د طواف لمونځ

د wikishia لخوا
دا مقاله د یو فقهي مفهوم په اړه توضیحي مقاله ده او د دیني کړنو لپاره معیار نشي کیدی. د مذهبي کړنو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.

د طواف لمونځ د حج او عمرې یو واجب عمل دی. دا لمونځ د سهار د لمانځه په شان دوه رکعته دی چې له طواف وروسته، د مقامِ ابراهیم شاته کیږي. د طوافِ نساء لمونځ یوازې په نیت کښې له دغه لمانځه سره توپیر لري.

تاریخچه

د مقام قبله ګرځول، د حضرت ابراهیم او اسماعل علیهم السلام له وختو نه د رسول الله حضرت محمد مصطفی(ص) تر زمانې پورې تاریخي مخینه لري[۱] او قرآن هم مسلمانان په دغه ځاې کښې لمانځه ته رابولي.[۲]

د لمونځ کیفیت

له هر واجب طواف وروسته باید د سهار د لمانځه په شان دوه رکعته د طواف لمونځ وشي او ضروري نه ده چې سړي په کښې حمد او دویمه سوره په لوړ غږ ولولي.

د دې لمانځه نیت په طواف پورې اړه لري: له طوافِ زیارت وروسته د طوافِ زیارت د لمانځه په نیت او له طوافِ نساء وروسته د طوافِ نساء د لمونځ په نیت. د طواف او د هغه د لمونځ ترمینځ ځنډ نه دی پکار.[۳]

د لمونځ ځاې

د واجب طواف لمونځ باید له مقامِ ابراهیم شاته او د هغه په خوا کښې ترسره شي، بې له دې چې د نورو د طواف لپاره خنډ نه شي.[۴]

د هغو کسانو په اړه چې د یو عذر په وجه په دویم پوړ کښې طواف کوي خو کوې شي چې لمونځ د مسجدالحرام په آنګڼ کښې او د مقامِ ابراهیم تر شا وکړي، د فتوا اختلاف موجود دی.[۵]

د مستحبي طواف لمونځ د مسجدالحرام په هر ځاې کښې ترسره کیدې شي.[۶]

فوټ نوټ

  1. طبرسی، مجمع البیان، ۱۳۷۹ق، ج۱، ص۲۰۳.
  2. سوره بقره، آیه ۱۲۵
  3. مناسک حج، مساله ۷۹۰.
  4. مناسک حج، مساله ۷۹۶.
  5. مناسک حج، مساله ۲/۸۰۰
  6. الواضح في شرح العروة الوثقى، جواهری، ج ۴، ص ۲۸۶.

سرچينې

  • قرآن کریم
  • محمودی، محمدرضا، مناسک حج مطابق فتاوای امام خمینی و مراجع معظم تقلید، تهران، مرکز تحقیقات حج بعثه مقام معظم رهبری نشر مشعر، چاپ چهارم، ۱۳۸۷ش.
  • طبرسی‌، الفضل بن حسن، مجمع البیان، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۳۷۹ق.
  • جواهری، محمد، الواضح في شرح العروة الوثقى، قم، العارف للمطبوعات، ۱۴۳۶ق.