را[۲۲] |
اړونده څېړنې
فوټ نوټ
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۱۰.
- ↑ وګورئ: کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۸، ص۱۱۰؛ شیخ صدوق، امالی، ۱۳۷۶ش، ص۲۰۰؛ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۸۷؛ شیخ طوسی، امالی، ۱۴۱۴ق، ص۱۴۳؛ ابنهشام، السیرة النبویه، دار المعرفه، ج۲، ص۱۰۰؛ طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۵۱۴.
- ↑ شیخ صدوق، عیون اخبار الرضا(ع)، ۱۳۷۸ش، ج۱، ص۸۵.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۸۷؛ فتال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۱۲۸.
- ↑ شیخ صدوق، علل الشرایع، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۷.
- ↑ خوارزمی، المناقب، ۱۴۱۱ق، ص۱۶۷، ح۲۰۰.
- ↑ سبط بن جوری، تذکرة الخواص، ۱۴۱۸ق، ص۲۶.
- ↑ امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۱۰۴.
- ↑ شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۵۵۰؛ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۹۹۵م، ج۳۹، ص۲۰۱.
- ↑ امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۱۰۴.
- ↑ گنجی، کفایة الطالب، دار احیاء تراث اهلبیت(ع)، ص۲۷۷-۲۸۰.
- ↑ ابنجوزی، الموضوعات، ۱۳۸۶ق، ج۱، ص۳۸۱-۳۸۲.
- ↑ حلبی، السیرة الحلبیه، دار الکتب العلمیه، ج۲، ص۳۲۱.
- ↑ زروانی، «ذوالفقار»، ص۸۴۹.
- ↑ سعدی، کلیات سعدی، ۱۳۶۵ش، قصیده۱.
- ↑ خواجوی کرمانی، دیوان اشعار، ۱۳۶۹ش، ص۱۳۳.
- ↑ عطار نیشابوری، مصیبتنامه، ۱۳۷۶ش، ص۳۴.
- ↑ امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۱۰۵.
- ↑ عطار، مظهر العجایب، ۱۳۷۶ش، ص۶۹.
- ↑ شاه نعمتالله ولی، دیوان کامل حضرت شاه نعمتالله ولی، ۱۳۸۰ش، ص۸۲۶.
- ↑ محتشم کاشانی، دیوان محتشم کاشانی، ۱۳۸۷ش، ص۲۵.
- ↑ شهریار، دیوان شهریار، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۶۹.
سرچينې
- ابنجوزی، عبدالرحمن بن علی، الموضوعات، مدینه، المکتبة السلفیه، ۱۳۸۶ق.
- ابنعساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینة دمشق و ذکر فضلها و تسمیة من حلها من الأماثل، تحقیق عمر بن غرامة عمری، بیروت، دار الفکر، ۱۹۹۵م.
- ابنهشام، عبدالملک، السیرة النبویه، بیروت، دار المعرفه، بیتا.
- امینی، عبدالحسین، الغدیر فی الکتاب و السنة و الادب، قم، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیة، ۱۴۱۶ق.
- حلبی، علی بن ابراهیم، السیرة الحلبیة ، بیروت، دار الکتب العلمیه، ۱۴۲۷ق.
- خواجوی کرمانی، محمود، دیوان اشعار، تصحیح احمد سهیلی خوانساری، تهران، پاژنگ، ۱۳۶۹ش.
- خوارزمی، موفق بن احمد، المناقب، قم، جامعه مدرسین، ۱۴۱۱ق.
- زروانی، مجتبی، «ذوالفقار»، در جلد ۱۸ دانشنامه جهان اسلام، تهران، بنیاد دایرة المعارف اسلامی، ۱۳۹۲ش.
- سبط بن جوزی، تذکرة الخواص، قم، منشورات الشریف الرضی، ۱۴۱۸ق.
- سعدی، مصلحالدین، کلیات سعدی، به اهتمام محمدعلی فروغی، تهران، امیرکبیر، ۱۳۶۵ش.
- شاه نعمتالله ولی، دیوان کامل حضرت شاه نعمتالله ولی، کرمان، انتشارات خدمات فرهنگی کرمان، ۱۳۸۰ش.
- شهریار، محمدحسین، دیوان شهریار، تهران، نگاه، ۱۳۸۵ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، الاَمالی، تهران، کتابچی، ۱۳۷۶ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، الخصال، قم، دفتر نشر اسلامی، ۱۳۶۲ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، علل الشرایع، قم، کتابفروشی داوری، ۱۳۸۵ش.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا(ع)، تهران، نشر جهان، ۱۳۷۸ش.
- شیخ طوسی، محمد بن حسن، الاَمالی، قم، دار الثقافه، ۱۴۱۴ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، الاِرشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری (تاریخ الرسل و الملوک)، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، دار التراث، ۱۳۸۷ق.
- عطار نیشابوری، محمد، مصیبتنامه، تصحیح نورانی وصال، تهران، زوّار، ۱۳۵۶ش.
- عطار نیشابوری، محمد، مظهر العجایب و مظهر الاَسرار، تهران، سنایی، ۱۳۷۶ش.
- فتال نیشابوری، محمد بن احمد، روضة الواعظین و بصیرة المتعظین، قم، انتشارات رضی، ۱۳۷۵ش.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دارالکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- گنجی، محمد بن یوسف، کفایة الطالب فی مناقب علی بن ابیطالب، تهران، دار احیاء تراث اهلبیت(ع)، ۱۴۰۴ق.
- محتشم کاشانی، علی بن احمد، دیوان محتشم کاشانی، تهران، نگاه، ۱۳۸۷ش.