بني قریظه

د wikishia لخوا

دا مقاله د تدوین په حال کې ده!

بني قُریظه، د پېغمبر اکرم (ص) له هجرته وروسته په لومړیو کلونو کې په مدینې کې استوګنه یهودي قبیله. د مدینې له یهودیانو سره د پېغمبر (ص) اخري جنګ له دغه قبیلې سره و چې د هجرت په پینځم کال وشو او بني قریظه غزا ونومول شوه. پېغمبر (ص) د احزاب جنګ له ختمېدو وروسته له خپلو سپایانو سره د بني قریظه په لور وزغاسته او هغوي د پینځلسو ورځو له محاصرې وروسته د سولې وړاندیز وکړ او د سعد بن معاذ حکمیت یې ومانه. سعد د خپلې قبیلې د خوښې په خلاف، د بني قریظه د جګړه مارو سړو د وژلو او د هغوي د مالونو د وېشلو حکم وکړ. سره له دې، اوسمهاله څیړاندي او مورخ سید جعفر شهیدي په تاریخي سرچینو او همداراز په ځینو بهرنیو شواهدو په تکیې سره په دغه پېښه کې شک څرګند کړی دی. له بني قریظه سره د جنګ د پېلېدو سبب په احزاب جنګ کې له مشرکانو سره د هغوي ملګرتیا بلل شوې ده.

د تاریخي سرچینو له مخې بني قریظه قبیله له بني نضیرو سره، د حضرت موسی د ورور هارون له نسله وه چې یثرب ته د اوس او خزرج قبایلو له هجرته مخکې یې په هغه ښار کې ژوند کاوه او پرې واکمن وو، خو د حبشې له مسیحي پاچا څخه د یمن د یهودي حکومت له ماتې وروسته، خزرج قبیله له یهودیانو سره په جنګ کې کامیابه شوه او په ښار حکومت یې په لاس کې واخیست.

کلي معلومات

د بني قریظه یهودي قبیله په ډېرو تاریخي سرچینو کې له بني نضیر سره یو ځای د حضرت موسی (ع) د ورور هارون له نسله ګڼل شوې ده.[۱] سره له دې ځینې نورو سرچینو بني قریظه په فلسطین کې د جذام له قبیلې ګڼي چې د عادیا بن سموئل په زمانه کې یهود دین ته واوړېده.[۲]

ویل شوي چې د بني قریظه یهودیانو یثرب ته د اوس او خزرج قبیلو له ورتګه مخکې په دغه ښار کې ژوند کاوه.[۳] پر دې اساس په ۷۰ میلادي کال کې له یهودیانو سره د رومیانو له جنګه وروسته، بني قریظه حجاز ته وتښتېدل او د یثرب د خواوشا په مهزور سیمه کې استوګن شول.[۴]

بني قریظه د نورو یهودي قبایلو په څنګ کې د یثرب ښار د حکومت چلول په لاس کې لرل. د هغوي واکمن القیطوان یا اقطیون، په بحرین کې د ایراني پوله ساتي الزاره خراجګزار راپور شوی دی.[۵]تاریخي سرچینو د حبشې له مسیحي پاچا څخه د یمن د یهودي حکومت له ماتې وروسته په مدینه کې د یهودیانو د قدرت د کمېدو خبر ورکړی دی. د حبشې حکومت د روم تر ملاتړ لاندې و. اخر له یهودیانو سره د خزرج قبیلې په جنګ کې د هغوي واکمن ووژل شو او عربو د ښار اداره کول په غاړه واخیستل.[۶]

پر مدینې د عربو قبایلو واکمني له دغه ښاره د ډېرو یهودیانو د وتلو سبب ګڼل شوې ده.[۷] همداراز راپور شوی چې د اسلام ظهور ته په نزدې وخت کې یهودي قبایلو له ښاره بهر او په خپلو کلاګانو او برجونو کې ژوند کاوه.[۸] بني قریظو په دې وخت کې د بني نضیر او بني قینقاع [۹] په پرتله زیات نفوس او نفوذ درلود او د مدینې په جنوب ختیځ کې استوګن وو،[۱۰] او زیاترو به کرونده کوله.[۱۱]

د بني قریظه غزوه

اصلي مقاله: د بني قریظه غزوه

د ځینو لیکوالانو په وینا، یوازینی راپور چې په جدا ډول د بني قریظه په اړه په اسلامي سرچینو کې موجود دی، د هجرت په پینځم کال له مسلمانانو سره د هغوي د جنګ په اړه دی او نور راپورونه چې د هغوي د تاریخ او احوالو په اړه دي، د اوس او خزرج قبیلو د تاریخ د مطالبو په ضمن کې بیان شوې دي.[۱۲]

بني قریظه غزوه، د هجرت د پینځم کال د ذیقعدې په اخر یا د ذی الحجې په لومړیو کې، د مدینې له یهودیانو سره د مسلمانانو اخري جنګ ګڼل شوی دی. د اسلامي سرچینو په وینا، پېغمبر (ص) له احزاب جنګه او د دښمنانو له خورېدو سملاسي وروسته، له بني قریظه سره جنګ ته روان شو. پر دې اساس، مسلمانانو د بني قریظه کورونه او کلاګانې پینځلس ورځې کلابندې کړې [۱۳] او اخر بني قریظه د سولې وړاندیز وکړ او د سعد بن معاذ فیصله یې ومنله.[۱۴]

د تاریخي سرچینو له مخې سعد بن معاذ په داسې حال کې چې ژوبل او ناروغ و، له خپلې خیمې د بني قریظه لور ته لاړ او د خپلې قبیلې د تمې په خلاف یې چې له بني قریظه سره هم تړونې وه، حکم ورکړ چې د بني قریظه د جګړه مارو سړو سزا قتل ده او باید مالونه یې ووېشل او ماشومان یې اسیر شي.[۱۵] په سرچینو کې راغلي چې پېغمبر (ص) د سعد بن معاذ دغه حکم د خدای حکم ګڼلی دی.[۱۶] د دغه جنګ د کېدو سبب د بني قریظه تړون ماتول او د مسلمانانو په خلاف په احزاب جنګ کې له مشرکانو سره د هغوي ملګرتیا ګڼل شوې ده.[۱۷]

سید جعفر شهیدي، په تاریخي سرچینو کې په پریمانه اختلافاتو او بهرنیو واقعیاتو منجمله د مدینې د نفوسو او د پېغمبر (ص) د مهربانۍ په اساس د هغوي په کړچار په تکیې او اشارې سره په دغه پېښه کې شک کړی او په تېره بیا د بني قریظه له ۶۰۰ تر ۹۰۰ کسانو وژل کېدل یې یوه جعلي او لاسوهلې کیسه ګڼلې او هغه یې د پېغمبر په نظر کې د اوسیانو د شان د کمولو لپاره د خزرج قبیلې یو ډوله هڅه بللې ده.[۱۸]

ابن شهاب زهري (۵۱-۱۲۴ق) په المغازي النبوية، کتاب کې که څه هم د سعد بن معاذ حکم او په دې اړه د پېغمبر تایید ته اشاره کړې، خو یوازې د بني نضیر د قبیلې د مشر حُیَی بن اخطب وژل یې ذکر کړي چې بني قریظه یې له پېغمبر سره دښمنې ته وهڅول.[۱۹]

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

سرچينې