د انذار آیت

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د انذار آیت

د اِنْذار آیت (شعراء: ۲۱۴) پېغمبر (ص) ته امر کوي چې خپلو نزدې خپلوانو ته خبرداری ورکړه (وې وېروه) او په ښکاره یې اسلام ته وبله. د ایت له نازلېدو وروسته د خدای رسول خپلو څلویښتو خپلوانو ته بلنه ورکړه او اسلام ته د هغوي له ښکاره دعوت وروسته یې علی ابن ابي طالب (ع) د خپل ځای ناستي او وصي په توګه معرفي کړ. شیعه متکلمان د دغه ایت د نزول د شان د روایتونو په استناد سره، له هغه د امام علي (ع) د جانشینۍ لپاره استفاده کوي.

شیعه مفسرانو په وېرولو کې په خپلوانو کې د فرق او تبعیض له شایبې او شک ډډه کول، او دا خبرداری چې په دین کې له نورو سره سهل انګاري او پرې سترګې پټول نیشته او همداراز د پېغمبر له پاکې مخینې د خپلوانو خبرېدل له هغوي د بلنې د پېلولو علتونه ګڼلې دي.

د امام علي (ع) د امامت لومړی سند

د شعراء سورې ۲۱۴ ایت تر ټولو مشهور ایت دی چې انذار ایت نومول شوی دی. ویل شوي چې نفر آیت، د شورا سورې اوم ایت او د مدثر سورې ۱ او ۲ ایتونه هم په دې نوم نومول شوې دي.[۱] خدای تعالی په دې ایت کې حضرت محمد (ص) ته امر کوي چې خپلو نزدې خپلوانو ته دې خبرداری ورکړه او لکه څنګه چې په تفسیر نمونه کې راغلي هغوي له شرک او له خدای سره له مخالفته ووېروه.[۲]

دا ایت لومړی ایت ګڼل کیږي چې د اسلام د دین د اعلانیه تبلیغ لپاره په پېغمبر (ص) نازل شوی دی.[۳] ځینو په یو لړ ایتونو په استناد سره چې د انذار آیت په شان نزول کې د امام علي د جانشینۍ په اړه نقل شوې دي دا ایت د امام علي (ع) په امامت پیاوړی سند او قطعي شاهد ګڼي[۴] تاریخ لیکونکي وایي چې انذار ایت د بعثت په دریم کال نازل شوی دی.[۵]

وَ أَنْذِرْ عَشیرَتَکَ الْأَقْرَبین.


او خپلو نزدې خپلوانو ته خبرداری ورکړه



د امام علي د جانشینۍ اعلان

اصلي مقاله : د یوم الدار حدیث

د شیعه او اهل سنتو د تفسیرونو له مخې، د انذار ایت له نازلېدو وروسته پېغمبر (ص) له خپلو نزدې خپلوانو څلویښت کسه مېلمستیا ته وبلل او هغوي ته یې د خدای د وحدانیت او د خپلې پېغمبرۍ د منلو بلنه ورکړه. بیا یې دوه یا درې ځلې وفرمایل:« په تاسو کې کوم یو کس په دې کار کې له ما سره مرسته کوي چې په تاسو کې زما ورور، وصي او ځای ناستی وي؟» د ټولو کسانو له چوپتیا وروسته، هر ځل علي (ع) وویل:« ای د خدای رسوله! زه»

بیا پېغمبر(ص) وفرمایل: « دی په تاسو کې زما وصي او خلیفه دی. د ده خبره واورئ او امر یې ومنئ»[۶] په مجمع البیان کې دغه شان نزول په شیعه او اهل سنت کې مشهور ګڼل شوی دی.[۷]

شیعه متکلمانو د دغه روایت سند متواتر ګڼلی [۸] او د امام علي (ع) د بلافصل خلافت په اثبات کې یې په هغه استناد کړی دی.[۹]

له خپلوانو د دعوت د پېل علت

مفسرانو له خپلوانو څخه اسلام ته د پېغمبر د بلنې د پېل په سبب کې ځینې دلایل بیان کړې دي، منجمله:

  • په وېرولو او خبرداري کې په خپلوانو کې د فرق او تبعیض له شایبې او شک ډډه کول، او دا چې د دین په مساله کې په هیچا سترګې نه شي پټول کېدی[۱۰]
  • د نورو قبایلو د کسانو د راغونډولو په پرتله د پېغمبر لپاره د خپلوانو د راغونډولو او ورته خبرداري ورکولو اسانی[۱۱]
  • د خدای په رسول د ایمان راوړلو په بڼه کې د خپلوانو له مرستې او ملاتړه برخمنتیا.[۱۲]
  • لوی انقلابي پروګرام باید له وړو کړیو او حلقو پېل شي.[۱۳]
  • د پېغمبر (ص) خپلوانو هغه حضرت تر نورو ښه پېژنده او د خپلوۍ پېوند سبب کېده چې خبرې ته یې تر نورو زیات غوږ واچوي او د نورو په پرتله، له پېغمبر سره له کینې، حسد او دښمنۍ لرې وي.[۱۴]


اړونده څېړنې

فوټ نوټ

سرچينې