منځپانگې ته ورتلل

موالات

د wikishia لخوا

مُوالات د یو کار د برخو تر مینځ فاصله راوستلو ته وايي. د وضو او لمونځ په کارونو کې موالات د صحیح شونی شرط دی خو په غسل کې دا شرط واجب نه دی. ځینې فقیهانو د شرعي عقدونو (لکه نکاح وغیره) په (ایجاب او قبول) کې هم دا شرط ضروري ګنلی دی. د موالات په پيژندنې کې پرتله عُرف ده. (یعنی چې عام خلک دا ووایي چې دې سړي د موالاتو خیال ساتلی نو بس صحیح ده)

پيژندګلو

موالات یعنی د دوو څیزونو یو بل پسې راتلل.[۱] په فقهي اصطلاح کې د عبادي کارونو د برخو یو بل پسې ترسره کولو ته موالات ویل کیږي.[۲] فقیهانو د موالاتو پرتله او معیار عرف ګرځولی دی.[۳]

د واجبیدو ځایونه

د موالاتو خیال ساتل د ځینې عبادتونو د صحیح شونې لپاره شرط دی لکه:

  • لمونځ: د لمانځه برخې لکه قرائت، رکوع او سجده باید یو بل پسې راشي. د موالات پریښودل لکه چې په عرف کې ونه ویل شي چې لمونځ کوي لمونځ باطلوي.[۴] خو سجده او رکوع اوږدول یا لوی سورتونه په لمانځه کې تلاوت کول موالات له منځّ نه وي.[۵]
  • وضو: په وضو یا چاردام کې د وینځلو او مسحه کولو تر مینځ نباید فاصله او وټ راشي. تر دې چې د وینځلو او مسحه کولو تر مینځ وټ کې وړاندې غړی وچ شي.[۶]
  • اذان او اقامه: د شیعه فقیهانو د اذان او اقامې د صحیح شونې لپاره د موالاتو شرط ایښې دی چې باید د اذان د ذکرونو تر مینځ فاصله رانه شي.[۷]
  • شرعي تړونونه: د ځینې فقیهانو د فتوا مطابق د شرعي عقدونو تر مینځ موالات ضروري دي. لکه پلورل او پیرودل (خرید و فروش) او نکاح چې دوه برخه ایجاب او قبول لري او د دواړه اړخونو راضي شونه یوې خاصې صیغې سره ترسره کیږي.[۸]

په غسل کې مستحب شونه

د شیعه عالم فیض کاشاني په وینا په غسل کې موالات واجب نه دي؛[۹] که څه هم په غسل کې د هغې ترسره کول مستحب ګڼلی شوی دي.[۱۰]

فوټ نوټ

  1. ↑ ابن منظور، لسان العرب، ۱۴۱۴ق، ج۱۵، ص۴۱۲(ذیل واژه ولی).
  2. ↑ بصمه‌جی، معجم مصطلحات الفاظ الفقه الاسلامی، ۲۰۰۹م، ص۵۵۶.
  3. ↑ مشکینی، مصطلحات الفقه، ۱۴۲۸ق، ص۵۱۸.
  4. ↑ کاشف الغطاء، سؤال و جواب، مؤسسه کاشف الغطاء، ص۷۶؛ بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۶۰۲، م۱۱۱۴.
  5. ↑ بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۶۰۳، م۱۱۱۶.
  6. ↑ بنی‌هاشمی خمینی، توضیح المسائل مراجع، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۱۷۳، م۲۸۳ و ۲۸۴.
  7. ↑ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، مؤسسة النشر الاسلامی، ج۲، ص۴۲۵.
  8. ↑ شیخ انصاری، کتاب المکاسب، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۱۵۷-۱۶۱.
  9. ↑ فیض کاشانی، معتصم الشیعه، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۴۲۳.
  10. ↑ فیض کاشانی، معتصم الشیعه، ۱۴۲۹ق، ج۱، ص۴۲۳.

سرچينې

  • ابن منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، تصحیح احمد فارس، بیروت، دارالفکر للطباعه، ۱۴۱۴ق.
  • بصمه‌جی، سایر، معجم مصطلحات الفاظ الفقه الاسلامی، دمشق، صفحات للدراسات و النشر، ۲۰۰۹م.
  • بنی‌هاشمی خمینی، سید محمدحسن، توضیح المسائل مراجع، تهران، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۳۸۳ش.
  • شیخ انصاری، مرتضی بن محمدامین، کتاب المکاسب و البیع و الخیارات، قم، کنگره جهانی بزرگداشت شیخ اعظم انصاری، ۱۴۱۵ق.
  • طباطبایی حکیم، سید محسن، مستمسک العروة،‌ بیروت، دار احیاء التراث العربی.
  • طباطبایی یزدی، سید محمدکاظم، العروة الوثقی (محشی)، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۹ق.
  • فیض کاشانی، محمدمحسن بن شاه‌مرتضی، معتصم الشیعه فی احکام الشریعه، تهران، مدرسه عالی شهید مطهری، ۱۴۲۹ق.
  • کاشف الغطاء، محمدحسین بن علی، سؤال و جواب، مؤسسه کاشف الغطاء، بی‎تا.
  • مشکینی، میرزاعلی، مصطلحات‌الفقه، قم، الهادی، ۱۴۲۸ق.