کفن

د wikishia لخوا
دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.

کفن له ښخولو مخکې د مسلمان مړي د بدن جامه ده. دغه جامه یا پوښښ لږ ترلږه له درې ټوټې ټوکره جوړ شوی دی: لنګ.کمیسګی او سرتاسري یا له سر تر پښو ټوکر. د مسلمان کفن کول یا تکفین کفایي واجب دی. دا کار باید په غصبي یا نجس ټوکر سره ونه شي. مستحبه ده چې کفن د انسان په ژوند کې برابر شي.

تعریف او واجبات

کفن هغه ټوکر یا کپړې ته ویل کیږي چې له ښخولو مخکې باید په هغه سره د مسلمان مړي بدن وپوښل شي.[۱] د مسلمان سړي یا ښځې تکفین یا کفن کول کفایي واجب دی.[۲] د ښځې د کفن برابرول په مېړه واجب دي.[۳] خو د نورو خلکو کفن باید دهغوي له خپلو پېسو وي[۴] او په بل چا واجب نه دی.[۵] د فقیهانو د فتوا مطابق که له مړي پاتی مال د کفن په اندازه ټوکر د اخستلو نه وي، دغه کفن له زکاته اخستل کېدی شي.[۶]

کفن له درېو برخو جوړیږي.[۷]

  1. مِئزَر یا لنگ، چې باید له نوم تر زنګنونو، د بدن ټول لوري پټ کړي او ښه ده چې له سینې تر پښو ورسیږي.[۸]
  2. قمیص یا خط، باید له اوږو څخه د پښو تر لینګیو پورې د بدن ټول لوري پټ کړي.[۹] او ښه ده چې د پښو تر مخه پورې ورسیږي.[۱۰]
  3. ازار یا سرتاسري، د کفن دریمه برخه ده چې باید ټول بدن له سر تر پښو پټ کړي او پلنوالی یې دومره وي چې یو لوری یې په بل لوري ورواوړي.[۱۱] ښه ده چې اوږدوالی یې دومره وي چې مړی پکې د سر او پښو له خوا وتړل او غوټه کړی شي.[۱۲]

د مړي کفن کول په داسې ټوکر سره چې غصبي یا نجس یا خالص ورېښم یا د حرام غوښې ځناور له وړۍ یا ویښتو جوړ شوی وي د اختیار په حال کې جایز نه دي.[۱۳]

د مړي له تکفینه مخکې یا د تکفین په وخت، باید یو څه کافور د مړي د بدن په هغو اوو ځایونو چې په سجده کې له ځمکې سره تماس پېدا کوي ومږل شي.[۱۴] دا کار چې حنوط بلل کیږي واجب دی.[۱۵]

مستحبات او مکروهات

مستحبه ده چې انسان په خپل ژوند کې[۱۶] او له یماني برد (ټوکره) کفن برابر کړي.[۱۷] او مکروه ده چې له کاټنه وي.[۱۸]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. وګورئ: طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۲و۴۰۳.
  2. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۲؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۴۵۶.
  3. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۵؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۵۳۱-۵۳۳.
  4. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۵۳۵-۵۳۶؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۷.
  5. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۵۳۸؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۷.
  6. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۹؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۵۳۹.
  7. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۴۵۶.
  8. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۲؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۴۵۷-۴۵۸.
  9. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۲-۴۰۳؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۴۶۱-۴۶۲.
  10. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۲-۴۰۳.
  11. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۲-۴۰۳؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۴۶۳.
  12. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۲-۴۰۳.
  13. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۰۴؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۴۶۵و۴۶۹.
  14. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۱۳-۴۱۴.
  15. طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۱۳-۴۱۴.
  16. حرّ عاملی، وسائل الشیعة، ۱۳۹۵ق، ج۲، ص۷۵۵.
  17. الموسوی الخمینی، تحریر الوسیلة، ۱۳۹۰ق، ج۱، ص۷۵.
  18. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۲۶ق، ج۲، ص۴۶۵و۴۶۹.

سرچينې

  • حرّ عاملی، محمد بن حسن،‌ وسائل الشیعة: الی تحصیل مسائل الشریعة، بیروت، ‌دار احیاء التراث العربی، بیروت، ۱۴۱۲ق.
  • خمینی، سید روح الله، تحریر الوسیلة، نجف، مطبعة الأداب، ۱۳۹۰ق.
  • نجفی، محمدحسن، جواهر الکلام فی ثوبه الجدید: اسلوب جدید فی تحلیل ابحاث کتاب جواهر الکلام و عرضها بمنهجیه موضوعیه، قم، دائرة معارف الفقه الاسلامی طبقا لمذهب اهل البیت(ع)، ۱۴۲۶ق/۲۰۰۵م.
  • طباطبایی یزدی، محمدکاظم، العروة الوثقی، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۰۹ق/۱۹۸۸م.