استخاره

د wikishia لخوا

اِسْتِخاره‌ د خېر غوښتنه او خدای تعالی ته د یو کار د انتخاب ورسپارل دي هغه وخت چې انسان په هغه کار کې شک او دوه زړه والی لري او له نورو سره په مشورې یې هم خیر او شر نه شی معلومولی. استخاره په مختلفو طریقو سره کیږي؛ منجمله په لمانځه، دعا، قرآن، کاغذ (ذات‌ الرِّقاع) او تسبیح سره.

دیني عالمانو د استخارې د مشروعیت لپاره په روایتونو استناد کړی دی. شیخ عباس قمي مفاتیح الجنان کې د استخارې لپاره مختلفې طریقې راوړې دي. د استخارې ځینې اداب دا دي: د قرآن د ځینو سورو لوستل، پر پېغمبر(ص) او آل یې درود لېږل او د خاصو ذکرونو کول.

د علامه مجلسي په وینا، اصل دا دی چې هر څوک د خپل ځان لپاره استخاره وکړي؛ که څه هم ځینې دیني عالمان نورو ته رجوع هم جایزه ګڼي او نن سبا استخاره غالبا هم دغه شان کیږی.

له دیني عالمانو او نورو مشهورې استخارې نقل شوې دي؛ منجمله په قم کې د استوګنې لپاره د قم د علمیه حوزې د جوړوونکي عبدالکریم حائري استخاره او د ملي شورا په ودانۍ د توپونو د ډزو لپاره د محمد علي شاه استخاره.

مفهوم پېژندنه

استخاره په لغت کې د خېر د غوښتلو په معنا ده.[۱] او په اصطلاح کې له خدایه د خېر غوښتلو معنا لري.[۲] د ۱۳ ق پېړۍ شیعه فقیه صاحب جواهر وایي: استخاره دوه معنې لري:۱- له خدایه وغواړي چې په هغه کار کې یې خېر واچوي چې د کولو اراده یې کړې ده.۲- له خدایه وغواړي چې هغه ته د هغه کار د انتخاب توفیق ورکړي چې خدای یې ورته خوښوي او دا توفیق ممکنه ده په استخارې سره حاصل شي او یا د هغه چا له خلې چې انسان ورسره مشوره کوي یا انسان ته مشوره ورکوي جاري شي.[۳]

د استخارې طریقې

په لمانځه سره استخاره

په لمانځه سره استخاره په دې شکل ده چې انسان دوه رکعته لمونځ وکړي او له لمانځه وروسته په سجده لاړ شي او سل ځله ووایي: «اَستخیر اللّٰه فی جمیع اُموری خيرةً فی عافیة؛ له خدایه په خپلو ټولو کارونو او چارو کې خیر او عافیت غواړم» بیا یې چې خدای هر څه په زړه کې واچول هماغه کار دې وکړي.[۴]

په قرآن سره استخاره

په قرآن سره د استخارې لپاره مختلفې طریقې نقل شوې دي.[۵] منجمله:

  • له امام صادق(ع) د یو روایت له مخې په قرآن سره د استخارې یوه طریقه دا ده چې هر کله یو کس د یو کار په کولو او یا نه کولو کې دوه زړی وي، کله چې د لمانځه لپاره تیار شی، قرآن دې پرانیزي او په لومړي شي دې چې په هغه کې یې ولیده عمل وکړی.[۶]
  • سید بن طاووس له پېغمبر(ص) نقل کړې چې کله دې غوښتل په قرآن سره تفال وکړې (استخاره واچوې)، درې ځله اخلاص سوره تلاوت کړه او درې ځله صلوات ووایه او بیا دا دعا «قُلْ اللَّهُمَّ إِنِّی تَفَأَّلْتُ بِکِتَابِکَ وَ تَوَکَّلْتُ عَلَيْکَ فَأَرِنِی مِنْ کِتَابِکَ مَا هُوَ الْمَکْتُومُ مِنْ سِرِّکَ الْمَکْنُونِ فِی غَیْبِک» « ای خدایه ستا په کتاب تفال کوم، او پر تا توکل کوم او له خپل کتابه دې هغه رازونه چې پټ دي او ستا په غیب کې پټ دي ماته راوښیه» ولوله او قران پرانیزه او د لومړي مخ له لومړۍ کرښې دې خپله استخاره واخله.[۷]
  • د ځینو نقلونو له مخې، د قران له پرانستلو وروسته، اوه یا اته پاڼې ګڼل کیږي او استخاره له اومې یا اتمې پاڼې اخستل کیږي.[۸]

په کاغذ سره استخاره

په کاغذ سره په استخاره کې یوه طریقه دا ده چې دوه ټکي «اِفْعَل» (وکړه) او «لا تَفْعَل» (مه یې کوه) په دوو کاغذونو ولیکي او استخار کوونکی د خاصو ادابو له ترسره کولو وروسته له دوو څخه یو کاغذ راپورته کړي او پر اساس یې عمل وکړی.[۹]

ابن ادریس حلي په کاغذ سره استخاره غیر معتبره ګڼلې ده؛[۱۰] خو شهید اول د هغه نظر په دې استدلال سره چې په کاغذ استخاره د امامیه په نزد مشهوره ده، رد کړی دی.[۱۱]

په تسبیح سره استخاره

په تسبیح سره استخاره په مختلفو طریقو ذکر شوې ده.

  • شیهد اول په ذکري کتاب کې ویلي دي چې (لږ تر لږه درې ځله او که ونه شوه یو ځل) د حمد سورې او لس ځله د قدر سورې او همداراز د مخصوصې دعا [یادداشت ۱] په لوستلو سره د تسپو یوه قبضه یا واړه کاڼي جدا کوو او دوه دوه ګڼو، که پاتې کاڼي یا د تسپو دانې جفت وې، نو دغه کار وکړو او که طاق (یوه) وه نو هغه کار پرېږدو یا د دې په اپوټه.[۱۲]
  • په تسبو سره یوه بله استخاره په مفاتیح الجنان کې له محمد حسن نجفي نقل شوې چې دهغه په زمانه کې دود وه(او د صاحب جواهر په نظر کیدې شي امام مهدي(ع) ته منسوبه وي) هغه دا ده چې د قرآن او دعا له لوستلو وروسته د تسبو یوه قبضه واخلي او اته اته دې کموي که یوه پاتې شوه نو استخاره ښه ده، او که دوه پاتې شوې یوه نهي لري اوکه درې پاتې شوې کول او نه کول یې برابر دي او که څلور پاتې شوې دوه نهي پکې دي او که پینځه پاتې شوې ځینې وایي چې سختي او کړاو لري او ځینې وایي چې ملامتیا ده پکې او که شپږ پاتې شوې ډېره ښه ده او باید په کولو کې یې بیړه وشي او که اوه پاتې شوې حکم یې د پینځو په شان دی او که اته پاتې شوې څلور نهي دي پکې.[۱۳] صاحب جواهر د دغه استخارې له نقله وروسته ویلي چې په پخوانیو او نویو کتابونو کې مو د دغه استخارې کومه نښه ونه مونده او زمونږ ځینو تکړه استادانو هم دا خبره کړې ده.[۱۴]

د شهید اول په وینا، په عدد ( تسبو یا وړو کاڼو) سره د استخارې سند رضی الدین آبي ته رسیږي.[۱۵] البته سید ابن طاووس د هغه سند شیعه امامانو ته ګرځولی دی.[۱۶] او د صاحب جواهر(۱۲۰۲-۱۲۶۶ق)، په وینا د هغه په زمانه کې عالمانو په دغه طریقه استخاره کوله.[۱۷]

په مفاتیح الجنان کتاب کې چې شیخ عباس قمي لیکلی د استخارې ځینې طریقې راغلي دي.[۱۹]

د استخارې مشروعیت

له اسلامه مخکې په ازلام د استقسام په نامه یوه استخاره دود وه.[۲۰] چې د لیندې غشي په وسیله ترسره کېده.[۲۱][یادداشت۲] اهل سنت عالم شیخ شلتوت د مائدې سورې په دریم ایت کې چې پکې په ازلامو استقسام حرام شوی دی، استخاره د دغه ایت د نهي مصداق ګڼلی او هغه یې ناروا عمل بللی دی.[۲۲] خو شیعه د تقلید مرجع ایت الله صافی ګلپایګاني د استقسام او استخارې تر مینځ د فرق قایل شوی او د شیخ شلتوت نظر یې رد کړی دی.[۲۳] او د استخارې د استحباب لپاره یې په ډېرو روایتونو استناد کړی دی.[۲۴]

آداب او شرایط

د استخارې لپاره ځینې اداب او شرایط بیان شوي چې یو شمېر یې په دې ډول دي:

  • هغه کار چې ورپاره استخاره کیږي باید مباح وي: استخاره په مباح کارونو کې د شک د لرې کولو لپاره ده نه د خیر په کارونو کې.[۲۵]
  • د ځان لپاره استخاره: د علامه مجلسي په وینا داسې کوم حدیث نیشته چې پکې یو کس د بل په وکالت استخاره وکړي. پر دې اساس غوره ده چې هر کس د ځان لپاره استخاره وکړي.[۲۶] البته هغه همداراز له ابن طاووسه نقل کړې چې د بل لپاره یې استخاره جایزه ګڼله.[۲۷]
  • له مشورې وروسته استخاره: یعنې له استخارې مخکې باید مشوره وشی او که نتیجه یې ورنه کړه بیا استخاره وکړی شی.[۲۸]
  • د استخارې ځای: د شهید اول له نظره غوره ده چې استخاره په دعا سره او په جومات یا حرمونه کې وي.[۲۹] په ځینو روایتونو کې د امام حسین(ع) په حرم کې د استخارې خبره شوې ده.[۳۰]
  • وخت : فیض کاشاني په تقویم المحسنین کتاب کې په قرآن د استخارې لپاره د اونۍ په هره ورځ کې یوه خاص ساعت ذکر کړی دی؛ خو ویلې یې دي چې دغه وختونه په ایماندارو خلکو کې مشهور دي او په حدیثونو کې نه دي راغلي.[۳۱] د صاحب جواهر په وینا، د استخارې د لمانځه لپاره کوم خاص وخت نیشته.[۳۲] البته په قرآن د استخارې لپاره نقل شوې چې د لمانځه په وخت دې وشي.[۳۳]
  • په استخارې عمل: په استخارې عمل کول شرعي لازموالی نه لري، خو ښه ده چې عمل پرې وشي.[۳۴]

د مخصوصو دعاګانو لوستل،[۳۵] د قرآن د ځینو سورو قرائت[۳۶] او د صلوات لیږل[۳۷] هم له هغو ادابو دي چې له استخارې مخکې یې سپارښتنه شوې ده.

مشهورې استخارې

ځینې مشهورې استخارې دا دي:

  • د محمد علي شاه قاجار استخارې: هغه د مختلفو چارو منجملو په ۱۲۸۷ لمریز کال کې د ملی شورا په ودانۍ د توپې د ډزو او د ځینو کسانو د جلاوطنولو لپاره استخاره کوله.[۳۸]
  • پر هرات د ایران د واکمنۍ د منلو لپاره د ناصر الدین شاه استخاره:[۳۹] په ۱۲۹۶ لمریز کال کې د انګلستان دولت فیصله وکړه چې د نامعلومې مودې لپاره د هرات واکمني ایران ته ستنه کړي، ناصر الدین شاه قاجار له ډېرو سلا مشورو وروسته استخارې ته مخه کړه.[۴۰]
  • په قم کې د استوګنې لپاره د عبد الکریم حائري یزدي استخاره؛ ایت الله حائري چې د قم د علمیه حوزې موسس دی، په ۱۳۴۰ ق کې قم ته لاړ په دې سفر کې د قم یو شمېر خلکو او عالمانو له هغه وغوښتل چې هلته استوګن شی. هغه اول دوه زړی و خو د عالمانو له ډېر ټینګار وروسته یې استخاره وکړه او په قم کې استوګن شو.[۴۱][یادداشت۳]
  • د ملا قربانعلي زنجاني لپاره د نجف د مشرانو استخاره: هغه په زنجان کې استوګن و او له مشروطه سره موافق نه و. مشروطه غواړو غوښتل هغه په تهران کې تر څارنې لاندې وساتي، خو د نجف مشرانو چې د مشروطه پلویان وو استخاره وکړه او د هغې په اساس یې وغوښتل چې هغه عراق ته ولیږي.[۴۲]
  • د بریتانیا د تیلو له شرکته د خلع ید د مدیره پلاوي د مشرۍ لپاره د ډاکټر مصدق د وړاندیز د منلو لپاره د انجنئیر مهدي بازرګان استخاره.[۴۳]
  • په «کندوکاوی درباره استخاره و تفأل» کتاب کې له شیعه عالمانو لکه شیخ انصاري، فیض کاشاني، شهید ثاني او سید ابن طاووس څخه ځینې استخارې ذکر شوې دي.[۴۴]

د استخارې مطابق د عمل کولو شرعي حکم

د فقیهانو د نظر مطابق د استخارې د نتیجې په اساس عمل کول واجب نه دي او مخالفت ورسره هم شرعا حرام نه دی، که څه هم غوره ده چې مخالف عمل ورسره ونه شي.[۴۵] د ایت الله شبیري زنجاني له نظره له دې امله چې له استخارې سره په مخالفت عمل کولو کې د ضرور د واقع کېدو شبهه موجوده ده نو احتیاط دا دی چې ورسره مخالفت ونه شي.[۴۶]

کتابونه

د استخارې په اړه پوره کتابونه لیکل شوې دي چې د عیاشي کتاب استخاره او د زبیري شافعي کتاب الاستخاره و الاستشاره په دې برخه کې لومړي اثار ګڼل شوې دي. ځینې نور کتابونه په دې ډول دي:

اړونده څېړنې

فوټ نوټ

  1. دهخدا، لغتنتامه، ذیل استخاره.
  2. موسسه دائرة المعارف الفقه الاسلامي، فرهنگ فقه فارسی، ۱۳۸۲ش، جلد ۱، ص۴۳۰.
  3. نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۲، ص۱۶۲.
  4. ابن‌ادریس، السرائر، ۱۴۱۰ق‌، ج۱، ص۳۱۴.
  5. مثال په توګه وګورئ: ابن طاووس، فتح الابواب، ۱۴۰۹ق، ص۲۷۷ - ۲۷۹.
  6. طوسی‌، تهذیب‌ الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۳۱۰.
  7. ابن طاووس، فتح الابواب، ۱۴۰۹ق، ص۱۵۶.
  8. وګورئ: ابن طاووس، فتح الابواب، ۱۴۰۹ق، ص۲۷۸و ۲۷۹.
  9. کلینی‌، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۴۷۳.
  10. ابن‌ادریس حلی، السرائر، ۱۴۱۰ق‌، ج۱، ص۳۱۳و۳۱۴.
  11. شهید اول، ذکری الشیعه، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۲۶۶-۲۶۷.
  12. شهید اول، ذکری الشیعه، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۲۶۹و۲۷۰.
  13. قمی، مفاتیح الجنان، آداب استخاره؛ نجفی، جواهر الکلام، ۱۳۶۲ش، ج۱۲، ص۱۷۲.
  14. نجفی، جواهر الکلام، ۳۶۲ش، ج۱۲، ص۱۷۳.
  15. شهید اول، الذکری الشیعه، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۲۶۹.
  16. شهید اول، الذکری الشیعه، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۲۶۹-۲۷۰.
  17. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق‌، ج۱۲، ص۱۶۳.
  18. شبیری زنجانی، جرعه‌ای از دریا، ج۱ ص۵۰۱.
  19. وګورئ: قمی، مفاتیح‌الجنان، ۱۳۷۶ش، ص۸۴۲تا۸۵۱، حاشیه کتاب.
  20. ابن‌حبیب، المحبر، دار الآفاق الجدیده، ص۱۹۶.
  21. جصاص، احکام القرآن، ۱۴۰۵ق، ج۳، ص۳۰۶.
  22. عباسی‌مقدم، «بررسی مبانی و ماهیت استخاره»، ص۳۲.
  23. گلپایگانی، بحوث حول الاستسقام (مشروعیّة الاستخاره)، ص۸-۱.
  24. گلپایگانی، بحوث حول الاستسقام (مشروعیة الاستخاره)، ص۷تا۹.
  25. «دعانویسی و استخاره‏»، دفتر حفظ و نشر آیت‌الله العظمی خامنه‌ای.
  26. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ج۸۸، ص ۲۸۵.
  27. مجلسی، بحار الانوار، ۱۴۰۳ق، ج۸۸، ص ۲۸۵.
  28. «دعانویسی و استخاره‏»، دفتر حفظ و نشر آیت‌الله العظمی خامنه‌ای.
  29. شهید اول، ذکری‌الشیعه، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۲۶۷.
  30. شهید اول، ذکری‌الشیعه، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۲۶۷.
  31. فیض کاشانی، تقویم‌المحسنین، ۱۳۱۵ق، ص۵۸و۵۹.
  32. نجفی، جواهر الکلام، ۱۴۰۴ق‌، ج۱۲، ص۱۵۵.
  33. طوسی‌، تهذیب‌ الاحکام، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۳۱۰.
  34. «دعانویسی و استخاره‏»، دفتر حفظ و نشر آیت‌الله العظمی خامنه‌ای.
  35. کلینی‌، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۴۷۳.
  36. شهید اول، الذکری الشیعه، ۱۴۱۹ق، ج۴، ص۲۶۹-۲۷۰.
  37. کلینی‌، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۳، ص۴۷۲.
  38. توکلی، «ورقی از تاریخ مشروطه، چند استخاره از محمدعلی شاه با جواب‌های آنها»، ص۵۷.
  39. تیموری، ««ناصرالدین شاه و استخاره برای قبول حاکمیت ایران بر هرات»، ص۲۶۵.
  40. تیموری، «ناصرالدین شاه و استخاره برای قبول حاکمیت ایران بر هرات»، ص۲۵۲-۲۵۳.
  41. طریقه‌دار، کندوکاوی درباره استخاره و تفأل، ۱۳۷۷ش، ص۳۸.
  42. شبیری زنجانی، جرعه‌ای از دریا، ۱۳۹۳ش، ج۳، ص۳۵۲و۳۵۳.
  43. «مستند راه طی شده»، سایت آپارات.
  44. طریقه‌دار، کندوکاوی درباره استخاره و تفأل، ۱۳۷۷ش، ص۲۵تا۷۷.
  45. عدم وجوب عمل به استخاره، وبگاه آیت‌الله مکارم شیرازی
  46. شبیری زنجانی، جرعه‌ای از دریا، ج۱، ص۵۰۵.
  47. طریقه‌دار، کندوکاوی درباره استخاره و تفأل، ۱۳۷۷ش، ص۱۰۱-۱۱۳.

سرچينې

  • ضميرى، محمدتقی و سیدعبدالرسول حسينى‌زاده، «استخاره»، در دایرة المعارف بزرگ قرآن، تاریخ مشاهده:‌ ۳۰ تیر ۱۳۹۸ش.
  • «دعانویسی و استخاره»، وبگاه دفتر حفظ و نشر آیت‌الله العظمی خامنه‌ای، تاریخ مشاهده: ۳۰ تیر ۱۳۹۸ش.
  • ابن‌اثیر، مبارک بن محمد، النهایة فی غریب الحدیث و الاثر، قم، مؤسسه مطبوعاتی اسماعیلیان، بی‌تا.
  • ابن‌حبیب، محمد بن حبیب، المحبر، تحقیق ایلزه لیختن شتیتر، بیروت، دار الآفاق الجدیده، بی‌تا.
  • ابن‌طاووس، علی بن موسی، فتح الابواب بین ذوی الاباب و بین رب الارباب، تحقیق و تصحیح حامد خفاف، قم، مؤسسه آل البیت(ع)، چاپ اول، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌فارس، احمد بن فارس، معجم مقائیس اللغة، تحقیق عبدالسلام محمد هارون، قم، انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۴۰۴ق.
  • ابن‌‌ادریس‌ حلی، محمد بن منصور، السرائر الحاوی لتحریر الفتاوی، قم‌، دفتر انتشارات اسلامی وابسته به جامعه مدرسین حوزه علمیه قم، ۱۴۱۰ق‌.
  • اسفندیاری، آمنه، «استخاره اینترنتی صحیح است؟!!»، وبگاه تبیان، تاریخ درج مطلب:‌ ۱۳ تیر ۱۳۹۱ش، تاریخ مشاهده: ۳۰ تیر ۱۳۹۸ش.
  • توکلی، احمد، ورقی از تاریخ مشروطه: چند استخاره از محمدعلی‌شاه با جواب‌های آنها، در مجله یادگار، شماره ۴۸ و ۴۹، فروردین و اردیبهشت ۱۳۲۸ش.
  • تیموری، ابراهیم، «ناصرالدین شاه و استخاره برای قبول حاکمیت ایران بر هرات»، در مجله بخارا، شماره ۱۰۰، خرداد و تیر ۱۳۹۳ش.
  • جصاص، احمد بن علی، احکام‌القرآن، تحقیق محمد صادق قمحاوی، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۵ق.
  • شبیری زنجانی، سید موسی، جرعه‌ای از دریا، قم، مؤسسه کتاب‌شناسی، ۱۳۸۹ش.
  • شهید اول، محمد بن مکی، ذکری‌الشیعه فی احکام الشریعه، قم، مؤسسه آل‌البیت علیهم‌السلام، ۱۴۱۹ق.
  • طریقه‌دار، ابوالفضل، کندوکاوی درباره استخاره و تفأل، قم، مرکز انتشارات دفتر تبلیغات اسلامی حوزه علمیه قم، ۱۳۷۷ش.
  • طوسی، محمد بن حسن، تهذیب‌‌الاحکام‌، تصحیح حسن‌ موسوی‌ خرسان‌، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۷ق.
  • عباسی‌مقدم، مصطفی، «بررسی مبانی و ماهیت استخاره»، در مجله مطالعات تاریخی قرآن و حدیث، شماره ۴۲، بهار و تابستان ۱۳۸۷ش.
  • فیض کاشانی، تقویم‌المحسنین، در کتاب توضیح‌المقاصد به ضمیمة تقویم‌المحسنین، نوشته شیخ بهایی، بی‌جا، بی‌نا، ۱۳۱۵ق.
  • قمی، شیخ عباس، مفاتیح‌الجنان، تصحیح حسین استادولی، قم، صدیق، چاپ اول، ۱۳۷۶ش
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالانوار، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۳ق.
  • نجفی، محمدحسن‌، جواهرالکلام‌ فی شرح شرائع‌الاسلام، تحقیق عباس قوچانی و علی آخوندی، بیروت‌، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ق‌.

بهرنۍ لینکونه