منځپانگې ته ورتلل

بأی ذنب قتلت

د wikishia لخوا
د تکویر سورې ۹ آیت
د آیت ځانګړتیا
په سورت کې موقعیتتکویر سوره
د آیت شمېر۹
جزء۳۰
د منځپانګې معلومات
په اړهژوندۍ ښخه شوې نجلۍ
اړونده آیتونهد اسراء سورې ۳۱ آیت


«بِأَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ» د «په کومه ګناه ووژل شوه؟» په معنا، د تکویر سورې نهم آیت دی چې د ژوندۍ ښخې شوې نجلۍ په اړه نازل شوی او په ظاهره د قیامت په ورځ له هغې وژل شوې ماشومې څخه د پوښتنې بیان کوي.

مفسرینو د آیت اصلي موخه د قاتلانو رټنه، غندنه او د هغوی پر وړاندې د الهي غضب د سختوالي څرګندول بللي دي. په تفسیرونو او روایتونو کې د دې تعبیر دلالت پراخ شوی او هر هغه بې‌ګناه انسان یا هر هغه حق ته هم غځېدلی چې په ناحقه تر پښو لاندې شوی وي. له همدې امله، د «بِأَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ» عبارت په دیني او مقاومتي ادبیاتو کې د مظلومانو او د ظلم د قربانیانو د یادولو لپاره کارول کېږي. ځینو روایتونو دغه آیت پر امام حسین(ع) او د اهل‌بیتو(ع) د مینې په لاره کې پر شهیدانو هم تطبیق کړی دی.

ژوندۍ ښخه شوې نجلۍ

«بِأَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ؛ په کومه ګناه ووژل شوه؟» د تکویر سورې نهم آیت دی.[۱] دا تعبیر د قیامت په ورځ[۲] له هغې کوچنۍ نجلۍ څخه د پوښتنې بیان دی چې وژل شوې ده.[۳] په مخکیني آیت کې دې نجلۍ ته د «مَوْءُودَة» په تعبیر اشاره شوې ده.[۴] «مَوْءُودَة» هغې نجلۍ ته ویل کېږي چې ژوندۍ خاورو ته سپارل شوې وي.[۵] مفسرین باور لري، که څه هم د آیت ظاهري بڼه له ژوندۍ ښخې شوې نجلۍ څخه د پوښتنې ښکارندویي کوي، خو اصلي موخه یې د قاتل رټنه او غندنه ده؛ یعنې: ولې دې دا بې‌ګناه نجلۍ، په داسې حال کې چې ژوندۍ وه، ووژله؟[۶] په تفسیرونو کې دا تعبیر د قاتل پر وړاندې د خدای د سخت غضب نښه بلل شوې ده[۷] او له ځان سره د ګواښ[۸] او سختې ملامتیا[۹] مفهوم هم لري. په قرآن کریم کې نور آیتونه، لکه د اسراء سورې ۳۱ آیت[۱۰] او د انعام سورې ۱۵۱ آیت[۱۱] هم د نجونو د ژوندي ښخولو یادونه کوي.

بِأَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ


په کومه ګناه ووژل شوه؟



تکویر سوره، ۹ آیت


د ټولو مظلومانو په اړه پوښتنه

د اسرائیلو لخوا د وژل شویو کورنیو په اړه د “بأی ذنب قتلت” عبارت لرونکی کاریکاتور

قرآن کریم د «بِأَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ» تعبیر د «مَوْءُودَة» لپاره کارولی چې د ژوندۍ ښخې شوې نجلۍ معنا لري.[۱۲] خو د دې آیت دلالت وروسته پراخ شوی دی؛[۱۳] او دا تعبیر د هر هغه چا لپاره هم کارول کېږي چې په ناحقه وژل شوی وي، یا هر هغه حق چې په ظلم له منځه وړل شوی وي.[۱۴] د معنا دغه پراختیا د ځینو روایتونو له مخې هم ثابتېږي.[۱۵] په بحارالانوار کې د تکویر سورې د نهم آیت په تأویل او پر غیر ظاهري معنا د هغه د حمل په اړه دولس روایتونه نقل شوي دي.[۱۶]

د «بِأَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ»[۱۷] یا ورته نورو تعبیرونو[۱۸] څخه د هغو ماشومانو[۱۹] او بې‌ګناه کسانو[۲۰] په اړه کار اخیستل شوی چې وژل شوي دي. دغه تعبیر په مرثیو او مداحیو کې[۲۱] او همدارنګه د دښمنانو پر وړاندې د مقاومت په ادبیاتو کې هم کارول شوی دی.[۲۲] د ځینو روایتونو له مخې، دا آیت د امام حسین(ع) په اړه نازل شوی دی.[۲۳] همدارنګه ویل شوي چې د امام حسین(ع) د مظلومیت او په ناحقه د شهادت له امله د «بِأَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ» تعبیر پر هغه هم تطبیقېږي.[۲۴]

د اهل‌بیتو له مینې څخه پوښتنه

ځینو روایتونو د «بِأَيِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ» آیت د اسلام د پیغمبر(ص) د خپلوانو[۲۵] او د اهل‌بیتو(ع) په اړه بللی دی.[۲۶] دغه روایتونه د دې آیت او اهل‌بیتو ترمنځ دوه ډوله اړیکې بیانوي. د امام باقر(ع) له یوه روایت سره سم، د اهل‌بیتو مینه او دوستي پر ټولو واجبه ده، او هر څوک چې دغه مینه له منځه یوسي، د همدې آیت له مخې به تر پوښتنې لاندې راشي.[۲۷] د روایتونو بله ډله د تکویر سورې نهم آیت د هغو کسانو په اړه ګڼي چې د اهل‌بیتو د مینې په لاره کې شهیدان شوي دي.[۲۸]

فوټ نوټ

  1. تکویر سوره، ۹ آیت.
  2. قمی، تفسیر القمی، ټوک۲، مخ۴۰۷.
  3. مغنیه، التفسیر الکاشف، ټوک۷، مخ۵۲۴.
  4. تکویر سوره، ۸ م آیت.
  5. شیخ طوسی، التبیان، بیروت، ټوک۱۰، مخ۲۸۲؛ طبرانی، التفسیر الکبیر، ټوک۶، مخ۴۴۸.
  6. ابن‌سلیمان بلخی، تفسیر مقاتل بن سلیمان، ټوک۴، مخ۶۰۲.
  7. نهاوندی، نفحات الرحمن، ټوک۶، مخ۴۳۴.
  8. ابوالفتوح رازی، روض‌الجنان و روح‌الجنان، ټوک۲۰، مخ۱۶۲.
  9. ابن‌ابی‌ثعلبه، تفسیر ابن‌ابی‌زمنین، مخ۴۹۲.
  10. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه،‌ ټوک۱۲، مخ۱۰۰.
  11. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه،‌ ټوک۶، ۳۳-۳۴مخونه.
  12. طالقانی، پرتوی از قرآن، ټوک۳، مخ۱۷۷.
  13. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۲۶، مخ۱۷۶.
  14. طالقانی، پرتوی از قرآن، ټوک۳، مخ۱۷۷.
  15. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ټوک۲۶، مخ۱۷۶.
  16. مجلسی، بحارالأنوار، ټوک۲۳، ۲۵۴- ۱۵۷مخونه
  17. شاد، «بِأَیِّ ذَنبٍ قُتِلَت؟!».
  18. أبوسنه، «و اذا المسلمون سئلوا بأی ذنب قتلوا»، مخ۲۴.
  19. ابوالعباس، «بأی ذنب قتلت!»، الأهرام المسائی.
  20. د مثال په توګه وګورئ: گودرزی، «و بأی ذنب قتلت؟ و به کدامین گناه کشته شدند؟»، مخ۷۲؛ «به مناسبت سومین سالگرد شهادت آیت الله قاضی طباطبائی بای ذنب قتلت».
  21. «بای ذنب قتلت»، نوا.
  22. د مثال په توګه وګورئ: الامام، «بأی ذنب قتلت»، ۳۴-۳۵مخونه.
  23. ابن‌قولویه، کامل الزیارات، مخ۶۳؛ استرآبادی، تأویل الآیات الظاهرة، مخ۷۴۲.
  24. شاد، «بِأَیِّ ذَنبٍ قُتِلَت؟!».
  25. کوفی، تفسیر فرات الکوفی، مخ۵۴۲.
  26. خصیبی، الهدایة الکبری، مخ۴۱۸.
  27. ابن‌شهرآشوب مازندرانی، مناقب آل أبی‌طالب، ټوک۴، مخ۸۴؛ کلینی، الکافی، ټوک۱، مخ۲۹۵.
  28. هلالی، کتاب سلیم بن قیس، ټوک۲، مخ۹۴۹.

سرچينې

  • ابن‌ابي‌ثعلبه (ابن‌ابي‌زمنین)، یحیی بن سلام، تفسیر ابن‌أبي‌زمنین، څېړونکي: م‍ح‍م‍دح‍س‍ن اس‍م‍اع‍ی‍ل ش‍اف‍ع‍ي، احمد فرید مزیدي، بیروت، دارالکتب العلمیة، ۲۰۰۳م.
  • ابن‌سلیمان بلخي، مقاتل، تفسیر مقاتل بن سلیمان، څېړنه: عبدالله محمود شحاته، بیروت، دار إحیاء التراث، لومړی چاپ، ۱۴۲۳ق.
  • ابن‌شهرآشوب مازندراني، محمد بن علي، مناقب آل أبی‌طالب علیهم‌السلام، قم، د علامه خپرندوی، لومړی چاپ، ۱۳۷۹ق.
  • ابن‌قولویه، جعفر بن محمد، کامل الزیارات، څېړونکی او سموونکی (محقق او مصحح): عبدالحسین امیني، دارالمرتضویة، نجف، لومړی چاپ، ۱۳۵۶ل.
  • أبوسنه، کمال، «و اذا المسلمون سئلوا بأی ذنب قتلوا»، البصائر مجله، ۷۴۳مه ګڼه، ربیع‌الثاني ۱۴۳۶ق.
  • ابوالفتوح رازي، حسین بن علي، روض‌الجنان و روح‌الجنان فی تفسیر القرآن، څېړنه: محمد جعفر یاحقي، محمد مهدي ناصح، مشهد، د استان قدس رضوي د اسلامي څېړنو بنسټ، ۱۴۰۸ق.
  • استرآبادي، علي، تأویل الآیات الظاهرة فی فضائل العترة الطاهرة، څېړونکی او سموونکی: حسین استادولي، قم، مؤسسة النشر الإسلامي، لومړی چاپ، ۱۴۰۹ق.
  • الامام، فهمي، «بأی ذنب قتلت»، الوعي الاسلامي مجله، ۳۰م کال، ۳۱۳۷مه ګڼه، محرم ۱۴۱۳ق.
  • ابوالعباس، محمد، «بأی ذنب قتلت!»، الأهرام المسائي، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۱۲ ډسمبر ۲۰۲۵م، د لیدو نېټه: ۲۲ غویی ۱۴۰۵ل.
  • شاد، حامد، «بِأَیِّ ذَنبٍ قُتِلَت؟!»، تبیان سایټ، د مطلب د خپرېدو نېټه: ۱ لړم ۱۳۹۵ل، د لیدو نېټه: ۲۲ غویی ۱۴۰۵ل.
  • «بای ذنب قتلت»، نوا، د لیدو نېټه: ۲۲ غویی ۱۴۰۵ل.
  • «د ایت الله قاضي طباطبایي د شهادت د درېیمې کلیزې په مناسبت بای ذنب قتلت»، جهاد مجله، ۴۱مه ګڼه، ۱۲ لړم ۱۳۶۱ل.
  • خصیبي، حسین بن حمدان، الهدایة الکبری، بیروت، البلاغ، ۱۴۱۹ق.
  • شیخ طوسي، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، په سریزې سره د: شیخ آقابزرګ تهراني، څېړنه: احمد قصیرعاملي، بیروت، دار احیاء التراث العربي، بې نېټې.
  • طالقاني، سید محمود، پرتوی از قرآن، تهران، د انتشار سهامي شرکت، څلورم چاپ، ۱۳۶۲ل.
  • طبراني، سلیمان بن احمد، التفسیر الکبیر، اردن، دار الکتاب الثقافي، ۲۰۰۸م.
  • قمي، علي بن ابراهیم، تفسیر القمي، څېړونکی او سموونکی: سید طیب موسوي جزایري، قم، دار الکتاب، درېیم چاپ، ۱۴۰۴ق.
  • کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، څېړونکی او سموونکی: علي‌اکبر غفاري، محمد اخوندي، تهران، دار الکتب الإسلامیة، څلورم چاپ، ۱۴۰۷ق.
  • کوفي، فرات بن ابراهیم، تفسیر فرات الکوفي، سموونکی: محمد کاظم، تهران، وزارة الثقافة و الإرشاد الإسلامي، ۱۴۱۰ق.
  • ګودرزي، طاهره، «و بأی ذنب قتلت؟ و به کدامین گناه کشته شدند؟»، حکمت سینوي، ۱۷مه ګڼه، مرغومی او سلواغه ۱۳۸۰ل.
  • مجلسي، محمدباقر، بحار الانوار، بیروت، دار إحیاء التراث العربي، دویم چاپ، ۱۴۰۳ق.
  • مغنیه، محمدجواد، تفسیر الکاشف، تهران، دار الکتب الإسلامیة، لومړی چاپ، ۱۴۲۴ق.
  • مکارم شیرازي، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دار الکتب الإسلامیة، لومړی چاپ، ۱۳۷۴ل.
  • نهاوندي، محمد، نفحات الرحمن فی تفسیر القرآن، قم، مؤسسة البعثة، ۱۳۸۶ل.
  • هلالي، سلیم بن قیس، کتاب سلیم بن قیس الهلالي، څېړونکی او سموونکی: محمد انصاري زنجاني خوئیني، قم، نشر الهادي (الهادي خپرندویه ټولنه)، لومړی چاپ، ۱۴۰۵ق.