خواجه نصیر الدین طوسي

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

خواجه نصیر الدین طوسي

خواجه نصیرالدین طوسي (۵۹۷-۶۷۲ق) د اوومې پیړۍ شیعه حکیم او متکلم دی. خواجه نصیر د فلسفې راژوندی کوونکی او په شیعه کلام کښې د فلسفي رودې مبتکر بلل شوی دی. د علامه حلّي، ابن میثم بحراني او قطب الدین شیرازي په شان ځیني شیعه عالمان د دوي له شاګردانو وو.

نصیر الدین طوسي د اخلاقو، منطق، فلسفې، کلام، ریاضیاتو او نجوم په شان علمونو کښې ډیر کتابونه او رسالې لیکلي دي. اخلاق ناصري، اوصاف الاشراف، اساس الاقتباس، شرح الاشارات، تجرید الاعتقاد، جامع الحساب او د زیج ایلخاني (کتاب) مشهور کتاب او د نجوم په علم کښې تذکرة في علم الهیئة د هغه له مهمو او مشهورو آثارو دي. هغه هم داشان مراغه ترویتون او ترڅنګ یې په څه باندې ۴۰ زره ټوکه کتابونو سره د مراغه کتابتون جوړ کړ.

ویل شوي دي چې خواجه نصیر د خپلې زمانې له ځینو واکمنانو سره ملګرتیا ته مجبور و خو وتوانیده چې په دغو ملګرتیاو کښې ځینې آثار او تالیفات ولري، د مثال په توګه له هلاکو سره په ملګرتیا کښې یې هڅه وکړه چې د اسلامي میراث ساتنه وکړي چې د نابودۍ له خطر سره مخامخ و او د هغه د اقداماتو په برکت، څه موده پس مغولانو اسلام قبول کړ. هم داشان د مغولانو په لاس د بغداد د فتحې په دوران کښې د هغه شتون، د خلکو د وژلې او لوټنې د کمیدو  او له مرګه د ډیرو عالمانو د ژغورل کیدو یو لامل بلل شوی دی.

خواخه نصیر په بغداد کښې وفات شو او د خپل وصیت له مخې، په کاظمین حرم کښې خاورو ته وسپارل شو. د خواجه نصیر د زوکړې کلیزه یعنې د کب د میاشتې پنځمه نیټه د مهندس یا انجنیر د ورځې په توګه ثبت شوې ده.

ژوند

په خواجه نصیر الدین طوسي مشهور محمد بن محمد بن حسن د ۵۹۷ قمري کال د جمادي الاول په ۱۱ نیټه په طوس کښې وزیږیده.[۱] هغه په ماشومتوب کښې قرآن کریم، صرف، نحو و آداب زده کړل. بیا یې د خپل پلار په لارښوونه، د ریاضیاتو سریزې له کمال الدین محمد[یادداشت ۱] نه زده کړې. هم داشان یې فقه او حدیث له خپل  نیکه څخه چې په خپله د هغې زمانې فقیهان او محدثان وو، زده کړل.[۲] بل استاد یې خپل ماما نورالدین علی بن محمد شیعي و چې منطق او حکمت یې ورزده کړي دي.[۳]

طوسي د خپل پلار له مړینې وروسته له طوس نه نیشابور ته لاړ چې په هغه زمانه کښې د علماؤ او د پوهې د څیړاندو مرکز و.[۴] خواجه نصیرالدین طوسي په فلسفه کښې د ابوعلي سینا لیکلی اشارات کتاب له خپل زوم فریدالدین[یادداشت ۲][خواجه_نصیرالدین_طوسی[ -6 [یادداشت 2] څخه او په طب کښې د هغه کتابِ قانون یې له قطب الدین مصري څخه زده کړ.[۵] او د سراج الدین قمري، ابوالسعادات اصفهاني او داسې نورو د درس په ټولګیو کښې یې ګډون وکړ.[۶] هم داشان یې په دغه ښار کښې له فرید الدین عطار سره ملاقات وکړ[۷] هغه هم داشان د کمال الدین بن یونس موصلي شاګردي هم وکړه چې په ډیرو علمونو په تیره بیا د ریاضۍ په علم کښې مشهور و. له سالم بن بدران مازني مصري څخه یې هم چې یو ستر امامیه فقیه و، د ابن زهره د لیکلي الغنیة کتاب یوه برخه زده کړه.[۸]

د اسماعیلیانو په قلاګانو کښې شتون

خواجه نصیرالدین طوسي په ایران باندې د مغولو له حملې او په تیره بیا په خراسان سیمه کښې د ناقراریو له رامینځته کیدو وروسته، څه موده په مختلفو ښارونو کښې سرګردانه و تر دې چې د په خراسان د اسماعیلیانو د قلاګانو د واکمن ناصر الدین په بلنه قهستان ته لاړ[۹] او هلته یې د ناصر الدین په غوښتنه، د ابوعلي مسکویه لیکلی تهذیب الاخلاق و تطهیر الاعراق  کتاب په فارسۍ وژباړه، څه مطالب یې په کښې ورزیات کړل او هغه یې د ناصر الدین په نامه، اخلاق ناصري ونوموه. د دغه کتاب د لیکلو تاریخ، له ۶۳۰ تا ۶۳۲قمری و.[۱۰] هغه هم داشان هلته د ناصرالدین د زوي معین الدین په نامه، په علمِ هیئت کښې، الرسالة المعینیة نومې کتاب ولیکه[۱۱] د اسماعیلیانو قلاګانې د مغولو د حملو په وړاندې یوازنی مقاوم ځواک ګڼل شوی دی. په هغه حالت کښې چې د خراسان او نیشابور ښارونه په بشپړه توګه د مغولو لاس ته لویدیلي وو، دغو قلاګانو ډیر کلونه مقاومت وکړ او مغولو ته تسلیم نه شوې.[۱۲]

د اسماعیلیانو مشر علاءالدین محمد پس له دې چې د ناصر الدین په نزد یې د خواجه نصیر طوسي په شتون خبر شو، خواجه نصیر یې ځان ته وباله او هغه له ناصر الدین سره یوځاې، میمون دز قلا ته لاړ او د اسماعیلیانو مشر یې ځانګړی هرکلی وکړ. خواجه نصیرالدین طوسي  تر هغه وخته چې د علاء الدین محمد زوی رکن الدین د مغولو په دویم برید کښې هغوي ته تسلیم شو، په الموت قلا کښې له هغه سره پاتې شو.[۱۳]

د خواجه نصیر الدین طوسي یادګاري ټکټ

ځیني مورخان په دې باور دي چې د خواجه نصیر شتون او د اسماعیلیانو په قلا کښې یې پاتې کیدل، په خپل اختیار نه وو بلکې هغه یې دغه کار ته مجبور کړی و،[۱۴] سره له دې، آق سرائي په مسامرة الاخبار کښې په دې باور دی چې خواجه طوسي د اسماعیلیانو په نزد مطلق وزارت درلود او داسې مقام ته ورسید چې ورته د خواجه کائنات لقب ورکړی شوی و.[۱۵] کوم کسان چې باور لري چې خواجه نصیر طوسي د اسماعیلیانو په نزد پاتې کیدو ته مجبور شوی او د هغوي په قلاګانو کښې زنداني و، د اشارات د شرحې په پاې کښې د هغه په ګیله مندو جملو استناد کوي چې خپل ژوند و د زمانې حالت یې ژړلی دی.[۱۶]

خواجه او مغول هلاکوخان

خواجه نصیر د هلاکو په قومندانۍ کې د مغولو له دویمې حملې او د اسماعیلیانو د قلاګانو له تسلیمیدو وروسته، د هلاکو دربار ته ورسید.[۱۷] د سید محسن امین په وینا، خواجه طوسي بې له دې چې د انتخاب قدرت ولري، له هلاکو سره ملګری شو او په داسې حال کښې چې د یرغلګر ځواک په وړاندې نه د خلکو له خوا د مقاومت امکان و او نه د حکومت له اړخه، هڅه یې وکړه چې له خطر سره د مخامخ اسلامي میراث ساتنه وکړي او د هغه د اقداماتو برکت و چې پای کې څه موده پس مغولان مسلمانان شي.[۱۸] خواجه طوسي په ۶۵۵ قمري کال کښې په بغداد باندې د هلاکو په حمله کښې له هغه سره و.[۱۹]

د مراغه ترویتون (رصدخانه) او کتابتون جوړول

خواجه نصیر الدین طوسي د هلاکو په لاس د بغداد له فتح کیدو وروسته، هلاکو ته د یو ترویتون د جوړولو وړاندیز وکړ، په دې توجیه سره چې هغې پوهې ته په پام سره چې د ستورو او نجوم په هکله یې لري، کوی شي د ستورود څارلو په مرستې سره، باچا له راتلونکو پیښو، د هغه د عمر له مودې او راتلونکي نسل څخه خبر کاندي.[۲۰] دغه وړاندیز د هلاکو خوښ شو او له ۶۵۷ قمري کال څخه یې د رصدخانې جوړول پیل کړل.[۲۱] د سید محمد امین په وینا، خواجه نصیر د مراغه ترویتون، د هغې زمانې د ډیرو پوهانو د راغونډولو ځاې وګرځوه او داشان یې هغوي له وژل کیدو وژغورل او هم یې د ډیرو کتابونو د راغونډولو او د هغوي د خوندي کولو په لړ کښې زیات زیار ویسته.[۲۲] د ترویتون د جوړیدو کار د خواجه د ژوند تر پاې پورې اوږد شو او له دغې رصدخانې ترلاسه شوی زیج، ایلخاني زیج ونومول شو.[۲۳][یادداشت ۳]

خواجه نصیر هم داشان د مراغه په ترویتون کښې یو ستر کتابتون جوړ کړ او د هلاکو په حکم، هغه ډیر نفیس او ګټه ور کتابونه چې له بغداد، دمشق، موصل او خراسانه لوټل شوي وو، هلته منتقل کړی شول. خپله خواجه به هم د خواوشا سیمو ته ماموران استول چې هر چرته علمي کتابونه بیامومي، ویې پیري او ده ته یې ولیږي او خپله به یې هم چې هر چرته یو ګټه ور او نفیس کتاب لیده، هغه به یې اخیسته.[۲۴] د ځینو مورخانو په باور، د مراغه په کتابتون کښې کابو ۴ لاکه کتابونه راغونډ کړی شوي وو.[۲۵] د مراغه ترویتون په کتابتون کښې د چیني، مغولي، سنسکریت، آشوري او عربي ژبې ډیر کتابونه په فارسۍ ژبه ترجمه شول او د علم د طالبانو او د ترویتون د پوهانو په واک کښې ورکړی شول. دغه ترویتون په حقیقت کښې یو داسې علمي مرکز و چې په کښې، د زمانې د مختلفو علمونو لکه ریاضیات، نجوم او طبیعي علومو په هکله تحقیق او تدریس کیده.[۲۶]

د بغداد په فتح کښې شتون

اهل سنت عالم ابن تیمیه (۶۶۱ق-۷۲۸ق) مدعي شوی چې د بغداد خلیفه د خواجه نصیر الدین طوسي په امر قتل کړی شوی دی [۲۷] خو ځینو له هغه نه د مخکښې سرچینو په څیړنې او په هغو کښې د داسې کوم مطلب په نه لیدل کیدو باندې په استناد سره، دغه خبره ناسمه او په خواجه باندې تهمت بللی دی او احتمال یې ورکړی چې له ابن تیمیه وروسته سرچینو، د هغه په پيروۍ سره دا ډول مطلب راوړی دی.[۲۸] ځینې محققان باوري دي چې د مغولو په لاس د بغداد د فتحې په بهیر کښې د نصیر الدین طوسي شتون، د خلکو د وژلو او لوټلو د کمیدو یو لامل و او د هغه په ملاتړ سره، ډیر عالمان له مرګه خوندي پاتې شوي دي.[۲۹]

وفات

خواجه نصیر د ۶۷۲قمري کال د ذي الحجې په ۱۸ نیټه په داسې حال کښې وفات شو چې د پوهانو او د اوقاف د چارو د سرسڼه کولو په موخه په بغداد کښې تیره و. هغه د خپل وصیت له خې، د کاظمین په حرم کښې دفن شو.[۳۰] هغه همد اشان وصیت کړی و چې په قبر یې علمي ځانګړنو ته اشاره ونه شي او د قبر په کاڼي یې یوازې د «و کَلبُهُم باسِطٌ ذِراعَیهِ بِالوَصید»[۱] عبارت ولیکل شي.[۳۲]

مذهب

په دې اړه ډیر شواهد موجود دي چې خواجه نصیر الدین طوسي دولس امامي شیعه و، له هغو نه دا چې هغه په خپلو ډیرو کلامي کتابونو لکه تجرید الاعتقاد کښې دولس امامانو او د هغوي د عصمت واجبوالي ته اشاره کړې ده.[۳۳] هم داشان یې په دې اړه ځانګړې رسالې لیکلې دي چې ورڅخه د «الفرقة الناجیة» او «رسالة في حصر الحق بمقالة الامامیة» او هم «الاثنی عشریة» او «رسالة في الإمامة» نومونه اخیستی شو.[۳۴] په عین حال کښې د خواجه نصیر د آثارو په نوملړ کښې په هغه پورې منسوب داسې کتابونه او رسالي موجودې دي چې د اسماعیلیانو د تعلیماتو مطابق دي.[۳۵]

زیاتره دولس امامي علماو په خواجه پورې د دغو آثارو د انتساب اصل رد کړی دی خو ځینې لویدیځ اسلام پیژاندي او څیړاندي، له اسماعیلیانو سره د اوسیدو په وختو کښې په خواجه کښې په یو ډول مذهبي بدلون باوري دي.[۳۶] د دغو آثارو په بنیاد ځیني په دې باور دي چې هغه د اسماعیلیانو قلاګانو ته له پناه وړلو وروسته په لنډمهاله توګه د هغوي مذهب خپل کړی او بیا دوباره دولس امامي مذهب ته ستون شوی دی.[۳۷]

ځیني لیکوالان هم په دې باور دي چې طوسي د یو دولس امامي شیعه په توګه تقیه خپله کړې وه او د خپل ژوند د ساتنې لپاره په اسماعیلي قلاګانو کښې د کتابونو او رسالو په لیکلو بوخت شوی و.[۳۸] عبدالله نعمة دا خبره چې طوسي د اسماعیلیانو د قلاګانو له ړنګیدو سره سم، خپله دولس امامي شیعه توب اعلان کړی دی، دغه نظر تایید کړی دی.[۳۹]

علمي مقام

«دا شیخ (خواجه نصیر) په عقلي علومو کښې د خپلې زمانې ترټولو غوره کس و... او ترټولو بااخلاقه کس و چې ما لیدلی و.»[۴۰]

خواجه نصیر طوسي په علم کښې د ابن سینا همرتبه بلل شوی دی، په دې توپیر سره چې ابن سینا په طب کښې تکړه و او خواجه نصیر په ریاضیاتو کښې[سرچینې ته اړتیا لري] ځیني باوري دي چې د اشارات د شرحې په کتاب کښې د فخر رازي د نیوکو په وړاندې له ابن سینا د خواجه نصیر الدین طوسي دفاع په هغې زمانې کښې د فلسفې د راژوندي کیدو سبب شوې ده.[۴۱] هم داشان خواجه نصیر په شیعه کلام کښې د فلسفي رودې نوښتګر بلل شوی دی.[۴۲] د مرتضی مطهري په باور، له خواجه نصیر وروسته ټول کلامي آثار له تجرید الاعتقاد کتابه اغیزمن شوي دي.[۴۳] د ځینو اوسمهاله تحقیقاتو په بنیاد، خواجه نصیر طوسي له یوې خوا له ځانه د مخکښې فلاسفرانو او پوهانو شارح او بشپړوونکی و او له بلې خوا له ځان وروسته د پوهانو سرمشق ګرځیدلی دی.[۴۴]

ډیرو مسلمان پوهانو او هم داشان لویدیځو اسلام پیژاندو د هغه ستاینه کړې ده.[۴۵] هغه مختلف تعبیرونه چې د خواجه طوسي په هکله شوي دي، د هغه د علمي مقام ښودنه کوی چې ځینې یې په دا ډول دي: سلطان المحققین[۴۶] فخر الحکما و مؤیّد الفضلا، نصیر الملّة و الدّین[۴۷]محقق مدقق طوسي و حکیم عظیم قدوسي[۴۸] افضل المتأخرین و اکمل المتقدمین.[۴۹]

د کب د میاشتې ۵ نیته چې د خواجه نصیر د زوکړې کلیزه ده، د دغه ستر پوهاند په یاد کښې دا ورځ د مهندس او انجنیئر د ورځې په توګه ثبت شوې ده او هر کال په دغه ورځ مختلفې غونډې او دستورې ترسره کیږي.[۵۰]

خواجه نصیر طوسي ته هم ځينې شعرونه منسوب شوي دي، منجمله د نامه دانشوران کتاب کې هم دغه شعر ورته منسوب شوى دى.



چون در سفریم ای پسر هیچ مگوی احوال حضر در این سفر هیچ مگوی‌‌
ما هیچ و جهان هیچ و غم و شادی هیچ می‌‌دان که نِه‌‌ای هیچ دگر هیچ مگوی‌‌[۲]


شاګردان

د خواجه نصیر طوسي ځیني ستر شاګردان په لاندې ډول دي:

  1. علامه حلي په ۷۲۶قمري کال کښې وفات شوی ستر شیعه فقیه او متکلم ، خپل حکمت له خواجه طوسي څخه زده کړ[۵۱] او د کشف المراد په عنوان سره یې د خواجه نصیر د تجرید الاعتقاد کتاب شرحه ولیکله. دغه کتاب د تجرید یوه ډیره مشهوره شرحه ده.[۵۲]
  2. ابن میثم بحراني (د نهج البلاغه د شرحې)  مصباح السالکین کتاب لیکوال، حکیم، ریاضي پوه، متکلم او فقیه چې په حکمت کښې د خواجه نصیر شاګرد او په فقه کښې یې استاد و.[۵۳]
  3. قطب الدین شیرازي (وفات ۷۱۰ق)، کله چې خواجه له هلاکو سره یوځاې قزوین ته لاړ، له خواجه سره ملګری شو، له هغه سره مراغه ته لاړ او په علمِ هیئت، ریاضۍ، فلسفې او طب کښې د خواجه نصیر شاګرد شو. خواجه به هغه ته قطب فلک الوجود ویل.[۵۴]
  4. سید رکن الدین (حسن بن محمد بن شرفشاه علوي) د خواجه له شاګردانو و او د هغه د ځینو آثارو تشریح یې کړې ده.[۵۵]
  5. کمال الدین عبدالرزاق شیباني بغدادي په ابن الفُوَطي مشهور (۶۴۲–۷۲۳ ق) د اوومې پیړۍ یو مشهور تاریخ لیکونکی دی او «معجم الآداب»او «الحوادث الجامعه» کتابونه یې لیکلې دي. هغه د مراغه ترویتون د کتابتون او د ژوند په وروستیو کښې یې د مستنصریه کتابتون مسئولیت په غاړه درلود.[۵۶]
  6. عماد الدین حربوي په ابن الخوّام مشهور (۶۴۳–۷۲۸ ق) په حساب او طب کښې د خپلې زمانې مخکښ و او «فوائد بهائیه في قواعد حسابیه» او «مقدمه‌اي در طب» نومې کتابونه ورڅخه پاتې دي.[۵۷]

آثار

اصلي مقاله: د خواجه نصیر الدین طوسي د آثارو نوملړ

د خواجه نصیر الدین طوسي(وفات ۶۷۲قمري)  د کتابونو او رسالو ټولګه څه باندې ۱۸۴ عنوانه بلل شوې ده.[۵۸] خواجه نصیر د ریاضیاتو او هیئت، عقایدو، فلسفې، عرفان، منطق، فقهې، طب، نااشنا علومو او د قرآن د تفسیر په شان مختلفو برخو کښې یوشمیر کتابونه لیکلې دي او زیاتره آثار یې په عربۍ ژبه دي. خواجه نصیر د شرح اشارات په سریزه کښې، د کتاب د لیکلو په وخت د خپل پریمانه رنځ او ورځ تر بلې زیاتیدونکي غم په هکله لیکلي دي.[۵۹]

د هغه ځینې آثار:

  • تجرید الاعتقاد: دا کتاب د تالیف له وخت نه تراوسه پورې له هغو کتابونو دی چې د کلام په برخه کښې د شیعه و په علمیه حوزو کښې تدریس کیږي.[۶۰] خواجه نصیر په دغه کتاب کښې کلام له فلسفې سره اخښلی دی او کلامي مسائل یې په فلسفي روده حل کړي دي.[۶۱]
  • اساس الاقتباس: دا کتاب د منطق په موضوع او په فارسۍ ژبه دی.[۶۲] ځینو دغه کتاب د بوعلي سینا د شفا کتاب د منطق له برخې وروسته، په دې موضوع لیکل شوی ترټولو مهم کتاب بللی دی.[۶۳]
  • شرح الاشارات و التنبیهاتِ ابوعلي سینا: دا کتاب د حکمت مَشّاء له درسي متنونو څخه دی.[۶۴]
  • اخلاق ناصري: د ابن مسکویه د طهارة الاعراق کتاب ژباړه او په کښې شوې اضافات دي.[۶۵]

فوټ نوټ

  1. ترجمه: او د دوی سپي خپل دواړه لاسونه [د غار] په تخته کې وغزول. (سوره کهف، آیه ۱۸).
  2. مطهری، یادداشتها، ج۱۵، ص۲۰۵.https://lms.motahari.ir/book-page/151/یادداشت‏ها،%20ج15?page=204

سرچينې

بهرنۍ لینکونه