منځپانگې ته ورتلل

احمد بن علي نجاشي

د wikishia لخوا
(له احمد بن علی نجاشي نه مخ گرځېدلی)
احمد بن علي نجاشي
د شیعه و تر ټولو مشهور رجال پیژنداي
بښپړ نوماحمد بن علي بن احمد نجّاشي اسدي
لقبنجّاشي، اسدي او صیرفي
ټبرعبدالله بن نجاشي، د امام صادق(ع) په وخت کې د اهواز والی
د زیږیدنې نیټهصفر ۳۷۲ق کال
د اوسیدو ځایبغداد او کوفه
د وفات نیټهجمادي الاولی ۴۵۰ق او ۴۶۳ق کال
د وفات ځایمطیرآباد (د سامرا شاوخوا)
مشهور خپلوانعبدالله بن نجاشي
ښوونکيشیخ مفید، تلعکبري، ابن نوح سیرافي، حسین بن عبیدالله، ابن‌عبدون، ابن جندي
زده کوونکيابوصمصام او علی بن احمد (د نجاشي ماشومان)
له څخه د روایت اجازهشیخ مفید، حسین بن عبیدالله غضائري، سید مرتضی او ابن شاذان قمي
تالیفونهپنځه اثرونه له جملې څخه: فهرست اسماء مصنفی الشیعه


احمد بن علي نَجاشي (۳۷۲ق ـ ۴۵۰ق يا ۴۶۳ق) د شيعه‌وو تر ټولو مشهور رجالي عالم او د «فهرست اسماء مصنفي الشيعة» د کتاب ليکوال دی، چې په «رجال نجاشي» مشهور دی. هغه د شيعه‌وو تر ټولو دقيق او باوري رجال پیژنداي ګڼل شوی او په رجالي سرچينو کې د ثقه، رښتينی او د اعتماد وړ په نومونو ياد شوی دی.

ويل شوي چې نجاشي له ۳۰ تر ۵۰ پورې محدثانو څخه حديثونه روايت کړي، چې له جملې يې شیخ مفید او ابن غضائري دي. نوموړي له دغو کسانو څخه پنځه تنه په څرګند ډول «ثقه» بللي دي.

نجاشي د خپل وخت له عالمانو څخه ډېر کتابونه د حديث د قرائت (چې د حديث د تحمل له طريقو څخه يوه طريقه ده) له لارې لوستي او د نقل اجازه يې هم ترې اخيستې وه. ځینو محدثانو لکه ابوصمصام او علي بن احمد (د هغه زوی) له هغه څخه حديثونه نقل کړي دي. همدارنګه، نوموړي پنځه تاليفات لرل او ځينې کتابونه يې استنساخ کړي دي.

شخصیت پېژندنه او مقام

احمد بن علي بن احمد، يا احمد بن عباس نجاشي اسدي[۱] صيرفي[۲] د «فهرست اسماء مصنفي الشيعة» ليکوال دی، چې په رجال نجاشي مشهور دی. نجاشي ته ابن الکوفي هم ويل کېږي[۳] او د اهل سنتو په منځ کې په ابن النجاشي شهرت لري.[۴] د نجاشي په وينا، د هغه اتم نيکه عبدالله بن نجاشي و، چې د امام صادق(ع) او د منصور دوانیقي د خلافت په زمانه کې د اهواز والي و، او امام صادق(ع) ورته د هغه د ليک په ځواب کې «رسالة الاهوازیه» وليکله.[۵]

ويل شوي چې نجاشي د ۳۷۲ق کال د صفرې په مياشت کې زېږېدلی او د ۴۵۰ق کال د جمادي الاولی په مياشت کې[۶] په مطيرآباد (د سامرا شاوخوا کلي)[۷] کې وفات شوی دی. د ده د ژوند مرکز بغداد[۸] يا کوفه[۹] ياد شوی دی.

اعتبار او وثاقت

نجاشي د رجالي سرچينو له مخې په دې ډول ياد شوی: ثقه (د اعتماد وړ)،[۱۰] «فاضل جليل القدر»،[۱۱] «اضبط الجماعة» (په روايت کې تر ټولو دقيق)،[۱۲] «د عالمانو د باور وړ»،[۱۳] «د موافق او مخالف په نزد رښتونی»[۱۴] او «عالم نقّاد بصير».[۱۵] همدارنګه هغه د شيعه‌وو تر ټولو پوه[۱۶] او مشهور رجالي عالم ګڼل شوی دی.[۱۷]

سيد محمد مهدي بحرالعلوم (۱۱۵۵–۱۲۱۲ق) وايي: نجاشي د جرح او تعديل له ستنو څخه دی.[۱۸] ځينو رجالي عالمانو، لکه شهيد ثاني او بحرالعلوم، په هغو مواردو کې چې د نجاشي او شيخ طوسي تر منځ د راويانو په جرح او تعديل کې اختلاف و، د نجاشي خبره غوره ګڼلې ده.[۱۹]

ښوونکي او زده کوونګي

بحرالعلوم په «الفوائد الرجاليه» کې ويلي چې نجاشي له ۳۰ محدثانو څخه روايت کړی دی[۲۰] او همدارنګه ويل شوي چې دا شمېر تر ۵۰ پورې رسېږي.[۲۱] د بحرالعلوم په وينا، نجاشي له خپلو پنځو استادانو لکه شيخ مفيد،[۲۲] تلعکبري،[۲۳] ابن نوح سيرافي،[۲۴] ابوالفرج قنائي[۲۵] او حسن بن هيثم عجلي[۲۶] څخه په څرګنده توګه توثيق کړی او د نورو یې ستاینه او درناوی کړی دی.[۲۷] نجاشي تر ټولو زيات روايتونه له شيخ مفيد، حسين بن عبيدالله، ابن عبدون، ابن جندي، ابن نوح سيرافي او ابوالفرج قنائي څخه نقل کړي دي.[۲۸]

نجاشي وايي چې هغه ځينې کتابونه د معاصرو عالمانو څخه د قرائت حديث له لارې لوستي دي[۲۹] او د شيخ صدوق ډېری کتابونه يې د خپل پلار علي بن احمد نجاشي[۳۰] او د ابن قولويه ډېر کتابونه يې د شيخ مفيد او حسين بن عبيدالله غضائري څخه قرائت کړي دي.[۳۱]

سيد محمد باقر خوانساري په «روضات الجنات» کې ليکي چې نجاشي ډېری کتابونه د سيد مرتضی په حضور کې قرائت کړي دي.[۳۲] د نجاشي د راپور له مخې، ځينو عالمانو هغه ته د خپلو کتابونو د نقل اجازه ورکړې وه؛ له دې ډلې ابن غضائري،[۳۳] ابن شاذان قمي،[۳۴] محمد بن علي بن ابي قره،[۳۵] ابوعبدالله بن خمري[۳۶] او ابوشجاع ارجاني[۳۷] یادولی شو.

ويل شوي چې ابوصمصام (ذوالفقار بن معبد)[۳۸] او علي بن احمد (د نجاشي زوی)[۳۹] د نجاشي شاګردان وو او له هغه يې روايتونه نقل کړي، او بحرالعلوم باور لري چې نجاشي د شيخ طوسي له استادانو څخه و؛[۴۰] خو محمد تقي شوشتري دا خبره نه مني.[۴۱]

آثار او تأليفات

د نجاشي کتاب «رجال نجاشي»

نجاشي پنځه تاليفات لرل[۴۲]، خو له دې ټولو څخه يوازې د هغه د «رجال» کتاب چاپ شوی دی.[۴۳]

  • فهرست اسماء مصنفي الشيعة چې په «رجال نجاشي» مشهور دی، د هغه تر ټولو مهم اثر دی. نجاشي پخپله څرګنده کړې چې دا کتاب يې د اهل سنتو د طعنې او پېغور په ځواب کې وليکه، ځکه هغوی ويل چې شيعه‌ګان ليکوالان نه لري؛ نو هغه د شيعه‌وو د ليکوالانو معلومات راټول کړل او د الفبا له مخې يې ترتيب کړل.[۴۴]
  • الجمعة وما ورد فيها من الاعمال
  • الکوفة وما فيها من الآثار والفضائل
  • انساب بني نضر بن قعین وأیامهم وأشعارهم
  • مختصر الأنوار ومواضع النجوم التي سمتها العرب.[۴۵]

آقابزرګ تهراني د ده د تاليفاتو په لړلیک کې کتاب تفسير هم ياد کړی دی.[۴۶] د نجاشي په وينا، هغه ځينې کتابونه استنساخ کړي دي؛ له دې جملې د علي بن عبدالله ميموني (د پنځمې هجري پېړۍ محدث) «کتاب الحج»[۴۷] او د ابوشجاع ارجاني ليکنه «کتاب مسند أبي نؤاس وحجی وأشعب وبهلول وجعیفران وما رووا من الحديث».[۴۸]

فوټ نوټ

  1. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۷۶ش، ص۱۰۱.
  2. مامقانی، تنقیح المقال فی علم الرجال، مطبعة المرتضویة، ج۱، ص۶۹.
  3. زرکلی، الاعلام، ۱۹۸۹م، ج۱، ص۱۷۲.
  4. ذهبی، سیر اعلام‌النبلاء، ۱۴۱۴ق، ج۱۷، ص۳۲۸.
  5. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۱۰۱.
  6. علامه‌حلی، خلاصة الاقوال فی معرفة الرجال، ۱۴۱۷ق، ص۷۳؛ شبیری زنجانی، «ابوالعباس نجاشی و عصر وی (۲)»، ص۲۵.
  7. بحرالعلوم، الفوائد الرجالیه، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۳۶، پانویس محمدصادق و حسین بحرالعلوم.
  8. شوشتری، قاموس الرجال، ۱۳۶۸ش، ج۱، ص۵۲۳.
  9. بحرالعلوم، الفوائد الرجالیه، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۴۹.
  10. علامه‌حلی، خلاصة الاقوال فی معرفة الرجال، ۱۴۱۷ق، ص۷۲؛ بحرالعلوم، الفوائد الرجالیه، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۳۵.
  11. میرداماد، الرواشح السماویة فی شرح احادیث الامامیة، ۱۳۸۰ش، ص۱۲۷.
  12. شهید ثانى، مسالک الأفهام إلى تنقیح شرائع الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۷، ص۴۶۷.
  13. بحرالعلوم، الفوائد الرجالیه، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۳۵ و ۴۶؛ جزایری، حاوی الاقوال فی معرفة الرجال، ۱۴۱۸ق، ج۴، ص۴۳۸.
  14. مجلسی، بحار الانوار، ۱۳۶۲ش، ج۹۱، ص۳۲.
  15. محدث‌نوری، خاتمة مستدرك الوسائل، ۱۴۲۹ق، ج۳، ص۱۴۶.
  16. بحرالعلوم، الفوائد الرجالیه، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۳۵؛ محدث نوری، خاتمة مستدرك الوسائل، ۱۴۲۹ق، ج۳، ص۱۴۶.
  17. شبیری زنجانی، «ابوالعباس نجاشی و عصر وی»، ص۱۱.
  18. بحرالعلوم، الفوائد الرجالیه، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۳۵ و ۴۶.
  19. شهید ثانى، مسالک الأفهام إلى تنقیح شرائع الإسلام، ۱۴۱۳ق، ج۷، ص۴۶۷؛ بحرالعلوم، الفوائد الرجالیه، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۴۶.
  20. بحرالعلوم، الفوائد الرجالیه، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۵۰-۸۵.
  21. ملکیان، «مقدمه»، ص۳۳-۳۹.
  22. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۷۶ش، ص۳۹۹.
  23. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۷۶ش، ص۴۳۹.
  24. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۷۶ش، ص۸۶.
  25. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۷۶ش، ص۳۹۸.
  26. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۷۶ش، ص۶۵.
  27. بحرالعلوم، الفوائد الرجالیه، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۸۴-۸۵.
  28. بحرالعلوم، الفوائد الرجالیه، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۸۶.
  29. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۷۶ش، ص۳۱ و ۴۸ و ۶۳ و ۶۸ و ۷۵ و ۱۴۵ و ۲۹۷ و ۳۱۰ و ۴۵۱.
  30. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۳۹۲.
  31. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۷۶ش، ص۱۲۴.
  32. خوانساری، روضات الجنات فی احوال العلماء والسادات، ۱۳۴۹ش، ج۱، ص۶۳.
  33. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۷۱.
  34. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۸۸.
  35. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۳۹۸.
  36. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۶۸.
  37. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۳۱۰.
  38. خوانساری، روضات الجنات فی احوال العلماء و السادات، ۱۳۴۹ش، ج۱، ص۶۳.
  39. صفدی، الوافی بالوفیات، ۱۴۲۰ق، ج۷، ص۱۲۴.
  40. بحرالعلوم، الفوائد الرجالیه، ۱۳۶۳ش، ج۲، ص۳۸.
  41. شوشتری، قاموس الرجال، ۱۳۶۸ش، ج۱، ص۵۲۰.
  42. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۱۰۱.
  43. ملکیان، «مقدمه»، ص۴۵.
  44. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۷۶ش، ص۳.
  45. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۶۵ش، ص۱۰۱.
  46. آقابزرگ، الذریعة، ۱۴۰۳ق، ج۴، ص۳۱۷.
  47. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۷۶ش، ص۲۶۸.
  48. نجاشی، رجال النجاشی، ۱۳۷۶ش، ص۳۱۰.

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة الی تصانیف الشیعة، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۰۳ق.
  • بحرالعلوم، سید محمدمهدی، الفوائد الرجالیه، قم، مکتبة الصادق(ع)، ۱۳۶۳ش.
  • جزایری، عبدالنبی، حاوی الاقوال فی معرفة الرجال، قم، ریاض الناصری، ۱۴۱۸ق.
  • خوانساری، محمدباقر، روضات الجنات فی احوال العلماء والسادات، قم، اسماعیلیان، ۱۳۴۹ش.
  • ذهبی، محمد بن احمد، سیر اعلام النبلاء، بیروت، موسسة الرسالة، ۱۴۱۴ق.
  • زرکلی، خیرالدین، الاعلام: قاموس تراجم لأشهر الرجال والنساء من العرب والمستعربین والمستشرقین، بیروت، ‌دار العلم للملایین، ۱۹۸۹م.
  • شبیری زنجانی، سید موسی، «ابوالعباس نجاشی و عصر وی»، مجله نور علم، شماره ۱۱، مرداد ۱۳۶۴ش.
  • شبیری زنجانی، سید موسی، «ابوالعباس نجاشی و عصر وی (۲)»، مجله نور علم، شماره ۱۲، مرداد ۱۳۶۴ش.
  • شهید ثانى، زین‌الدین بن على، مسالک الأفهام إلى تنقیح شرائع الإسلام، تحقیق گروه پژوهش مؤسسه معارف اسلامى، قم، مؤسسة المعارف الإسلامیة، چاپ اول، ۱۴۱۳ق.
  • شوشتری، محمدتقی، قاموس الرجال، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۶۸ش.
  • صفدی، خلیل بن ایبک، الوافی بالوفیات، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، خلاصة الاقوال فی معرفة الرجال، شیراز، مرکز حافظ‌شناسی، ۱۴۱۷ق.
  • مامقانی، عبدالله، تنقیح المقال فی علم الرجال، نجف، مطبعة المرتضویة، بی‌تا.
  • مجلسی، محمدباقر، بحار الانوار الجامعة لدرر اخبار الأئمة الأطهار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۳۶۲ش.
  • محدث نوری، حسین، خاتمة مستدرك الوسائل، تحقیق مؤسسة آل البيت(ع) لإحياء التراث، قم، مؤسسة آل البيت(ع) لإحياء التراث، چاپ اول، ۱۴۲۹ق.
  • ملکیان، محمدباقر، «مقدمه»، رجال النجاشی، تالیف احمد بن علی نجاشی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۹۴ش.
  • میرداماد، محمدباقر، الرواشح السماویة فی شرح احادیث الامامیة، قم، دارالحدیث، ۱۳۸۰ش.
  • نجاشی، احمد بن على، رجال النجاشی، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۷۶ش.
  • نجاشی، احمد بن على، رجال النجاشی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ ششم، ۱۳۶۵ش.