منځپانگې ته ورتلل

هیهات منا الذلة

د wikishia لخوا
د اربعین پیاده تګ کې د زایرانو په لاسونو کې د "هیهات منا الذله" شعار سره بیرغ

د هَیهَاتَ مِنَّا الذِّلَّة معنا ده: «ناممکنه ده چې مونږ ذلت ومنو»؛ دا جمله د امام حسین(ع) له مشهورو خبرو او هغه خطبې څخه ده چې د عاشورا په ورځ یې د ابن‌سعد د پوځ پر وړاندې ورکړه.[۱]

د تاریخي سرچینو پر بنسټ، امام حسین(ع) دا جمله هغه مهال وویله کله چې ابن‌زیاد هغه د تسلیمېدو یا جګړې تر منځ د یوې خبرې منلو ته مجبور کړ.[۲] امام اعلان وکړ چې څرنګه چې خدای، د خدای رسول(ص) او سالم عقلونه ذلت نه مني، نو زه عزتمن مرګ د ذلت تر ژونده غوره ګڼم.[۳]

د عاشورا په ورځ د یمن د خلکو ماتمونه د «هیهات منّا الذله» تر شعار لاندې ترسره کېږي.[۴]

د څلورمې پېړۍ تاریخي لیکوال مسعودي دا عبارت داسې راخیستی دی:

«ألا وَإنَّ الدَّعيَّ ابنَ الدَّعيِّ قَد رَكَّزَ بَينَ اثنَتينِ بَينَ السِلَّهِ وَالذِلَّةِ وَهَیهاتَ مِنّا الذِلَّةُ»[۵]

ژباړه: خبر اوسئ! دغه ناروا زوي او د ناروا کس زوي (ابن‌زیاد) زه د دوو شیانو تر مینځ درولی یم: توره (مرګ) یا ذلت، خو ذلت مونږ هیڅکله نه منو.

سره له دې، ځینې سرچینو د «السِلَّه» پر ځای «القتلة» (وژنه) لیکلې ده.[۶] او ځینو نورو «الدَّنِیئَةُ» د «الذِّلَّة» پر ځای راوړې ده.[۷] «هیهات منّا الذله» نن سبا د مقاومت یو شعار او سمبول ګرځېدلی دی. شیعه مسلمانان دا شعار د عزاداریو او لاریونونو پر مهال د استکبار پر وړاندې د خپل نه تسلیمېدونکي دریځ د څرګندولو لپاره کاروي.[۸]

فوټ نوټ

  1. ↑ نگاه کنید به مسعودی، اثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ص۱۶۶.
  2. ↑ مسعودی، اثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ص۱۶۶.
  3. ↑ مسعودی، اثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ص۱۶۶.
  4. ↑ «مسيرة عاشوراء إحياءً لذكرى استشهاد الإمام الحسين عليه السلام بالعاصمة…»، مؤسسة الشهید زید علی مصلح.
  5. ↑ مسعودی، اثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ص۱۶۶.
  6. ↑ خوارزمی، مقتل الحسین، ۱۳۸۱ش، ج۲، ص۱۰.
  7. ↑ ابن‌شعبه حرانی، تحف العقول، ۱۴۰۴ق، ص۲۴۱.
  8. ↑ مثال په توګه وګورئ: «مسيرة عاشوراء إحياءً لذكرى استشهاد الإمام الحسين عليه السلام بالعاصمة…»، مؤسسة الشهید زید علی مصلح.

سرچينې

  • ابن‌شعبه حرانی، حسن بن علی، تحف العقول عن آل الرسول، تحقیق علی‌اکبر غفاری، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ دوم، ۱۴۰۴ق.
  • خوارزمی، موفق بن احمد، مقتل الحسین علیه‌السلام، تحقیق محمد سماوی، قم انوار الهدی، ۱۳۸۱ش/۱۴۲۳ق.
  • مسعودی، علی بن حسین، اثبات الوصیة للإمام علی بن أبی‌طالب، قم، انتشارات انصاریان، چاپ سوم، ۱۳۸۴ش.
  • «مسيرة عاشوراء إحياءً لذكرى استشهاد الإمام الحسين عليه السلام بالعاصمة #صنعاء شارع المطار…»، مؤسسة الشهید زید علی مصلح، تاریخ درج مطلب، ۱۶ ژوئیه۲۰۲۴م، تاریخ بازدید: ۲ ژوئيه ۲۰۲۵م.