منځپانگې ته ورتلل

آصفیه کتابتون

د wikishia لخوا
آصفیه کتابتون

آصفیه کتابتون، یا د حیدراباد مرکزي کتابتون (تأسیس: ۱۳۰۸ق) د هند له مشهورو کتابتونو چې په حیدرآباد دکن کې واقع دی. دا کتابتون د هند شیعه لړۍ د آصف جاهیان د حکومت په پړاو کې جوړ شو او له دې امله په «آصفیه» مشهور شو. په دې کتابتون کې، په مختلفو عربي، فارسي، اردو، انګلیسي او د هند براعظمګي په نورو ځایي ژبو د مختلفو موضوعاتو چاپي او لاسي نسخې موجودې دي. د عربۍ او فارسۍ د اثارو په لړ کې د شیعه فقهې او د اهل سنتو د څلورګونو مذهبونو د کلام، حدیث، رجال، قراني علومو، ادبیاتو، فلسفې، منطق، تاریخ، جغرافیا، طب، ریاضیاتو او نجومو په موضوعاتو کې اثار موجود دي. اصفیه کتابتون د بې سارې خطي (لاسي) نسخو لپاره مشهور شوی دی.

د الغدیر کتاب لیکوال علامه امیني هند ته په خپل سفر کې د دغه کتابتون کتنه کړې ده. د اصفیه کتابتون نوم اصف شاهیانو د حکومت له ختمېدو وروسته، «د حیدر اباد په مرکزي کتابتون» بدل شو. نن سبا اصفیه کتابتون تر ۴۶۶ زره زیات چاپي کتابونه لري چې له ۱۹۶۰ کاله دغه کتابونو ته د عامو خلکو لاسرسی ازاد شوی دی. د اصفیه د کتابونو ډیجیټلي کار د امریکا د کارنګي ملون پوهنتون په ملګرتیا سره شوی دی.

د جوړېدو تاریخچه

اصفیه کتابتون په ۱۸۹۱ م کال کې چې له ۱۳۰۸ق کال سره سمون خوري د آصف جاهي د واکمن میرمحبوب علي خان نظام(حک: ۱۸۶۹-۱۹۱۱م) د حکومت په زمانه کې په حیدر اباد دکن کې د سید حسین بلګرامي او ملا عبدالقیوم په هڅو جوړه شو او هغوي د ذاتي کتابتونونو اخستل پېل کړل.[۱] د کتابتون د ودانۍ جوړول په ۱۹۳۲م کال کې د میرعثمان علی‌خان بهادر (حک: ۱۹۱۱-۱۹۴۸م) د حکومت په امر په افضل ګنچ محله کې پېل شو او په ۱۹۳۶ کال کې په ۳۰۰ روپۍ لګښت سره پای ته ورسید. په دې کال کې د کتابتون د کتابونو شمېر یو لک ټوکو ته ورسید.[۲] [۳] له څه مودې وروسته، د دکن حکومت هغه د خپلو دولتي ټولګیو برخه وګرځوله او د هغه لپاره یې کلنی بجټ وټاکه.[۴]

د نوم بدلون

له دې امله چې کتابتون د آصف شاهیانو یا اصف جاهي د حکومت په زمانه کې جوړ شو، له دې امله یې «اصفیه» نومولی دی.[۵] په ۱۹۵۶ م (۲۳۷۶ق) کال کې د اصف شاهیانو د حکومت (د دکن شاهیه نظام) له ختمېدو وروسته، د ( «(حیدراباد) صوبې په مرکزي کتابتون (State Central Library) یې نوم بدل شو او د S.C.L په مخفف نوم پېژندل کیږي.[۶]

کتابونه

د آصفیه کتابتون د کتابونو لړلیک[۷]

په اصفیه کتابتون کې په مختلفو عربي، فارسي، اردو، انګلیسي او د هند براعظمګي په نورو ځایي ژبو د مختلفو موضوعاتو چاپي او لاسي نسخې موجودې دي. د عربۍ او فارسۍ د اثارو په لړ کې د شیعه فقهې او د اهلسنتو د څلورګونو مذهبونو د کلام، حدیث، رجال، قراني علومو، ادبیاتو، فلسفې، منطق، تاریخ، جغرافیا، طب، ریاضیاتو او نجومو په موضوعاتو کې اثار موجود دي.[۸] د آقا بزرګ تهراني په وینا،د علامه کنتوري لمسي سید تصدیق حسین کنتوري (وفات ۱۳۴۸ق) د دغه کتابتون د کتابونو لړلیک برابر کړی او په ۱۳۳۲ق کال کې یې په حیدر اباد دکن کې چاپ کړی د ی.[۹]

علامه امیني په یو سفر کې چې هند ته یې درلود د اصفیه کتابتون کتنه کړې او د هغه خطي او چاپی نسخې یې لیدلي دي.[۱۰]

په دې کتابتون کې کمیاب او بې ساري کتابونه له ۵ تر ۱۰ قمري/ ۱۱ تر ۱۶ م پېړیو لرغونې نسخې، د لیکوالانو یا دهغوي د بچیانو او شاګردانو په خط اثار، د اصلي نسخو منقولې نسخې او د پاچاهانو له خزانو او د پوهانو او عالمانو له کتابتونونوڅخه کتابونه په لمن لیکونو او تعلیقتو سره موجود دي.[۱۱]

په ۱۹۶۷ کال کې، د دغه کتابتون تر ۱۷ زره زیات نادر کتابونه چې په پینځمې او شپږمې هجري پیړۍ پورې اړوند وو د «اندرا پرادیش څېړنیزې موسسې او د ختیځو نسخو دولتي کتابتون» ته ولېږدول شوې.[۱۲]

نن سبا اصفیه کتابتون په هندۍ، انګریزې، فارسۍ، تلګو، عربۍ، تامیلي او اردو ژبو تر ۴۶۶ زره زیات کتابونه لري چې له ۱۸۶۰م کاله ورته د عامو خلکو لاسرسی ازاد شوی دی. د اصفیه د کتابونو ډیجیټلي کار د امریکا د کارنګي ملون پوهنتون په ملګرتیا سره شوی دی.[۱۳]

مدیریت (منیجمنټ)

د اصفیه کتابتون لومړی مدیر مولوي سید علی حیدر طباطبایي و. د هغه له مرګه وروسته د علامه کنتوري لمسي مولوي تصدیق حسین د کتابتون مشری په غاړه واخیسته.[۱۴] هغه د ۱۳۱۴ ق کال د ربیع الاول په ۲۴ د کتابتون په مشرۍ وټاکل شو او د مشرۍ په موده کې یې، ځینې کسان د کتاب پېژندنې، کتاب ساتنې او څېړنې په برخه کې ورزول. سید تصدیق د زرګونو کتابونو بدلې نسخې لاسته راوړې او د هغو لړ لیک یې تیار او ډېر کتابونه یې د خپل ورور په وسیله په لکهنو او دکن کې چاپ کړل.[۱۵]

له سید تصدق وروسته یې زوی مولوي عباس حسین د کتابتون مشر شو او د اصفیه د عربي او فارسي کتابونو د غورچاڼ یو د لړ لیک تدوین د هغه او د هغه د زوي په هڅو ترسره شو.[۱۶] د اصفیه کتابتون د عربي فارسي او اردو کتابونو لړ لیک راغونډ کړی شوی دی.[۱۷]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. ↑ بخش ادبیات دائرةالمعارف بزرگ اسلامی، «آصفیه»، ج۱، ص۴۳۶.
  2. ↑ کتابخانه مرکزی ایالت در هند‎، پایگاه خبری نسخ خطی.
  3. ↑ شهر حیدرآباد و قدمت ۵۰۰ ساله شیعیان ایرانی، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  4. ↑ کتابخانه مرکزی ایالت در هند‎، پایگاه خبری نسخ خطی.
  5. ↑ کتابخانه مرکزی ایالت در هند‎، پایگاه خبری نسخ خطی.
  6. ↑ پایگاه خبری نسخ خطی، کتابخانه مرکزی ایالت در هند‎.
  7. ↑ فهرست مشروع بعض کتب نفیسه قلمیه مخزونه کتب خانه آصفیه، بنیاد محقق طباطبایی.
  8. ↑ بخش ادبیات دائرةالمعارف بزرگ اسلامی، «آصفیه»، ج۱، ص۴۳۶.
  9. ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، دارالاضواء، ج۱۶، ص۳۹۱.
  10. ↑ رجایی، الادباء من آل ابی‌طالب، ۱۴۳۴ق، ج۳، ص۴۰۶.
  11. ↑ بخش ادبیات دائرةالمعارف بزرگ اسلامی، «آصفیه»، ج۱، ص۴۳۶.
  12. ↑ بخش ادبیات دائرةالمعارف بزرگ اسلامی، «آصفیه»، ج۱، ص۴۳۶؛ شهر حیدرآباد و قدمت ۵۰۰ ساله شیعیان ایرانی، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  13. ↑ شهر حیدرآباد و قدمت ۵۰۰ ساله شیعیان ایرانی، پایگاه اطلاع‌رسانی حوزه.
  14. ↑ بخش ادبیات دائرةالمعارف بزرگ اسلامی، «آصفیه»، ج۱، ص۴۳۶.
  15. ↑ آشنایی اجمالی با فرزندان مرحوم مفتی محمدقلی، بنیاد فرهنگی امامت.
  16. ↑ بخش ادبیات دائرةالمعارف بزرگ اسلامی، «آصفیه»، ج۱، ص۴۳۶.
  17. ↑ کیخا، «فهرست نسخه‌های خطی در کتابخانه‌های هند»، ص۱۹۹.

سرچينې

بهرنۍ لینک