وقف

د wikishia لخوا
دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.

وقف هغه عقد دی چې پکې یو مال بخښل کیږي چې ټول خلک یا کوم خاص خلک یې له ګټو استفاده وکړي. په وقف کې، واقف او هغه کسان چې ورپاره وقف شوی، د وقفي مال د خرڅولو یا بخښلو حق نه لري. په قرآن کې په صراحت سره د وقف خبره نه ده شوې . په روایتونو کې د «صدقه جاریه» په نوم سره په هغه تاکید شوی دی. د وقف مخینه له اسلامه مخکې وخت ته ورګرځي. البته د پېغمبر(ص) په زمانه کې وقف په صحابه و کې دود شو او د پېغمبر(ص) او امام علي(ع) د موقوفاتو نمونې په سرچینو کې ذکر شوې دي.

وقف د اسلام له عقودو څخه دی چې په فقهي کتابونو کې یې د صحیح والي د شرایطو او احکامو خبره شوې ده. وقف په دوو ډولونو عام وقف او خاص وقف تقسیمیږي.

د جومات، مدرسې، کتابتون، روغتون او زیارت جوړول د وقف موارد معرفي شوې دي. په اسلامي هیوادونو کې د اوقاف ادارې لپاره سازمانونه موجود دي.

فقهي تعریف او احکام

د فقیهانو په اصطلاح کې وقف هغه عقد دی چې پکې یو مال بخښل کیږي چې یوازې له ګټو یې استفاده وشي.[۱] د مثال په توګه یو ځای فقیرانو ته مخصوص او وقف شي چې فقیران یې له ګټو استفاده وکړي، بې له دې چې دغه د پېر پلور قابل وي.[۲] په وقف کې مال د وقف کوونکي له ملکیته وځي.[۳] او نه هغه او نه هغه څوک چې مال ورپاره وقف شوی، د هغې د خرڅولو یا بخښلوحق لري.[۴]

وقف هماغه «صدقه جاریه» ګڼل شوې ده[۵] چې په حدیثونو کې استعمال شوې ده؛[۶] ځکه چې ګټې او منفعت یې همیشه پاتې وي.[۷]

عام وقف او خاص وقف

اصلي مقالې: عام وقف او خاص وقف

په فقهي کتابونو کې وقف په دوو ډولونو عام او خاص وېشل شوی دی: کوم وقف چې د عام هدف لپاره یا د عامو خلکو لپاره وشي هغه ته عام وقف وایي؛ لکه مدرسه، روغتون او د فقیرانو یا اهل علم لپاره مالي وقف. خو کوم وقف چې د عام هدف لپاره خو د یوې خاصې ډلې او خاصو کسانو لپاره وي هغه ته خاص وقف ویل کیږي. لکه یو ځای د یو کس یا خاصو کسانو لپاره وقف شي.[۸]

حیثیت او اهمیت

وقف د فقهې له بابونو دی او په فقهي کتابونو کې، د هغه د صحیح والي د شرایطو او احکامو په اړه بحث کیږي.[۹] په روایي کتابونو کې د صدقې ، هبې او داسې نورو تر څنګ راغلی دی.[۱۰]

په قرآن کې د وقف نوم نه دی راغلی؛ خو د آیات الاحکام په کتابونو کې وقف د سُکنی ( د یو ټاکلي وخت لپاره د یو مال له ګټې استفاده) او صدقې او هبې په ردیف کې معرفي شوی و د مُنجّزه عطاګانو ( هغه مال چې بلا عوض نورو ته ورکول کیږي) تر کلي عنوان لاندې راغلی او د قران د ځینو مفاهیمو لکه انفاق او د مال د بخښلو مصداق ګڼل شوی دی.[۱۱]

د روایتونو له مخې صدقه جاریه (وقف) له هغو شیانو دی چې د مومن له مرګه وروسته هم جاري وي او د هغه لپاره ګټه ور وي.[۱۲] البته په دې روایتونو کې د وقف له ټکې کمه استفاده شوې او د صدقې تعبیر زیات رایج دی.[۱۳] خو د وقف د احکامو اړوندو روایتونو کې د وقف ټکی کارول شوی دی.[۱۴]

وقف د مسلمانانو تر مینځ له هغو موضوګانو پاتې شوی چې ډېر بحث پرې شوی او پر فقهي لیکنو سربېره پوره پوره کتابونه او ډېرې مقالې هم پرې لیکل شوې دي. د وقف د ماخذ پېژندنې په کتاب کې ، چې سید احمد سجادي لیکلی د وقف په زمینه کې د ۶۲۳۹ لیکنو ذکر شوی چې پکې کتابونه، مقالې، تیسیز،خطي نسخې، خبر، او د مجلو راپورونه معرفي شوې دي.[۱۵]

تاریخچه

د شاه سلطان حسین د وقف نامې لومړی مخ د دولسمې قمري پیړۍ د مشهور خطاط احمد نیریزي په خط، چې پکې د علي اباد په نامه مشهور د ایزد خواست په نامه یو پټی وقف شوی دی.

وقف ډېره زړه مخینه لري او ویل شوي چې له اسلامه مخکې هم موجود و[۱۶] خو له اسلامه وروسته، د پېغمبر(ص) له هماغه زمانې په مسلمانانو کې په یو دود شي بدل شو[۱۷] د اسلام پېغمبر(ص) په خپله ځینې مالونه وقف کړل.[۱۸] منجمله په لومړي ځل یې یوه ځمکه د ابن سبیل د استفادې لپاره وقف کړه.[۱۹] همداراز له جابر بن عبدالله انصاري نقل شوې چې په صحابه و کې څوک نه وو چې له مالي لحاظه وس ولري خو څه دې وقف نه کړي.[۲۰]

په امامانو کې تر ټولو زیات موقوفات امام علي(ع) لرلې دي.[۲۱] د ابن شهر آشوب په وینا، امام علي(ع) په یَنبُع کې سل چینې جوړې او حجیانو ته یې وقف کړې. همداراز د کوفې او مکې په لاره کې یې څاګانې وکنلې او په مدینه، میقات، کوفې او بصرې کې یې جوماتونه جوړ کړل او وقف یې کړل.[۲۲]

بیا د مسلمانانو موقوفات داسې پراخ شول چې د بني امیه و په زمانه کې د هغې د چلولو لپاره یوه اداره جوړه شوه او له دې پړاوه وروسته حکومت د موقوفاتو د ادارې عهده دار شو.[۲۳]

استعمالونه

د وقف په باره کې په ځینو لیکنو کې د وقف د اقتصادي او ټولنیزو اثارو خبره شوې ده.[۲۴] د تاریخي راپورونو له مخې د وقف د استعمال ځینې موارد دا دي: د جوماتونو، مدرسو (ښوونځیو) کتابتونونو، روغتونونو، مرستونونو، آب انبارونو، کاریزونو جوړول، د فقیرانو، یتیمانو معیوبانو او بندیانو خیال ساتل او د عالمانو د ژوند د خرچو پوره کول.[۲۵] له دې امله یې ویلي چې وقف د ټولنیز تامین، روغتیا او درملنې او د علومو او فنونو په پراختیا کې رول لرلی دی.[۲۶]

  • ځینو کسانو د تاریخي څېړنو له مخې د وقف استعمال په لاندینیو څلورو ځایونو تقسیم کړی دی:
  • فرهنګي چارې؛ لکه د ښوونځيو مدرسو، کتابونو او کتابتونونو تاسیس
  • بهداشتي چارې؛ لکه د روغتون، مرستون او حمام جوړول
  • ټولنیزې او هوساویزې چارې؛ لکه د کاروان سرایونو، پلونو، رباط، د اوبو زېرمه تون، کاریز او کارخانو جوړول
  • مذهبي چارې؛ لکه د جوماتونو او زیارتونو جوړول[۲۷]

نن سبا مذهبي ځایونه لکه د امامانو حرم، جوماتونه، علمیه حوزې زیاتره د موقوفاتو له لارې په حاصلو شویو عایداتو سره اداره کیږي.[سرچینې ته اړتیا]

د موقوفاتو اداره

په اصفهان کې د علمیه حوزې لپاره د تذکرة الفقها کتاب وقفنامه

په اسلامي ټاټوبو کې د موقوفاتو پراختیا په اسلامي هیوادونو کې د دولتي سازمانونو د جوړېدو سبب شوې ده. دا مساله اوږده مخینه لري او د تاریخي راپورونو په اساس د امویانو پړاو ته ورګرځي. په دې پړاو کې د بصرې ښار قاضي توبة بن نَمِر امر وکړ چې موقوفات دې ثبت شي. هغه همداراز په دې ښار کې د اوقافو دیوان جوړ کړ.[۲۸]

د ایلخانانو په پړاو کې د « موقوفاتو د حکومت» په نامه یوه اداره وه چې د قاضي القضات تر څارنې لاندې یې کار کاوه؛[۲۹] په ایران کې په لومړي ځل د صفویانو په پړاو کې د اوقافو د ادارې لپاره خپلواکه تشیکلات جوړ شول. دې ادارې په لویو ښارونو کې استازي لرل چې «د اوقافو وزیر» نومېدل.[۳۰]

په اسلامي هیوادونو کې د اوقافو د ادارې لپاره ځانګړې سازمانونه شته دي منجمله د ایران د اوقافو او خیریه چارو سازمان،[۳۱] د عراق د شیعي وقف دیوان او سني وقف دیوان،[۳۲] د مصر د اوقافو وزارت،[۳۳] د کویت د اوقافو او اسلامي چارو وزارت[۳۴] او د سعودي عربستان د اوقافو عالي شورا له هغو څخه دي.[۳۵]

د وقف د صحیحوالي شرایط

فقیهانو د وقف د صحیحوالي لپاره ځینې شرایط په دې څلورو زمینو کې راوړې دي: هغه مال چې وقف کیږی، واقف (وقف کوونکی، هغه څوک چې ورپاره وقف کیږی او څلورم هم په خپله د وقف کولو عمل.

هغه مال چې وقف کیږی

کوم مال چې وقف کیږي باید څلور شرطونه ولری:

  • معلوم خارجي وجود ولري. د دې شرط مطابق، نه شو کولی هغه مال چې له چا سره یې لرو، وقف کړو یا یو کور وقف کړو بې له دې چې په ګوته کړو کوم یو کور مو مطلب دی.
  • د ملکیت وړتیا ولري. د دې شرط له مخې، د مثال په توګه، خنزیر نه شو وقف کولی؛ ځکه چې د مسلمان په ملکیت کې نه راځي.
  • د هغه له ګټو استفاده ممکنه وي او په دې کار سره، اصل مال له مینځه لاړ نه شي. د دې شرط په اساس پېسې نه شي وقف کېدی؛ ځکه چې که استفاده ترې وشي نو اصل یې له مینځه ځي.
  • له واقفه د وقفي مال اخستل، جایز وي. پر دې اساس نه شو کولی هغه مال چې د بل چا دی، وقف کړو؛ ځکه چې د هغه مال اخستل جایز نه دي.[۳۶]


واقف

وقف کوونکی باید بالغ وي، عقلي ودې ته رسېدلی وي او په خپل مال کې د تصرف (لاسوهنې) اجازه ولری.[۳۷]

هغه کسان چې وقف ورپاره کیږي

هغه کس چې د چا لپاره وقف کیږي باید موجود وي، په ګوته شوی کس یا کسان وي او وقف کول ورته حرام نه وي. د دغه شرطونو مطابق د هغه چا لپاره چې لا نه دی پېدا شوی، څه نه شو وقف کولی. همداراز د شوکمارو او حربي کافرانو لپاره هم څه نه شي وقف کېدی؛ ځکه چې د دوي لپاره وقف کول حرام دي.[۳۸]

د وقف کولو عمل

وقف کول هغه وخت صحیح دي چې لاندیني شرطونه ولري:

  • دائمي او همېش والی؛ یعنې وقف باید معلومه موده ونه لري، پر دې اساس د یوې خاصې مودې لپاره وقف کول صحیح نه دي. همداراز د یو خاص کس لپاره وقف کول هم صحیح نه دي ځکه چې د هغه په مرګ سره وقف ختمیږي.
  • فعلیت لرل؛ یعنې نه شو کولی په راتلونکي کې (مثلا له فلانکۍ میاشتې) د وقف کولو صیغه جاري کړو.
  • د مال اخستل. تر هغه وخته پورې چې هغه څیز چې وقف شوی له واقفه وانه خستل شي، وقف بڼه نه مومي او هغه شی د هغه سړي مال ګڼل کیږي.
  • د واقف له ملکیته وتل. د دې شرط مطابق هیڅوک نه شي کولی خپل مال د ځان لپاره وقف کړي.[۳۹]

احکام

د وقف ځینې احکام د توضیح المسائل رسالې په اساس په دې ډول دي:

  • وقفي مال د واقف له ملکیته وځي او واقف نه شي کولی هغه خرڅ کړي یا یې وبخښي او چاته پکې میراث هم نه رسیږی.
  • وقفي مال د پېر پلور قابل نه وي.
  • د تقلید د ځینو مراجعو فتوا دا ده چې په وقف کې باید د وقفه صیغه جاري شي؛ خو ضروري نه ده چې په عربۍ ژبه وي؛ خو ځینې نور د تقلید مراجع بیا د صیغې لوستل لازم نه ګڼي او وایي چې که یو څه ولیکو او یا یو داسې کار وکړو چې مطلب یې وقف کول وي وقف صحیح دی.
  • د ځینو مراجعو په فتوا، په وقف کې د هغه کسانو قبلولو ته چې ورپاره وقف شوی، ضرورت نیشته. که وقف عام وي او که خاص؛ خو ځینې بیا وایي چې په خاص وقف کې، وقف هغه وخت صحیح کیږي چې د چا لپاره وقف شوی وي هغه یې ومني.
  • د خپل ځان لپاره یو مال نه شو وقف کولی. البته که مثلا یو کس د فقیرانو لپاره یو مال وقف کړي او بیا وروسته په خپله فقیر شي له هغه ماله استفاده کولی شي.
  • که موقوفه مال خراب شي له وقفه نه وځي؛ بلکې که د تعمیر وړ وي، باید ورغول شي. که وړ نه وي، باید خرڅ او پېسې یې د واقف نظر ته تر ټولو په نزدې کار ولګول شي. که دا هم ممکنه نه وي، باید پېسې یې د خېر په کارونو کې ولګیږي.[۴۰]

کتاب پېژندنه

ځینې کتابونه چې د وقف په زمینه کې لیکل شوي دا دي:


  • وقف در فقه اسلامی و نقش آن در شکوفایی اقتصاد، لیک د محمدحسن حائري یزدي. په دې کتاب کې په اسلام کې د وقف اهمیت، له اسلامه مخکې یې تاریخ ، په غیر مسلمو ولسونو کې وقف، د پېغمبر(ص) او امامانو(ع) موقوفات، د اسلامي مذهبونو له نظره یې فقهي احکام، د وقف اصطلاحات، د وقف د عایداتو د استعمال څرنګوالی، او د اسلامي اقتصاد د اهدافو په تحقق کې یې رول څېړل شوی دی.
  • احكام الوقف فى الشريعة الاسلاميه، لیک د محمد عبيد الکبیسي.دا کتاب د احکام وقف در شریعت اسلام، په نوم د احمد صادقي ګلدر له خوا په فارسۍ ژباړل او خپور شوی دی. کتاب په لومړي ځل په ۱۳۹۷ق/۱۹۷۷ عیسوي کال کې په عراق کې چاپ شو.[۴۱] په دې کې د مختلفو اسلامي مذهبونو (جعفري، حنبلي، حنفي، شافعي، زيدي، ظاهري و مالکي) د فقیهانو نظر څېړل شوی او په هره برخه کې د لیکوال نظر بیان شوی دی.[۴۲]
  • فرهنگ اصطلاحات وقف. دا کتاب د المصطلحات الوقفیه، لیک د عبیدالله عتیقي، عزالدین توني او خالد شعیب د کتاب فارسي ژباړه ده چې عباس اسماعیلي ‌زاده ترجمه کړې ده. پکې داهل سنتو د څلورګونو مذهبونو له نظره د وقف بحثونه په ۱۰۶ مدخلونو کې پرانستل او توضیح شوې دي.[۴۳]
  • احکام الوقف فی الشریعة الاسلامیة الغراء، لیک د جعفر سبحاني. د لیکوال په وینا، په کتاب کې هڅه شوې د وقف ځینې مسایل چې د متولیانو د عسر و حرج سبب کیږي حل شي.[۴۴]

فوټ نوټ

  1. وګورئ: محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸، ج۲، ص۱۶۵؛ علامه حلی، تحریر الاحکام الشریعه، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۲۸۹.
  2. مشکینی، مصطلحات‌الفقه، ۱۴۲۸ق، ص۵۶۷.
  3. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸، ج۲، ص۱۷۱.
  4. مشکینی، مصطلحات‌الفقه، ۱۴۲۸ق، ص۵۶۷.
  5. مشکینی، مصطلحات‌الفقه، ۱۴۲۸ق، ص۵۶۷؛وګورئ: طباطبایی یزدی، تکملة العروة الوثقی، کتابفروشی داوری، ج۱، ص۱۸۴.
  6. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۵۷.
  7. طباطبایی یزدی، تکملة العروة الوثقی، کتابفروشی داوری، ج۱، ص۱۸۴.
  8. جناتی، ادوار فقه و تحولات آن، ص۴۳۳.
  9. مثال په توګه وګورئ: محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸، ج۲، ص۱۶۵-۱۷۶؛ طباطبایی یزدی، تکملة العروة الوثقی، کتابفروشی داوری، ج۱، ص۱۸۴-۲۷۴.
  10. وګورئ: صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۲۳۷؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۳۰.
  11. وګورئ: به فاضل مقداد، کنزالعرفان، مکتبةالمرتضویة، ج۲، ص۱۱۳.
  12. مثال په توګه: ابن ابی‌جمهور، عوالی الئالی، ۱۴۰۵ق، ج۳، ص۲۶۰.
  13. طباطبایی یزدی، تکملة العروة الوثقی، کتابفروشی داوری، ج۱، ص۱۸۹.
  14. وګورئ: صدوق، من لا یحضره الفقیه، ۱۴۱۳ق، ج۴، ص۲۳۷-۲۴۳؛ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۳۵-۳۸.
  15. طالعی، «معرفی و نقد "مأخذشناسی وقف"»، ص۲۵.
  16. اصیلی، «کتابشناسی وقف»، ص۱۰۷.
  17. سلیمی‌فر، نگاهی به وقف و آثار اقتصادی‌-اجتماعی آن، ۱۳۷۰ش، ۵۷، ۶۶.
  18. وګورئ: ابن حیون، دعائم الاسلام، ۱۳۸۵ق، ج۲، ص۳۴۱.
  19. سلیمی‌فر، نگاهی به وقف و آثار اقتصادی‌-اجتماعی آن، ۱۳۷۰ش، ۵۵.
  20. ابن ابی‌جمهور، عوالی‌الئالی، ۱۴۰۵ق، ج۳، ص۲۶۱.
  21. سلیمی‌فر، نگاهی به وقف و آثار اقتصادی‌-اجتماعی آن، ۱۳۷۰ش، ۵۹.
  22. وګورئ: ابن‌شهرآشوب، مناقب آل‌ابی‌طالب، ۱۳۷۹ق، ج۲، ۱۲۳.
  23. سلیمی‌فر، نگاهی به وقف و آثار اقتصادی‌-اجتماعی آن، ۱۳۷۰ش، ۶۹-۷۰.
  24. مثال په توګه وګورئ: قحف، الوقف الاسلامی، ۱۴۲۱ق، ص۶۶-۷۲؛ سلیمی‌فر، نگاهی به وقف و آثار اقتصادی‌-اجتماعی آن، ۱۳۷۰ش، ص۱۴۴-۱۵۸.
  25. سلیمی‌فر، نگاهی به وقف و آثار اقتصادی‌-اجتماعی آن، ۱۳۷۰ش، ص۱۴۵-۱۴۶.
  26. وګورئ: سلیمی‌فر، نگاهی به وقف و آثار اقتصادی‌-اجتماعی آن، ۱۳۷۰ش، ص۱۴۴-۱۵۸.
  27. اصیلی، «کتابشناسی وقف»، ص۱۰۸.
  28. سلیمی‌فر، نگاهی به وقف و آثار اقتصادی‌-اجتماعی آن، ۱۳۷۰ش، ۶۹.
  29. اصیلی، «کتابشناسی وقف»، ص۱۰۷.
  30. اصیلی، «کتابشناسی وقف»، ص۱۰۸.
  31. سلیمی‌فر، نگاهی به وقف و آثار اقتصادی‌-اجتماعی آن، ۱۳۷۰ش، ص۹۴-۹۵.
  32. سازمان اوقاف، آشنایی با نظام مدیریت وقف و امور خیریه در کشور عراق، ۱۳۹۶، ص۸۰.
  33. سازمان اوقاف، آشنایی با نظام مدیریت وقف و امور خیریه در کشور مصر، ۱۳۹۶، ص۸۲.
  34. سازمان اوقاف، آشنایی با نظام مدیریت وقف و امور خیریه در کشور کویت، ۱۳۹۶، ص۶۶.
  35. سازمان اوقاف، آشنایی با نظام مدیریت وقف و امور خیریه در کشور عربستان سعودی، ۱۳۹۶، ص۸۳.
  36. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸، ج۲، ص۱۶۶-۱۶۷.
  37. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸، ج۲، ص۱۶۷.
  38. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸، ج۲، ص۱۶۸.
  39. محقق حلی، شرایع‌الاسلام، ۱۴۰۸، ج۲، ص۱۷۰-۱۷۱.
  40. بنی‌هاشمی خمینی، توضیح‌المسائل مراجع، ۱۴۰۹ق، ج۲، ص۶۳۰-۶۳۸.
  41. الکبیسی، احکام وقف در شریعت اسلام، مقدمه مترجم، ص۸.
  42. الکبیسی، احکام وقف در شریعت اسلام، مقدمه مترجم، ۱۳۶۴ش، ص۹.
  43. تونی و دیگران، فرهنگ اصطلاحات وقف، مقدمه مترجم، ۱۳۸۸ش، ص۵.
  44. وګورئ: سبحانی، احکام الوقف فی الشریعة الاسلامیة الغراء، ۱۴۳۸، ص۸.

سرچينې