تجرید الاعتقاد (کتاب)

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

د تجرید الاعتقاد کتاب د پوښ انځور

تَجریدُ الإعتِقاد یا تجرید الکلام په فلسفي کړنلارې سره د امامیه عقایدو په وضاحت او ثابتولو کښې د په عربي ژبه د کلام په علم کښې د خواجه نصیرالدین طوسي (وفات۶۷۲ق) لیکلی کتاب دی.

په دغه کتاب کښې ذکر شوي ځینې موضوعات د خدای د وجود او د هغه د صفاتو پر اثبات سربیره، په دا ډول دي: د حضرت محمد(ص) بعثت د ټولې نړۍ لپاره دی، قرآن کریم معجزه ده، له پیغمبر اکرم وروسته له امام علي علیه السلام پرته بل څوک د خلافت وړتیا او صلاحیت نه لري، هغه په نورو باندې افضل او غوره دی، امامان پاک دي او همداشان بدني معاد.

تجرید الاعتقاد د شیعه اعتقاداتو په برخه کښې ترټولو ارزښتناک او ترټولو مختصر شیعه کلامي متن ګڼل کیږي، په هم دې وجه د هغه په شرحې یا نقد کښې ډیر آثار لیکل شوي دي. په دې لړ کښې د تجرید الاعتقاد په کتاب پیژندنه کښې له اهل سنت او شیعه عالمانو څخه لږترلږه ۲۳۱ شرحې او حاشیې معرفي شوې دي چې په کښې د علامه حلي لیکلې کشف المراد او د عبدالرحمن اصفهاني لیکلې تسدید القواعد شامل دي.

د مطهري په باور، خواجه نصیر په دغه اثر کښې، کلام له جدلي علم څخه برهاني علم ته نزدې کړی دی.

لیکوال

اصلي مقاله: خواجه نصیرالدین طوسي

د مسلمانانو ستر فلیسوف او ریاضي پوه، په خواجه نصیر الدین طوسي مشهور نصیرالدین محمد بن محمد طوسي (طوس ۵۹۷-۶۷۲ق بغداد) چې د مغول هلاکو خان د حکومت په پړاؤ کښې یې به ۶۶۰قمري کال کښې د مراغه ترویتون بنسټ کښیښود.[۱]

همداشان د فلسفې او کلام او خلاقاتو په شان عقلي علومو او د هندسې، ریاضیاتو، جبر او فزکس په شان علمونو او دیني علومو لکه فقه او تفسیر او هم داشان په تاریخ، شعر، طب او موسیقې کښې یې نزدې ۲۰۰ تألیفي کتابونه، شرحې، ژباړې او نورې مقالې لیکلې دي[۲] چې د شرح اشارات، تجرید الاعتقاد، په منطق کښې تجرید، فصول نَصیریه، اوصاف الاشراف، قواعد العقائد، نقد المحصل او اساس الاقتباس یې د مهمو آثارو څو نمونې دي.[۳]

کلیات او محتوا

تجرید الاعتقاد یا لکه څنګه چې په ځینو نسخو کښې راغلي دي، تجرید العقائد،[۴] او یا همهغه ډول چې آقا بزرګ طهراني په الذریعه کتاب کښې ذکر کړي دي، تجرید الکلام،[۵] خواجه نصیرالدین طوسي لیکلي دي[۶] او د مشهورې نظریې له مخې یې تالیف په ۶۶۰ قمري کال کښې پاې ته رسیدلی دی.[۷]

دغه کتاب چې په عربۍ ژبه لیکل شوی دی، د اسلامي فلسفې او شیعه کلام ګډوله ده او کلامي مسائل یې په فلسفي طریقه بیان شوي دي.[۸] تجرید الاعتقاد، له اوومې قمري پیړۍ څخه د سني او شیعه مسلمانانو د کلامي آثارو د تالیف لپاره یوه نمونه پاتې شوې ده.[۹] دغه کتاب په شپږو ټوکو مشتمل دی:

  1. عامه چارې: د وجود او عدم، ماهیت او هم داشان د علت او معلول درې برخې لري.
  2. جواهر و اعراض: د جواهر، اجسام(۲ برخې)، جواهر مجرد او اعراض په پنځو برخو مشتمل دی..
  3. د خالق او د هغه د صفاتو اثبات: د دخدای تعالی د وجود، صفاتو او افعالو درې څپرکي لري.
  4. نبوت: د انبیاؤ د بعثت، د بعثت د واجبوالي، د پیغمبرانو د صفاتو، معجزو، کراماتو، د بعثت د عمومي والي، د حضرت محمد(ص) د بعثت، د قرآن کریم د جعزه والي، نسخو او هم داشان د ټولو لپاره د حضرت محمد(ص) د بعثت ۱۰ څپرکي لري.
  5. امامت: یوولس څپرکي لري چې په کښې د امام د ګمارلو واجبوالی، عسمت، د امام افضل والی، د امام په هکله د نص واجبوالی، د امام علي علیه السلام امامت، له امام علي(ع) پرته د بل چا صلاحیت نه لرل، ۱۲ امامان، د امام علي علیه السلام مخالفان او ورسره جنګیدونکي شامل دي او د دغه څپرکي درې برخې د ابوبکر، عمر او عثمان په هکله دي.
  6. معاد: ۱۱ څپرکي لري چې په کښې د بل عالم او بلې دنیا د تخلیق امکان، بدني معاد، ثواب او عتاب، الهي عفو او بخښنه، شفاعت، توبه او داسې نور شامل دي.

په وړومبي څپرکي کښې د کتاب اولنې مطلب د وجود او عدم په هکل دی. محقق طوسي په دغه څپرکي کښې د وجود او عدم لپاره دوه تعریفونه نقل کړي دي او څرګنده کړې یې ده چې د وجود او عدم تعریف ممکن نه دی او که (متکلمین او حکماؤ) یو تعریف نقل کړی دی نو یوازې په بل لفظ باندې د یو لفظ د بدلولو له لارې دی او دا کار د ضروري چارو په تعریف کښې یو دود کار دی چې یو لفظ د لاواضح لفظ بدیل ګرځوي او روښانه ده چې له وجود نه زیات پیژندل شوی څیز نشته چې وکړې شو هغه د وجود په تعریف کښې وکاروو.[۱۰] د کتاب وروستی مطلب د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د شرایطو په هکله دی چې درې شرطونه یې محقق طوسي بیان کړي دي. ۱- ښه کارونو ته د رابلونکو او له بدو کارونو څخه د منع کونکي له خوا د معروف او منکر پیژندل. ۲- د اغیزې د احتمال لرل ۳- د فاسد نشتوالی [۱۱]

موقعیت

تجرید الاعتقاد، یو ډیر مهم شیعه کلامي کتاب او یو ځانګړی اثر بلل شوی دی.[۱۲] چې د کم حجم سره سره، ډیرو شیعه او نورو مسلمانو عالمانو ورباندې شرح او کره کتنې لیکلې دي او د خواجه نصیر الدین طوسي د نظراتو د منلو یا ردولو په هکله یې خبرې کړې دي.[۱۳] یو ډیر مشهور شیعه کتاب پيژاندي آقا بزرګ طهراني تجرید الاعتقاد د شیعه عقایدو ترټولو ارزښتناک اثر بللی دی.[۱۴] د علي صدرايي خويي د لټون له مخې چې د تجرید الاعتقاد په په کتاب پیژندنه کښې ذکر شوی، د تجرید الاعتقاد لپاره لږترلږه ۲۳۱ شرحې او حاشیې لیکل شوې دي.[۱۵]

د محققانو په باور، خواجه نصیر الدین طوسي په دغه کتاب کښې د شیعه کلام او مشاء فلسفې څخه په یوې ګډولې سره تواندیلی چې د شیعه متفکرانو ترمینځ د فلسفې او کلام دوه علمونه په خپلو کښې نزدې کړي.[۱۶]

د مرتضی مطهري په وینا، خواجه نصیر الدین طوسي د تجرید الاعتقاد په لیکلو سره، کلام له جدلي حکمت څخه برهاني حکمت ته نزدې کړی [۱۷] او مسلمان متکلمانو اشعري او معتزلي، په دغه کتاب کښې د خواجه نصیر د طریفې تقلید کړی دی.[۱۸] خواجه نصیر خپله دغه کتاب د ډیرې غوره طریقې لرونکی او په یولړ لیدتوګو او اعتقاداتو مشتمل بللی دی چې په برهان سره د هغه لپاره ثابت شوی دی.[۱۹]

شرحې

تجرید الاعتقاد له ترټولو مختصرو شیعه کلامي متنونو ګڼل کیږي[۲۰] او په عربۍ او فارسۍ ژبو ورباندې ډیرې شرحې او حاشیې لیکل شوې دي.[۲۱] د خواجه نصیر طوسي د شاګرد علامه حلي کشف المراد في شرح تجرید الاعتقاد، په تجرید الاعتقاد باندې وړومبنۍ شرحه بلل شوې ده [۲۲] او اهل سنت عالم، فاضل قوشچي [۲۳] چې خپله یې په تجرید باندې شرحه لیکلې ده، په دې باور دی چې که علامه حلي د تجرید شرحه نه وی لیکلې نو شاید له دې بحثونو څخه د خواجه کره مقصد هیڅکله نه و روښانه شوی.[۲۴]

له هغو شرحو او حاشیو څخه چې په تجرید الاعتقاد لیکل شوې دي، ځینو یې ډیره توجه راپارولې ده او حتی په تشریح یا نقد کښې یې ځیني کتابونه هم خپاره شوي دي. په دغو کښې ځینې شرحې او حاشیې په لاندې ډول دي:

  • د حسن بن یوسف حلي (وفات ۷۲۶ق) لیکلې کشف المراد في شرح تجرید الاعتقاد، د تجرید اولنۍ شرحه ده چې لږترلږه ۱۰ اثره ورباندې په شرحې او حاشیې کښې خپاره شوي دي چې دوه په کښې له فارسي ژباړې سره مل دي.[۲۵] له محمد بن عبدالرحمن اصفهاني څخه په زړې شرحې مشهور تسدید القواعد في شرح تجرید العقائد، یا تشیید القواعد، یا تشدید القواعد،د خواجه نصیر د لیکنو په تیره بیا د امامت په رد کښې لیکل شوې ده.[۲۶] علي بن محمد جرجاني، د نصیر الدین کاشي له حاشیې په استفادې سره، په تسدید القواعد باندې یو نقد لیکلی دی [۲۷] چې د جرجاني حاشیه بلله کیده او لږترلږه ۲۶ کتابونه یې په نقد کښې خپاره شوي دي.[۲۸] پر جرجاني سربیره، ۹ تنه نورو هم په شرحې قدیم یعنې پخوانۍ شرحې باندې نقد لیکلی دی.[۲۹] په شرحِ قوشچي او شرح جدید مشهوره د علي بن محمد قوشچي لیکلې د تجرید الاعقتاد شرحه. دغه اثر هم د تسدید القواعد شرحې په شان، د خواجه نصیر د عقایدو په تیره بیا د امام په بحث کښې یې د عقایدو په رد کښې لیکل شوې ده [۳۰] له نورو شرحو زر مشهوره شوه او هم داشان ورباندې ډیر نقدونه لیکل شوي دي.[۳۱]
  • طبقات الجلالیة والصدریة، د هغو پنځو آثارو عنوان دی چې د ملا جلال دواني او صدر دشنکي ترمینځ د قوشچي د شرحې په هکله رد و بدل شوي دي.[۳۲] د دغو پنځو اثرونو په هکله لیکل شوي ټول نقدونه څه باندې ۶۰ اثره رپورټ شوي دي.[۳۳] د ملا صدرا شیرازي د مشهور شاګرد علي بن حسین فیاض لاهیجي لیکلی شوارق الالهام في شرح تجرید الکلام، په تجرید باندې لیکل شوې ترټولو تفصیلي شرحه ده او ورباندې ډیرې حاشیې لیکل شوې دي.[۳۴]
د تجرید الاعتقاد کتاب پژندنه د پوښ انځور

موجودې نسخې

د تجرید الاعتقاد ډیرې نسخې موجودې دي، له هغه نه هغه نسخه چې د لیکلو تاریخ یې ۶۶۹ قمري دی، په تهران کښې د اسلامي شورا په کتابتون کښې ساتل کیږي.[۳۵] د تجرید الاعتقاد چاپي نسخه په اول ځل د علامه حلي له شرحې سره یوځاې په ۱۳۱۱لمریز کال کښې خپره شوه.[۳۶] د دغه کتاب مختلف چاپونه موجود دي، له هغو نه د محمد جواد حسیني جلالي له خوا تصحیح شوې نسخه چې په ۱۴۰۷قمري کال کښې په قم کښې خپره شوه. د علامه حلي شرحه (کشف المراد) هم په ۱۲۵۱لمریز کال کښې د ابو الحسن شعراني له خوا ژباړل شوې او سره د شرحې خپره شوه[۳۷] او هم داشان د حسن زاده آملي له خوا تصحیح شوې نسخه په ۱۴۰۷قمري کال کښې په قم کښې چاپ شوې ده.[۳۸]

آقابزرگ طهراني[۳۹] او حاجي خلیفه[۴۰] د تجرید ډیرې شرحې او تعلیقات او حاشیې معرفي کړې دي. هم داشان علي صدرايي خويي او سید محمود مرعشي د «کتابشناسی تجرید الاعتقاد»، په نامه یو اثر کښې، د تجرید الاعتباد د خطي یا لاسي نسخو او د هغې د ګڼو شرحو او حاشیو په څیړنې سره، په دغه کتاب پورې اړونده ټول آثار معرفي کړي دي. دغه اثر د آیت الله مرعشي نجفي عمومي کتابتون په ۱۳۸۲شمسي کال کښې په قم کښې خپور کړی دی. [۴۱]

فوټ نوټ

سرچينې

  • آقابزرگ الطهرانی، محمدمحسن، الذریعة الی تصانیف الشیعة، ج۳، بیروت، دار الاضواء، بی‌تا.
  • احمدی، احمد، «اجمالی از سیر فلسفه اسلامی بعد از ابن رشد»، در مجله فلسفه در ایران: مجموعه مقالات فلسفی، تهران، حکمت، ۱۳۵۸ش.
  • انوار، عبدالله، فهرست نسخ خطی کتابخانه ملی، تهران، ۱۳۴۳-۱۳۵۸ش.
  • حاجی خلیفه، مصطفی بن عبدالله، کشف الظنون عن أسامی الکتب والفنون، با مقدمه سید شهاب الدین مرعشی، بیروت،‌ دار إحیاء التراث العربی، بی‌تا.
  • حسینی، احمد، فهرست نسخه‌های خطی کتابخانه عمومی حضرت آیة اللّه العظمی نجفی مرعشی، قم، ۱۳۵۴ـ۱۳۷۴ش.
  • حسینی خوانساری، احمد، کشف الاستار عن وجه الکتب والاسفار، به کوشش مؤسسه آل البیت علیهم السلام لإحیاء التراث، ج۵، قم، مؤسسة آل البیت علیهم السلام لإحیاء التراث، ۱۴۱۸ق.
  • داوری، رضا، «پیدایش و بسط علم کلام»، در مجله فلسفه در ایران: مجموعه مقالات فلسفی، تهران، حکمت، ۱۳۵۸ش.
  • شعرانی، ابوالحسن، کشف المراد: شرح فارسی تجرید الاعتقاد، تهران، کتابفروشی اسلامیه، ۱۳۷۲ش.
  • صدرالدین شیرازی، محمد بن ابراهیم، شرح اصول الکافی، تهران، چاپ سنگی، ۱۳۹۱ق.
  • صدرایی خویی، علی، کتابشناسی تجرید الاعتقاد، به کوشش سید محمود مرعشی نجفی، قم، کتابخانه بزرگ حضرت آیت الله العظمی مرعشی نجفی، ۱۳۸۲ش/۱۴۲۴ق/۲۰۰۳م.
  • علامه حلی، حسن بن یوسف، کشف المراد فی شرح تجرید الاعتقاد، قم، چاپ حسن حسن‌زاده آملی، ۱۴۰۷ق.
  • فاضل، محمود، فهرست نسخه‌های خطی کتابخانه دانشکده الهیات و معارف اسلامی مشهد، تهران، ۱۳۵۵-۱۳۶۱ش.
  • فکرت، محمد آصف، فهرست الفبائی کتب خطی کتابخانه مرکزی آستان قدس رضوی، مشهد، ۱۳۶۹ش.
  • قوشچی، علی بن محمد، شرح تجرید العقائد، تهران، چاپ سنگی، ۱۲۸۵.
  • کنتوری، اعجاز حسین بن محمدقلی، کشف الحجب و الاستار عن اسماء الکتب و الاسفار، قم، ۱۴۰۹ق.
  • مدرس رضوی، محمدتقی، «شرح حال مؤلف کتاب»، در تنسوخ‌نامه ایلخانی، تهران، اطلاعات، ۱۳۶۳ش.
  • مدرس رضوی، محمدتقی، احوال و آثار خواجه نصیرالدین طوسی، تهران، ۱۳۵۴ش.
  • مطهری، مرتضی، آشنائی با علوم اسلامی، ج۲، تهران، ۱۳۶۹ش.
  • منزوی، علینقی و محمدتقی دانش‌پژوه، فهرست کتابخانه مدرسه عالی سپهسالار، ج۳، تهران، ۱۳۴۰ش.
  • منزوی، علینقی و محمدتقی دانش‌پژوه، فهرست کتابخانه مدرسه عالی سپهسالار، ج۴، تهران، ۱۳۴۶ش.
  • نسخه‌های خطی: نشریه کتابخانه مرکزی دانشگاه تهران، ج۵، زیرنظر محمدتقی دانش پژوه، تهران، ۱۳۴۶ش.
  • نصیرالدین طوسی، محمد بن محمد، تجرید الاعتقاد، ضمن کشف المراد فی شرح تجرید الاعتقاد: تألیف علامه حلّی، قم، چاپ حسن حسن زاده آملی، ۱۴۰۷ق.
  • نصیرالدین طوسی، محمد بن محمد، تلخیص المحصّل، تهران،چاپ عبداللّه نورانی، تهران ۱۳۵۹ش.
  • نصیرالدین طوسی، محمد بن محمد، تجريد الاعتقاد، تحقیق محمد جواد حسینی جلالی، تهران، مکتب اعلام اسلامی، چاپ اول، ۱۴۰۷ق.
  • ون دایک، ادوارد، کتاب اکتفاء القنوع بماهو مطبوع، مصر، چاپ محمدعلی ببلاوی، ۱۳۱۳ق/۱۸۹۶م (قم، چاپ افست، ۱۴۰۹ق).