ستره شیطانه
شیطان بزرګ یا ستره شیطانه هغه صفت دی چې امام خمیني په تهران کې د امریکا د سفارت له نیول کېدو وروسته په وینا کې د امریکا لپاره وکاروه.[۱] هغه په خپلې وینا کې دا تمثیل له هغه روایته استفاده کړی چې د شیطانانو مشر (ابلیس) د اسلام د پېغمبر(ص) له بعثته وروسته شیطانان په ځان راغونډ کړل او د انسانانو د ګمراهۍ د سختېدو خبره یې ورکړه.[۲] [یادداشت۱] په دې ډول، د امام خمیني د ادبیاتو په اساس، د ایران په اسلامي انقلاب کې هم شیطان بزرګ یعنې سترې شیطانې امریکا، خپل واړه او بهرني شیطانان پر ځان راغونډوي او شورماشور جوړوي.[۳]
ویل شوي چې دغه صفت په قرآن کې د شیطان له ځانګړنو اخستل شوی دی؛ ځکه چې قرآن، شیطان کافر،[۴] د اسلام دښمن،[۵] متکبر،[۶] تفرقه اچوونکی،[۷] بې باوره،[۸]فاسق او فاسد،[۹] د حزب او ګوند لرونکی[۱۰] او د بدو اعمالو ښکلی برېښوونکی[۱۱] ګڼي چې د امام خمیني له نظره دغه ټول صفتونه پر امریکا په واکمنو سیاستونو کې لیدل کیږي.
امام خمیني په ځلونو د «شیطان بزرګ» له ټکي استفاده کړې ده. په اخلاقي، قرآني او اعتقادي مطالبو کې له دغه ترکیبه د هغه مطلب، ابلیس یا اماره نفس او په سیاسي مباحثو کې امریکا ده.[۱۲] همداراز هغه په خپله وینا کې چې د صهیونسټ رژیم په مقابل کې د اسلامي دولتونو د کمزورۍ او تسلیمېدو په اړه ورکړه، دغه رژیم ته شیطان کوچک (وړوکی شیطان) وایي.[۱۳]
د شیطان بزرګ لقب په ډېرو موقعو کې د اسلامي جمهوریت دوهم مشر سید علي خامنه اي هم کارولی دی.[۱۴] د هغه له نظره، ابلیس سره له دې چې د ټولو شیطانانو مشر دی، خو په یوازې سر هم وسوسه کوله شي؛ لکه څنګه چې امریکا، هم خلک غولوي او هم قتل او چورتالان او فتنه جوړونه کوي.[۱۵] همداراز دا صفت په امریکایي ضد لاریونونو کې د امریکا له سیاستونو څخه د کرکې د اعلانولو لپاره د شعار په توګه کارول کیږي.[۱۶]
فوټ نوټ
- ↑ موسوی خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ج۱۰، ص۴۸۹.
- ↑ موسوی خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ج۱۰، ص۴۸۹.
- ↑ موسوی خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ج۱۰، ص۴۸۹.
- ↑ رکابیان، «مبانی قرآنی دیدگاه امام خمینی ره درباره آمریکا «شیطان بزرگ»»، ص۹۴.
- ↑ رکابیان، «مبانی قرآنی دیدگاه امام خمینی ره درباره آمریکا «شیطان بزرگ»»، ص۹۴-۹۶.
- ↑ رکابیان، «مبانی قرآنی دیدگاه امام خمینی ره درباره آمریکا «شیطان بزرگ»»، ص۹۶-۹۸.
- ↑ رکابیان، «مبانی قرآنی دیدگاه امام خمینی ره درباره آمریکا «شیطان بزرگ»»، ص۹۸.
- ↑ رکابیان، «مبانی قرآنی دیدگاه امام خمینی ره درباره آمریکا «شیطان بزرگ»»، ص۹۸-۹۹.
- ↑ رکابیان، «مبانی قرآنی دیدگاه امام خمینی ره درباره آمریکا «شیطان بزرگ»»، ص۹۹-۱۰۰.
- ↑ رکابیان، «مبانی قرآنی دیدگاه امام خمینی ره درباره آمریکا «شیطان بزرگ»»، ص۱۰۰.
- ↑ رکابیان، «مبانی قرآنی دیدگاه امام خمینی ره درباره آمریکا «شیطان بزرگ»»، ص۱۰۱.
- ↑ توانایی و رفیعی، «واژه «شیطان» در ادبیات انقلاب اسلامی و کلام امام خمینی (ره)»، ص۶۲.
- ↑ موسوی خمینی، صحیفه امام، ۱۳۷۸ش، ج۱۵، ص۲۶۵.
- ↑ «فیشهای شیطان بزرگ»، سایت دفتر حفظ و نشر آثار آیتالله خامنهای.
- ↑ «بیانات در دیدار اقشار مختلف مردم»، سایت دفتر حفظ و نشر آثار آیتالله خامنهای.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: «خداحافظ ای داغ بر دل نشسته»، پایگاه خبری جماران؛ «طنین شعار "الله الله اکبر آمریکا شیطان الاکبر"در سراسر عراق»، پایگاه خبری انقلابنیوز؛ ««التحریر» علیه امریکا»، روزنامه ایران.
سرچينې
- «بیانات در دیدار اقشار مختلف مردم»، سایت دفتر حفظ و نشر آثار آیت الله خامنهای، تاریخ درج مطلب ۱۸ شهریور ۱۳۹۴ش، تاریخ بازدید ۳۱ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
- ««التحریر» علیه امریکا»، روزنامه ایران، تاریخ درج مطلب ۱۵ دی ۱۳۹۹ش، تاریخ بازدید ۳۱ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
- توانایی، محمد حسین و حسین رفیعی، «واژه «شیطان» در ادبیات انقلاب اسلامی و کلام امام خمینی (ره)»، مجله پژوهشهای سیاسی، شماره ۱۵، زمستان ۱۳۹۴ش.
- «خداحافظ ای داغ بر دل نشسته»، پایگاه خبری جماران؛ تاریخ درج مطلب ۱۶ دی ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید ۳۱ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
- رکابیان، رشید، «مبانی قرآنی دیدگاه امام خمینی ره درباره آمریکا «شیطان بزرگ»»، مجله معرفت، شماره ۲۷۹، اسفند ۱۳۹۹ش.
- «طنین شعار "الله الله اکبر آمریکا شیطان الاکبر"در سراسر عراق»، پایگاه خبری انقلاب نیوز؛ تاریخ درج مطلب ۱۱ دی ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید ۳۱ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
- «فیشهای شیطان بزرگ»، سایت دفتر حفظ و نشر آثار آیت الله خامنهای، تاریخ بازدید ۳۱ اردیبهشت ۱۴۰۳ش.
- موسوی خمینی، روحالله، صحیفه امام، تهران، موسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی(ره)، ۱۳۷۸ش.