قواعد الاحکام (کتاب)
قَواعدُ الاَحکام فی مَعرفَةِ الحَلالِ وَ الحَرام، چې د قواعد الاحکام په نامه پیژندل کیږي، په عربي ژبې کتاب دی او د علامه حلي(مړ شوی۷۲۶ق) لخوا لیکل شوی، کوم چې په فتوایي فقه کې لیکل شوی دی. مسئلوته ځیرول، د شرعي مسئلو ته ځیرتیا، ساده او رواني څرګندونه او ټولو فقهي بابو ته پاملرنه، د دې کتاب ځانګړتیاو څخه دي.
د فخر المحققین (مړشوی ۷۷۱ ق) د علامه حلي زوی په غوښتنه کې قواعدالاحکام ليکل شو. د کتاب په پای کې هم د خپل زوی لپاره د لیکوال سپارښتنو شتون لري. دا کتاب د صفویه په حکومت کې د هیواد د ادارې قانون اساس و. پدې کتاب کې ډیری شرحونو او حاشیې لیکل شوي دي. همداسې، د فارسي ژباړې بشپړه دوری درلودل د دې کتاب یوه له ځانګړتیاو څخه دي.
لنډه پېژندنه او اهمیت
قواعد الاحکام فی مَعرفة الحَلال و الحرام په قواعد الاحکام، پیژندل شوی، د شیعه د فتوایي فقه[۱] له کتابونو څخه دي، چې له طهارت څخه ټول فقهی بابونه تر دیات څخه په خپل کتاب کې ځای ورکړی ده. د آقا بزرګ تهراني په وینا، دا کتاب د شرايع الاسلام کتاب د محقق حلي لیکنه(د مړی کال ۶۷۶ق) وروسته یو له خورا ارزښت لرونکي فقهي کتاب دی.[۲] علامه حلي دا کتاب د لسو کلونو په ترڅ لیکلي او دا یې د بغداد په مدرسه کې د هغې د تدریس محور جوره کړه.[۳] په بیلابیلو دورو کې قواعدالاحکام د مدرسو پوهانو او مشرانو لخوا په پام کې نیول شوي دي. [۴] محقق کرکی دا کتاب په لیکلو او د تاءلیف په لاره کې ځانګړی ګنلي ده.[۵] همدارنګه، د تاریخي سرچینو په وینا، قواعدالاحکام د شاه اسماعیل لخوا په صفویه دوره کې د حکومت او دیني مسئلو د حلولو لپاره د قانون په توګه غوره شوي و.[۶]
قواعدالاحکام د امامیه له معتبر او پیژندل شوی فقهي کتابونو څخه دی، کوم چې له طهارت څخه تر دیات ته د بشپړ فقه دوره ده.[۷]
لیکوال
اصلی مقاله: علامه حلي او د علامه حلي د آثارو لړلیک
ابي منصور حسن بن یوسف بن مطهر، چې د علامه حلي په نامه پیژندل کیږي، د اتم قمري پیړۍ له پوهانو څخه دی. کوم چې د ډیری عالمانو په وینا په معقول او منقول علومو کې د اندونه خاوند و او ډیری علمي آثارو د دوی څخه پریښودل شوی، پشمول د المختلف، التذکرة و منتهی المطلب کتابونو به ګوته کیږی.[۸] په فضل او کمال او د اخلاقي آدابو په پام کې نیولو سره، هیڅ چا هغه ته همکچه نه دی ګنلی. [۹]
جوړښت او مینځپانګه
قواعدالاحکام د یوویشت فقهي کتابونو څخه جوړه دي چې په دریو ټوکو کې لیکل شوي[۱۰] او ۶۶۰۰ مسئلې لري.[۱۱]
- په لومړي ټوک کې د: طهارت، صلاة، زکات، صوم او حج کتابونه شامل دي
- په دوهم ټوک کې د: متاجر، دَین او دهغه توابع، امانات او دهغه توابع، غصب او دهغه توابع، اجاره او دهغه لارویان، وقف او عطایا کتابونه شامل دي؛
- په دریم ټوک کې د: نکاح، فراق، عتق او دهغه لارویان، اَیمان او دهغه توابع، صید او ذبائح، فرائض، قضاء، حدود او دیات کتابونه شامل دي؛
د کتاب په پای کې، د خپل زوی، فخر المحققین لپاره د لیکوال بشپړه او مهمه وصیت شتون لري.[۱۲]
شرح او حاشیه ګاني
اصلی مقاله: د قواعد الاحکام د شرحونه او حاشیه ګانې لړلیک
په الذریعه کتاب کې آقا بزرګ تهراني د قواعدالاحکام کتاب لپاره ۳۵ شرحونه معرفي کړي،[۱۳] چې ځینې یې دا دي:
- ایضاح الفوائد، د فخرالمحققین د علامه حلي زوی(د مړی کال ۷۷۱ق)
- شرح قواعد الأحکام، د کاشف الغطاء لیکنه(دمړی کال ۱۲۲۸ق)
- شرح قواعد الأحکام، د شهید ثاني تاءلیف (دمړی کال ۹۱۱ق)
- جامع المقاصد، د محقق کرکي لیکنه (دمړی کال ۹۴۰ق)
- کشف اللثام، د فاضل هندي لیکنه (دمړی کال ۱۱۳۷ق)
ژباړه او نقد
د قواعدالاحکام فارسي ژباړه د محمد بن ابي عبدالله په-حاجی- پیژندل شوی(دمړی کال ۷۳۲ق) د علامه حلي له مړینې شپږ کاله وروسته، لیکل شوې ده. دا کتاب د قواعدالاحکام کتاب یوه دوره ژباړې په برخه لري. [۱۴]
علي بن محمد قاشي(کاشي)حلي، چې د نصیر الدین په نوم پیژندل شوی، په خپله فقهي رساله کې، هغه د علامه حلی د قواعدالاحکام کتاب، د طهارت په تعریف باندې شل اعتراضونه معرفي کړل، چې د رساله اعتراضیه په نوم پیژندل کیږي. البته، د دې رسالې یوازې ځینې برخې په فقهي کتابونو کې شتون لري.[۱۵]
نسخه ګانې
- د عراق په په کاظمیه کې د سید حسین صدر په کتابتون کې نسخه: دا نسخه په ۷۰۶ق کې د محمد بن اسماعیل هرقلي لخوا لیکل شوې وه. هغه دا کتاب علامه ته ولوست او دا د علامه لخوا تاءیید شو.
- د ایران، د تهران پوهنتون په کتابتون کې نسخه: دا نسخه په ۷۰۹ ق کې د علي بن محمد نیلي لخوا لیکل شوې ده.
- د عراق هیواد کاظمیه، په مدینه العلم کتابتون کې نسخه: دا نسخه په۷۱۳ ق کې د محمد بن محسن ساروقي لخوا لیکل شوې وه.
- د ایران هیواد په فیضیه قم کتابتون کې شتون لري نسخه: د دې نسخې لومړی ټوک په ۷۱۷ ق کې د محمد بن بني نصر لخوا لیکل شوی و، او دوهم ټوک په هماغه کال کې د محمد بن محمد لخوا لیکل شوی و.[۱۶]
فوټ نوټ
- ↑ علامه حلی، قواعد الاحکام، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۷۳.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۱۴، ص۱۷.
- ↑ امین، اعیانالشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۵، ص۴۰۴.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۱۴، ص۱۷.
- ↑ علامه حلی، قواعد الاحکام، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۴.
- ↑ صداقت، «روحانیت و تعامل با حکومت در حقوق اساسی عصر صفویه»، ص۱۰.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۱۴، ص۱۷.
- ↑ امین، اعیانالشیعه،۱۴۰۳ق، ج۵، ص۳۹۷.
- ↑ موسوی خوانساری، روضات الجنات، ج۲، ص۲۷۰.
- ↑ علامه حلی، قواعد الاحکام، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۷۴.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج۱۴، ص۱۷.
- ↑ علامه حلی، قواعد الاحکام، ۱۴۱۳ق، ج۳، ص۷۱۴.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۳ق، ج، ۱۴، ص ۱۷–۲۳.
- ↑ حاجی، ترجمه فارسی قواعدالاحکام، ۷۳۲ق، ص۱۸۸.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۲۲.
- ↑ علامه حلی، قواعد الاحکام، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۷۶.
سرچينې
- آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، قم، اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
- امین، سیدمحسن، اعیان الشیعة، بیروت، دارالتعارف، ۱۴۰۳ق.
- صداقت، قاسمعلی، «روحانیت و تعامل با حکومت در حقوق اساسی عصر صفویه»، نشریه معرفت، ج۹۳، قم، مؤسسه آموزشی و پژوهشی امام خمینی (ره)، ۱۳۷۰ش.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، قواعدالاحکام فی معرفة الحلال و الحرام، قم، مؤسسه نشر اسلامی، ۱۴۱۳ق
- مدعو، محمد بن ابی عبدالله، ترجمه فارسی قواعدالاحکام، مشهد، نسخه خطی مدرسه خیراتخان، بی تا
- موسوی خوانساری، محمدباقر، روضات الجنات فی احوال العلماء و السادات، قم، اسماعیلیان، ۱۳۹۰ش