منځپانگې ته ورتلل

آمنه بیګم مجلسي

د wikishia لخوا

آمنه بیگُم مجلسي یا آمنه‌ خاتون (وفات ۱۲ق پېړۍ) د صفویانو په پړاو کې د محمد تقي مجلسي لور، د علامه مجلسي خور او د ملا صالح ماندراني (وفات ۱۰۸۱ق) مېرمن وه. امنه بیګم د بحار الانوار د حدیثونو په راغونډولو کې له علامه مجلسي سره مرسته وکړه. د شرح بر اَلفیه ابن‌مالک، شرح بر شواهد سیوطی و مجموعه مسائل فقهی په شان کتابونه د هغې له اثارو څخه دي.

ژوند لیک

آمنه بیگم مجلسي یا آمنه‌خاتون د محمدتقي مجلسي لور او د علامه مجلسي خور وه.[۱] مور یې د صدر الدین محمد حسیني عاشوري قمي لور وه.[۲] لیکوالانو هغه په خپلې زمانې کې په علم او فضل پېژندله.[۳] منجمله د ریاض العلماء و حیاض الفضلاء کتاب لیکوال عبدالله افندي چې کابو د امنه بېګم هم مهاله دی هغه د فضل، علم او تقوا څښتنه معرفي کوي.[۴]

سرچینو د هغې د زوکړې او وفات کال ته اشاره نه ده کړې.[۵] خو سره له دې د هغې وفات په ۱۲ قمري پېړۍ کې بلل شوې دی.[۶]

آمنه بیګم په اصفهان کې وفات شوه او په تخت فولاد مقبرې کې ښخه کړی شوه.[۷] ځینو څېړاندو ویلي چې هغه په نورو ځایونو کې ښخه شوې ده.[۸]

مېرمن او بچیان

امنه خاتون د خپل پلار په وړاندیز له ملا صالح مازندراني سره واده وکړ.[۹] ملا صالح د لومړي مجلسي شاګرد و.[۱۰] او وروسته یې ډېر کتابونه منجمله په الکافي شرحه ولیکله.[۱۱] امنه خاتون او ملا صالح شپږ زامن لرل چې ټول د علم خاوندان وو.[۱۲] همداراز یو یا دوه لوڼه یې هم لرلې.[۱۳] وحید بهبهاني او آیت الله بروجردي د امنه بیګم او صالح مازندراني له نسله دي.[۱۴]

علمي مقام

آمنه خاتون په فقې او حدیث کې د خپل پلار لومړي مجلسي او ورور یې علامه مجلسي شاګرده وه.[۱۵] له هغې ځینې مکتوب اثار هم نقل شوې دي:

  • شرح بر الفیه ابن‌مالک
  • شرح بر شواهد سیوطی
  • مجموعه مسائل فقهی
  • دیوان شعر.[۱۶]

آمنه خاتون د بحار الانوار د ځینو ټوکونو د روایتونو په راغونډولو کې له علامه مجلسي سره مرسته وکړه.[۱۷] همداراز نقل شوي چې ملا صالح مازندراني د علامه حلي د قواعد الاحکام کتاب د ځینو عبارتونو په حل کې له هغې سره مشوره کوله.[۱۸]

فوټ نوټ

  1. ↑ امین، اعیان الشیعة، ۱۴۰۶ق، ج۲،‌ ص۹۵.
  2. ↑ هاشمی،‌ «گوهری از خاندان مجلسی»، ص۹۴.
  3. ↑ مازندرانی، شرح الکافی، مقدمه محقق، ۱۳۸۲ق، ص۲.
  4. ↑ افندی، ریاض العلماء، ۱۴۳۱ق، ج۵، ص۴۰۷.
  5. ↑ ریاحی،‌ نقش بانوان شیعه اصفهان در فرهنگ و تمدن ایران و اسلام، ص۲۱۸و۲۲۲.
  6. ↑ بانوان عالمه و آثار آن‌ها، ۱۳۷۹ش، ص۴۲.
  7. ↑ موسوعة مؤلفی الامامیة، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۹۰.
  8. ↑ هاشمی،‌ «گوهری از خاندان مجلسی»، ص۹۴.
  9. ↑ افندی، ریاض العلماء، ۱۴۳۱ق، ج۵، ص۴۰۷.
  10. ↑ مازندرانی، شرح الکافی، مقدمه محقق، ۱۳۸۲ق، ص۲.
  11. ↑ مازندرانی، شرح الکافی، مقدمه محقق، ۱۳۸۲ق، ص۲.
  12. ↑ امین، مستدرکات اعیان الشیعة، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۸.
  13. ↑ هاشمی،‌ «گوهری از خاندان مجلسی»، ص۱۰۰.
  14. ↑ هاشمی،‌ «گوهری از خاندان مجلسی»، ص۹۷.
  15. ↑ موسوعة مؤلفی الامامیة، ۱۴۲۸ق، ج۱، ص۹۰.
  16. ↑ امین، مستدرکات أعیان الشیعة، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۸.
  17. ↑ ریاحی، ‌نقش بانوان شیعه اصفهان در فرهنگ و تمدن ایران و اسلام، ص۲۲۱.
  18. ↑ امین، اعیان الشیعة، ۱۴۰۶ق، ج۲، ص۹۵.

سرچينې

  • افندی، عبدالله بن عیسی، ریاض العلماء و حیاض الفضلاء، محقق: احمد حسینی اشکوری، بیروت، مؤسسة التاریخ العربی،۱۴۳۱ق.
  • امین عاملی، سید محسن، اعیان الشیعة، بیروت،‌ دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۶ق.
  • امین، سید حسن، مستدرکات اعیان الشیعة، بیروت،‌ دار التعارف،‌ ۱۴۰۸ق.
  • بانوان عالمه و آثار آنها، قم، مرکز مدیریت حوزه‌های علمیه خواهران، ۱۳۷۹ش.
  • ریاحی،‌ محمدحسین،‌ «نقش بانوان شیعه اصفهان در فرهنگ و تمدن ایران و اسلام»، مجله بانوان شیعه، شماره۱۰، زمستان ۱۳۸۵ش.
  • مازندرانی، محمدصالح بن احمد، شرح الکافی، تصحیح ابوالحسن شعرانی، تهران، المکتبة الإسلامیة، ۱۳۸۲ق.
  • موسوعة مؤلفی الامامیة، قم،‌ مجمع الفکر الإسلامی، ۱۴۲۸ق.
  • هاشمی،‌ محمدقاسم، «گوهری از خاندان مجلسی»، مجله فرهنگ اصفهان، شماره ۵ و۶، بهار و تابستان ۱۳۷۶ش.