ناصریه کتابتون

د wikishia لخوا
د ناصریه کتابتون د ننوتلو بلبورډ

ناصریه کتابتون یا صاحب عَبَقات کتابتون، د هند په لکهنو کې یو دیني کتابتون دی. دغه کتابتون په هند کې یو شیعه عالم سید محمد قلي موسوي هندي (وفات ۱۲۶۸ق) جوړ کړی دی. د هغه له وفاته وروسته یې زامنو میرحامد حسین او اعجاز حسین او لمسي یې ناصر حسین هغه پراخ او بشپړ کړ. هغوي همداراز له اسلامي هیوادونو خطي (لاسي) نسخې برابر کړې.

د الغدیر کتاب لیکوال علامه امیني هند ته په خپل سفر کې د ناصریه کتابتون کتنه وکړه او هغه یې د ارزښمتنو اثارو او کمیابو نسخو د لرلو په وجه بې ساری وباله.

بنسټګر

د ناصریه کتابتون بنسټګر په علامه کُنتوري مشهور سید محمد قلي موسوي هندي (۱۱۸۸-۱۲۶۸ق) په هند کې له شیعه عالمانو څخه و.[۱] هغه همداراز د اسلامي فرهنګ او معارفو په برخه کې ځینې کتابونه لیکلي دي.[۲] د الحیات کتاب د لیکوال محمد رضا حکیمي په لیکنه، د میر حامد حسین کورنۍ د دیارلسمې قمري پېړۍ له پېله د کتابتون بنسټ جوړولو ته ملا وتړله.[۳]

دغه کتابتون په لکهنو کې دی او دولتي بجټ لري.[۴]

پراختیا او بشپړتیا

په لکهنو کې د ناصریه کتابتون د ودانۍ یوه نظاره

سید محمد قلي موسوي ناصریه کتابتون خپل اولاد ته وقف کړ.[۵] له دې امله د هغه له وفاته وروسته یې چلونه د میر حامد حسین په غاړه شوه.[۶] هغه کتابتون پراخ کړ او د خپل ورور د کشف الحجب کتاب لیکوال اعجاز حسین په مرسته یې د نظر وړ کتابونو د برابرولو لپاره ډېرو اسلامي هیوادونو ته سفرونه وکړل او د سلګونو کتابونو په اخستلو سره یې کتابون بډایه کړ.[۷] میر حامد حسین، د اسلامي کتابونو د برابرولو لپاره د نورو ښارونو عالمانو او مشرانو ته لیکونه ولیکل او تر څو چې ممکنه وه د اصل نسخو د برابرولو هڅه یې کوله او که ممکنه به نه وه نو ځینې کسان به یې د نسخه لیکلو لپاره د کتاب د ساتلو ځای ته استول.[۸]

د میر حامد حسین له وفاته وروسته، د کتابتون سرپرستي یې په ناصرالملة مشهور زوي ناصر حسین ته ورسیده.[۹] د ناصر الملة په زمانه کې کتابتون په بنسټیزو بدلونونوسره په یوې لویې ودانۍ بدل شو او دوه چنده مشهور شو او له دې امله په ناصریه مشهور شو.[۱۰]

کتابونه

د کتاب«فهرست نسخ خطی کتابخانه ناصریه» د جلد لپاسه تصویر

د الغدیر کتاب لیکوال او نسخه پيژاندي علامه امیني په هغه سفر کې چې په ۱۳۸۰ ق کال کې یې هند ته لره، د ناصریه کتابتون کتنه وکړه.[۱۱] هغه ویلي چې په اسلامي نړۍ کې یې په خپل ژوند کې داسې کتابتون چې دومره ارزښتمن او کمیابه اثارو لري نه دی لیدلی.[۱۲] علامه امیني همداراز په خپل یون لیک کې د هند کتابتون یوه احصایه وړاندې کړې او د دغه کتابتون د خطي او چاپ کتابونو شمېر یې ۳۰۲ زره ټوکه ذکر کړی دی.[۱۳] آقا بزرګ تهراني په ناصریه کتابتون کې د کابو دېرش زره خطي او چاپی کتابونو خبر ورکړی چې ډېر نفیس اسلامي کتابونه او اثار ګڼل کیږي.[۱۴]

د دغه کتابتون کابو پینځه زره نسخې خطي (لاسي) دي او اکثره یې کمیابې نسخې دي.[۱۵] د ناصر حسین د زوي سعید الملة په وینا، میر حامد حسین هندي د «الردّ علی المتعصب العنید» کتاب د نسخې د راوړلو لپاره چې د مصر په کتابتون کې وه، له میرزا حسین نوري سره مکاتبه وکړه او له کابو شلو کلونو وروسته د هغې په برابرولو بریالی شو.[۱۶]

د ناصریه کتابتون د لاسي کتابونو لړلیک په قم کې د ایت الله مرعشي په کتابتون کې موجود دی او د هغې د خطي نسخو ډېر عکسونه او فلمونه، د قم د اسلامي میراث د احیاء په مرکز کې هم موجود دي.[۱۷]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. خواجه‌پیری، «کتابخانه‌های لکهنو»، ص۱۸۹-۱۹۰.
  2. خواجه‌پیری، «کتابخانه‌های لکهنو»، ص۱۸۹-۱۹۰.
  3. حکیمی، میرحامد حسین، ۱۳۸۶ش، ص۱۳۵.
  4. انصاری قمی، «شخصیت‌شناسی علامه سید محمدقلی موسوی لکهنوی»، ص۲۰۲.
  5. خواجه‌پیری، «کتابخانه‌های لکهنو»، ص۱۸۹.
  6. خواجه‌پیری، «کتابخانه‌های لکهنو»، ص۱۹۰.
  7. خواجه‌پیری، «کتابخانه‌های لکهنو»، ص۱۹۰.
  8. خواجه‌پیری، «کتابخانه‌های لکهنو»، ص۱۹۰.
  9. خواجه‌پیری، «کتابخانه‌های لکهنو»، ص۱۹۰.
  10. خواجه‌پیری، «کتابخانه‌های لکهنو»، ص۱۹۰.
  11. غفرانی، «دو سند در مورد کتابخانه ناصریه هند»، ص۱۹۲.
  12. غفرانی، «دو سند در مورد کتابخانه ناصریه هند»، ص۱۹۲.
  13. صادقی، «تألیفات شیعه در شبه‌قاره هند»، ص۳۵.
  14. آقابزرگ تهرانی، نقباء البشر، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۳۷۴.
  15. خواجه‌پیری، «کتابخانه‌های لکهنو»، ص۱۹۰.
  16. خواجه‌پیری، «کتابخانه‌های لکهنو»، ص۱۹۰.
  17. انصاری قمی، «شخصیت‌شناسی علامه سید محمدقلی موسوی لکهنوی»، ص۲۰۲.

سرچينې

بهرنۍ لینک