ثقل اصغر

د wikishia لخوا

ثِقْل اصغر (وړوکی ثقل) په ثقلین حدیث کې د پېغمبر(ص) د عترت صفت دی. پېغمبر(ص) په ثقلین حدیث کې خپل عترت ثقل اصغر او قرآن ثقل اکبر بللی چې که مسلمانان دا دواړه راټینګ کړي، هیڅکله به ګمراه نه شي.[۱] پېغمبر(ص) همداراز د غدیر په خطبه کې قرآن ثقل اکبر او علي(ع) او دهغه له بچیانو څخه پاک کسان ثقل اصغر معرفي کړې دي.[۲]

امام علي(ع) هم په یوې خطبې کې[۳] او همداراز کمیل بن زیاد ته په سپارښتنو کې ځان ثقل اصغر او قرآن ثقل اکبر معرفي کړی دی.[۴]

د قرآن د مفسر عبدالله جوادي آملي په وینا اهل بیت د عالم ظاهر له نظره او د دین د معارفو په تعلیم او پوهولو کې ثقل اصغر دي؛ خو د معنوي مقامونو په لحاظ او په عالم باطن کې تر قرآنه کم نه دي.[۵] د یو روایت له مخې امام علي (ع)قرآن، د خدای صامت کتاب او ځان ناطق کتاب بللی دی.[۶]

امام خمیني په خپله سیاسي-الهی وصیتنامه کې اهل بیت د «ثقل کبیر» په نامه یاد کړې دي.[۷]

د ثِقل معنا ده دروند بار[۸] او د ثَقَل معنا ده ګرانبیه او ارزښتناک څیز.[۹] په القاموس المحیط لغتنامه کې د فیروز آبادي (وفات ۸۱۷ ق) په وینا، په حدیث ثقلین کې د ثقلین ټکی له ثَقَل اخستی شوی دی.[۱۰]

اړونده لیکنې

فوټ نوټ

  1. عیاشی، تفسیرالعیاشی، ۱۳۸۰ق، ج۱، ص۵.
  2. یعقوبی، تاریخ یعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۱۱۲؛ ابن‌طاووس، اقبال‌الاعمال، ۱۴۰۹ق، ج۱، ص۴۵۵و۴۵۶.
  3. نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، خطبه۸۷،‌ ص۱۲۰.
  4. مجلسی، بحارالانوار، ۱۳۹۰ق، ج۷۴، ص۳۷۵.
  5. جوادی آملی، تسنیم، ۱۳۸۵ش، ج۱، ص۷۶.
  6. حرعاملی، وسائل الشیعه، ۱۴۰۹ق، ج۲۷، ص۳۴.
  7. امام خمینی، صحیفه امام، ۱۳۸۹ش، ج۲۱، ص۳۹۳.
  8. ابن‌منظور، لسان‌العرب، ۱۴۱۱ق، ج۱۱، ص۸۵.
  9. فیروزآبادی، القاموس المحیط، ۱۴۲۶ق، ص۹۷۲ (ذیل واژه ثقل).
  10. فیروزآبادی، القاموس المحیط، ۱۴۲۶ق، ص۹۷۲ (ذیل واژه ثقل).

سرچينې

  • ابن‌طاووس، علی بن موسی، اقبال‌الاعمال، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ دوم، ۱۴۰۹ق.
  • ابن‌منظور، محمد بن مکرم، لسان‌العرب، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۱۴۱۱ق.
  • امام خمینی، سید روح الله، صحیفه امام، تهران، مؤسسه تنظیم و نشر آثار امام خمینی، چاپ پنجم، ۱۳۸۹ش.
  • جوادی آملی، عبدالله، تسنیم، قم، مرکز نشر اسراء، ۱۳۸۵ش.
  • حرعاملی، محمد بن حسن، وسائل‌الشیعه، قم، مؤسسة آل‌البیت، ۱۴۰۹ق.
  • عیاشی، محمّد بن ‏مسعود، تفسیرالعیاشی، تحقیق سید هاشم رسولى محلاتى‏، چاپخانه علمیه‏، تهران‏، ۱۳۸۰ق.
  • فیروزآبادی، القاموس المحیط، دار احیاء التراث العربی، بیروت، ۱۴۱۲ق.
  • مجلسی، محمدباقر، بحارالأنوار، تهران، دارالکتب الاسلامیة، ۱۳۹۰ق.
  • نهج‌البلاغه، تصحیح صبحی صالح، قم، هجرت، چاپ اول، ‌۱۴۱۴ق.
  • یعقوبی، احمد، تاریخ یعقوبی، بیروت، دار صادر، بی‌تا.