Jump to content

الحاشیة علی تهذیب المنطق (کتاب)

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

الحاشیة علی تهذیب المنطق
نور نومونهحاشیه ملاعبدالله
لیکوالملا عبدالله بهابادي
د لیکنه نیټه۹۶۷ق
موضوعاستدلالی منطق
ژبهعربي
د ټوکو شمیر۱
نورو ژبو ته ژباړهفارسي
خپرونکیمؤسسة النشر الاسلامي
د خپرولو ځایقم
د خپرولو نیټه۱۴۰۵ق/۱۳۶۳ل
د کتاب نومد تهذیب المنطق لمن لیک ژباړه
د خپرونکی ځانګړتیاوېانتشارات صبا، ۱۳۹۴ل
برقی نسخهhttp://shiabooks.net/library.php?id=10669


اَلحاشیه علی تَهذیبِ المَنطِق په حاشیه ملا عبدالله مشهور، اَلحاشیه علی تَهذیبِ المَنطِق د منطق په علم کې یو کتاب چې عبدالله یزدي بهابادي (وفات:۹۸۱ق) لیکلی دی. د کتاب د عبارتونو کره والی او د مطالبو بشپړوالی او د لنډون خیال ساتل، د دغه کتاب له لویو ځانګړنو څخه دي. د منطق په علم او د لیکنې په هنر د لیکوال برلاسی د دغه کتاب د کامیابۍ له عواملو ګڼل شوې دي. د ملا عبدالله حاشیه په مختلفو هیوادونو لکه ایران، عراق او هندوستان کې د علمیه حوزو (دیني مدرسو) په درسي کتابونو کې شامله پاتې شوې، په دې کتاب مختلف لمن لیکونه او سپړنې لیکلي شوي او په مختلفو ښارونو لکه قم، قاهرې او کراچۍ کې چاپ شوې دي. د دغه کتاب په فارسۍ ژبه یوه ژباړه لیکل شوې ده.

تعریف او مقام

الحاشیه علی تهذیب المنطق، کتاب د اهل سنت عالم سعدالدین تفتازاني په کتاب تهذیب المنطق شرحه ګڼل کیږي.[۱] دا کتاب د استدلالي منطق د علم په زمینه کې لیکل شوی دی.[۲] ویل کیږي چې الحاشیه کتاب په عین حال کې چې کم حجم لري پریمانه معلومات خپل مخاطب ته ورکوي.[۳] ویل کیږي چې د اصل کتاب په پرتله حاشیه کتاب ته د زیات پام سبب، د حاشیې کره والی او بشپړوالی دی.[۴] د قم د علمیه حوزې د مدرسینو د ټولنې غړی ابوالقاسم علي دوست د دغه کتاب احیا ضروري او د ملا عبدالله د شخصیت د ژوندي کېدو سبب ګڼلې او باوري دی چې د ملا عبدالله حاشیه په ټول منطق ډېره ښه څارنه لري او د نورو کتابونو په پرتله د مطالعې او تدریس لپاره لومړیتوب لري.[۵] دا کتاب په مختلفو هیوادونو لکه ایران، عراق، بحرین، لبنان، افغانستان، پاکستان او هندوستان کې د درسي کتاب په توګه کارول کیږي.[۷] په دې کتاب ډېرې تعلیقې لیکل شوي دي.[۸]

حاشیه ملا عبدالله د تفتازاني د تهذیب المنطق کتاب د شهرت د لاملونو له ډېرو اغېزمنو عواملو ګڼل شوی دی.[۹] ویل کیږي چې د دغه کتاب په تالیف سره، د منطقي کتابونو د لیکلو څپه په کمېدو شوه.[۱۰] د دغه کتاب د کامیابۍ له لاملونو پر منطق د ملا عبدالله برلاسی، د لیکلو په هنر کې د هغه تکړه توب، د کتاب د مطالبو بشپړوالی او د وړاندې کېدو له فرصته د کتاب برخمنوالی ګڼل شوی دی.[۱۱] ویل کیږي چې د دغه کتاب تالیف په ۹۶۷ق[۱۲] کال او په نجف کې پای ته ورسید.[۱۳] ځینو څېړاندو دغه کتاب د تحفه شاهجانیه په نوم یاد کړی دی.[۱۴]

لیکوال

الحاشیه علی تهذیب المنطق، کتاب شیعه عالم ملا عبدالله بهابادي یزدي (وفات : ۹۸۱ق) لیکلی دی.[۱۵] د هغه لپاره په تفسیر،[۱۶] فقه، منطق،[۱۷] فلسفه، کلام او ادبیاتو کې ځینې تالیفات ذکر شوې دي.[۱۸] د ملا عبدالله تالیفات، په روانوالي، ساده والي او له زیاتو خبرو په ډډه کولو توصیف شوی دی.[۱۹] ملا عبدالله د شیخ بهایي استاد [۲۰] ګڼل شوی دی. همداراز په صاحب معالم مشهور حسن بن علي او په صاحب مدارک مشهور محمد عاملي په عقلي علومو کې د هغه شاګردان او په دیني علومو کې د هغه استادان بلل شوې دي.[۲۱] ویل کیږي چې هغه د امام علي (ع) د حرم متولي و او د المُلّا کورنۍ په هغه پورې منسوبه ده.[۲۲]

مینځپانګه

د محمد عارف الخالدي په خط د الحاشیه کتاب د لومړي مخ انځور

حاشیه ملا عبدالله کتاب یوه سریزه لري چې پکې د منطق علم معرفي او موضوع یې بیان شوې ده.[۲۳] بیا په لومړي مقصد کې چې تصوراتو ته بیل دی، د ډول ډول دلالتونو، مفرد و مُرَکب، مفاهیم، نِسَب اَربعه، کُلیات خَمس، د مفهوم کلي ډولونو او مُعرِّف بیان شوی دی.[۲۴] په دوهم مقصد کې، په تصدیقاتو پورې اړوند بحثونه راغلي دي. په دې برخه کې د قضیې په ډولونو، د شرطیه قضایایو په ډولونو، تناقض، عکس مستوي، او عکس نقیض بحث شوی دی.[۲۵] د کتاب دریمه برخې کې د حجت بحثونه شامل دي. په دې برخه کې اَشکال اَربعه، د هیئت اومادې له نظره د قیاس ډولونه، او صناعات خمس سپړل شوې دي.[۲۶] د کتاب څلورمه او وروستۍ برخه د خاتمه په نوم سره، د علومو اجزا او رووس ثمانیه لري.[۲۷]

سپړنې او لمن لیکنې

پر حاشیه ملا عبدالله د علامه ابن آدم د حاشیې د پښتۍ انځور

پر حاشیه ملا عبدالله ډېرې شرحې، لمن لیکونه او تعلیقات لیکل شوې دي. ځینې یې دا دي:

  • سَعادةُ المُتَأَنِّق فی توضیحِ حاشیةِ المَنطق لیک د سید محمدحسن طالقانی (زوکړه: ۱۳۵۰)[۲۸]
  • القِسطاسُ المستقیم و المِکیالُ القَویم تألیف د محمد حسین اَردستاني یزدي (وفات: ۱۲۷۲ق)[۲۹]
  • الطَلحِ المَنضود ، د محمدحسین بن اسماعیل (وفات: ۱۲۷۳ق)[۳۰]
  • رَفعُ الغاشیه عن وَجه الحاشیه، شرحه د مَزجي سید شهاب‌الدین بن محمود تبریزي (زوکړه: ۱۳۱۸).[۳۱]
  • الزوائدُ الجَزیله لیک د رضا طباطبایي مشهور په علامه تبریزي (وفات: ۱۳۶۱ق)[۳۲]
  • التقریبُ الی حواشی التَّهذیب المعروفه بحاشیة ملا عبدالله ، لیک د محمد کرمي حویزي اهوازي[۳۳]
  • کشفُ الاَستار. د لیکوال نوم ته اشاره نه ده شوې.[۳۴]
  • حاشیه علامه محمد بن آدم روستي بالَکي[۳۵]
  • حاشیه بر حاشیه ملا عبدالله، لیک د تَجلّي شیرازي (وفات: ۱۰۸۵ق)[۳۶]
  • حاشیه محمد عبدالمجید الشَّرنوني د الازهر پوهنتون له عالمانو[۳۷]
  • حاشیه علامه ملا عبدالرحمن بینجُوَیني[۳۸]
  • شرح حاشیه ملا عبدالله تألیف د میرزا حیدرعلي مبارکه‌اي لنجاني.[۳۹]
  • تحفه شاهجهاني (شاهجاني)[۴۰]
  • شیر و شکر د میرزا حسین لاهیجي[۴۱]
  • رفعُ الغاشیه مِن غَوامِض الحاشیه (شرح حاشیه ملاعبدالله) لیک د مدرس افغاني[۴۲]
  • شرح نفیس لیک د سید مصطفی حسیني مازندراني[۴۳]
  • تعلیةُ الدشتی تألیف د سید مصطفی حسیني دشتي[۴۴]

چاپ او ترجمه

الحاشیه علی تهذیب المنطق کتاب په مختلفو ښارونو لکه بیروت،[۴۵] کَراچۍ،[۴۶] په هند کې ګجرات،[۴۷] قاهره، کویت[۴۸] او قم کې چاپ شوی دی.[۴۹] دا کتابونه په ځلونو او په مختلفو شرحو او تعلیقاتو سره بیا ځلې چاپ شوی دی.[۵۰] د دغه کتاب یوه ژباړه شته ده چې ویل کیږي لیکوال یې نامعلوم دی.[۵۱] ځینو دغه ژباړه محمد بن محمود شهرستان ته منسوبه کړې ده.[۵۲] د دغه کتاب یوه نسخه چې د محمد نصر آبادي په قلم په ۱۰۴۳ق کال کې چاپ شوې ده، د تهران په شهید مطهري مدرسې کې ساتل کیږي.[۵۳]

فوټ نوټ

سرچينې

  • آقابزرگ طهرانی، محمدمحسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، بیروت، دار الاضواء، ۱۴۰۳ق.
  • افندی، عبدالله بن عسی‌بیگ، ریاض العلماء و حیاض‌ الفضلاء، بیروت، مؤسسة تاریخ العربی، ۱۴۲۱ق.
  • الغدوی، محمدالیاس، «مقدمه»، در شرح تهذیب، تألیف عبدالله بن شهاب‌الدین الیزدی، گجرات، ادارة الصدیق دابیل، ۱۴۳۴ق.
  • امین، سید محسن، اعیان الشیعه، بیروت، دار التعارف، ۱۴۰۳ق.
  • بابانی بغدادی، اسماعیل پاشا، هدیة العارفین اسماء المؤلفین و آثار المصنفین، استانبول، وکالة المعارف، ۱۹۵۱م.
  • «حاشية العلامة ابن آدم على حاشية اليزدي على متن تهذيب المنطق»، وبگاه دار ابن‌حزم، تاریخ بازدید: ۲۳ مهر ۱۴۰۲ش.
  • «حاشية العلامة إبن آدم على حاشية عبد الله اليزدي على متن تهذيب المنطق»، وبگاه سفینة النجاه، تاریخ بازدید: ۲۷ مهر ۱۴۰۲ش.
  • «حاشية العلامة البينجويني على حاشية عبدالله اليزدي»، وبگاه محب‌الکتب، تاریخ بازدید: ۲۷ مهر ۱۴۰۲ش.
  • «حاشیه ملا عبدالله بهترین کتاب برای تدریس منطق است»، سایت سلسبیل، درج مطلب: ۱۳ مهر ۱۳۹۴ش، بازدید: ۸ آبان ۱۴۰۲ش.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، امل الآمل فی علماء جبل العامل، بغداد، مکتبة الأندلس، ۱۳۶۲ش.
  • خوشنویس‌زاده اصفهانی، مرتضی، «ملا عبدالله بهابادی فقیهی اخباری یا اصولی»، مجموعه مقالات کنگره بین‌المللی علامه ملا عبدالله بهابادی یزدی، ج۲، بی‌تا.
  • زرکلی، خیرالدین بن محمود، الاعلام، بیروت، دارالعلم للملائین، چاپ پانزدهم، ۲۰۰۲م.
  • صدر، سید حامد، «جایگاه حاشیه ملا عبدالله در میان کتب منطقی»، مجموعه مقالات کنگره بین‌المللی علامه ملا عبدالله بهابادی یزدی، ج۲، بی‌تا.
  • طباطبایی لطفی، سید عبدالمجید، و قاسمی، طاهره، «مطالعه توصیفی حاشیه ملا عبدالله بهابادی از منظر تحلیل ژانر»، مجموعه مقالات کنگره بین‌المللی علامه ملا عبدالله بهابادی یزدی، ج۱، تابستان ۱۳۹۵ش.
  • غلامی بدربانی، حسین، «سبک‌شناسی شروح و تعلیقات حاشیه ملا عبدالله در دوران معاصر»، مجموعه مقالات کنگره بین‌المللی علامه ملا عبدالله بهابادی یزدی، ج۲، بی‌تا.
  • قنبریان، علی، «مقدمه»، در ترجمه حاشیه تهذیب المنطق، تألیف شهرستانی، تهران، صبا، ۱۳۹۴ش.
  • محبی، محمدامین بن فضل‌الله، خلاصة الاثر فی اعیان القرن الحادی عشر، بیروت، دار صادر، بی‌تا.
  • مؤسسة النشر الاسلامی، «مقدمه»، در الحاشیه علی تهذیب المنطق، تألیف المولی عبدالله الیزدی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ پانزدهم، ۱۴۳۳ق.
  • یزدی، عبدالله، شرح تهذیب، کراچی، مکتبة البشری، ۱۴۲۳ق.
  • یزدی، عبدالله، شرح تهذیب، گجرات، ادارة الصدیق، ۱۴۳۴ق.