تفأل
تَفَأُّل، ښه فال نیول او خوشبینانه یا ښه وړاندوینه ده. په روایتونو کې د دې کار سپارښتنه شوې ده او په مقابل کې د تَطَیُّر یعنې بد فال کولو او بدو وړاندوینو څخه منع شوې ده. ویل شوي چې پېغمبر(ص) به ډېرې چارې په نېک او ښه فال نیولې؛ منجمله د صلح حُدَیبیّه، په پېښ کې کله چې د مکې د مشرانو استازي هغه حضرت ته ورغلل، هغه دا مساله په نېک فال ونیوله او خپلو ملګرو ته یې وویل « اوس نو خبره تاسو ته اسانه شوه»
د تفال د سپارښتنې او له تطیر څخه د منع کولو سبب دا ګڼل شوی چې تفال د تطیر په اپوټه، هیله ورکوونکی دی او مثبت روحي نفسیاتي اثار لري. په ځینو روایتونو کې په قرآن له تفال منع شوې خو ځینو عالمانو ویلي چې د دغه روایتونو مطلب د قرآن په وسیله د راتلونکو پېښو وړاندوینه ده، نه په قرآن هر ډول تفال.
تفأل او استخاره له یو بل سره فرق لري. استخاره دا ده چې په یو شي کې د شک او دوه زړه توب په وخت، د هغه کار تشخیص خدای ته وسپارل شي. د حافظ په دیوان فال نیول په فارسي ژبو مسلمانانو کې دود دي.
د تفال (فال ایستلو) تعریف او له استخارې سره یې فرق
تفال د ښه فال او خوشبینانه او ښې وړاندوینې په معنا دی، که هغه په زړه کې وي او که په ژبه؛ د تَطَیُّر په اپوټه چې د بد فال نیولو په معنا دی.[۱] تفال له استخارې سره فرق لري. تفال هیله لرل او په کارونو او پېښو کې مثبت نظر لرل دي؛[۲] خو استخاره د هغه کار چې انسان پکې شک او دوه زړه توب لري او له نورو سره له مشورې وروسته یې هم په ښه والي او بدوالي نه پوهیږي، خدای ته د دغه کار ورسپارل دي.[۳]
د تفأل سپارښتنه
په روایتونو کې ښه فال نیول یو ښه او غوره کار ګڼل کیږي. د مثال په توګه له پېغمبر اکرم(ص) څخه په یو حدیث کې نقل شوي چې « همېشه نیک فال نیسئ چې وې مومئ»[۴] همداراز ویل شوي چې د اسلام د پېغمبر(ص) تفأل خوښ و خو له تطیره بېزاره و[۵] او ډېرې چارې به یې په نېک فال نیولې.[۶]
د حدیبیه صلح په پېښه کې کله چې سهیل بن عمرو د مکې د مشرانو له خوا د مذاکراتو لپاره راغی پېغمبر(ص) دا خبره په نېک فال واخیسته او وې ویل: « اوس نو خبره پر تاسو اسانه شوه»[۷] همداراز له چې یې پېغمبر ته خبر ورکړ چې خسرو پرویز د هغه لیک څیرې کړی او په ځواب کې یې یو موټی خاوره رالېږلې، پېغمبر دا کار په نیک فال ونیوه او وې ویل:« ډېر زر به مسلمانان د هغوي د خاورې څښتنان شي»[۸]
له امام علي(ع) په یو حدیث کې هم نیک فال نیول یوه حقه او صحیح خبره ګڼل شوې ده.[۹]
د تفال د سپارښتنې سبب
په نمونه تفسیر کې د تفال په اړه راغلي دي نیک فال نیول طبیعي اثر نه لري، خو له دې امله چې هیله رامینځته کوونکی دی، مثبت رواني اثار لري او له دې امله د اسلام د تطیر په اپوټه د تفال منع نه ده کړې.[۱۰]
تفال په عام فرهنګ کې
تفال او فال نیول په نړۍ کې یوه دوده چاره ده، اوږده مخینه لري او په مختلفو طریقو سره ترسره کیږي.[۱۱] مسلمانان په قرآن تفال کوي. فارسي ژبې مسلمانان پر قرآن سربېره د حافظ په دیوان او مثنوي معنوي سره هم فال نیسي.[۱۲]
تفال په فارسي ادبیاتو کې هم انعکاس موندلی دی منجلمه د حافظ شعر دی چې:
رخ تو در دلم آمد، مراد خواهم یافت | چرا که حال نکو در قفای فال نکوست[۱۳] |
اړونده څېړنې
فوټ نوټ
- ↑ طریقهدار، کندوکاوی درباره استخاره، ۱۳۷۷ش، ص۱۱۷.
- ↑ وګورئ: زوزنی، المصادر، ۱۳۴۵ش، ج۲، ص۵۸۶؛ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۶۱ش، ج۶، ص۳۱۷.
- ↑ ضميرى و حسينىزاده، «استخاره».
- ↑ مجلسی، بحارالانوار،۱۳۹۰ق، ج۲۰، ص۳۳۳.
- ↑ ابنمنظور، لسانالعرب ، ۱۴۱۱ق، ج۱۰، ص۱۶۸.
- ↑ طباطبایی، المیزان، ۱۳۹۴ق، ج۱۹ ص۸۶.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۳۹۰ق، ج۲۰، ص۳۸۱.
- ↑ مجلسی، بحارالانوار، ۱۳۹۰ق، ج۲۰، ص۳۸۱.
- ↑ نهجالبلاغه، حکمت ۴۰۰.
- ↑ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۶۱ش، ج۶، ص۳۱۷.
- ↑ طریقهدار، کندوکاوی درباره استخاره، ۱۳۷۷ش، ص۱۱۸.
- ↑ طریقهدار، کندوکاوی درباره استخاره، ۱۳۷۷ش، ص۱۲۰.
- ↑ حافظ، غزلیات، غزل ۵۸.
سرچينې
- ابنمنظور، محمد بن مکرم، لسانالعرب، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۱۱ق.
- زوزنی، حسین بن احمد، کتاب المصادر، تصحیح تقی بینش، مشهد، کتابفروشی باستان مشهد، ۱۳۴۰ش.
- ضميرى، محمدتقی و سیدعبدالرسول حسينىزاده، «استخاره»، در دایرة المعارف بزرگ قرآن، تاریخ بازدید: ۷ خرداد ۱۴۰۱ش.
- حافظ، دیوان حافظ، غزل ۵۸، وبگاه گنجور، تاریخ بازدید: ۲۸ فروردین ۱۳۹۹ش.
- طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیر القرآن، مؤسسه اعلمی، بیروت، ۱۳۹۴ق.
- طریقهدار، ابوالفضل، کندوکاوی درباره استخاره و تفأل، قم، مرکز انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی، ۱۳۷۷ش.
- مجلسی، محمدباقر، بحارالأنوار الجامعة لدُرر اخبار الائمة الاطهار، تهران، دارالكتب الاسلامیه، ۱۳۹۰ق.
- مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، تهران، دارالکتاب الاسلامیة، ۱۳۶۱ش.
- نهجالبلاغه، تصحیح صبحی صالح، بیروت، دارالکتاب اللبنانی، بیتا.