ښکېلاک
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
ښکېلاک یا استعمار، په یو هیواد یا ولس باندې د یو بل هیواد یا ولس په زوره ولکه او په پییلي، ټیټ او شاته پاتې حالت کې د هغه ساتل دي. د اروپایانو ښکېلاک د افریقا د شمال د مسلمان مېشته هیوادونو په نیواک سره پېل شو او بیا په نورو ټولنو منجمله د ایران ، عراق او هند د شیعیانو په ټولنې خپور شو. د څېړاندو په وینا، ایران هیڅکله رسما ښکېلاک مېنه نه شوه؛ خو د ناعادلانه تجاري تړونونو له لارې د ښکېلاګرو طاقتونو تر اغېز لاندې راغی. انګریز قواو په لومړي نړیوال جنګ کې عراق ونیوه او پکې یې یو لاس پوڅی حکومت واکمن کړ. په هند کې هم اَوَد شیعه حکومت د انګلستان د ختیځ هند کمپنۍ لخوا ختم شو. د فلسطین نیواک او د اسراییلو جوړول هم د ښکېلاک له پایلو ګڼل کیږي.
د ښکېلاک شویو هیوادونو ټوټې کول او د هغوي د اقتصادي سرچینو نیول، د ښکېلاګرو یوه کلیدي طریقه ګڼل شوې ده. له لومړي نړیوال جنګه وروسته، عثماني سترواکي د ښکېلاکګرو هیوادونو له خوا ټوټې شوه او نوي هیوادونه لکه عراق، سوریه او لبنان جوړ شول.د طبیعي سرچینو نیول، ښکېلاکي تړونونه، د کلتوري او ژبنیو بدلونونو راوستل او د ځایي شناخت کمزورې کول د ښکېلاکګرو ځینو رودې ګڼل شوې دي.
مسلمانانو د ښکېلاک په وړاندې په مختلفو طریقو سره مقاومت کړی دی. منجمله په عراق او ایران کې د شیعه عالمانو فتوا، د ښکېلاکګر ضد سازمانونو جوړول، وسلوال پاڅونونه، او یا له تاوتریخوالي پاک انقلاب او خپلواکي غواړي غورځنګونه.
د ښکېلاک مفهوم او ځایګاه
په سیاسي اصطلاح کې ښکېلاک په یو کمزوري ولس باندې د یو پیاوړي ولس کلتوري سیاسي او اقتصادي ولکه او په پییلي، لاندې او شاته پاتې حالت کې د هغه ساتل دي[۱] ښکېلاک (استعمار) د زبېښاک (استثمار) له مفهوم سره نزدې اړیکي لري.[۲] د عثماني حکومت طاقت موندل او د اروپا او اسیا د ځمکني ارتباط غوڅول،[۳] د اروپا په کلیسایي سسټم کې د پانګې راغونډول، او د ختیځ په افسانه ای شتمنیو خېټه اچول، ښکېلاک ته د اروپایانو د مخه کولو اصلي علت ګڼل شوی دی.[۴]
ویل شوي چې د پینځلسمې او شپاړسمې پېړۍ اروپایانو، پر اقتصادي موخو سربېره، د اسلام له پراختیا سره د مقابلې په نیت د افریقا د شمال د مسلمان مېشتو سیمو ښکېلاک ته مخه کړه[۵] د تاریخي اسنادو له مخې، ډېر اسلامي هیوادونه او شیعه ټولنې د اروپایانو د ښکېلاک تر اثر لاندې پاتې شوي.[۶] د تاریخي څېړاندو په وینا، په ښکېلاکي هیوادونو کې د ښکېلاکګرو طاقتونو د سیاسي ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو په وجه، جغرافیایي برخو کې(د یو وطن نیول او ټوټې کول)[۷] ټولنیزو فرهنګي برخو کې (د ملي مذهبي ارزښتونو کمزورې کول او د ژوند د سبک بدلول)[۸] او په اقتصادي برخو کې (د سرچینو لوټل او د یو محصولي نظامونو ټینګول) په دغو هیوادونو کې ډېر بدلونونه راغلل.[۹]
په اسلامي ټولنو کې د ښکېلاک حدود
څېړاندو، سُبَته (د ننني مراکش په شمال کې یو ښار) لومړی مسلمان مېشته ښار ګڼلی چې اروپایانو ښکېلاک مېنه کړ.[۱۰] الجزایر، لیبیا، مصر او تیونس له هغو اسلامي هیوادونو دي چې د اروپایانو مستعمرې وې.[۱۱] په شیعي ټولنو کې هم ایران، عراق او اَوَد (په هند کې) هغه ټولنې ګڼل کیږي چې د ښکېلاک تر اثر لاندې وې.[۱۲]
ایران او ښکېلاکي تړونونه
ایران هیڅکله په رسمي او په کامله توګه د اروپایي هیوادونو ښکېلاک مېنه نه ده ګڼل شوې؛[سرچینې ته اړتیا] سره له دې، څېړنې ښیي چې په ۱۶ میلادي پېړۍ کې د ښکېلاکګرو د لومړۍ ډلې د شتون له وخته د ایران اسلامي انقلاب تر کلونو پورې،[۱۴]دغه هیواد همېشه د ښکېلاکي طاقتونو تر اثر لاندې و. لکه څنګه چې له ځینو تاریخي اسنادو او مکاتباتو معلومیږي، له بهرنیو چاروالو سره د ایران ځینې تجارتي تړونونه پر ایران د استعماري ځواک د ولکې مصداق ګڼل شوي دي.[۱۵] په شلمه پېړۍ کې هم، محمد مصدق او ابوالقاسم کاشاني د خلکو په ملاتړ وکړی شول د ایران تېل د انګریز چاروالو له ولکې وباسي او ملي یې کړي.[۱۶] سره له دې، د انګلستان او امریکا کارړنګونې روانې وې او د ۱۳۳۲ ل کال د زمري په ۲۸ په یوې کودتا کې د مصدق دولت نسکور شو.[۱۷]
د انګریزو ځواکونو له خوا د عراق نیواک
انګلستان په لومړي نړیوال جنګ (۱۳۳۲ق/۱۹۱۴م) کې له عثماني دولت سره د جنګ اعلان وکړ.[۱۸] د راپورونو له مخې، انګریزانو ګمان کاوه چې شیعیان به د انګریزانو ننګه وکړي او عثماني چارواکي به له عراقه وشړي.[۱۹] د دغه تصور په اپوټه او سره له دې چې د عراق شیعه فقیهان له عثماني حکومته خپه وو، د برتانیا په خلاف یې د جهاد فتوا ورکړه؛ ځکه چې د مسیحیانو په لاس د اسلامي ټاټوبي نیول یې شرعا حرام ګڼل.[۲۰] سره له دې انګریزو قواوو وکړی شول په درنو وسلو، هوایي ځواک [۲۱] او انساني ځواک چې له هنده به استول کېده،[۲۲] په تکیې سره په عراق ولکه حاصله کړي.
په هند کې د اَوَد شیعیانو د حکومت نسکورېدل
د انګلستان د ختیځ هند کمپني د اتلسمې پېړۍ په مینځ کې (۱۷۵۷م تر ۱۷۶۴م) د هندوستان له ځایي حکومتونو منجمله شیعه اَوَد حکومت سره جنګ پېل کړ او هغه یې مات کړ.[۲۳]له دې وروسته، انګلستاني کمپنۍ، په نفوذ او کارړنګونې او د دغه سیمې له زمیدارانو د زیاتو مالیو په اخستلو سره، د دغه سیمې له زمیدارانو سره د اود د واکمنانو انډول اړیکي خراب کړل او د دې مسالې په وجه ځینې بلواوې وشوې.[۲۴] همداراز انګلستان، اود حکومت ته لوی لوی پورونه ورکړل او د دې په بدل کې یې ترې د شیعیانو ځینې ځمکې او د هغوي بهرني اړیکي په خپل ولکه کې راوستل او اود یې په یو لاس پوڅي حکومت بدل کړل.[۲۵] انګلستان په ۱۸۸۵ م کال کې د اود د بلواو د ختمولو په پلمه په دغه سیمه کې د شیعیانو حکومت پای ته ورساوه او دغه سیمه یې له خپلې سترواکۍ سره یو ځای کړه.[۲۶]
د فلسطین نیواک
ډېر پوهان، د فلسطین د نیواک مساله، د استعمار له پایلو ګڼي.[۲۷] د دغه پوهانو په وینا، په لومړي نړیوال جنګ کې د عثماني سترواکۍ فتحه او پر فلسطین د بریتانیا سرپرستي د اسراییلو د راڅرګندېدو سبب شوه.[۲۸] د اسراییلو د جوړېدو له څرنګوالي ورتېر، ځینې شناندي د فلسطین په سیمو کې د صهیونسټ رژیم د ښارګي جوړولو پروسه د استعماري نیواک یوه بېلګه ګڼي.[۲۹] همداراز په غزې تړانګې د ولکې لپاره د دغه رژیم هڅې او په دې سیمه کې د یهودي میشته سیمو جوړول ښکېلاکي ښکارنده ګڼل شوې ده.[۳۰]
له ښکېلاک سره د مقابلې طریقې
د نیواکګرو په خلاف د مراجعو فتوا
«د حقوقو مطالبه د عراق په خلکو واجبه ده او په دوی ضروري ده چې د خپلو غوښتنو د پرځایښت لپاره د اقدام په ترڅ کې، د ارامښت او امنیت خیال وساتي او که انګریزان د خلکو د غوښتنو له منلو ډډه وکړي په خلکو جایزه ده چې د خپلې دفاع لپاره له زور او طاقته کار واخلي.»[۱]
په پاتې اسنادو کې، د انګلستان له ښکېلاک سره د عراق د مراجعو د مبارزې ښکاره بېلګې موجودې دي؛ مثلا د قاجار په زمانه کې محمد کاظم یزدي د انګلستان په خلاف مبارزه واجبه اعلان کړه،[۳۲] محمد تقي شیرازي د جهاد فتوا ورکړه[۳۳] او همداراز په انګریزو ادارو کې یې استخدامېدل او نوکري د مسلمانانو لپاره حرامه وبلله.[۳۴] د تاریخ لیکونکو په وینا، د اخوند خراساني په شان مراجعو [۳۵] او حتی شیخ الشریعه اصفهاني په ډاګه د انګریز مخالفه بلواوو مشري کوله.[۳۶] پر عراق سربېره، په ایران کې د بهرنیو ځواکونو شتون هم د مراجعو د غبرګون سبب شو. د مثال په توګه محمد تقي شیرازي په ۱۳۲۹ ق کال کې او د ایران په شمال د روسي ځواکونو له حملې وروسته، له هغوي سره د مقابلې د ضرورت فتوا ورکړه.[۳۷] دغه فتواګانې په شیعه سیمو پورې محدودې نه وې او مثلا د ایټالیایي ځواکونو له خوا د لیبیا هیواد له نیواکه وروسته او په ایران د روسي او انګریزو ځواکونو له یرغل وروسته، سید محمد کاظم یزدي له نیواکګرو سره مقابله د ټولو مسلمانانو دنده وبلله.[۳۸]
همداراز د مورخانو په وینا، د ایران او عراق ځینو عالمانو د ښکیلاک ضدو ډلو لکه د اسلامي غورځنګ جمعیت، د نجف پټ ګوند، او د کاظمینو پټ ګوند جوړ کړ.[۳۹]
له ښکېلاکي تړونونو سره مخالفت
لکه څنګه چې د قاجار زمانې له تاریخي راپورونو معلومیږي، د دغه پړاو ځینې عالمان د ښکېلاک له مفهوم او هغه اثراتو چې په تېره بیا په هند یې شیندلي وو، خبر وو.[۴۰] دغه مسایلو ته په پام سره، شیعه عالمانو له دغو ډېرو تړونونو، منجمله رویټرز امتیاز ورکولو تړون ( د روډونو، ریل لارې او بندونو جوړول او د ایران له ځنګلونو، معدنونو او ګمرکونو څخه استفاده) او د رژی له امتیاز نامې یا تړون( د تماکو او توتون انحصار) سره مخالفت وکړ.[۴۱] په هغو پېښو کې چې د تماکو غورځنګ په پېښه کې موثرې وې د سید جمال الدین اسد ابادي مبارزو او د میرزای شیرازي فتوا ته اشاره کولی شو.[۴۲]
د لاس پوڅو حکومتونو د پرزولو لپاره هڅه
په ۱۹۳۲م/۱۳۴۰ق کال کې د محمد حسین نائیني، سید ابوالحسن اصفهاني، مهدي خالصي او سید حسن صدر په شان عالمانو، د انګلستان د لاس پوڅې په توګه د ملک فیصل له پاچاهۍ سره مخالفت وکړ.[۴۳] همداراز په ۱۹۴۱ م کال او د فیصل له واکمنېدو وروسته د هغه په خلاف یو پاڅون جوړ شو او ځینو شیعه فقیهانو لکه سید ابوالحسن اصفهاني، محمد حسین کاشف الغطا او عبدالکریم جزایري د دغه پاڅون په ملاتړ کې د جهاد فتوا ورکړه.[۴۴]
انقلاب او له تاوتریخوالي پاکه خپلواکي غوښتنه
د مورخانو په وینا په نولسمې میلادي پېړۍ کې هندیانو هڅه وکړه چې د تاوتریخجنې مبارزې له لارې، له ښکېلاک سره مقابله وکړي؛ خو انګریزانو دغه بلوا وځپله.[۴۵] له دې وروسته، د هند خپلواکي غواړی غورځنګ په شلمه پېړۍ کې او د ګاندي په امن غواړې مشرۍ سره نتیجې ته ورسید.[۴۶] البته په دې مینځ کې، د هندوستان مسلمانانو هم د خپلواکۍ غوښتنه وکړه او د خپلو ګوندي فعالیتونو له لارې یې پاکستان هیواد جوړ کړ.[۴۷]
ځینو څېړاندو د ګاندي له تاوتریخوالي ډډه کول، د ایران په اسلامي انقلاب کې د امام خمیني له رودې سره پرتله کړې دي.[۴۸] امام خمیني په خپلو ډېرو ویناوو او لیکنو کې، ښکېلاک د ملي شتمنیو د تالان، اقتصادي پییلتیا، د ځایي کلتور او ارزښتونو د تباهۍ، د دین ځپنې، او مذهبي تفرقه اچونې سبب ګڼلی دی.[۴۹] هغه پهلوي لړۍ د ښکېلاکګرو لاسپوڅې ګڼله؛ [۵۰] خو د څېړاندو په وینا امام خمیني په خپلو مبارزاتي رودو کې، په وسلوال خوځښت باور نه درلود.[۵۱]
د استعمار روده
د وطنونو نیول یا ټوټې کول
د استعمار یوه ډېره لومړۍ طریقه، د یو ټاټوبي نیول بلل شوې ده.[۵۲] د مثال په توګه، پرتګالي ښکېلاکګرو په شپاړسمه میلادي پېړۍ کې د بحرین او هرمز په شان ټاپوګان ونیول.[۵۳] همداراز راپور شوی چې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د افریقا نوي فیصده خاوره د ښکېلاکګرو په ولکه کې وه.[۵۴] اروپایي ښکېلاکګرو عثماني ټاټوبی ونیوه او بیا یې ټوټې کړ او نوې هیوادونه لکه سوریه، عراق او لبنان یې جوړ کړل.[۵۵] دا روده له دوهم نړیواله جنګه وروسته د اسراییلو په جوړېدو سره جاري پاتې شوه.[۵۶]په ایران کې د قاجاریانو په پړاو کې هم انګلستان پرهند د خپلې ولکې د ساتلو او له فرانسې او روسیې سره د سیالۍ لپاره د فارس خلیج په ټاپوګانو برید وکړ او بیا یې د پیرس په تړون سره افغانستان له ایرانه جدا کړ.[۵۷]
د ځایي کلتور بدلول
په ښکېلاکي سیمو کې د کلتوري بدلونونو راوستل د استعماري واکمنۍ یوه روده ګڼل شوې ده.[۵۸] همداراز ویل کیږي چې د بې خرته ازادۍ دودول، د ځایي ارزښتونو کمزورې کول او د اخلاقي ارزښتونو د نظام بدلول، د ښکېلاکګرو د کلتوري بدلونونو ځینې مصداقونه دي.[۵۹] د مثال په توګه انګریزانو په هند کې د هندي ژبې پیاوړتیا او د دې په مقابل کې مسلمانانو د اردو ژبې پیاوړتیا غوښتله له همدې امله د هند مسلمانانو ځینې موسسې جوړې کړې چې اردو ژبه دود کړي.[۶۰] فرانسې هم په لبنان او سوریې کې هڅه وکړه فرانسوي ژبه پراخه کړي او پر دې سربېره په دغه سیمو کې د اروپایي ژوند طریقه دود کاندي.[۶۱]
اقتصادي ښکېلاک
د اقتصادي ښکېلاک له رودو څخه کولی شو د سرچینو لوټلو او له سوداګرو او تاجرانو څخه د مالیاتواخستلو ته اشاره وکړو.[۶۲] د بېلګې په توګه د فارس خلیج د ټاپوګانو د ښکېلاکګرو موخه د فارس خلیج له تاجرانو د مالیاتو اخستل، د هند سمندر په بېړۍ چلونې کنټرول او د ملغلرو د ښکار د عایداتو کنټرول بلل شوې ده.[۶۳] همداراز په دوهم نړیوال جنګ کې روسیې او انګلستان د ایران شمال او جنوب ونیول او د دغه سیمو اقتصادي، تجاري او پوځي ګټې یې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.[۶۴]
د ښکېلاک له بلواسطه رودو څخه، ځینو موردونو لکه د کرهڼې یو محصولي کولو، په ښکېلاکګر هیواد پورې د ښکېلاکي هیواد د تولید د نظام تړلو او د پراختیا د نظام تپلو ته اشاره شوې ده.[۶۵] د بېلګې په توګه، د څېړاندو په وینا د دې خبرې سبب چې د قاجاریانو د زمانې بهرنیو تړونونو، د ایران هیواد په ښکیلاکي وزمه حالت بدل کړی و، دا و چې د خامو موادو صادرات ډېر په چټکۍ سره مخه په وده وو او د ایرانیو تولیداتو صادرات کمېدل.[۶۶] همداشان په هند او بنګله دیش کې د انګریز ښکېلاکګرو له لومړیو اقداماتو څخه، د ځایي صنعت او کرهڼې تباه کول او د لومړیو موادو خام فروشۍ ته د ځایي خلکو اړایستل وو.[۶۷] ویل شوي چې دغه سیاست د لویو قحطیو سبب شو او د بېلګې په توګه، یوازې له ۱۸۸۰ م کال څخه تر ۱۹۲۰ م کاله پورې تر سلو میلیونو زیات هندیان د دغه استعمار جوړ قحط په وجه مړه شول.[۶۸]
فوټ نوټ
- ↑ آقابزرگ تهرانی، طبقات اعلام الشیعه، ۱۴۰۴ق، ج۱، ص۲۶۳.
سرچينې
- «آشنایی گذرا و کوتاه با جمعیت فدائیان اسلام»، مرکز بررسی اسناد تاریخی، تاریخ درج مطلب: ۱۱ مرداد ۱۴۰۳ش، تاریخ بازدید: ۲۹ مهر ۱۴۰۳ش.
- آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، طبقات اعلام الشیعه، مشهد، نقباء البشر فی القرن الرابع العشر، دارالمرتضی، ۱۴۰۴ق.
- آل فرعون، فریق مزهر، الحقائق الناصعة فی الثورة العراقیة سنة ۱۹۲۰ و نتائجها، بغداد، ۱۴۱۵/۱۹۹۵.
- آهنگران، امیر و دیگران، «بازکاوی نقش انگلستان و کمپانی هند شرقی در جدایی افغانستان از ایرانِ دورۀ قاجار»، پژوهشهای تاریخی», شماره ۳، آذر ۱۳۹۴ش.
- احمدی اختیار، مهدی و مهدی دهقاننژاد، «تحلیلی بر قرارداد گمرکی ایران و روسیه در دوره قاجار»، تاریخ اسلام در آینه پژوهش، شماره ۲۱، بهار ۱۳۸۸ش.
- اسکندری، مصطفی، شناخت استعمار، قم، مرکز بینالمللی ترجمه و نشر المصطفی(ص)، ۱۳۸۹ش.
- «استعمار شهرکنشین چیست؟»، خبرگزاری میزان، تاریخ درج مطلب: ۱۸ بهمن ۱۴۰۲ش، تاریخ بازدید: ۳ شهریور ۱۴۰۳ش، ۱۸ مهر ۱۴۰۳ش.
- «اشغال ایران توسط متفقین، علل و پیامدها»، ایسنا، تاریخ درج مطلب: ۳ شهریور ۱۴۰۳ش، تاریخ بازدید: ۳ شهریور ۱۴۰۳ش، ۱۸ مهر ۱۴۰۳ش.
- اعتمادالسلطنه، محمدحسن، روزنامه خاطرات، به کوشش ایرج افشار، تهران، امیرکبیر، ۱۳۵۰ش.
- امام خمینی، سید روحالله، صحیفه امام، تهران، موسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، ۱۳۸۹ش.
- جهانی، فرشته، «امتیاز رویتر؛ سند استعمار انگلیس علیه قاجاریه »، ایرنا، تاریخ درج مطلب: ۵ بهمن ۱۳۹۸ش، تاریخ بازدید: ۱۸ مهر ۱۴۰۳ش.
- حاتمی، حسین و حسن بهشتیسرشت، «تقابل و تعامل آخوند ملا محمدکاظم خراسانی و سید محمدکاظم یزدی در جریان انقلاب مشروطه»، فصلنامه علوم انسانی دانشگاه الزهرا(س)، شماره ۷۱، ۱۳۸۷ش.
- حیدری، اصغر، «روحانیت و نهضت تحریم تنباکو»، تاریخ معاصر ایران، شماره ۴۲، تابستان ۱۳۸۶ش.
- خراسانی، رضا و محمدحسین مرزه، «بسترهای تضاد و مقاومت گفتمان شیعی در عراق معاصر»، رهیافتهای سیاسی و بین المللی، شماره ۷۲، زمستان ۱۴۰۱ش.
- خسروشاهی، سید هادی، «فتاوای علمای بزرگ برای جهاد با دشمن»، درسهایی از مکتب اسلام، شماره ۲، فروردین ۱۳۴۱ش.
- دادفر، سجاد و نورالدین نعمتی، «مراجع ایرانی و قیام ۱۹۲۰ شیعیان عراق»، پژوهشنامه تاریخ اسلام، شماره ۹، بهار ۱۳۹۲ش.
- رهیمی، عبدالحلیم، تاریخ جنبش اسلامی در عراق: ۱۹۰۰-۱۹۲۴، ترجمۀ جعفر دلشاد، اصفهان، انتشارات جهارباغ، ۱۳۸۰ش.
- ساعی، احمد، درآمدی بر شناخت مسائل اقتصادی سیاسی جهان سوم، تهران، قومس، چاپ دوم، ۱۳۷۵ش.
- شاپوریان، علیمحمد، «استقلال پاکستان»، هلال، شماره ۸۲، مرداد و شهریور ۱۳۴۷ش.
- علیزاده، حسن، فرهنگ خاص علوم سیاسی، تهران، روزبه، ۱۳۸۱ش.
- فراهانی، حسن، روز شمار تاریخ معاصر ایران، تهران، موسسه مطالعات و پژوهشهای سیاسی، ۱۳۸۵ش.
- قاسمیان، سلمان، «بررسی تأثیرات اجتماعی و اقتصادی ظهور استعمار بر شیعیان سواحل جنوبی خلیج فارس در عصر صفوی»، تاریخ فرهنگ و تمدن اسلامی، شماره ۴۷، تابستان ۱۴۰۱ش.
- قدیمی قیداری، عباس، «رویکردهای مورخان قاجاری به اروپا و استعمار»، جستارهای تاریخی، شماره ۱، ۱۳۸۹ش.
- کدی، نیکی، تحریم تنباکو در ایران، ترجمۀ شاهرخ قائم مقامی، تهران، ۱۳۵۸ش.
- کورانی، حسین، «امام خمینی(ره) و استعمار، دیدگاهها و راهکارهای مبارزه با آن»، پرتال امام خمینی(ره)، تاریخ درج مطلب: ۱۱ اردیبهشت ۱۳۹۷ش.
- منظورالاجداد، محمدحسین ومنصور طرفدارای، «استعمار انگلیس و حکومت شیعی اود (۱۷۲۲-۱۸۵۶م)»، شیعهشناسی، شماره ۲۷، پاییز ۱۳۸۸ش.
- موسوی جشنی، سید صدرالدین و محمدمعین گلباغ، «مطالعه تطبیقی رویکرد امام خمینی(س) و مهاتما گاندی به عدم خشونت»، پژوهشنامه متین، شماره ۷۱، تابستان ۱۳۹۵ش.
- ویلی، جویس، نهضت اسلامی شیعیان عراق، ترجمه مهوش غلامی، موسسه اطلاعات، ۱۳۷۳ش.
- هاردی، پیتر، مسلمانان هند بریتانیا، ترجمۀ حسن لاهوتی، مشهد، ۱۳۶۹ش.
- an overview of european invasion of islamic world, pbs.com.
Chandra, Bipan, India's Struggle for Independence, New Delhi: Penguin Books, 1989.
- Litvak, Meir, A Failed Manipulation: The British, the Oudh Bequest and the Shī'ī 'Ulamā' of Najaf and Karbalā, British Journal of Middle Eastern Studies, Vol.27, No.1, May, 2000.
- McDonnell, The West's Colonization of Muslim Land and the Rise of Islamic Fundamentalis, peace university.
- Nakash, Yitzhak, The Shi'is of Iraq Paperback, US, Princeton University Press, 2003.
- Sullivan, d. & Hickel, j. How British colonialism killed 100 million Indians in 40 years, aljazeera.
- Warmington, Brian H. , Brett, Michael and Abun-Nasr, Jamil M. North Africa after 1830, Encyclopedia Britannica.