عقل
عقل، د انسان له ادارکي قواوو او په شیعه فقه کې د شرعي احکامو د استنباط له څلورګونو سرچینو څخه یوه سرچینه ده. عقل په اسلامي تعلیماتو کې ځانګړی اهمیت لري او هغه د پېغمبرانو په شان پر انسانانو حجت ګڼل شوی دی.
معرفت پیژندونکي، عقل د کلي مفاهیم د ادراک ځواک ګڼي او د دې لپاره د دوو کارونو شهودي (د بدیهیاتو درک) او استدلالي (د نظري معرفتونو کشف) قایل دي. عقل یې په دوو ډولونو نظري او عملي ویشلی؛ نظري عقل په واقعیتونو پوهیږي او عملي عقل د سپارښتنې او امر کولو کړچار لري.
عقل د قرآن، سنت او اجماع تر څنګ په شیعه مذهب کې د شرعي احکامو د استنباط له څلورګونو سرچینو څخه دی. شیعه عالمان ځینې فقهي او اصولي قواعد د عقل له لارې ثابتوي.
د پېژندلو سرچینه
معرفت پیژندونکي، عقل د احساس په شان د پېژندلو وسیله ګڼي او باوري دي چې انسان د هغه په وسیله په کلي مفاهیمو پوهیږي؛ د احساس په خلاف چې ورسره په جزیي امورو پوهیږو.[۱] په معرفت پېژندنه کې د عقل لپاره دوه ډول کړچاره بیانیږي؛ شهودي کړچار چې انسان یې په وسیله لومړي معلومات درک کوي او استدلالي کړچار چې له انسان سره مرسته کوي له خپلو لومړیو معلوماتو، تازه معلوماتو ته لاسرسی حاصل کړي. د عقل له لومړي کړچاره په بدیهیاتو پوهیږو او له دوهم کړچاره یې نظري علوم او معارف لاسته راځي.[۲]
نظري عقل او عملي عقل
عقل یې په دوو ډولونو نظري عقل او عملي عقل ویشلی دی. د نظري عقل کار د واقعیتونو درک کول او د عملي عقل کار د حکم ورکول ګڼل کیږي. ځینې باوري دي چې انسان دوه ډوله جدا عقلونه نه لري بلکې یوه قوه لري چې د هغه د ادراک او پوهې وسیله ده. د دغه نظر مطابق، د نظري او عملي عقل فرق هغو شیانو ته ګرځي چې ادراک کیږي.[۳] د محمد باقر صدر له نظره، نظري عقل، د کلي چارو ادراک دی لکه پېژندل او پوهیدېل (مما ینبغي ان یُعلَم= هغه څه چې د پوهېدلو وړ دي) او د عمل له مقام او کارکولو سره اړه نه لري؛ لکه یو ډول د منطق، ریاضۍ، فلسفې او کلام قواعد چې د پوهېدو او باور کولو له جنسه دي. لکه «یو د دوو نیم دی» یا « دور او تسلسل باطل دی.»[۴]
په اسلام کې د عقل مقام
د مرتضی مطهري په وینا، هیڅ یو دین د اسلام په اندازه عقل ته ارزښت نه دی ورکړی او ورته د اعتبار او اهمیت نه دی قایل شوی.[۵] په یو روایت کې د اسلام له پېغمبر(ص) څخه په نقل سره راغلي چې ټولې ښېګړې د عقل په وسیله درک کیږي او څوک چې عقل نه لري، دین هم نه لري.[۶] امام کاظم(ع) هم عقل د پېغمبرانو او امامانو په څنګ کې چې د خدای ظاهري حجتونه دي، پر بندګانو باطني حجت ګڼلی دی.[۷]
په شیعه مذهب کې د عقایدو پر اصولو سربېره چې د عقل له لارې اثباتیږي،[۸] ځینې فقهي او اصولي قواعد او فقهي احکام هم په عقل سره ثابتیږي.[۹] لوی شیعه فیلسوف او الهي پېژاند جوادي آملي د اصول کافي په سریزه کې د کلیني د برکتناکې خطبې اخري کرښې ته په اشارې سره چې لیکي:«إِذْ كَانَ الْعَقْلُ هُوَ الْقُطْبَ الَّذِي عَلَيْهِ الْمَدَارُ وَ بِهِ يُحْتَجُّ وَ لَهُ الثَّوَابُ وَ عَليْهِ الْعِقَابُ»؛ استفاده کړې چې د اسلام فرهنګي قطب او د اسلام د عقل ګروهنې، علم پوهنې او دانشمندۍ قطب عقل دی. هغه همداراز ویلي چې دا خطبه میرداماد په الرواشح السماویه کتاب کې تشریح کړې او پر کافي د ملا صدرا د شرحې راز همدا د کلیني خطبه ده.[۱۰]
په شیعه فقه کې د عقل مقام
اصلي مقاله : عقلي دلیل
د څوارلسمې قمري پېړۍ د فقیه محمد رضا مظفر په وینا، عقل د قرآن، سنت او اجماع تر څنګ د شرعي احکامو د استنباط له څلورګونو سرچینو څخه ګڼل کیږي.[۱۱] شیعه فقیهان په اجتهاد کې، له عقله ډېره استفاده کوي. د دې د استفادې ځینې موردونه، د اصولو په علم کې برابر شوي دي. د فقهي استنباط په پروسې کې د عقل ځینې کارندوالي دا دي:
- د کتاب او سنت تر څنګ د شرعي حکم سرچینه: عقل کله کله په خپلواکه توګه ځینې شرعي احکام زمونږ په واک کې راکوي؛ لکه هغه احکام چې د عقلي حسن او قبح له لارې لاسته راځي.[یادداشت۱] او کله هم د یو شرعي حکم په څنګ کې په راتللو سره یو بل شرعي حکم اثباتوي؛ لکه هغه څه چې د یو شرعي حکم او عقلي حکم تر مینځ د ملازمې په اثبات سره یو نوي شرعي حکم ته رسیږو.
- د دیني متونو د اعتبار اثبات: د روایتونو او پرې د عمل کولږ د اعتبار یو شرط، دا دی چې د عقل له قطعي حکم سره مخالفت ونه لري.د مثال په توګه له دې امله چې د پېغمبر(ص) عصمت په قطعي عقلي دلیل سره ثابت شوی دی، هغه روایتونه چې د هغه د عصمت په نفي دلالت کوي، اعتبار نه لري.
- له کتاب او سنته د شرعي حکم له استنباط سره مرسته: ځینې فقهي قواعد چې له هغو په استفادې سره له کتاب او سنته شرعي احکام استنباط کیږي، د عقل په مرسته کشف کیږي.[۱۲]
د لا ډېرې مطالعې لپاره
- علیدوست، ابوالقاسم، فقه و عقل، سازمان انتشارات پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، ۱۳۹۱ل.
- سبحانی تبریزی، جعفر، حسن و قبح عقلی یا پایههای اخلاق جاودان، پژوهشگاه علوم انسانی و مطالعات فرهنگی، ۱۳۷۷ل.
فوټ نوټ
- ↑ حسینزاده، مبانی معرفت دینی، ۱۳۹۳ش، مخ۳۸.
- ↑ ملکیان، راهی به رهایی، ۱۳۸۱ش، مخ۲۵۳.
- ↑ صادقی، عقلانیت ایمان، ۱۳۸۶ش، مخ۴۳.
- ↑ صدر، محمدباقر، دروس في علم الأصول،۱۴۰۶ق، ټوک۲، مخ۲۵۶.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۳ش، ټوک۲۳، مخ۱۸۴ و ۱۸۵.
- ↑ ابن شعبه حرانی، تحف العقول، ۱۴۰۴ق، مخ۵۴.
- ↑ کلینی، کافی، ۱۴۰۷ق، ټوک۱، مخ۱۶، ح۱۲.
- ↑ ربانی گلپایگانی، درآمدی به شیعهشناسی، ۱۳۹۲ش، مخ۱۳۹.
- ↑ ربانی گلپایگانی، درآمدی به شیعهشناسی، ۱۳۹۲ش، مخ۱۴۴، ۱۴۵.
- ↑ https://javadi.esra.ir/fa/w/پیام-آیت-الله-العظمی-جوادی-آملی-به-مناسبت-روز-بزرگداشت ملاصدرا
- ↑ مظفر، اصول الفقه، ۱۴۳۰ق، ټوک۱، مخ۵۱.
- ↑ ضیائیفر، «جایگاه عقل در اجتهاد»، مخونه۲۳۰-۲۳۴.
سرچينې
- ابنشعبه حراني، حسن بن علي، تحف العقول، څېړنه او سمونه: علياکبر غفاري، قم، جامعه مدرسین، دویم چاپ، ۱۴۰۴ق / ۱۳۶۳ل.
- استرآبادي، محمدامین، الفوائد المدنیة، قم، د مدرسینو ټولنې پورې اړونده د اسلامي نشراتو مؤسسه، دویم چاپ، ۱۴۲۶ق.
- جوادي آملي، عبدالله، د تسنیم تفسیر (تفسیر تسنیم)، قم، د اسراء د خپرونو نړیوال مرکز، بېنېټې.
- حکیم، سید محسن، مستمسک العروة، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، څلورم چاپ، ۱۳۹۱ق.
- خویي، سید ابوالقاسم، الاجتهاد و التقلید، نوظهور خپرندویه ټولنه، ۱۴۱۱ق.
- رباني ګلپایګاني، علي، شیعهپېژندنې ته یوه سریزه (درآمدی به شیعهشناسی)، قم، د المصطفی د ژباړې او خپرولو نړیوال مرکز، څلورم چاپ، ۱۳۹۲ل.
- سیدمرتضي، علي بن حسین، الذریعة الی اصول الشریعة، تهران، د تهران پوهنتون، لومړی چاپ، ۱۳۷۶ل.
- شیخ طوسي، محمد بن حسن، العدة في الاصول، قم، تیزهوش خپرندویه ټولنه، لومړی چاپ، ۱۴۱۷ق.
- شیخ مفید، محمد بن محمد، مختصر التذکرة باصول الفقه، قم، د شیخ مفید د زریزې نړیوال کنفرانس (المؤتمر العالمي لألفیة الشیخ المفید)، ۱۴۱۳ق.
- صادقي، هادي، د ایمان عقلانیت (عقلانیت ایمان)، قم، کتاب طه، لومړی چاپ، ۱۳۸۶ل.
- صدر، محمدباقر، دروس في علم الأصول، بیروت، دار الکتب اللبناني، دویم چاپ، ۱۴۰۶ق.
- ضیایيفر، سعید، «په اجتهاد کې د عقل ځایګی»، نقد و نظر (مجله)، ۳۱مه او ۳۲مه ګڼه، ۱۳۸۲ل.
- طبرسي، حسن بن فضل، مکارم الاخلاق، خپرندوی: مؤسسة الأعلمي للمطبوعات، بیروت، بېنېټې.
- کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تهران، دار الکتب الإسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
- مطهري، مرتضی، د آثارو ټولګه (مجموعه آثار)، تهران، صدرا خپرندویه ټولنه، لومړی چاپ، ۱۳۸۳ل.
- ګرجي، ابوالقاسم، د فقهې او فقهاوو تاریخ، تهران، سمت خپرندویه ټولنه، درېیم چاپ، ۱۳۷۹ل.
- مظفر، محمدرضا، اصول الفقه، قم، اسلامي خپرندویه ټولنه، پنځم چاپ، ۱۴۳۰ق.
- ملکیان، مصطفی، خلاصون ته یوه لاره (راهی به رهایی)، تهران، نگاه معاصر، دویم چاپ، ۱۳۸۱ل.
- میرزای قمي، ابوالقاسم، قوانین الاصول، تهران، المکتبة العلمیة الاسلامیة، دویم چاپ، ۱۳۷۸ق.
- ولایي، عیسی، د اصولو د اصطلاحاتو تشریحي قاموس، تهران، نشر نی، شپږم چاپ، ۱۳۸۷ل.
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||