امامیه کلام
دا مقاله د تدوین په حال کې ده!
امامیه کلام د اسلام له کلامي مذهبونو دی چې له نورو جدا کوونکی تر ټولو لوی عنصر یې د امامت په مسالې عقیده ده. امامیه کلام په رودو او سرچینو کې له قرآن د پېغمبر (ص) او د معصومو امامانو (ع) له سنت او عقلي دلیله استفاده کوي. ویل کیږي چې د امامیه کلام د پېدا کېدو پېل د پېغمبر (ص) له رحلته وروسته له لومړیو ورځو سره هم مهاله دی او د کلام د علم د یوې ډېرې مهمې مسالې یعنې د پېغمبر د خلافت او امامت له مسالې سره په یو وخت دی.
ځینې څېړاندي په دې باور دي چې امام علي (ع) لومړي مسلمان شخصیت و چې د خدای تعالی د ذات او صفاتو، حدوث او قِدم او د خدای د وجود د بساطت او وحدت او کثرت په اړه خبرې کړې دي. له هغه وروسته نورو امامانو (ع) د کلامي مسایلو په برخه کې ځینې بحثونه مطرح کړل او د پوښتنو او اعتراضونو په وړاندې یې د نورو مذهبونو او د دینونو له عالمانو او متکلمانو سره مناظرې وکړې او د هِشام بن حَکَم او مؤمن الطّاق په شان تکړه متکلمان یې وروزل.
امامیه کلام د غیبت له زمانې وروسته مختلف تاریخي پړاوونه تېر کړي او د مختلفو کلامي مکتبونو په جوړېدو سره یې په دریو مختلفو نظرونو، نص ګروهنې، عقل ګروهنې او د عقل او نقل په اختلاط سره خپله وده او ترقي جاري ساتلې ده. د امامیه کلام کلي اصول له دریو کلي اصلونو توحید، نبوت او معاد پرته چې نور اسلامي کلامي مذهبونه هم پرې عقیده لري، دوه نور اصلونه یعنې امامت او عدل هم په لمن کې رانغاړي او په دې ډول یې له نورو اسلامي مذهبونو سره فرق پېدا کیږي.
د امامیه ځینېې مهم کلامي کتابونه دا دي: اوائلالمقالات، تصحیحالاعتقاد، تجریدالاعتقاد و کشفالمراد، د دغو کتابونو لیکوالان هم د امامیه ډېر تکړه متکلمان ګڼل کیږي. چې په ترتیب سره په دې ډول دي: شیخ مفید (۳۳۶یا۳۳۸-۴۱۳ق)، شیخ طوسی (۳۸۵-۴۶۰ق)، خواجه نصیرالدین طوسی (۵۹۷-۶۷۲ق) او علامه حلی (۶۴۸-۷۲۶ق).
تعریف
امامیه کلام له اسلامي کلامي مذهبونو دی چې د عقیدو، او د هغو د رودو او سرچینو په برخه کې له قرآن، د پېغمبر(ص) او معصومو امامانو (ع) له سنت او عقلي دلیله ګټه پورته کوي. دغه کلامي مذهب له نورو فرهنګونو او تمدنونو سره په تعامل کې او د هغوي تر اثر لاندې دوام او وده موندلې ده.[۱] ویل شوي چې تاریخي سرچینو او روایي مستنداتو ته په پام سره، د امامت مساله په نورو اسلامي کلامي مذهبونو کې د امامیه کلام اصلي هویت بخښونکی دی.[۲] البته ځینو له قرآن، د پېغمبر له سنت او شیعه امامانو (ع) څخه اخستې د توحید مساله د امامیه کلامي مسایلو اساس او ورته هویت بخښونکی ګڼلې ده.[۳]
پېدا کېدل
د امامیه کلام د پېدا کېدو پېل د پېغمبر (ص) له رحلته وروسته لومړۍ ورځي ګڼي؛[۴] ځکه چې په هغه وخت کې لومړۍ کلامي مساله چې په مسلمانانو کې مطرح شوه د امامت او د پېغمبر د خلافت مساله وه چې په اړه یې دوه کلي نظریې راښکاره شوې: یوه دا چې د پېغمبر جانشین د خدای له لوري او د پېغمبر (ص) په وسیله ټاکل کیږي؛ بله دا چې د مسلمانانو انتخاب او ټاکنې ته پرېښودل شوې ده.[۵]
امام علي (ع) او یو شمېر مهاجر او انصار مشران د لومړۍ نظریې پلویان وو او د خپلې ادعا د اثبات لپاره یې دوه لوی دلیلونه راوړل: یو له پېغمبر (ص) راغلي نصوص او بل د امام علي (ع) افضلیت.[۶] همداراز په ځینو مسالو لکه د خدای په صفاتو، قضا و قدر، جبر و تفویض کې چې د اسلامي نړۍ ډېر پخواني کلامي مسایل ګڼل کیږي هم شیعیان مخکښان وو.[۷]
ویل کيږي چې امام علي لومړی مسلمان شخصیت و چې په لومړي ځل یې د خدای تعالی د ذات او صفاتو، حدوث او قِدم او د خدای د وجود د بساطت او وحدت او کثرت په اړه ژور مطالب بیان کړل.[۸] د مرتضی مطهري په وینا د نهج البلاغې یوه مهمه برخه په الهیاتو پورې اړوند ده او په ټولو خطبو، لیکونو او لنډو ویناوو کې کابو څلویښت ځله په دې اړه مطالب بیان شوې دي.[۹] له امام علي وروسته نورو امامانو لکه امام سجاد(ع)، امام باقر(ع)، امام صادق(ع)، امام رضا(ع)، امام جواد(ع) او امام هادی(ع) د کلامي مسایلو په زمینه کې بحثونه مطرح کړل او د شویو اعتراضونو او پوښتنو په ځواب کې یې د اسلامي تعلیماتو د دفاع لپاره د نورو مذهبونو له متکلمانو او عالمانو سره مناظرې وکړې او د کلام علم په برخه کې یې ډېر شاګردان وروزل.[۱۰]
د امامیه کلام کلي اصول
د امامیه کلام پر دریو کلي اصولو توحید، نبوت او قیامت سربېره چې نور اسلامي کلامي مذهبونه هم پرې عقیده لري.[۱۱] ځینې نور اصول هم لري چې هغه بیلوي.[۱۲] دغه اصول په دې ډول دي:
- امامت: امامیه متکلمان باوري دي چې امامت یو داسې منصب او مقام دی چې خدای تعالی خپلو ځینو غوره بندګانو ته ورکړی دی.[۱۳] هغوي همداراز په دې باور د نظر اتفاق لري چې د پېغمبر (ص) له رحلته وروسته، امام علي (ع) د خدای له لوري امامت ته ورسید او د پېغمبر (ص) بلا فصل ځای ناستی شو او له هغه وروسته امامت امام حسن(ع) بیا امام حسین (ع) او بیا یې نهو اولادونو یعنې امام سجاد(ع)، امام باقر(ع)، امام صادق(ع)، امام کاظم(ع)، امام رضا(ع)، امام جواد(ع)، امام هادی(ع)، امام حسن عسکری(ع) او حضرت مهدی(ع) ته رسېدلی دی. ۱۴]
- عدل: شیعیان د معتزله [۱۵] په شان په عقلي حسن و قبح عقیده لري.[۱۶] د حسن و قبح مطلب دا دی چې عقل د خدای امر او حکم ته له پامه پرته، د کارونو په «حُسن«(ښه والي) او «قبح»(بدوالي) حکم کوي.[۱۷] او خدای هم د دې خلاف عمل نه کوي او له دې امله چې عادل دی؛[۱۸] یعنې نه کوي، مګر هغه څه چې حسن (ښه) دي. بد کار له هغه نه کیږي او بندګانو ته د هغوي تر وسه د زیات کار امر نه کوي او هیڅوک مګر د هغه د ګناه په بدل کې، نه ملامته او نه عذابوي.[۱۹] د عدل په دې معنا د عقیدې په وجه شیعه او معتزله ته عدلیه ویل کیږي.[۲۰] د دغه نظر په خلاف بیا اشاعره په شرعي حسن و قبح باور نه لري؛[۲۱] یعنې وایي چې هر هغه څه چې خدای پرې امر وکړي، ښه او له هر څه چې منع وکړي هغه بد او ناخوښ دي، پر دې اساس هر هغه څه چې خدای یې کوي هغه حسَن (ښه) دي.[۲۲]
د امامیه کلام تاریخي پړاوونه
د علم کلام استاد او کلام څېړاندی محمد صفر جبرییلي په «سیر تطور کلام شیعه» کتاب کې د امامیه کلام تاریخي پړاوونه له دوو اړخونو، جوړښتي او نظري جاجولي دي چې په دې ډول دي:[۲۳]
جوړښت
امامیه کلام د جوړښتي بدلون له نظره څو پړاوونه لري:
- جوړېدل: د دغه پړاو پېل چې پکې کلامي مسایل په غیر مدَّون ډول مطرح وو، د پېغمبر (ص) له رحلته وروسته لومړۍ ورځې بلل شوې دي.[۲۴]
- پراختیا: د پېغمبر (ص) له رحلته وروسته د دوهمې قمري پېړۍ تر لومړيو پورې.[۲۵] امامیه کلام په دغه پړاو کې په امام علي (ع) سره پېل شو، بیا د نورو امامانو له خوا جاري پاتې شو او د امام باقر (ع) او امام صادق (ع) په زمانه کې اوج ته ورسېد.[۲۶] هِشام بن حَکَم، هِشام بن سالم، مؤمن الطّاق او حُمران بن اَعْیَن له هغو کسانو دي چې امام صادق (ع) هغه متکلم یاد کړې دي.[۲۷]
- موضوعي تدوین: دوهمه او دریمه قمري پېړۍ.[۲۸] د څلورمې قمري پېړۍ د کتاب پېژاندي ابن ندیم په وینا، لومړی کس چې په شیعه کلام کې یې، په کلام کې د موضوعي کلام کتاب ولیکه علي بن اسماعیل میثمي ( د امام رضا (ع)له راویانو او وفات ۲۱۵ق) و.[۲۹] هغه د کتاب الامامه او کتاب الاستحقاق په نامه دوه کتابونه ولیکل.[۳۰] له هغه وروسته په کلامي موضوع کې ځینې رسالې په تېره بیا د توحید او عدل په باره کې لیکل شوې دي.[۳۱]
- موضوعي تبیین او تنظیم: دریمه څلورمه قمري پېړۍ[۳۲] په دې مرحله کې چې د غیبت د دورې پېل دی، امامي متکلمانو د سیالو تفکراتو لکه معتزله او اشاعره راپېدا کېدو ته په پام سره، کلامي مسایل د اهل بیتو (ع) د مکتب په اساس بیان کړل او هغه یې په خاصو موضوګانو کې برابر کړل او شویو اعتراضونو ته یې ځوابونه وویل:[۳۳] په همدې پړاو کې ابو سهل نوبختي د امامت په اړه د اَلتَّنبیه په نامه کتاب ولیکه.[۳۴] ابن قبه رازي ، الانصاف په همدې اړه ولیکه.[۳۵] او شیخ صدوق التوحید د صفاتو په موضوع او د تشبیه [۳۶] په نفي کې او کمال الدین او تمام النعمه د غیبت په موضوع [۳۷] کې ولیکه.
- نظام او جوړښتي کېدل: پینځمه او شپږمه پېړۍ.[۳۸] امامیه کلام په دې پړاو کې د مشهور شیعه متکلم یعني شیخ مفید، سید مرتضی او شیخ طوسي په لاس نظام مند او سسټماټیک شو.[۳۹]
- بدلون او تکامل: اومه او اتمه پېړۍ.[۴۰] دا پړاو د حلّه کلامي مکتب په راښکاره کېدو په تېره بیا د سَدیدالدین حِمَّصی په اثارو سره پېل او په خواجه نصیرالدین طوسي سره اوج ته ورسید.[۴۱] خواجه نصیر په نوې او نوښتي طریقې او له فلسفي اصولو او قواعدو په استفادې سره په امامیه کلام کې بدلون راوسته.[۴۲] هغه د تجرید الاعتقاد کتاب په لیکلو سره د کلامي مسایلو په وړاندې کولو کې نوی ترتیب جوړ کړ او له ځانه په وروسته متکلمانو یې اثر وشینده.]۴۳]
- د شرحې او تلخیص مرحله: له نهمې تر څوارلسمې پېړۍ.[۴۴] په دې پړاو کې زیاتره کلامي اثار، د تېرو اثارو په تېره بیا د تجرید الاعتقاد شرحه یا خلاصه ده.[۴۵] شوارق الالهام چې په تجرید الاعتقاد مفصله شرحه ده، د دغه پړاو له مشهورو اثارو ګڼل کیږي.[۴۶]
- د اصلاح پالنې او تحرک پړاو: د څوارلسمې پېړۍ له دوهمې نیمایۍ.[۴۷] دغه پړاو کلام علم ته د نویو مسایلو په داخلېدو سره، په سید جمال الدین اسد ابادي سره پېل شو او د محمد جواد بلاغی، سید هبةالدین شهرستانی، سید محمدحسین طباطبایی او مرتضی مطهری،په شان کسانو په کلامي څیړنو سره تر اوسه روان دی.[۴۸]
نقطه نظر او لیدتوګه
په امامیه کلام کې ځینې رایج نقطه نظرات په دې ډول دي:
- نص ګروهنه: په کلام کې داسې نقطه نظر یا لیدتوګه ده چې پر اساس یې یوازې د نقلي سرچینو په دایره کې څېړنه جایزه ده او عقل د پېژندلو د یوې سرچینې په توګه، د اخبار په تحلیل او تاویل او د دیني تعلیماتو په جاجونه کې په مستقله توګه دخالت نه لري.[۴۶] د نص ګروهنې نظریه د معصومو امامانو په تېره بیا امام رضا (ع) په زمانه کې د شیعه حدیث ګروهنې د بهېر دوام او پیروي ګنل شوې ده.[۵۰] دغه نظریه د غیبت په زمانه کې د شیخ صدوق، او محمد بن حسن صفار قمي په شان متکلمانو سره د قم د کلامي مدرسې په غالب بهېر بدله شوه.[۵۱]
- تاویلي عقل ګروهنه: په دغه نظریه کې، عقل د دیني تعلیماتو د پېژندلو، اثبات او جاجولو لپاره د یوې سرچینې په توګه په نظر کې نیول کیږي او په هغه ځای کې چې قطعي عقلي دلیل له نقلي دلیل سره په ټکر کې وي، عقلي دلیل مقدم او نقلي دلیل تاویلیږي.[۵۲] ځینو محققانو د نوبختي کورنۍ د یونان له فلسفې او له معتزلي کلام سره د بلدتیا په وجه په امامیه کلام کې د عقل ګروهنې بنسټګره معرفي کړې ده.[۵۳] دغه نظریه، د بغداد د کلامي مدرسې غالب بهېر پاتې شوی چې د شیخ مفید، سید مرتضی او شیخ طوسي په شان متکلمانو په اثارو سره اوج ته ورسید.[۵۴] له هغه وروسته د حلې په کلامي مدرسه کې جاري پاتې شو.[۵۵]
- فلسفي عقل ګروهنه: متکلم په دغه لیدتوګه کې له فلسفي رودو په استفادې سره د دیني تعلیماتو بیان، تحکیم او دفاع کوي.[۵۶] د مرتضی مطهري په وینا، فلسفي عقل ګروهنه د خواجه نصیر الدین طوسي په وسیله د تجرید الاعتقاد کتاب په تالیف سره په امامیه کلام کې پېدا شوه.[۵۷] او له هغه وروسته د ځینو شیعه متکلمانو لکه محقق لاهیجي په وسیله جاري پاتې شوه.[۵۸]
له نورو کلامي مذهبونو سره د امامیه کلام فرقونه او اشتراکات
امامیه کلام په ځینو کلامي مسایلو کې او همداراز په دغه مسایلو د غور کولو په طریقه کې، د مسلمانانو له نورو کلامي فرقو په تېره بیا معتزله او اشاعره سره ځینې فرقونه او ګډ ټکي لري.[۵۹]
په اعتقادي مسایلو کې
له نورو کلامي نظریو سره د امامیه کلام ځینې اختلافي ټکي دا دي:
- د ذات او صفاتو عینیت: امامیه او ځینې معتزله د خدای تعالي د ذاتي صفاتو لکه علم او قدرت په اړه عقیده لري چې دغه صفات د خدای تعالی عین ذات دي؛[۶۰] خو اشاعره په دې نظر دي چې ذاتي صفات قدیم دي او د خدای تعالی پر ذات اضافي او زاید دي.[۶۱]
- عقلي حُسن و قُبح:امامیه او معتزله په عقلي حسن و قبح عقیده لري؛ په داسې حال کې چې اشاعره او ځینې شیعه اخباریان د عقلي حسن و قبح مخالفان دي.۶۲]
- جبر واختیار: معتزله د تفویض په نظریې عقیده لري؛ یعنې باوري دي چې انسان د خپلو کارونو په کولو کې مجبوره نه دی او هغه کارونه کاملا په خپل اختیار او طاقت په تکیې سره او مستقل ترسره کوي.[۶۳] د دې په مقابل کې بیا اشاعره د کسب په نظریې قایل دي.[۶۴] د کسب د نظریې په اساس، خدای تعالی د هر شي حتی د انسان د افعالو خالق دی او انسان یوازې له خدایه د خپلو افعالو کسب کوونکی دی؛ په دې معنا چې د انسان افعال او کارونه د هغه قدرت په وجه دي چې د فعل د کولو په وخت یې خدای تعالی په هغه کې پیدا کوي.[۶۵] شیعه د دغه دوو نظریو په مقابل کې په امر بین الامرین نظریې عقیده لري چې له امامیه کلام سره مخصوصه ده.[۶۶] د دغه نظریې په اساس، د انسان په اختیاري افعالو کې هم د هغه خپله اراده او هم د خدای اراده موثره ده؛ خو دا دوه د یو بل په طول کې دي نه په عرض کې.[۶۷]
- اِحباط: امامیه او اشاعره احباط (د ګناه په وجه د عبادتونو او نېکو عملونو د ثواب تباه کېدل) نه مني او یوازې په ځینو خاصو ګناهانو لکه شرک کې هغه جاري ګڼي؛ خو معتزله باوري دي چې ګناه زمونږ د تېرو عملونو ثواب له مینځه وړي.[۶۸]
- د کبیره ګناه کوونکی: د امامیه او اشاعره له نظره د لویې (کبیره) ګناه کوونکی مومن خو فاسق دی. خوارج (بې له اباضیه فرقې) دغه شان کس کافر ګڼي. معتزله هم باوري دي چې دغه کس نه مومن دی نه کافر؛ بلکې د کفر او ایمان تر مینځ په یوې رتبې کې دی چې هغه ته مَنزلةٌ بَین المَنزلَتَین وایي.[۶۹]
په روش او روده کې
د روش او طریقې له نظره هم د امامیه کلام او ځینو نورو کلامي فرقو تر مینځ یو لړ ګډ او اختلافي ټکي موجود دي.[۷۰] داسې مشهوره شوې چې د معتزله کلام د عقل ګروهنې په روده کې د افراط لاره خپله کړې او معتزله له نقل سره د عقلي دلیل د ټکر په بڼه کې، نقلي ظواهر د عقلي دلیل په ګټه تاویلول.[۷۱] د دې په مقابل کې، اهل حدیث بیا هغه کلامي فرقه ده چې په اعتقادي مسایلو کې یې ټول تمرکز او تکیه د نصوصو په ظواهرو ده او په اعتقادي چارو کې له هر ډول تاویل او عقلي تحلیل سره مخالف دي.[۷۲] اشعریه او ماتریدیه کلامي فرقو هم د عقل ګروهنې او نقل ګروهنې تر مینځ یوه لاره خپله کړې ده.[۷۳]
د مرتضی مطهري په وینا، امامیه کلام نه د اهل حدیثو په شان دی چې له بیخه په مذهبي عقایدو کې د عقلي استدلال د استعمال مخالف وو؛ او نه د اشعري تفکر په شان دی چې اصالت له عقله اخلي او هغه د الفاظو د ظواهرو تابع کوي. امامیه کلام د عقل لپاره د ځانګړې مقام قایل دی؛ خو معتزلي عقل ګروهنه هم افراطي ګڼي، معتزلي تفکر عقلي دی؛ خو په جدل تکیه کوي؛ په داسې حال کې چې امامیه کلام( په تېره بیا له خواجه نصیرالدین طوسي وروسته) برهاني عقلي طریقې ته ګروهنه پېدا کړې ده.[۷۴] البته ځینې ډلې لکه اخباریان هم د شیعه په فکري سنت کې شته دي چې په اعتقادي تعلیماتو د پوهېدو لپاره یې یوازې د نصوصو په ظواهرو تکیه کوله .[۷۵]
لوی کلامي اثار او وتلي متکلمان
د امامیه کلام ځینې مهم کتابونه دا دي: اوائلالمقالات، تصحیحالاعتقاد، تجریدالاعتقاد و کشفالمراد،[۷۶] د دغو کتابونو لیکوالان هم د امامیه ډېر تکړه متکلمان ګڼل کیږي. چې په ترتیب سره په دې ډول دي: شیخ مفید (۳۳۶یا۳۳۸-۴۱۳ق)، شیخ طوسی (۳۸۵-۴۶۰ق)، خواجه نصیرالدین طوسی (۵۹۷-۶۷۲ق) او علامه حلی (۶۴۸-۷۲۶ق).[۷۷]
په دوام کې د دغه کتابونو او د امامیه د ځینو نورو کلامي کتابونو په اړه ځینې وضاحتونه راغلي دي:
- کتابُالتّوحید: د توحید او د خدای د ذات، صفاتو، اسماء او افعالو او نورو کلامي مسایلو په اړه د روایتونو ټولګه ده چې شیخ صدوق تصنیف کړی دی.[۷۸]
- الاعتقادات: لیک د شیخ صدوق. لیکوال په ۴۵ بابونو کې او د هر باب په پېل کې د «باب الاعتقاد فی...» په نامې سره د شیعه ډېر مهم اعتقادي مسایل بیان کړې دي.[۷۹] د شیخ مفید کتاب تصحیح اعتقادات الامامیه د شیعه له کلامي کتابونو څخه دی چې د شیخ صدوق د اعتقاداتو د کتاب په نقد او جاج کې لیکل شوی دی.[۸۰]
- الاِحتجاج علیٰ اَهلِ اللِّجاج: د شیعه له روایي کتابونو او د شپږمې قمري پېړۍ د شیعه متکلم او فقیه احمد بن علی طبرسی، لیکلی کتاب دی. دا کتاب د معصومو امامانو (ع) ځینې روایتونه لري چې د مخالفانو په وړاندې استدلال او احتجاج پکې راغلی دی.[۸۱]
- تجریدالاعتقاد: لیک د خواجه نصیر الدین طوسي. د دغه کتاب ځینې ځانګړنې دا دي: په برهاني روده د کلامي مسایلو بیان، د کلامي مسایلو په انتخاب او تنظیم کې نوښت او له فلسفې سره د کلامي مسایلو ورګډول، دغه ځانګړنو کتاب له ځانه مخکې کلامي کتابونو څخه متمایز او بیل کړی او له ځانه په وروسته کلامي اثارو یې اغېز شیندلی دی.[۸۲] په دې کتاب ډېرې شرحې لیکل شوي دي [۸۳] چې د علامه حلي کشف المراد یې یوه لومړۍ او ډېره مهمه شرحه ده.[۸۴]
- منشور عقاید امامیه: په فارسۍ ژبه د جعفر سبحاني کتاب دی چې شیعه عقاید یې په لسو برخو کې او په یو سل پنځوسو اعتقادي اصلونو کې په مختصر ډول بیان کړې دي.[۸۵]
د امامیه کلامي مکتبونه
په امامیه کلام کې مختلف کلامي مکتبونه او رودې موجودې دي [۸۶] چې ځینې یې د وخت په ترتیب سره په دې ډول دي:
لړلیک د مکتب نوم د تاسیس نېټه (په قمري غالبه لیدتوګه تکړه متکلمان کلامي آثار ځانګړنې ۱ قم دریمه او څلورمه پېړۍ نص ګروهنه ابنولید قمی، محمد بن حسن صفار قمی، شیخ صدوق بصائرالدرجات، التوحید، الاعتقادات د کلامي حدیثي اثارو تدوین، له غلو او تفویض سره مبارزه، د واحد خبر په حجیت عقیده او په عقایدو کې پرې استناد، [۸۷]
۲ بغداد
څلورمه پېړۍ عقلګروهنه شیخ مفید، سید مرتضی، محمد بن علی کراجکی
اوائلالمقالات، الشّافی، تنزیهالانبیاء، کنزالفوائد
له نورو دینونو او مذهبونو سره مناظره او خبرې اترې،
په شیعي کلام کې د عقل ګروهنې وده، په اعتقاداتو کې د واحد خبر په نه حجیت باور. [۸۸]
۳ نجف پینځمه پېړۍ نص ګروهنه او عقل ګروهنه شیخ طوسی، ابو علی طوسی، فضل بن حسن طبرسی الاقتصاد الهادی الی طریق الرشاد، کتابالغیبة، اعلام الوری باعلام الهدی د اجتهاد پر اساس د امامیه مذهب تثبیت ، په اعتقاداتو کې د واحد خبر په نه حجیت باور [۸۹]
۴ ری شپږمه پېړۍ عقلګروهنه سدیدالدین حِمَّصی رازی، جعفر بن محمد دوریستی، عبدالجلیل قزوینی المُنقَذ مِنَ التَّقلید، نقض اعتدال او میانهروي، له مختلفو کلامي مذهبونو سره مناظره [۹۰]
۵ حله اومه پېړۍ فلسفي عقل ګروهنه او نص ګروهنه خواجه نصیرالدین طوسی، علامه حلی، ابنمیثم بَحرانی، سید بن طاووس، فاضل مقداد تجریدالاعتقاد، نهج الحق و کشف الصدق، قواعدالمرام، اللَّوامع الالهیة د فلسفي کلام رواج، اعتدال او میانه روي،ازاد فکري، د تطبیقي کلام پراختیا [۹۱]
۶ شیراز لسمه پېړۍ فلسفي عقل ګروهنه جلالالدین دوانی، میرسید شریف جرجانی حاشیةالتجرید، نور الهدایة فی اثبات الامامة آزاد فکري، د فلسفي الهیاتو مباحثو ته ګروهنه [۹۲]
۷ اصفهان یوولسمه پېړۍ د عقل ګروهنه او نص ګروهنې تلفیق ملامحسن فیض کاشانی، محقق لاهیجی، علامه مجلسی حیاةالقلوب، علم الیقین فی اصولِ الدین، شوارقالاِلهام د روایي متونو شرحه، له تصوف، سره مبارزه، د شیعه معارفو نشر او پراختیا، په فارسۍ د دیني تالیفاتو ترجمه او تدوین. [۹۳]
۸ خراسان څوارلسمه پېړۍ نص ګروهنه او عقل ګروهنه میرزامهدی اصفهانی، میرزاجواد تهرانی، محمدرضا حکیمی، محمدباقر ملکی میانجی ابوابالهُدیٰ، بیانالفرقان، توحیدالامامیة
له فلسفي او عرفاني معارفو په جداکېدو تاکید ، په وحیاني تعلیماتو کې د هر ډول فلسفي او عرفاني تاویلونو رد. [۹۴]
۹ قم څوارلسمه او پینځلسمه پېړۍ عقلګروهنه سید محمدحسین طباطبایی، مرتضی مطهری، جعفر سبحانی، محمدتقی مصباح یزدی شیعه در اسلام، مقدمهای بر جهانبینی اسلامی، منشور عقاید امامیه د نویو کلامي مسایلو مطرحول له الحاد او مادي ګروهنې سره مبارزه، د کلامي موسسو او مرکزونو تاسیس [۹۵]