Jump to content

د مقاومت چورلیز

د wikishia لخوا

د مقاومت چورلیز یا د مقاومت جبهه، هغه نوم دی چې یو سیمه ایز ایتلاف ته اشاره لري چې پکې زیاتره شیعه دولتي او غیر دولتي ځواکونه، چې په ایران، سوریې، عراق، لبنان، یمن او فلسطین کې فعالیت کوي شامل دي. د مقاومت د چورلیز موخې د اسراییلو له نیواکګرۍ سره مبارزه، د فلسطین د ازادۍ دفاع، په لویدیځه اسیا سیمه کې د لویدیځ په تېره بیا امریکا د نفود مخنیوی، له استبدادي او ظالمو دولتونو سره مقابله او د داعش په شان د تکفیري ډلو د اقداماتو مخنیوی ګڼل شوی دی. د مقاومت چورلیز جوړېدل د ایران د اسلامي انقلاب څخه د راپورته شویو ارزښتونو د پراختیا نتیجه او له استبداد مخالفه او ښکېلاک ضده غورځنګونو څخه د ایران د اسلامي جمهوریت نظام د ملاتړ پایله ګڼل کیږي.

د ګډو ټولنیزو، دیني او کلتوري ارزښتونو او اصولو پر چورلیز ګډ سیمه ایز هویت او د سیاسي اسلام له نظریې اغېزمنل د مقاومت چورلیز له اصلي ځانګړنو بلل شوې چې د دغه چورلیز د غړو د اتحاد سبب شوي دي د مقاومت محور له اصلي استراتژیو څخه، له هغو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د پوځي توان زیاتول دي چې د دغه چورلیز موجودیت ګواښي. د شیعیانو د ځایګي اوچتول، د صهیونسټ رژیم د پراختیا غوښتنو او د لویدیځې اسیا په سیمه کې د نوي نظم د جوړېدو محدودول، د دغه چورلیز د غړو منجمله د ایران د قدس لښکر، د فلسطین د حماس او اسلامي جهاد، په عراق کې د حشد الشعبي، د لبنان حزب الله او د یمن د انصارالله غورځنګ له لاسته راوړنو ګڼل کیږي.

د مقاومت چورلیز ځواکونو د خپلو فعالیتونو او موخو د انعکاس لپاره ځینې چینلونه او خبري اژانسونه لکه المنار چنیل، المیادین چینل، المسیره چینل او الفرات چینل جوړ کړی دی. د ایران د اسلامي جمهوریت ریډیو ټیلي ویژن هم د دغه چورلیز د اقداماتو د انعکاس لپاره مختلف پرګرامونه جوړ او خپروي.

حیثیت او مقام

د مقاومت چورلیز، (په انګریزې Axis of resistance) یو سیمه ایز اتحاد دی چې په اسلامي نړۍ کې د ایران د اسلامي انقلاب د نظریې د پراختیا پایله ګڼل کیږي او د سیاسي څېړاندو په باور په لویدیځې اسیا سیمې واکمن انډولونه یې بدل کړې[۱] او په دې سیمه کې د یو نوي نظم د جوړېدو سبب شوی دی.[۲] د ښکلاک پر ضد او استبداد مخالفه غورځنګونو او خوځښتونو څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام ملاتړ او همداراز د اسلامي بیدارۍ له مسالې ملاتړ، د مقاومت غورځنګ د پراختیا، د شیعیانو د پیاوړتیا او په ایران او سیمه کې د ایران د مقام د لوړتیا سبب ګڼل شوی دی.[۳]

سیاسی څېړاندي هغه څه چې د مقاومت چورلیز ګڼل کیږي په بهر نړۍ کې د ایران د اسلامي انقلاب څخه د راوتلو فکري پایلو او اثارو تر اغیز لاندې ګڼي چې هڅه کوي په نړیوال سیاست کې د لویو طاقتونو په سلطې اعتراض وکړي.[۴] د هغوي په وینا، د انقلاب بېلګې، مقاومت، او هویت د ایران په خلاف د عراق د جنګ په وخت کې جوړې شوې او له جنګه وروسته، د انقلاب د صادرېدو په پروسې کې، د اسلامي بیدارۍ په غورځنګونو کې یې سیمه ایز او نړیوال انعکاس ومونده.[۵]

د لویدیځې اسیا په سیمه کې د شیعانو قدرت موندل،[۶] د فلسطینیانو د حقوقو احقاق، د ځينو سیمه ایزو طاقتونو له لوړتیا غوښتنو سره مقابله، د ایران د اسلامي جمهوري نظام د عزت ساتنه،[۷] په سیمه کې د ځینو زورواکه رژیمونو سقوط،[۸] په مینځني ختیځ سیمه کې د امریکا د هژمونۍ سقوط، له صهیونسټ رژیم سره د ساز باز مذاکراتو ننګول، د لبنان له جنوبه د اسراییلو بهر شړل، په ۳۳ ورځني او ۲۲ ورځني جنګونو کې د صهیونسټ رژیم ماته، او د داعش په شان تکفیري ډلو په وړاندې مقاومت په لویدیځه اسیا سیمه کې د مقاومت غورځنګ د شتون له پایلو ګڼل شوې دي.[۹]

جوړېدل او نوم کېښودل

د مقاومت غورځنګ یا مقاومت جبهه یوه سیمه ایزه جیو پولیټک ټلواله (سیاسي او پوځي اتحاد) ګڼل کیږي چې له څو دولتي لوبغاړو (ایران او سوریې) او یو شمېر غیر دولتي لوبغاړو (د لبنان حزب الله، حماس او د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ) څخه جوړ شوې دي[۱۰] چې البته ویل شوي مشري یې د ایران له اسلامي جمهوریت سره ده.[۱۱] دغه ټلواله د ځینو تاریخي پېښو پایله ګڼل کیږي چې د شلمې پېړۍ په وروستیو او د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې په فلسطین او لبنان کې د صهیونسټ رژیم له اقداماتو سره د مقابلې، په سوریې او عراق کې د داعش د نفود له پراختیا او په مینځني ختیځ سیمه د امریکا د متحده ایالتونو له سلطې سره د مقابلې لپاره جوړ شو.[۱۲]

د سیاسي څېړاندو په باور، د مقاومت غورځنګ غړي ګډې ملي او نظریاتي ګټې لري او هڅه کوي په خپلو مستقلو او مقاومت محور سیاستونو سره، په لویدیځه اسیا کې د امریکا په چورلیزتوب د سلطې له نظام سره مقابله وکړي[۱۳] او همداراز له صهیونسټ رژیم سره مبارزه او د فلسطین دفاع وکړي.[۱۴] د مقاومت چورلیز په لویدیځه اسیا کې د ځینو نویو بدلونونو په راتللو منجمله د داعش په جوړېدو او په یمن د ځینو لویدیځو هیوادونو په حملې سره، د ۲۱ میلادي پېړۍ په لومړیو کلونو کې پراخ شو او ځینې نور لوبغاړي لکه په عراق کې شیعه ملیشا او د یمن انصار الله هم د مقاومت له چورلیز سره یو ځای شول.[۱۵]

د مقاومت چورلیز سیاسي اصطلاح په لومړي ځل د لیبیا د ورځپاڼې الزحف الاخضر له خوا د شرارت چورلیز د اصطلاح په مقابلې کې وکارول شوه چې د امریکا د هغه وخت ولسمشر جارج ډبلیو بوش او جان بولټن د متحده ایالاتو له سیاستونو سره ناغږمله هیوادونو ته د اشارې لپاره کارولې وه او پکې یې ایران، سوریه، عراق، لیبیا، کیوبا او شمالي کوریا د شرارت چورلیز ګڼلې وو.[۱۶]

له دې مخکې د ایران د اسلامي جمهوریت لارښود ایت الله خامنه اي، په لومړي ځل د ۱۳۷۲ ل کال د زمري په میاشته کې د لبنان د هغه وخت د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصرالله سره په کتنه کې، د اسلامي مقاومت د جبهې خبره کړې او د هغې جوړېدل یې د اسراییلو د تیریو پایله ګڼلې وه.[۱۷]

څانګې یې

د مقاومت چورلیز ډلې او ځواکونه په مختلفو هیوادونو کې فعالیت کوي:

د مقاومت چورلیز ډلې
شمېر نوم جوړېدل جوړوونکی تکړه شخصیتونه مشر مذهب زېږنځای علامت رسنیز
۱ امل غورځنګ ۱۳۵۳ل امام موسی صدر مصطفی چمران نبیه بری شیعه لبنان وسط NBN ټیلي ویژن
۲ د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ ۱۳۶۰ل فتحی شقاقی رمضان عبدالله
حسام ابوهَربید
زیاد نَخاله اهل سنت غزه وسط د فلسطین الیوم چینل
۳ د لبنان حزب الله ۱۳۶۱ل سید عباس موسوی
سید حسن نصرالله
نعیم قاسم شیعه لبنان وسط المنار چینل
۴ بدر تنظیم ۱۳۶۴ل عدنان ابراهیم
ابومهدي المهندس
هادي العامري شیعه عراق وسط الغدیر چینل
۵ حَماس
(حركة المقاومة الاسلامية)
۱۳۶۶ش شیخ احمد یاسین عبدالعزیز رنتیسی
اسماعیل هنیه
یحیی سنوار
د حماس موقته کمیټه اهل سنت فلسطین وسط
۶ سپاه قدس ۱۳۶۹ل سید علي خامنه اي احمد وحیدي
قاسم سلیماني
اسماعیل قاآني شیعه ایران وسط
۷ د یمن انصارالله ۱۳۶۹ل حسین الحوثي بدرالدین الحوثي عبدالملک الحوثي زیدیه یمن وسط المسیره چینل
۸ د عراق کتائب حزب الله ۱۳۸۲ل ابومهدي المهندس ابوحسین حمیداوي
ابوباقر الساعدی
ارکان العلاوي
احمد محسن فرح الحمیداوي شیعه عراق وسط الاتجاه چینل
۹ د عراق کتائب سیدالشهداء ۱۳۸۲ل ابومصطفی خزعلي
حاج ابوسیف
ابوآلاء الولائي شیعه عراق وسط
۱۰ عصائب اهل الحق ۱۳۸۳ل قیس الخزعلي عبدالهادي الدراجي
محمد البهادلي
قیس الخزعلي شیعه عراق وسط العهد چینل
۱۱ د نجباء اسلامي مقاومت ۱۳۸۳ل اکرم الکعبي ابوعیسی اقلیم
مشتاق کاظم الحواري
اکرم الکعبي شیعه عراق وسط
۱۲ زینبیون لښکر ۱۳۹۲ل د پاکستاني شیعیانو یوه ډله زینت‌علي جعفري
عقید مالک
مطهر حسین
شیعه پاکستان وسط
۱۳ فاطمیون لښکر ۱۳۹۲ل د افغانستاني جنګیالیو یوه ډله علیرضا توسلی
سید محمدحسن حسینی
سید احمد سادات
شیعه افغانستان وسط
۱۴ حشد شعبي ۱۳۹۳ل هادي عامري
ابومهدي المهندس
فالح فیاض شیعه عراق وسط


استراتژۍ او ځانګړنې

د مقاومت غورځنګ غړي په څو استراتژیو او ځانګړنو د نظر اتفاق لري چې د هغوي د یووالي سبب شوې دي. ګډ سیمه ایز هویت او د سیاسي اسلام له نظریې اغېز منل د دغه چورلیز د غړو له ځانګړنو ګڼل شوې دي. همداراز ویل شوي چې د دغه چورلیز غړي د پوځي توان په پیاوړتیا سره د خپلو موخو د لاسته راوړلو هڅه کوي.

سیمه ایز شناخت

ګډ ټولنیز، دیني او کلتوري ارزښتونه او اصول هغه لاملونه دي چې د سیاسي څېړاندو په وینا د مقاومت چورلیز د غړو تر مینځ د ګډ شناخت د جوړېدو سبب شوې او له جغرافیایي واټن او د ګډو پولو له نه لرلو سره سره یې هغوي په یو سیمه ایز هویت او شناخت راغونډ کړې دي.[۱۹] سیمه ګروهنه یا د سیمې بچول یو ډول نوی شناخت ګڼل شوی چې د ملي ګروهنې او نړۍ ګروهنې تر مینځ جوړ شوی او د سیمه ایزو لوبغاړو د ګډو ټولنیزو او کلتوري ارزښتونو او اصولو د رالوړولو هڅه کوي.[۲۰]

د سیمه ګروهنې او سیمه پالنې د نظریې په اساس، د مقاومت چورلیز غړي په دیني تعلیماتو لکه نفي سبیل قاعدې، او ظلم ځپنې، په شان تعلیماتو او په ځينو شعارونو لکه د اسلامي نړۍ وحدت او استکبار توږنې په استناد سره خپلو اهدافو ته په رسېدلو پسې دي.[۲۱] همداراز ویل شوي چې د دغه سیمه ایز هویت او شناخت جوړېدل د ځینو مولفو لکه شهادت غوښتنې[۲۲] له مظلومانو ملاتړ، عدالت غوښتنې، خپلواکي غوښتنې، د ازادي غواړي غورځنګونو ملاتړ، مهدویت، د انتظار تعلیم، او دیني ولسواکۍ په شان مولفو تر اغېز لاندې دي چې د ایران د اسلامي انقلاب په بهېر کې جوړ شول.[۲۳]

ځینو څېړاندو د دغه سیمه ایز هویت جوړېدل په لویدیځه اسیا کې له یو بل هویت او ټلوالې سره په مقابله کې ګڼي چې د ځینو عربي هیوادونو له خوا جوړ شوی او له اسراییلو سره د ساز باز او د ایران د نفوذ د کولو په لټه کې دی.[۲۴]

د سیاسي اسلام له نظریې اغېز منل

د سیاسی اسلام نظریه [یادونه۱] د لویدیځې اسیا سیمې د څو وروستیو لسیزو په بدلونونو تر ټولو زیاته اغېزشیندونکي نظریه ګڼل شوې چې د سلفي او تکفیري غورځنګونو په چوکاټ کې د هغې فرقه ایز استعمال، په دې سیمه کې د کړکیچ او تاوتریخوالي او مذهبي اختلافاتو یو پړاو جوړ کړی دی.[۲۵] د سلفي غورځنګونو په مقابل کې د شیعه مقاومت په نامه د یوې نوې نظریې خبره کیږي چې د اسلامي انقلاب په کامیابېدو او او په ایران کې د شیعه حکومت په جوړېدو سره جوړ شو او ورسره د ځینو ډلو لکه حزب الله، په عراق کې د شیعه ډلو، د یمن انصار الله او همداراز سني ډلو لکه د فلسطین د حماس او اسلامي جهاد په غږملتیا سره، سیمه ایزو بدلونونو یوه نوې بڼه خپله کړه.[۲۶]

د طاقت د انډول جوړولو لپاره د پوځي طاقت زیاتول

د مقاومت چورلیز په وړاندې د موجودو ګواښونو او په سیمه کې د سیالو طاقتونو په وړاندې د هغې د کمزورۍ د کمولو په هدف د مقاومت د غړو هیوادونو د پوځي قدرت زیاتول او ورپورې د تړلو ډلو پوځي سنبالښت، د دغه چورلیز له اصلي استراتژیو ګڼل کیږي.[۲۷] د نړیوال امنیت د څېړاندو په وینا، د مقاومت غورځنګ د غړو د پوځي طاقت زیاتول او له ځینو قدرتمنو هیوادونو سره د هغوي غږملتیا سبب شوې چې د سیالو طاقتونو لپاره د مقاومت غورځنګ د غړو په خلاف د پوځي اقدام کولو لګښتونه زیات شي او د هغوي د اقدام مخه ونیسي یا د اقدام په بڼه کې زیات تاوانونه وزغمي.[۲۸]

اقدامات او لاسته راوړنې

د مقاومت چورلیز د جوړېدو له وخته، ځینې اقدامات او لاسته راوړنې لرلي چې هغه یې په یو مهم سیمه ایز او تر یوه حده نړیوال لوبغاړي بدل کړی دی.[۲۹] په دې اقداماتو کې کولی شو د اسراییلو د نیواکګرو اقداماتو په وړاندې د لبنان د حزب الله او فلسطیني ډلو مبارزو، په عراق او سوریه کې د داعش د پراختیا او نفوذ په وړاندې د مقاومت ډلو او د ایران عراق او سوریې هیوادونو مبارزې او په نهایت کې د یمن د انصار الله لخوا په یمن د عربي هیوادونو له یرغل سره مقابلې ته اشاره کولی شو.

په لویدیځه اسیا سیمه کې د شیعیانو د پوزیشن پیاوړتیا

له شیعه تعلیماتو څخه د مقاومت د نظریې ډېر اغېزمنل، د لویدیځې اسیا په سیمه کې د شیعیانو د مقام د پیاوړتیا له لاملونو ګڼل شوی دی.[۳۰] د څیړاندو په وینا، د عراق[۳۱] او یمن[۳۲] په شان هیوادونو او د لبنان په ځینو برخو کې د شیعیانو د قدرت د نفوذ په پیاوړتیا کې د ایران د اسلامي جمهوریت نرم طاقت (غیر پوځي او تبلیغاتي طاقت) موثر و.[۳۳] همداراز د سیاسي څېړاندو په باور، په یوې متقابلې رابطې کې د شیعیانو د سیاسي ټولنیز موقعیت زیاتېدا د مقاومت چورلیز د پیاوړتیا سبب هم ګرځېدلی دی.[۳۴]

د اسراییلو له نیواکګرۍ سره مقابله

د سیاسي څېړاندو په باور، د اسراییلو نیواکګر هویت او په ۱۹۴۸ کال کې په ټاکل شویو پولو د هغوي نه پابندي سبب شوه چې فلسطینیان د اسراییلو په خلاف مبارزې ته وګروهیږي او ځینې تنظیمونه لکه د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ او حماس غورځنګ جوړ شو.[۳۵] دا دوه غورځنګونه چې د فلسطین د نیواکي سیمو د ازادولو په هدف سره جوړ شول،[۳۶] له صهیونسټ رژیم سره یې ډېرې نښتې لرلې دي[۳۷] چې تر ټولو مهم یې د فلسطین لومړۍ او دوهمه انتفاضه،[۳۸] د غزې ۲۲ ورځنی جنګ[۳۹] او د الاقصی توپان عملیات یادولی شو.[۴۰]

د صهیونسټ رژیم له اقداماتو سره مبارزه یوازې په فلسطیني ډلو پورې رالنډ نه وو او د لبنان حزب الله هم وکړی شول په ۲۰۰۰ م کال کې د لبنان د جنوب په ځینو سیمو د اسراییلو ۱۸ کلنه پوځي ولکه پای ته ورسوي.[۴۱] په ۳۳ ورځني جنګ کې د لبنان د حزب الله او اسراییلو تر مینځ ټکر هم دوام پیدا وکړ او د ۱۳۸۵ل کال د چنګاښ له وروستیو څخه د همدغه کال د زمري تر وروستیو روان و.[۴۲] حزب الله د الاقصی توپان له عملیاتو وروسته هم د غزې د خلکو د ملاتړ لپاره له اسراییلو سره جنګ پېل کړ چې د دواړو لورو ترمینځ په یو بل سختې ډزې وشوې.[۴۳] په دې نښتو کې د حزب الله عمومي منشي سید حسن نصر الله او د حزب الله ځينې نور کوماندانان شهیدان شول.[۴۴]

په ۱۲۴۶ ل کال (د ۱۹۶۷م کال د جون ۵) کې د اسراییلو او عربو هیوادونو د شپږ ورځني جنګ په زمانه کې، د صهیونسټ رژیم لخوا د جولان لوړو په نامه د سوریې هیواد د ځینو برخو نیواک د اسراییلو او سوریې تر مینځ د د غلیمانه اړیکو د جوړېدو سبب شوې دي..[۴۵] ویل شوي چې د ایران د اسلامي انقلاب له کامیابۍ وروسته او په تېره بیا په سوریه کې د حافظ اسد د زوي بشار اسد د ولسمشرۍ په پېل سره د سوریې او اسراییلو اړیکي لا خراب شول چې له امله یې د ایران او سوریې تر مینځ نزدې اتحاد جوړ شو.[۴۶] د څېړاندو په باور، د سوریې او ایران د یووالي د پیاوړتیا تر ټولو لوی لامل، له اسراییلو سره په مقابله کې د دواړو هیوادونو ګډ نظرونه او همداراز د لبنان له حزب الله یې ملاتړ دی.[۴۷]

په عراق او سوریه کې له تکفیري ډلو سره مقابله

د داعش سلفي ډلې او نورو تکفیري ډلو له خوا د سوریې او عراق د ډېرو برخو نیواک سبب شو چې د مقاومت چورلیز یو ځل بیا د اړونده هیوادونو له پوځي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ګواښونو سره د مقابلې لپاره په یو اتحاد بدل شي.[۴۸] له همدې امله د ایران اسلامي جمهوریت په عراق او سوریې کې په خپل پوځي او مشورتي شتون سره د داعش د پرمختګ د مخنیوي لپاره خپله هڅه پېل کړه.[۴۹] په عراق او سوریه کې د سپېڅلو ځایونو په تېره بیا د حضرت زینب(س) د حرم حفاظت، د ایران له نورو موخو ګڼل شوې دي.[۵۰]

په یمن د عربي هیوادونو د تیري په وړاندې د یمن د انصارالله دفاع

انصارالله غورځنګ (تأسیس په کال ۱۹۹۰م کې[۵۱]) د یمن له سیاسي اعتقادي غورځنګونو څخه دی[۵۲] چې ویل شوي د ایران له انقلاب او امام خمیني څخه متاثر دی.[۵۳] دې غورځنګ په ۲۰۱۱م او د اسلامي بیدارۍ غورځنګونو په بهیر کې د یمن دولت په خلاف پاڅون وکړ او وې کړی شول د یمن ځینې سیمې ونیسي. دغه اقدام د یمن د هغه وخت ولسمشر منصور هادي د استعفا او عدن ته د هغه د تګ او د موقت دولت د جوړېدو سبب شو.[۵۴] د منصور هادي له دغه اقدامه وروسته، ځینو عربي هیوادونو د انصار الله په خلاف لویه پوځي حمله پېل کړه چې له انصار الله څخه قدرت بیرته واخلي؛[۵۵] خو په اخر کې د انصارالله په څو کلن مقاومت سره دغه حمله ناکامه شوه.[۵۶]

په لویدیځه اسیا سیمه کې د امریکا مخالفه روحیې پیاوړتیا

د امریکا مخالفه روحیې زیاتېدل او د امریکا د نفوذ کمېدل په لویدځه اسیا کې د مقاومت جبهې له بریاو ګڼل کیږي.[۵۷] د څېړاندو په وینا د امریکا متحده ایالتونه په ۱۹۹۱ م کال کې د شوروي جماهیرو د اتحاد له ړنګېدو وروسته،په لویدیځه اسیا کې د لوړ طاقت په توګه په شتون پسې و چې د اسراییلو امنیت د ساتلو په ترڅ کې، خپلې ګټې هم تامین کړي.[۵۸] له همدې امله ځینې اقدامات یې وکړل چې نتیجه یې د تکفیري ډلو پېدا کېدل وو او مذهبي اختلافاتو ته یې لمنه وویله او په نهایت کې د سیمې هیوادونو د بې ثباتۍ سبب شوه.[۵۹] د دغه اقداماتو په مقابل کې، مقاومت جبهې د استکبار ضد سیاست په پیاوړې کولو او د ځینو اقداماتو لکه له تکفیري ډلو سره مبارزې او له اسراییلو سره د مقابلې په کولو او پر امریکا د اقتصادي لګښتونو په تپلو سره کړی شوي د امریکا د پلانونو په شنډولو سره په سیمه کې امریکایي ضد احساسات هم پیاوړي کړي.[۶۰]

رسندویي فعالیتونه

د مقاومت چورلیز ځواکونو د خپلو رسندویي فعالیتونو د انعکاس لپاره ځینې چینلونه او خبري اژانسونه جوړ کړې دي. په دغو چینلونو کې المنار چینل(د لبنان په حزب الله پورې اړوند)،[۶۱] المیادین چینل (په بیروت کې خبري چینل)،[۶۲] المسیره چینل ( د یمن په انصارالله پورې اړوند)،[۶۳] الفرات چینل (د عراق د مجلس اعلای اسلامی چینل)،[۶۴] الغدیر چینل (د عراق د بدر سازمان ټیلي ویژني او سپوږمکیز چنیل)،[۶۵] الاتجاه چینل (د عراق د کتائب حزب الله رسندویي مرکز)[۶۶] او العهد چینل (د عراق د عصائب اهل الحق ډلې رسندویي مرکز)[۶۷] ته اشاره کولی شو.

د ایران د اسلامي جمهوریت ریډیو ټیلي ویژن هم د مقاومت چورلیز په نورو رسنیدو سربېره، هم خبري او هم د مقاومت جبهې پر فعالیتونو د مرکو او خبرو اترو د پروګرامونو په برخه کې په تېره بیا د الاقصی توپان له عملیاتو وروسته پراخ انعکاس لرلی دی.[۶۸] په دغه پروګرامونو کې کولی شو «به افق فلسطین» پروګرام ته اشاره وکړ.[۶۹] العالم، پریس ټي وي او خبر چینل، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د ریډیو ټیلي ویژن برخې دي، د مقاومت چورلیز د فعالیتونو په انعکاس کې یې ښه پوره رول لرلی دی.[۷۰]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. خواجه سروی و سوری، «جمهوری اسلامی ایران، محور مقاومت و شکل‌دهی به نظم منطقه‌ای غرب آسیا»، ص۴۱؛ قاسمی، «ژئوپلیتیک محور مقاومت و امنیت ملی جمهوری اسلامی ایران بر اساس گفتمان انقلاب اسلامی»، ص ۲۸، شیرودی و همکاران، «گفتمان مقاومت و تأثیر آن بر نظم امنیتی غرب آسیا...»، ص۲۲۶-۲۲۷.
  2. ساداتی‌نژاد، «بازتاب‌های حضور جبهه مقاومت در منطقه غرب آسیا»، ص۹۴.
  3. قاسمی، ژئوپلیتیک محور مقاومت و امنیت ملی جمهوری اسلامی ایران بر اساس گفتمان انقلاب اسلامی»، ص ۲۹.
  4. ساداتی‌نژاد، «بازتاب‌های حضور جبهه مقاومت در منطقه غرب آسیا»، ص۹۴؛ پوستین‌چی و متقی، «زبان سیاسی مقاومت اسلامی در سیاست بین‌الملل»، ص۱۲۴-۱۲۵.
  5. پوستین‌چی و متقی، «زبان سیاسی مقاومت اسلامی درسیاست بین‌الملل»، ص۱۲۴-۱۲۵.
  6. عباسی و محمودزاده، «تحلیلی بر حمایت ایدئولوژیک ایران از محور مقاومت در غرب آسیا»، ص۱۱۷.
  7. عرب‌ عامری و امامی، «عزت‌طلبی به مثابه سیاست خارجی چارچوبی برای تحلیل سیاست خارجی ایران و محور مقاومت»، ص۱۰۴-۱۰۵؛ باقری و همکاران، «تبیین منافع ایدئولوژیک جمهوری اسلامی ایران در اتحاد موسوم به محور مقاومت»، ص۱۱-۱۷.
  8. قاسمی، ژئوپلیتیک محور مقاومت و امنیت ملی جمهوری اسلامی ایران بر اساس گفتمان انقلاب اسلامی»، ص ۲۹.
  9. محمودی رجا و همکاران،‌«بررسی محور مقاومت و آینده نظام سلطه با استفاده از نظریه نظام جهانی»، ص۷-۸ و ۲۳-۲۵.
  10. رضاخواه، «بیداری اسلامی و آینده محور مقاومت»، ص۳۲.
  11. جعفری‌فر و احرامی، «تأثیرات منطقه‌ای دخالت حزب‌الله و اسرائیل در بحران سوریه»، ص۷۸.
  12. خامنه‌ای، «بیانات در مراسم دانش‌آموختگی دانشجویان دانشگاه علوم انتظامی»، مندرج در سایت دفتر حفظ و نشر آثار آیت الله خامنه‌ای؛ بصیری، «واکاوی تهدیدات امنیتی داعش بر محور مقاومت و تأثیر آن بر امنیت ملی جمهوری اسلامی ایران»، ص۷ و ۱۱ و ۱۳-۱۴ و ۲۰؛ کریمی، «نقش ج.ا.ایران در هویت‌بخشی به مجموعه امنیتی محور مقاومت»، ص۱۲-۱۳.
  13. رضاخواه، «بیداری اسلامی و آینده محور مقاومت»، ص۳۲؛ هاشم‌پور و همکاران، «هویت‌بخشی انقلاب اسلامی ایران به محور مقاومت اسلامی»، ص۳۳؛ سلیمی و شریعتی، «منافع ملی جمهوری اسلامی ایران، تداوم یا انقطاع حمایت از نظام کنونی سوریه»، ص ۷۷.
  14. کریمی، «نقش ج.ا.ایران در هویت‌بخشی به مجموعه امنیتی محور مقاومت»، ص۳ و ۵.
  15. باقری، «تبین منافع ایدئولوژیک جمهوری اسلامی ایران در اتحاد موسوم به محور مقاومت» ص۸؛ مرادی و شهرام‌نیا، «بحران سوریه و امنیت منطقه‌ای جمهوری اسلامی ایران»، ص۱۲۹-۱۳۰.
  16. کریمی، «نقش ج.ا.ایران در هویت‌بخشی به مجموعه امنیتی محور مقاومت»، ص۲.
  17. خامنه‌ای، «دیدار دبیرکل‌ جنبش‌ حزب‌الله‌ لبنان‌ با رهبر انقلاب»، مندرج در سایت دفتر حفظ و نشر آثار آیت الله خامنه‌ای.
  18. عیوضی و نوازنی، «محور مقاومت به‌مثابه هویت منطقه‌ای»، ص۱۳.
  19. عیوضی و نوازنی، «محور مقاومت به‌مثابه هویت منطقه‌ای»، ص۶-۷.
  20. عیوضی و نوازنی، «محور مقاومت به‌مثابه هویت منطقه‌ای»، ص۸-۹.
  21. کریمی، «نقش ج.ا.ایران در هویت‌بخشی به مجموعه امنیتی محور مقاومت»، ص۷.
  22. قاسمی، «ارزیابی فرهنگ شهادت‌طلبی انقلاب اسلامی ایران در جهان اسلام و عرصه بین‌الملل»، ص۱۰۶.
  23. هاشم‌پور و حقیقی، «رابطه انقلاب اسلامی ایران و محور مقاومت در هویت‌بخشی به حوثی‌های یمن»، ص۲۲۱؛ کریمی، «نقش ج.ا.ا در هویت‌بخشی به مجموعه امنیت محور مقاومت»، ص۷-۹.
  24. ساداتی‌نژاد، «بازتاب‌های حضور جبهه مقاومت در منطقه غرب آسیا»، ص۹۶-۹۷.
  25. شیرودی و همکاران، «گفتمان مقاومت (شیعی) و تأثیر آن بر نظم امنیتی هژمونیک غرب آسیا در مواجهه با گفتمان‌های سلفی و اخوانی»، ص۲۳۶-۲۳۷.
  26. شیرودی و همکاران، «گفتمان مقاومت (شیعی) و تأثیر آن بر نظم امنیتی هژمونیک غرب آسیا در مواجهه با گفتمان‌های سلفی و اخوانی»، ص۲۳۶-۲۳۷.
  27. باقری و همکاران، «تأثیر محور مقاومت بر عمق استراتژیک جمهوری اسلامی ایران»، ص۷۶-۸۴.
  28. باقری و همکاران، «تأثیر محور مقاومت بر عمق استراتژیک جمهوری اسلامی ایران»، ص۸۶-۸۷.
  29. ساداتی‌نژاد، «بازتاب‌های حضور جبهه مقاومت در منطقه غرب آسیا»، ص۸۹.
  30. شیرودی و همکاران، «گفتمان مقاومت (شیعی) و تأثیر آن بر نظم امنیتی هژمونیک غرب آسیا در مواجهه با گفتمان‌های سلفی و اخوانی»، ص۲۱۹.
  31. درج و هدایتی، «تأثیر قدرت نرم جمهوری اسلامی ایران در تقویت قدرت شیعیان در ساختار سیاسی عراق (۲۰۰۳-۲۰۲۰)، ص۸۲.
  32. هاشم‌پور و حقیقی، «رابطه انقلاب اسلامی ایران و محور مقاومت در هویت‌بخشی به حوثی‌های یمن»، ص۲۳۰-۲۳۸.
  33. شیرودی و همکاران، «گفتمان مقاومت (شیعی) و تأثیر آن بر نظم امنیتی هژمونیک غرب آسیا در مواجهه با گفتمان‌های سلفی و اخوانی»، ص۲۲۹-۲۳۱.
  34. قاسمی، ظرفیت‌سنجی شیعیان عراق و تأثیر آن بر محور مقاومت»، ص۱۸۵-۱۸۷.
  35. کریمی، «نقش ج.ا.ایران در هویت‌بخشی به مجموعه امنیتی محور مقاومت»، ص۱۲.
  36. «نبذة عن حرکة الجهاد الإسلامی فی فلسطین»، وبگاه شبکه خبری الجزیره؛ مالکی، «حماس، جنبش»، ص۷۹.
  37. «حدث الساعة.. معلومات تهمک معرفتها عن الجهاد الإسلامی التی أنجبت أسری عملیة جلبوع»، وبگاه شبکه خبری الجزیره؛ فایضی، «مقایسه دو میثاق‌نامه حماس»، اندیشکده راهبردی تبیین.
  38. الشریف، «حرکة الجهاد الإسلامی فی فلسطین»، وبگاه مرکز مطالعات فلسطین؛ «نشأت بمصر، ولعبت دوراً کبیراً بالانتفاضة.. قصة حرکة الجهاد وسر استهداف إسرائیل لها بحربها الأخیرة»، وبگاه عربی پست.
  39. کریمی، «نقش ج.ا.ایران در هویت‌بخشی به مجموعه امنیتی محور مقاومت»، ص۱۲.
  40. «دهمین روز از عملیات طوفان الاقصیٰ»، شبکه العالم؛ «ما هی حرکة "الجهاد الإسلامی" التی تتهمها إسرائیل بقصف المستشفی المعمدانی فی غزة؟»، وبگاه فرانس۲۴.
  41. مبینی و قاسمی، «دستاوردهای مقاومت اسلامی لبنان در منظومه فکری سید حسن نصرالله و تأثیر آن بر امنیت محور مقاومت»، ص۲۸.
  42. کریمی، «نقش ج.ا.ایران در هویت‌بخشی به مجموعه امنیتی محور مقاومت»، ص۱۲.
  43. «لحظه به لحظه با دومین روز از عملیات طوفان الاقصیٰ»، شبکه العالم؛ «۱۰۳۸ عملیات حزب الله علیه صهیونیست‌ها طی ۱۳۳ روز جنگ»، شبکه العالم.
  44. «شهادة الأمين العام لحزب الله سماحة السيد حسن نصرالله»، سایت المنار.
  45. کریمی، «نقش ج.ا.ایران در هویت‌بخشی به مجموعه امنیتی محور مقاومت»، ص۱۲.
  46. کریمی، «نقش ج.ا.ایران در هویت‌بخشی به مجموعه امنیتی محور مقاومت»، ص۱۲.
  47. روستایی، «تحلیلی بر حمایت ایران از محور مقاومت در بحران سوریه با تأکید بر رویکرد آرمان‌گرایی و واقع‌گرایی»، ص۷۹.
  48. بصیری، «واکاوی تهدیدات امنیتی داعش بر محور مقاومت و تأثیر آن بر امنیت ملی جمهوری اسلامی ایران»، ص۲۱-۲۲.
  49. بصیری، «واکاوی تهدیدات امنیتی داعش بر محور مقاومت و تأثیر آن بر امنیت ملی جمهوری اسلامی ایران»، ص۲۱-۲۲.
  50. بصیری، «واکاوی تهدیدات امنیتی داعش بر محور مقاومت و تأثیر آن بر امنیت ملی جمهوری اسلامی ایران»، ص۲۱-۲۲.
  51. «محمد یحیی عزان، «تنظیم شباب المؤمن بالیمن»، مندرج در سایت شبکه خبری الجزیره.
  52. سید کامل، «الوجود الحوثی فی الیمن: دراسة فی الجغرافیا السیاسیه»، ص۱۹.
  53. «دوافع مساندة ایران للحوثیین فی الیمن»، وبگاه المنتدی العربی لتحلیل السیاسات الایرانیه.
  54. سید کامل، «الوجود الحوثی فی الیمن: دراسة فی الجغرافیا السیاسیه»، ص۲۷؛ محمد، «الظاهرة الحوثیه و التحول الفکری من الزیدیه الی التشیع»، ص۷۵.
  55. سید کامل، «الوجود الحوثی فی الیمن: دراسه فی الجغرافیا السیاسیه»، ص۳۱.
  56. «حقائق لا تعرفها عن عبدالملک الحوثی»، مندرج در سایت مجله واسع صدرک؛ ساداتی‌نژاد، «بازتاب‌های حضور جبهه مقاومت در منطقه غرب آسیا»، ص۱۰۴-۱۰۵.
  57. ساداتی‌نژاد، «بازتاب‌های حضور جبهه مقاومت در منطقه غرب آسیا»، ص۹۷-۹۹.
  58. پارسای و مطهرنیا، «اثرگذاری محور ایران، سوریه و حزب‌الله بر منافع آمریکا در خاورمیانه»، ص۱۱۵-۱۱۹.
  59. ساداتی‌نژاد، «بازتاب‌های حضور جبهه مقاومت در منطقه غرب آسیا»، ص۹۷-۹۹.
  60. پارسای و مطهرنیا، «اثرگذاری محور ایران، سوریه و حزب‌الله بر منافع آمریکا در خاورمیانه»، ص۱۲۳-۱۳۱؛ ساداتی‌نژاد، «بازتاب‌های حضور جبهه مقاومت در منطقه غرب آسیا»، ص۹۷-۹۹.
  61. «قناة المنار»، سایت الجزیره؛ عمر الفاروق، الدعاية الشيعية، ۲۰۱۷م، ص۷۰-۷۱.
  62. حکیم و محمدپور، «بررسی مقایسه‌ای پوشش خبری بحران سوریه در سایت‌های شبکه خبری الجزیره و المیادین»، ص۵۷؛ «جایگاه شبکه المیادین و نگاه بازیگران عربی به آن»، خبرگزاری ایرنا.
  63. مصادر النهار العربی: الانباء عن اغلاق مکاتب القناتین الحوثیین فی لبنان غیر صحیحه»، وبگاه روزنامه النهار العربی؛ رزق، «قناة المسیره: سبع سنوات من العطاء و المواجهة المستمره»، وبگاه یمنی پرس.
  64. «معرفی برخی از شبکه‌های ماهواره‌ای شیعه»، خبرگزاری ایکنا.
  65. محمد ابراهیم، «محدث تردد قناة الغدير الفضائية الجديد 2024 نايل سات»، سایت مقالاتک.
  66. حمدی ملک؛ کریسپین اسمیت، لمحة عامة عن "قناة الإتجاه الفضائية، سایت انستیتو واشنگتن.
  67. حمدی مالک، «لمحة عامة عن قناة العهد الفضائية»، سایت انستیتو واشنگتن.
  68. «اتحاد جبهه رسانه‌ای مقاومت»، مندرج در روزنامه جام جم.
  69. «روایت ۲۴ ساعت با به افق فلسطین»، مندرج در سایت فارس نیوز.
  70. «اتحاد جبهه رسانه‌ای مقاومت»، مندرج در روزنامه جام جم.

سرچينې