اخلاق ناصري (کتاب)

د wikishia لخوا
د اخلاق ناصري کتاب د پوښ انځور

اخلاق ناصري د فردي، ټولنیزو او کورنیو اخلاقو په هکله د خواجه نصیر الدین طوسي(۵۹۷-۶۷۲ق) لیکلی کتاب دی. د دغه کتاب ژبه فارسي ده او ځینې برخې یې د ابوعلي مسکویه د تهذیب الاخلاق کتاب ژباړه او لیکنې دي. له علمي او فلسفي اصطلاحاتو سره د بلدو فارسي ژبو لپاره د دغه کتاب نثر، روان بلل شوی دی.

اخلاقي مسائیلو ته په پاملرنه کښې د کتاب روده، عقلي او تحلیلي طریقه ده او د وجود د سلامتیا او ورڅخه د روحي ناروغیو د لرې کولو لپاره د طبیب د مقام خبره کوي. د نفس د سلامتیا د ساتنې او د هغه د مرضونو د علاج لارې چارې، د نیکمرغۍ د مرتبو بیان، د مال او اولاد تدبیر، د محبت او صداقت فضیلت او هم د حکومتوالۍ او له خلکو سره د معاشرت آداب، د اخلاق ناصري کتاب د مطالبو ځینې برخې دي.

دغه کتاب چې د خواجه نصیر الدین طوسي ترټولو پخوانی موجود اثر بلل شوی دی، په ۶۳۳ قمري کال کښې د اسماعیلي نزاریانو د واکمن ناصرالدین محتشم په غوښتنه لیکل شوی دی. خواجه نصیر د کتاب په سریزې کښې د اسماعیلیه واکمنانو مدحه او ستاینه کړې ده. هغه له اسماعیلي څکومت څخه له خلاصیدو وروسته دغه مدحه او ستاینه لرې کړې او هغه یې د اضطرار له امله بللې ده.

خواجه نصیرالدین طوسي، خپله د اوصاف الاشراف په عنوان سره د اخلاقِ ناصري کتاب یوه خلاصه لیکلې ده. همداشان په اخلاقِ ناصري باندې د مفتاح الاخلاق او توضیح الاخلاق په شان شرحې لیکل شوې دي. اخلاقِ ناصري له ۱۲۶۹ قمري کال راهیسې په ایران او هند کښې څو څو وارې چاپ شوی او مجتبی مینوي د علیرضا حیدري په ملګرتیا، د هغه تحقیق شوې نسخه په ۱۳۵۶ کال کښې خپره کړې ده.

لیکوال

په خواجه نصیر الدین طوسي مشهور محمد بن محمد بن حسن طوسی، په ۵۹۷ قمري کال کښې وزیږیده[۱] هغه په ۳۶کلنۍ کښې اخلاق ناصري کتاب ولیکه.[۲] خواجه نصیر طوسي د مغول هلاکو خان په حکومت کښې وزیر و او د بغداد د فتحې په دوران کښې د کتابونو د نابودۍ مخنیوی او همداشان د مراغې د ترویتون او د هغه د کتابتون جوړول، د هغه له اقداماتو بلل شوي دي.[۳] د کلام په علم کښې تجرید الاعتقاد کتاب، د هیئت په علم کښې تذکره نصیریه، په منطق کښې اساس الاقتباس او په منطق او حکمت کښې د شرحِ اشارات د هغه په مهمو آثارو کښې راځي.[۴]

محتوا

به فارسۍ ژبه  په اخلاقِ ناصري کتاب کښې[۵] فردي اخلاق، ټولنیز اخلاق او کورني اخلاق شاملیږي او د بندګۍ اخلاقو ته یې لږ پام کړی دی.[۶] خواجه نصیرالدین طوسي د خپل اثر په ځینو مهمو برخو کښې د ابوعلي مسکویه له تهذیب الاخلاق کتابه ګټه پورته کړې ده[۷] او په هم دې وجه وجه، اخلاقِ ناصري له اضافاتو سره مل د مسکویه کتاب یوه ژباړه بلل شوې ده.[۸]

اخلاقِ ناصري د حکمت او حکمتِ عملي په تعریف کښې له یوې لنډې سریزې وروسته، د دریو مقالو په چوکاټ کښې لیکل شوی دی:

  • اوله مقاله، د تهذیب الاخلاق مسکویه کتاب ژباړه او خلاصه ده او د نفس او نفساني قواؤ په هکله ده. د هرې یوې انساني قوې د فضایلو او رذایلو بیان او همداشان د نیکمرغۍ د مرتبواو د نفس د سلامتیا د ساتنې او د هغه د مرضونو درملنه، د دغې مقالې ځیني نور مطالب دي.[۹] خواجه نصیر طوسي په دې برخه کښې یوازې په ترجمې بسنه نه ده کړې او په ځینو موادو کښې یې لنډ توضیحات، حکایتونه او شواهد، په اصلي متن ورزیات کړي دي.[۱۰]
  • دویمه مقاله، کور او د هغه ارکانو ته د اړتیا، د مال او اولاد د تدبیر او هم د خادمانو د چارو د تدبیر د ضرورت په اړه ده.[۱۱] په دې مقاله کښې د تدبیر برخه، د تهذیب الاخلاق کتاب آزاده ترجمه بلل شوي ده.[۱۲]
  • دریمه مقاله، د مدن سیاست په هکله لیکل شوې چې په اتو څپرکو مشتمله ده، له هغو نه تمدن ته د اړتیا، د مینې د فضیلت، د ټولنو د ډولونو(مدینه فاضله، غیرفاضله، جاهله او داسې نورې....)، د باچاهانو آداب، د صداقت فضیلت، له خلکو سره د معاشرت د څرنګوالي او همداشان د افلاطون د وصیتونو بیان.[۱۳] د دې مقالې دوه برخې یعنې د مینې فضیلت او د صداقت فضیلت زیاتره د تهذیب الاخلاق مسکویه د پنځمې مقالې ترجمه ده.[۱۴]

د لیکلو پيښه

خواجه نصیر الدین طوسي (وفات ٦٧٢ هـ ق) د ٦٣٣ قمري کال خواوشا[۱۵] په قهستان کښې د اسماعیلي نزاریانو د واکمن ناصر الدین عبدالرحین بن ابي منصور محتشم په غوښتنه اخلاقِ ناصري ولیکه او په هم دې وجه یې پرې اخلاقِ ناصري نوم کیښوده.[۱۶] خواجه نصیر طوسي د کتاب په سریزه کښې د علاء الدین محمد او ناصر الدین محتشم قدرونه کړې او ناصر الدین یې د عرب او عجم د پاچاهانو پاچا بللی دی.[۱۷]

خو د اسماعیلیانو له حکومته له خلاصي وروسته یې د اسماعلیله واکمنانو مدحه او ستاینه د کتاب له سریزې لرې کړه او هغه یې د اسماعیلیانو د حکومت په دوران کښې د خپل اضطرار له امله وبلله.[۱۸] هغه د عبدالعزیز نیشابوري په سپارښتنه په ۶۶۳قمري کال کښې د والدینو د حقوقو په هکله ځیني مطالب په کتاب کښې ورزیات کړل.[۱۹]

اخلاقِ ناصري د خواجه نصیر الدین طوسي هغه ترټولو پخوانی اثر بلل شوی چې موجود دی.[۲۰]

ځانګړتیاوې

د اخلاقِ ناصري متن علمي او یقیني بلل شوی چې له علمي او فلسفي اصطلاحاتو او هم له لرغونو متنونو سره د بلدو فارسي ژبو لپاره روان او ساده دی او ناآشنا ټکي په کښې ډیر لږ لیدل کیږي.[۲۱] دا کتاب فلسفي روده لري او په هم دې وجه په کښې په آیتونو او روایتونو باندې ډیر لږ استناد شوی دی.[۲۲] په عین حال کښې خواجه نصیر الدین طوسي په ډیرو لږو ځایونو کښې د ابوعلي مسکویه په اصلي متن باندې کوم روایت یا آیت ورزیات کړی دی.[۲۳]

د اخلاق ناصري کتاب روده او طریقه د مسکویه له تهذیب الاخلاق  سره بیخي یوشان بلل شوې ده[۲۴] چې په دې بنیاد، اخلاقِ ناصري، یو عقلي او تحلیلي اثر دی او لیکوال د اخلاقي مفاهیمو د بیانولو په لټه کښې دی.[۲۵] اخلاق ناصري، د هغو اخلاقي آثارو برخه بلل شوې چې اخلاقو ته طبي کتنه لري او د طبیب له موقعیت څخه، د وجود د سلامتیا او د روحي ناروغیو د لرې کولو خبره کوي.[۲۶]

په اخلاقِ ناصري باندې ترټولو مهمه اخلاقي نیوکه د هغو مطالبو په وجه ده چې په کښې د شراب څښلو د آدابو په هکله بیان شوي دي او د خواجه نصیر الدین طوسي د علمي او دیني شان اپوټه بلل شوي دي.[۲۷]

نسخې او چاپونه

د ایران او نورو سیمو په کتابتونونو کښې د اخلاق ناصري ډیرې خطي نسخې موجودې دي؛[۲۸] یوه ډیره پخوانۍ نسخه چې په ۶۷۶ قمري کال کښې لیکل شوې، په نجف کښې د محمد علي خوانساري په شخصي کتابتون کښې ساتل شوې ده.[۲۹] ځینې نورې نسخې یې د آیت الله مرعشي نجفي په عمومي کتابتون او د ایران د اسلامي جمهوریت په ملي کتابتون کښې ساتل کیږي.[۳۰]

اخلاق ناصري په ایران او هندوستان کښې په کراتو چاپ شوی دی.[۳۱] له هغو نه له ۱۲۶۹قمري کال څخه څو ځلې په لکهنو، بمبئی او لاهور کښې چاپ شوی دی.[۳۲] پر دې سربیره، په ۱۳۲۰ لمریز کال کښې د جلال همايي په تصحیح او همداشان د اوصاف الاشراف کتاب په ضمیمې سره په تبریز کښې خپور شو.[۳۳] د مجتبی مینوي او علیرضا حیدري تحقیقي نسخه په ۱۳۵۶لمریز کال کښې چې په تهران کښې چاپ شوه او د بزرګ علوي له سریزې سره مل چاپ د اخلاق ناصري د مختلفو چاپونو یوه بله بیلګه ده.[۳۴]

شرحې او خلاصې

اخلاق ناصري مختلفې شرحې او خلاصې لري، له هغو نه یوه اوصاف الاشراف ده چې د کتاب خلاصه ده او خپله د اخلاق ناصري د لیکوال خواجه نصیر الدین طوسي په لاس لیکل شوې ده.[۳۵] له دغو شرحو او خلاصو څخه ځینې دا دي:

  • په فارسۍ ژبې د خواجه نصیر الدین طوسي د لیکلي اخلاقِ ناصري خلاصه «اوصاف الاشراف.[۳۶] دا کتاب په ایران[۳۷] او هندوستان کښې څوڅو وارې چاپ شوی دی.[۳۸]
  • مفتاح الاخلاق، د اخلاق ناصري  هغه شرحه ده چې امیر علاءالدین حسین آملي لیکلې ده.[۳۹]
  • توضیح الاخلاق، یوه بله شرحه ده چې امیر علاءالدین حسین آملي په ۱۰۵۱قمري کال کښې د شاه صفي په حکم لیکلې او د مفتاح الاخلاق په پرتله واضحه متن لري.[۴۰]
  • اخلاقِ ناصري کتاب د انګلیسې-کاناډايي ختیځ پیژاندي جارج مایکل ویکنز(وفات۲۰۰۶میلادي) له خوا ترجمه شوی او په ۱۹۶۴ کال کښې په لندن کښې چاپ شوی دی.[۴۱]

فوټ نوټ

  1. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۳.
  2. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۳.
  3. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۳.
  4. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۳-۱۴۴.
  5. آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۳۵۵ق، ج۱، ص۳۸۰؛ احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۴.
  6. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۶.
  7. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۷-۱۴۸.
  8. مرعشی، کتابشناسی دستنوشته‌های آثار علامه خواجه نصیرالدین محمد طوسی، ص۴۳؛ احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۹.
  9. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۷.
  10. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۷.
  11. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۷.
  12. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۸.
  13. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۸.
  14. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۸.
  15. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۴.
  16. مرعشی، کتابشناسی دستنوشته‌های آثار علامه خواجه نصیرالدین محمد طوسی، ص۴۳؛ خواجه نصیرالدین طوسی، اخلاق ناصری، ۱۴۱۳ق، ص۴.
  17. مرعشی، کتابشناسی دستنوشته‌های آثار علامه خواجه نصیرالدین محمد طوسی، ص۴۴.
  18. خواجه نصیرالدین طوسی، اخلاق ناصری، ۱۴۱۳ق، ص۳؛ احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۴؛ مرعشی، کتابشناسی دستنوشته‌های آثار علامه خواجه نصیرالدین محمد طوسی، ص۴۴.
  19. مرعشی، کتابشناسی دستنوشته‌های آثار علامه خواجه نصیرالدین محمد طوسی، ص۴۴.
  20. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۸.
  21. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۸.
  22. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۸.
  23. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۸.
  24. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۸.
  25. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۳۲.
  26. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۳۲.
  27. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۹.
  28. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۴.
  29. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۴.
  30. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۴.
  31. مرعشی، کتابشناسی دستنوشته‌های آثار علامه خواجه نصیرالدین محمد طوسی، ص۴۵.
  32. مرعشی، کتابشناسی دستنوشته‌های آثار علامه خواجه نصیرالدین محمد طوسی، ص۴۵.
  33. مرعشی، کتابشناسی دستنوشته‌های آثار علامه خواجه نصیرالدین محمد طوسی، ص۴۵؛ احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۴.
  34. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۴.
  35. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۵.
  36. آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۳۵۶ق، ج۲، ص۴۷۷؛ احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۵.
  37. آقابزرگ تهرانی، الذریعة، ۱۳۵۶ق، ج۲، ص۴۷۷.
  38. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۵.
  39. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۵.
  40. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۵.
  41. احمدپور، کتابشناخت اخلاق اسلامی، ۱۳۸۵ش، ص۱۴۵.

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی‌، محمدمحسن، الذریعة الی تصانیف الشیعة، ج۱، بیروت،‌دار الأضواء، ۱۳۵۵ق.
  • آقابزرگ تهرانی‌، محمدمحسن، الذریعة الی تصانیف الشیعة، ج۲، بیروت،‌دار الأضواء، ۱۳۵۶ق.
  • احمدپور، مهدی و محمدتقی اسلامی و محمد عالم‌زاده نوری و مهدی علیزاده، کتابشناخت اخلاق اسلامی، قم، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، ۱۳۸۵ش.
  • خواجه نصیرالدین طوسی، محمد بن محمد بن حسن، اخلاق ناصری، تهران، انتشارات علمیه اسلامیه، ۱۴۱۳ق.
  • مرعشی، محمود، کتابشناسی دست‌نوشته‌های آثار علامه خواجه نصیرالدین محمد طوسی، قم، کتابخانه بزرگ حضرت آیت الله العظمی مرعشی نجفی، ۱۳۸۷ش/۱۴۳۰ق/۲۰۰۹م.

بهرنۍ لینکونه