اجمالي تواتر

د wikishia لخوا

اجمالي تَواتُر د تواتر له قسمونو دی او د لفظی او معنوي تواتر په مقابله کې راځي. اجمالي تواتر د راپورونو د یوې ټولګې لپاره استعمالیږي چې په مینځ کې یې هیڅ مشترک مضمون نه وي؛ خو له هغو یو ګډ ټکی لاس ته راځي.

د اجمالي تواتر اصطلاح په لومړي ځل آخوند خراساني د واحد خبر په بحث کې وکاروله. له هغه وروسته نورو شیعه عالمانو په هغه بحث وکړ. ځینې شیعه عالمانو د اجمالي تواتر په اعتبار اعتراض کړی دی.

تواتر

اصلي مقاله: تواتر

د تواتر معنا ده له مختلفو لارو د یو روایت نقل، په دې ډول چې د اطمینان سبب شي؛ ځکه چې تصور نه شي کېدای چې دومره زیات شمېر راویانو ټولو به دروغ ویلې وي یا به یې له یوې پېښې غلطه او خطا پوهه لرلې وي.[۱]

د اصول فقه د علم عالمانو د تواتر اعتبار منلی دی.[۲]

متواتر خبر یې په تفصیلي متواتر او اجمالي متواتر تقسیم کړی دی. تفصیلي تواتر هم په خپله دوه قسمه لري: یو لفظي او بل معنوي تواتر.[۳]

مفهوم پېژندنه

اجمالي تواتر د لفظي او معنوي تواتر په مقابل کې دی. لفظي تواتر هغه وخت رامینځته کیږي چې یوه خاصه جمله په ټولو راپورونو کې مشترکه وي. د لفظي تواتر لپاره یې ثقلین حدیث مثال راوړی دی.[۴] معنوي تواتر یعنې په راپورونو کې یو خاص مضمون مشترک وي خو په مختلفو لفظونو سره نقل شوی وي. د معنوي تواتر بېلګه یې د امام علي(ع) مېړانه ذکر کړې چې له مختلفو راپورونو او د اسلام د لومړیو وختونو له جنګونو لاسته راځي.[۵]

په اجمالي تواتر کې، په راپورونو کې مشترک عبارت او مضمون نه وي خو له راپورونو د هغو ټولو په مینځ کې یو مشترک او ګډ مطلب اخستل کیږي؛ لکه د واحد خبر اعتبار چې د ثقه امامي شیعه له خوا نقل شي چې مضمون یې په روایتونو کې نه دی راغلی خو د هغو ټولو له ټولګې دا خبره لاسته راځي.[۶]

ویل شوي چې دا اصطلاح په لومړي ځل آخوند خراساني د خبر واحد د اعتبار په دلیلونو کې استعمال کړه.[۷]

اعتبار

شیعه عالمان او اکثره اهل سنت عالمان د متواتر خبر په اعتبار د نظر اتفاق لري؛[۸] خو د اجمالي تواتر په اړه د نظر اختلاف شته دی.[۹] د اصول فقه اکثره عالمان د هغه اعتبار مني؛[۱۰] خو ځینو یې لکه شهید صدر او محمد حسین نائیني د تواتر د دغه قسم په اعتبار اعتراض کړی دی.[۱۱]

د نائیني اعتراض

محمدحسین نائیني تواتر په دوو ډولونو لفظي او معنوي کې منحصر ګڼي. په اجمالي تواتر د هغه اعتراض دا دی چې د دې په اړه که یوې جامعې او ګډې معنا ته ورسېږو نو دا هم هغه معنوي تواتر دی؛ خو که دغه شان کوم شی ترې لاسته رانه وړی شو، نو هیڅ تواتر به موجود نه وي او په نتیجه کې لاسته راغلی مطلب به اعتبار ونه لري؛ ځکه چې که په یو یو روایت لاس کېږدو، احتمال ورکوو چې دروغ وي اوهمدا د افرادو حکم ټولګې ته هم غځیږي او هیڅ یقین لاسته نه راځي.[۱۲]

دغه اعتراض ته ځینې ځوابونه ورکړل شوي دي. منجمله سید ابوالقاسم خویي چې د نائیني شاګرد دی ویلې دي: دغه اعتراض که سم او وارد وي، په لفظي او معنوي تواتر هم کیدی شي؛ ځکه چې په دې دواړو کې هم په مستقله توګه د یو یو روایت د کذب اودروغوالي احتمال شته دی.[۱۳]

اړونده لیکنه

فوټ نوټ

  1. مظفر، المنطق، ۱۴۲۴ق، ص۳۳۳.
  2. مثال په توګه وګورئ: طوسی، العده، ۱۴۱۷ق، ص۷؛ مظفر،المنطق،۱۴۲۴ق، ص۳۳۳؛‌ صدر، دروس فی علم الاصول، ۱۴۱۸ق، ج، ص۲۷۰
  3. صافی، بیان الاصول،‌ ۱۴۲۸ق، ج۲،‌ ص۱۵۲.
  4. نراقی، انیس‌المجتهدین، ۱۳۸۸ش، ج۱، ص۱۹۷
  5. صافی، بیان‌الاصول، ۱۴۲۸ق، ج۲، ص۱۵۴
  6. ملکی اصفهانی، فرهنگ اصطلاحات اصول، ۱۳۷۹ش، ج۱، ص۳۰۹.
  7. مروج، منتهی الدرایه، ۱۴۱۵ق،‌ ج۴، ص۴۲۳.
  8. طوسی، العده، ۱۴۱۷ق، ص۷.
  9. ولایی،‌ فرهنگ تشریحی اصطلاحات اصول، ۱۳۸۷ش، ص۱۸۱.
  10. ولایی،‌ فرهنگ تشریحی اصطلاحات اصول، ۱۳۸۷ش، ص۱۸۱.
  11. حسینی حائری،‌ مباحث‌الاصول، ۱۴۰۸۷ق،‌ ج۲، ص۴۸۲ تا۴۸۴
  12. خوئی، اجود التقریرات،‌ ۱۳۵۲ش، ج۲، ص۱۱۳.
  13. حسینی حائری،‌ مباحث الاصول، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۴۸۳.

سرچينی

  • آخوند خراسانی، محمدکاظم‌بن‌حسین، کفایة‌ الاصول، قم، مؤسسة آل‌البیت، ۱۴۰۹ق.
  • جزایری، محمدجعفر، منتهی‌ الدرایه فی توضیح الکفایه، قم، موسسه دارالکتاب، ۱۴۱۵ق.
  • حسینی حائری، سیدکاظم و سیدمحمدباقر صدر، مباحث الاصول، قم، مطبعة مرکز النشر و مکتب الِاعلام الإسلامی، ۱۴۰۸ق.
  • خویی، سیدابوالقاسم و محمدحسین نائینی، اجودالتقریرات، قم، عرفان، ۱۳۵۲ش.
  • صافی، لطف‌الله، بیان‌الاصول، دایرةالتوجیه و الارشاد الدینی فی مکتب المرجع الدینی آیه الله العظمی الشیخ لطف الله الصافی الگلپایگانی(دام ظله)، قم، ۱۴۲۸ق.
  • صدر، محمدباقر، دروس فی علم‌الاصول، قم، موسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۸ق.
  • طوسی،‌ محمد‌بن‌حسن، العدة فی اصول الفقه، قم، ۱۴۱۷ق.
  • مظفر، محمدرضا،‌ المنطق، قم، مؤسسة النشر الاسلامی،‌ ۱۴۲۴ق.
  • ملکی اصفهانی،‌ مجتبی، فرهنگ اصطلاحات اصول، قم، عالمه، ۱۳۷۹ش.
  • نراقی، محمدمهدی بن ابی‌ذر، انیس‌المجتهدین فی علم الاصول، قم، موسسه بوستان کتاب، ۱۳۸۸ش.
  • ولایی، عیسی،‌ فرهنگ تشریحی اصطلاحات اصول، تهران، نشر نی، ۱۳۸۷ش.