ام الحسن د عبدالله بن محمد باقر(ع) لور

د wikishia لخوا

ام الحسن، امام باقر(ع) لمسۍ او له امام صادق(ع) د حدیث له راویانو څخه ده.

کورنۍ، نومونه

ام الحسن یا ام الحسین یا ام الخیر د عبد الله بن محمّد بن علی بن الحسین، لور یعنې د امام باقر(ع) لسمۍ ده. مېړه یې عمر بن علي، د امام سجاد(ع) اولاد دی او زوی یې محمد بن عمر دی.

په رجال طوسي کتاب کې د هغې د نوم له ذکره وروسته راغلي چې د رجالي معجمونو ځینو لیکوالانو منجمله ابن عِنَبه،[۱] ویلي دي: امام باقر(ع) له امام صادق(ع) پرته بل زوی نه دی لرلی او یا یې ویلي چې له جعفر پرته یې بله عقبه نه ده لرلې ( یعنې د هغه حضرت د زامنو نسل یوازې له امام صادق(ع) دی)[۲][یادداشت] خو شیخ مفید وایي: د امام باقر(ع) زامن اوه وو، په دوي کې عبدالله بن محمد هم معرفي کوي. اَلمَجْدي هم د شپږ زامنو منجمله عبدالله نوم اخستی دی او وایي چې د امام نسل یوازې له جعفر(ع) و چې ام الحسن یا ام الخیر د دغه عبدالله لور کېدلی شي.[۳]

ابو جعفر صفار له محمد بن عمر بن علی له ام الحسین بنت عبد الله بن محمد بن علی بن الحسین یو حدیث نقل کړی دی.[۴] البته رجالي کتابونو داسې یو نوم د راویانو په ډله کې نه دی معرفي کړی؛ نو ویلی شو چې ام الحسین د ام الحسن په ځای لیکل شوې ده.[۵]

د حدیث روایت

شیخ طوسي هغه د امام صادق(ع) له اصحابو او راویانو بللې ده.[۶] مامقاني وایي: امامي والی یې ښکاره دی، بې له دې چې له نوم او د ژوند له حالاتو مې یې کره معلومات ترلاسه نه کړل.[۷] اردبیلي او میرزا استرابادي هغه د حدیث له راویانو معرفي کړې ده.[۸]

محمد بن عمر بن علی (د ام الحسن زوي) له هغې روایت نقل کړی دی.[۹]

فوټ نوټ

  1. عمدة الطّالب في أنساب آل أبي طالب، ابن عنبه، منشورات الشريف الرضي، ص۱۹۵.
  2. عمدة الطّالب في أنساب آل أبي طالب، ابن عنبه، ۱۳۸۰ق، ص۱۹۵؛محدثات شیعه، ص۵۹ به نقل از عمدة الطالب: ص۲۲۵؛ المجدی: ص۹۴
  3. ارشاد مفید، ص۲۷۷ و المُجدی ص۹۴ به نقل از: غروی نائینی، محدثات شیعه. نشر دانشگاه تربیت مدرس، ص۶۴.
  4. بصائر الدرجات، ص۱۸۷، جزء الرابع، به نقل از: غروی نائینی، محدثات شیعه، نشر دانشگاه تربیت مدرس، ص۶۰؛ صفارقمی، بصائر الدرجات، ص۱۸۷.
  5. غروی نائینی، محدثات شیعه، نشر دانشگاه تربیت مدرس، ص۶۴
  6. محدثات شیعه، ص۶۰ به نقل از رجال طوسی: ص۳۴۱. په ځینو نسخو کې ام الخیر د ام الحسن ځای دی. ابن داود ام الخیر په خپلواکه توګه معرفي کړ او ویې ویل چې هغه د امام صادق(ع) له اصحابو څخه ده. (رجال ابن داود: ص۲۲۴) او میرزا استرآبادي وايي چې ام الخیر چي ام الخیر هماغه ام الحسن ده (منهج المقال:۴۰۰)، په داسې حال کې چې مامقاني وايي: په دې کې هېڅ تضاد نشته چې ام الحسن دواړه د عبدالله بن محمد الباقر او ام الخیر لور دي. او احتمال لری چي د ام الخیر ذکر په لیکلو کې د خطا له امله شوی وي او ابن داود په دې وینا کې بې ساري دی. (تنقیح المقال: ج۳،ص۷۲)
  7. محدثات شیعه، ص۶۰ به نقل از تنقیح المقال: : ج۳،ص۷۱ من فصل النساء.
  8. جامع الرواة:ج۲، ص۴۵۵؛ منهج المقال: ص۴۰۰ به نقل از: غروی نائینی، محدثات شیعه، ناشر دانشگاه تربیت مدرس، ص۶۰ .
  9. محدثات شیعه، ص۶۰

سرچينې

  • غروی نایینی، نهله، محدثات شیعه، دانشگاه تربیت مدرس، تهران، ۱۳۷۵ش. (از روی نسخه کتابخانه دیجیتال نور)
  • ابن عنبه، السيد جمال الدين أحمد بن علي الحسني [ ابن عنبة ]عمدة الطّالب في أنساب آل أبي طالب، منشورات الشریف الرضی، چاپ دوم، نجف، ۱۳۸۰ق.