منځپانگې ته ورتلل

په تهران کې د امریکا د سفارت نیول

د wikishia لخوا
په تهران کې د امریکا د سفارت نیول
زده کوونکي په تهران کې د امریکا سفارت ته ننوتل
زده کوونکي په تهران کې د امریکا سفارت ته ننوتل
نور نومونهد جاسوسانو د ځالې فتح کول • دوهم انقلاب
د پیښه تفصیلپه تهران کې د امریکا سفارت د امام د کرښې په تعقیب د زده کونکو لخوا نیول
وختد ۱۳۵۸ کال د لړم د میاشتې په ۱۳ مه
مودهد ایران د اسلامي جمهوریت
ځایپه تهران کې د امریکا سفارت
لاملپه امریکا کې د شاه پاتې کیدل
موخېایران ته د شاه بیرته راستنیدل • د کودتا د ترسره کولو څخه د امریکا مخنیوی
عاملاند امام د کرښې په تعقیب زده کونکې
پایلېد امریکا او ایران ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو پرې کول • امریکا ته د ایران د تیلو صادرات بندول
تلفاتنه درلود
غبرګونونهد ایران د لنډمهاله حکومت ډله ییز استعفا • په امریکایي بانکونو کې د ایران د بهرنیو اسعارو حسابونو بندول


په تهران کې د امریکا د سفارت نیول، چې د «د جاسوسانو ځاله نیول» په نوم هم پیژندل کیږي، د ۱۳۵۸ کال د لړم د میاشتې په ۱۳ مه د رضا پهلوي (د ایران له واکه لرې شوي شاه) د منلو په اعتراض کې د زده کونکو لخوا په ایران کې د امریکا د سفارت نیولو ته اشاره کوي. د ایران د هغه وخت مشر امام خمیني دا عمل دوهم انقلاب وباله، امریکې ته یې ستره شیطانه لقب ورکړ او سفارت یې «د جاسوسانو ځاله» وبلله.

دې پیښې ځینې پایلې درلودې، په شمول د لنډمهاله حکومت ډله ایزه استعفا، د ایران او امریکې ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو پرې کیدل، او د امریکې لخوا د ایراني د شتمنیو ضبطول.

په طبس کې د امریکې د پوځي عملیاتو له ناکامۍ وروسته (۱۳۵۹)، برمته شوي کسان بالاخره د الجزایر په منځګړیتوب او د اسلامي شورا د مجلس په تصویب سره له ۴۴۴ ورځو وروسته خوشې شول.

د دې پیښې کلیزه (د لړم ۱۳) په ایران کې د نړیوال استکبار پر وړاندې د مبارزې د ملي ورځې په توګه لمانځل کیږي.

اهمیت او مقام

د ۱۳۵۸ کال د لړم په ۱۳مه په تهران کې د امریکا د سفارت نیول، چې د جاسوسانو د ځالې د نیولو په نوم پیژندل کیږي،[۱] د ځینو په باور د ایران د اسلامي انقلاب په تاریخ کې د بدلون یو ټکی ګڼل کیږي.[۲] ځینې په دې باور دي چې دا پیښه د ایران په اسلامي انقلاب کې د امپریالیزم د نفوذ په کمولو کې د کلیدي رول له امله د اسلامي انقلاب په تاریخ کې مهم ځای لري [یادونه ۱].[۳]

امام خمیني د زده کونکو دا عمل دوهم انقلاب وباله او دا یې د اسلامي انقلاب څخه لوړ یو ګام وګڼله.[۴] د ایراني مشرانو په وینا، دا پیښه د امریکا د عظمت د ماتې.[۵] او د ایران په وړاندې د دښمن دسیسو د شنډیدو لامل شوه[۶]] همدا شان دې نورې پایلې هم درلودې؛ د ډیپلوماتیکو اړیکو پرې کیدل او د ایراني شتمنیو ضبطیدل.

فرانسس انتوني بُویل، چې د امریکا د الینوی پوهنتون د سیاسي علومو یو څېړونکی او پروفیسور، دا اقدام د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې سره سم د امریکا د ګواښونو په وړاندې د ځان دفاع لپاره د ایران مشروع حق ګڼي. هغه د زده کونکو دا غورځنګ د تیري او د امریکا د بلې کودتا هڅې مخنیوي هم ګڼي..[۷]

نن سبا، دا ورځ د ایران په کلیز کې د نړیوال استکبار په وړاندې د مبارزې د ورځې په توګه لمانځل کیږي، او هر کال د خلکو لاریونونو ورسره وي.[۸]

د ۱۳۵۸ کال د لړم په څلوارلسمه د امریکا د سفارت د نیولو په اړه د امام خمیني وینا:

«نن ورځ د دې ورځ نه ده چې موږ کښېنو او وګورو... نن د ځمکې لاندې خیانتونه دی... په دې سفارتونو کې دا ترسره کیږي چې تر ټولو مهمه او لویه برخه یې د ستره شیطان پورې اړه لري، چې امریکا ده. او تاسو نشئ کولی کښیناستئ او پریږدئ چې دوی دسیسه وکړي...دوی باید دا فکر ونکړي چې موږ یوازې هلته ناست یو او اورو دوی هر څه چې وغواړي کولی شي. نه، داسې نه ده. مسله د یو نوي انقلاب ده. د لومړي انقلاب په پرتله به یو لوی انقلاب اوسي به»[۹]

د جوړښت پس منظر

د ۱۳۵۸ کال د تلی د میاشتې په ۳۰مه په امریکه کې د محمد رضا پهلوي پناه اخیستل، د زده کونکو په لاس په تهران کې د امریکا د سفارت د نیولو یو له اصلي دلیلونو څخه ګڼل کیږي.[۱۰] د لړم د میاشتې په ۹ مه او۱۲مه، امام خمیني، د امریکې لخوا محمد رضا شاه ته د پناه ورکولو په اعتراض کې، له زده کونکو او دیني عالمانو وغوښتل چې د امریکې په وړاندې په ځواک سره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.[۱۱] د امام خمیني د اثارو د تالیف او خپرولو د انسټیټیوټ د مرستیال رییس حمید انصاري په وینا، د امام خمیني ویناوو اسلامي ټولنو ته دا احساس ورکړ چې دوی باید د انقلاب او هیواد د ګډوډۍ او بیلتون غوښتنې څخه د ژغورلو لپاره یو اقدام وکړي.[۱۲]

د امریکا د سفارت د جاسوسۍ په مرکز بدلیدل،[۱۳] د انقلاب ضد، ورانکارو او ترهګرو ډلو سره اړیکه او ملاتړ،[۱۴] د ایران د حکومتي چارواکو د راجلبولو لپاره د سفارت هڅې،[۱۵] د ایران د انقلاب د لومړیو اعدامونو په وړاندې د امریکا په سنا کې د پریکړه لیک تصویب،[۱۶] د ۱۳۵۸ کال د لړم په ۷ نیټه، د امام خمیني د پیغام ملاتړ او د ایران او امریکا ترمنځ د استعماري تړونونو په وړاندې اعتراض[۱۷] او په ایران کې د ۱۳۳۲کال د زمري د میاشتې په ۲۸ د کودتا غچ اخیستل،[۱۸] په تهران کې د امریکا د سفارت د نیولو لپاره له نورو عواملو څخه دی.

د پیښې تفصیل

د امریکا سفارت ځواکونه د زده کونکو په اسارت کې

د ۱۳۵۸ کال د لړم د میاشتې په ۱۳ نیټه په تهران کې د پوهنتون د محصلینو یوه ډله د آیت الله طالقاني سړک په اوږدو کې د تهران پوهنتون په لور روانه وه. کله چې دوی د امریکا د سفارت دروازې ته ورسیدل، ځینو یې د دروازې زنځیر خلاص کړ او له دیوال څخه تیر شول، د سفارت انګړ ته ننوتل[۱۹] او د امریکایی ټوپکمارانو له خوا د درې ساعته مقاومت سره مخ شول چې اوښکې بهونکی ګاز یې هم وویشت.[۲۰]

زده کوونکو د لوډسپیکرونو له لارې د بیانونو په خپرولو سره د اصلي ودانۍ د بشپړ اشغال اعلان وکړ[۲۱] له دې پیښې څخه د مخه، د سفارت ځینې اسناد د امریکایانو لخوا په تویولو سره له منځه وړی شوي وو.[۲۲] د دې پیښې په جریان کې، ۷۲ امریکایان یرغمل شول، او درې امریکایان چې د بهرنیو چارو وزارت ته د خبرو اترو لپاره تللي وو، هم زده کوونکو ته وسپارل شول.[۲۳] زده کوونکو ځانونه د امام د کرښې پیروان وبلل، او خپل عمل یې د امریکا د پالیسیو په خلاف اعتراض او د امام خمیني د دریځونو د ملاتړ په توګه بیان کړ.[۲۴]

د اشغال وروسته، سفارت لومړی د سپاه پاسداران اردو لخوا کنټرول شو او بیا د قرآن عترت بنسټ ته وسپارل شو. نن سبا، دا ځای د ۱۳ آبان زده کونکو د کلتوري مرکز په توګه د زده کوونکو د بسیج په ملکیت کې دی.[۲۵]

د امام خط د زده کونکو څخه د ابراهیم اصغرزاده کیسه، د موسوي خوئیني ها او سید احمد خمیني ترمنځ د ټیلیفوني خبرو اترو په اړه، چې د پوهنتونونو د اسلامي ټولنو د زده کونکو لخوا د لړم په دیارلسمه، ۱۳۵۸ ل کال کې د امریکا د سفارت د نیولو په اړه د امام خمیني نظر پوښتي:

«احمد آغا د دوو لمونځونو ترمنځ له امام څخه د مشورې غوښتلو لپاره لاړ او بیرته راغی او ویې ویل، "امام وویل، 'ماشومانو ښه ځای نیولی دی، مه تسلیمېږه."»[۲۶]

غبرګونونه

د موقت حکومت استعفا

د سفارت له نیولو وروسته، د ایران لنډمهاله حکومت، چې د لومړي وزیر مهدي بازرګان په مشرۍ یې مشري کوله، د لړم په ۱۳مه[۲۷] او د بل راپور له مخې، د ۱۳۵۸کال د لړم په ۱۵مه،[۲۸] په ډله ییزه توګه استعفا ورکړه، او انقلابي شورا د هیواد د چلولو مسؤلیت په غاړه واخیست، چې په خپل لومړي اقدام کې یې امریکې ته د تیلو صادرات بند کړل.[۲۹]

د ایران او امریکې ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو پرې کول

امریکا په پیل کې ۱۵۰ ایراني زده کونکي ونیول[۳۰] او د ۹۰۰۰ ایرانیانو د شړلو امر یې وکړ.[۳۱] په یوه وروستي اقدام کې، یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په خپلو بانکونو کې د ایران د بهرنیو اسعارو زیرمې کنګل کړې[۳۲] او له ایران سره یې خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې.[۳۳] امریکې په هاګ کې د عدالت په نړیواله محکمه، د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې، او حتی د اسلامي کنفرانس په سازمان کې د ایران غندنه وکړه.[۳۴]

د امام خمیني له خوا د خبرو اترو غوښتنه ردول

وروسته له هغه چې زده کونکو سفارت ونیو، امام خمیني امریکا ستره شیطانه او د امریکا سفارت د جاسوسانو ځاله وبلله.[۳۵] هغه د امریکې دوه لوړ پوړي چارواکي له ملاقات څخه منعه کړه کوم چې د خبرو اترو لپاره راغلي وو.[۳۶]

له هغې وروسته، امریکې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د منځګړو په توګه ډیر چارواکي، لکه د ملګرو ملتونو د هغه وخت سرمنشي کرت والډیم،[۳۷] او د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ جان پاول دوهم، د منځګړو په توګه وکارول. امام خمیني د ملګرو ملتونو د سرمنشي سره د لیدنې غوښتنه او همدارنګه د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د پاپ غیر مشروط غوښتنه رد کړه.[۳۸]

په ۱۳۵۹ کال کې د غويي په میاشت کې، امریکې پوځي اقدام وکړ او د خپلو یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره یې د طبس په دښته کې سرتیري ځای پر ځای کړل، مګر دا عملیات هم ناکام شول.[۳۹]

د یرغمل شویو کسانو خوشې کول

له ۴۴۴ ورځو وروسته، د امام خمیني په اجازه او د اسلامي مشورتي شورا د پریکړې په تعقیب، د هغه وخت حکومتي چارواکو له امریکایي چارواکو سره ولیدل او د الجزایر تړون یې لاسلیک کړ، او یرغمل شوي کسان یې خوشې کړل. ایراني لوري پنځه شرطونه وغوښتل، خو د ۱۳۵۹ کال د زمري په ۵ مه د شاه له مړینې سره، د شاه د سپارلو شرط لغوه شو. د ایران د ټولو پانګو ازادول د ایران په وړاندې د امریکې د ټولو ادعاوو لغوه کول، په ایران کې د امریکې د سیاسي یا پوځي لاسوهنې تضمین، او د شاه لخوا د غلا شویو ملي شتمنیو بیرته ورکول څلور نور شرطونه وو چې ایران د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره ټاکلي وو.[۴۰]

د ۱۳۵۸ کال د لړم په ۱۶مه د امریکا د سفارت له نیولو څو ورځې وروسته د امام خمیني وینا:

«د توطیې او جاسوسۍ مرکز چې "د امریکا سفارت" نومیږي او هغه اشخاص چې هلته زموږ د اسلامي غورځنګ پر وړاندې دسیسه کړې، نړیوال سیاسي درناوی نه لري.... د ایران ملت راپورته شوی ترڅو په ایران کې د جاسوسانو د دې ځالو مخه ونیسي چې د خپلو شرمناکو کړنو دوام ورکړي.»[۴۱]

ځانګړی لیکنې

د امریکا د سفارت د نیولو په اړه څو کتابونه لیکل شوي دي، چې په کې شامل دي:

  • انقلاب دوم، چې د احمد رضا شاه علی لخوا لیکل شوی، چې په څلورو فصلونو کې لیکلی شوی دی: په ایران کې د اسلامي انقلاب فضا، د سفارت د نیولو لاملونه او د هغې د تاریخ او په ۱۳۵۸ کال کې د لړم په میاشتې کې د امریکې د سفارت د نیولو اغیزې او پایلې څیړي. دا کتاب د اسلامي انقلاب د اسنادو مرکز لخوا په ۲۰۰۰ ګڼو کې خپور شو[۴۲]
  • روابط ایران و آمریکا از پیروزی انقلاب اسلامی تا تسخیر لانه جاسوسی، د حسن خداوردي لخوا لیکل شوی، چې د اسلامي انقلاب د اسنادو مرکز لخوا په ۲۶۰ مخونو کې خپور شوی. دا کتاب د لنډمهاله حکومت ځانګړتیاوې، په تهران کې د امریکا د سفارت حرکتونه، او د امام د کرښې په تعقیب د زده کونکو لخوا د سفارت د نیولو څرنګوالی بحث شوی دی.[۴۳]
  • مروری بر اقدام انقلابی جریان دانشجویی در تسخیر لانه جاسوسی، د وحید حسین زاده او علي جعفري هرستاني لخوا لیکل شوې. دا کتاب د دې پیښې مختلف اړخونه، د هغې د راڅرګندېدو شرایط، او د هغې کورني او نړیوال اغیزې تشریح کوي. د امام صادق(ع) پوهنتون د زده کونکو د بسیج د سازمان له خوا په ۱۲۶ مخونو کې په ۱۳۹۵ کال کې خپور کړ.[۴۴]

ګلري

فوټ نوټ

  1. هاشم‌پور یزدان‌پرست، «تسخیر لانه جاسوسی امریکا؛ علل و زمینه‌ها»، ص۴۱۳.
  2. روحانی مقدم، «بازخوانی ۶ روایت کمتر شنیده شده از تسخیر لانه جاسوسی»، سایت خبرگزاری شبستان.
  3. شاه‌علی، «انقلاب دوم بررسی واقعه تسخیر لانه جاسوسی»، ص۷۲.
  4. «چرا حضرت امام خمینی(ره) قاطعانه از تسخیر لانه‌ جاسوسی آمریکا حمایت کردند؟»، سایت مرکز اسناد انقلاب اسلامی.
  5. «چرا حضرت امام خمینی(ره) قاطعانه از تسخیر لانه‌ جاسوسی آمریکا حمایت کردند؟»، سایت مرکز اسناد انقلاب اسلامی.
  6. «بیانات در دیدار دانش‌آموزان و دانشجویان»، سایت دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله العظمی خامنه‌ای.
  7. شیرودی، «تسخیر لانه جاسوسی آمریکا: علل، روند و پیامدها»، ص۱۲۷-۱۲۸.
  8. د مثال په توګه وګورئ: «حضور معنادار مردم ایران در راهپیمایی ۱۳ آبان/‌ خط و نشان راهپیمایان برای "آمریکا و ‌اغتشاشگران‌" + فیلم»، سایت خبرگزاری تسنیم.
  9. وګورئ: خمینی، صحیفه امام خمینی، ۱۳۸۹ش، ج۱۰، ص۴۹۳.
  10. امین‌آبادی، «اسناد لانه جاسوسی فتنه‌گران را رسوا می‌کند: بی‌پرده با تاریخ/ شهریور و مهر ۱۳۵۸»، ص۶۳؛ «به‌ مناسبت بزرگداشت سالروز اشغال لانه جاسوسی (تحلیلی کوتاه بر وقایع سیزدهم آبان ماه)»، در مجله تربیت، ص۲۰؛ جمعی از محققین، «اشغال لانه جاسوسی امریکا زمینه‌ها و پیامدها»، پرتال امام خمینی.
  11. «همگام با پیروزی بزرگتر؛ ۱۳آبان-تسخیر لانه جاسوسی آمریکا»، در مجله پاسدار اسلام، ص۱۱؛ هاشم‌پور یزدان‌پرست، «تسخیر لانه جاسوسی امریکا؛ علل و زمینه‌ها»، ص۴۱۶؛ شیرودی، «تسخیر لانه جاسوسی آمریکا: علل، روند و پیامدها»، ص۱۲۵-۱۲۷.
  12. شاه‌علی، «انقلاب دوم بررسی واقعه تسخیر لانه جاسوسی»، ص۷۲.
  13. شیرودی، «تسخیر لانه جاسوسی آمریکا: علل، روند و پیامدها»، ص۱۲۳.
  14. صمدی‌فرد، «ماجرای لانه جاسوسی و نمونه‌های آشکار دشمنی استکبار»، ص۹۲؛ فوزی تویسرکانی، جمهوری اسلامی ایران و جنبش‌های اسلام‌گرا، ۱۴۰۰ش، ص۱۶۹؛ نوازنی، «بهای شرارت زمینه‌ها و پیامدهای اشغال سفارت آمریکا در تهران»، ص۳۰-۳۱.
  15. فوزی تویسرکانی، جمهوری اسلامی ایران و جنبش‌های اسلام‌گرا، ۱۴۰۰ش، ص۱۶۹؛ نوازنی، «بهای شرارت زمینه‌ها و پیامدهای اشغال سفارت آمریکا در تهران»، ص۲۹؛ شیرودی، «تسخیر لانه جاسوسی آمریکا: علل، روند و پیامدها»، ص۱۲۴.
  16. شیرودی، «تسخیر لانه جاسوسی آمریکا: علل، روند و پیامدها»، ص۱۲۵؛ نوازنی، «بهای شرارت زمینه‌ها و پیامدهای اشغال سفارت آمریکا در تهران»، ص۳۱.
  17. «همگام با پیروزی بزرگتر؛ ۱۳آبان-تسخیر لانه جاسوسی آمریکا»، در مجله پاسدار اسلام، ص۱۱؛ شیرودی، «تسخیر لانه جاسوسی آمریکا: علل، روند و پیامدها»، ص۱۲۵؛ شاه‌علی، «تاثیر واقعه تسخیر لانه جاسوسی آمریکا بر جریان‌های سیاسی داخل کشور»، ص۱۴۶.
  18. نوازنی، «بهای شرارت زمینه‌ها و پیامدهای اشغال سفارت آمریکا در تهران»، ص۳۳.
  19. نوازنی، «بهای شرارت زمینه‌ها و پیامدهای اشغال سفارت آمریکا در تهران»، ص۳۳.
  20. نوازنی، «بهای شرارت زمینه‌ها و پیامدهای اشغال سفارت آمریکا در تهران»، ص۳۳.
  21. نوازنی، «بهای شرارت زمینه‌ها و پیامدهای اشغال سفارت آمریکا در تهران»، ص۳۳.
  22. حیدری، «تسخیر لانه جاسوسی امریکا و سفر کمیسیون تحقیق سازمان ملل به ایران»، ص۳۵۲.
  23. شیرودی، مرتضی، «تحلیل جامعه‌شناختی از جنبش دانشجویی ایران»، ص۱۵۸؛ شیرودی، «تسخیر لانه جاسوسی آمریکا: علل، روند و پیامدها»، ص۱۲۹.
  24. شیرودی، مرتضی، «تحلیل جامعه‌شناختی از جنبش دانشجویی ایران»، ص۱۵۸؛ شیرودی، «تسخیر لانه جاسوسی آمریکا: علل، روند و پیامدها»، ص۱۳۰.
  25. «چرا آمریکا تخت‌جمشید را برای سفارتخانه خود انتخاب کرد؟»، سایت خبرگزاری جمهوری اسلامی ایران (ایرنا).
  26. وګورئ: بهشتی‌پور، حسین، «نقش امام خمینی در مدیریت بحران گروگان گیری در لانه جاسوسی آمریکا»، در مجله مطالعات تاریخی، شماره ۳۰، پاییز ۱۳۸۹ش، ص۱۷.
  27. شاه‌علی، «انقلاب دوم بررسی واقعه تسخیر لانه جاسوسی»، ص۷۲؛ شاه‌علی، «تاثیر واقعه تسخیر لانه جاسوسی آمریکا بر جریان‌های سیاسی داخل کشور»، ص۱۴۶-۱۴۷.
  28. جمعی از محققین، «اشغال لانه جاسوسی امریکا زمینه‌ها و پیامدها»، پرتال امام خمینی.
  29. امین‌آبادی، «اسناد لانه جاسوسی فتنه‌گران را رسوا می‌کند: بی‌پرده با تاریخ/ شهریور و مهر ۱۳۵۸»، ص۶۳.
  30. «همگام با پیروزی بزرگتر؛ ۱۳آبان-تسخیر لانه جاسوسی آمریکا»، در مجله پاسدار اسلام، ص۱۱.
  31. جمعی از محققین، «اشغال لانه جاسوسی امریکا زمینه‌ها و پیامدها»، پرتال امام خمینی.
  32. امین‌آبادی، «اسناد لانه جاسوسی فتنه‌گران را رسوا می‌کند: بی‌پرده با تاریخ/ شهریور و مهر ۱۳۵۸»، ص۶۳؛ «به‌ مناسبت بزرگداشت سالروز اشغال لانه جاسوسی (تحلیلی کوتاه بر وقایع سیزدهم آبان ماه)»، در مجله تربیت، ص۲۰.
  33. صمدی‌فرد، «ماجرای لانه جاسوسی و نمونه‌های آشکار دشمنی استکبار»، ص۹۲.
  34. «اقدامات سیاسی آمریکا بعد از تسخیر سفارت آمریکا»، سایت مرکز اسناد انقلاب اسلامی.
  35. شاه‌علی، «تاثیر واقعه تسخیر لانه جاسوسی آمریکا بر جریان‌های سیاسی داخل کشور»، ص۱۴۵.
  36. «همگام با پیروزی بزرگتر؛ ۱۳ آبان-تسخیر لانه جاسوسی آمریکا»، در مجله پاسدار اسلام، ص۱۱.
  37. جمعی از محققین، «اشغال لانه جاسوسی امریکا زمینه‌ها و پیامدها»، پرتال امام خمینی.
  38. جمعی از محققین، «اشغال لانه جاسوسی امریکا زمینه‌ها و پیامدها»، پرتال امام خمینی؛ «همگام با پیروزی بزرگتر؛ ۱۳ آبان-تسخیر لانه جاسوسی آمریکا»، در مجله پاسدار اسلام، ص۱۱.
  39. جمعی از محققین، «اشغال لانه جاسوسی امریکا زمینه‌ها و پیامدها»، پرتال امام خمینی.
  40. شاه‌علی، «انقلاب دوم بررسی واقعه تسخیر لانه جاسوسی»، ص۷۶.
  41. وګورئ: خمینی، صحیفه امام خمینی، ۱۳۸۹ش، ج۱۱، ص۵۴.
  42. «معرفی کتاب‌هایی با موضوع تسخیر لانه جاسوسی+عکس»، پایگاه خبری-تحلیلی مشرق.
  43. «چه کتاب‌هایی درباره تسخیر لانه جاسوسی آمریکا بخوانیم؟»، سایت خبرگزاری کتاب ایران (ایبنا).
  44. «معرفی کتاب‌هایی با موضوع تسخیر لانه جاسوسی+عکس»، پایگاه خبری-تحلیلی مشرق.

سرچينې

  • امین‌آبادی، سید روح‌الله، «اسناد لانه جاسوسی فتنه‌گران را رسوا می‌کند: بی‌پرده با تاریخ/ شهریور و مهر ۱۳۵۸»، در مجله پاسدار اسلام، شماره ۳۸۳، آبان و آذر ۱۳۹۲ش.
  • «اقدامات سیاسی آمریکا بعد از تسخیر سفارت آمریکا»، سایت مرکز اسناد انقلاب اسلامی، تاریخ درج مطلب: ۱۶ آبان ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید: ۱۷ تیر ۱۴۰۲ش.
  • بهشتی‌پور، حسین، «نقش امام خمینی در مدیریت بحران گروگان گیری در لانه جاسوسی آمریکا»، در مجله مطالعات تاریخی، شماره ۳۰، پاییز ۱۳۸۹ش.
  • «به‌ مناسبت بزرگداشت سالروز اشغال لانه جاسوسی (تحلیلی کوتاه بر وقایع سیزدهم آبان ماه)»، در مجله تربیت، شماره ۴، آبان ۱۳۶۸ش.
  • «بیانات در دیدار دانش‌آموزان و دانشجویان»، سایت دفتر حفظ و نشر آثار آیت‌الله العظمی خامنه‌ای، تاریخ درج مطلب: ۱۲ آبان ۱۳۹۵ش، تاریخ بازدید: ۱۶ خرداد ۱۴۰۲ش.
  • جمعی از محققین، «اشغال لانه جاسوسی امریکا زمینه‌ها و پیامدها»، پرتال امام خمینی، تاریخ درج مطلب: ۱۰ آبان ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۱۷ تیر ۱۴۰۲ش.
  • «چرا آمریکا تخت‌جمشید را برای سفارتخانه خود انتخاب کرد؟»، سایت خبرگزاری جمهوری اسلامی ایران (ایرنا)، تاریخ درج مطلب: ۱۳ آبان ۱۳۹۲ش، تاریخ بازدید: ۲۵ تیر ۱۴۰۲ش.
  • «چه کتاب‌هایی درباره تسخیر لانه جاسوسی آمریکا بخوانیم؟»، سایت خبرگزاری کتاب ایران (ایبنا)، تاریخ درج مطلب:‌ ۱۳ آبان ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۲۴ تیر ۱۴۰۲ش.
  • «حضور معنادار مردم ایران در راهپیمایی ۱۳ آبان/‌ خط و نشان راهپیمایان برای "آمریکا و ‌اغتشاشگران‌" + فیلم»، سایت خبرگزاری تسنیم، تاریخ درج مطلب: ۱۳ آبان ۱۴۰۱ش، تاریخ بازدید: ۲۱ تیر ۱۴۰۲ش.
  • حیدری، اصغر، «تسخیر لانه جاسوسی امریکا و سفر کمیسیون تحقیق سازمان ملل به ایران»، در مجله پانزده خرداد، شماره ۱۸، زمستان ۱۳۸۷ش.
  • «چرا حضرت امام خمینی(ره) قاطعانه از تسخیر لانه‌ جاسوسی آمریکا حمایت کردند؟»، سایت مرکز اسناد انقلاب اسلامی، تاریخ درج مطلب: ۱۲ آبان ۱۴۰۰ش، تاریخ بازدید: ۲۰ خرداد ۱۴۰۲ش.
  • روحانی مقدم، زینب، «بازخوانی ۶ روایت کمتر شنیده شده از تسخیر لانه جاسوسی»، سایت خبرگزاری شبستان، تاریخ درج مطلب: ۱۲ آبان ۱۴۰۱ش، تاریخ بازدید: ۱۶ خرداد ۱۴۰۲ش.
  • شاه‌علی، احمدرضا، «انقلاب دوم بررسی واقعه تسخیر لانه جاسوسی»، در مجله زمانه، شماره ۳۸، آبان ۱۳۸۴ش.
  • شاه‌علی، احمدرضا، «تاثیر واقعه تسخیر لانه جاسوسی آمریکا بر جریان‌های سیاسی داخل کشور»، در مجله پژوهش‌های سیاسی جهان اسلام، شماره۴، پاییز ۱۳۹۱ش.
  • شیرودی، مرتضی، «تحلیل جامعه‌شناختی از جنبش دانشجویی ایران»، در مجله حصون، شماره ۲۱، پاییز ۱۳۸۸ش.
  • شیرودی، مرتضی، «تسخیر لانه جاسوسی آمریکا: علل، روند و پیامدها»، در مجله پیام، شماره ۸۵، پاییز ۱۳۸۶ش.
  • صمدی‌فرد، علی‌رضا، «ماجرای لانه جاسوسی و نمونه‌های آشکار دشمنی استکبار»، در مجله مبلغان، شماره ۲۴۵، آبان و آذر ۱۳۹۸ش.
  • فرخی، میثم، «کاوشی نظری پیرامون پدیده جهانی‌شدن و امپریالیسم فرهنگی- رسانه‌ای: یکسان‌سازی و همگونی فرهنگی» در نشریه مطالعات رسانه‌ای، شماره ۲۹، تابستان ۱۳۹۴ش.
  • فوزی تویسرکانی، یحیی، جمهوری اسلامی ایران و جنبش‌های اسلام‌گرا، تهران، پژوهشگاه علوم انسانی و مطالعات فرهنگی، ۱۴۰۰ش.
  • مسعودی، امید، «بحران در کاخ سفید»، در مجله حضور، شماره ۲، آبان ۱۳۷۰ش.
  • «معرفی کتاب‌هایی با موضوع تسخیر لانه جاسوسی+عکس»، پایگاه خبری-تحلیلی مشرق، تاریخ درج مطلب: ۱۴ آبان ۱۳۹۶ش، تاریخ بازدید: ۲۴ تیر ۱۴۰۲ش.
  • نوازنی، بهرام، «بهای شرارت زمینه‌ها و پیامدهای اشغال سفارت آمریکا در تهران»، در مجله زمانه، شماره ۱۴، آبان ۱۳۸۲ش.
  • هاشم‌پور یزدان‌پرست، سید محمد، «تسخیر لانه جاسوسی امریکا؛ علل و زمینه‌ها»، در مجله پانزده خرداد، شماره۱۷، پاییز ۱۳۸۷ش.
  • هانتینگتون، ساموئل، «امپراتوری آمریکا تنها یک افسانه است»، ترجمه مجتبی امیری وحید، در مجله اطلاعات سیاسی-اقتصادی، شماره ۲۱۱ و ۲۱۲، فروردین و اردیبهشت ۱۳۸۴ش.
  • «همگام با پیروزی بزرگ‌تر؛ ۱۳ آبان-تسخیر لانه جاسوسی آمریکا»، در مجله پاسدار اسلام، شماره۱۰۷، آبان ۱۳۶۹ش.