د "یوم الدار حدیث" د بڼو تر مېنځ توپير
د سمون لنډیز نسته |
|||
۵۲ کرښه: | ۵۲ کرښه: | ||
* «فَأَیکمْ یبَایعُنِی عَلَی أَنْ یکونَ أَخِی وَ صَاحِبِی وَ وَارِثِی....»[۳۶]ّ په دې نقل کې «خلیفتي» نه دی راغلی؛ خو د «وارثي» ټکی راغلی دی. | * «فَأَیکمْ یبَایعُنِی عَلَی أَنْ یکونَ أَخِی وَ صَاحِبِی وَ وَارِثِی....»[۳۶]ّ په دې نقل کې «خلیفتي» نه دی راغلی؛ خو د «وارثي» ټکی راغلی دی. | ||
* «يَا بَنِي عَبْدِ الْمُطَّلِبِ إِنِّي قَدْ جِئْتُكُمْ بِخَيْرَيِ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ. وَقَدْ أَمَرَنِيَ الله تَعَالَى أَنْ أَدْعُوَكُمْ إِلَيْهِ، فَأَيُّكُمْ يُوازِرُنِي عَلَى أَمْرِي هَذَا؟ وَيَكُونُ أَخِي وَ وَصِيِّيْ وَ خَلِيفَتِي فِيكُمْ فَاسْمَعُوا لَهُ وَ أَطِيعُوا...وَ يَقُولُونَ لِأَبِي طَالِبٍ: قَدْ أَمَرَكَ أَنْ تَسْمَعَ لِعَلِيٍّ وَتُطِيعَ»[۳۷]دا نقل هم په دې چې علي د پېغمبر (ص) بلا فصل خلیفه دی، تصریح لري. | * «يَا بَنِي عَبْدِ الْمُطَّلِبِ إِنِّي قَدْ جِئْتُكُمْ بِخَيْرَيِ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ. وَقَدْ أَمَرَنِيَ الله تَعَالَى أَنْ أَدْعُوَكُمْ إِلَيْهِ، فَأَيُّكُمْ يُوازِرُنِي عَلَى أَمْرِي هَذَا؟ وَيَكُونُ أَخِي وَ وَصِيِّيْ وَ خَلِيفَتِي فِيكُمْ فَاسْمَعُوا لَهُ وَ أَطِيعُوا...وَ يَقُولُونَ لِأَبِي طَالِبٍ: قَدْ أَمَرَكَ أَنْ تَسْمَعَ لِعَلِيٍّ وَتُطِيعَ»[۳۷]دا نقل هم په دې چې علي د پېغمبر (ص) بلا فصل خلیفه دی، تصریح لري. | ||
==فوټ نوټ== | |||
{{فوټ نوټ}} | |||
==سرچينې== | |||
{{سرچينې}} | |||
{{end}} |
د ۰۸:۵۲, ۷ اګست ۲۰۲۴ بڼه
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
یومُ الدّار حدیث چې په یومُ الإنذار حدیث او حَدیث عَشیره هم مشهور دی، له پېغمبر اکرم(ص) څخه یو روایت دی چې پکې، له خپلو خپلوانو غواړي چې د هغه بلنه ومني او اسلام راوړي او په ضمن کې د علي بن ابیطالب(ع) په خلافت تصریح کوي. د تاریخي حدیثي او تفسیري سرچینو په راپور، دا حدیث وروسته له هغه وویل شو چې د بعثت په دریم کال، د شعراء سورې د ۲۱۴ ایت مطابق چې په انذار آیت مشهور دی، پېغمبر مامور شو چې خپل نزدې خپلوان اسلام ته وبلي.
دا حدیث د امام علي(ع) د بلافصل خلافت او وصایت په اثبات کې د امامیه متکلمانو له دلیلونو څخه دی.
د حدیث متن
قالَ رَسولُ اللّهِ(ص): إِنَّ هَذَا أَخِی وَ وَصِیی وَ خَلِیفَتِی فِیکُمْ فَاسْمَعُوا لَهُ وَأَطِیعُوا
د خدای پېغمبر(ص) وفرمایل: دا ستاسو په مینځ کې زما ورور، وصي او ځای ناستی دی. د هغه خبره واورئ او اطاعت یې وکړئ.[۱]
د خدای پېغمبر(ص) وفرمایل: دا ستاسو په مینځ کې زما ورور، وصي او ځای ناستی دی. د هغه خبره واورئ او اطاعت یې وکړئ.[۱]
د حدیث اهمیت
یوم الدار حدیث د امام علي (ع) د بلافصل خلافت په اثبات کې له نقلي دلیلونو څخه دی او شیعه عالمانو او متکلمانو پرې ډېر استناد کړی دی.[۲] امام علي (ع) هم له مخالفانو سره په ټکر کې په دغه حدیث استناد کړی (سرچینې ته اړتیا) په معاصر وخت کې، منجمله علامه امیني په الغدیر کتاب کې په دغه حدیث او د هغه په مختلفو نقلونو په مفصل ډول بحث کړی دی.[۳]
شیخ مفید د غدیر په حدیث کې د مولی د معنې په تفسیر او د ولایت او خلافت په اثبات کې په یوم الدار حدیث هم استناد کړی دی. هغه د نورو شیعه متکلمانو په څېر باوري دی چې د علی (ع) د خلافت او ولایت مساله یوازې په غدیر کې نه دی مطرح شوې؛ بلکې په څو ځایونو کې په صراحت سره راغلې چې یو یې یوم الدار دی. د هغه په وینا، اهل سنت او شیعه جمهورو محدثانو دغه حدیث په مستفیض ډول نقل کړی دی.[۴]
پر دې حدیث له امامه د اطاعت د وجوب د اثبات لپاره استناد شوی دی.[سرچینې ته اړتیا]
معنا پېژندنه
د «یوم» ټکی په عربۍ کې د ورځې په معنا دی، خو کله کله د واقعې په معنا هم کارول کیږي؛ په دې ډول چې کله یوه مهمه پېښه وشي، له دغه ټکي او د پام وړ واقعې څخه یې یو اضافي ترکیب جوړ کړی دی؛ د مثال په توګه مورخان د یوم الجمل څخه د «جمل پېښه» یا «جمل جنګ» مطلب اخلي، لکه څنګه چې بلاذري اونورو هم نقل کړې ده.[۵]
ډېرو مورخانو ویلی چې د عثمان د قتل ورځ خلکو یوم الدار ونوموله ځکه چې په هغه ورځ د هغه کور محاصره او هغه ووژل شو.[۶]
له یوم الداره مطلب یې،« د پېغمبر د کور پېښه» ګڼلې ده ځکه چې په دې حدیث کې له «الدار» مطلب د پېغمبر (ص) کور دی.[۷] مورخانو او مفسرانو په ځینو تعبیرونو لکه «یوم الدار»د پېغمبر د کور د واقعې په معنا، «بدءالدّعوة» د بلنې د پېل په معنا او «یوم الانذار» د خبرداري د واقعې په معنا، د دغه پېښې یادونه کړې ده.[۸]
د پېښې شرحه
د اسلامي تاریخ د سرچینو او د قران د تفسیر په نقل، د بعثت په دریم کال د انذار ایت په نازلېدو سره، پېغمبر(ص) علي ته امر وکړ چې ډوډۍ برابره کړي او د عبدالمطلب بچیان مېلمستیا ته راوبلي چې په دغه غونډه کې الهي امر اجرا او هغوي اسلام ته وبلي. کابو اویا کسان منجمله ابوطالب، حمزه او ابولهب مېلمستیا ته راغلل. ویل شوی چې ډوډۍ په ظاهره ډېره کمه وه او د هغو کسانو لپاره کافی نه وه؛ خو ټولو وخوړه او ماړه شوه او څه ترې کم نه شو. له دې امله ابولهب وویل:« محمد جادو کړی دی» د ابولهب خبرو، د محفل فضا د حضرت محمد د بلنې له مطرحولو وویستله او پېغمبر خبره ونه کړه او غونډه بې له کومې نتیجې پای ته ورسیده. د پېغمبر (ص) په امر یو ځل بیا علي(ع) ته دنده وسپارل شوه چې په هم هغه زوړ ترتیب سره ډوډۍ برابره او د پېغمبر خپلوان وبلي.، په دوهم او یا دریم ځل پېِغمبر (ص) له ډودۍ خوړلو وروسته وفرمایل:::یا بَنِی عَبْدِالْمُطَّلِبِ إِنِّی وَاللهِ مَا أَعْلَمُ شَابّاً فِی الْعَرَبِ جَاءَ قَوْمَهُ بِأَفْضَلَ مِمَّا جِئْتُکُمْ بِهِ إِنِّی قَدْ جِئْتُکُمْ بِخَیرِ الدُّنْیا وَالْآخِرَةِ وَ قَدْ أَمَرَنِی اللهُ تَعَالَی أَنْ أَدْعُوَکُمْ اِلَیهِ فَأَیُّکُمْ یؤَازِرُنِی عَلَی هَذا الْأَمْرِ عَلَی أَنْ یکُونَ أَخِی وَ خَلِیفَتِی فِیکُم؟ (ژباړه: ::::ای د عبدالمطلب بچیانو! په خدای قسم په عربو کې راته داسې ځوان نه دی معلوم چې له هغه څه چې ما تاسو ته راوړي دي؛ ښه شی یې خپل قام ته راوړی وي. ما تاسو ته د دنیا او اخرت خیر راوړی دی. خدای ماته امرکړی چې تاسو هغه ته وبلم، اوس په تاسو کې کوم یو له ما سره مرسته کوي چې زما ورور او (وصي او) په تاسو کې زما ځای ناستی وي؟»
چا ځواب ورنه کړ، امام علي چې تر ټولو وړوکی و، وویل: « ای د خدای پېغمبره! له تا سره مرسته کوم» پېغمبر(ص) وفرمایل: «إِنَّ هَذَا أَخِی وَ وَصِیی وَ خَلِیفَتِی فِیکُمْ فَاسْمَعُوا لَهُ وَأَطِیعُوا؛ (ترجمه:دا زما ورور، وصي او په تاسو کې زما ځای ناستی دی د هغه خبره واورئ او اطاعت یې وکړئ)» خلک پاڅېدل؛ په داسې حال کې چې خندل یې او ابوطالب ته یې ویل:« محمد امرکړی چې د خپل زوی اطاعت دې وکړې او خبره یې واورې»[۹]
مورخانو او مفسرانو په ډېرو نومونو او تعبیرونو د دغه پېښې یادونه کړې [۱۰]او په ځینو روایتونو کې د «بیعة العشیره»په نوم د هغه یادونه شوې ده.[۱۱]
د حدیث په باره کې اختلاف
۱. د واقعې د ځای او مخاطب په اړه اختلاف: په اهل سنتو سرچینو کې د انذار مخاطبین په درې ډول بیان شوې دي:
- په ځینو سرچینو لکه: صحیح بخاری،[۱۲] صحیح مسلم،[۱۳] تفسیر طبری[۱۴] تفسیر ابن کثیر،[۱۵] تاریخ طبری،[۱۶] البدایه و النهایه،[۱۷] کي د انذار مخاطبین کافران بیان شوي او دا ایت د پېغمبر (ص) د رسالت د لومړیو وختونو بلل شوی او پېغمبر په دغه وخت کې رابلل شوي کسان اسلام ته دعوت کړي او له کفره یې وېرولې دي. او هغه حضرت چې کله غوښتل چې خپل خپلوان دعوت او انذارکړي په صفا غره وخوت او چغه یې کړه: «يا صباحاه يا صباحاه».
- په ځینو سرچینو لکه : تاریخ طبری،[۱۸] تفسیر طبری،[۱۹] تفسیر ابن کثیر،[۲۰] البدایه و النهایه،[۲۱] خصائص امیرالمومنین علی بن ابی طالب(ع)،[۲۲] المسند،[۲۳] تفسیر ابن کثیر[۲۴] کې د انذار مخاطبان کافران بلل شوي او ښيي چې د خدای رسول (ع) هغه وخت چې دغه ایت پرې نازل شول، علي (ع) ته امر وکړ چې ډوډۍ برابره کړه او د عبدالمطلب بچیان د تره ابوطالب په کور کې راوبله. پېغمبر (ص) هغوي وبلل او هغوي اسلام راوړ او پېغمبر فرمایل: هر څوک چې په دې چاره کې زما بیعت وکړي، زما ورور، صحابي ، وصي او ځای ناستی به وي چې یوازې علي بیعت وکړ.
- په ځینو سرچینو لکه: صحیح بخاری،[۲۵] صحیح مسلم،[۲۶] د انذار مخاطبان مسلمانان او د هغوي انذار او وېرول د معصیت له عذابه ګڼل شوی.
په شیعه سرچینو : تفسیر القمی،[۲۷] علل الشرایع،[۲۸] الأمالی،[۲۹] البرهان فی تفسیر القرآن،[۳۰] کي مخاطبان د هغه حضرت خاص اقربا (خپلوان) بلل شوي چې د خدای تعالی په امر د ابوطالب په کور کې د رسالت او د امام علي (ع) د خلافت د اعلانیه رسولو لپاره دی.
۲. د روایت په ټکو او تعبیرونو کې اختلاف: د علامه امیني [۳۱] د تقریر او اخستون له مخې، له هغه قسمونو پرته چې ذکر شول شپږ نور ډولونه هم په سرچینو کې ذکر شوې دي.
- «مَن یبَایعُنی عَلی اَنْ یکونَ اَخی وَ صاحِبی وَ ولیکمْ مِنْ بَعْدی؟»[۳۲] په دې نقل کې د«خلیفتی» ټکی نه دی راغلی خو د «ولیکم» ټکی راغلی دی چې په لومړي نقل کې نه دی موجود. ویلی شو چې دا نقل، د «ولي» (سرپرست) او «ولایت» (سرپرستۍ) معنا ته په پام سره، هغه نقل پیاوړی کوي.
- «أَیُّکمْ یَنْتَدِبُ أَنْ یکونَ أَخِی وَ وَزِیرِی وَ وَصِیی وَ خَلِیفَتِی فِی أُمَّتِی وَ وَلِیَّ کلِّ مُؤْمِنٍ.... اللَّهُمَّ امْلَأْ جَوْفَهُ عِلْماً وَ فَهْماً وَ حُکماً ثُمَّ قَالَ لِأَبِی طَالِبٍ یا أَبَا طَالِبٍ اسْمَعِ الْآنَ لِابْنِک وَ أَطِعْ فَقَدْ جَعَلَهُ اللهُ مِنْ نَبِیّهِ بِمَنْزِلَةِ هَارُونَ مِنْ مُوسَی.»« په تاسو کې کوم یو کس په دې چاره کې زما مرستې ته پاڅیږي چې زما په امت کې زما ورور، وصي او ځای ناستی او د هر مومن ولي وي؟.. ای خدایه زړه یې له علم، پوهې او حکمته ډک کړه. بیا پېغمبر زما پلار (ابوطالب) ته وفرمایل: ای ابو طالبه له دې وروسته د خپل زوي خبره اوره او اطاعت یې کوه ځکه چې په تحقیق سره خدای هغه د موسی لپاره د هارون په شان ټاکلی دی.[۳۳] دا نقل پر دې سربېره چې تېر نقل پکې راغلی، منزلت حدیث ته هم اشاره لري او د علي(ع) په بلا فصل خلافت یو تاکید دی.
- «مَنْ یؤَاخِینِی وَ یوَازِرُنِی وَ یکونُ وَلِیی وَ وَصِیی بَعْدِی وَ خَلِیفَتِی فِی أَهْلِی وَ یقْضِی دَینِی.»[۳۴] په دې نقل کې د لومړي نقل ټول تعبیرونه راغلي دي.
- «وَ إِنَّ اللهَ لَمْ یبْعَثْ نَبِیاً إِلَّا وَ جَعَلَ لَهُ مِنْ أَهْلِهِ أَخاً وَ وَزِیراً وَ وَارِثاً وَ وَصِیاً وَ خَلِیفَةً فِی أَهْلِهِ فَأَیکمْ یقُومُ فَیبَایعُنِی عَلَی أَنَّهُ أَخِی وَ وَارِثِی وَ وَزِیرِی وَ وَصِیی وَ یکونُ مِنِّی بِمَنْزِلَةِ هَارُونَ مِنْ مُوسَی إِلَّا أَنَّهُ لَانَبِی بَعْدِی؟»[۳۵] په دې نقل کې هم د لومړی نقل ټول تعبیرونه راغلي او پر دې سربېره په منزلت حدیث هم تصریح لري.
- «فَأَیکمْ یبَایعُنِی عَلَی أَنْ یکونَ أَخِی وَ صَاحِبِی وَ وَارِثِی....»[۳۶]ّ په دې نقل کې «خلیفتي» نه دی راغلی؛ خو د «وارثي» ټکی راغلی دی.
- «يَا بَنِي عَبْدِ الْمُطَّلِبِ إِنِّي قَدْ جِئْتُكُمْ بِخَيْرَيِ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ. وَقَدْ أَمَرَنِيَ الله تَعَالَى أَنْ أَدْعُوَكُمْ إِلَيْهِ، فَأَيُّكُمْ يُوازِرُنِي عَلَى أَمْرِي هَذَا؟ وَيَكُونُ أَخِي وَ وَصِيِّيْ وَ خَلِيفَتِي فِيكُمْ فَاسْمَعُوا لَهُ وَ أَطِيعُوا...وَ يَقُولُونَ لِأَبِي طَالِبٍ: قَدْ أَمَرَكَ أَنْ تَسْمَعَ لِعَلِيٍّ وَتُطِيعَ»[۳۷]دا نقل هم په دې چې علي د پېغمبر (ص) بلا فصل خلیفه دی، تصریح لري.