اسلامي کلام
- دا لیکل د اسلامي کلام په هکله دي. په امامي شیعو کې د علم کلام لپاره، امامیه کلام وګورئ.
اسلامي کلام د اسلامي علومو یوه څانګه ده چې د اسلامي د عقیدو اصولو په اړه بحث کوي او له هغې دفاع کوي. همدارنګه اسلامي کلام هغو پوښتنو ته هم ځواب ورکوي چې د شرعي احکامو د علتونو، د دیني تعلیماتو او د خدای د فعل په اړه کیږي. متکلم د خپلو مسايلو د ثابتولو او مخاطب قانع کولو لپاره، له بېلابېلو طریقو ګټه اخلي لکه برهان، تمثيل او جدل. دا علم په بیلا بیلو نامو یادیږي لکه د دین د اصولو علم، د عقیدې د اصولو علم او فقه اکبر.
د دې علم د پیدایش د تاریخ په هکله ویل شوي چې کلامي بحثونه د اسلام له پیله شورو شوي او لومړۍ مسئله یې د جبر او اختیار مسئله وه. ځینې بحثونه لکه د خدای صفات، په ځانګړې توګه توحید او الهي عدل، د اعمالو حُسن او قُبح، قضا او قدر، نبوت، معاد او امامت د علم کلام له مهمو موضوعاتو څخه دي.
د کلامي مسلو پر سر شخړې په اسلام کې د ډیرو دیني فرقو د رامنځ ته کیدو لامل شوې دي. د شیعه لپاره تر ټولو مهمې فرقې چې ذکر شوي امامیه، زیدیه، اسماعیلیه او کیسانیه دي، او د اهل سنت کلامي فرقې مُرجئه، اهل حدیث، اشعریه، ماتُریدیه او وهابیت ګڼل شوي دي. شیخ مفید(وفات ۴۱۳ هـ ق)، خواجه نصیر الدین طوسي(وفات ۶۷۲ هـ ق) او علامه حلي(وفات ۷۲۶ هـ ق) د امامیه له مشهورو متکلمانو څخه دی، قاضي عبد الجبار معتزلي، ابوالحسن اشعري، ابو حامد. غزالي او فخر رازي مشهور سني متکلمان ګڼل کېږي. تصحیح الاعتقاد، تجرید الاعتقاد او کشف المراد کتابونه د شیعو له مهمو کلامي کتابونو څخه دي او شرح الاصول الخمسه، شرح المقاصد او شرح المواقف د سنیانو له کلامي اثارو څخه دي.
نوې کلام یو داسې علم دی چې د (زوړ) کلام سره د یو شان والي یا توپیر لرولو په اړه یې اختلاف شتون لري. د نوې کلام ځینې موضوعات دا دي: د دین تعریف، منشأ، حدونه او ژبه، دین ته د انسان اړتیا، عقل او دین، عقل او ایمان، علم او دین، دیني تجربه او په دین کې تکثر ګروهنه.
تعریف او نامې
علم کلام له اسلامي علومو څخه یو علم دی چې د اسلامي عقیدو په اړه بحث کوي؛[۱] په دې طریقه چې د هغې څپړنه کوي او ورته دلیلونه راوړي او دفاع ترې کوي[۲] که څه هم د دې علم نور تعریفونه هم شوي دي چې هر یو یې یوه ځانګړتیا بیانوي.؛[۳] لکه کلام یو نظري فن دی چې د هغه په مرسته دیني عقیدې دلیل سره ثابتولی شي؛[۴] یا دا هغه علم دی چې د خدای د ذات، صفاتو او افعالو په اړه بحث کوي.[۵] زمخشري علم کلام فقه اکبر معرفي کړی دی.[۶] فیض کاشاني په خپل کتاب مفاتیح الشرایع کې د زړه له اطاعت څخه د علم کلام زده کړه مستحب بللې ده چې ګټه یې د بدعتیانو ځواب ورکول دي.[۶]
- نامې او د نامو کیښودلو سبب
د دې علم تر ټولو مشهور نوم «کلام» دی او د دې علم پوهانو ته «مُتَکَلِّم» ویل کیږي.[۷] خو دې ته ولی کلام وايي د دې بیلا بیل سببونه بیان شوي دي چې له ټولو غوره یې[۸] دا ګڼلی چې علم کلام په انسان کې د بحث او استدلال ځواک پیاوړی کوي او مناظره پرته له خبرو او ګفتګو(کلام) بل څه نه دي.[۹] په پخوا زمانو کې علم کلام په نورو نومونو هم پیژندل کیده: د دین د اصولو علم، د عقایدو د اصولو علم، فقه اکبر، د توحید علم، د ذات او صفاتو علم.[۱۰]
موضوع، مقصدونه او طریقې
- موضوع
متکلمان د علم کلام په موضوع کې یوشان نظر نه لري. ځينې په دې اند دي چې علم کلام کوم ځانګړې موضوع نه لري؛[۱۱] خو هغه کسان چې په دې باور دي چې علم کلام يو موضوع لري، هر يو يې د دې علم لپاره يوه موضوع بيان کړې ده. تر ټولو مهم یې دا دي:[۱۲] موجود بما هو موجود،[۱۳] خاص معلومات (هغه پوهې چې د دیني اعتقاداتو د ثابتولو لپاره ترې ګټه اخستل کیږي)،[۱۴] د خدای وجود او د امکاناتو وجود، د خدای ذات او د هغه صفات،[۱۵] د خدای وجود او د ممکناتو وجود، د خدای ذات او د هغه صفات[۱۶] دیني عقیدې دا هم ویل شوي چې د تاریخ په اوږدو کې د علم کلام پرمختګ او تکامل د دې لامل شوی چې په مختلفو وختونو کې یې موضوعات مختلف وي.[۱۷]
- مقصدونه او ګټې
مسلمانانو متفکرانو د علم کلام لپاره ځینې مقصدونه بیان کړي دي چې ځینې یې دا دي:
- د اسلامي عقایدو استنباط او استخراج (حقیقي دینپيژندنه)،[۱۸]
- د اسلامي اعتقادي مسئلو او مفهومونو توضیح،[۱۹]
- د اعتقادي زده کړو په منظمه توګه وړاندی کول،[۲۰]
- د دیني عقایدو او زده کړو اثبات،[۲۱]
- د نیوکو او شبهاتو په وړاندې له دیني عقایدو دفاع.[۲۲]
- طریقه
علم کلام خپلو مقصدونو، غرضونو، مسئلو او مخاطبانو ته په پام په خپلو دلیلونو کې له بیلا بیلو طریقو کار اخلي.[۲۳] ویل شوي چې دا علم د دیني عقیدو د معلومولو او ثابتولو لپاره داسې طریقې ته اړتیا لري چې یقیني وي؛ لکه د قیاس طریقه (منطقي قیاس)؛ خو د خپلو نورو اهدافو لپاره چې د دیني عقایدو دفاع هم پکې شامله ده، کولای شي د ځانګړو یقیني طریقو سربیره نورې لارې چارې وکاروي؛ لکه تمثیل، خطابه، جدل او هر ډول عقلي او نقلي طریقې او حتی تجربي او تاریخي طریقې..[۲۴]
وخت او د پيدایښت او خپریدو لاملونه
ابن ابي الحدید د کلام د علومو د اصلي ریښو په اړه په دې باور دی چې د کلام او عقیدې علوم چې تر ټولو غوره علوم دي، د امام علي(ع) له قوله اخستل شوي دي.[۲۵] محققِ اربلي هم دا خبره کړې ده د کلامي مکتبونو مشرانو؛ يعنې اشاعره، معتزله، شيعه او خوارج ټول ځانونه هغه حضرت سره منسوب ګڼي.[۲۶]
مشهور نظر دا دی[۲۷] چې د اسلامي فتوحاتو او د اسلامي حکومت د پراخوالي وروسته مسلمانان د نورو اديانو او مذهبونو له پيروانو سره يو ځای شول او دا کار د بېلابېلو اديانو د افکارو او عقایدو د خپرېدو لامل شو. له همدې امله مسلمانانو د اسلامي عقیدې د دفاع او د عقیدتي پوښتنو او اعتراضونو د ځوابولو لپاره کلامي بحثونو او طریقو ته وده ورکړه او په دې توګه علم کلام رامینځته شو.[۲۸]
د بل نظر له مخې، د علم کلام د پیل تاریخ معلومولو لپاره، لومړی باید د علم کلام مطلب روښانه شي.[۲۹] که د علم کلام معنی د دیني عقیدو په اړه بحث وي، نو د هغه د پيدایښت تاریخ د اسلام راتلو سره یو دی؛ ځکه دا بحثونه په قرآن او احادیثو کې او د پیغمبر(ص) له مشرکانو او اهل کتابو سره د توحید، نبوت او معاد په اړه په بحثونو کې روان وو.[۳۰]
خو که مطلب یې د مسلمانانو په خپلو کې دیني بحثونه وي او د دیني او فقهي فرقو څرګندیدل وي، نو د هغه د شورو کیدو تاریخ د رسول الله(ص) له وفاته وروسته ده. په هغه وخت کې له مهمو اختلافونو څخه یو اختلاف د امامت، خلافت، قضا او قدر، د خدای د صفاتو او د حکمیت په مسله کې شخړه وه چې په نتیجه کې یې د قدریه، مشبِّهه، خوارج او نورې فرقې رامنځته شوې.[۳۱] او که د کلام مطلب د کلامي مذهبونو ظهور چې ټاکلي اصول او قواعد لري او یو ځانګړي کلامي طریقې لري، نو د هغې د پيدایښت تاریخ د هجري دوهمې پیړۍ ته ورګرځي.[۳۲]
د پيدایښت او خپریدو لاملونه
د مسلمانانو تر مینځ د علم کلام د پيدایښت لپاره بیلا بیل لاملونه بیان شوي دي؛ له هغو ځینې:
- قرآني تعليمات او احاديث او د خلکو اړتيا: د علم کلام د ظهور لومړی عامل، قرآني تعليمات او احاديث او په دې باندې د پوهېدو لپاره د خلکو اړتيا بلل شوې ده.[۳۳] قرآنکريم ديني لارښوونو ته ځانګړې پاملرنه کړې او پر هغو يې ايمان ضروري بللی دی.[۳۴] له همدې امله، اسلامي پوهانو د دې تعلیماتو د پوهیدو لپاره علم کلام جوړ کړ.[۳۵]
- سیاسي اختلافونه او شخړې: ځینې سیاسي او ټولنیزې شخړې د کلامي بحثونو د غوړیدو لامل شوې او په تدریجي ډول علم کلام رامینځته شو. لکه د رسول الله(ص) له وفاته وروسته د «خلافت او امامت» په اړه بحث، د «ایمان او د لویو ګناهونو د کولو» مسله او د «حکمیت» موضوع چې خوارجو راپورته کړه، یا د «جبر او اختیار» مسئله چې امویانو د خپل ځواک د توجیه کولو لپاره وړاندې کړه.[۳۶]
- له غیرمسلمانو سره د مسلمانانو اختلاط: کله چې مسلمانان له غیرمسلمانانو لکه ایرانیانو، رومیانو او مصریانو سره اړیکي ټینګې کړې، د اسلامي عقایدو او د نورو قومونو د عقایدو تر منځ اختلاف څرګند شو او د دوی تر منځ شخړه پیل شوه. د اسلام له بنسټیزو لارښوونو څخه د دفاع په موخه، مسلمانانو دیني بحثونه را منځته کړل او هغوی ته یې وده ورکړه؛ له همدې امله د علم کلام پراخ شو.[۳۷]
- له نورو مذهبونو سره اختلاط: وروسته له دې چې اسلامي ځمکې پراخې شوې، د نورو ادیانو او مذهبونو خلک په اسلام مشرف شول. هغوی هغه اصول چې د اسلام خلاف وو، پرېښودل؛ خو د خپلو ځینو عقایدو په اړه – چې په اړه یې د اسلام نظر په لومړي سر کې دومره څرګند نه و – دوي ورته په خپله یو اسلامي او قرآني تفسیر وړاندې کړ؛ [یادداشت 4] له همدې امله، د دیني بحثونو په مرسته، اسلامي پوهانو هڅه وکړه چې د اسلام نظر روښانه کړي او د داسې نظریاتو د مخلوطیدو مخه ونیسي.[۳۸]
- د ژباړې غورځنګ: د اسلامي کلام د ځينو مسايلو د تخصصي شونه او ترتيب شونه د ژباړې د غورځنګ په دوره کې راپورته شوو، دا غورځنګ د هجري کال د دوهمې پیړۍ(۱۵۰ هـ ق) په دوهمه نیمايي کې پیل شو او څو پیړیو یې دوام وکړ.[۳۹]
د تکامل او بدلون مرحلې
د اسلامي کلام د تکامل او بدلون لپاره بېلابېلې مرحلې ذکر شوي دي. محمد تقي سبحاني چې د کلام د تاريخ له څېړونکو څخه دی، د دې علومو د تحول مرحلې په څلورو پړاوونو کې بيانوي او ليکي چې په دې عمومي مرحله بندۍ کې هم د اسلامي مذهبونو تر منځ توپيرونه شته: ۱. د اصالت او خپلواکۍ مرحله، ۲. د سیالۍ او اختلاط مرحله، 3. د ادغام او استحالې مرحله، ۴. د احیاء او تجدید مرحله[۴۰] دا تقسیم د علم کلام بهرني علمونو سره د تبادلې، په ځانګړې توګه د فلسفې سره د تبادلې له مخې ترسره شوی دی.[۴۱]
د محمد تقي سبحاني په اند، لومړی پړاو د اسلام لومړنۍ پنځه پېړۍ پوښي او په خپله درې مرحلې لري: الف) ظهور او جوړښت، ب) د نظري کلام جوړښت، ج) د جامع کلامي کتابونو لیکل.[۴۲] په دویمه مرحله کې (د سیالۍ او اختلاط مرحله)، متکلامانو په خلاصو لاسونو سره د فلسفي مفکورو او میتودونو جذبولو ته مخه کړه او د دې نوي مفاهیمو پر بنسټ یې د کلام بیا رغونه پیل کړه او له بلې خوا یې د فلسفې افکارو په وړاندې یې د دیني نظریاتو په کلکه دفاع وکړه. دغه پړاو د هجري قمري کال له پنځمې هجري پېړۍ څخه تر نهمې هجري پېړۍ پورې دوام درلود.[۴۳]
په دریمه مرحله (د ادغام او استحالې مرحله) کې د سنیانو کلام ډیر کمزوری شو او په شیعه کې په بشپړه توګه فلسفي شو.[۴۴] په څلورمې مرحلې کې (د احیا او نوښت) مرحله کې چې له دولسمې هجري پيړۍ شورو شوه. په دې مرحله کې ځینو د «نوی کلام» خبره وکړي او د علم کلام د پراختیا او نویو پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره هڅې وشوې. د دې هڅو د معرفي کولو لپاره د «نومعتزلي»، «نواشعري» یا «نو فلسفه ګري» اصطلاحات کارول شوي دي. د شیعه مذهب په نړۍ کې، په علم کلام کې د صدرايي تفکراتو چې کله کله به ورته «نو صدرايي» فلسفه هم ویل کیده، موږ د وروستنیو د کلام مکتب د بیا ژوندي کیدو لیدونکي یوو، لکه د متکلمانو په منځ کې علامه حلي او د کوفې او قم د فکري مکتبونو بیا ژوندي کیدل، چې اکثرا د «مکتب تفکیک» په نوم یادیږي.[۴۵]
د کلام حدود او د هغې مهم بحثونه
د علم کلام مسلې یوازې د دین په اصولو او د عقیدې په اصولو پورې محدودې نه دي، بلکې متکلم دنده لري چې د دیني تعلیماتو او احکامو په هکله هرې پوښتنې ته ځواب ووایي. له همدې امله علم کلام دنده لري چې هم له اصول دینه او هم له فروع دینه دفاع وکړي.[۴۶] د بېلګې په توګه د حجاب د فلسفې په اړه د پوښتنې ځواب یا دا چې ولې قرآن په تدریجي ډول نازل شو یا د هغه پوښتنو ځواب چې د قرآن د اعجاز په هکله یا فصاحت په هکله پوښتل کیږي، ځوابونه یې د کلام په ذمې دي؛ که څه هم د حجاب د حکم ټاکل د فقهې د علم دنده ده او د آیتونو د معنې او مفهوم ټاکل د تفسیر د علومو دنده ده.[۴۷]
ویل شوي چې د مسلمانانو په منځ کې لومړنۍ کلامي مسله د جبر او اختیار مسله وه.[۴۸] په علم کلام کې نورې مهمې مسلې دا دي: د خدای د صفاتو په اړه بحث، په ځانګړې توګه د توحید او الهي عدالت، د افعالو د حُسن و قُبح مسله، قضا او قدر، د نبوت، معاد، تکلیف او معجزې بحث.[۴۹]
د امامیه شیعو په کلام کې د ذکر شویو موضوعاتو سربیره، د خدای د وجود ثابتول، د پیغمبر او امام د عصمت، امامت، جسماني معاد، شفاعت، تقیه، رجعت او بداء هم بحث کوي.[۵۰]
د علم کلام، فلسفې سره توپیر او اړیکه
که څه هم په دې دواړو علومو کې عقلي مسایل بیانیږي، خو په خپلو کې مهم توپیرونه لري. په دې اړه ډېر څه ویل شوي دي، خو په ساده ټکو کې ویلای شو چې که د خدای او نړۍ چې موږ یې هم یوه برخه یوو په هکله په ازاده توګه خبرې وشي او هیڅ قید او شرط په کې نه وي نو د بحث پایله به خامخا د یو مذهب سره موافقه وي، نو داسې بحث فلسفه بولي؛ خو که متفکر د دې محدودیت پابند وي او د دین د مخالفانو په مقابله کې دفاع وکړي او په عقلي بحثونو کې د دین له حده ونه ځي نو دا ډول بحث او څیړنه به علم کلام وي.[۵۱] ځینې مفکرین په دې باور دي چې د کلامي بحثونو په پراختیا سره د کلام لمن ډیرو فلسفي مسلو ته وغوړیده لکه د جواهر او اعراضو بحث د جسم له اجزاو څخه د ترکیبت بحث؛ او په پایله کې، ډیر مسایل چې فلسفې وو د کلامه په ساحه کې هم شامل شوي دي تر دې حده چې که څوک د کلام کتابونه مطالعه کړي - په ځانګړې توګه د کلام هغه کتابونه چې د اوومې پیړۍ څخه وروسته لیکل شوي دي – نو دې پایلی ته رسي چې د اسلامي کلام ډېرې مسلې هماغه دي چې فلسفیانو بیان کړي دي – په بیله توګه اسلامي فلسفیانو- په خپلو کتابونو کې بیان کړي دي.[۵۲]
ځینې نور بیا په دې باور دي چې د فلسفې او الهیات تر منځ بنسټیز توپیر د دوی په اصولو کې دی. مطلب دا چې د فلسفې اصول عقلي دي، يعنې د دې تر څنګ چې مسايل يې عقلي دي، خو کلام که څه هم عقلي وي، خو بنسټیز اصول له وحي څخه اخلي او موخه يې د وحي د مسايلو او اعتقادي اصولو ثابتول دي. یعنی وحی او د هغې فرعیات ثابت ګڼي او د ثابتولو هڅه يې کوي. خو فلسفه، د تعریف له مخې، خپل بنسټیز اصول له عقل څخه اخلي او هیڅ هغه شی ثابت نه مني چې عقلي بداهت نه لري. البته، دا پدې معنی نه ده چې یو فیلسوف معتقد نه وي. د فلسفې او کلام ترمنځ توپیر په حقیقت کې دا دی چې په کلام کې په وحي باندې ملزم شونه لازمه ګڼي او په فلسفه کې په وحی ملزم شونه لازمه نه ګڼي. خو دا التزام د عقیدې په مانا نه دی.[۵۳]
فرقې او کلامي مذهبونه
له کلامي فرقو مراد، هغه فرقې دي چې د هغې پيدایښت له ځانګړو عقیدو او کلامي نظریو څخه شوی دی.[۵۴] له ټولو لومړۍ اعتقادي اختلاف[۵۵] او د مسلمانانو تر مینځ تر ټولو مهمه او ستره مذهبي شخړه د پیغمبر(ص) د جانشینۍ پر سر وه.[۵۶] دې اختلاف دوه مهم اسلامي مذهبونه رامنځته کړل، شیعه او سني.[۵۷]
د شیعو کلامي فرقې
- اصلي مقاله: د تشیع فرقې
د شیعو تر ټولو مهمې فرقې امامیه، زیدیه، اسماعیلیه او کیسانیه دي.[۵۸] د غالیانو په اړه ځکه ویل شوي چې باید له مسلمانانو بهر وګڼل شي چې هغوي امام علي(ع) په خدایۍ مني.[۵۹]
- امامیه
امامیه یا دولس امامي شیعه هغه کسان دي چې په دې باور دي چې امام علي(ع) د پیغمبر اکرم(ص) بې فاصلې جانشین دی او له هغه وروسته د هغه دوه زامن حسن او حسین او د حسین(ع) له اولادې څخه نهه کسان امامان دي.[۶۰] ویل شوي دي که څه هم شیعه د پیغمبر(ص) له وخته شتون درلود، خو د بنی امیه د دورې په سختو حالاتو کې پټ وو او د هغوي له زواله وروسته امامیه د امام باقر(ع) او امام صادق(ع) څخه وروسته د یو ځانګړي کلامي مکتب په توګه راڅرګنده شو. دغو دوو امامانو دا فرصت پيدا کړ چې د شیعو معارف بیان کړي او د هغوي د کلام بنیاد کیږدوي. په دې وخت کې (د هجري دوهمه پېړۍ) مشهور متکلمان لکه هشام ابن حکم، هشام ابن سالم او مومن طاق لوی شول.[۶۱]
د اماميه کلام په ستاینه کې راغلي دي چې د امامیه کلام نه د اهل حدیث او حنبليانو په شان له عقليت څخه لری دی او نه د معتزله په شان افراطي عقليت لري. همدارنګه د اشعري کلام په شان داسې هم نه دی چې د عقایدو په کشف کې له عقله کار نه اخلي. د اماميه د معارفو سرچينې قرآن، د پيغمبر او اهل بیتو سنت او عقل دي. توحيد، عدل، نبوت، امامت او معاد د اماميه عقيدې د پينځو اصولو په توګه معرفي شوي دي.[۶۲]
- زیدیه
زیدیان هغه کسان دي چې له امام حسین(ع) وروسته د امام سجاد(ع) د زوی زید په امامت باور لري.[۶۳] د دوی د عقیدې له مخې رسول الله(ص) یوازې د لومړیو دریو امامانو امامت مشخص کړی دی. له دوی وروسته امام هغه څوک دی چې د ظالمانو په وړاندې د ښکاره جهاد او وسله والې مبارزې شرطونه پکې وي.[۶۴] د زیدیانو ځینې کلامي مفکورې دا دي: د توحید مفکوره یعنی د خدای سره د مشابهت نفی. د وعدې او وعید اصل، د ښو امر کولو او له بدو څخه د منع کولو اصل، او دا چې د لویې ګناه مرتکب نه مومن دی او نه کافر، بلکې فاسق دی.[۶۵]
- اسماعیلیه
اسماعیلیان هغه څوک دي چې له دولسو امامانو څخه د لومړیو شپږو امامانو په امامت باور لري او وايي چې له امام صادق(ع) وروسته د هغه زوی اسماعیل یا د هغه لمسی محمد بن اسماعیل امام دی.[۶۶] د دې فرقې تر ټولو مهمه ځانګړنه باطن ګروهنه او د آیتونو او احادیثو او اسلامي تعلیماتو او احکامو تأویل دی. هغوي په دې باور دي چې دیني نصوص او اسلامي تعلیمات ظاهر او باطن لري. امام یې په باطن پوهیږي او د امامت فلسفه د دين د باطن ښوونه او د باطني معارفو څرګندونه ده.[۶۷]
د اهل سنتو کلامي فرقې
مُرجئه، اهل حدیث، اشاعره، ماتُریدیه او وهابیت د اهل سنتو کلامي فرقې دي.[۶۸] د خوارج په اړه چې د حکمیت له پیښې وروسته راپیدا شول،[۶۹] ویل شوي دي چې که څه هم دا ډله په پیل کې یوه سیاسي ډله وه، خو په ادامه کې له نورو څخه د مختلفو عقیدو په لرلو سره په یوې کلامي فرقې بدله شوه. د خوارجو تر ټولو مهمه عقیده دا ده چې هغه څوک چې لویه ګناه وکړي هغه کافر دی.[۷۰]
د خوارج د عقایدو په ځواب کې دوه نورې ډلې پیدا شوې: مرجئه او معتزله. مرجئه په دې باور وو چې نیک عمل یا ګناهونه په ایمان کې هیڅ اغیزه نه لري. خو معتزله د اعتدال لاره غوره کړه.[۷۱] او ويې ويل چې کبیره ګناه کوونکی نه مؤمن دی او نه کافر، بلکې د دې دوو تر مینځ دی.[۷۲] معتزله په ظاهري سترګو سره د خدای ليدل ناشوني ګڼي او د جبر او اختیار په بحث کې، د انسان د مطلق اختیار پلویان دي.[۷۳]
د اهل حديثو له نظره عقيده بايد يوازې د قرآن او احاديثو له ظاهره ترلاسه شي. د دې فرقې پیروان علم کلام سره مخالف وو، که هغه عقلي کلام وي چې عقل د عقیدې لپاره یو خپلواک دلیل ګڼي، یا نقلي کلام وي چې عقل کاروي. د دې ډلې تر ټولو مشهور کس احمد ابن حنبل دی.[۷۴] اهل حدیث په دې باور دی چې خدای د لیدلو وړ دی[۷۵] او د جبر او اختیار په بحث کې د جبر نظریه مني.[۷۶]
اشاعره د ابوالحسن اشعري (۲۶۰-۳۲۴ هـ ق) لارویانو ته ویل کیږي.[۷۷] اشعري د خدای په اړه په دیني متنونو کې ذکر شوي صفتونه لکه «یدالله» (د خدای لاس) او «وجه الله» د خدای مخ نه تأویلوي. او وايي چې خدای لاسونه او مخ لري، خو څه رنګوالی یې موږ ته روښانه نه دی.[۷۸] هغوي همدارنګ د جبر او اختیار په بحث کې، د کسب نظریه راوړې ده چې د جبر او اختیار تر مینځ جمع کول دي.[۷۹]
ماتریدیه چې د اشعري مذهب په څیر د ابو منصور ماتریدي (وفات ۳۳۳ هـ ق) له خوا تاسیس شوې وه، د اهل حدیث او معتزله ترمنځ د لارې په لټه کې وه. دا کلامي فرقه عقل معتبر ګڼي او د اصول عقاید د کشف او پوهیدو لپاره یې عقل کاروي. دا مذهب د اعمالو حُسن او قبح مني، د انسان په کارونو کې د هغه اراده داخله ګڼي او خداى د لیدو وړ ګڼي.[۸۰]
وهابيت يوه داسې فرقه ده چې د محمد بن عبدالوهاب(وفات 1206هـ) له خوا تاسيس شوه. وهابیان نور مسلمانان په عبادت کې په شرک او په دین کې په بدعت جوړولو تورنوي.[۸۱] د وهابيت د تعلیماتو له مخې الهي اولیاوو سره توسل کول او د هغوي شفاعت غوښتل، د رسول الله(ص) او د هغه د کورنۍ د قبرونو زیارت کول هغوي سره تبرک کول او له هغه څخه شفاعت غوښتل، د اولياوو د قبرونو ترميم او زيارت کول، د قبرونو تر څنګ جومات جوړول او د قبرونو د خاوندانو لپاره نذرونه ورکول شرک ګڼي.[۸۲]
مهم کلامي کتابونه او مشهور متکلمان
د امامي شیعو مهم کتابونه: اوائل المقالات، تصحیح الاعتقاد، تجرید الاعتقاد و کشف المراد دي.[۸۳] شیخ مفید(۳۳۶ یا ۳۳۸-۴۱۳هـ ق)، خواجه نصیر الدین طوسي(۵۹۷-۶۷۲هـ ق) او علامه حلي(۶۴۸-۷۲۶هـ ق) د امامیه له مشهورو متکلمانو څخه دي.[۸۴]
- د اهل سنتو ځینې مهم متکلمان او د هغوي کلامي کتابونه د هغوي د کلامي مذهب په جدایۍ سره دا دي:
- معتزله: قاضي عبدالجبار. کتاب: شرح الاصول الخمسه.[۸۵]
- اَشاعره: ابوالحسن اشعري. کتاب: مقالاتالاسلامیّین.[۸۶] قاضي ابوبکر باقِلانی. کتاب: تمهیدالاَوائِل. ابوحامد غزالی. کتاب: الاقتصاد فی الاعتقاد. فخرالدین رازي. کتاب: المُحَصَّل الاَربعین فی اصول الدین. سعدالدین تفتازاني. کتاب: شرحالمقاصد.
- ماتُریدیه: ابومنصور ماتُریدي. کتاب: التوحید.
- سَلَفیه: ابن تیمیه. کتاب: مِنهاج السّنة النبویه.[۸۷]
نوی کلام
- اصلي مقاله: نوی کلام
په دې اړه بېلابېل نظرونه شته چې نوی کلام څه شی دی او آیا دا له پخوانی کلام (اسلامی کلام) سره په بشپړه توګه توپیر لری او که نه، په دې هکله نظرونه مختلف دي. ځينې په دې اند دي چې نوې کلمه هماغه پخوانی کلام دی، په دې توپير سره چې په دې علم کې نوي مسلې او پوښتنې راغلي دي او يا يې په جوړښت او موضوع کې بدلون راغلی دی. خو ځينو نورو دا دواړه علوم له يو بل سره جلا ګڼي.[۸۸] او «يو ځانګړي دين ته ژمنتيا» او «او یو اړخیز تفکر» يې د زاړه کلام د ځانګړنو په توګه بیان کړي دي.[۸۹]
له بلې خوا ویل شوي دي چې په فارسۍ ژبه کې چې کوم څه ته «نوی کلام» ویل کیږي اکثرا هغه څه دي چې لویدیځوال یې «د دین فلسفه» بولي[۹۰] هغه موضوعات چې په نوې کلام کې بیانیږي اکثره دا دي: د دین تعریف، د دین منشأ، دين ته د انسان اړتيا، د دین حدود، د دین ژبه، عقل او دین، عقل او ایمان، علم او دین، دیني تجربه، دیني کثرتیت.[۹۱]
اړونده څېړنې
فوټ نوټ
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۵۷.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۵۷. د ځینو په اند، دا تعریف یو غوره تعریف دی. ځکه چې په دې کې د الهیاتو موضوع، هدف او طریقه شامله ده او نه یوازې د الهیات دفاع اړخ، بلکې د هغې ثبوت اړخ (د اسلامي عقایدو تفسیر او توضیح) هم شامل دي. (وګورئ: ربانی گلپایگانی، درآمدی بر علم کلام، ۱۳۸۷ش، ص۶۱تا۶۴؛ جبرئیلی، سیر تطور کلام شیعه، ۱۳۹۶ش، ص۳۹ـ۴۰).
- ↑ د ټولو تعریفونو پیژندلو لپاره وګورئ: ربانی گلپایگانی، درآمدی بر علم کلام، ۱۳۸۷ش، ص۶۱. کاشفی، کلام شیعه، ص۲۴.
- ↑ ایجی، المواقف، عالم الکتب، ص۷. لک توپېر سره: لاهیجی، شوارق الالهام، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۵۱.
- ↑ جرجانی، التعریفات، ۱۳۷۰ش، ص۸۰.
- ↑ فیض کاشانی، مفاتیح الشرایع، ج۲، ص۱۶.
- ↑ ربانی گلپایگانی، درآمدی بر علم کلام، ۱۳۸۷ش، ص۶۷.
- ↑ جبرئیلی، سیر تطور کلام شیعه، ۱۳۹۶ش، ص۳۸.
- ↑ ربانی گلپایگانی، درآمدی بر علم کلام، ۱۳۸۷ش، ص۷۳.
- ↑ جبرئیلی، سیر تطور کلام شیعه، ۱۳۹۶ش، ص۳۷، پانویس ۲؛ ربانی گلپایگانی، درآمدی بر علم کلام، ۱۳۸۷ش، ص۶۷.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۶۳.
- ↑ جبرئیلی، سیر تطور کلام شیعه، ۱۳۹۶ش، ص۴۱.
- ↑ علامه حلی، نهایة المرام، مؤسسه امام صادق(ع)، ج۱، ص۱۲؛ لاهیجی، شوارق الالهام، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۳.
- ↑ وګورئ: تفتازانی، شرحالمقاصد، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۷۳.
- ↑ وګورئ: تفتازانی، شرحالمقاصد، ۱۴۱۲ق، ج۱، ص۱۸۰.
- ↑ ربانی گلپایگانی، درآمدی بر علم کلام، ۱۳۸۷ش، ص۳۱و۳۲.
- ↑ طبقات المتکلمین، مؤسسه امام صادق(ع)، ج۱، ص۱۷.
- ↑ لاهیجی، شوارقالالهام، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص؟.
- ↑ ایجی، المواقف، عالم الکتب، ص۸.
- ↑ کاشفی، کلام شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۳۷.
- ↑ شوارق الالهام، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۷۳ـ۷۴.
- ↑ فیض کاشانی، مفاتیح الشرایع، ج۲، ص۱۶؛ لاهیجی، شوارقالالهام، ۱۴۲۵ق، ج۱، ص۷۳و۷۴. فارابی، احصاءالعلوم، ص۷۶و۷۷.
- ↑ وګورئ: کاشفی، کلام شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۱و۴۲؛ ربانی گلپایگانی، درآمدی بر علم کلام، ۱۳۸۷ش، ص۵۵.
- ↑ جبرئیلی، سیر تطور کلام شیعه، ۱۳۹۶ش، ص۴۳و۴۴.
- ↑ ابن أبي الحديد، شرح نهج البلاغه، ۱۳۸۳ش، ج۱، ص۱۷.
- ↑ اربلی، كشف الغمّه في معرفة الأئمة، ۱۳۸۱ق، ج۱، ص۱۳۱.
- ↑ ربانی گلپایگانی، درآمدی بر علم کلام، ۱۳۸۷ش، ص۱۰۹.
- ↑ شبلی، تاریخ علم کلام، ۱۳۸۶ش، ص۸.
- ↑ ربانی گلپایگانی، درآمدی بر علم کلام، ۱۳۸۷ش، ص۱۰۹.
- ↑ ربانی گلپایگانی، درآمدی بر علم کلام، ۱۳۸۷ش، ص۱۰۹؛ همچنین نگاه کنید به مطهری، مجموعه آثار، ج۳، ص۵۹.
- ↑ ربانی گلپایگانی، درآمدی بر علم کلام، ۱۳۸۷ش، ص۱۰۹ـ۱۱۰.
- ↑ ربانی گلپایگانی، درآمدی بر علم کلام، ۱۳۸۷ش، ص۱۱۰.
- ↑ وګورئ: کاشفی، کلام شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۸.
- ↑ مثل آیه ۱۳۶ و ۱۶۲ سوره نساء، آیه ۱۵ سوره حجرات، آیه ۱۷۷ سوره بقره، آیه ۱۱۱ سوره مائده، آیه ۱۵۸ سوره اعراف.
- ↑ کاشفی، کلام شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۸.
- ↑ کاشفی، کلام شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۹.
- ↑ شبلی، تاریخ علم کلام، ۱۳۲۸ش، ص۸.
- ↑ کاشفی، کلام شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۹و۵۰.
- ↑ کاشفی، کلام شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۹و۵۰.
- ↑ سبحانی، «کلام امامیه ریشهها و رویشها»، ص۱۰.
- ↑ سبحانی، «کلام امامیه ریشهها و رویشها»، ص۱۰.
- ↑ سبحانی، «کلام امامیه ریشهها و رویشها»، ص۱۲ـ۱۸.
- ↑ سبحانی، «کلام امامیه ریشهها و رویشها»، ص۱۸ـ۲۰.
- ↑ سبحانی، «کلام امامیه ریشهها و رویشها»، ص۲۰ـ۲۱.
- ↑ سبحانی، «کلام امامیه ریشهها و رویشها»، ص۲۱ـ۲۲.
- ↑ ربانی گلپایگانی، درآمدی بر علم کلام، ص۱۰۲؛ کاشفی، کلام شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۴۰.
- ↑ ربانی گلپایگانی، درآمدی بر علم کلام، ص۱۰۲.
- ↑ مطهری، مجموعه آثار، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۶۰.
- ↑ وګورئ: فهرست کتابهای کلامی. همچنین نگاه کنید به ربانی گلپایگانی، کلام تطبیقی، ۱۳۸۳ش، پیشگفتار؛ کاشفی، کلام شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۵۷و۶۱.
- ↑ وګورئ: فهرست کتابهای کلامی مثل علامه حلی، کشفالمراد، ۱۴۱۳ق؛ شیخ صدوق، الاعتقادات، کنگره شیخ مفید؛ بحرانی، قواعدالمرام، ۱۴۰۶ق.
- ↑ حلبی، تاريخ علم كلام در ايران و جهان، ۱۳۷۶ش، ص۷
- ↑ مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، ۱۳۸۹ش، ج۳، ص۶۰-۶۱.
- ↑ .http://www.buali.ir/fa/article/394/
- ↑ برنجکار، آشنایی با فرق و مذاهب اسلامی، ۱۳۸۹ش، ص۹.
- ↑ اشعری، مقالات الاسلامیین، بیروت، ص۲.
- ↑ برنجکار، آشنایی با فرق و مذاهب اسلامی، ۱۳۸۹ش، ص۱۶و۱۷.
- ↑ برنجکار، آشنایی با فرق و مذاهب اسلامی، ۱۳۸۹ش، ص۱۶ـ۱۷.
- ↑ صابری، تاریخ فرق اسلامی، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۳۲؛ برنجکار، آشنایی با فرق و مذاهب اسلامی، ۱۳۸۹ش، ص۶۲.
- ↑ برنجکار، آشنایی با فرق و مذاهب اسلامی، ۱۳۸۹ش، ص۶۲.
- ↑ طباطبایی، شیعه در اسلام، ۱۳۸۳ش، ص۱۹۷و۱۹۸؛ برنجکار، آشنایی با فرق و مذاهب اسلامی، ۱۳۸۹ش، ص۶۵و۶۶.
- ↑ برنجکار، آشنایی با فرق و مذاهب اسلامی، ۱۳۸۹ش، ص۶۵و۶۶.
- ↑ برنجکار، آشنایی با فرق و مذاهب اسلامی، ۱۳۸۹ش، ص۸۱و۸۲.
- ↑ سلطانی، تاریخ و عقاید زیدیه،نشر ادیان، ص۱۷و۱۸.
- ↑ برنجکار، آشنایی با فرق و مذاهب اسلامی، ۱۳۸۹ش، ص۸۹.
- ↑ صابری، تاریخ فرق اسلامی، ۱۳۸۸ش، ج۲، ص۸۱تا۸۵.
- ↑ شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۱۷۰و۱۷۱.
- ↑ برنجکار، آشنایی با فرق و مذاهب اسلامی، ۱۳۸۹ش، ص۹۵.
- ↑ برنجکار، آشنایی با فرق و مذاهب اسلامی، ۱۳۸۹ش، ص۱۰۷ـ۱۵۰.
- ↑ شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۱۰۶.
- ↑ برنجکار، آشنایی با فرق و مذاهب اسلامی، ۱۳۸۹ش، ص۱۷تا۲۰.
- ↑ برنجکار، آشنایی با فرق و مذاهب اسلامی، ۱۳۸۹ش، ص۱۷ـ۲۰.
- ↑ تاریخ فلسفه در اسلام، مرکز نشر دانشگاهی، ج۱، ص۲۸۴.
- ↑ شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۴۹-۵۰.
- ↑ برنجکار، آشنایی با فرق و مذاهب اسلامی، ۱۳۸۹ش، ص۱۲۰تا۱۲۳.
- ↑ سبحانی، بحوثٌ فی الملل و النحل، ج۱، ص۲۲۶.
- ↑ سبحانی، بحوثٌ فی الملل و النحل، ج۱، ص۲۲۰-۲۲۱.
- ↑ شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۸۶.
- ↑ شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۹۱-۹۲.
- ↑ شهرستانی، الملل و النحل، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۸۸-۸۹.
- ↑ برنجکار، آشنایی با فرق و مذاهب اسلامی، ۱۳۸۹ش، ص۱۳۶تا۱۴۱.
- ↑ ربانی گلپایگانی، فرق و مذاهب کلامی، ۱۳۷۷ش، ص۱۷۵و۱۷۶.
- ↑ برنجکار، آشنایی با فرق و مذاهب اسلامی، ۱۳۸۹ش، ص۱۴۶تا۱۴۷.
- ↑ کاشفی، کلام شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۵۲.
- ↑ کاشفی، کلام شیعه، ۱۳۸۷ش، ص۵۲.
- ↑ ضمیری، کتابشناسی تفصیلی مذاهب اسلامی، ۱۳۸۲ش، ص۲۸۴-۲۸۵.
- ↑ ضمیری، کتابشناسی تفصیلی مذاهب اسلامی، ۱۳۸۲ش، ص۲۸۴.
- ↑ حسینیان، «فهرستی از مهمترین منابع دستاول کلامی».
- ↑ وګورئ: خسروپناه، مسائل جدید کلامی و فلسفه دین، ۱۳۸۸ش، ص۲۳تا۳۰؛ ربانی گلپایگانی، درآمدی بر علم کلام، ۱۳۸۷ش، ص۱۴۳.
- ↑ یوسفیان، کلام جدید، ۱۳۹۰ش، ص۱۵و۱۶.
- ↑ یوسفیان، کلام جدید، ۱۳۹۰ش، ص۱۸.
- ↑ ربانی گلپایگانی، درآمدی بر کلام جدید، ۱۳۸۹ش، فهرست کتاب.
سرچينې
- اشعری، علی بن اسماعیل، مقالات الاسلامیین و اختلاف المصلین، تصحیح: هلموت ریتر، بیروت، دارالنشر و فرانز شتاینر، [بیتا].
- ایجی، عضدالدین عبدالرحمان بن احمد، المواقف فی علم الکلام، بیروت، عالم الکتب، [بیتا].
- بحرانی، ابن میثم، قواعد المرام فی علم الکلام، تحقیق: علی حسینی اشکوری، قم، مکتبة آیتالله العظمی المرعشی النجفی، ۱۴۰۶ق.
- برنجکار، رضا، آشنایی با فرق و مذاهب اسلامی، قم، کتاب طه، چ۴، ۱۳۸۹ش.
- تاریخ فلسفه در اسلام، به کوشش: میرمحمد شریف، ترجمه فارسی: زیر نظر نصرالله پورجوادی، تهران، مرکز نشر دانشگاهی، ۱۳۶۲ش.
- تفتازانی، مسعود بن عمر، شرح المقاصد، تحقیق: عبدالرحمن عمیره، قم، الشریف الرضی، ۱۴۱۲ق.
- جبرئیلی، محمدصفر، سیر تطور کلام شیعه، دفتر دوم: از عصر غیبت تا خواجه نصیر طوسی، تهران، انتشارات پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه اسلامی، ۱۳۹۶ش.
- حسینیان، «فهرستی از مهمترین منابع دستاول کلامی»، وبگاه ثقلین، تاریخ درج مطلب: ۲ بهمن ۱۳۹۵، تاریخ بازدید: ۱۳ دی ۱۳۹۹.
- خسروپناه، عبدالحسین، مسائل جدید کلامی و فلسفه دین، قم، انتشارات بین المللی المصطفی، چ۱، ۱۳۸۸ش.
- ربانی گلپایگانی، علی، درآمدی بر علم کلام، قم، دارالفکر، چ۱، ۱۳۸۷ش.
- ربانی گلپایگانی، علی، فرق و مذاهب کلامی، قم، مرکز جهانی علوم اسلامی، چ۱، ۱۳۷۷ش.
- ربانی گلپایگانی، علی، کلام تطبیقی (توحید، صفات و عدل الهی، قم، انتشارات مرکز جهانی علوم اسلامی، چ۱، ۱۳۸۳ش.
- ربانی گلپایگانی، علی، درآمدی بر کلام جدید، قم، مرکز نشر هاجر،چ۵، ۱۳۸۹ش.
- سبحانی، جعفر، بحوثٌ فی الملل و النحل، قم، مؤسسه امام صادق، چاپ اول، ۱۴۲۷ق.
- شبلی نعمانی، تاریخ علم کلام، ترجمه سیدمحمدتقی فخر داعی، تهران، اساطیر، چ۱، ۱۳۸۶ش.
- شهرستانی، محمد بن عبدالکریم، الملل و النحل، تحقیق محمد بن فتحالله بدران، قم، الشریف الرضی، ۱۳۷۵ش.
- شیخ صدوق، علی بن محمد، الاعتقادات، تحقیق: علی میرشریفی و عصام عبدالسید، قم، کنگره شیخ مفید، [بیتا].
- ضمیری، محمدرضا، کتابشناسی تفصیلی مذاهب اسلامی، قم، مؤسسه آموزشیپژوهشی مذاهب اسلامی، چاپ اول، ۱۳۸۲ش.
- صابری، حسین، تاریخ فرق اسلامی، تهران، انتشارات سمت، چ۵، ۱۳۸۸ش.
- طباطبایی، سید محمدحسین، شیعه در اسلام، قم، دفتر انتشارات اسلامی، ۱۳۸۳ش.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، کشف المراد فی شرح تجرید الاعتقاد، تحقیق: حسن حسنزاده آملی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، ۱۴۱۳ق.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، نهایة المرام، تحقیق: فاضل عرفان، اشراف: جعفر سبحانی تبریزی، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، [بیتا].
- فارابی، ابونصر محمد بن محمد، احصاء العلوم، تحقیق: علی بو ملحم، بیروت، دار و مکتبة الهلال، ۱۹۹۶م.
- فیض کاشانی، محمدمحسن، مفاتیح الشرایع، بی نا، بی تا، بی تا.
- کاشفی، محمدرضا، کلام شیعه، ماهیت، مختصات و منابع، قم، انتشارات پژوهشگاه فرهنگ و اندیشه، چ۳، ۱۳۸۷ش.
- لاهیجی، عبدالرزاق، شوارق الالهام فی شرح تجرید الاعتقاد، اکبر اسد علیزاده، قم، مؤسسه امام صادق(ع)، ۱۴۲۵ق (کتابخانه دیجیتال نور).
- مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، تهران ـ قم، انتشارات صدرا، چ۱۵، ۱۳۸۹ش.
- معجم طبقات المتکلمین، اشراف: جعفر سبحانی، قم، اللجنة العلمیه فی مؤسسة الامام الصادق(ع)، [بیتا].
- یوسفیان، حسن، کلام جدید، تهران، انتشارات سمت، چ۳، ۱۳۹۰ش.
- محدث اربلى، كشف الغمة في معرفة الأئمة، تبريز، بنى هاشمى، چ۱، ۱۳۸۱ق
- ابن ابى الحديد، شرح نهج البلاغة، قم، مكتبة آية الله المرعشي، ۱۳۸۳ش.