ثقل اکبر

د wikishia لخوا

ثِقْل اکبر هغه صفت دی چې پېغمبر(ص) په ثقلین حدیث کې د قرآن لپاره کارولی دی. د ثِقل معنا ده دروند بار[۱] او د ثَقَل معنا ده هر ارزښتناک او قیمي شی.[۲] د نهمې قمري پېړۍ د لغوي عالم فیروز آبادي په وینا، په حدیث ثقلین کې د ثقلین ټکی له ثَقَل اخستی شوی دی.[۳]

د ثقلین حدیث د ځینو نقلونو په اساس، پېغمبر(ص) په دې حدیث کې، قرآن ثقل اکبر او عترت ثقل اصغر معرفي کړي او ویلې یې دي چې که امت یې دغه دوه راټینګ کړي هیڅکله به ګمراه نه شي.[۴] پېغمبر(ص) همداراز د غدیر په خطبه کې قرآن ثقل اکبر او علي(ع) او د هغه له بچیانو څخه پاک کسان ثقل اصغر معرفي کړي دي.[۵]

امام علي(ع) هم په یو مورد کې ځان ثقل اصغر او قرآن ثقل اکبر بللی دی؛ منجمله په یوې خطبې کې یې[۶] او همداراز په هغه سپارښتنه کې چې کمیل بن زیاد ته یې کړې ده.[۷]

په ثقل اکبر د قرآن د توصیفېدو د سبب په اړه ویل شوي چې له دې امله چې عترت د قرآن پېرو او تابع دي، قرآن تر هغوي لوی معرفي شوی دی.[۸] حبیب الله خویي ویلي دي چې له دې امله چې قرآن د پېغمبر معجزه او د دین اساس ګڼل کیږي، تر عترته لوی دی.[۹]

اړونده څېرنې

فوټ نوټ

  1. ابن‌منظور، لسان‌العرب، ۱۴۱۴ق، ج۱۱، ص۸۵ (ذیل واژه ثقل).
  2. فیروزآبادی، القاموس المحیط، ۱۴۲۶ق، ص۹۷۲ (ذیل واژه ثقل).
  3. فیروزآبادی، القاموس المحیط، ۱۴۲۶ق، ص۹۷۲ (ذیل واژه ثقل).
  4. عیاشی، تفسیرالعیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۱، ص۵.
  5. یعقوبی، تاریخ یعقوبی، ج۲، ص۱۱۲؛ ابن‌طاووس، اقبال‌الاعمال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۵۶.
  6. نهج‌البلاغه، خطبه۸۷.
  7. مجلسی، بحارالانوار، ۱۳۹۰ق، ج۷۴، ص۳۷۵.
  8. بحرانی، شرح نهج البلاغه، ۱۴۰۴ق، ج۲، ص۳۰۳.
  9. خویی، مِنْهاجُ البَراعة، ۱۴۰۰ق، ج۶، ص۲۱۵.

سرچينې

  • ابن‌طاووس، علی بن موسی، اقبال‌الاعمال، تهران، دار الکتب الاسلامیه، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم، لسان‌العرب، تصحیح احمد فارس، بیروت،‌ دار الفکر و دار صادر، ۱۴۱۴ق.
  • بحرانی، ابن‌میثم، شرح نهج‌البلاغه، تهران، دفتر نشر الکتاب، ۱۴۰۴ق.
  • خویی، میرزا حبیب‌الله، مِنْهاجُ البَراعه فی شَرْح نَهجُ البَلاغَة، تصحیح سید ابراهیم میانجی، تهران، مکتبة الاسلامیة، ۱۴۰۰ق.
  • عیاشی، محمد بن مسعود، تفسیر العیاشی، تحقیق سید هاشم رسولی محلاتی، تهران، المطبعه العلمیه، چاپ اول، ۱۳۸۰ق.
  • فیروزآبادی، محمد بن یعقوب، القاموس المحیط،‌ بیروت، مؤسسة الرسالة، ۱۴۲۶ق/۲۰۰۵م.
  • مجلسی، محمدباقر، بِحارُالاَنوار الجامِعَةُ لِدُرَرِ أخبارِ الأئمةِ الأطهار، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۹۰ق.
  • یعقوبی، احمد، تاریخ یعقوبی، بیروت،‌ دار صادر، بی‌تا.