بلعم باعورا

د wikishia لخوا

بَلْعَم باعورا د حضرت موسی علیه السلام د زمانې له عالمانو څخه او مستجاب الدعوه و خو شیطان بې لارې کړ. په اسلامي روایتونو او تورات کې د بلعم یادونه شوې ده. همداراز ځینو مفسرانو د اعراف سورې ۱۷۵ ایت چې د یو کس د ګمراهۍ خبره یې کړې چې الهي ایتونه ( له اسم اعظم خبرېدل او یا د خدای په کتاب علم) یې لرل، د هغه په اړه ګنلی دی. د بلعم په اړه مختلف ایتونه نقل شوي چې ځینو مفسرانو هغه د اسراییلیاتو په زمره کې راوستې دي.

ځانګړتیا؛ د خدای په کتاب عالم

بلعم[۱] یا بلعام[۲] د بني اسراییلو یو کس و[۳] چي په شام سیمو کې اوسېده.[۴] حضرت موسی(ع) له هغه د مبلغ په توګه استفاده کوله.[۵] د بلعم د پلار نوم «باعوراء»[۶] «باعور»[۷]، او «اَور»[۸] او د مېرمنې نوم یې «بسوس» بلل شوی دی.[۹]

د ځینو مفسرانو په وینا، د «وَ اتْلُ عَلَیهِمْ نَبَأَ الَّذِی ءَاتَینَاهُ ءَایاتِنَا فَانسَلَخَ مِنْهَا فَأَتْبَعَهُ الشَّیطَانُ فَکاَنَ مِنَ الْغَاوِین؛ او هغوي ته ولوله د هغه کس کیسه چې خپل ایتونه مو ورته ورکړل خو ځان یې له هغو بې برخې کړ او شیطان ورپسې شو، او له ګمراهانو وګرځېد»[۱۰] ایت د بلعم کیسې ته اشاره لري.[۱۱] سره له دې مفسران په دې اړه چې له آیاتنا مطلب په دغه ایت کې څه دی د نظر اختلاف لري. ځینو هغه د خدای له اسم اعظمه د بلعم د خبرېدو په معنا اخستې[۱۲] له دې امله یې دعا همېشه قبلېده.[۱۳] یوې بلې ډلې دا د خدای د کتاب د پوهې معنی ګڼلې ده، نه د اسم علم[۱۴]

له لوړو مقامونو غورځېدل

د اعراف سورې د ۱۷۵ ایت له مخې بلعم سره له دې چې الهي ایتونه یې لرل خو شیطان وغولاوه او ګمراه شو.[۱۵] د هغه د ګمراه کېدو په اړه مختلف نظرونه شته دي منجمله:

مختلفې کیسې

حضرت موسی او د هغه قام ته د ښېرو کولو لپاره د بلعم د تللو او د فرښتې په لیدلو سره د بلعم د خر د حرکت نه کولو د نندارې انځور

د بلعم په اړه مختلف داستانونه نقل شوې دي. ځینو مفسرانو دغه روایتونه له اسراییلیاتو څخه او د نه باور وړ بللې دي.[۱۹] ځینې یې دا دي:

  • بلعم د حضرت موسی(ع) د سپایانو د ختمولو غوښتونکی و. له دې امله یې له واکمنه وغوښتل چې ښځې د بني اسراییلو هرکلي ته ولیږي، ښایي هغوي په زنا اخته شي او خدای یې تباه کړي.[۲۰]
  • بلعم ته د دریو قبلیدونکو دعاګانو وعده ورکړل شوه. مېرمنې یې وغوښتل چې یوه دعا هغې ته وکړي. بلعم هم ومنله. مېرمنې یې ترې وغوښتل چې دعا وکړه زه د بني اسراییلو تر ټولو ښایسته ښځه شم، د بلعم په دعا سره دغه شان شول. مېرمنې یې چې کله ولیدل چې په بني اسراییلو کې تر هغې ښایسته نیشته، له بلعمه یې مخ واړوه. له دې مله بلعم دعا وکړه او هغه په سپي بدله شوه. د بلعم بچیانو په ټینګار سره له هغه وغوښتل چې مور یې له دغه حاله راوباسي او هغه هم داسې وکړل.[۲۱]
  • د ځینو سرچینو په وینا، بلعم حضرت موسی او قام ته یې د ښېرو کولو لپاره په خپل خر سپور شو، خو خر ودرېده او حرکت یې نه کاوه، بلعم وواهه او دا کار درې ځله تکرار شو. حیوان د خدای په اذن په خبرو شو او بلعم ته یې وویل چې ملایکې ویني چې د هغه مخه نیسي.[۲۲] دا کیسه په تورات کې هم راغلې د ه.[۲۳]

فوټ نوټ

  1. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷، ج۸، ص۲۹.
  2. علامه مجلسی،‌ بحار الأنوار، ۱۴۰۳ق،‌ ج۱۳،‌ص۳۷۹.
  3. فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۲۵۳.
  4. طبری، تاریخ طبری، ۱۳۸۷ق، ج۱، ص۴۳۷.
  5. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ق، ج۷، ص۱۴.
  6. راوندی،‌ قصص الأنبیاء، ۱۴۰۹ق، ص۱۷۳.
  7. کلینی، الکافی، ۱۴۰۷، ج۸، ص۲۹.
  8. ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۱۰، ص۳۹۶.
  9. آلوسی،‌ روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ج۵، ص۱۰۴.
  10. سوره اعراف،‌ آیه۱۷۵.
  11. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ق، ج۷، ص۱۴؛ طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۹، ص۸۲.
  12. عیاشی،‌ التفسیر، ۱۳۸۰ق، ج۲، ص۴۲.
  13. بحرانی، البرهان، ۱۴۱۶ق، ج۲، ص۶۱۵.
  14. فیض کاشانی، تفسیر الصافی، ۱۴۱۵ق، ج۲، ص۲۵۳؛ شیخ طوسی،‌ التبیان، ج۵، ص۳۲.
  15. قمی،‌ تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۱،‌ ص۲۴۸.
  16. قمی،‌ تفسیر القمی، ۱۴۰۴ق، ج۱،‌ ص۲۴۸.
  17. مسعودی،‌ اثبات الوصیة، ۱۳۸۴ش، ص۶۵.
  18. طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۰ق، ج۸، ص۳۳۳.
  19. رشید رضا، المنار،‌۱۹۹۰م، ج۹، ص۳۴۸.
  20. طبری، جامع البیان، ۱۴۱۲ق، ج۹،‌ ص۸۵.
  21. ابن‌عساکر، تاریخ مدینة دمشق، ۱۴۱۵ق، ج۱۰، ص۳۹۹.
  22. ابن‌کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ۱۴۱۹ق،‌ ج۳، ص۴۶۰.
  23. تورات، سِفر اعداد، ۲۲: ۲۱-۳۲.

سرچينې

  • آلوسی، سید محمود، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم، تحقیق: علی عبدالباری عطیة، بیروت، دارالکتب العلمیة، چاپ اول، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌عساکر، علی بن حسن، تاریخ مدینة دمشق، بیروت، دارالفکر، ۱۴۱۵ق.
  • ابن‌کثیر دمشقی، اسماعیل بن عمرو، تفسیر القرآن العظیم، تحقیق: محمد حسین شمس‌الدین، بیروت، دارالکتب العلمیة، منشورات محمدعلی بیضون، چاپ اول، ۱۴۱۹ق.
  • بحرانی، سید هاشم، البرهان فی تفسیر القرآن، تهران، بنیاد بعثت، چاپ اول، ۱۴۱۶ق.
  • رشید رضا، تفسیر المنار، مصر، الهیئة المصریة العامة للکتاب، ۱۹۹۰م.
  • طبری، محمد بن جریر، جامع البیان فی تفسیر القرآن، بیروت،‌ دار المعرفة، چاپ اول، ۱۴۱۲ق.
  • طبری،‌ محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک،‌ تحقیق محمد أبو الفضل ابراهیم، بیروت،‌ دار التراث، ۱۳۸۷ق،
  • عیاشی، محمد بن مسعود، التفسیر، محقق و مصحح، سید هاشم رسولی محلاتی، تهران، المطبعة العلمیة، چاپ اول، ۱۳۸۰ق.
  • فیض کاشانی، ملامحسن، تفسیر الصافی، تحقیق: اعلمی، حسین، تهران، انتشارات الصدر، چاپ دوم، ۱۴۱۵ق.
  • قطب‌الدین راوندی، سعید بن هبة الله، قصص الأنبیاء علیهم السلام، محقق و مصحح: غلامرضا عرفانیان یزدی، مشهد، مرکز پژوهش‌های اسلامی، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • قمی، علی بن ابراهیم، تفسیر القمی، محقق و مصحح: سید طیب موسوی جزائری، قم، دارالکتاب، چاپ سوم، ۱۴۰۴ق.
  • کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، محقق و مصحح: علی‌اکبر غفاری، آخوندی، محمد، تهران،‌ دار الکتب الإسلامیة، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
  • مسعودی، علی بن حسین، اثبات الوصیة للإمام علی بن أبی طالب، قم، انتشارات انصاریان، چاپ سوم، ۱۳۸۴ش.
  • مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران،‌ دار الکتب الإسلامیة، چاپ اول، ۱۳۷۴ش.

بهرنۍ لینکونه