Jump to content

ملا عبدالله بهابادي

د wikishia لخوا
ملا عبدالله بهابادي یزدي
د ملا عبدالله د حاشیه کتاب لیکوال
په بهاباد ښار کې د ملا عبدالله بهابادي مجسمه
په بهاباد ښار کې د ملا عبدالله بهابادي مجسمه
د زیږیدنې نیټهد لسمې قمري پیړۍ په پیل کې
د زیږیدنې ځاید یزد په بهاباد کې
د وفات نیټه۹۸۱ق
د وفات ځاینجف
د ښخولو ځایبهاباد یا نجف
له څخه د روایت اجازهشیخ بهائي
نورد امام علی(ع) د حرم امانت دار او خزانه دار
رسمی ویب پاڼهhttp://www.molaabdellah.ir/


مُلّا عَبْدالله بَهابادي یا ملا عبدالله یزدي (وفات: ۹۸۱ق)، د قرآن مفسر، فقیه او د صفویانو په زمانه کې د منطق علم عالم او د حاشیه ملا عبدالله کتاب لیکوال. د هغه حاشیه کتاب کلونه د علمیه حوزو درسي کتاب و.

هغه د صفوي پاچاهانو له لوري د امام علي(ع) د حرم متولي او خزانچي و. له هغه وروسته د هغه بچیانو او قبیلې د جعفر کاشف الغطاء تر زمانې پورې دغه مسوولیت په غاړه درلود.

ملا عبدالله په اصفهان او نجف کې مدرسې لرلې. شیخ بهایي، حسن بن زین الدین عاملي او سید محمد موسوي عاملي د هغه ځینې شاګردانو وو. همداراز د الذریعه په لیکنه بهابادي له شیخ بهایي د روایت اجازه لرله. هغه په تفسیر، فقې، منطق، فلسفې کلام او عرب ادبیاتو کې ځینې تالیفات لرل. د هغه اثار روان او ساده او له زیاتې خبرو پاک ګڼل شوې دي.

ژوند لیک

په نجم الدین ملقب ملا عبدالله بهابادي، د شهاب الدین زوی، د یزد له عالمانو دی. تاریخ لیکونکو د هغه زوکړه د لسمې قمري پېړۍ په لومړیو کلونو کې د یزد ښار د جنوب ختیځ په ۲۱۰ کلومیټرې کې په یو ښار بهاباد،[۱] کې یاد کړی دی.[۲]

ویل کیږي بهابادي، د خپل علمي مقام او اخلاقي ځانګړنو له امله په نجف کې د صفوي پاچاهانو له لوري [یادونه۱] د امام علي(ع) د حرم متولي او خزانچي شو او له هغه وروسته، د هغه بچیان او قبیله یې د جعفر کاشف الغطاء تر زمانې پورې د دغه مسوولیت لرونکي وو.[۳] په نجف کې اَلمُلّا[۴] یا مُلالی[۵] طایفه په ملا عبدالله پورې منسوبه ده. ځینو له صفوي دربار سره د ملا عبدالله اړیکي د شیعیانو د ستونزو په هوارې کې ګټه ورې ګڼلې دي.[۶]

نجف ته د بهابادي د هجرت سبب له هغه سره د فلاسفه او متکلمانو تند چلند بیان شوی دی.[۷]

په ځینو کتابونو کې بهابادي په ځینو نومونو لکه شهابادي،[۸] شاه آباد او شاه آبادي یاد شوی چې هغه د نسخه لیکونکو غلطي ګڼل شوې ده[۹] چې ځینو نورو کتابونو لکه الذریعه او ریحانة الادب ته یې هم لاره موندلې ده. د « بهاباد» ټکی په غلطۍ سره او د وخت په تېرېدو سره شاه آباد لیکل شوی دی.[۱۰]

تعلیم

ملا عبدالله لومړۍ زده کړې په بهاباد کې تېرې کړې. د هغه د تعلیم وخت د شیراز،اصفهان او نجف په علمیه حوزو کې و. د هغه له ټولګیوالیو څخه د مقدس اردبیلي په شان کسانو نومونه اخستلی شو.[۱۱] ځینې استادان یې دا دي: غیاث‌الدین منصور دشتکي، د منصوریه مدرسې مشر او جلال‌الدین محمود شیرازي، د لسمې قمري پېړۍ فیلسوف.[۱۲]

بها بادي په نجف او اصفهان کې علمیه حوزه جوړه کړه او د شیراز په منصوریه مدرسه کې یې تدریس جوړ کړ. شیخ بهایي د هغه له شاګردانو ګڼل شوی دی.[۱۳] همداراز حسن بن زین الدین، چې د شهید ثاني زوی او د معالم کتاب لیکوال دی او د مدارک الاحکام کتاب لیکوال محمد عاملي په عقلي علومو کې د بهابادي له شاګردانو او په دیني علومو کې د هغه له استادانو ګڼل شوې دي.[۱۴]

وفات

په بهاباد کې په ملا عبدالله بهابادي پورې منسوب قبر

ملاعبدالله یزدي په ۹۸۱ق کال کې وفات شو؛[۱۵] خو د هغه د ښخېدو د ځای په اړه په سرچینو کې اختلاف دی. ځینې د ملا عبدالله د ښخېدو ځای په نجف کې[۱۶] او ځینې نور په بهاباد کې ګڼي.[۱۷]

علمي فعالیتونه

په نجف کې یوه مدرسه او کتابتون په بهابادي او د هغه په کورنۍ پورې منسوب دی.[۱۸] هغه په شیراز، اصفهان او نجف کې.[۱۹] د اسلامي علومو تدریس کاوه.

لیکنې

ملا عبدالله په تفسیر،[۲۰] فقه، منطق،[۲۱] فلسفه، کلام او عربي ادبیاتو کې،[۲۲] ځینې تالیفات لری د هغه تالیفات روان، ساده او له زیاتي خبرو پاک ګڼل شوې دي.[۲۳] په هغو کې ځینې دا دي:

د محمد عارف الخالدی په لیک د الحاشیه علی تهذیب المنطق کتاب د لومړي مخ انځور
  • اَلحاشیةُ علی تَهذیبِ المنطق: دا کتاب په اتمه قمري پېړۍ کې د اهل سنت عالم سعدالدین تفتازاني د کتاب تهذیب المنطق باندې لمن لیکنه ده چې د منطق علم به موضوع لیکل شوی دی.[۲۴] د هغه حاشیه کتاب کلونه د علمیه حوزو درسي کتاب و او په «حاشیه ملا عبدالله» مشهور دی.[۲۵]

حاشیه ملا عبدالله د تفتازاني د تهدیب المنطق کتاب د شهرت یو اصلي لامل ګڼل شوی دی.[۲۶] د کتاب د اصل په پرتله د هغه حاشیې ته د زیات پام سبب د حاشیې کره والی او بشپړوالی بلل شوی دی.[۲۷] د ملا عبدالله په حاشیه کتاب نور ډېر لمن لیکونه او تعلیقات لیکل شوې دی.[۲۸]

  • اَﻟﺘِّﺠﺎرةُ اﻟﺮّاﺑﺤﻪ فی ﺗﻔﺴﯿرِ اﻟﺴّﻮرةِ و اﻟﻔﺎﺗﺤه: د کتاب موضوع حمد او اخلاص سورې دي.[۲۹]
  • دُرَّةُ المَعانی فی تفسیر سورة الاِخلاص و السَّبعِ المَثانی: دا تفسیر د اَلتِّجارةُ الرّابِحة فی تفسیرِ السّورة و الفاتحه کتاب لنډیز دی چې په خپله مولف لیکلی دی.

حاشیة علی اِرشاد الاَذهان،[۳۰] اَلحاشیةُ علی تفسیر انوار التَّنزیل (مشهور په تفسیر بیضاوي)،[۳۱] پر تهذیب المنطق فارسي شرحه، شرح القواعدِ فی الفقه، شرح العجالة[یادونه ۲] او اَلحاشیةُ علیٰ شرحِ الشَّمسیه د هغه له نورو اثارو دي.[۳۲]

مونو ګراف

«آخوند ملا عبدالله بهابادي (صاحبْ‌ حاشیه)»، کتاب لیک د احمد ترحمي‌ بهابادي، د عبدالله بهابادي یزدي په ژوند اواثارو غږېدلی دی. دا کتاب په ۱۳۷۵ل کار کې چاپ شوی دی.[۳۳]

فوټ نوټ

  1. نجفی، «ملا عبدالله یزدی در الذریعه»، ج۱، ص۹۸.
  2. عبدی‌پور، «بررسی و تحلیل سیره علمی و عملی علامه ملا عبدالله بهابادی یزدی»، ص۲۷.
  3. حرزالدین، تاریخ النجف الأشرف، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۲۲۴.
  4. امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۸، ص۵۳.
  5. خلیلی، موسوعة العتبات المقدسة، ۱۴۰۷ق، ج۷، ص۲۴۲.
  6. العبد الخانی، «زندگی و شخصیت علمی و عملی ملاعبدالله یزدی»، ص۲۰۴.
  7. رشیدزاده، «مقایسه تطبیقی حاشیه ملاعبدالله و المنطق مظفر»، ص۲۶۸.
  8. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۳۴۸.
  9. وګورئ: عبدی‌پور، «بررسی و تحلیل سیره علمی و عملی علامه ملا عبدالله بهابادی یزدی»، ص۵۰-۵۱.
  10. عبدی‌پور، «بررسی و تحلیل سیره علمی و عملی علامه ملا عبدالله بهابادی یزدی»، ص۵۱.
  11. موسوی خوانساری، روضات الجنات، ۱۳۹۰ش، ج۴، ص۲۲۸.
  12. اﻓﻨﺪی، ریاض اﻟﻌﻠﻤﺎء، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۱۹۱-۱۹۲.
  13. حرعاملی، امل‌الآمل، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۱۶۰؛ موسوی خوانساری، روضات الجنات، ۱۳۹۰ش، ج۴، ص۲۲۸.
  14. آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۳، ص۱۶۱؛ امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۸، ص۵۳؛ حرعاملی، امل‌الآمل، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۱۶۰.
  15. روملو، احسن التواریخ، ۱۳۵۷ش، ص۶۱۱.
  16. حرزالدین، تاریخ النجف الأشرف، ۱۳۸۵ش، ج۲، ص۲۷۴؛ عبدی‌پور، «بررسی و تحلیل سیره علمی و عملی علامه ملا عبدالله بهابادی یزدی»، ص۳۹.
  17. افشار، یادگارهای یزد، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۱۹۵.
  18. حرزالدین، معارف الرجال، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۵.
  19. عبدی‌پور، «بررسی و تحلیل سیره علمی و عملی علامه ملا عبدالله بهابادی یزدی»، ص۹۹.
  20. آقابزرگ طهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۳، ص۳۴۸؛ ج۴، ص۲۷۸.
  21. حرعاملی، امل‌الآمل، ۱۳۶۲ش، ج۲، ص۱۶۰.
  22. اﻓﻨﺪی، ریاض اﻟﻌﻠﻤﺎء، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۱۹۱-۱۹۳؛ نجفی، «ملا عبدالله بهابادی یزدی در الذریعه»، ص۱۰۲-۱۱۴.
  23. زرکلی، الاعلام، ۲۰۰۲م، ج۴، ص۸۰.
  24. امین، اعیان الشیعه، ۱۴۰۳ق، ج۸، ص۵۳؛ آقابزرگ طهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۶، ص۵۳.
  25. مؤسسه النشر الاسلامی، «مقدمه»، در الحاشیه علی تهذیب المنطق، ص۳.
  26. طباطبایی لطفی، و قاسمی، «مطالعه توصیفی حاشیه ملا عبدالله بهابادی از منظر تحلیل ژانر»، ص۲۶.
  27. طباطبایی لطفی، و قاسمی، «مطالعه توصیفی حاشیه ملا عبدالله بهابادی از منظر تحلیل ژانر»، ص۲۶.
  28. وګورئ: آقابزرگ طهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۱۲، ص۵۹ و ۱۸۱؛ ج۱۵، ص۱۷۷؛ ج۱۸، ص۱۰؛ غلامی بدربانی، «سبک‌شناسی شروح و تعلیقات حاشیه ملا عبدالله در دوران معاصر»، ص۲۱۵.
  29. آقابزرگ تهرانی، الذریعه؛ ج۳، ص۳۴۸، شماره ۱۲۵۶.
  30. اﻓﻨﺪی، ریاض اﻟﻌﻠﻤﺎء، ۱۴۱۵ق، ج۳، ص۱۹۱-۱۹۲.
  31. آقابزرگ تهرانی، الذریعه؛ ج۴، ص۲۷۸.
  32. حرزالدین، معارف الرجال فی تراجم العلماء و الأدباء، ۱۴۰۵ق، ج۲، ص۷.
  33. ترحمی‌ بهابادی، آخوند ملا عبدالله بهابادی (صاحب حاشیه)، ۱۳۷۵ش، مقدمه.

سرچينې

  • آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعه الی تصانیف الشیعه، بیروت،‌ دار الاضواء، ۱۴۰۳ق.
  • افندی، عبدالله بن عسی‌بیگ، ریاض العلماء و حیاض‌ الفضلاء، بیروت، مؤسسة تاریخ العربی، ۱۴۱۵ق.
  • افشار، ایرج، یادگارهای یزد معرفی ابنیه تاریخی و آثار باستانی، تهران، انجمن آثار و مفاخر فرهنگی، خانه کتاب یزد، چاپ دوم، ۱۳۷۵ش.
  • العبد الخانی، ساجده، «زندگی و شخصیت علمی و عملی ملاعبدالله یزدی»، در مجموعه مقالات کنگره بین‌المللی علامه ملا عبدالله بهابادی یزدی، ج۱، تابستان ۱۳۹۵ش.
  • «امام جمعه بهاباد: کنگره بزرگداشت علامه ملاعبدالله بهابادی در بهاباد برگزار می‌شود»، خبرگزاری مهر، تاریخ درج مطلب: ۱۷ آذر ۱۴۰۱، تاریخ بازدید: ۲۵ آبان ۱۴۰۲ش.
  • امین، سید محسن، اعیان الشیعه، با تصحیح و تنظیم حسن امین، بیروت،‌ دار التعارف للمطبوعات، ۱۴۰۳ق.
  • ترحمی‌ بهابادی، احمد، آخوند ملا عبدالله بهابادی (صاحب حاشیه)، بهاباد، نشر بهاباد، چاپ اول، ۱۳۷۵ش.
  • حرزالدین، محمدحسین، تاریخ النجف الأشرف، به تحقیق عبد الرزاق محمدحسین حرز الدین، قم، دلیل ما، ۱۳۸۵ش/ ۱۴۲۷ق.
  • حر عاملی، محمد بن حسن، امل الآمل فی علماء جبل العامل، بغداد، مکتبة الأندلس، ۱۳۶۲ش.
  • خلیلی، جعفر، موسوعة العتبات المقدسة، بیروت، مؤسسة الأعلمی للمطبوعات، ۱۴۰۷ق.
  • رازی، امین احمد، تذکره هفت اقلیم، تهران، سروش، ۱۳۷۸ش.
  • رشیدزاده، محمد، «مقایسه تطبیقی حاشیه ملاعبدالله و المنطق مظفر»، در مجموعه مقالات کنگره بین‌المللی علامه ملا عبدالله بهابادی یزدی، ج۱، تابستان ۱۳۹۵ش.
  • روملو، حسن بیگ، احسن التواریخ، به تصحیح عبدالحسین نوایی، تهران، بابک، چاپ اول، ۱۳۵۷ش.
  • زرکلی، خیرالدین بن محمود، الاعلام، بیروت، دارالعلم للملائین، چاپ پانزدهم، ۲۰۰۲م.
  • طباطبایی لطفی، سید عبدالمجید، و قاسمی، طاهره، «مطالعه توصیفی حاشیه ملا عبدالله بهابادی از منظر تحلیل ژانر»، در مجموعه مقالات کنگره بین‌المللی علامه ملا عبدالله بهابادی یزدی، ج۱، تابستان ۱۳۹۵ش.
  • عبدی‌پور، حسن، «بررسی و تحلیل سیره علمی و عملی علامه ملا عبدالله بهابادی یزدی»، کنگره بین‌المللی علامه ملا عبدالله بهابادی یزدی، ج، بی‌تا.
  • غلامی بدربانی، حسین، «سبک‌شناسی شروح و تعلیقات حاشیه ملا عبدالله در دوران معاصر»، در مجموعه مقالات کنگره بین‌المللی علامه ملا عبدالله بهابادی یزدی، ج۲، تابستان ۱۳۹۵ش.
  • مؤسسة النشر الاسلامی، «مقدمه»، در الحاشیه علی تهذیب المنطق، تألیف المولی عبدالله الیزدی، قم، مؤسسة النشر الاسلامی، چاپ پانزدهم، ۱۴۳۳ق.
  • موسوی خوانساری، روضات الجنات فی احوال العلماء و السادات، قم، اسماعیلیان، چاپ اول، ۱۳۹۰ش.
  • نجفی، محمدعلی، «ملا عبدالله بهابادی یزدی در الذریعه»، در مجموعه مقالات کنگره بین‌المللی علامه ملا عبدالله بهابادی یزدی، ج۱، تابستان ۱۳۹۵ش.