مسلم بن عقبه
| د حره په پېښه کې د وژنې مرتکب | |
| نوم | مسلم بن عقبه |
|---|---|
| لقب/ کنیت | مسرف • مجرم |
| شهرت | د وینې تویوونکي |
| وفات | ۶۴ق |
| مسلک | سیاستوال • پوځي قوماندان |
مُسْلِم بن عُقْبَه (مړینه: ۶۴ق) د اموي لښکرو قومندان و چې د حَرّه په پېښه کې یې د مدینې د پاڅون په ځپلو کې برخه اخیستې وه. هغه، د اسلام په تاریخ کې، د یو خونړي کس په توګه پېژندل کیږي او د حره پېښه کې د وژلو د پراخه رول له امله، مُسْرِف (په وینې تویولو کې اسراف کوونکی) او مجرم بلل شوی دی. د حره جګړې او د مسلم بن عقبه لخوا پر مدینه د تسلط پایله، د پیغمبر(ص) د صحابه و په شمول د ډېرو خلکو وژل، د هغوی د مالونو چورول او د هغوی پر ښځو او لوڼو تیری ثبت شوی دی. نقل شوي چې مسلم بن عقبه د مدینې خلک له یزید بن معاویه سره د غلامۍ په شرط بیعت کولو ته اړ کړل او هغه کسان یې ووژل چې بیعت یې ونه کړ.
د مسلم بن عقبه لخوا د حره پېښې په بهېر کې له امام سجاد(ع) سره چلند او د امام(ع) غبرګون، هغه موضوعات دي چې شیعه محققانو د شیعه امامانو د سیاسي چلند د تحلیل په اړه په بېلابېلو سیاسي شرایطو کې پرې بحث کړی دی. په ځینو تاریخي راپورونو کې راغلي چې مسلم بن عقبه، د یزید د سپارښتنې له مخې، له امام سجاد(ع) سره په نیکۍ چلند وکړ او اجازه یې ورکړه چې هغه له یزید سره د غلامۍ په شرط بیعت ونه کړي. په نورو راپورونو کې ویل شوي چې امام(ع) پخپله د غلامۍ په شرط د بیعت وړاندیز کړی و. دا وروستی قول لانجمن دی او جعلي بلل شوی دی.
تاریخي حیثیت او ځانګړنې
مُسْلِم بن عُقْبَه، په حره پېښې کې د مدینې د خلکو د پاڅون په ځپلو کې د اموي لښکرو قوماندان کې و[۱] او د یو وینې تویوونکي کس په توګه په تاریخ کې ثبت شوی دی.[۲] هغه د دې وژنو د پراخه رول له امله مُسْرِف (په وینې تویولو کې اسراف کوونکی) او مجرم بلل شوی دی. [۳] د مدینې پر وړاندې د هغه تاوتریخوالی دومره و چې وروسته، د مدینې ځینو حاکمانو، د خلکو د وېرولو او فرمانبردارۍ لپاره، خپل ځان د مسلم بن عقبه په څېر معرفي کاوه.[۴] مسلم بن عقبه د شمر بن ذیالجوشن او بُسر بن اَرْطاة ترڅنګ د بني امیه له ډېرو زړه سختو قومندانانو څخه شمېرل شوی دی.[۵] د حرې د پېښې پر مهال د مسلم بن عقبه له امام سجاد(ع) سره د چلند څړنګوالی او د هغې په وړاندې د امام غبرګون، له هغه موضوعاتو دي چې شیعه محققانو د شیعه امامانو د سیاسي چلند د تحلیل په اړه په بېلابېلو سیاسي شرایطو کې پرې بحث کړی دی.[۶]
مسلم بن عقبة بن ریاح بن اسعد مُرِّیّ د دمشق اوسېدونکی و.[۷] ویل شوي چې هغه د پیغمبر(ص) زمانه هم لیدلې وه، خو د هغه حضرت د اصحابو په لیسټ کې نه دی شمېرل شوی.[۸] مسلم بن عقبه د اموي دولت یو سیاستوال او قومندان و[۹] او د صفین په جګړه کې یې د شام د پلي لښکرو قومنداني پر غاړه درلوده.[۱۰] د معاویة بن ابي سفیان په وینا، هغه د خپلې مړینې پر مهال، مسلم بن عقبه خپل زوی یزید د خپلو سیاسي وصیتونو د رسولو واسطه ګرځولې وه.[۱۱]
په ځینو سرچینو کې، د مسلم بن عقبه ظاهري ځانګړتیاوې ذکر شوي دي: یو سترګی، ګلابي مخ او سپین ویښتان، چې کله به یې تګ کاوه، ته وا خپلې پښې له خټو راوباسي.[۱۲] مرتضي مطهري د هغه دا نیمګړتیاوې، د یوې نفسیاتي قاعدې (د جبران میکانیزم) له مخې، د هغه د ظلم او تاوتریخوالي لامل بللی او ویلي یې دي چې د دې قاعدې له مخې، هغه څوک چې نقص لري، هڅه کوي په هر ډول یې جبران کړي او کله ناکله خپل نقص او نیمګړتیا د نورو په ځپلو او ټیټولو سره جبرانوي.[۱۳]
د حره په پېښه کې رول
مسلم بن عقبه د حره پېښې د اموي لښکرو قومندان و؛ دا پېښه د نه بیان وړ [۱۴] او د کربلا له پیښې وروسته تر ټولو بوږنوونکې پېښه بلل شوې ده.[۱۵] د مدینې د خلکو له پاڅون وروسته، یزید بن معاویه د مسلم بن عقبه تر قومندانۍ لاندې یوه لښکر د پاڅون د ځپلو لپاره ولېږه.[۱۶] د ځینو سرچینو په وینا، یزید د لښکر د بدرګې پر مهال، په ټینګار سره له مسلم بن عقبه وغوښتل چې مقاومت کوونکي ووژني.[۱۷] هغه هم وعده وکړه چې مدینې ته په رسېدو به له خلکو دوه شیان وغواړي: یا بیعت یا مرګ.[۱۸] د مدینې د خلکو د مقاومت له ماتې او د ښار له سقوط وروسته، مسلم بن عقبه درې ورځې خپل لښکر ته د خلکو پر ژوند، مال او ناموس د تسلط او تیري اجازه ورکړه.[۱۹]
د حره جګړې او د مسلم بن عقبه لخوا پر مدینې د ولکې پایله، د پېغمبر(ص) د اصحابو په شمول د مدینې د ډېرو خلکو وژل،[۲۰] د هغوی د اموالو چورول[۲۱] او د هغوی پر ښځو او لوڼو تیری[۲۲] ثبت شوی دی. نقل شوي چې مسلم بن عقبه د مدینې خلک له یزید بن معاویه سره د غلامۍ په شرط بیعت کولو ته اړ کړل او هغه کسان یې ووژل چې دا شرط یې نه و منلی.[۲۳] راپورونه وايي چې مسلم بن عقبه، له حره پېښې وروسته، په ځینو مواردو کې د «خلیفه اطاعت» او «د جماعت ساتنې» په موخه د داسې عمل لپاره له خدای څخه مننه کړې ده.[۲۴] د رسول جعفریان په نظر، دا عمل یې د شامیانو ترمنځ د یوې عامې عقیدې تر اغېز لاندې و چې امویانو په هغوي کې پخه کړې وه؛ دا چې د خلیفه اطاعت او د جماعت ساتنه په هر حالت کې (حتی د مذهبي او اخلاقي شرایطو پرته) اړینه ده.[۲۵]
د طبري د تاریخ په حواله، مسلم بن عقبه د مدینې لور ته د حرکت له پیل څخه ناروغ و. [۲۶] د مدینې د غورځنګ له ځپلو وروسته، هغه د عبدالله بن زبیر په مشرۍ د مکې د خلکو د غورځنګ د ځپلو په نیت هلته روان شو چې په لاره کې (په ابواء[۲۷] یا مُشَلَّل[۲۸]) کې مړ شو.[۲۹] د هغه مړینه د ۶۴ق کال د محرم په پای کې ثبت شوې ده.[۳۰] ویل شوي چې د هغه له دفن وروسته، د هغه قبر پرانستل شو او مړی یې راوویستل او پر دار وځړول شو او خلکو پرې تیږې او غشي وویشتل.[۳۱]
| « | د مسلم بن عقبه د شر دفع کولو لپاره د امام سجاد(ع) دعا:
«ای پالونکیه، څومره نعمتونه دي چې تا ما ته راکړي او زما شکر پرې کم و، او څومره ناوړه پېښې دي چې تا زه ورسره مخ کړم او زما صبر پرې کم و. نو ای خدایه چې د نعمتونو د ورکولو پر مهال زما شکر کم و، خو تا زما مرسته پرېنښوده، ای هغه بخښونکیه چې بخښښ یې هیڅکله نه ختمیږي، او ای هغه چې بې شمېره نعمتونه لري، پر محمد او د هغه پر آل باندې درود ولېږه او د دې سړي شر زما څخه واړوه. نو بې شکه ما ته د هغه په وړاندې ودرولې (او له تانه غواړم چې هغه زما خوا ته له راتلو څخه منع کړې) او د هغه له بدۍ او آزار څخه تا ته پناه وړم.»[۳۲] |
» |
مسلم بن عقبه او امام سجاد(ع)
په سرچینو کې، د حره پېښې په بهېر کې د مسلم بن عقبه له امام سجاد(ع) سره د چلند په اړه راپورونه راغلي[۳۳] چې مختلف او ناهمغږي بلل شوي دي.[۳۴] په ځینو کې راغلي چې مسلم بن عقبه، د یزید بن معاویه د سپارښتنې له مخې،[۳۵] له امام سجاد(ع) سره په نیکۍ چلند وکړ.[۳۶] د یزید د دې سپارښتنې دلیل، په دې پاڅون کې د امام(ع) نه ګډون ثبت شوی دی.[۳۷]
په نورو سرچینو کې راغلي چې مسلم بن عقبه د امام سجاد(ع) د درنښت نیت نه درلود او د امام(ع) له راتلو مخکې یې، په غوسه سره هغه او د هغه نیکونوته بد رد ویل، خو کله چې امام(ع) راغی، له هغه سره یې په نیکۍ چلند وکړ.[۳۸] له مسلم بن عقبه څخه د دې بدلون دلیل پوښتل شوی او هغه ویلي چې دا بدلون د هغه په لاس کې نه و او هغه وېره وه چې د امام(ع) له امله یې په زړه کې پیدا شوې وه.[۳۹] د مسعودي[۴۰] او شیخ مفید[۴۱] په حواله، دا بدلون د هغه دعا له امله و چې امام(ع) د مسلم بن عقبه د شر دفع کولو لپاره لوستې وه. د اهل سنت مورخینو، طبري او ابناثیر، لیکلي چې امام سجاد(ع) د مسلم بن عقبه له وېرې مروان بن حکم او عبدالملک بن مروان ته پناه وړې وه او هلته ورغلی و؛ خو مسلم امام ته ویلي که د یزید سپارښتنه نه وای، د دې دواړو د شفاعت باوجود به یې وژلی وای. [۴۲] ځینو محققانو، د دلایلو په وړاندې کولو سره، دا راپور (د مروان او زوی لخوا د امام شفاعت) تضعیف کړی دی.[۴۳]
د مسلم بن عقبه او امام سجاد(ع) ترمنځ د چلند بله موضوع د امام(ع) د بیعت طرز او ډول دی.[۴۴] په ځینو سرچینو کې راغلي چې مسلم بن عقبه له ټولو د یزید د غلامۍ په شرط بیعت واخیست، پرته له علي بن حسین(ع) او د عبدالله بن عباس له یوه زوی.[۴۵] پرعکس، د یعقوبي له قوله، امام سجاد(ع) پخپله د غلامۍ په شرط له مسلم بن عقبه سره بیعت وکړ.[۴۶] د مدینې خلکو هم، کله چې د امام(ع) بیعت ولید، وې ویل چې کله چې هغه د رسول الله زوی دی او په داسې شرط یې بیعت کړی، موږ ولې بیعت ونه کړو ترڅو له مرګه وژغورو.[۴۷] سید جعفر شهیدي دا نقل جعلي بللی دی. د هغه په نظر، دا نقل د مدینې د اشرافو د زامنو له خواجعل شوی چې غوښتل یې د خپلو پلرونو د غلامۍ په شرط له مسلم بن عقبه سره د بیعت قباحت کم کړي.[۴۸]
فوټ نوټ
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، بیروت، ج۵، ص۴۸۳.
- ↑ عقاد، ابوالشهداء الحسين بن علی(ع)، ۱۴۱۵ق، ص۱۶۲-۱۶۳.
- ↑ ابناثیر، اسدالغابة، ۱۴۰۹ق، ج۳، ص۱۱۵؛ ابنکثیر، البدایة و النهایة، بیروت، ج۶، ص۲۳۴.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بیروت، ج۲، ص۳۷۵.
- ↑ عقاد، ابوالشهداء الحسين بن علی(ع)، ۱۴۱۵ق، ص۱۶۲-۱۶۳؛ سبحانی، فروغ ولایت، ۱۳۸۰ش، ص۷۴۶.
- ↑ مطهری، حماسه حسینی، ۱۳۸۲ش، ج۲، ص ۱۲۳؛ شهیدی، زندگانی علی بن الحسین(ع)، ۱۳۶۷ش، ص۸۴-۸۶؛ جعفریان، تاریخ خلفاء، ۱۳۸۲ش، ص۶۲۰.
- ↑ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۵۸، ص۱۰۲.
- ↑ ابنعساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۵۸، ص۱۰۲.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۴ق، ج۲، ص۴۶۷؛ ابناثیر، الكامل فی التاريخ، ۱۳۸۵ق، ج۳، ص۳۸۱.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، بیروت، ج۵، ص۱۲؛ ابناثیر، الكامل فی التاريخ، ۱۳۸۵ق، ج۳، ص۲۹۴.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، بیروت، ج۵، ص۳۲۳.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: عقاد، ابوالشهداء الحسين بن علی(ع)، ۱۴۱۵ق، ص۱۶۳.
- ↑ مطهری، حماسه حسینی، ۱۳۸۲ش، ج۲، ص۹۴.
- ↑ سیوطی، تاریخ الخلفاء، ۱۴۱۷ق، ص۲۴۶.
- ↑ مسعودی، التنبیه و الاشراف، ۱۸۹۳م، ص۳۰۶.
- ↑ ابنکثیر، البدایة و النهایة، بیروت، ج۶، ص۲۳۳-۲۳۴.
- ↑ ابنقتیبه، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۳۲.
- ↑ ابنقتیبه، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۳۲.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بیروت، ج۲، ص۲۵۰؛ طبری، تاریخ الطبری، بیروت، ج۵، ص۴۹۱؛ ابنکثیر، البدایة و النهایة، بیروت، ج۶، ص۲۳۴.
- ↑ ابنقتیبه، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۳۷-۲۳۸.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۴ق، ج۵، ص۳۲۷.
- ↑ سیوطی، تاریخ الخلفاء، ۱۴۱۷ق، ص۲۴۶.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بیروت، ج۲، ص۲۵۱؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۴ق، ج۴، ص۷۹.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۴ق، ج۵، ص۳۳۱؛ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۴ق، ج۵، ص۳۳۷.
- ↑ جعفریان، تاریخ خلفاء، ۱۳۸۲ش، ص۵۷۷.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، بیروت، ج۵، ص۴۸۳.
- ↑ ابن عبد ربه، العقد الفريد، ۱۴۰۷ق، ج۵، ص۱۳۹.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۴ق، ج۵، ص۳۳۷.
- ↑ ابنقتیبه، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۴۱؛ ابوحنیفه دینوری، اخبارالطوال، ۱۳۷۳ش، ص۲۶۷؛ مسعودی، مروج الذهب، ج۳، ۱۴۰۹ق، ص۷۱.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، بیروت، ج۵، ص۴۹۶؛ ابناثیر، الكامل فی التاريخ، ۱۳۸۵ق، ج۴، ص۱۲۳.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۴ق، ج۵، ص۳۳۱-۳۳۲؛ ابنقتیبه، الامامة و السیاسة، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۲۴۲.
- ↑ مفید، الارشاد، تهران، ج۲، ص۱۵۱.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: مسعودی، مروج الذهب، ج۳، ۱۴۰۹ق، ص۷۰-۷۱.
- ↑ زاهدی توچائی، «تأملی در اخبار ملاقات امام زینالعابدین(ع) با مسلم بن عقبه در قیام حره»، ص۹۳.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، بیروت، ج۵، ص۴۸۴.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، بیروت، ج۵، ص۴۹۳-۴۹۴؛ مسعودی، مروج الذهب، ج۳، ۱۴۰۹ق، ص۷۰.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، بیروت، ج۵، ص۴۸۴؛ ابناثیر، الكامل فی التاريخ، ۱۳۸۵ق، ج۳، ص۳۸۱.
- ↑ مسعودی، مروج الذهب، ج۳، ۱۴۰۹ق، ص۷۰.
- ↑ مسعودی، مروج الذهب، ج۳، ۱۴۰۹ق، ص۷۰-۷۱.
- ↑ مسعودی، مروج الذهب، ج۳، ۱۴۰۹ق، ص۷۰-۷۱.
- ↑ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۲، ص۱۵۱.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، بیروت، ج۵، ص۴۹۳؛ ابناثیر، الكامل فی التاريخ، ۱۳۸۵ق، ج۴، ص۱۱۹.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: زاهدی توچائی، «تأملی در اخبار ملاقات امام زینالعابدین(ع) با مسلم بن عقبه در قیام حره»، ص۹۶-۹۸.
- ↑ زاهدی توچائی، «تأملی در اخبار ملاقات امام زینالعابدین(ع) با مسلم بن عقبه در قیام حره»، ص۹۳.
- ↑ مسعودی، مروج الذهب، ج۳، ۱۴۰۹ق، ص۷۰؛ ابناثیر، الكامل فی التاريخ، ۱۳۸۵ق، ج۴، ص۱۱۹-۱۲۰.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، بیروت، ج۲، ص۲۵۱.
- ↑ طبری، تاریخ الطبری، بیروت، ج۵، ص
- ↑ شهیدی، زندگانی علی بن الحسین(ع)، ۱۳۶۷ش، ص۸۵-۸۶.
سرچينې
- ابناثیر، محمد بن علی، اسدالغابة فی معرفة الصحابة، بیروت، دار الفکر، ۱۴۰۹ق.
- ابناثیر، محمد بن علی، الكامل فی التاريخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ق.
- ابنعبد ربه، احمد بن محمد، العقد الفرید، تحقیق مفید محمد قمیحه و عبدالمجید ترحینی، بیروت، دار الکتب العلمية، ۱۴۰۷ق.
- ابنعساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینة دمشق، تحقیق علی شیری، بیروت، دار الفکر، ۱۴۱۵ق.
- ابنقتیبه دینوری، عبدالله بن مسلم، الامامة و السیاسة، تحقیق علی شیری، بیروت، دار الأضواء، ۱۴۱۰ق.
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة، تحقیق خلیل شحاده، بیروت، دارالفکر، بیتا.
- ابوحنیفه دینوری، احمد بن داود، اخبارالطوال، تحقیق جمالالدین شیال و محمد عبدالمنعم عامر، قم، منشورات رضی، ۱۳۷۳ش.
- بلاذری، احمد بن يحيى، جمل من انساب الاشراف، تحقيق محمدباقر المحمودی، بيروت، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ۱۳۹۴-۱۴۰۰ق.
- ذهبی، محمد بن احمد، تاریخ الاسلام و وفیات المشاهیر و الاعلام، تحقیق عمر عبدالسلام تدمری، بیروت، دار الکتاب العربی، ۱۴۰۹ق.
- جعفریان، رسول، تاریخ خلفاء (از رحلت پیامبر تا زوال امویان) قم، انتشارات دلیل ما، ۱۳۸۲ش.
- زاهدی توچائی، محمدحسن، «تأملی در اخبار ملاقات امام زینالعابدین(ع) با مسلم بن عقبه در قیام حره»، در مجله پژوهشهای قرآن و حدیث، شماره ۱، بهار و تابستان ۱۳۹۱ش.
- سبحانی، جعفر، فروغ ولایت، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۳۸۰ش.
- سیوطی، عبدالرحمن بن ابیبکر، تاریخ الخلفاء، تحقیق ابراهیم صالح، بیروت، دار صادر، ۱۴۱۷ق.
- شهیدی، سید جعفر، زندگانی علی بن الحسین(ع)، تهران، دفتر نشر فرهنگ اسلامی، ۱۳۶۷ش.
- طبری، محمد بن جریر، تاریخ الطبری (تاریخ الامم و الملوک)، تحقیق محمد ابوالفضل ابراهیم، بیروت، بینا، بیتا.
- عقاد، عباسمحمود، ابوالشهداء الحسين بن علی(ع)، تحقیق: محمد جاسم الساعدی، تهران، المجمع العالمی للتقريب بين المذاهب الإسلامية (مدیریة النشر و المطبوعات)، ۱۴۱۵ق.
- مطهری، مرتضی، حماسه حسینی، تهران، انتشارات صدرا، ۱۳۸۲ش.
- مسعودی، علی بن حسین، التنبیه و الاشراف، لیدن (هلند)، مطبعة بريل، ۱۸۹۳م.
- مسعودی، علی بن حسین، مروج الذهب و معادن الجوهر، تحقیق یوسف اسعد داغر، قم، مؤسسة دار الهجرة، ۱۴۰۹ق.
- مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله على العباد، قم، المؤتمر العالمی لألفية الشيخ المفيد، ۱۴۱۳ق.
- مفید، محمد بن محمد، الارشاد فی معرفة حجج الله على العباد، ترجمه سید هاشم رسولی محلاتی، تهران، انتشارات اسلامیه، بیتا.
- یعقوبی، احمد بن ابییعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دارصادر، بیتا.