د آیات لمونځ

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د آیات لمونځ دا لمونځ له هغه فرض لمونځونو څخه دی چې کله ځینې طبیعي پیښې لکه زلزلې او یاد د لمر او سپوږمۍ د تندر نیولو له سببه واجبیږي. بل هغه څیز چې د هغې له سببه دا لمونځ واجبیږي هغه سره او زیړ بادونه دي، په داسې حال کې چې د خلکو د ویرې سبب شي.

د آیات لمونځ دوه رکعته دی او هر یو رکعت کې یې پينځه رکوع دي او په دوه طریقې ترسره کیدی شي اوله طریقه دا ده: له هرې رکوع وړاندې باید حمد سوره او یوه سورت پوره ولوستل شي. او دویمه طریقه دا ده چې یو سورت په پينځه برخو وویشل شي او له هرې رکوع وړاندې د هغې یوه برخه ولوستل شي. په دې حالت کې په هر یو رکعت کې یواځې له لومړۍ رکوع نه وړاندې باید حمد وویل شي او له نورو رکوعګانو نه مخکې فقط د سورت له پينځو برخو یوه برخه ولوستل شي.

که د آیات لمونځ، له سپوږمۍ او لمر پریوتو پرته د بل څه په سبب واجب شي، نو کله هم چې ترسره شي د ادا په نیت دی؛ خو د لمر او سپوږمۍ د تندر لمونځ باید هغه وخت ترسره شي کله چې لمر سپوږمۍ تندر نیولی وي او که هغه وخت ادا نه کړی شي نو باید قضا یې په ځای راوړی شي.

تعریف و نوم ایښودل

د ايت لمونځ هغه لمونځ دی چې د طبيعي پېښو لکه لمر، سپوږمۍ تندر نیولو، زلزلې [۱] او هر هغه طبيعي پیښه چې د خلکو د زياتې وېرې سبب شي [۲] لکه ژېړ او سره بادونه الوتل، نو د آیت لمونځ فرض کېږي. [۳] آیات د «آیة» یا «آیت» جمع ده چې د علامت او نښې په معنی ده [۴] او په یوه روایت کې د لمر او سپوږمۍ تندر نیول د خدای له نښو ګڼل شوي دي.[۵]

په احادیثو کې په دې عنوان سره یعنی د صلاة الآیات ذکر نه دی راغلی، یعنی د آیت لمونځ. بلکي د «صلاة الکوسف» په نوم ياد شوی دی؛ [۶] خو د فقهې په کتابونو کې په دواړه نومونو سره کارول شوي دي.[۷] د دې د نوم کیښودو وجه دا بیان شوې ده چې آیات نښانو ته وايي او انسانان دا د الله تعالی په هر څیز باندې د قدرت او مالکیت نښې ګڼي.[۸]پیغمبر(ص) هم کله چې د هغه زوی ابراهیم مړ شو او لمر تندر ونیوه ، نو دا سپوږمۍ او لمر یې د الله تعالی دوه نښې وګڼلې چې د هغه له امره نه وځي، او ویې فرمایل چې د آیات لمونځ وکړئ.[۹]

مخینه

د ایت لمونځ په لسم قمري کال کې پر مسلمانانو فرض شو. د تاریخي منابعو له مخې په دغه کال کې کله چې د رسول الله (ص) زوی ابراهیم علیه السلام وفات شو، نو د لمر تندر ونیوه. د خلکو یوې ډلې د لمر خسوف د ابراهیم له مړینې سره وتړه؛ خو پېغمبراکرم (ص) دا دوه الهی نښې وګڼلې چې د خداى په اراده واقع کېږي، نه د چا په مرګ او ژوند سره.[۱۰] بیا یې حکم وکړ کله چې خسوف او کسوف شي (لمر او سپوږمۍ تندر ونیسي) نو مسلمان باید د آیات لمونځ ترسره کړي.[11]

د لمانځه طریقه

د آیت لمونځ دوه رکعته دی په هر یو رکعت کې پينځه رکوع دي او په دوو طریقو ترسره کیږي.[۱۲]

  • لومړۍ طريقه: په دې طريقه کې د هر رکوع نه مخکې سوره حمد او ورپسې یو بل سورت لوستل کيږي؛[۱۳] په دې ډول چې د تکبير الاحرام وروسته حمد او بيا بل سورت ووايو او رکوع ته ځو. د رکوع نه وروسته سورت حمد او بل سورت وایو او بيا رکوع ته ځو. په ورته ډول، موږ تر پنځم رکوع پورې دوام ورکوو. بیا سجدې ته ځو او د لومړي رکعت په څیر دوهم رکعت ادا کوو. د دوهم رکعت له سجدې وروسته تشهد او سلام کوو او لمونځ ختموو. [۱۴]
  • دوهمه طريقه: په دې طريقه کې په هر رکعت کې يو سوره حمد او يو سورت ويل کيږي. په دې توپير سره چې په هر رکعت کې يوازې يو ځل سورت حمد لولي او بل سورت په پنځو برخو ويشل کيږي او د هر رکوع نه مخکې د سورت يوازې يوه برخه لوستل کيږي (بغير له سورت حمد).[۱۵]

د فقهاوو د فتوا له مخې، دا هم کولی شو چې لومړۍ طريقه په يو رکعت کې او دويمه طريقه په بل رکعت کې وکاروو.[۱۶]

مستحبات

د آیت د لمانځه ځینې مستحبات دا دي:

  • له دویمې، څلورمې، شپږمې، اتمې او لسمې رکوع وړاندې قنوت کول.[۱۷]
  • هغه عملونه چې په ورځني لمانځه کې توصيه شوي دي د آیت په لمانځه کې هم مستحب دي. البته په دې لمانځه کې د اذان او اقامت پر ځای درې ځله «الصلاة» ویل مستحب دي.[۱۸]
  • په هر رکعت کې له هرې رکوع وروسته تکبير ويل پرته له پنځمې رکوع څخه.[۱۹]

په جماعت سره د لمانځه کول[۲۰] په لوړ غږ لوستل، [۲۱] د لمر او سپوږمۍ تر تندر ختمیدو پورې د لمانځه اوږدول، [۲۲] او د اوږدو سورتونو لوستل [۲۳] د آيات د لمانځه له نورو مستحباتو څخه دي.[یاداشت۲]

د آیات د لمانځه وخت او د هغې قضا کیدل

د سپوږمۍ او سپوږمۍ د تندر د آیات د لمانځه وخت د لمر د تندر له شورو کیدو څخه تر بیا راښکاره کېدو پورې دى.[۲۴] او يا د هغه تر بشپړ راڅرګندېدو پورې دی.[۲۵] د صاحب جواهر په وينا احتياط دا دی چې د لمانځه وخت نباید تر هغه وخته چې سپوږمۍ یا لمر په راښکاره کیدو شي وځنډولی شي.[۲۶] که د آیات لمونځ (کسوف او خسوف) په خپل وخت کې ادا نه شي، نو قضا یې واجب دی.[۲۷]

کوم د آیات لمونځ چې د زلزلې له سببه یا د بل څه له سببه واجب شي (بې له کسوف او خسوف یعنی سپوږمۍ او د لمر تندر) هغه قضا نه لري.[۲۸] او کله هم چې ترسره کیږي د ادا په نیت به ترسره کیږي.[۲۹]

د کُسوف غسل

د علامه حلي په وینا، یو شمېر شیعه فقهاوو لکه سید مرتضی، سالار دیلمي او ابو صلاح حلبي فتوا ورکړې ده چې که څوک د لمر د تندر او یا د سپوږمۍ د تندر د آیات لمونځ پر وخت ادا نه کړي، نو واجبه ده له قضا سربیره غسل هم وکړي. خو هغه پخپله او ځینو نورو لکه شیخ مفید، ابن براج او ابن ادریس حلی دغه غسل مستحب ګڼلی دی. البته دا غسل يوازې هغه وخت واجب يا مستحب دى چې د سپوږمۍ يا لمر تندر په بشپړه توګه وي او یا همدارنګه یو سړي په قصدي توګه په ادا وخت کې د آيات لمونځ نه وي ادا کړی.[۳۰] په روایتونو کې دا غسل د کسوف د غسل په نامه یاد شوی دی.[۳۱]

د وخت د تنګیدو په وخت کې د ورځنیز لمونځ وړاندی والی

د کسوف او خسوف د لمانځه ادا کول سمدلاسه واجب دي؛[۳۲] خو که د ورځي په لمانځه په وخت د آيات لمونځ واجب شي نو لومړی بايد هغه لمونځ وکړي چې که لومړۍ يې ونه کړي نو وخت یې تیریږي. كه د دواړو لمونځونو وخت تنګ وي، نو د ورځي لمونځ بايد د آيات له لمانځه مخكې شي.[۳۳]

نور حکمونه

  • د آیات د لمانځه هره رکوع يو رکن دی او که په قصدي يا غير قصدي توګه کم او يا زيات شي نو لمونځ باطل دی.[۳۴]
  • د آيت لمونځ يوازې په هغو سيمو کې واجب دی چې طبيعي آفتونه پکې راغلي وي.[۳۵]
  • د ځينو فقهاوو په اند د آیات لمونځ د حيضدارې او نفاس لرونکي ښځې باندې واجب نه دی.[۳۶] البته ويلي یې دي چې د احتياج له مخې بايد له پاکوالي وروسته دا لمونځ په ځای راوړي.[۳۷]
  • د لمر او سپوږمۍ تندر که په لوڅو سترګو وليدل شي نو د آیات لمانځ واجبیږي. كه دومره كوچنى وي چې يوازې په مسلح سترګو (چشمو یا دوربین وغیره سره) ليدل کیږي او يا كه ډېر زر تیر شي نو د آيات لمونځ واجب نه دى.[۳۸]
  • هغه ټکانونه چې له اصلي زلزلې وروسته واقع کېږي، که خپلواکه زلزله وګڼل شي، نو د آیات د لمانځه سبب کیږي.[۴۰]
  • كه څو د آيات لمونځونه د بيلابيلو لاملونو له امله واجب وي نو د واجب احتياط له مخې بايد د نيت په وخت كې معلومه كړي چې د كوم آيات لمونځ ادا كوي.[۴۱]

فوټ نوټ

سرچينې