زنا
- دا د یو فقهي مفهوم په اړه یوه توصیفي لیکنه ده او د ديني اعمالو لپاره معیار نه شي کېدی. د دیني اعمالو لپاره نورو سرچینو ته مراجعه وکړئ.
- دا مقاله د فحشا د یو مصداق په هکله ده. په دغه مفهوم د پوهیدو او ورسره د بلدتیا لپاره د فحشا مدخل وګورئ.
زِنا د ښځې او سړي ترمینځ له عقد نکاح پرته جنسي نزدې والي ته ویل کیږي. زنا یوه کبیره ګناه او حرمت یې څرګند او جوت بلل شوی دی. د زنا سزا، د هغې حالاتو ته په پام سره متفاوته ده. د مجرد یا ناواده کړي کس د زنا سزا سل متروکې، د واده کړي سزا سنګسار او له نَسَبي محرمو کسانو سره د زنا یا په زوره د زنا سزا قتل او مرګ دی.
د فقیهانو د فتوا له مخې، د زنا ثابتیدل یوازې د زناکار کس او شاهد یا ګواه د اقرار له لارې ممکن دي او په طبي ازمیښتونو یا ټیسټونو، زنا نه ثابتیږي. په زنا باندې مختلف فقهي احکام اعمالیږي له هغو یو دا دی چې له واده کړې ښځې یا په رِجعي عدت کښې ورسره زنا کول د ابدي حرمت سبب کیږي یعنې هغه دواړه کسان هیڅکله په خپلو کښې واده او نکاح نه شي کولې.
مفهوم پيژندنه
زنا د فقیهانو په تعریف کښې د ښځې او سړي ترمینځ جنسي همبستري دی، بې له دې چې دواړو واده نه وي کړی یا سړی د ښځې مالک نه وي یا د نکاح او ملک په شان حالات وجود ونه ولري.[۱] دغه ډول نزدې کیدل هله زنا ګڼله کیږي چې د سړی تناسلي آله د ختنې تر ځاې پورې د ښځې په تناسلي لارې یا مقعد کښې ننوځی.[۲]
زنا، یوه کبیره ګناه
مسلمانو عالمانو زنا یوه کبیره ګناه بللې[۳] او د هغې حرمت یې له دیني جوتوالي بللی دی.[۴] د دیارلسمې پیړۍ د شیعه فقیه صاحب جواهر په وینا، ټول دینونه د زنا د حراموالي په هکله یوه خوله دي.[۵] د مقدس کتاب له مخې، د زنا له عمله منع کول د موسی له لسو حکمونو څخه یو دی[۶] او په ځینو مواردو کښې د سنګسار سزا لری.[۷]
د قرآن کریم اووه آیتونه د زنا او د هغې د احکامو په هکله دي.[۸] د حدیثو په کتابونو کښې ځینې په زنا پورې اړونده روایتونو ته ځانګړې شوي دي.[۹] په روایتونو کښې زنا د پیغمبر د وژلو او د کعبې د ویجاړولو په حد کښې معرفي شوې ده[۱۰] او لپاره یې یولړ دنیاوي او اخروي پایلې ذکر شوې دي. په ژوند کښې بې برکتي،[۱۱] د څیرې او ظاهري نورانیت ختمیدل، د عمر لنډوالی، فقر او بې وزلي[۱۲] او ناڅاپه مړینه[۱۳] د زنا دنیاوي پایلې دي. په حساب کښې سختي، الهي غضب او په دوزخ کښې یوازیتوب یې هم اخروي پایلې دي.[۱۴]
د زنا د حراموالي په فلسفه کښې د نسب د اختلاط او سره د ګدوډیدو د مخنیوي، د نسل د ساتنې، د ناروغیو د خپریدو د مخنیوي او په ټولنه کې د صلحې او امنیت د رامنځته کولو په شان موارد شامل دي.[۱۵]
مجازات او سزا
په فقهي متنونو کښې د زنا لپاره درې سزاګانې بیان شوې دي چې هره یوه یې د زنا د مختلفو ډولونو لپاره اجرا کیږي او درې ډوله دي: تازیانې یا متروکې، قتل او سنګسار.
- تازیانې او متروکې: له بالغې، عاقلې، آزادې او ناواده کړې زناکارې ښځې سره د سړي د زنا حد، سل متروکې دي.[۱۶] دا حکم د نور سوره په ۲ آیت کښې راغلی دی.[۱۷] د دغه آیت له مخې، د حد د اجرا په وخت باید د مومنانو یوه ډله هلته موجوده وی.[۱۸]
- قتل: د (مور، خور او لور په شان) نَسَبي محارمو سره د زنا، په زوره د زنا،[۱۹] له مسلمانې ښځې سره د غیرمسلمان سړي د زنا او له متروکو خوړلو وروسته څو ځلې د زنا د تکراریدو سزا، قتل او مرګ دی.[۲۰]
- سنګسار: د مُحصَنَه یعنې د میړه یا میرمنې د لرونکي کس د زنا حد سنګسار دی.[۲۱] له بالغ او عاقل کس سره د آزاد او واده کړي سړي یا ښځې زنا ته، محصنه زنا ویل کیږي.[۲۲] څوک چې په ډبرې یعنې سنګسار محکوم شي، باید غسل وکړي. بیا سړی تر ملا پورې او ښځه تر سینې پورې په خاورو کښې ښخه کړې شي او په ډبرو وویشتې شي تر دې چې ووژل شي.[۲۳] د هغه همسر لرونکي بوډا سړي او بوډۍ ښځې سزا چې زنا یې کړې وي، سل متروکې وهل او بیا سنګسارول دي.[۲۴]
د جومات، د دیني مشرانو د حرم او د رمضان د میاشتې په شان مقدسو وختونو او مقدسو ځایونو کښې زنا د سزا د سختیدو سبب کیږي او پر حد سربیره، تعزیر هم لري. هم داسې حکم له مړې ښځې سره د سړي د زنا کولو هم دی.[۲۵]
د زنا اسلامی سزا، د ایران، عربستان او پاکستان په شان اسلامي هیوادونو د سزا په قانون کښې انعکاس موندلی دی.[۲۶]
د ثابتیدو لارې
د فقیهانو په فتوا کښې د زنا د اثبات لپاره دوه لارې موجودې دي چې دا دي: د زنا کار کس اقرار یا شاهد او بینه.
- اقرار: د اقرار له لارې د زنا ثابتول د فرض له عمومي شرطونو (بلوغت، عقل، اختیار او آزادۍ) سربیره د زنا کوونکي په څلور ځلې اقرار پورې شرطمن دی.[۲۷]
- شهادت: د زنا ثابتیدل د څلورو سړیو یا که څلور سړي موجود نه وي نو د مشهور قول له مخې د دریو سړیو او دوو ښځو په شهادت پورې مشروط دي.[۲۸] د دوو سړیو او څلورو ښځو په شهادت سره رجم نه بلکې یوازې تازیانې ثابتیږي.[۲۹] د شاهدانو شهادت په داسې حالت کښې د حد د ثابتیدو لامل کیږي چې د زنا په واقع کیدو یې شهادت او په یو ځاې او یو وخت کښې یې د هغې لیدل څرګند وي. او که داسې نه وي نو په ګواهانو باندې د ناروا تور په وجه د قذف حد جاري کیږي.[۳۰]
د فقهي فتواؤ له مخې، مستحب دي چې شاهدان په زنا باندې د ګواهۍ او شهادت له ورکولو ډډه وکړي. همداشان مستحب دي چې قاضي هغوي په اشارې او کناې سره هغوي له شهادته تیریدو ته وهڅوي.[۳۱]
د زنا ځینې فقهي احکام
د زنا ځینې فقهي احکام په دا ډول دي:
- د مشهور نظر له مخې، په زنا سره نَسَب(د خپلولۍ اړیکه) نه ټینګیږي. په دې وجه له شرعي نظره له زنا زیږیدلی ماشوم نه په سړي پورې اړوندیږي او نه په ښځې پورې.[۳۲] البته د امام خمیني او آیت الله خويي په شان ځینې اوسمهاله فقیهان بل شان نظر لري.[۳۳]
- که میړه لرونکې ښځه له خپل خاونده له طلاق مخکښې زنا وکړي، د فقیهانو د مشهورې فتوا له مخې، له کوم سړي سره چې یې زنا کړې وي، ورباندې د تل لپاره حرامیږي.[۳۴] البته د سید موسی شبیري زنجاني په شان ځیني مراجع باوري دي چې دغه ښځه، ورسره په زنا کوونکي سړي باندې د تل لپاره نه حرامیږي.[۳۵]
- د فقیهانو ترمینځ د مشهورې نظریې له مخې، د یوې ښځې له مور یا لور سره زنا کول، له هغې سره د واده د حرام کیدو سبب کیږي، په دې شرط چې زنا له واده مخکښې شوې وي.[۳۶]
- کومې مجردې یعنې ناواده کړې ښځې چې زنا کړې وي، د مشهورې نظریې له مخې عدّت نه لري ؛[۳۷] خو کومه میړه لرونکې ښځه چې له زنا امیندواره او حامله شي او بیا له خپل میړه طلاق واخلي، د عدّت له تیرولو وروسته واده کوې شي، که څه هم ماشوم یې نه وي زیږولی.[۳۸]
- که یو سړی په خپلې ښځې باندې د زنا تور پورې کړي نو که د هغوي ترمینځ لِعان[یادداشت ۱] وشي، ښځه په سړي باندې ابدي حرامیږي.[۳۹]
- که زناکار د حد د اجرا په وخت وتښتي، نو که سزا یې سنګسار وي او په اقرار سره ثابته شوې وي، د مشهورې نظریې له مخې، دوباره سزا نه ورکول کیږي خو که سزا یې تازیانې یا داسې سنګسار وي چې په شهادت او ګواهۍ سره ثابت شوی وي نو د سزا لپاره ستنول کیږي.[۴۰]
- تازیانه او سنګسار هله ثابتیږي چې زنا کار د زنا په وخت د هغې په حراموالي خبر وي.[۴۱]
- د زنا سزا په دې حالتونو کښې ختمیږي: په شک او شبهې سره زنا کول (یعنې مثلاً زناکار ګمان وکړي چې له خپلې ښځې سره کوروالی کوي)، د زوجیّت ادعا، اِکراه (زنا ته مجبوریدل)[۴۲] او مخکښې له دې چې د حاکم په نزد زنا ثابته شي د زناکار توبه.[۴۳]
- د زنا حد، د الله حق دی. په دې وجه یې اجرا، د چا په غوښتنې پورې اړه نه لري او قاضي کولاى شي په خپل علم سره يې تطبيق او اجرا کړي.[۴۴] همدارنګه یې لپاره تَبرُّعي (د قاضي له غوښتنې پرته) شهادت منل کیږي.[۴۵]
اړونده لیکنې
فوټ نوټ
- ↑ مثال په توګه وګورئ: محقق حلی، شرایعالاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۳۶؛ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۶، ص۴۷۵.
- ↑ محقق حلی، شرایع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۳۶.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۹ش، ج۴۱، ص۲۵۸؛ طوسی، التبیان، دار احیاء التراث العربی، ج۶، ص۴۷۵؛ خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۴۰۸ق، ج۱، ص۲۷۴.
- ↑ صدر، الفتاوی الواضحه، مطبعة آلاداب، ص۱۹.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۹ش، ج۴۱، ص۲۵۸.
- ↑ کتاب مقدس، سفر خروج، باب۲۰، آیه ۱ تا ۱۸.
- ↑ کتاب مقدس، سفر تثنیه، ۲۲: ۲۳-۲۴؛ کتاب مقدس، سفر لاویان، ۲۰: ۱۱-۱۲.
- ↑ سوره نساء، آیات ۱۵ و ۱۶؛ سوره اسراء، آیه۳۲؛ سوره نور، آیات ۲ و ۳؛ سوره فرقان، آیه ۶۸؛ سوره ممتحنه، آیه ۱۲.
- ↑ مثال په توګه وګورئ: مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۶، ص۱۷ به بعد (باب الزنا).
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۶، ص۲۰.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۶، ص۱۹.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۶، ص۲۲.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۶، ص۲۳.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۷۶، ص۲۱.
- ↑ علامه طباطبایی، المیزان، ۱۴۱۷ق، ج۱۳، ص۸۸؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ش، ج۱۲، ص۱۰۲-۱۰۳.
- ↑ شیخ صدوق، المقنع، ۱۴۱۵ق، ص۴۲۸.
- ↑ سوره نور، آیه۲.
- ↑ علامه حلی، مختلف الشيعة، ۱۴۱۳ق، ج۹، ص۱۵۰.
- ↑ محقق حلی، شرائع الاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۴۱.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۹ش، ج۴۱، ص۳۰۹ـ۳۱۳؛ خمینی، تحریر الوسیلة، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۴۶۲ـ۴۶۳.
- ↑ شیخ صدوق، المقنع، ۱۴۱۵ق، ص۴۲۸.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۹ش، ج۴۱، ص۳۱۸ـ۳۲۲.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۹ش، ج۴۱، ص۳۴۷ و ۳۵۸.
- ↑ شهید ثانی، الروضة البهیة، ۱۴۱۰ق، ج۹، ص۸۵ـ۸۶؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۹ش، ج۴۱، ص۳۱۸ـ۳۲۰
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۹ش ج۴۱، ص۳۷۳ـ۳۷۴ و ۶۴۴ـ۶۴۵؛ تحریرالوسیلة، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۴۶۸
- ↑ حیدری، «زنا»، ص۶۰۰.
- ↑ محقق حلی، شرایعالاسلام، ۱۴۰۸، ج۴، ص۱۳۸-۱۳۹؛ خمینی، تحریرالوسیلة، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۴۵۹.
- ↑ محقق حلی، شرایعالاسلام، ۱۴۰۸، ج۴، ص۱۳۹.
- ↑ محقق حلی، شرایعالاسلام، ۱۴۰۸، ج۴، ص۱۳۹.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۹ش، ج۴۱، ص۱۵۴ـ۱۵۸ و ۲۹۶ـ۳۰۲؛ خمینی، تحریرالوسیلة، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۴۶۱؛ خویی، تکملة منهاج الصالحین، ۱۴۰۷ق، ص۲۵.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۹ش، ج۴۱، ص۳۰۷.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۹ش، ج۲۹، ص۲۵۶ـ۲۵۷ و ج۳۱، ص۲۳۶؛ خمینی تحریرالوسیلة، ۱۴۰۸ق، ج۲، ص۲۶۴ـ۲۶۵.
- ↑ شریعتی، «نسب ناشی از زنا و آثار مدنی آن با رویکردی بر دیدگاه امام خمینی»، پاییز ۱۳۹۴ش.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۹ش، ج۲۹، ص۴۴۶.
- ↑ شبیری زنجانی، رساله توضیح المسائل، ۱۳۸۸ش، ص۵۱۷، مسأله ۲۴۰۷.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۹ش، ج۲۹، ص۳۶۳ـ۳۶۸؛ طباطبایی یزدی، العروة الوثقی، ۱۴۲۰ق، ج۵، ص۵۴۹ـ۵۵۰.
- ↑ بحرانی، الحدائق الناضرة، ۱۴۰۵ق، ج۲۳، ص۵۰۴.
- ↑ شهید ثانی، مسالکالأفهام، ج۹، ص۲۶۲ـ۲۶۳؛ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۹ش، ج۳۲، ۲۶۳ـ۲۶۴.
- ↑ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۹ش، ج۳۰، ۲۴ـ۲۵.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۹ش، ج۴۱، ص۳۴۹ـ۳۵۱.
- ↑ محقق حلی، شرایعالاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۳۶.
- ↑ محقق حلی، شرایعالاسلام، ۱۴۰۸ق، ج۴، ص۱۳۷-۱۳۸.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۹ش، ج۴۱، ص۲۹۳ و ۳۰۷ـ۳۰۸
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۹ش، ج۴۱، ص۳۶۶.
- ↑ نجفی، جواهرالکلام، ۱۳۶۹ش، ج۴۱، ص۱۰۶.
سرچينې
- بحرانی، یوسف بن احمد، الحدائق الناضره فی احکام العترة الطاهرة، تصحیح محمدتقی ایروانی و سید عبدالرزاق مقرم، قم، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۰۹ق.
- حیدری، عباسعلی، «زنا»، دانشنامه جهان اسلام (ج۲۱)، تهران، ۱۳۹۵ش.
- خمینی، روحالله، تحریر الوسیله، دارالکتب العلمیه، اسماعیلیان، ۱۴۰۸ق.
- خویی، ابوالقاسم، تکملة منهاج الصالحین، نشر مدینة العلم، قم، ۱۴۱۰ق.
- شبیری زنجانی، سید موسی، رسالة توضیح المسائل، قم، سلسبیل، ۱۳۸۸ش.
- شریعتی، الهام، «نسب ناشی از زنا و آثار مدنی آن با رویکردی بر دیدگاه امام خمینی»، مجله پژوهشنامه متین، پاییز ۱۳۹۴ش.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، الروضة البهیة فی شرح اللمعة الدمشقیة، انتشارات داوری، قم، ۱۴۱۰ق.
- شهید ثانی، زینالدین بن علی، مسالک الافهام الی تنقیح شرایع الاسلام، مؤسسة المعارف الاسلامیة، ۱۴۱۳ ۱۴۱۷ق.
- شیخ صدوق، محمد بن علی، المقنع، قم، مؤسسه امام هادی علیهالسلام، ۱۴۱۵ق.
- صدر، سیدمحمدباقر، التفاوی الواضحه، مطبعة آلاداب، نجف، بیتا.
- طباطبایی یزدی، محمدکاظم، العروة الوثقی، مؤسسة النشر الاسلامی التابعه لجماعه المدرسین، قم، ۱۴۱۷ ۱۴۲۰ق.
- طوسی، محمد بن حسن، التبیان فی تفسیر القرآن، تحقیق احمد قصیر عاملی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، بیتا.
- علامه حلی، حسن بن یوسف، مختلف الشیعة فی أحکام الشریعة، قم، دفتر انتشارات اسلامى، ۱۴۱۳ق.
- علامه طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، قم، دفتر انتشارات اسلامی، چاپ پنجم، ۱۴۱۷ق.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، دارالکتب الاسلامیه، چاپ سی و دوم، تهران، ۱۳۷۴ش.
- نجفی، محمدحسن، جواهرالکلام فی شرح شرایع الاسلام، دارالکتب الاسلامیه و المکتبه الاسلامیه، تهران، ۱۳۶۲ ۱۳۶۹ش.