یوم الدار حدیث

د wikishia لخوا

یومُ الدّار حدیث چې په یومُ الإنذار حدیث او حَدیث عَشیره هم مشهور دی، له پېغمبر اکرم(ص) څخه یو روایت دی چې پکې، له خپلو خپلوانو غواړي چې د هغه بلنه ومني او اسلام راوړي او په ضمن کې د علي بن ابیطالب(ع) په خلافت تصریح کوي. د تاریخي حدیثي او تفسیري سرچینو په راپور، دا حدیث وروسته له هغه وویل شو چې د بعثت په دریم کال، د شعراء سورې د ۲۱۴ ایت مطابق چې په انذار آیت مشهور دی، پېغمبر مامور شو چې خپل نزدې خپلوان اسلام ته وبلي.

دا حدیث د امام علي(ع) د بلافصل خلافت او وصایت په اثبات کې د امامیه متکلمانو له دلیلونو څخه دی.

د حدیث متن

قالَ رَسولُ اللّهِ(ص): إِنَّ هَذَا أَخِی وَ وَصِیی وَ خَلِیفَتِی فِیکُمْ فَاسْمَعُوا لَهُ وَأَطِیعُوا


د خدای پېغمبر(ص) وفرمایل: دا ستاسو په مینځ کې زما ورور، وصي او ځای ناستی دی. د هغه خبره واورئ او اطاعت یې وکړئ.[۱]



د حدیث اهمیت

یوم الدار حدیث د امام علي(ع) د بلافصل خلافت په اثبات کې له نقلي دلیلونو څخه دی او شیعه عالمانو او متکلمانو پرې ډېر استناد کړی دی.[۲] امام علي(ع) هم له مخالفانو سره په ټکر کې په دغه حدیث استناد کړی (سرچینې ته اړتیا) په معاصر وخت کې، منجمله علامه امیني په الغدیر کتاب کې په دغه حدیث او د هغه په مختلفو نقلونو په مفصل ډول بحث کړی دی.[۳]

شیخ مفید د غدیر په حدیث کې د مولی د معنې په تفسیر او د ولایت او خلافت په اثبات کې په یوم الدار حدیث هم استناد کړی دی. هغه د نورو شیعه متکلمانو په څېر باوري دی چې د علي(ع) د خلافت او ولایت مساله یوازې په غدیر کې نه دی مطرح شوې؛ بلکې په څو ځایونو کې په صراحت سره راغلې چې یو یې یوم الدار دی. د هغه په وینا، اهل سنت او شیعه جمهورو محدثانو دغه حدیث په مستفیض ډول نقل کړی دی.[۴]

پر دې حدیث له امامه د اطاعت د وجوب د اثبات لپاره استناد شوی دی.[سرچینې ته اړتیا]

معنا پېژندنه

د «یوم» ټکی په عربۍ کې د ورځې په معنا دی، خو کله کله د واقعې په معنا هم کارول کیږي؛ په دې ډول چې کله یوه مهمه پېښه وشي، له دغه ټکي او د پام وړ واقعې څخه یې یو اضافي ترکیب جوړ کړی دی؛ د مثال په توګه مورخان د یوم الجمل څخه د «جمل پېښه» یا «د جمل جنګ» مطلب اخلي، لکه څنګه چې بلاذري اونورو هم نقل کړې ده.[۵]

ډېرو مورخانو ویلی چې د عثمان د قتل ورځ خلکو یوم الدار ونوموله ځکه چې په هغه ورځ د هغه کور محاصره او هغه ووژل شو.[۶]

له یوم الداره مطلب یې، «د پېغمبر د کور پېښه» ګڼلې ده ځکه چې په دې حدیث کې له «الدار» مطلب د پېغمبر(ص) کور دی.[۷] مورخانو او مفسرانو په ځینو تعبیرونو لکه «یوم الدار»د پېغمبر د کور د واقعې په معنا، «بدء‌الدّعوة» د بلنې د پېل په معنا او «یوم الانذار» د خبرداري د واقعې په معنا، د دغه پېښې یادونه کړې ده.[۸]

د پېښې شرحه

د اسلامي تاریخ د سرچینو او د قرآن د تفسیر په نقل، د بعثت په دریم کال د انذار آیت په نازلېدو سره، پېغمبر(ص) علي ته امر وکړ چې ډوډۍ برابره کړي او د عبدالمطلب بچیان مېلمستیا ته راوبلي چې په دغه غونډه کې الهي امر اجرا او هغوي اسلام ته وبلي. کابو اویا کسان منجمله ابوطالب، حمزه او ابولهب مېلمستیا ته راغلل. ویل شوی چې ډوډۍ په ظاهره ډېره کمه وه او د هغو کسانو لپاره کافی نه وه؛ خو ټولو وخوړه او ماړه شوه او څه ترې کم نه شو. له دې امله ابولهب وویل: «محمد جادو کړی دی» د ابولهب خبرو، د محفل فضا د حضرت محمد د بلنې له مطرحولو وویستله او پېغمبر خبره ونه کړه او غونډه بې له کومې نتیجې پای ته ورسیده. د پېغمبر(ص) په امر یو ځل بیا علي(ع) ته دنده وسپارل شوه چې په هم هغه زوړ ترتیب سره ډوډۍ برابره او د پېغمبر خپلوان وبلي، په دوهم او یا دریم ځل پېِغمبر(ص) له ډودۍ خوړلو وروسته وفرمایل: یا بَنِی عَبْدِالْمُطَّلِبِ إِنِّی وَاللهِ مَا أَعْلَمُ شَابّاً فِی الْعَرَبِ جَاءَ قَوْمَهُ بِأَفْضَلَ مِمَّا جِئْتُکُمْ بِهِ إِنِّی قَدْ جِئْتُکُمْ بِخَیرِ الدُّنْیا وَالْآخِرَةِ وَ قَدْ أَمَرَنِی اللهُ تَعَالَی أَنْ أَدْعُوَکُمْ اِلَیهِ فَأَیُّکُمْ یؤَازِرُنِی عَلَی هَذا الْأَمْرِ عَلَی أَنْ یکُونَ أَخِی وَ خَلِیفَتِی فِیکُم؟ (ژباړه: ای د عبدالمطلب بچیانو! په خدای قسم په عربو کې راته داسې ځوان نه دی معلوم چې له هغه څه چې ما تاسو ته راوړي دي؛ ښه شی یې خپل قام ته راوړی وي. ما تاسو ته د دنیا او آخرت خیر راوړی دی. خدای ماته امرکړی چې تاسو هغه ته وبلم، اوس په تاسو کې کوم یو له ما سره مرسته کوي چې زما ورور او (وصي) او په تاسو کې زما ځای ناستی وي؟»

چا ځواب ورنه کړ، امام علي چې تر ټولو وړوکی و، وویل: «ای د خدای پېغمبره! له تا سره مرسته کوم» پېغمبر(ص) وفرمایل: «إِنَّ هَذَا أَخِی وَ وَصِیی وَ خَلِیفَتِی فِیکُمْ فَاسْمَعُوا لَهُ وَأَطِیعُوا؛ (ترجمه: دا زما ورور، وصي او په تاسو کې زما ځای ناستی دی د هغه خبره واورئ او اطاعت یې وکړئ)» خلک پاڅېدل؛ په داسې حال کې چې خندل یې او ابوطالب ته یې ویل:«محمد امرکړی چې د خپل زوی اطاعت دې وکړې او خبره یې واورې»[۹]

مورخانو او مفسرانو په ډېرو نومونو او تعبیرونو د دغه پېښې یادونه کړې[۱۰] او په ځینو روایتونو کې د «بیعة العشیره»په نوم د هغه یادونه شوې ده.[۱۱]

د حدیث په باره کې اختلاف

۱. د واقعې د ځای او مخاطب په اړه اختلاف: په اهل سنتو سرچینو کې د انذار مخاطبین په درې ډول بیان شوې دي:

  • په ځینو سرچینو لکه: صحیح بخاری،[۱۲] صحیح مسلم،[۱۳] تفسیر طبری،[۱۴] تفسیر ابن کثیر[۱۵] تاریخ طبری،[۱۶] البدایه و النهایه،[۱۷] کي د انذار مخاطبین کافران بیان شوي او دا ایت د پېغمبر(ص) د رسالت د لومړیو وختونو بلل شوی او پېغمبر په دغه وخت کې رابلل شوي کسان اسلام ته دعوت کړي او له کفره یې وېرولې دي. او هغه حضرت چې کله غوښتل چې خپل خپلوان دعوت او انذارکړي په صفا غره وخوت او چغه یې کړه: «يا صباحاه يا صباحاه».
  • په ځینو سرچینو لکه: تاریخ طبري،،[۱۸] تفسیر طبري،[۱۹] تفسیر ابن کثیر،[۲۰] البدایه و النهایه،[۲۱] خصائص امیرالمومنین علي بن ابي طالب(ع)[۲۲] المسند،[۲۳] تفسیر ابن کثیر[۲۴] کې د انذار مخاطبان کافران بلل شوي او ښيي چې د خدای رسول(ص) هغه وخت چې دغه ایت پرې نازل شول، علي(ع) ته امر وکړ چې ډوډۍ برابره کړه او د عبدالمطلب بچیان د تره ابوطالب په کور کې راوبله. پېغمبر(ص) هغوي وبلل او هغوي اسلام راوړ او پېغمبر فرمایل: هر څوک چې په دې چاره کې زما بیعت وکړي، زما ورور، صحابي، وصي او ځای ناستی به وي چې یوازې علي بیعت وکړ.
  • په ځینو سرچینو لکه: صحیح بخاري،[۲۵] صحیح مسلم،[۲۶] د انذار مخاطبان مسلمانان او د هغوي انذار او وېرول د معصیت له عذابه ګڼل شوی.

په شیعه سرچینو: تفسیر القمي،[۲۷] علل الشرایع،[۲۸] الأمالی،[۲۹] البرهان فی تفسیر القرآن،[۳۰] کي مخاطبان د هغه حضرت خاص اقربا (خپلوان) بلل شوي چې د خدای تعالی په امر د ابوطالب په کور کې د رسالت او د امام علي(ع) د خلافت د اعلانیه رسولو لپاره دی.

۲. د روایت په ټکو او تعبیرونو کې اختلاف: د علامه امیني[۳۱] د تقریر او اخستون له مخې، له هغه قسمونو پرته چې ذکر شول شپږ نور ډولونه هم په سرچینو کې ذکر شوې دي.

  • «مَن یبَایعُنی عَلی اَنْ یکونَ اَخی وَ صاحِبی وَ ولیکمْ مِنْ بَعْدی؟»[۳۲] په دې نقل کې د«خلیفتی» ټکی نه دی راغلی خو د «ولیکم» ټکی راغلی دی چې په لومړي نقل کې نه دی موجود. ویلی شو چې دا نقل، د «ولي» (سرپرست) او «ولایت» (سرپرستۍ) معنا ته په پام سره، هغه نقل پیاوړی کوي.
  • «أَیُّکمْ یَنْتَدِبُ أَنْ یکونَ أَخِی وَ وَزِیرِی وَ وَصِیی وَ خَلِیفَتِی فِی أُمَّتِی وَ وَلِیَّ کلِّ مُؤْمِنٍ.... اللَّهُمَّ امْلَأْ جَوْفَهُ عِلْماً وَ فَهْماً وَ حُکماً ثُمَّ قَالَ لِأَبِی طَالِبٍ یا أَبَا طَالِبٍ اسْمَعِ الْآنَ لِابْنِک وَ أَطِعْ فَقَدْ جَعَلَهُ اللهُ مِنْ نَبِیّهِ بِمَنْزِلَةِ هَارُونَ مِنْ مُوسَی.»« په تاسو کې کوم یو کس په دې چاره کې زما مرستې ته پاڅیږي چې زما په امت کې زما ورور، وصي او ځای ناستی او د هر مومن ولي وي؟.. ای خدایه زړه یې له علم، پوهې او حکمته ډک کړه. بیا پېغمبر زما پلار (ابوطالب) ته وفرمایل: ای ابو طالبه له دې وروسته د خپل زوي خبره اوره او اطاعت یې کوه ځکه چې په تحقیق سره خدای هغه د موسی لپاره د هارون په شان ټاکلی دی.[۳۳] دا نقل پر دې سربېره چې تېر نقل پکې راغلی، منزلت حدیث ته هم اشاره لري او د علي(ع) په بلا فصل خلافت یو تاکید دی.
  • «مَنْ یؤَاخِینِی وَ یوَازِرُنِی وَ یکونُ وَلِیی وَ وَصِیی بَعْدِی وَ خَلِیفَتِی فِی أَهْلِی وَ یقْضِی دَینِی[۳۴] په دې نقل کې د لومړي نقل ټول تعبیرونه راغلي دي.
  • «وَ إِنَّ اللهَ لَمْ یبْعَثْ نَبِیاً إِلَّا وَ جَعَلَ لَهُ مِنْ أَهْلِهِ أَخاً وَ وَزِیراً وَ وَارِثاً وَ وَصِیاً وَ خَلِیفَةً فِی أَهْلِهِ فَأَیکمْ یقُومُ فَیبَایعُنِی عَلَی أَنَّهُ أَخِی وَ وَارِثِی وَ وَزِیرِی وَ وَصِیی وَ یکونُ مِنِّی بِمَنْزِلَةِ هَارُونَ مِنْ مُوسَی إِلَّا أَنَّهُ لَانَبِی بَعْدِی؟»[۳۵] په دې نقل کې هم د لومړی نقل ټول تعبیرونه راغلي او پر دې سربېره په منزلت حدیث هم تصریح لري.
  • «فَأَیکمْ یبَایعُنِی عَلَی أَنْ یکونَ أَخِی وَ صَاحِبِی وَ وَارِثِی....»[۳۶] په دې نقل کې «خلیفتي» نه دی راغلی؛ خو د «وارثي» ټکی راغلی دی.
  • «يَا بَنِي عَبْدِ الْمُطَّلِبِ إِنِّي قَدْ جِئْتُكُمْ بِخَيْرَيِ الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ. وَقَدْ أَمَرَنِيَ الله تَعَالَى أَنْ أَدْعُوَكُمْ إِلَيْهِ، فَأَيُّكُمْ يُوازِرُنِي عَلَى أَمْرِي هَذَا؟ وَيَكُونُ أَخِي وَ وَصِيِّيْ وَ خَلِيفَتِي فِيكُمْ فَاسْمَعُوا لَهُ وَ أَطِيعُوا...وَ يَقُولُونَ لِأَبِي طَالِبٍ: قَدْ أَمَرَكَ أَنْ تَسْمَعَ لِعَلِيٍّ وَتُطِيعَ»[۳۷] دا نقل هم په دې چې علي د پېغمبر(ص) بلا فصل خلیفه دی، تصریح لري.

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. طبری، تاریخ الامم والملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۳۱۹؛ امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۳،ص۲۳۸.
  2. شیخ مفید، رساله فی معنی المولی، ۱۴۱۳ق، ص۳۹ و ۴۰؛ شیخ مفید، الفصول المختاره، ۱۴۱۳ق، ص۹۶؛ نباطی بیاضی، الصراط المستقیم، ۱۳۸۴ق، ج۱، ص۳۲۵؛ ج۲، ص۲۹؛ سید بن طاووس، الطرائف، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۲۱.
  3. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۲۷۹-۲۸۰.
  4. شیخ مفید، رساله فی معنی المولی، ۱۴۱۳ق، ص۳۹ و ۴۰.
  5. بلاذری٬ أنساب‏ الأشراف، ۱۴۱۷ق٬ ج‏۲، ص۲۳۷؛ ذهبی٬ تاریخ الإسلام، ۱۴۱۳ق٬ ج‏۳، ص۴۸۴
  6. ابن‌طقطقی٬ الفخری٬ ۱۴۱۸ق٬ ص۱۰۴، ثقفی، الغارات، ۱۴۱۰ق، ج۱، ص۱۸۰؛ ابن‌ابی الحدید، شرح نهج‌البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۱۶۶؛ علامه حلی، نهج الحق، ۱۴۰۷ق، ص۳۰۲؛ شیخ مفید، الفصول المختاره، ۱۴۱۳ق، ص۹۶؛ ابن‌مزاحم، وقعة الصفین، ۱۴۰۳ق، ص۵۵.
  7. ابن اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۸۵ق، ج۲، ص۲۷۸؛ حلبی، السیره الحلبیه، ۱۴۲۷ق، ج ۱، ص۴۶۱؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۶ق، ج۷، ص۲۰۶.
  8. ابن کثیر، البدایه والنهایه، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۳۹،طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۶ق، ج۷، ص۳۲۲.
  9. طبری، تاریخ الامم والملوک، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۳۲۰؛ سید بن طاووس، الطرائف، ۱۴۰۰ق، ج۱، ص۲۱؛ حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۵۴۳.
  10. ابن‌اثیر، الکامل فی التاریخ، ۱۳۹۹ق، ج۲، ص۶۳-۶۰؛ ابن‌کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۵۴-۵۰؛ ابن‌کثیر، تفسیرالقرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ج۶، ص۱۵۳-۱۵۱؛ طبرسی، مجمع البیان، ۱۴۰۶ق، ج۷، ص۲۰۶؛ بحرانی، البرهان فی تفسیرالقرآن، ۱۴۱۶ق، ج۴، ص۱۸۹-۱۸۶؛ فرات کوفی، تفسیر فرات کوفی، ۱۴۱۰ق، ص۳۰۰؛ سیوطی، الدر المنثور، ۱۴۰۴ق، ج۵، ص۹۷؛ حسکانی، شواهد التنزیل، ۱۴۱۱ق، ج۱، ص۵۴۳-۵۴۲؛ ابن‌هشام، السیرة النبویه، ۱۳۸۳ق، ج۱، ص۲۶۲.
  11. ابن‌شهرآشوب، مناقب آل ابیطالب، نشر علامه، ج۲، ص۲۴ و ۱۸۵.
  12. بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۰۱ق، ج۶، ص۱۱۱.
  13. نیشابوری، صحیح مسلم، ۱۴۱۲ق، ج۱، ح۲۰۸، ص۱۹۴.
  14. طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۱۹، ص۱۳۹.
  15. ابن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ج۵، ص۲۱۰.
  16. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۲۱۶.
  17. ابن‌کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۳۴.
  18. طبری، تاریخ الطبری، ۱۳۸۷ق، ج۲، ص۲۱۷.
  19. طبری، جامع البیان فی تفسیر القرآن، ۱۴۱۲ق، ج۱۹، ص۱۴۱.
  20. ابن‌کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ج۵، ص۲۱۳.
  21. ابن‌کثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۳۶.
  22. نسائی، خصائص امیرالمومنین علی بن ابی طالب(ع)، ۱۴۲۴ق، ص۹۹.
  23. شاشی، المسند، مکتبة العلوم و الحکم، ج۲، ص۱۶۴.
  24. ابن‌کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق، ج۵، ص۲۱۱.
  25. بخاری، صحیح البخاری، ۱۴۰۱ق،ج۳، ص۱۷۱.
  26. نیشابوری، صحیح مسلم، ۱۴۱۲ق،ج۱، ص۱۹۲.
  27. قمی، تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ص۴۸۱.
  28. ابن‌بابویه، علل الشرایع، ۱۳۸۵ق، ج۱، باب۳۳، ح۱، ص ۱۶۹.
  29. طوسی، الأمالی، ۱۴۱۴ق، ص۵۸۲.
  30. بحرانی، البرهان فی تفسیر القرآن، ۱۴۱۵ق، ج۳، ‌ص۱۹۰.
  31. وګورئ: امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۲۷۹، ۲۸۰.
  32. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۳، ص۳۹۸ به نقل از منابع اهل سنت مانند حافظ ابن‌مردویه.
  33. هلالی، کتاب سلیم بن قیس الهلالی، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۷۷۹.
  34. ثعلبی، الکشف و البیان، ۱۴۲۲ق، ج۷، ص۱۸۲.
  35. امینی، الغدیر، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۲۸۳.
  36. طبری، تاریخ الامم والملوک، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۲۱۷.
  37. بغوی، تفسیر البغوی، ۱۴۲۰ق، ج۳، ص۴۸۱.

سرچينې

  • ابن‌ابی‌الحدید معتزلی، عبدالحمید بن هبه‌الله، شرح نهج البلاغة، قم، انتشارات کتابخانه آیت‌الله مرعشی قم، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌اثیر، علی بن محمد، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۹۹ق.
  • ابن‌طقطقی، محمدبن علی، الفخری ف الآداب السلطانیه و الدول الإسلامیه، بیروت، داراکتب العلمیه، ۱۴۱۸ق.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل‌بن عمر، البدایه و النهایه، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۱۳ق.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل‌بن عمر، تفسیر القرآن العظیم، بیروت، دار الکتب العلمیه منشورات محمد علی بیضون، ۱۴۱۹ق.
  • ابن‌کثیر، اسماعیل‌بن عمر، الکامل فی التاریخ، بیروت، دار صادر، ۱۳۸۵ق.
  • ابن شهر آشوب، محمدبن علی، مناقب آل ابی‌طالب، تصحیح سید هاشم رسولی محلاتی و محمدحسین آشتیانی، قم، نشر علامه، بی‌تا
  • ابن‌مزاحم، نصر بن سیار منقری، وقعه صفین، قم، انتشارات کتابخانه آیت‌الله مرعشی، ۱۴۰۳ق.
  • ابن هشام، محمدبن عبدالملک، السیره النبویه، تحقیق: محی الدین عبدالحمید، قاهره، مکتبه صبیح، ۱۳۸۳ق.
  • امینی، عبدالحسین، الغدیر فی الکتاب و السنه و الأدب، قم، مرکز الغدیر للدرسات الاسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۶ق.
  • بحرانی، سیدهاشم، البرهان فی تفسیر القرآن، تهران، بنیاد بعثت، ۱۴۱۵ق.
  • بخاری، محمدبن اسماعیل، صحیح البخاری، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۱ق.
  • بغوی، حسین‌بن مسعود، تفسیر البغوی، محقق: عبدالرزاق المهدی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ اول، ۱۴۲۰ق.
  • بلاذُری، احمدبن یحی‌بن جابر، انساب الاشراف، تحقیق: محمدباقر محمودی، بیروت، موسسه الاعلمی للمطبوعات، ۱۴۱۷ق.
  • ثعلبی، احمد بن محمد، الکشف و البیان عن تفسیر القرآن، تحقیق ابومحمد بن عاشور، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ اول، ۱۴۲۲ق.
  • ثقفی، ابراهیم بن محمد، الغارات، قم، مؤسسه دار الکتاب، ۱۴۱۰ق.
  • حسکانی، عبیدالله بن عبدالله، شواهد التنزیل لقواعد التفضیل، محقق: محمدباقر محمودی، تهران، سازمان چاپ و انتشارات وزارت ارشاد اسلامی، ۱۴۱۱ق.
  • حلبی، علی‌بن ابراهیم، السیره الحلبیه، مصحح: عبدالله‌محمد خلیلی، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۲۷ق.
  • ذهبی، محمدبن احمد، تاریخ الاسلام، تحقیق، تدمری، عمر عبد السلام، بیروت، دار الکتاب العربی، چاپ دوم، ۱۴۱۳ق.
  • سید بن طاووس، علی‌بن موسی، الطرائف فی معرفه مذاهب الطوائف، قم، چاپخانه خیام، ۱۴۰۰ق.
  • سیوطی، جلال الدین، الدر المنثور، قم، کتابخانه آیت‌الله مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق.
  • شیخ صدوق، محمدبن علی، علل الشرایع، نجف، مکتبه الحیدریه، ۱۳۸۵ق.
  • شیخ مفید، محمدبن محمد، رسالة فی معنی المولی، قم، انتشارات کنگره جهانی شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • شیخ مفید، محمدبن محمد، الفصول المختارة، قم، انتشارات کنگره جهانی شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
  • طبرسی، فضل بن حسن، مجمع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت، دار المعرفة، ۱۴۰۶ق.
  • طبری، محمدبن جریر، تاریخ الطبری تاریخ الامم و الملوک ، تحقیق: ابراهیم محمد أبوالفضل، بیروت، دارالتراث، چاپ دوم، ۱۳۸۷ق.
  • طبری، محمدبن جریر، جامع البیان فی تفسیرالقرآن، بیروت، دارالمعرفه، ۱۴۱۲ق.
  • طوسی، محمدبن حسن، الأمالی، قم، دار الثقافه، ۱۴۱۴ق.
  • علامه حلی، حسن‌بن یوسف، نهج الحق و کشف الصدق، قم، مؤسسه دار الهجرة، ۱۴۰۷ق.
  • فخر رازی، محمد بن عمر، التفسیر الکبیر (مفاتیح الغیب)، بیروت، دار احیاء التراث العربی، چاپ سوم، ۱۴۲۰ق.
  • فرات کوفی، ابوالقاسم فرات بن ابراهیم، تفسیر فرات کوفی، تهران، سازمان چاپ و انتشارات وزارت ارشاد اسلامی، ۱۴۱۰ق.
  • قمی، علی‌بن ابراهیم، تفسیر القمی، قم، دارالکتاب، مصحح: سیدطیب موسوی جزایری، قم، دارالکتاب، ۱۴۰۴ق.
  • نباطی بیاضی، علی بن یونس، الصراط المستقیم، نجف، چاپ کتابخانه حیدریه، ۱۳۸۴ق.
  • نیشابوری، مسلم‌بن حجاج، صحیح مسلم، قاهره، دارالحدیث، ۱۴۱۲ق.
  • هلالی، سلیم بن قیس، کتاب سلیم بن قیس الهلالی، محقق: محمدباقر انصاری زنجانی، قم، نشر الهادی، ۱۴۱۵ق.

بهرنۍ لینکونه